نور محمد غفوری

 

 

(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟

 

لنډه یادونه:

د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹-سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغانستان ستره ملي اجماع یعنې څه؟ زه غواړم په دې لیکنه کې د مینه والو له پاره په همدې موضوع رڼا واچوم.

 

ملي اجماع څه شی ده:

اجماع په لغت کې د یوه کار د تر سره کولو له پاره د خلکو لویه راټولیدنه او په یوه نظر اتفاق ته رسیدل دی. (قاموس کبیر افغانستان) یعنې دا چېد یوېټاکلې موضوع په اړه د خلکو توافق پرته له پټیاښکارهضدیت او مخالفت څخهاجماع بلل کیږی. د اجماع یا اتفاق کلمهپه 15 مه عیسوي پیړۍ کې د لاتیني cōnsēnsus څخهرواج شوې چې د "موافقت، رضایت، یو ځای" په معنی دی. نو ملي ستره اجماع د معینو ستونځو د حل له پاره د ټولو هېوادوالو سراسري اتفاق ته ویلای شو.

د «اجماع» اصطلاح په سیاسي تیورۍ، حقوقي نظریو، علمي موضوعاتو، تخنیکي نارمونو، دینی  او شرعي مسئلو او داسې نورو ځایونو کې کارول کیږي. په سیاسي تیوري کې د ملي اجماع اصطلاح د بعضو موضوعاتو په اړه د هېواد د ټولو خلکو د نظر اتفاق ته ویل کیږي. ملی ستره اجماع په خاصو حالاتو کې د ځانګړو موضوعاتو د حل له پاره رامنځته کیږي چې ټول سیاسي ګوندونه، ژبني ګروپونه، مذهبي ډلې، قومي شوراګانې، اقتصادي طبقې، نارینه او ښځې، محلی او اتنیکي اتحادیې او نور ټول قشرونه د ټاکلی وخت له پاره د عامو په نښه شوو ستونځو تر حلولو پورې خپلې ګروپی او طبقاتي ګټې شاته وغورځوي، داخلی مبارزو او کشمکشونو ته زور ور نکړي او د سترو ملي ګټو د تأمین په خاطر د سختو ملي مسئلو د حل له پاره یو له بل سره شریکه هڅه وکړي.

په اوسنیو شرایطو کې د سترې ملی اجماع اړتیا:

 نن زموږ ګران هېواد افغانستان په خاصو حالاتو کې قرار لري. هغه شل کلن اسلامي جمهوري نظام چې د پردیو استخباراتو عواملو او د شر او فساد عناصرو تر ډیره ورپکې د ناتو تر سیوري لاندې حکومت کاوه، د طالبانو د اسلامي تحریک لخوا ړنګ او سرپرست حکومت جوړ شو. له هېواده د پردیو وسله والو ځواکونو د بې پلانه وتلو او د نیابتي وسله والو جګړو تر ختمیدلو وروسته زموږ هیواد او هیواد وال له یو شمیر داسې ستونځو سره مخامخ دي چې د طالبانو په شمول یې هیڅ یو ځانګړی سیاسی ګوند او تحریک په مطلوبه چټکتیا د حلولو توان نه لري. له همدې کبله ضرورت دی چې ټول افغانان یو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړي، ستره ملي اجماع جوړه کړي او د افغانستان او مطلوب سیاسي- اقتصادي او اجتماعي نظام د جوړولو له پاره په ګډه لاس په کار شي.

په اوسنیو سختو شرایطو کې د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي استقلال او ملي حاکمیت ساتل، د ملت په خوښه د مدون اساسي قانون رامنځته کول او د هغو پر بنسټ د ځواکمنملي اسلامي دولت جوړول، د خلکو د ژوند د کچې لوړول، په حکومتي چارو کې د قانون مراعاتول، د مسلکي وړتیا او کاري لیاقت د پرنسیپ عملي کول او په بې پلوه خارجي سیاست کې د ښه ګاونډیتوب او د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د افغانانو د ملي ګټو د لومړيتوب پر بنا د سوله ایز ګډ ژوند کولو پرنسیپ مراعاتول او داسې نور زموږ د هېواد له لومړیو ضرورتونو څخه دي. ددې او داسې نورو لویو ملی ستونځو د حل له پاره افغانان سترې سراسري اجماع ته ضرورت لری، تر څو وکولای شي چې د خپلو پوهانو او ماهرانو په جمعي تعقل او د خپلو خلکو په زور له دې سختو ستونځو د وتلو او خپل پایښت او سرلوړۍ ته د رسیدلو لارې وموندلای شي.

27.01.2024

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت