عبدالقیوم

 

د ډ یورنډ لیک (معاهده ): د تاریخ لیکونکو له نظرونه


د عبدالرحمن خان پر نواقیصو لرلو باندي کتابونه لیکل کېدای سي، په دې لیکنه کښي بحث د ډیوړنډ پر معاهده ده.

د ډیورنډ معاهده: دغه لیک د انګرېزانو او د هغوی د غلام امېرعبدالرحمن تر منځ په
۱۸۹۳ م کال د نومبر د میاشتي پر ۱۲ نیټه باندي له شکه وتلی امضأ سوی دی. د افغانستان په معاصر تاریخ کښي تر دغي معاهدې بله خاینانه پریکړه نه ده سوې. دا پدې چي د دغي منحوسي معاهدې د امضأ په توسط د افغان وجود څخه لویه برخه بیله کړل سوه، دغه ژور زخم څخه تر نن ورځي پوري وینه بهېږي لا یې رغول لېري ښکاري. د امېر عبدالرحمن خان په شان خاوري او ولس ته بل خائین، قاتل او جاسوس نه دی تېر سوئ. کله چي د ډیورڼد منحوسه کرښه را یادوو د هغي منفي اثر د یوه عیني واقعیت په توګه شتون لري، بلوڅ او پښتانه دواړه ددې منحوسي معاهدې اولین قربانیان دي.موږ افغانانو ته پکار دا نه ده چي د ډ یورنډ لیک پر امضأ کولو یا نه امضأ کولو باندي بې ګټي بحث یا تلاښ وکړو چي امېرعبدالرحمن له دې لوی جنایت اوخیانت (وطن خرڅولو)څخه په خپلو اوتو، بوتو باندي پاک ثابت کړو.
بلې یو شمېر سته امېر عبدالرحمن ته د یو پرتوګ ګنډلو کوښښ کوي ولي به یې نه کوي هغوی چي نژدې پنځوس کاله د امېر عبدالرحمن خان د فرمان په توسط د جمال خان اولادو ښځینو ته (300) او نارینو ته(400) روپۍ پر کورمفتي تنخاګاني ورکولې، بله طبقه یوشمېرکورنۍ وې چي د امېر عبدالرحمن خان او امېر حبیب الله خان په درباروکي آباد وه کوي به یې. سبا به د اوسني عصر( اشرار) کورنۍ او پاته شوني د امېر عبدالرحمن د پاته شونو په شان د خپلو پلرونو له جنایاتو څخه دفاع کوي حق هم لري، اوس هم دوی د تېرو په شان واي: دا مځکي، باغونه، شرکتونه، کورونه او پلازاوي..... موږ ته د پلرونو را پاته دي.
ټول تاریخونه په یوه خوله شاهدي ورکوي چي امېر عبدالرحمن خان په رضایت او خوښي سره دغه لیک امضأ کړی دئ، د دې لیک د امضأ په بدل کښي و عبدالرحمن خان ته د انګرېز دولت په رسمي توګه له خپلي بودیجې څخه په کال کښي اتلس لکه روپۍ او وسلې ورکړي دي. موږ که د خپلي خاوري او خپل ولس د بیرته را خپلولو ادعا کو، اول باید دا ومنو چي عبدالرحمن خان د انګرېزانو غلام وو، نه د افغان (ولس) استازی، هغه د ډیورنډ لیک د امضأ په باب له افغان ولس سره هیڅ مشوره نه ده کړې ، پس د عبدالرحمن خان قول او امضأ افغانانو ته اعتبار نه لري.
کیسه داسي وه چي امیر عبدالرحمن خان د دوو امپراطوریو، بریتانیا او روسې په توافق سره د افغانستان تاج وتخت ته ورسېدئ. عبدالرحمن خان د لوی افغانستان مځکه او پر مځکه پراته ولسونه د انګرېزانو له خوښي سره سم د ډ یورند د کرښي د منلو او امضأ په ذریعه پر دوو برخو(لر ا و بر) سره جلأ کړه. د ډ یورند معاهده لیک چي د
۱۸۹۳م کال د نومبر د میاشتي پر ۱۲ تاریخ باندي عبدالرحمن خان او ډیورنډ امضأ کړه ، د دغه منحوسه زخم د امضأ له نیټې څخه تر دا نن ورځي پوري د پښتنو او بلوڅو له وجود څخه ګرمه وینه جاري او بهیږي. د پښتنو پدې توده وینه باندي عبدالرحمن خان، کورنۍ ا و پلویان یې اوبېده... .
دوست محمد د هغه اولادونه ماسیوا له امیرشېرعلي خان څخه نورټول د انګرېزانو تنخاخواره وه. په
۱۸۶۴م کال کښي چي د امیرشیر علي خان پاچهي وه د انګرېزانو په ایشاره محمد افضل هندوستان ته ور وتښېد انګرېزانو هغه ته دورځی سل کلداري معاش مقرر کړه، عبدالرحمن بخارا ته وتښتېدی ،د شېرعلي په شتون کي یو ځل عظیم خان ،افضل خان او عبدالرحمن خان په شریکه غزنی او کابل له امېر شېرعلي خان څخه ونیول، محمد افضل د عبدالرحمن خان پلار یې پاچا اعلان کړ ژر یې له امېر شېرعلي خان په وړاندي ماته وخوړل بیرته د عبدالرحمن خان پلار او اکا و انګریزانو ته وروتښتېدل.
تاریخ دا هم لیکي دي: څه وخت چي عبدالرحمن خان د لوی افغانستان څخه د بري خوا د مځکي او ولسونو د جلا کیدو سند ډ یورنډ لیک امضأ کاوه انګرېزي اشغالګروته یې سپاره، د سند د امضأ پر وخت د امیر عبدالرحمن سترګه هم ونه رپېده.
پدې ورستیو کښي یو شمېر ښاغلي په بیلو بیلو نومونو کوښښ کوي ، لمر په دوو ګوتو پټ کړي.
دوی د یوه غلام، قاتل، وطن فروش په د فاع کي را وتلي دي ، د دوی د دې سپین سترګۍ له کبله هر
کس او ناکس ته دا چانس ورکړه سو چي هغوی هم د دوی په شان د خپلي ژبي، قوم او ټبر اړوندو ظالمانو، قاتلانو، غلاما نو او جاسوسانو څخه په زغرده د فاع وکړي. زما له نظره په تیر تاریخ کي په خاصه توګه په معاصر تاریخ کښي چي هر حاکم امپراطور، امیر، پاچا، رئیس جمهور د خپل ولس د ګټو په خلاف ، د شخصي خواهیشاتو او خپلو ګټو په غرض خپل ولسونه وژلي، د خلګو مالونه یې غصب کړي، ښوونځی یې سوځلي، نړولي، د ښوونځیو دروازې یې د خوندو پر مخ بندي کړي دي ، د پردویو هیوادونو ګټي یې د هیواد والو تر ګټو لوړي ګڼلي دي هغوی ټول خائینین وه اودي. څه لا دا چي خاوره یې خرڅه کړې وي.
امیرعبدالرحمن خان یو له اولي درجې خائینو څخه وو.
راسئ وګورۍ چي د ډیوړنډ د منحوسي معاهدې په باب لیکوالو څه یکلي دي .
۱– د کتاب نوم: افغانستان د د یموکراسۍ او جمهوریت په کلونو کې. لیکوال عبدالغفار فراهي .
د برتانوی هند د خارجه چارو وزېر
Henry Mortimer Durand د یوه هیات په مشری د ۱۸۹۳ کال د اکتوبر پر دوهمي نېټې کابل ته را ورسېد. ..... . د ډ یورنډ د کرښي موافقتنامه د ۱۸۹۳ م کال د نومبر د میاشتي پر ۱۲ نیټې امضأ سوه. دغه موافقتنامه اوه ۷ مادې او یوه نقشه لري. دا موافقتنامه د واخان څخه بیا د ایران تر سرحد پوري چي ۱۵۱۰ میله یا ۲۲۵۵ کیلومتره کېږي د افغانستان ختیز او جنوبي حدود داسي تشریح کوي ۱۲).......... ..... . د ډورنډ لیک تر امضأ کولو وروسته: انګرېزان به پر پخوانیو ۱۲ لکو کلدارو امداد چي هر کال به یې امیر ته ورکولې شپږ لکه نوري کلداري اضافه کوي ۱۴)...... امیر عبدالرحمن خان هغه موافقتنامه لاس لیک کړه کومه چي انګرېزانو جوړه کړې وه.
