پوهاند محمد بشیر دودیال

 

هغه به څوک و؟!

پښتو ادب کې یو نوی  ناول

ناول د ادب په نړۍ کې یو معاصر ژانر دی چې په غوره ادبي- داستاني ایجادیاتو کې شمېرل کیږي. ناولونه یو ډول  روایی/روایتي ادبی آثار دي چې کیسه یا داستان یې اوږد او د څو برخو لرونکی وي. د ناول لوستل نه یواځې بهترینه تفریح، د ادبی ذوق خړوبول، له پېښو خبرېدل او د تجربې زیاتېدل دي، بلکې ذهني تمرین او استعداد ته وده ورکول دي، حافظه پیاوړی کوي او له متونو څخه د اخځ ځوا ک زیاتوي. په ناول کې لیکوال، کرکترونه، چاپېریال او پېښې توصیف او تاریخي او ټولنیزې پېښې او بدلونونه راښيي. ترټولو مهمه دا چې ځوان لوستونکي له مطالعې او کتاب لوستلو سره عادت کوي، ټولنیز شعور اوچتوي او ټولنه د ارتقا لوري او د حقایقو درک ته ځیر کوي. ویل کیږي چې اروپا د ناول له برکته پرمخ ولاړه. ریښتیا ده. همدا اوس هم اروپا او ډېرو نورو پرمختللو هېوادو کې  هرکال ناولونه لیکل او خپریږي چې زیات لوستونکي لري.

په دې توګه ناول په بېلابېلو هېوادو کې خلکو، په تېره ځوانانو ته یو ښکلی او د خوښې وړ ادبي ژانردی. داچې زموږ ځوانان د مطالعې عادت نه لري او د کتاب د دوه- درې پاڼو په لوستلو ډېر ژر ستومانه کیږي، لامل یې دادی چې دوی مطالعې سره نه دی روږدي. ناول لوستل ځوانانو ته  د مطالعې عادت او روزنه  ورکوي. د ارقامو له مخې؛ اوس په نړۍ کې هرکال په میلیونونو د ناول کتابونه بازار ته وځي او پلورل کیږي.

له لویدیز پرته؛ د نړۍ نورو هیوادو کې هم ناول ډیر ګرانښت لري. د بېلګې په توګه؛ عربي ژبه او عربي هیوادو کې د استاد توفیق الحکیم، نجیب محفوظ، غسان کنفانی، یوسف السباعی او نجلاء العیونی نالونه. آن داچې عرب او ایران کې ناولونه د خلکو اصلی فرهنګ پېژندل شوی دی. په عربی ژبه ناول له میلاد څخه مخکې دوران ته رسیږي، په همدې خاطر عربي یوه ډېره بشپړه او بډایه ژبه ګڼل کیږي.  اسپانوي ژبه د هغې د ناولونو له امله ټوله نړۍ کې وپېژندل شوه. روسان ترهرڅه زیات په خپلو ناول لیکوالو ویاړي. پاکستان کې د نسیم حجازی ناولونه او هند کې د رابیندرنات تاگور او آمرتیا پریم، نوم اخیستلای شو. د "آپریل والا" ناول ټول هند او پاکستان کې د خلکو خوښ دی او ځوانان یې لولي.اوس په دې هېوادو کې هر کال لسګونه عنوانه ناولونه خپریږي او زښت زیات مینه وال لري.

ټول کیسه ییز ژانرونه انګېزه ورکوونکي او روزونکي دي. په دې خبره کې یو حکمت دی چې الله (ج) ډیرې پېښې او لارښوونې او د پند او عبرت مسایل دکیسو په بڼه بیان کړي دي. موږ له قصص القران څخه ډېر څه زده کوو. قرآن عظیم الشان کې د کیسو د حکمت په هکله ډېرو ځایونو کې یادونه  شوې ده د بېلګې په توګه: سورت یوسف ۱۱۱آیت: لَقَدۡ كَانَ فِي قَصَصِهِمۡ عِبۡرَةٞ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِۗ

یا د سورة الاعراف ۱۷۸ ایت چې فرمایی:

فَٱقۡصُصِ ٱلۡقَصَصَ لَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ

له دغو دوو مثالونو برعلاوه، د قرآن عظیم الشان ډېرو ځایونو کې کیسې راغلي دي او د فکر خاوندان او هوښیاران یې ځیر کړي دي چې زده کړه ورڅخه وکړي.

تجربو ښودلې ده؛ هغه کسان چې ناول لولي، فکر او نظر یې پراخ، ذکاوت او فرهنګې کچه یې  اوچته او ټولنیز توافق کې تکړه وي. 

