پوهاند محمد بشیر دودیال
د فتالیزم په وړاندېخود آګاهي او ذهني ذکاوت ته اړتیا
( دافغانی ټولنی او زموږ د ځوانانو د ژوند متباعد واقعیتونه)
ځوانان د هرې ټولنې مُحرکه نیرو ده. د افغانستان زیاته سلنه نفوس ځوانان دي، چې د ترقی په لوري هېواد ته ډېر ښه لوری ورکولای شي. څو وروستیو کلونو کې د ښوونځیو، رسنیو، پوهنتونونو، پرانیستې فضا او بهرته د تګ- راتګ په زیاتېدو سره زموږ ځوانانمنور او راتلونکې ته یې هیلې زیاتې شوې، خو له بلې خوا متاسفانه خنډونه هم ورته مخه کې پرېمانه دي. دا خنډونه یو شمیر یې د مالي امکاناتو محدودیت، فزیکی، تخنیکياومادي محدودیتونه دي. دا ډول محدودیتونو یوشمېرنورواوسنیوپرمختللو هېوادونوهم لرل چې بریالي ورڅخه ووتل. زموږستونزه داده چې ځوانان مو بل ډول خنډونو سره مخ دي، چې دوی یوې دوه لارې کې واقع کوي. د بیلګې په توګه: خپور فتالیزم ځوانان د لټۍ،کاواکۍ او بیواکۍ خواته ټېل وهي. د موضوع د ښه پوهېدو لپاره به لومړی دفتالیزم په ځانګړتیا رڼا واچوو.
فتالیزم د خرافاتو یوه برخه ده. زموږ عنعنوي ټولنه کې فتالیزم دمذهب او عنعناتو زیږنده نه، بلکې د وخت په اوږدو کې د یوشمیر استفاده جو او آسانچارو دوکه مارو له خوا دود او پر خلکو منل شوی دی. اوسنی وخت کې زموږ تاریخی دښمنان همدا تیاره او جاهلانه خرافه په ولسونو کی خپروي. په دې توګه فتالیزم په کليوالي وروسته پاتې سيمو کې له سواد او پوهې څخه د پاتې خلکو هغه خرافي ذهنيت دی، چې د ژوندانه لپاره تدابير نشي نيولاى اوهرڅه اوهامو ته حواله کوي. دوى په خپل برخليک باندې پيريان، شيشکې، د مخالفانو کوډې يا بل څه مسلط بولي. د حرکت کولو اوبيا د الله (ج) له لوري د برکت کولو په فلسفه نه پوهېږي. دغه ډله خلک فقط په توکل اميد تړي خو تدبير ورڅخه هيروي. فتالېزم په دغه ډول سيمو کې ژوند له تحرک څخه غورځولى، فعاليتونه مُبهم او بې نظمه او سرچينې ټولې له لاسه وتونکي دي. په دې ډول حالت کې وګړی نوښت نه لري، د راتلونکې لپاره پلان نه جوړوي او دژوندسرشته ورڅخه ورکه وي، دخپل هېواد په وړاندې رسالت ته ځیر نه دي،خو د دې برعکس؛ سالم محیط کې روزل شوی ځوان په خپل ځان بسیا، واقعیتونه پېژني او خپل احساسات اداره کوي.
د فتالیست فرد برخلاف شعوري او آګاه فرد ځان او ټولنی ته مفید وي، دا ډول وګړي عاطفي ذکاوت لري. نو د عاطفی ذکاوت او دعاطفی ذکاوت لرونکی افراد داسی پیژنو:
عاطفی ذکاوت هغه وړتیا او مهارتدي یو شخص کې د چاپيریالي فشارونو په وړاندې ټینګار اوچتوي. دا خوداګاهی ده چې فرد دځان او نورو د احساساتو په اړه پوهه او هغه توانايې موميچې دغو احساساتوڅخه کار واخلي او مدیریت یې کړي. شعوری، هدفمند او خودآګاه شخص د ځان څخه د موثریت لوړه درجه لري او د خپلو محدودیتونو، د قوت ټکیو، ګواښونواو فرصتونو څخه خبر وي او په خپل ځان ډير پام کوي. باخبره او ویښ وګړی دقوت له ټکیو کار اخلی ګواښونه او محدودیتونه په فرصت او دبري په چانس بدلوي.
له اوهامو او خرافاتو فارغ اجتماعيمحیط کې یو فرد عاطفي ذکاوت(Emotional Intelligence ) څخه برخمن وی. له دې څخه هدف، په خپل ځان او نورو کې د هغو ظرفیتونو پیژندل او تنظیمول دي چې د وګړي(فرد) فکر او کړنې رهبري کوي.عاطفي ځيرکتیا په روانپوهنه کې د احساساتو داسې اداره کولو ته وايې چې په درُسته او اغیزمنه توګه اظهار کړای شي او خلکو ته ددې امکان برابروي چې د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي، ژمن اوسي او خپلواکه اراده ولري. همدا د فتالیزم چپه حالت دی. په یو وګړي کې د عاطفی ذکاوت د ودې لپاره څلور اساسي مهارتونه ضرور دي: ځان پیژندنه، د ځان مدیریت، ټولنیزه اګاهي او ټولنیز چاپېریال کی ښه پوهاوی(communication mgt.).
د فتالیزم ترڅنګ؛ د څلوېښت کلن جنګ ناخوالو، دښوونې اوروزنې دسیستم ړنګېدو، دبیوزلي زیاتېدو، له عمراني، هدفمند، ارتقایی تفکر او مسیر څخه دجنګ، نفاق، بدبینیو، فساد او ابتذال خواته د ځوانانو د فکر منحرف کولو نور هم عاطفی ذکاوت، رغاونیزتفکر، تسانُد او ژمنتیا کمرنګه کړه.
سالم وګړی کې د عاطفي ذکاوتعوامل درک، تشویق او په معقول ډول د احساساتو اظهار کول دي. دوی متوازن احساسات او عادي عواطف لري. د عاطفي ذکاوت(ځيرکتیا ) منفي عادتونهاصلاح کوي. عاطفی ذکاوت په هغه کارونو کې چې باید کړي مو وای اما نه یې کوو او هغه چې باید ویې نه کړو، خو کوویې، په هغوکې مداخله کوي. دا له وجدان سره فق لری. وجدان، نظارت کوونکی او قاضی دی، اما عاطفی ذکاوت رهنمایی کوونکی انګیزه او تحرک دی. چې د ژوند چارو د پرمختګ لپاره یو ښه فکتور ګڼل کیږي او د بهبود لامل یې ګرځي. نو ټولنیزه روانپوهنه وایی چې د وګړوعاطفي ځيرکتیا ته باید وده ورکړل شي. عاطفی ذکاوت د معارف د معیاری نصاب، د سواد لرونکی موروپلار، روڼ ټولنیزچاپیریال او اخلاقی ماحول په لرلو سره ډاډمن کیدای شي، چې د ځوانانو ذوقی او استیتیک عواطف، مثبته تفریح او تکړښتهم هېر نه شي.
څېړنو ښودلې چې عاطفي ذکاوت د یو داسې خاص قدرت درلودونکې ده چې کولاې شې مفید فعالیتونه اټکل او د ټولنیز اړیکو کیفیت ښه کړي. احساسات ، هیجان او شوق، کولاې شي مفید فعالیتونه ګړندي کړي. برعکس، فتالیزم، اوهام، منفې احساسات اوناهیلي لکه تشویش کولاې شي د وګړو د کار کولو تواناېيکمه کړي. شي .
