حبيب الله غمخور

 

دښځودنړيوال پيوستون  ورځي تاريخ ته ځغلنده کتنه

نېکمرغه دي وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ

فرخنده بادخاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ  ،روز همبستگي بين المللي زنان

تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغي ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواو پېغلوټوته  ددې نېکمرغه او وياړلي ورځي درارسېدو له امله دزړه له کومي مباره کي وايم .پدې هيله چي په گران افغانستان اودنړۍ په گوټ گوټ کښي ډير ژرزموږکړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي چې دنړۍ پوره نيمايي جوړوي له دغوخواريو،ربړونواوسپکاوي نه خلاصي شی له کوموسره چي همدا اوس لاس اوگرېوان دي.

دوي غوا ړي دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل ژوندته دوام ورکړي، دټولني په سياسي،اقتصادي،فرهنگی اوټولنيز وچاروکي داجتماعی عدالت اوپه ټولنه کښي دمنل شووعالي اومتمدينودودونواو اجتماعی دستورونوپربنياد دنارينه وو سره برابره اوگډ ژوندپه دوام کي برخه واخلي .

دپانگوالی ټولنيز مناسبات دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواوخوارو انسا نانو په مقابل کي دظلم، استثمار،ښکېلاک،ز بېښاک ډيرمغلق اوپيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري،دغه پروسه په مختلفو بڼودبيلابېلوميتودونو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره دخپل واک دساتلولپاره پرمخ بېول کيږي.

دهمدغو پېچلواقتصادي مناسباتو پراساس پانگوال دکارگرانواو مزدورانو له استعداد اوانرژۍ نه دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغيرعادلانه توگه گټه پورته کوي ترڅوزياته سرمايه پلاس راوړي.

د۱۸ پېړۍ په ورستيواو۱۹ پېړۍ په لومړيوکي دسرمايدارانوبې عدالتۍ، استثمار او دکارناوړه شرايطو کارگران مجبورکړه چي کله ناکله دفابريکو دخاوندانوپر خلاف دناخوښۍ ږغونه پورته کړي .

دايوعلمی اصل دی په هرپيمانه چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېچلې اوپرمختللې بڼه دکاگردکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک شکل يې پېچلی کېږي .

دښځو سره دظلم ،استبداد،ناخوالواونابرابريومثالونه په اسيا،افريقا،لاتينه امر يکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره ليدل کيږي .

پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړباسي چي دخپلو رواحقو قوددفاع په خاطردعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .

په ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلودفابريکو ښځينه کارگرانو دکاردشرايطو دښه کېدو،دکاردوخت د کمېدواوتنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديو شميرښځو خالي دېگو نه پلاس کي وه دسترلاريون په طرڅ کي دامريکادنيويارک ښارواټنوته راوو تلې اودفابريکو دخاوندا نوپرخلاف يې دخپل انساني حق غو ښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالولپاره دخطرزنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدوپيلامه وبلل،ځکه خوئې ددغه انساني حرکت دخفه کېدو لپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره لاس پکار شول اوپربې دفاع ښځينه کارگرانو يې مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانواوتر ظلم لاندي خلکوغوسه نوره هم راوپارول اودپانگوالوسره دنفرت  روحيه ډېره غښتلې سول .

ددې تاريخي اونه هيريدونکۍ ورځي دترخې خاطرې په ياد په(( ۱۹۰۷-۱۹۰۸-  او ۱۹۰۸  )) زکلونوکښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادوکي تر ظلم اوستم لاندي خلکو په ځانگړې توگه ښځولخوايادغونډي جوړي شوې،پدې غونډ واولاريونوکي هم ترهرچا دښځينه کارگرانو ونډه زياته اوپراخه وه.

په نړۍ کي سياسي سازمانواوټولنيز عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشميرهيوادو غيرتي ښځې پردې بريالۍ سوې چې  پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږڅه دعدالت او انصاف منلوته ته سرټيټ کړي.

په ۱۹۱۰زکال دډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسياليستوښځو دوه هم نړيوال کنفرانس د((۱۷ ))هيوادود((۱۰۰)) تنوښځينه استازو په گډون جوړسو.دهمدې نړيوال کنفرانس په وروستۍ ورځ دالمان پيژندل شوې سيا سي څيرې اغلي” كلارا زيتكين ”لخوادغونډي برخه والوته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښاردنساجي دفابريکودښځينه کارگرانودتاريخي لاريون  اوله دوي سره دوخت دحاکمانودوحشيانه چلنددقربانيانودخاطرې ديادژوندي

 ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي دنړۍ دښځوسره دملا تړاودهغوي د انسا ني اوطبعي حقوقوڅخه ددفاع په خاطرلاريونونه،غونډي اوکنفرانسونه جوړي شي .

 له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې داغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سودا ((۱۱۳)) کاله تېرېږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ وياړلي  ورځی نمانځنه کيږي .

په ۱۹۱۱زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه په المان،اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځودنړۍ وال پيو ستون په نامه غونډي جوړي اولاريونونه وشول.پدغوغونډوکښي ښځوته په انتخاباتو کې درايې ورکولو، کار،ښوني، تحصيل او مسلک دانتخاب حق ترلاسه کېدواودهيوادوپه قوانينو کي دښځو دمسلمو اوطبعي حقو قو اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتود راوستلو په سياسي،اقتصادي،فرهنگي اوټولنيزو چاروکښي ښځوته دنارينه وسره دبرابر حق غوښتني اووړانديزونه مطرح سول.

په(۱۹۱۵ ،۱۹۱۶) کلنوکي،هغه وخت چي لادلمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پور ته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي((ښځې دجگړې مخاليفي دي )) ترشعارلاندي دمارچ  داتمي  ورځې په مناسبت پراخي غونډی  اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډواوکنفرانسوکي ښځودجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله،دوستۍ اودهيوادونوترمنځ متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوندته نړۍ وال راوبللو شعارونه پورته کړه،اوپه جگړه کښي ئې دښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئې په کلکه دجگړې دختمېدو غوښتنه وکړه .

دښځود اوږدومبارزو،تلاښونو اوقربانيوپه پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره دنيوز يلاندپه پارلماني  ټاکنوکې ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ،داحق داستراليا، فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې ترلاسه کړۍ و.مگردغه حق دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان  په  ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو  په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د  ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق تردوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال  پوري حتي دښارو الۍ په ټاکنوکې هم ښځو ته دگډون حق ندی ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله دخلکودنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .

په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولو سره دمارچ اتمه دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده او ومنل سوه  .

ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا دنړۍ په زيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخوا داستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادودنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي جوړوي  .

زموږ په هيوادکښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنوکښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه،يوشميربنسټپالواودموکراسۍ مخالفوکسانو لخوا ښځوته دنارينه سره دبرابرحق ورکولوپرخلاف مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی اود(۱۹۶۳) کال داساسی قانون دتصويب راپدې خواښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان ته ځان کانديداوبل چاته رايه ورکړي ،افغانستان په نړۍ کي يوله هغوهيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام ترلا سه کړ،دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت  په ورستيواوترهغه وروسته څوتنې ښځې دوزيرانوپه توگه ليدل سوي دي داپداسي حال کي چي تراوسه ښځې دروسيې دنفوسوله پوره نيمايي نه زياتي دي .دنړی په زيات شمير هيوادو کښي په دولتي مقامونو،پارلمان اوسيمه ايزو شوراگانوکښي دښځو ونډه پکه  برېښی.ديادولو وړده کله چي په۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه د څوکالولپاره محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډيردوام ونکړ،دطا لبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانودغوښتنو او فشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو،دولتي ادارو اونورو ټولنيزوساز مانوکې دگډکارحق ترلاسه کړ .داساس قانون په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل وه چي:((دافغانستان داتباعوترمنځ هررازتبعيض اوامتيازمنع دي.دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون ((۲۲ ))مادې په يو جزکي راغلي :دولت دانسان دآزادۍ اوکرامت په درناوي اوساتنه مکلف دۍ .)) مگرمتاسفانه تراوسه په عمل کښي داسي نه ده په دولتي ادارواوحتاپه پارلمان کي دښځوسره سپک اوبد چلندسوی دی .

دبېلگې په توگه ملالی جويادخپل نظراوعقېدې په څرگندولوسره له هيوادنه دفرارپه حالت کي ژوندکولوته اړيستل سول .

له بده مرغه تراوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقو داعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگندبيان شوې نه دي ورکړه شوي اونه هم د ۱۹۸۴ زکال ددسامبرد((۱۰)) دښځې توهين تحقير اوغيرانساني مجازاتوضدکنوا نسيون،دملگروملتودسازمان د۱۹۷۵،۱۹۷۹زکال دښځوسره دهر ډول تبعيض، تحقير اوتيري پرخلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو،دزوراوزرو خاوندانوپاملرنه نده کړې اونه هم ښځوته بيله هرډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی چاروکي دفعال گډون امکا نات برابري سوی دي.

دتاسف خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخا لفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي جوړسوتراوسه دنړۍ(( ۱۷۹))هيوادو چي دملگرو ملتودسازمان غړيتوب هم لري ددې کنوانسيون سندندی لاسليک کړی،داسند  يوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی . داچي داسنداونورسندونه چي په نړيواله کچه لاس ليک سوی څنگه پلی کېږي ،که ددغه سند لاسليک کوونکو هر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيو په اړوند داستانواو کړنوکتابونه ليکل کېداي سي .

تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي په۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر۱۶ مه دیوې پنځه پنځوس کلنه میرمن دانوډي دجنرا لي رتبې ته ورسیدل .

ايراني اخوندانوواک ته رسېدل ددې هيواددښځوحقوق لکه ونارينه ووغصب کړه دنړيوالوفشاروپه پايله کښي دلومړی ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه ايراني ښځوپه هغه سپورتي لوبغاړي کي چي نارينه هم ناست وه دفټبا ل دهغه لوبې دنندارې اجازه پيداکړه کوم چې دتهران دښاردآرارت په سپورتی لوبغاړې کښي دايدز دناروغی سره دمبارزي پرضدتبليغ لپاره ترسره سو.

په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق اوآزاديود ترلاسه کيدوپه خاطرهره ورځ قرباني ورکوي،ددولتي چاروا کولخواپه ډيربي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي. ايرانی اخوندان نوروته دعدالت،بشري ازاديو اوانصاف تبليغ کوی خوخپله ئې دالوي ايران پربې دفاع ښځوباندي چي دټولنيزوازاديو او اجتماعي عدالت طرفداري کوي په زندان بدل کړۍ .

افغانستان دنړۍ په کچه د ښځوپه وړاندي دتاوتریخوالي اوهغوي له انساني اوملی حق محرومولو لمړۍ مقام ترلاسه کړئ .

دا نږدې دونيم کاله  کېږي چي ددې هيواد ترنيمایی وگړي يعنی ښځينه اتباع یې دتعليم ،تحصيل اوکارله حق نه محرومېدي اوپرافغانستان دامريکالخوا تپل سوی واکداران داسلام اوکلتوري عنعناتوپه ناوړه استفادې سره دوي له هرڅه نه محرومی ساتلی.دوي په خپل هيوادکي دزندانيانوپه توگه ژوندکوی چې له هرډول انساني حق نه محرومی دي.

د۲۰۲۴ ز کال دمارچ په څلرمه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې د ډېر تاسف وړ بللي دي .

ولکر ترک د مارچ څلورم (کب ۱۴) د دغې شورا یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې په روان بشري وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغان میرمنو او نجونو حقونو پرمخ وړل باید د ټولو هغو کسانو په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي چې د افغانستان په اړه او یا هم په دغه هیواد کې کارکوي.

ولکر ترک وویل : "زه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه پرله پسې او سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د هراړخیزو سرغړونو له امله چې هغوی د عامه ژوند په هره برخه کې د منځنۍ او ثانوي دورې د زده کړ، کار او حرکت په ګډون محرمې شوي تاسف څرګندوم".

همدا ډول يو په بل پسې نړيوالو سازمانو اوبشري ټولنود بشري حقونو شورا کارپوهانو پخپلو خبرپاڼو کې تل  په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ددوي پر مخ دتعلم ،تحصيل ،کار  اوپه ټولنيز ژوند کي دفعال گډون  پر وړاندې مخ په زیاتیدونکي ډول ګواښونو ته په کتنې سره  ویلي دغه وضعیت ددې غوښتنه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر ضد د جرم په توګه وپیژندل شي.

متاسفانه نن سبادهیوادپه بیلا بیلو سیموکې داسي پیښي لیدل کیږي چې قلم ئي په ليکلو شرمېږي دسړي پرخوله نه راځي .

ددې لپاره چي ښځې  ته هم دانسان په سترگه وکتل سي اړينه ده چي ټول  دښځو په وړاندي خپل قانوني مسؤليتونوته جدي پاملرنه وکړي اوزموږ دولس پوره نېمايي ياپه بله اصطلاح دکورنيم غړی موله بشری او اسلامی حق نه محرومې ونه ساتل سی لکه اوس چې دپاکستان دنوکرانو لخوا ساتل کيږي .

زماپه نظر ټول سياسي اوټولنيز سازمانونه چې پخپلو کړنلارو کښي  چې دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او ټول هغه دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور،لور اوخور ورته گرانه وي په خپل ټول توان اوطاقت بايد په رښتيانۍ بڼه دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې هغوي  ته درناوي اونارينه وو سره دگډکار او فعاليت امکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار او زحمت  داوسنيو تپل سوو حاکمونو دغير انساني ،افغانيت ،کورنۍ افتخاراتو او اسلاميت  ته له توهين نه ډکو کړنو پر خلاف دعملی اورغنده گامونه پورته کړي  .

دابايد هيره نشي چې ښځه هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړي يو، شپه ترسهاره يې په ويښه تير کړې،دجان ،جان  په ويلو سره ئې په پاکوشيدو روزلې يو . داښځه ده چې دنارينه سره په گډه دکورنۍ او ټولنيز ژوند بنسټ جوړوي ،په غمونومو غمجنه اوپه ښاديو مو خوښه ده . داښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې .همدا ښځه ده چې نارينه دغيرت ،وطن اوناموس ساتلو په لارکې سر ښندنې او قهرمانيوته هڅوې . همدا ښځه ده چې په مځکه کښي قولبه درسره کوي ،دوکان کوي ،ددفتر مامور يت اوياپه بل کار مصروفه وي خوددې ترڅنگ دا ستا دکور ټولې چاري داسي سمبالوي چي نارينه کورته په راتگ سره هره ستومانې اوخفگان  هير کړي . ښځه مور ده ، تر مور مقدس څه ماته نه معلوميږې . داچي يوڅوک ئي توهينوی داديوبل چامور اوخور يالورده ،فکروکړۀ چي ستادخپلوانوسره هم پدې غير عادلانه  ټولنه کښي ورته کړنه اوچلندکيږي .

راسۍ نورددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږ وکوم چې زما اوستاپه ژونداوعزت پوري مستقيم تړاو لري .

پدې هيله چي ژرترژره زموږخوندي اولوڼي له خپلو ورڼوسره دبرابرکار،تعليم ،تحصيل ،په اجتماعي ،سياسي اوکلتوري ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق اوامکانات ترلاسه کړي .

وياړ په هغوپاک لمنوافغانو ښځواوپيغلوکوم چې دخپل ژوندپه قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره دټولواقتصا دي اواجتماعی ستونزوپه منلوسره مبارزه کړې  اوترخپل خواږ ه ژوندتېرې سوئ دي  .

پدې هيله چي په ټوله  نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين،دښځو رواحقوقوته په عمل کې درناوی وشي . پاي

 

د۲۰۲۵ زکال دمارچ ۵  مه

 

 

 

 


بالا
 
بازگش