متاسفانه موږ پښتو او دري ژبو کې د نړۍ د نورو ژبو په پرتله لږ شمېرناول لرو، چې د یوڅولیکوالو نومونه یې دادي: سپوږمۍ زریاب، امین افغانپور، دکتور اکرم عثمان، س.ا. شپون، اکبرکرګر، نصیراحمد احمدی، ببرک ارغند، غوث خیبری، مصطفی جهاد اویو څو نور، خو پېښور کې د راحت.زاخیلی له وخته رانیولې بیا تر حمزه او نورو پورې ډېر ناولونه لیکل شوي دي. زموږ بل ګاونډي، ایران کې ناول لیکلو او ژباړلو ته ډېر کار شوی دی. نن ورځ یو هیواد کې د ناولونو د لیکلو او لوستلو کلتور، د دغه هیواد د فرهنګي کچې یو معیار دی. ناولونه  معمولاً په بیلابیلو سبکونو او موضوعاتو کې لیکل شوي دي. یعنی ناولونه له موضوعی او شکلي (جولیز او مانیز)پلوه بېلابېل دي: د مینې او عشقی ناولونه، جنایی، علمی تخیلی، فانتزی او تاریخی.په دې ټولو کې تاریخي ناولونه د افغانانو د پاملرنې وړ دي.

 هر ناول لوستونکي ته یو ځانګړی سفر دی، لوستونکی په دې سفر کې له بېلابېلو ځایونو، پېښو او وګړو سره آشنا کیږي. ډېر ځایونه ویني، د خلکو له مینې، کرکې، ګروهې او آند، جامو، خوراکونو، متلونو، خوښیو او غمونو، احساساتواو عقایدو سره، د سیمو له اقلیم، رواجونو، غرونو او کلیو، د پنځ له ښکلاوو او نورو ټولنیزو او طبیعی ښکارندو سره آشنا کیږي. له دې ټولو څخه لوستونکي ته یوه تجربه، یو یادګار، الهام، اغېز او زده کړه په برخه کیږي.  دې ډول خلکو ته (جهان دیده) ویل کیږي، کټ مټ لکه په نړۍ کې چې ګرځیدلی وي.

له نېکه مرغه په دې وروستیو کې څو نوي ناولونه خپاره شول او دا دی اوس

په دې لړ کې ښاغلي حفیظ الله تُراب هم ( هغه به څوک و؟!) ناول لیکلی دی.  ومې لوست، ډېر ښکلی او د بڼې او محتوا له پلوه بیخي نوی دی.  دا ډول ناول تراوسه پښتو ادبیاتو کې ما نه و لوستې. زه د دې ناول  پیل او پای، اتل او نورو کرکټرونو په اړه څه نه وایم،ځکه چې بیا  ورته د لوستونکو تلوسه کمیږي، خو دومره به ولیکم چې پښتو ناول لیکنه کې یو نوې ګام دی. دا ځکه چې په دې کې مینه، جنایی پېښې، علمی تخیلی، فانتزی او تاریخی مسایل ټول راغلي دي.

(هغه به څوک و؟!)  ناول کې د داستان اتل پیګیره او په مینه کې خپل هدف ته په رسېدو کې هره قرباني مني او آخر د سپوږمۍ وصلت ته رسیږي. هغه څه چې حیرانوونکی دي، هغه بیلابیل عجیب او غریب حوادث او الهامې مرستې دي، چې اتل ترې برخمن کېږي او د ناول د اتل ملګری هغه ته ډېرې ناشده لارې آسانه کوي.

د منلی او ښاغلی تُراب صاحب ښکلي قلم سره موږ او تاسو آشنا یاستو. نوموړی کیسه لیکوال، ډرامه ليکونکی/سناریستاو شاعر هم دی، خو شعرونه یې ډېر کم لیکلي دي. د ده کمال په داستانی ژانرونو او خاصتاً لنډه کیسه لیکنه دی. په هره کیسه او لیکنه کی یې دطنز مالګه ګډه وي.

 د یاد ناول تر ټولو بله ښه ځانګړنه دا ده، چې د کيسې له پيله تلوسه ورسره په داسې شدت مله ده، چې لوستونکی دې ته هڅوي، چې تر پايه يې بايد ولولي. ما دغه په دوه سوه مخونو کې لیکل شوی ناول په دوه شپو کې ولوست.زه ددغه نوي ناول د بشپړېدو له امله منلي او ښاغلي تُراب صاحب ته مبارکي وایم او راتلونکې کی ورته د پښتو خوارې ژبې پلو ته د نورو ګلونو د ټولولو هیله  لرم.

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت