پوهاند محمد بشیر دودیال
دافغانستان دتاریخ اوبشری علومو ټولنې لنډه پېژندنه
( یوبل کلتوری خدمت)
څو ورځې مخکې راقم الحروف د ملي کلتور، کلتوري خدماتو او تر دې هم مهمه داچې د کلتوری وروسته والي د اندېښنې په اړه لیکنه خپره کړه. ډېر معزز مشر او نامتو ملی شاعر او عالم لیکوال ښاغلي جهانی صاحب زما لیکنه وستایله او اشاره یې کړې وه چې دغو لیکنو ته دوام ورکړم، یعنې هغه لیکنه یې مختصره ګڼلې وه. راقم الحروف کلتوري وروسته والی تعریف کړ، خو د کلتوری خدماتو( Cultural Services) بحث باید وغځوو او دا هم باید ومومو چې ایا موږ دې برخه کې کافي کار کړی دی او که نه؟
کلتوري خدمات او ملی کلتور ته وده ورکول د حکومت یوه مهمه دنده ده. افغانستان کې چې له څو وروستیو کلونو رادېخوا حکومتونه د قدرت غوښتنې، قدرت ټینګولو رقابتونو، جنګونو فسادونو، وابستګی، خودخواهي او سیاسی سیالانو سره کشمکشونو کې بوخت شول، دا مهمه دنده ورڅخه پاتې شوه، خو له نېکه مرغه شاوخوا داسې ملی فکرونه شته چې دا بار یې په اوږو اوچت کړ. اوس موږ ګورو چې منورو او دملی فکر لرونکو افغانانو دهیواددننهاو بهردعلمی خپرونو، کنفرانسونو، انجمنونو، خیریه او تعلیمی بنسټونو او نورو موسساتو په جوړولو سره د حکومتي ادارو ضعف او ناپامي جبران کړه. په دې کې یو هم دافغانستان د تاریخ او بشری علومو ټولنې جوړېدل دي.
د یو هېواد روڼ او لرغونی تاریخ، په نړۍ کې دهغه په پرستیژ او پرتم، سیاسی نړیوال دریځ او اعتبار اغیز لري. یونان اوس یو کوچنی او په ټوله اروپا کې د اقتصاد له پلوه ضعیف هېواد دی، خو د خپل پرتمین تاریخ له مخې ټولو ته د درناوي وړ دی، مصر د لرغوني تاریخ په لرلو نوم لري او مصریانو ته په همدې خاطر د نړۍ هر هیواد کې درناوی کیږي.
زموږ ګران هیواد افغانستان هم لرغونی، پرتمین او ویاړلی تاریخ لري. په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو څیړونکو، تاریخ لیکوالو، نړۍ ګرځیدونکو ډېر ښکلي او مستند اثار لیکلي دي.باید دې برخه کې لازیات کار وشي. دا دی دنړۍ سراسر کې د افغانستان ملی څېرو، پوهانو، تاریخ لیکوالو، لرغونپوهانو او دبشري علومو نورو څیړونکودیونويبنسټ(د افغانستان د تاریخ او بشری علومو ټولنېAfghanistan Historical Society/AHS ) ډبره کېښوده او په عملی تحقیق او مسلکی- معلوماتی خپرونو یې پیل وکړ. د هیواد له ځوان نسل څخه غواړي دوی سره یوځای او د دوی په ښودل شوې کرښه او د دوی له ملی ارمان سره سم، دوی سره یوځای په دې برخو کې کار ته دوام ورکړي.
ډېر مُحیل او خطرناک دُښمن هغه نه دی چې دلښکر او پوځ په یرغل فزیکي او مادی شتمني برید لاندې راولي، بلکې تردې څخه خطرناک دښمن هغه دی چې تاریخ او هویت باندې برید وکړي او هغه یا مسخ یا له منځه یوسي، نو په همدې خاطر چې له ملي هویت او تاریخ څخه ساتنه وشي، دغه ټولنه جوړه شوه.
د افغانستان د تاریخ او بشري علومو ټولنې په اساسي سند کې راغلي دي:د هر هېواد خلکو او هر ملت ته د تاریخيملی هویت پېژندنه او بیانول، له ډېرو پخوا او نږدې وختونو څخه عالمانه خبرتیا او د تاریخي مهمو پېښو مستند درک ، دهغو په علتونو او پایلو باندې پوهېدل، یوه حتمي اړتیا ده.
