نور محمد غفوری
په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او په جګړه کې بد!
جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه وخت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبرانو په اړه ویلی و چې:
«حکومت
دست نشانده ما در افغانستان فاسد، بی کفایت، بی منطق، قبیله ای، فرقه ای،
وحشی و منفور است».
نور یې نو څه ویلي وای او دا د اسلامي جمهوریت مشران یې څنګه ستایلی،
پوهولی او اصلاح ته تشویق کړي وای؟
نور یې کوم کلمات ورته موندلی او قطار کړي وای چې افغانانو او نړیوالو ته یې د افغانستان له پاره پخپل لاس جوړو کړیو مشرانو څخه د کرکې او نفرت پیغام رسولای وای؟
دا چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوری حکومت د امریکا لاس پوڅی دی، واضح او بې له هر ډول پردې یې د امریکا د خارجه چارو د وزیر او د امریکا د لومړۍ درجې دیپلومات په حیث اعتراف کړی. د دیپلوماسۍ په ډګر کې د لومړي ځل له پاره د امریکا د زبرځواک د بهرنیو چارو وزیر داسې په صراحت اعتراف کوي چې د افغانستان د حکومت مشران یې لاسپوڅي دي. زه فکر نه کوم چې انګلیسانو به د شاه شجاع په وخت کې هم لا داسې په صراحت اعتراف کړی وی چې د نوموړي حکومت د انګریزانو لاسپوڅی دی. شورویانو خو تر آخره داسې خبره تر خوله راونه ایسته او پخپل لاس جوړ کړی حکومت یې مستقل باله.
جان کیري اما دا په څرګندو ټکو ویلی چې دا حکومت نه یوازې چې فاسد دی، د کار او د حکومتي چارو کفایت هم نه لري؛ یعنی غیر مسلکي او ناپوهه کسان یې په سر کې راوستل شوي دي. نه یوازې چې فاسد او بې کفایته دی، ورسره بې منطقه هم دي چې د هیچا خبرې ته غوږ نه نیسي، پخپله نه پوهیږي او د بل چا په خبره د پوهیدو استعداد هم نه لري. قبیلوی او فرقه ای دی چې په همدې کې خپلی شخصي ګټې لټوي او بالآخره منفور دی او ځناور او وحشي دی چې په ولس کې د پښې ایښودلو ځای نه لري. راځی چې فکر وکړو او د جان کیری هره کلمه ژوره وڅیړو!
دادی اوس له ډیرې حوصلې وروسته دا خبرې په لږ نرم شکل د خلیلزاد له خولې هم راووتلې چې د امریکا د دولت د سیاست د یوه اړخ ښکارندویی کوي. دی هم وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت چارواکي بې کفایته و چې «نه په جګړه کې ښه وو، نه په خبرو اترو کې او نه د هېواد په اداره کې».
د تاند ویبسایټ په استناد خلیلزاد ویلی چې «د افغانستان جمهوریت ځکه ړنګ شو چې پرته له څو استثناوو، مشران یې په حکومت کولو کې بد، په خبرو اترو کې بد او په جګړه کې بد وو». دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت «فاسد» او «بې کفایته» سیاسي مشران و چې د ټولو په پرمختګ مینو ځوانانو او د خپلو تر لاس لاندې نظامی ځواکونو لاسته راوړنې یې هم په باد لاهو کړې.
هو، په دې کې شک نشته چې د افغانستان اسلامی جمهوری نظام که د پردې تر شا د هرچا په پلان او نقشه له منځه ولاړ، خو عملاً زموږ د سترګو په وړاندې د جان په خبره د جمهوریت د «بې منطقه او وحشي» سیاسي مشرانو په واسطه او د دوی د اعمالو په پایله کې په تدریج سره ړنګ شو. جمهوریت د جمهوریت د دښمنانو تر مخ پخپله د لاسپوڅو قلابي سیاسي جمهوریت غوښتنوکو د اعمالو په نتیجه کې له سقوط سره مخامخ شو. خلیلزاد وویل چې د پخواني حکومت (سیاسي) مشرانو د افغانستان «طلایي فرصت له منځه یووړ.» نوموړي وویل چې د جان کیري په خبره د امریکا «لاس پوڅی، بې کفایته، بې منطقه وحشي او منفور» «مشران» د «خپل مخونه په هینداره کې وګوري چې څوک ورته ملامت ښکاري؟». که دوی د واقعیت په هنداره کې خپله څیره وګوری، له هیبت او وحشته به د زړونو سکته او یا د مغزو شوک پرې راشي.