امېر حتی یوه جمله هم پر دغي جوړي موافقتنامي باندي علاوه نه کړه
۱۵)..... امیر د ډیورند د کرښي موافقتنامه امضأ کړه ولي ده د موافقتنامي ضمیمه نقشه ځکه نه ده امضأ کړې چي دی دهغې نقشې د ځینو ټکو سره موافق نه وو.
...... ص
۲۲-۲۳
۲- د کتاب نوم: د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه.
مؤلف: کاندید اکاډ میسن محمد ابراهیم عطائي .
د وحشتناک استبداد او توطیوعصر: تر دې عنوان لاندی خدای بخښلي کاندید اکاډمیسن عطائي، هولناکه څېره عبدالرحمن خان راپېژني............... ددغي دورې یا عصر په وجود کي دافغانستان لپاره خورا ډېر منفي بعدُونه را چاپېر شول چي د افغانستان خاوري او خلګو ته یې بې حسابه زیانونه ورسول .......
سردارعبدالرحمن خان
۱۱ چي کله د روسانو تر حمایت لاندي په سمرقند کي ژوند کاوه، بیا څه وخت چي دوې امپراطورۍ انګریز او روس د عبدالرحمن خان د راوستلو موافقې ته ورسېدل، نو د ترکستان ګورنر جنرال کوفمان عبدالرحمن ته اجازه ورکړه چي هغه دي د ترکستان څخه د تېښتي په شکل ووځي او موږ به هم تجاهل وکړو ........
ډ یورنډ لین:
.... د سرحد د تحدید په باره کي معاهده، نیټه: د
۱۸۹۳ کال د نوامبر ۱۲ـ ۱۳۱۱ هـ ج کال د جما دی الاول ۲
د ډیورند دلاسلیک اصل معاهده د ډ یورند د مرسلاتو د کتاب
۱۱۰ مخ کې او مربوط نقشه یې په ۱۰۷ مخ ملحق شوې د ه. ۱
دغه معاهده د جناب امیر عبدالرحمن خان
I,S,C,G د افغانستان او دهغه د ملحقاتو امیر له یوې خوا او سرهانري مارتیمر ډیورنډ I,S,G,E,IG,K د هند دعالیه دولت فارین خارجه سکرتري او د عالیه دولت له خوا نائب او وکیل له بلي خوا لاسلیک کوي. د فضل ربې پژواک لیک ص ۶۷.......... .
۳– د کتا ب نوم: پاچهانو څه کول؟ لیکوال: محمد نا در ایوبي کندهاری .
د ډ یورنډ معاهده:
انګلیسي استعماري دولت د دې هدف لپاره چي افغانستان نور هم تجزیه سي، یو هیأیت د هنري ټمیرډ یورنډ تر مشرتابه لاندي د یوې نقشې سره چي د مخه یې تهیه کړې وه و کابل ته ولېږی د نومبر د میاشتي پر دوولسم تاریخ په
۱۸۹۳م کال کي امیرعبدالرحمن خان د انګلستان د دولت د نقشې برابر د افغانستان تجزیه ومنل او معاهده یې لاسلیک کړ ه. د کابل پو هنتون استاد غلام جیلاني عارض په تألیف د افغانستان سرحدونه او اداري وېش کي لیکلي دي چي ډ یورنډ د دوو ژمنلیکونو په ترڅ کي د سهیل، سهیل ختیځ او ختیځ سرحدي معاهده لاسلیک کړه چي عمومي محتوا وي یې په دې ډول دي.: خپل
ټوله معاهد دلته نه را نقلوم که څه هم را سره ده. ...........
د ډ یورنډ لین د معاهدې په وروستي
۷ بند کښي داسي لیکل سویدي: څرنګه چي دهند عالیه دولت د جناب امیر د نیک نیتۍ نه چي د هند ستر دولت ته یې لري په ټوله مانا ډا ډ من دی. او هیله لري چي افغانستان خپلواک او پیاوړی وي. نوځکه د هند دولت پر امېر صاحب خپل هیواد ته د جنګي اسبابو په رانیولوو هیڅ ممانعت نه لري او په خپله دولت به هم په دې برخه کي څه مرسته وکړي، سر بېره پر دې چي جناب امیر صاحب په خپله وینا او دې معامله کي په دوستۍ اعتراف وکړ، نور د هند عالیه دولت دا ژمنه کوي چي په کال کي به دوولس لکه روپۍ د بسپني په توګه چي همدا اوس ورکول کېږي ښاغلي جناب ته هر کال پر هغو دولسو لکو روپو شپږ لکه نوري ورډېرېږي..... د انګلستان د پاچا ملکې وکتوریا د لوري امېر عبدالرحمن خان ته د هندوستان د ستوري لقب ورکړل سو .
۴ – د کتاب نوم: افغانستان از امېر کبیر تا رهبر کبیر.
مؤلفین: علامه عبدالحق مجددی و داکتر فضل الله مجددی .
المرقوم
۱۲ نوامبر ۱۸۹۳ مطابق ۲۲ عقرب ۱۲۱۷ ش به این ترتیب امیر با هوش و قوتیکه داشت، دیورند را امضأ نمود. به قول میر غلامحمد غبار میتوان آنرا معاهدهء ملا نصرالدین نام نهاد زیرا دولت انګلیس علاقه جات داخل قلمرو افغانستان را ملکیت افغانستان شناخته بود. در حالیکه امیر مناطق را با نفوس سه ملیون جمعیت در آن وقت که تحت نفوذ انګیس نرفته بود مال و ملک دشمن شناخت کار حد بخشی طبق معاهدهء دیورند درشرق وجنوب افغانستان قریب دو سال طول کشید بالاخره تمام شد ونقشه ها امضأ ګردی د............ ص ۳۰۹
۵ – د کتاب نوم: تاریخ مختصر افغانستان.
مؤلف: پوهاند علامه عبدالحی حبیبي.
.... ولارد لنسدون نایب السطنه لارد رابرس را ب ا ین کار مقرر کرد چون رابرس در افغانستان سوابق بدی داشت و ممکن بود مردم بربشورند، من آمدن اورا معطل داشتم، تاکه بلاخر در اواخر
سپتمبر
۱۸۹۳م سرهنر مارتیمرد دورند ۱۶ وزېر خارجه هند بریاست کمیسیون تعین حدود سرحدی به کابل آمد، و اعضای این کمیسیون کنل الیس و کپتان م ا نریس اسمت و مستر کلارک و مستر وانلد و چند نفر هند یان د یګر بو د ند .مذا کرات سیاسي درکابل با وجود امیر آغاز شد، ودر نتیجه، تحدید نامهء منحوس د یورند امضأ ګرد ید. این تحدید نامه هفت ماده دارد، که به موجب آن خط سرحدی دیورند از حدود بلوچستان تا چترال و واخان تعین ګردید........... ګرانو لوستونکو ما په هیڅ یوه تاریخ کښي پیدا نه کړه چي لیکل سوې دي وي دا منحوسه معاهده نه ده امضأ سوې. بلې پر نقشه باندي امضأ نسته، لکه کاندید اکا ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب چي لیکلي دي. نه پوهېږم دوی څه لولستي دي؟ چي د مستبد عبدالرحمن خان مینوال یې اوس هم نه مني؟ پای .

 

 

 


بالا
 
بازگشت