موږ ګورو؛له دېرشو کلونو رادېخوامغرضانه هڅې روانې دي چې د افغانستان د دولت او خلکو د تاریخي هویت په اړه شک او تردید رامنځته کړي، کوښښ روان دی چې پهغولوونکو تبلیغاتو، جعل او مغرضانه لیکنو زموږ پرتمین تاریخ کې دتحریف ګوتې ووهي. په دې برخه کې د مذبوحانه فعالیتونو په لړ کې هڅه کوي چې د هېواد د نامتو مورخانو لکه: فیض محمد کاتب هزاره، علامه عبدالحی حبیبی، احمدعلی کهزاد، میرغلام محمد غبار، محمدصدیقفرهنگ،عبدالرحیم ضیایی،استادعطایی، استاد زهما، استادسرورهمایون، استاد آهنګ، ډاکتر کاکړاو نوروآثار تر برید لاندې راولي، دهغو علمی او تاریخی اهمیت تر پوښتنې سره مخاخ او ملي او ویاړلې څېرې مو تهمت لاندې ونیسي. له نېکه مرغه د هیواد ریښتینو څیړونکو مسؤلو او باخبره پوهانو وکولای شول چې دغه خصمانه ملی ضد هڅې چې د مغرضو- پردیپالو په لمسون زموږ د تاریخ د تحریف او جعل لپاره کیږي، شنډې کړي. داسې نښې هم ښکاري چې له بده مرغه د هېواد وروستیو ۳۰-۴۰ کلونو د تاریخ او بشري علومو په تحلیل او مطالعه کې لویه خلا او تشیال رامنځته کړی او ځوانانو ونشو کولای تاریخی پېښې په کرونولوژیک ډول تعقیب او خپل فرهنګي میراث وڅاري.
له بلې خوا، نويو علمی پرمختګونو او تازه لاسته راوړنو او د بشري علومو؛ لکه لرغونپوهنې، جنیتیک، وګړشمیرنې ، نفوسو اومهاجرت، ژبپوهنې، اتنوگرافی، سیاسي اقتصاد ، جغرافیې او نورو په ډګر کې روشنگرانه لاسته راوړنو دااړتیا رامخې ته کړه چې زموږ مورخان او پوهان د تاریخ د بیان لپاره نوي مستند امکانات برابر کړي چې پخوا د پوهانو او مؤرخانو په واک کې نه وو. اوس موږ ته د پخوا په پرتله نوی اخځ، سرچینې او بډایه منابع مهیا او په واک کې دي، چې د هغو په رڼا کې باید نوي او لا زیات تالیفات او تحقیقات ترسره کړو. دافغانستان د تاریخ ټولنه/Afghan Historical Society) به په مستند او عالمانهٔ ډول تاریخ بیان او زموږ تاریخي او ملي هویت به را وپېژني.
د دغې ټولنې اهداف د اساسنامې څلورمه ماده کې داسې ښودل شوی دي:
۱. د افغانستان د تاریخ او د بشري علومو په څانګو؛ لکه لرغونپوهنې، دهنر تاریخ ، تاریخ لیکلو، ژبپوهنې، ادبي څېړنو، قوم پېژندنې، وګړپوهنې، سیاسی اقتصاد ، انسانی جنتیک، او نورو کې مطالعه او څېړنې کوي ؛
۲.د افغانستان د تاریخ د ښه پوهېدو لپاره د پورتنیو څانګو په ډګر کې د علمي څېړنو هڅوونه؛
۳.په حضوري یا هم په مجازي ډولونو سره د پوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو دځوانانو د علمي ظرفیتونو اوچتول ؛
۴.په ملی او نړیواله کچه د افغانستان د تاریخ او تمدن اړوند چارو کې د یو واک لرونکی او معتبرې مرجع په توګه د دې بنسټ تثبیت او د اعتبارلوړول؛
۵.د افغانستان د ټولو تاریخي دورو اړونده د ټولو اسنادو، لیکنو، لیکل شویو اونالیکل شویو متنونو راټولول او خپرول؛
۶.د افغانستان د تاریخی او نامتو څېرو د ژوند لیکونو او لاسته راوړنو بشپړول او خپرول؛
۷.د ولسی روایاتو په اړوند د نکلونو، داستانونو او دفولکلور په برخه کې د معلوماتو راټولول ؛
۸.په دغو څانګو کې د کورنیواوبهرنیوعلمی او فرهنګي مرکزونو او موسساتو او بشری څېړنو او د تاریخ د متخصصانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، ټینګول او ساتل ؛ او
۹.په چاپي او مجازي بڼو د مهالنۍ( مجلې) او کتاب په بڼه د څېړنو د پایلوخپرول.
تر اوسه پورې دافغانستان د تاریخ او بشری علومو ټولنې خپل اساسی سندونه جوړ، ویبسایت یې فعال، خپله لومړنۍ درې میاشتنۍ مجله نشر، بېلابیلو تلویزیونو کې یې مرکې خپرې، ځوانانو ته یې کنفرانسونه جوړ او دخپلو تحقیقي، مشورتي او اداري کمیټو مجلسونه یې منظم دایر کړي دي. رسماً ثبت او راجستر شوې ده او له تاسیس راهیسې یې تراوسه د علمي تحقیق دبرخې همکاران د زیاتېدو په حال کې دي. د اوس لپاره د ټولنې نشرات او څېړنې په پښتو، دري/پارسي او انګلیسي دي، کیدای شي راتلونکې کې په نورو ژبو هم نشرات او علمی مقالې ولري. د دغې ټولنې د جوړېدو له امله ټولو هېواوالوته مبارکي وایو اویو ارزښتمن کلتوري خدمت یې بولو. د دغې ټولنې موسسینو ته بری غواړو. الله پاک دې دوی ته لوی اجر او ثواب ورپه برخه کړي.