نور محمد غفوری
د نړیوال نظم اصول
د (نړیوال نظم او افغانستان) په مقاله کې مو یادونه وکړه چې نړیوال نظم د معینو حقوقي قواعدو، اصو او نارمونو پر بنسټ ولاړدی چې د سازماني بنسټونو او په نړیواله کچه د زور د بیلانس تر څنګ د همدې نظم په سمون کې غوره رول لوبوی. وروسته بیا مو (نړیوال نظم په کومو قواعدو ولاړ دی؟) لیکنه کښې د نړیوال نظم د قواعدو تعریف او څو غوره مثالونه ذکر کړل. په دې لیکنه کې به د نړیوال نظم د اصولو او نورمونو په اړه لنډه رڼا واچوو.
1. د نړیوال نظم اصول (Principles):
د نړیوال نظم اصول هغه عمومي، بنسټیزې فلسفي او اخلاقي لارښوونې دي، چې د نړیوال نظم لپاره چوکاټ برابروي او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې اساسي اهمیت لري. دا اصول په نړیوالو قوانینو کې ژوره ریښه (وليې) لري، خو په ټولو حالاتو کې لازم الاجرا نه دي او مراعات یې په هر ځای او هر وخت کې حتمي نه دی. د نړیوال نظم ځینې اصول په لاندې ډول یادولای شو:
- عدالت(Justice) - د نړیوال نظم یو بنسټیز اصل دی چې باید د ټولو هېوادونو او خلکو ترمنځ تأمین شي. دا اصول له دې څخه سرچینه اخلي چې هر هېواد او ملت حق لري چې عادلانه او مساوي چلند ورسره وشي.
- په سوله کې یوځای ژوند کول(Peaceful Coexistence) : دا اصل وايي چې دولتونه باید په سوله کې ژوند وکړي، یو د بل د حاکمیت، خپلواکۍ، او ځمکنۍ بشپړتیا احترام ولري او د زور له استعمال څخه ډډه وکړي.
- بشري کرامت((Human Dignity چې هر انسان باید د درناوي وړ او بشري حقونه یې خوندي وي. دا اصل د نړیوال نظم لپاره اخلاقي او انساني بنسټ جوړوي.
- مسئولیت (Responsibility) چې دولتونه نه یوازې د خپلو خلکو په وړاندې مسؤلیت لري، بلکې د نړیوالې ټولنې په وړاندې هم مکلف دي چې د خپلو کړو وړو په اړه مسئول عمل وکړي او نړیوال ثبات او سولې ته ژمن واوسي.
- نړیواله همکاري (International Solidarity) دا اصل دولتونو ترمنځ پر متقابلې همکارۍ او همبستګۍ ولاړ دی او غواړي چې دولتونه د نړیوالو ستونزو په وړاندې د یو بل مرسته او ملاتړ وکړي.
- د سولې ساتنه (Preservation of Peace) هم د نړیوال نظم اساسي اصل دی او دا ټینګار کوي چې د دولتونو او ملتونو ترمنځ اختلافات باید په سولهییزو لارو حل شي.
د نړیوال نظم پورته یاد شوي او ځینې نور اصول هغه عمومي بنسټونه دي چې نړیوالو اړیکو او همکاریو ته لوری ورکوي. دا اصول یو داسې اخلاقي او فلسفي چوکاټ وړاندې کوي چې پر بنسټ یې بیا د نړیوال نظم قواعد جوړېږي.
د قواعدو Regeln او اصولو یا Prinzipien تر منځ فرق څه شی دی؟
د "قواعدو" (Regeln) او "اصولو" (Prinzipien) ترمنځ ګډ ټکي دادي چې دواړه د چلند او پرېکړو لارښوونې دي، خو فرق یې دادی چې په بېلابېلو کچو او ډولونو کې عمل کوي. دلته د دې دواړو توپیرونو ته نور هم وضاحت ور کوو:
قواعد هغه مشخص، واضح او دقیقې لارښوونې یا مقررات دي چې په ځانګړو شرایطو کې د چلند او عمل لپاره جوړېږي. قواعد زیاتره وخت د مشخصو حالاتو له پاره ټاکل شوي، په مشخصو الفاظو کې تعریف شوي، ځانګړو حالاتو ته د ځواب ویلو له پاره جوړ شوي، رعایت ېې ضروري وي او له هغو څخه سرغړونه کولی شي مشخصې پایلې او جزا ولري.
اصول بیا هغه پراخې او بنسټیزې لارښوونې دي چې زیاتره وخت د خلکو د چلند او پرېکړو له پاره یو عمومي اخلاقي، فلسفي یا قانوني چوکاټ جوړوي. اصول د یوې مشخصې قاعدې په څېر دقیق نه وي، بلکې د لارښوونې یوه عمومي بڼه وړاندې کوي چې په بېلابېلو حالتونو کې تطبیق کېدلی شي. اصول په عمومي توګه د چلند او پرېکړو لارښوونه کوي او د ځانګړو حالتونو په اړه مشخص تعریف نلري. د اصولو تطبیق نسبتاً انعطاف منونکی دی او د مختلفو شرایطو لپاره په بېلابېلو طریقو سره تعبیر او تفسیر کېدلی شي. یا په بل عبارت ویلای شو چې قواعد مشخصې او دقیقې لارښونې دي خو اصول عمومي او پراخه چوکاټونه دي. د قواعدو رعایت حتمیت لري او نه رعایت یې معمولًا له مجازات سره مل وي، خو د اصولو نه مراعات کول ښايي د ټاکلې جزا سبب نه شي.
قواعد زیاتره وخت په لیکلې بڼه موجود وي، ځکه چې قواعد د واضحو او دقیقو لارښوونو اړتیا لري چې خلک په آسانه پرې پوه شي او تطبیق یې هم اسانه وي. قواعد معمولاً د یو رسمي سند، قانون، یا مقرراتو په بڼه لیکل کېږي. اصول هم کولای شي چې لیکلې یا نا لیکلې بڼه ولري. ځینې اصول په رسمي توګه په قوانینو، تړونونو، او اخلاقي لارښودونو کې لیکل شوي وي، خو ځینې اصول کولای شي د رواجونو، دودونو، او فرهنګي ارزښتونو په بڼه موجود وي او په رسمي ډول نه وي لیکل شوي.په لنډه ویلای شو چې اصول د قواعدو په پرتله پراخ او انعطاف منونکي دي او د ټولنې په فرهنګي او اخلاقي چوکاټ کې هم ځای موندلی شي.
27.10.2024
نوټ: په راتلونکې لیکنه کې به د نړیوال نظم د نورمونو په اړه رڼا واچول شي.
++++++++++++
نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟
(د پخوا نۍ لیکنې په سلسله)
څو ورځې مخکې د همدې ۲۰۲۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۹- مه نېټه مې د «نړیوال نظم او افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په هغو کې مې د لیکنې په ضرورت، د نړیوال نظم په ماهیت او د عمل په فکټورونو یې رڼا واچوله. هلته د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه؛ د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه او په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او بیلانس د نړیوال نظم د اساسي فکټورونو او اجزاوو په حیث یاد شول. یادونه وشوه چې نړیوال نظم یو چوکاټ دی چې د هغه قوانینو، اصولو، او نورمونو مجموعه ده چې د نړۍ په کچه د هېوادونو ترمنځ اړیکې تنظیموي. دا نظم د نړیوالو تړونونو، موافقو، سازمانونو، او نورو رسمي او غیر رسمي جوړښتونو له لارې رامنځته شوی دی، او موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګ، او نړیوالې همکارۍ ساتل دي. نن به دلته د نړیوال نظم په قواعدو، اصولو او نارمونو رڼا واچوو.
1. د نړیوال نظم قواعد (Rules)يا (Regeln):
هغه قوانين دي چې په رسمي ډول د هېوادونو ترمنځ د تړونونو او موافقو له لارې رامنځته شوي او هېوادونه اړباسي چې په خپلو اړیکو کې ځینې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي. ویلای شو چې د نړیوال نظم قواعد هغه عملي لارښوونې دي چې د نړیوال نظم د اصولو پر بنسټ جوړېږي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره تنظیمي چوکاټ برابروي. دا قواعد مشخص، دقیق، او زیاتره وخت په نړیوالو تړونونو او قوانینو کې په رسمي ډول تعریف شوي دي. په لاندې لیکو کې به د هغو په ځینو مثالونو رڼا واچوو:
- د دولتونو د حاکمیت (Sovereignty) يا په جرمني ژبه ( (Souveränität د احترام قاعده د هر دولت دا حق تائیدوي چې د خپلو کورنیو چارو په اړه مستقلې پرېکړې وکړي او هیڅ بهرنی ځواک او هېواد حق نه لري چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.