روانپوهنه موږ په یووګړي کې دهغه د احساساتو او د پاریدو په عواملو پوهوي، د مثبت او ښه احساس څخه پرته دیو خوشاله او مثمره ژوند برابرول به تر ډېره حده سخت وي. سالم اجتماعی محیط کې روزل شوي وګړي په ځان د باور درلودونکي وي. دا د دې ښکارندویه ده چې هغوی د خپلو احساساتو څخه باخبره دي او دا توانايي لري چې خپل احساسات اداره کړي. شعوري او آګاه فردد دې جوګه اود پوخوالي( maturity) حد ته رسېدلی، انتقاد منونکې، مشورې ته غوږ نیوونکی او د لازم اوښه فیډبېک وړاندې کوونکی وي. زموږ خلک وایی( فلانی پوخ او باتجربه دی، دجوش په ځای هوش څخه کار اخلي). دا وینا منطقي سایکولوژکی معنا لري. شعوري اوځان خبره افراد، د فتالیست او خرافي فرد(وګړي) برخلاف؛ ځان او ټولنې ته ګټور تمامیږي. عاطفي ذکاوت د افرادو تخلیقي رویه تر اغیزې لاندې راولي او کاري ژوند متاثره کوي. په نتیجه کې، هغه افراد او کارمندان چې د عاطفي ځيرکتیا لوړه مرتبه لري، دمثبتو او ګټورو عادتونو لرونکي وي. دوی د ټولنې او وطن په وړاندې ګټوره ، دوامداره او نورماتیکي ژمنتیا لري، د ټولنې او همنوع په وړاندې ځان رسالتمن(ژمن) بولي.
ګټوره دوام لرونکې ژمنتیا(تعُهد)دا ده چې د ټولنې وګړي دخپل هېواد په آبادي او ترقي باورمند وي او ډاډه وي چې داسې نظام لري چې د ده مادي ګټې، اړتیاوې، عزت او ژوند تامینوي. کله چې داسې نظام یې تر نظره نه شي، ملي رسالت او د وطن په وړاندې د وګړو د ګټورې دوام لرونکی ژمنتیا توقع کمه یا آن داچې له منځه ځي.
بل ډول ژمنتیا نورماتیکي ژمنتیا ده. دا ژمنتیا دټولنې دود- دستور، عمومی عُرف، مسلطو اخلاقی ارزښتونو او په نهایت کې د ټولنې غوښتنې او فشار څخه رامنځته کیږي. دې حالت کی فرد ځان دټولنې او خپلو خلکو په وړاندې مکلف بولي. ځان د خپل وطن د اب وهوا، د مشرانو دشفقت، د اجتماعی موسساتو دحمایت، داستادانو د غوره روزنې او نورو په مقابل کې مدیون بولي(انسان تابع د احسان دی). دلته پورتنې روانی او روزنیز اجتماعي مسایل د ولسونو متلونو کې هم وینو. څومره ښکلی او له مانا ډک متلونه لرو، وګورئ:
· څه چې کرې، هغه به ریبې/ خپل عمل د لارې مل،
· له ناست زمری څخه ګرځنده ګیدړ ښه دی،
· ته حرکت وکړه چې الله پاک پکې برکت واچوي،
· هرې تیارې پسې رڼا راځي ،
· وریان د مني په پای کې وشمیرئ (یعنی د ټول کال د زحمتونو پایله مو دکال آخر کې ګورئ)
· په ځوانۍ یې وګټه چې په بوډاتوب کې اړ نه شې
· د موړ څټ وګوري ښه ده، نه چې د وږي مخ ( داسلام مبارک دین تر ټیټ لاس اوچت لاس او د ذلت پرځای عزت خوښوي)، دا موږ زیار اوکار ته هڅوي.
· سپين زر د تورې ورځې لپاره دي (آینده نګری)،
· چې لاس ونه ښوروي خوله نه ښوري،
· له وزګاره سړی خدای هم بېزاره دی،
· بی زحمته راحت نشته زما وروره- که راحت غواړې نو زحمت درلره بویه .
او داسې نورې سلګونه قیمتی مرغلرې.
دعوامو د تجربو پورتنیو مرغلرو کې اخلاقی جوهر، معنوی ارزښتونه، دپښتومنل شوی کودونه او عمومی عُرف وینو. دغه ډول له حکمت ډکې خبرې او یو سنجول شو ی اکاډمیک دمعارف او د لوړو زده کړو نصاب، سالمه عامه اداره او ډاډمن حقیقی او حقوقی سیاسی نظام ځوانان له فتالیزم راباسي او رغنده کار او زحمت ته یی ځیر کوي. ټولنی سره یې تعلق او عامه ګټوته یې د ژمنتیا لوري ته رهنمایی کوي. هیله ده داسې روزنیر او ټولنیز روڼ چاپیریال جوړ کړو چې ځوانان مو دعاطفی ذکاوت، ګټورې او نورماتیکي ژمنتیا لرونکي اوسي.