مګر دا د تاریخ تورمخي لاسپوڅي قبیله یی او فرقه یی مشران د خپلو چټلو کارونو په مردارۍ لړل شوي کسان د واقعیت په هنداره کې هيڅکله خپل مخونه نه شي لیدلای!
31.10.2024
يادونه: درانه لوستونکي د دا په نظر کې ولري چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سیاسي مشرانو په اړوند دا سخت کلمات او صفتونه زما نه، بلکې د جان کیری او زلمي خلیلزاد دی.
د نړیوال نظم سازماني بنسټونه
(لومړۍ برخه)
د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې (د نړیوال نظم او افغانستان) تر سرلیک لاندې مقاله کې مو دا ذکر کړل چې نړیوال نظم درې رُکنه (ستونه) لري. یو یې د نړیوال نظم اخلاقي، ټولنیز او حقوقي بنسټونه (چوکاټونه)؛ بل یې سازماني بنسټونه او دریم یې په نړیوال ډګر کې د قوې (زور) بیلانس دی. ددې نظم د لومړي رکن په اړه مو په تیرو وروستیو دریو لیکنو کې د هغو د قاعدو، اصولو او نارمونو په اړه په کافي اندازه رڼاواچوله، بیلګې مو یې ذکر کړې او په ورته والي او بیلوالی مو یې خبرې وکړې. په دې برخه کې به د نړیوال نظم د دوهم ستون (د نړیوال نظم په سازماني بنسټونو) خبرې وکړو.
د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:
د نړیوال نظم سازماني بنسټونه یا تاسیسات هغه بنسټونه او جوړښتونه دي چې د نړيوال نظم او ثبات له پاره جوړ شوي او کار کوي. دا جوړښتونه او تأسیسات په ټوله نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ، سولې او امنیت د تأمین په موخه رامنځته شوي او د نړیوال اقتصاد، امنیت، بشري حقوقو، کلتور، او چاپیریال په مختلفو برخو کې فعالیت کوي. دا سازمانونه د نړيوالې همکارۍ او د ملتونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په ملاتړ کې کلیدي رول لوبوي او د هېوادونو تر منځ د همغږۍ او یووالي لپاره بنسټیز اصول او مقررات رامنځته کوي. د نړیوال نظم سازماني بنسټونه په عمده توګه په دوو برخو ویشلای شو: یو یې دولتی او بل یې غیر دولتی سازمانونه دی. دا دواړه ډولونه د ټولنې په سیاسي، امنیتي، اقتصادی او ټولنیزه کلتوري ساحه کې فعالیت کوي. د بلې خوا او د جغرافیوی مشخصاتو له زاویې څخه دا سازمانونه په نړیوالو او محلی سازمانونو ویشلای شو. دا سازمانونه چې په نړیواله او یا محلی کچه فعالیت کوی، خورا زیات دی. زه په دې پسې وګرځیدم چې که وکولای شم د هغوی یوه تقریبی احصائیه ومومم، خو د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو په اړه دقیقه احصائیه او معلومات نشته. په نړۍ کې د ټولو نړیوالو سازمانونو شمېر په سلګونو دی، او د کره شمیر په اړه پوهان او څېړونکي مختلفې شمېرې وړاندې کوي. په دې کې هغه سازمانونه شامل دي چې نړیوال غړیتوب، د بیلابیلو سیمو او تخصصي برخو پوښښ لري. په ټولیز ډول اټکل کیږي چې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې رسمي نړیوال سازمانونه او له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې غیر دولتي نړیوال سازمانونه شته. دا شمیرې متغیرې دي او د نوي سازمانونو رامنځته کېدل او د ځینو له منځه تلل یو طبیعي بهیر دی.
