حبيب الله غمخور

 

دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

 

نوی کال مو مبارک

سال نوتان مبارک

هرروز تان نوروز

نوروز تان پيروز

 درنو هيوادوالو،آغلو اوښاغلو،نوی کال مو مبارک

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

بينوا

درنواوغيرتي هيوادوالونوی کال مو مبارک شه

هرروز تان نوروز            نوروز تان پيروز

۲۰۲۵م کال دمارچ ۱۹مه

نوی کال اوزړې غميزي

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي

ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي

دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

بينوا

درنو هيوادوالو،آغلواوښاغلو،نوی کال مو مبارک اونېکمرغه !

تاسو،ستاسو درنې کورنی اوټولوهيوادوالو اودنړۍ ټولوهغوولسونوته چي داورځ دنوی کال دورځي په نامه لمانځي دنوی ۱۴۰۴ لمريزکال درارسېدو له امله  دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلې وړاندي کو م  .

پدې هيله چي دانوی کال ستاسو لپاره دخوښيو اوبرياونه ډک  اودافغان کړېدلي ولس دملي او فرهنگی غميزودپاي کال اوسي.

 

وطنداران گرامي و شرافتمند!

اجازه دهيد بمناسبت  فرارسيدن سال نوازصميم  قلب به  شما هموطنان گرامي ومردمانکه اين روز خجسته  را گرامي ميداندمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ما باشد.

به اميد سعادت و کامگاري ملت ستمديده وبلاکشيده ما.

 هرروز تان نوروز        

   نوروز تان پيروز

درنو هيوادوالو !

 شاعر وايي :

ولی په بل وطن کې اوسم

چې دلته ووينم دامن بېرغونه

بلې !

دادی زموږ کړېدلی ولس له ټولو غميزو او ملی ناخوالوسرۀ  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته هم کومه ځانگړې آميدواری نلري . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي ،انساني کرامت ته درناوی او ټولنيزعدالت يعني نراوښځوته يوشان دافغان اوانسان په سترگه کتل اوددوي انساني حق ورکول .

له بدمرغه په تيرکال کي چي اوس یې شاته پرېږدو  زموږ دولس هيلي  اوانتظار يوځل بيا په ناهيليواوبدمرغيو بدل سو، زموږ خلکو هغه څه چې غوښتل ترلاسه  یې نکړه ،اوزموږ دکورترپوره نيمايي زياتوحق اوبرخليک دپاکستان روزل سوی تراوسه ټاکي اوټول ولس مو په روحي زندان  کي شپي او ورځې سباکوي .نړۍ پر مخ درومی اوموږ دشاته تگ قهرماني جايزگه ترلاسه کوو ،ځکه په نړۍ کي يوازنۍ هيواد يو دچې  دلور ،خور ،مور ،کوروداني ،ورېرې او ورينداري پرواړاندي ټو ل بشري حقوق ترپښتو لاندي کېږي .زموږ ولس به ويل ،سرتر وطن او وطن ترناموس جار ،خو اوس مو دناموس برخليک ټاکونکي او واکدار دپاکستان روزل سوی دی .

په بهرکي دروزل شوواوپر افغان ولس ددولتی حاکميت په نوم  دجوبايډن لخواتپل سوو حاکمانو دخپل سريواوافغان ولس سره د ملي جفا،دهيواد نېم وگړی دکار ،تعليم اوتحصيل نه  محروم ساتلي،دا هغه ملی غميزه ده چې تاريخ  یې دوحشت په پېړيوکې لاهم بېلگه نلری . داخوپرېږده چې اوس په ۲۱ سليزه کي زموږ ولس په ځانگړې خوندي ،ميندي اولوڼۍ ورسره لاس اوگراېوان دي .

هيله موداده چې نړيوال بشري سازمانونه عملا نه په تبليغاتو اوشعارونود افغان ولس  سره دنړيوالو اصولو له مخې دخپل روښانه اودموکراتيک برخليک په ټاکلوکې مرسته وکړي اودخپلو سيمه ايزو گټو په خاطر افغان ولس پدې وحشيانه  بڼه قرباني نکړي .

دبلې خوادا د افغانانو اوهغو چې وايي موږ دسياسي گوندونو اوټولنيزر ،فرهنگي سازمانو استازي يو ملی او انساني مسوليت دی چې ددې وحشيانه حالت نه دافغان ولس دخلاصون او نجات  لپاره لاس پکارسی . اخير که افغان یې نوددي نيم ولس چي ناموس دي دحق دفاع لپاره راپورته سه .

پدې هيله چي دا کړېدلې ولس  يوه ورځ د ارام ،بسيا  اوښېرازه  ابرومندانه ژوند خاوندسي .

پدې هيله چې په راتلونکي نوی کال کي زموږ دجگړه ځپلي اوملي ناورين کي ساتل سوي  ولس دانا اميدونه او ناهيلۍ په روښانه آميدونو بدل او ددې زورېدلی او بې سرپرسته ولس  له  غولی داتورپېڅول دابد لپاره  ټول شي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرحبيب الله غمخور

 

 

 


بالا
 
بازگش