یا په بل عبارت، د دولت د حاکمیت قاعده د دولت هغه حق او صلاحیت ته ویل کېږي چې په خپله خاوره کې د آزادو او خپلواکو پرېکړو کولو توان لري او د بهرنیو دولتونو له مداخلې پرته خپلې چارې اداره کوي. حاکمیت د دولت یو اساسي اصل دی چې د داخلي چارو، قوانینو جوړولو، او بهرني سیاست ټاکلو په اړه بشپړ واک لري. ټول دولتونه، پرته له دې چې لوی وي یا کوچنی، یو له بل سره مساوي دي او باید د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي. دا قاعده د دولتونو خپلواکۍ او ازادۍ تضمینوي.
د دولت د حاکمیت قواعد په (۱۹۴۵) زیږیدیز کال کې د ملګرو ملتونو په منشور کې منل شوی او غړي دولتونه بايد د يو بل حاکمیت ته احترام ولري او د زور او ځواک له لارې د مداخلې څخه ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ۱۹۴۸م کال په نړیواله اعلامیه کې هم د هېوادونو د حاکمیت قواعدو ته اشاره شوې ده، خو تر څنګه یې دا هم وايي چې دولتونه باید د خپلو اتباعو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د نړیوالوحقوقو په ډیرو نورو تړونونو کې هم یو د بل په وړاندې د دولتونو د حاکمیت په اړه ټینګار شوی دی.
باید یادونه وکړو چې د دولت حاکمیت سره سره، ځینې مسایل لکه د بشري حقونو سرغړونې، نړیوالې ترهګرۍ، او اقلیمي بدلونونه داسې دي چې په ځینو مواردو کې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کېږي. د مثال په توګه، کله چې په یوه هیواد کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، نړيواله ټولنه ممکن مداخله وکړي ترڅو د دې ستونزې مخه ونيسي.
- د زور د نه استعمال قاعده - د ملګرو ملتونو منشور د دې قاعدې پر اساس ټینګار کوي چې هېڅ دولت نشي کولی چې د زور او ځواک له لارې د بل دولت پر ضد عمل وکړي، پرته له دې چې د ځان د دفاع په موخه وي یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري اجازه ورکړل شوې وي. د جګړې مخنیوی، د سولې ساتنه، او د بشري حقونو درناوی هغه قواعد دي چې د ملګرو ملتونو په منشور(UN Charter) کې ځای پر ځای شوي او دولتونه یې په مراعات کولو مؤظف دي.
- د ملي مساوات قاعده وایی چې ټول دولتونه، که لوی وي یا کوچنی، له یو بل سره مساوي دي او باید د مساوي حقونو او مکلفیتونو درلودونکي وي. دا قاعده د نړیوالو اړیکو اساس جوړوي.
- د نړيوالو شخړو د سولهییز حل قاعده هم د نړیوال نظم یوه مهمه قاعده ده چې دولتونه باید خپل اختلافات د خبرو اترو، منځګړیتوب، او نورو سولهییزو لارو حل کړي، نه د جګړو او تاوتریخوالي له لارې.
- د نړیوالو تړونونو درناوی او رعایت: هېوادونه اړ دي چې د هغو تړونونو له مخې چې لاسلیک کړي یې دي، عمل وکړي. د بېلګې په توګه، د اقلیم په اړه د پاریس تړون، د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT)، او د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) تړونونه او ډیر نور باید د هغو هېوادونو له خوا مراعات شي چې لاسلیک کړي یې دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، جګړه ییز جنایتونه، نسل وژنه، او بشري ضد جنایتونه غیر قانوني ګڼل کېږي، او هېوادونه د دې مسئولیت لري چې د دغو جنایتونو مخنیوی وکړي. دا د نړیوالو تړونونو او قوانینو د اعتبار لپاره ډېر مهم دی.
- د بشري حقونو رعایت: دولتونه مکلف دي چې د خپلو اتباعو بشري حقونه وساتي او له هغوی سره په درناوي چلند وکړي. دا قاعده د نړیوالو تړونونو او سازمانونو له لارې ملاتړ کېږي، لکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه.
همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ځان د دفاع حق، د نړیوالو سازمانونو قوانینو ته درناوی او داسې نور هغه قواعد دي چې د بشری نړیوال نظم په جوړولو کې غوره رول لوبوي.
په لنډه ویلای شو چې د نړیوال نظم قواعد هغه دقیق او اجباري قوانین دي چې د دولتونو ترمنځ اړیکې تنظیموي او د نړیوالو اړیکو د ثبات او نظم لپاره یو اړین چوکاټ برابروي.
(دوام لري)
۲۴ د اکتوبر د ۲۰۲۴ م کالب
نور محمد غفوري
+++++++
نړیوال نظم او افغانستان
ما پخپله هغه بیانیه کې چې د سپتمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه مې (د افغانستان د لوی ملی چتر) د جوړولو د اعلان کنفرانس ته په دنمارک کې وړاندې کړه، د هېواد د تیر وخت او اوسنیو ستونځو ته مې اشاره کړې او همدا شان مې د موجودو مشکلاتو د حل له پاره خپل وړاندیزونه کړي دي. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې « زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار باسو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اوسنیو واکمنانو لخوا رامنځته شوي محدودیتونه تجدید نظر او بدلون ته ضرورت لري. د ښځو او نارینه و انساني فردي او اجتماعي حقوقو ته احترام د هېواد د ټولنیز ژوند په سمون او د ملي اقتصاد په تقویت کې مهم رول لوبوي. موږ د ټولو هغو بین المللي پلاتفورمونو څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان ملي ګټې ورپکې خوندي وي. موږ په داسې حال کې چې نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان پابندی غواړو؛ له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل د غښتلتیا او د دوحې له پروسې څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا هم تأیید شوې ده، ملاتړ کوو. موږ له یوې خوا د خپلو خلکو خدمت او ملی ګټو ته ژمن یو، د بلې خوا د بین المللی اصولو په رعایت هم ځانونه مکلف بولو او غواړو چې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ووزی او په بین المللي نظم کې معتبر مقام ولري.»
د نړیوال نظم د سم پیژندلو په اړه یو شمیر ځوانانو سوالونه مطرح کړي او ځینو نورو دوستانو نیوکې کړې دي. د انتقادونو په لړ کې یوه ملګري لیکلي چې «... مشکلات خو دغه نړیوال نظم او د دغه نظم رامنځته کوونکو پیدا کړي۔ دغه ټول جنګونه، شخړې، وژنې او ظلمونه د دغه نړیوال نظم حاکمان ترسره کوي۔
هر کار، هرفعالیت، هره هڅه، او هر تغیر چی د دغه نړیوال نوي نظم له خوا تشویق، تمویل او په لار اچول کیږي، هیڅکله د انسانانو په خیر نشي کیدای۔ شعارونه یی دروغجن دي، دعوې یې غلطې دي، عملونه یې منافقانه او غولوونکي دي. څو سلیزی کیږي د نړی انسانان تیرباسي او د نړۍ انسانان یی د ډول ډول ناورینونو او ستونځو سره مخامخ کړي۔ نیکبختي او له دغه ناورینو او ستونځو څخه د وتلو لار پدی کی نه ده چی په دغه نړیوال نظم (New World Order) کې د مقام پیدا کولو لپاره هڅې پیل شي۔ له دغه ستونځو او ناورینونو څخه هغه وخت ژغورل کیدلی او نجات پیدا کولای شو چی له دغه نړیوال ظالمانه نظم څخه د و تلو یوه سمه لار پیدا کړو او په هغه لار روان شو، تر څو دغه نظم رهبري کونکي انسي شیطانان و نه کولی شي مونږ ته ضرر ورسوي۔»
د ځوانانو د سوالونو او پورته ذکر شوی پاخه انتقاد ته په کتوسره غواړم ولیکم چې افغانستان د نړۍ جز دی او په هر ډول نړیوال نظم کې، که ښه وي او که بد، خپل معین موقف نیسي. د نړیوال نظم څخه د یوه ځانګړي هیواد را ایستل ناممکنه او نادرسته خبره ده. که موږ وغواړو او که نه، زموږ هیواد به د نړۍ په کُلی نظم او نظام کې خپل ځای نیسي. د نړیوال نظم د سمون او بهبود له پاره به د خپل توان په اندازه او په معین چوکاټ کې فعالیت کوو، خو له هغو د راوتلو لاره لټول او د خپل ځان منزوي کول د هېواد د ستونځو د حل لاره نه ده؛ دا چلند به زموږ ستونځې زیاتې کړي، خو کمولای یې نه شي. ددې امکان موږ ته لاسته نه راځي چې په یوازې ځان او تنهایۍ سره د موجود نظام څخه تيښته وکړو او ځان یې له غمه خلاص کړو. زه د ځوانانو د سوالونو د ځوابولو او د هغوی د پوهولو له پاره غواړم په نړیوال نظم لږ رڼا واچوم.
نړیوال نظم څه شی دی؟
نړیوال نظم (Global Order) د نړیوالو اړیکو او سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو چارو په ساحه کې هغه چوکاټ ته ویل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره جوړ شوی وي. نړیوال نظم د قوانینو، اصولو، او نورمونو په واسطه تنظیمېږي، چې موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او بشري حقوقو ساتنه ده. نړیوال نظم معمولاً د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، نړیوال سوداګریز سازمان (WTO)، او نورو تر چتر لاندې رامنځته کېږي او هېوادونه پکښې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره همکارۍ او دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې جوړوي. یا په بل عبارت ویلای شو چې نړیوال نظم د اصولو، قوانینو او نورمونو مجموعه ده چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه عمل کوي. دا نظم د نړیوالو سازمانونو او تړونونو په مرسته رامنځته کېږي، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیواله سوداګریزه اداره او نور چې موخه یې د سولې، ثبات، او نړیوالو اړیکو تنظیم دی. د نړیوال نظم تمرکز پر دې دی چې نړۍ په همغږۍ سره څنګه د شخړو او کړکېچونو مخنیوی وکړي، اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او نړیوال امنیت وساتي.
نړیوال نظم اساساً د نړیوالو اړیکو د جوړولو، د قوې د ویش او د متقابلو همکاريو چوکاټ دی چې د نړۍ هېوادونه یې د خپلو اړیکو، تعاملاتو، او نړیوالو کړنو، د ملتونو ترمنځ د راشې درشې د تنظیمولو، د شخړو د مخنیوي او د ټولنېز پرمختګ لپاره کاروي او لکه چې ورته اشاره وشوه، په ټاکلو اصولو، قواعدو، قوانینو، سازمانونو او نارمونو ولاړ دی.
د نړیوال نظم فکټورونه او اجزاوې:
نړیوال نظم په څو مهمو ستنو (پایو) ولاړ دی چې په لاندې توګه ورته لنډه اشاره کوو:
1. د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه:
دا اصول او قواعد په نړیوالو معاهدو، تړونونو او نړیوالو قوانینو کې تسجیل شوي او هېوادونه مکلف دي چې هغوی ته درناوی وکړي. د مثال په توګه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، د جګړې اصول، او د نړیوالې سولې تړونونه د نړیوال نظم برخې دي او لاسلیک کوونکي هېوادونه یې اصولاً باید مراعات کړي.
2.د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:
نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه (UN)، اسلامي کنفرانس (OIC )، نړیوال بانک (World Bank)، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) او ځینې نور د نړیوال نظم اصلي بنسټونه دي. دا سازمانونه د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکوي، شخړې حلوي او د نړیوالو مسایلو په اړه ګډې فیصلې کوي. موږ او تاسو یې ګورو چې عملاً ددې سازمانونو له اغیزې د هیواد را ایستل عملی جنبه نه شي موندلای او که فرضاً عملي هم شي، د هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دی.
3. په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او توازن:
د نړیوال نظم یو مهم عنصر د زور (قوت) ویش او د ملتونو ترمنځ د معین توازن ساتل دی. هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، او پوځي زور پر اساس په نړیواله کچه یو له بله بیل مقام لري. وايي چې د نړیوال نظم په چوکاټ کې د ځواک لرونکي هېوادونه هڅه کوي چې نړیواله سوله او امنیت وساتي. خو ځینې وخت چې د قوې سیالي او نابرابري شدیده شي، ستونزې او شخړې رامنځته کوي. لوی ځواکونه لکه متحده ایالات، چین، او اروپایي ټولنه د نړیوال نظم په ساتلو او جوړولو کې لوی رول لوبوي. زموږ هیواد که وغواړي او که نه، ددې نړیوالو فکټورونو تر اغیزې لاندې دی او ځان د هغوی له تاثیره نه شی را ایستلای.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۹ مه نېټه
(پاته برخه لري)