دلته به په لاندې توګه د یو شمیر محدودو تاسیساتو او جوړښتونو یادونه وکړو او لوستونکو ته به یې په لنډه توګه په ورپیژندلو اکتفا وکړو:
- ملګري ملتونه (UN) :
ملګري ملتونه (United Nations) د اوسني نړیوال نظم یو له اساسي نړیوالو بنسټونو څخه دی چې په 1945م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو او افغانستان د ۱۹۴۶م کال د نوامبر په ۱۹مه ددې نړیوال معتبر سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان د نړۍ له هغو لومړیو هېوادونو څخه دی چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو غړی شول. د دې نړیوال سازمان اساسي موخې په نړۍ کې د سولې ساتنه، د بشري حقونو دفاع، او د هېوادونو تر منځ همکاري او د ستونځو حلول دي.
د تاریخ په اوږدو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په موقف کې بدلونونه راغلي دي. په لومړیو کې، افغانستان په نړیوالو مسایلو کې یو فعال رول درلود او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او تړونونو په پریکړو او ملاتړ کې یې فعاله ونډه اخیسته. د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د نظامي یرغل وروسته او بیا د کورنیو جګړو له امله، د افغانستان نړیوال موقف زیانمن شو. وروسته، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د اولې دورې له سقوط وروسته، افغانستان بیا په نړیوال ډګر کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د یو فعال او رغنده غړي په توګه د تعامل هڅه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارت په دې کلونو کې د بیارغونې، د سولې پروسې، او نړیوالو مرستو په اړه تمرکز کړی و. خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدلو وروسته، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان موقف یو ځل بیا په کړکېچ کې ولوید او تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب مسئله هم لا ینحله پاتې ده.
- د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC):
د اسلامي کنفرانس سازمان (Organization of Islamic Cooperation - OIC) د اسلامي نړۍ یو تر ټولو لوی او مهم نړيوال سازمان دی چې د نړۍ له دریو لویو براعظمونو (اسیا، افریقا، او اروپا) څخه د ۵۷ اسلامي هیوادونو څخه جوړ شوی. دا سازمان په ۱۹۶۹م کال کې د سپېڅلي مسجد الاقصی په برید او د فلسطین د قضیې د ملاتړ په غبرګون کې د مغرب په رباط ښار کې د یو شمېر اسلامي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې جوړ شو. موخه یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته وده ورکول د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې یو ګډ دریځ غوره کول او د اسلامي نړۍ سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ګټې ساتل دي. همدا شان د دې سازمان اصلي موخې د فلسطین د خلکو ملاتړ، د اسلامي ارزښتونو او ځایونو ساتنه، په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د ستونزو په حل کې مرسته او د مسلمانانو د حقونو ملاتړ او په نړیواله کچه د اسلام د سم تصویر وړاندې کول.ده.
د اسلامي کنفرانس د سازمان غوره ادارې د اسلامي پرمختګ بانک(Islamic Development Bank - IDB)، د اسلامي ښوونې، ساینس او کلتور سازمان (ISESCO)، د بشري حقونو د څار کمېسیون او د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د هغو مرکزي دفتر دی. د دې سازمان سرمشریزه غونډې په بېلابېلو وختونو کې د غړو هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي.
د اسلامي کنفرانس سازمان د اسلامي نړۍ یو لوی سازمان دی، خو د مختلفو غړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، او جغرافیايي شرایطو د توپير له امله، ډیر وخت د یو موټي او اغېزمن دریځ په غوره کولو او بیا د خپلو فیصلو په عملي کولو کې ستونزې لري. له دې سره سره په نړیواله کچه د مسلمانانو د یوه غږ په توګه مهم رول لري او په نړۍ کې د اسلامي نړۍ د ستونزو او ارزښتونو په برخه کې یې اغیز د پام وړ دی.
- اروپايي اتحادیه (EU):
اروپايي اتحادیه European Union (EU)یو اقتصادي او سیاسي اتحاد دی چې د اروپایي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پرمختګ، او یووالي لپاره جوړ شوی. دا اتحادیه د سولې، اقتصادي سوکالۍ، د بشري حقونو د ساتنې، او د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د ازاد بازار او سوداګرۍ هڅولو ته ژمنه ده. د اروپايي اتحادیې بنسټ په ۱۹۵۱م کال کې کېښودل شو، کله چې شپږ اروپايي هېوادونو (فرانسه، جرمني، ایټالیا، بلجیم، لوګزامبورګ، او هالنډ) د (اروپايي فولادو او سکرو ټولنه) جوړه کړه. د دې موخه د اقتصادي همکارۍ له لارې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د سولې او پرمختګ ساتل و.
په ۱۹۹۳ کال کې د ماستریخت تړون له مخې د اروپايي اتحادیې (EU) رسمي بنسټ کېښودل شو، او دا تړون د اتحادیې د غړو ترمنځ د سیاست، اقتصاد، او امنیت، بشری حقونو، دموکراسي او د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته کار کوي. اوسني غړي یې ۲۷ هېوادونه دي. اروپايي اتحادیه په نړیواله کچه د سوداګرۍ، چاپېریال ساتنې، بشري حقونو، دموکراسۍ او د نړیوالو شخړو د حل لپاره فعاله ونډه اخلي او د نړیوالو اړیکو او اقتصادي همکاریو لپاره یو مهم لوبغاړی دی.
- د شانګهای همکاریو سازمان (Shanghai Cooperation Organization - SCO) دا یو سیمهییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا رامنځته شو. دې سازمان ته وروسته هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورغلل او بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ. ایران هم په ۲۰۲۳ کې د بشپړ غړي په توګه ومنل شو.
د شانګهای د سازمان لومړنۍ موخې د سیمې په کچه د ترهګرۍ، افراطیت او مهاجرت سره مبارزه ده او د خپلو غړو هېوادونو په ملاتړ د امنیتي همکارۍ لپاره بنسټونه او چوکاټونه رامنځته کوي. همدا راز د سیمې په کچه اقتصادي پرمختګ، سوداګري او پانګونه هڅوي. دا سازمان هڅه کوي چې په خپلو غړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي او د کلتوري همکارۍ او خپل منځو اړیکو په وده کې هم رول ولوبوي، ترڅو غړي هېوادونه یو بل ته نږدې او د یووالي فضا رامنځته شي.
د شانګهای سازمان یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې غړي هېوادونه د متقابل باور، ګډ امنیت، مساوات او د یو بل د کلتور او خپلواکۍ د احترام اصولو ته ژمن دي. سازمان په نړۍ کې د سولې او ثبات د تأمین په برخه کې هم فعاله ونډه لري او په سیمهییزه کچه د ځواکمنو هېوادونو د همکارۍ لپاره یو قوي چوکاټ ګڼل کېږي.
یادونه: دا سلسله دوام لري او په دې پسې وروسته (د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو) دوهمه برخه خپریږي.
نور محمد غفوري
د ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۲۹مه نېټه
د نړیوال نظم نورمونه
په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان، نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی او د نړیوال نظم اصول) کې مو د نړیوال نظم، د هغه د قواعدو او اصولو په اړه رڼا واچوله. په ننی لیکنه کې به د نړیوال نظم نورمونه توضیح کړو.
1.د نړیوال نظم نورمونه (Norms)
داهغه قواعد دي چې په ټولنه کې د منل شويو او مشهورو ارزښتونو په توګه پیژندل کېږي، خو قانوني الزام نه لري. نورمونه د وخت په تېرېدو سره د هېوادونو په چلند کې رامنځته کېږي او د قوانینو په توګه عمل کوي.
یا په بل عبارت: د نړیوال نظم نورمونه هغه نانفورمال یا نیمه رسمي ارزښتونه، چلندونه، او تمې- توقعات دي چې د نړیوالو اړیکو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. نورمونه د اصولو او قواعدو په پرتله کم دقیق او عام دي، خو بیا هم د دولتونو او نړیوالو لوبغاړو په چلند کې اغېزناک رول لري. نورمونه د دولتونو ترمنځ د منل شوو او منل کېدونکو عملونو په اړه د ټولنې د هيلو استازیتوب کوي او د نړیوال نظم په ساتنه کې مرسته کوي. دلته کولای شو چې د نړیوال نظم د لاندې څو مهمو نورمونو یادونه وکړو:
- د دیپلوماسۍ احترام (Respect for Diplomacy)- دا نورم وايي چې دولتونه باید د خپلمنځي اړیکو او شخړو حلولو لپاره د ډيپلوماسۍ له لارې عمل وکړي، او د جګړې یا تاوتریخوالي پر ځای خبرو اترو او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي. دا نورم د نړیوالو اړیکو یو بنسټیزه برخه ده او د سولې په ساتنه کې مرسته کوي.
- د بشري حقونو رعایت (Observance of Human Rights) - که څه هم د بشري حقونو درناوی په رسمي اصولو او قواعدو کې ځای لري، خو دا د نړیوال نظم یو مهم نورم هم دی. دولتونه مکلف دي چې د بشري حقونو په برخه کې داسې چلند وکړي چې د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي، حتی که په رسمي توګه په قوانینو کې نه وي درج شوي.
- د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ نورم (Solidarity and Cooperation) دولتونه په نړیوالو ستونزو، لکه اقلیمي بدلون، په نړیواله کچه د ناروغۍ څپې او اقتصادي بحرانونو کې د یو بل ملاتړ او همکارۍ ته هڅول کېږي. دا نورم د نړیوالې ټولنې د یووالي لپاره مهم دی او د ګډو نړیوالو ګټو لپاره هڅې هڅوي.
- د متقابل احترام او متقابل عمل نورم (Reciprocity): د نړیوالو اړیکو یو بنسټیز نورم دا دی چې دولتونه باید د یو بل سره متقابل چلند وکړي. یعنې، که یو دولت د بل دولت سره د همکارۍ او درناوي چلند کوي، تمه دا ده چې بل دولت هم ورته چلند ورسره وکړي.
- د ملي پولو او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی (Respect for National Borders and Territorial Integrity) دا نورم د دې تمثیل کوي چې دولتونه باید د یو بل پولو ته احترام ولري او د زور له لارې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا د بدلولو هڅه ونه کړي. دا نورم د دولتونو د خپلواکۍ او ملي بشپړتیا د ساتنې لپاره مهم دی.
- د نړیوالو قوانینو منل (Acceptance of International Law) - دا نورم دولتونه د نړیوالو قوانینو او تړونونو منلو ته هڅوي، د نړیوالو قوانینو او تړونونو اعتبار ساتي او د دولتونو ترمنځ د باور او همکارۍ فضا رامنځته کوي.
- د اټومي وسلو د نه کارونې نورم (Nuclear Taboo) - د نړیوالو اټومي وسلو د نه کارونې نورم، چې په نانفورمال ډول منل شوی، وایي چې اټومي وسلې باید په هیڅ صورت کې ونه کارول شي. دا نورم له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته خورا پیاوړی شوی او د نړیوالې سولې په ساتنه کې یو مهم فکټور ګڼل کېږي.
- د اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم (Norm of Free Trade and Economic Cooperation) - د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم وايي چې دولتونه باید د سوداګرۍ د پرانیستې فضا او اقتصادي همکارۍ لپاره کار وکړي، او د متقابلو ګټو لپاره یو له بل سره اړیکې جوړې کړي.
د نړیوال نظم د نورمونو اهمیت:
پورته د نړیوال نظم د نورمونو یو څو مثالونه ذکر شول. دا او داسې نور د نړیوال نظم نورمونه د دولتونو او نړیوالو سازمانونو لپاره دا ټاکي چې کوم چلندونه او کړنې مناسبې او کومې نامناسبې دی. دا د دولتونو او ټولنیزو جوړښتونو ترمنځ اړیکې په غیر رسمي ډول تنظیموي.
سره له دې چې د نړیوال نظم نارمونه د اجرأ حتمیت، فلهذا قانونی مجازات نه لري، مګر د نړیوالې ټولنې هغه هیلې او تمې منعکسوي چې د دولتونو له چلند څخه یې کوي. دا نورمونه په دولتونو کې د ګډو نړیوالو اهدافو، لکه د نړیوالې سولې، اقتصادي پراختیا، او بشري حقونو درناوي له پاره همکاري هڅوي.
دا هغه ناراجستره یا د قانون له سیوري بهر اخلاقی او ټولنیز ارزښتونه دي چې د نړیوالو اړیکو لپاره د منل شوو عملونو او چلندونو مفهوم لري او د نړیوالې سولې، ثبات او همغږۍ لپاره مهم بنسټونه دي چې د نړیوال نظم په رامنځته کولو کې حیاتي رول لري.
که څوک غواړي چې هېواد یې په نړۍ کې د عزت او احترام څښتن او آبرومند ژوند ولري، دا ښه ده چې د نړیوال نظم د قواعدو، اصولو او نارمونو له مراعات او احترام څخه ونه تښتي.
د ټولنیز نظم نورمونه له قواعدو او اصولو سره څنګه پرتله کولای شو؟
په تيره لیکنه کې (د نړیوال نظم اصول) تر عنوان لاندې مو د نړیوال نظم د قواعدو او اصولو ترمنځ په ورته والي او تفاوتونو باندې خبرې وکړې. اوس چې په دې دواړو باندې (د نړیوال نظم نورمونه) هم ورزیات شول، ښه به وی چې موږ له قواعدو او اصولو سره د نورمونو په توپیر او ورته والی هم لنډه رڼا واچوو.
د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه په اصل کې درې واړه د هېوادونو ترمنځ د چلند او عمل لارښوونې او چوکاټونه دي چې په بیلو بیلو حالتونو کې رول لوبوي او په متفاوتو کچو فعالیت کوي.
لکه په تیره مقاله کې مو چې وویل، قواعد مشخص، دقیق او رسمي لارښوونې دي چې د ځانګړو حالتونو لپاره ټاکل کېږي. د قواعدو نه رعایت کول معمولاً د قانوني یا انضباطي جزا لامل کېږي. قواعد اکثراً په لیکلې بڼه وي، چې په قوانینو، مقرراتو او رسمي سندونو کې ځای پر ځای شوي وي؛ په داسې حال کې چې اصول عمومي، پراخ او بنسټیزې لارښوونې دي چې د خلکو د چلند او پرېکړو لپاره بنسټ او د قواعدو له پاره بستر جوړوي. اصول د قواعدو په پرتله انعطاف منونکي دي او په مختلفو حالتونو کې تفسیر کېدای شي. اصول زیاتره وخت د اخلاقي، فلسفي او قانوني بنسټونو په توګه پېژندل کېږي او کولی شي په رسمي یا نالیکلي بڼه موجود وي.
د ټولنیز نظم نورمونه د ټولنیزو اخلاقي ارزښتونو، دودونو او فرهنګ پر بنسټ جوړ شوي قواعد او اصول دي چې د ټولنې د عمومي چلند لپاره منل شوي او د خلکو تر منځ نالیکلي توقعات دي. نورمونه زیاتره وخت د ټولنې د فرهنګ، رواجونو او نانفورمال تړونونو پر بنسټ ولاړ وي او سرغړونه يې په رسمي سزا نه ختمېږي؛ خو کولای شي د ټولنیز فشار، ناسمې اندیښنې او بدنامۍ سبب شي. که نورمونه مراعات نه شي، رسمي سزا نه لري؛ خو د ټولنیز فشار، بدنامۍ، یا د ټولنې د پرېښودلو سبب کېدای شي.د دوی رعایت زیاتره وخت د ټولنیز فشار پر بنسټ وي.
په دې توګه، قواعد د اصولو پر بنسټ رامنځته کېږي، او نورمونه د ټولنیزو اصولو او فرهنګي ارزښتونو یو لړ نانفورمال بڼه ده.
28.10.2024