پوهاند محمد بشیر دودیال

 

نوروز د اسلامی منجمینو یوه غوره حللاره

د حمل(وري) لومړۍ ورځ هغه په طبیعت، شپو- ورځو، موسم، آب وهوا او  دستورو په حالت کې هغه د حول او تحول، بدلون او ګرځیدو ورځ ده چې لمر  زمکې سره په متعادل واټن ته راشي او شپه ورځ یو برابر شی. همدغه د بدلون او ګرځیدو نقطه او د نوي شمسي کال پیل دی. سږکال دا تحول زموږ د خوږ نبی حضرت رسول اکرم(ص)  له هجرت څخه تر اوسه ۱۴۰۴کلونه تېر او دا دی ۱۴۰۵ م یې را دبره کیږي. الله پاک دی برکتی کال وګرځوي.  دزړه له تله به د دې نوروز د را رسېدو له امله دعا وکړو:

یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ

په داسی  حال کی  چې نورو ملتونو خپل تقویم درلود، اسلامی خلافت هم و پټېیله چې یو متعادل تتقویم ولري چې حسابونه یی له مخې ثبات ومومی. د اسلامی اُمت نامتو منجم جلال‌ الدین ملک‌ شاه د نامتو عالم خیام تر مشری لاندې دا حل وموند، چې هماغه د حمل د لومړۍ ورځې په نښه کول و. وروسته بیا دا ورځ له هندوستان، اوسني تاجکستان، افغانستان تر اوسنی ایران پورې د نوروز په نوم ونومول شوه او موږ یې د خپلو برکتي نیکونو په دود هر کال په درناوي سره لمانځو.  روز نه یواځې دا چی د لمر له ګرځېدو سره سم؛ یو شمسي تحول او دشپې او ورځې سره برابرېدل دي، بلکې د بزګرۍ د چارو دپیل وخت دی. اوس چې زموږ عصري دفتري، مالی اوحسابی، تعلیمي او شخصي چارې له شمسی کلیز سره برابرې دي، نو د دهقانی له چارو پرته، د نورو کارونو تړلتیا مو له دې ورځې سره د دې لامل شوې ده چې نوروز نور هم اهمیت ومومي.  پخوا چې دا عصری چارې له شمسی تقویم سره نه وې تړلې هم نوروز زموږ د خلکو په نزد د درناوي وړ و.

په لرغوني لوی افغانستان کې، د نوروز د نورو ترتیباتو تر څنګ به په کورونو کی د نوروزو د شپې په مناسبت ځانګړی خواړه برابریدل. خلکو ته (اووه سین) میوه چی د نوروز په شپه جوړیږی، بیل ارزښت لری. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره  یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چی  لرغونتوب یې د آریایي تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید(یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث دباچاهۍ تروخته رسیږي. د پورتنۍ یادونی له مخې د هفت سین دمیوی جوړول ډیر مخکی پیل شوی دی او د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت شین دود و.

نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښیدو سمبول دی.  زیاترو اخځونو د نوروز د دود بنسټ ایښودل او لمانځل (یما پاچا) یا پیشدادی جمشید بولی. یو شمیر نور بیا وایی چی نوروز لومړی ځل کیخسرو ولمانځه. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتی ده. جلالی شمسی تقویم په ټولو تقویمونو کې یو ثابت، روڼ او د طبیعت د حول او تحول سره برابر مهالویش دی چې یو کال یی په ۳۶۵ ورځو+۵ یا شپږو ساعتونو، دولس میاشتو او بیا  هره میاشت په څلورو اونیو ویشلې ده. پیل یې د نوروز مبارکه ورځ ده، چې کښت و کار او بڼوالۍ کې د برکت لوېدو په خاطر د دغې ورځې په سهار په خوشحالۍ سره کروندو او باغونو ته وځو.

دغه ورځ زموږ پښتوادب کې هم انعکاس لري، او زموږپه ملی ادب کې د نوروز ډیر ذکر شوی دی، مثلا خوشحال خټک فرمایی:

د نـوروز مـنـت پـــه بــاغ دی پــه صــحرا هـم


نـــورانـي یـې شـيلـــه فـیـضـه هــغــه، دا هـم


چې پـــه بـــاغ کـې رنـگـارنگ گــلونـه وا شـي


غــــنـیـمت ده د گـــلــــونــــــــو تــمــــاشــا هـم. ..(الخ)

 

خوشحالخان بل ځای وایی:

د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي


فیض یې رسي هم تر سپاندې، هم تر ځوزه


که همه عمر د باغ ګلونه ګورم


زما خوابه پرې سړه نه شي هنوزه


د سهار هوا هر ګوره ښه هوا ده


که آفت ورپسې ته نه وای تموزه


په راتله ور لره ډېره خوښي راوړې


په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه !

 د نوروز لمانځنه په حقیقت کې د کار او زیار د ورځو او د برکتونوپه هیله د حلال رزق د ګټلو په خاطر  د الله(ج) په ستر حکمت دپوهیدو راز دی. بزګران په دې وخت کې یومونه را اخلي اوپټیو ته وځی  ترڅو هلته حلال رزق ګټلو ته چې نیم عبادت  بلل شوی دی، ځانونه او خپل پټي چمتو کړي. بزګران په دې ورځ دعا کوی چی ټول کال یې له برکتونو ډک وی. دوی د پاک پرورګار د دغی عطیې شکرانه په کار اوزیار ادا کوي. په ښارونو کی د نوی کال پیل په رسمی او نارسمی غونډو سره لمانځل کیږی چی دینی علما پکی وینا کوی ،خلک عدل او انصاف ته رابولی او رسمی غونډی د کلام الله مجید په تلاوت او د رسمی چارواکو په ویناوو پیل کیږی. دښوونځیو زده کوونکی نوی ټولګی پیل کوي، دولت نوې مالی کال پیل کوی او دنوی کال بودجه رااخلي. اقتصادی ادارات د نوي کال د پلان په تطبیق پیل کوي.... لنډه دا چې په هر څه کې نویوالی راځي. په دی توګه په ګډه دعا کوو چې سږنی نوروز دی الله (ج) ټوله مسلمه اُمت او په تیره بیا د افغانستان مومن ملت ته نیکمرغه وګرځوی. الله(ج) دی دې هیواد ته ترقی راولي. ټولو مومنو او خواریکښو بزګرانو او ټولو پتمنو خویندو او وروڼو ته د نوی کال مبارکی وړاندی کوو.

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت