عبدالقیوم

 

محبس او قفس

 

امان الله خان

د۱۹۱۹م تر۱۹۲۹م پوري

 

  (هغه پاچا چي د مشروطیت او آزادۍ غوښتونکو دهیلو او نظریاتو څخه د الهام اخېستلو له اثره د افغانستان د بشړي آزادي اعلان وکړه). د افغانستان معاصر تاریخ په خپله لمن کي څوتنه پرخاوره، ولس مین مشران لرل. چي یو دهغو له جملې څخه خدای بخښلی (امان الله خان) وو.  ولي امان الله خان د افغانستان د معاصر تاریخ ځلانده ستورۍ سو؟

دا ځکه کله چي د امان الله خان پلار امیرحبیب الله د پنجشنبې په شپه د جمادي الاولي پر (۱۶) نیټه د(۱۳۳۷ هـ ۱۹۱۹م) د لغمان په کله ګوش ښکارګاه کي دشپې له طرفه چي په خیمه کي بیده وو یوه کس پر سر باندي د توفنګچې په مرمي ووېشت او مړ سو.

په دا سبا چي د امیر قتل علني سو، ترهر چا ډېر د امیر حبیب الله خان ورور سردار نصرالله خان  حیرت او تعجب وکړ او په دې پوه سو چي دا کار په داسي شیوه د هغه پټ ګوند له خوا شوی دئ چي دی یې مشر وو خو دا یو کال د سازمان غړو دی غافل ساتلۍ وو. ص ۱۶۸ کله چي نصر الله خان د خپل ورور( امیر حبیب الله ) مړی جلاآباد ته ورساوه، د مړي تر ښخېدو مخکي یې  هلته د خپل امارت اعلان وکړ او د بیعت په اخېستلو یې پیل وکړ. یو مکتوب یې د امان الله خان په نوم ولیکئ او شجاع الدوله په لاس یې ورکړ چي کابل ته یې ورسوي. (د غلامحمد غبار د تاریخ په حواله دغه شجاع الدوله خان د امیر حبیب الله خان قاتل وو.) هلته په کابل کي دهمدغي میاشتي پر ۲۳ تمه یعني د وي ورځي وروسته د امیرحبیب الله ترمرگ امان الله خان خبر سو، ده هم خپل ځان پاچا اعلان کړ. کابل میشتو نظامي قواو او د کابل خلګو هغه منلی وو.

امان الله خان د خپلو خبرو پر وخت يې وويل:"هغه وخت چي مي پلار په جلال اباد کي شهید کړه سو زه په کابل کي د سلطنت وکيل وم. زه هغه  څوک د پاچا په حیث نه سم منلای چي لاسونه يې زما د پلارپه وينولړلي وي. د امان الله ایشاره و خپل اکا نصرالله خان ته وو، او زیاته یې کړه دا چي اوس ستر ملت دغه شاهي تاج زما پر سرراکيښود. زه هم وعده کوم چي افغانستان د جهان د نورو هیوادو په شان، آزاد او مستقل ولرم. "

 د لوی او پراخ افغانستان له خاوري هغه کمه ټوټه خاوره  چي انگرېزي ښکیلا کګرو خپل استازي( امیرعبدالرحمن)  او بیا(امیر حبیب الله ) هلته پر واک کړي وه او دوی هم هلته خپل خر مستي پکښي کوله، امیر امان الله خان د خپلو ملګروپه  رضأ د شجاع الدوله په مستقیمه مرسته د انګرېزنو وروستی څلی و نړاوه او دغه خاوره یې د انګرېزو له منگولو څخه را خلاصه کړه. دامان الله خان په مشري افغان نومیالیانو دهغې خاوري آزادۍ اعلان کړه او له انګرېزانو سره د جګړې اعلان یې وکړ، ولسونو یې ملا وتړل. ځوان پاچا امان الله خان ( د هیواد خپلواکي، د هیواد تر قي او زده کړي) سره داسي مینه وه، چي د افغانستان په تیر تاریخ کي د بل پاچا او یا امپراتورپه شان کي د غسي مینه نه ده لېدل سوې. بلې یوشمیر واکدارو د هیواد خپلواکۍ ته اهمیت ورکاوه، ممکن بل چا به د هیواد ترقي غوښتل، ولي امان الله خان آزادي، زده کړي او ترقي درې واړه غوښتل.

امان الله خان په ساده ګۍ هم قدرت ته ونه رسېدی، ده ته قدم پر قدم حریفان او رقیبان په کمین کي وو، مخصوصاً میرزا محمد حسین مستوفي المالک د امیر حبیب الله په ژوند کي شهزاده امان الله هغه ته تور کړی وو. امان الله خان د شریک پلان په طرح  او تطبیق کي باتدبېره ماهر سړی وو، هغه مهال چي په جلال آباد کي سردار نصرالله د پټ ګوند فیصله ماته کړه او د امیر د قتل د ګروپ د غړو په امضأ یې قرآن مجید هم له ځان سره وساتۍ، یو کال امان الله خان په ډېره حوصله هم سردار نصرالله غافل وساتئ او هم یې د خپلو ملګرو په وسیله هغه د امېر د قتل پلان په دا بل کال داسي عملي کړ چي سردار نصرالله ورته په تعجب کي پاته  شو. ص ۱۷۰

    د غه او سنۍ کومه ټوټه مځکه چي د افغانستان په نوم یادېږي ددغي خاوري د آزادولو امتیاز به د امان الله خان له نوم سره غوټه وي. د دې خاوري د آزادۍ اخستل زموږ د خلگو او منطقې د ولسونو په ذهنیتوکي د بیدارۍ او آزادۍ روحیه را وپارول.

محمودطرزي  چي د امیر حبیب الله خان او بیا د امیر امان الله خان په در بار کي د نام او نښان څښتن وو، دا سړی د سردار غلام محمد خان زوی او سردار رحمدل خان لمسی وو، سردار رحمدل خان د امیر دوست محمد خان میرېزی ورور وو. امیر حبیب الله محمود طري د خپل اخبار (سراج الا اخبار) مدیر وټاکه، محمود طرزي په اخبار کي د امیر حبیب الله خان ډېر صفتونه وکړه. خیر د محمود طرزي پېژندنه جلأ بحث دئ. د سراج الااخبار نشراتو چي د ۱۹۱۱ م څخه تر۱۹۱۹م پوري يې پنځه لس ورځني نشرات لرل، چي د ناسيونالستي خط لوستو افغان ځوانانو په منځ کي يې د هغوی د ذهنیت د بدلون له پاره ډېر مثبت رول بازي کړی دی. افغانې نشنلیزم هم په دې وخت کي پر ښورسوی وو. مولا نا عبیدالله سندي که څه هم د حبیب الله خان د حکومت پر وخت د میرزا حسین سره ډېر نژدې وو، ډېر مشروطه غوښتونکي د مولانا عبیدالله سندي او میرزا حسین په شیطا نت سره ووژل سوه، خو برکت الله د ۱۹۱۵ م څخه په افغانستان کي او سېدئ. آ

   په دې وخت کي خان عبدالغفارخان او ورور يې ډاکټرخان د واړه افغانستان ته را فراروه، دوی ټول د خلافت د جنبش علاقه مندان وه. او دامان الله خان سره يې ښه تعلق وو. په د باندي کي دروس او جاپان ترمنځ جکړه، په۱۹۰۷م کي دروس او برطانيې ترمنځ کنوانسيون، په ایران کي د مشروطیت جنبش، د عثمانې ترکې امپراتوري، د ۱۹۰۶څخه تر۱۹۱۱م پوري د چين پیښي، په ۱۹۱۲څخه تر ۱۹۱۳م پوري د بالقان جنگونه، د ترکې او جرمني د هیئتونو راتگ و افغانستان ته، لمړۍ نړۍ واله جگړه، په روسيه کي ا نقلاب، دا ټول هغه څه وه چي د لراو برد ځوانانو پرافکارو یي د آزادۍ دروحې مثبت تاثیراچولۍ وو. دې ته لاره هواره سول چي د انگریز ضد د ځوانانو پټ جمعیت يې جوړ، چي یو مُهم هدف يې د بشپړ افغانستان د امو څخه تراټکه آزا دي وه. د انګرېزانو(اشغالګرو) سره د جنګ اعلان وسو، انګرېزانو هم پر هیواد باندي د تېري تیاري نیولې وه، حتا کابل او جلاآباد باندي یې هوایي بریدونه وکړه. د جنګ او جنګي جبهاتو ځېړنه یې نه کوم.

   دوی ویل د انگرېزسره جنگیږو او افغانستان آزادو دا شعار د افغانستان په هره برخه کي ورکړه سو. دښوکارونو له جملې څخه یوه خبره دا وه : چي  امان الله خان ثابته کړه( حبیب الله خان  او عبدالرحمن خان ) دواړه د انګرېزانو غلامان او افغانستان یو اشغال سوئ ملک وو.  امان الله خان دمحمد زو کورنیو اميتیازات(معاشات) لغوه اعلان کړه، د کابل او شاوخوا کي د ښوونځیو جوړول، داماني مکتب جوړونه په فرانسوي سیستم، د نجات د مکتب جوړونه د جرمنیانو په سیست د اردو مکتب جوړونه، ددولت د ناظرانو د نوم او ښتنه په وزارتونو د افغانستان ویشنه پر پنځو ایالتونو، کابل، کندهار، هرات، ترکستان او بد خشان او څلورو اعلی حکومتونو، مشرقي، جنوبې، میمنه او فراه د جرگو جوړونه، د نظام نامي جوړونه، دا نجونو د پاره د زده کړو زمینه او خارج ته د محصلینو استونه او نور ښه کارونه.

نوټ:  هغه افغانان چي امیراما الله خان د هیواد د آزادۍ علمبردارګڼي، مګر بیاهم  امیر عبدالرحمن خان او خیب الله خان د انګرېزانو نوکران نه بولي دا نو بیا دومخي ده.

   مگرد پغمان په جرگه کي معلومه سول چي دا پریکړي د جرگه والو  له ذهنیت سره پوره برابري نه وې . په اصل کي د افغان د ښمنو، تاریکو ملایانو، پیرانو، خارجي جا سوسانو، په دربارکي د ننه و امان الله خان ته نژدې سوست مذهبو محمد زو په یو خبره د انگرېزانو طرفدارو ټولو د اماني اصلاحاتو په خلاف لاسونه سره ورکړل، د امان الله خان د اصلاحاتو اول درجه  مخالفین دده کورنۍ  او دغسي ټول محمد زی قوم وه. ددې پرځاي چي د نواقصو په اصلاح کي ورسره مرسته وکړي د هغه له خالیگاوو څخه يې د حکومت ضد تحریکونه را شروع کړه.

    د امان الله خان اراده او نیت پاک وو، غوښتل یې ژر افغانستان د نړۍ د نورو هیوادو په شان پر مختګ وکړي په یوه سیال هیواد بدل کړي. اصلاحات تروخت مخکي نه وه بلکي شاته پاته بېسوادي ټولنه وه، له جهان او تمدون څخه جلا او لېري ساتل سوي وه. نوو تغیراتوته  ته په یوځل د هغوی د ذهنیتونو تیارول مشکل کاروو.

 نوټ: ((مخکي له دې چي د امان الله خان وطن او ولس ته کارونه او تېر وتني تر بحث او څېړني لاندي ونسو، پدې خبره باید لوستونکي پوهه وي، چي دامان الله خان پلار، نیکه ...... د هغه د کورنۍ په ټوله تاریخه باید ځانونه خبر کړو، امان الله خان په یوه  فاسده، ظالمه، غلامه کورنۍ کي را پیدا او هلته لوی سوئ  ځوان وو، د دغو کورنیو نفقه حلاله نفقه نه وه، د ولس په وینه اخښل سوې نفقه وه. د یوې داسي کورنۍ له منځه د یوه لوی انسان پر ولس، آزادۍ او ترقۍ مین شخصیت  را وتل د افغان ولس له پاره یو نعمت وو، آفسوس چي افغانان یې په ارزښت نه پوهیدل، هغه غوښتل په هیواد کښي انساني ار زښتونه غښتلي کړي، هیواد یې په چټکۍ سره یو سیال هیواد شي.خود به یې درنې او لوی تیر وتني کړي وي، بیله محکمي وژني به یې کړي وي. مګردا ټولي تیروتني د ده لوړ شخیت نسي تر سوال لاندي را وستلای. البته دا زما شخصي نظردي)) .

بلې یو شمېر اشتباه ګاني وسوې. څوک چي کار کوي هغوی اشتباه ګاني هم کوي، اما نیت یې پاک وو. له امان الله څخه تر دغه لوړه توقع هم سمه خبره نه وه، له یوه اړخه د ده خپله کمه پوهه ، لږ تجریبه او ځواني وو، بل د کورنۍ د غړو نه مرسته که څه چي په ښکاره د ده دوستان خو په عمل کي د امان الله د اصلاحاتو مخالف وو.هیڅ دوست او همکار ورته  ونه ویل، چي دغه ځیني فرامین صادرول یا یې وخت نه دئ، یا د دولت په ګټه نه دي.  د مثال په توګه: کله چي امیر امان الله خان خپله دا خبره کول، زه به د خپل پلار قاتلان پیداکوم او تاسو به راسره مرسته کوئ، هلته یې اکا نصرالله خان په بند کي ساتلۍ وو، د نصرالله خان په باب محمد زو ډېري آوازې خپرولې او له هغه سره یې همدردي ښول. بالاخره امان الله مجبور سو په ۱۹۱۹م کال د می په میاشت کي چي ټول شهزاده ګان حاضر وه، د حبیب الله خان د مرګ قضیه تر غور لاندي ونیول. د متهمینو په باب یې نظر وغوښت، د حبیب الله د وژني په تور یې درې تنه خپل اکا نصر الله خان، عبدالاحد خان او علي رضا خان آفسر نیولي وه. د څېړني پس فیصله وسول چي علي رضا خان افسر اوله درجه مسؤل باید اعدام، نصر الله خان بندي او عبدالاحد خان تبعد شي. حال داچي ټول خلګ پوهیده چي علي رضا خان بیچاره بې ګناه اعدام سو. ددې نه پس د نصر الله په مشوره، یوه بله  تروستي ډله جوړه سول  چي مشري یې محمد اختر خان کول، یو هندوستاني ملا د عماد الدین په نوم یې ملګری وو ، څو امان الله خان د پغمان په لاره کي ترور کړي..... او نصر الله خان له بنده آزاد کړي. ص ۱۷۱

 بله اشتباه دا وه چي په کابل او پغمان کي د ټولو خلگو د پاره داروپا یانو په شان د جامو کالو اجباري اغوستنه، د خلگو په عام محضرکي باید ښځي لڅ مخ وي او که نه جریمه کیږي، د جمعي د ورځي په عوض د پنجشنبی د ورځي رخصتي دا په اصل کي بې گټي او غېري ضروري کارونه وه. بل د وخت د شوروي سره په ظاهره دوستې او باطن کي نفرت او دښمني، دوستي په داسي حال کي چي شوروي بخارا يې نیولې وه. د شوروي مشر لینن په ۱۹۱۹م کال کي د نوامبرد میاشتي پر ۱۷ تاریخ یوخط امان الله خان ته راواستاوه. چي داسي يې لیکلي وه.

" علاقه لرم د افغانستان سره دوستانه قراردا دونه امضأ کړم. په خاطر ديوې مشترکې مبارزې د مځکي پر مخ دغارت گرترین حکومت پر ضد یعني لوی برطانیه". په هرصورت امان الله خان دروس سره نژدې سو او دده دې عمل برطانیا تحریک کړه. ديوې خواد شوروي سره دوستي، بل لوري ته :

۱: د انگرېزي ښکیلاک په وړاندی د افغانانود نفرت جذبه او احساسات چي هغه وخت بیله کم د باندني تحریک او ملاتړه څخه را پارېدلي وه، بیا ترنن ورځي پوري چا را ونه پارولای سوای، هغه عیني او ذهني شرائط چي د هیواد د بشپړي آزادۍ د پاره په ملي او بین مللي سطحه آماده سوې وه، بیا تر اوسه اما ده نه سول. که مي گناه کار ونه بولۍ د انگرېزانو سره هغه متارکه او ډزبند چي د انگریز په وړاندېز د افغانستان لخوا ومنل شوه زما په باور یوه لویه اشتباه وه، ځکه زموږ د وجود ترنیمائي  زیاته برخه د انگرېزي ښکیلاک گرو په خوله کي پرېښول سوه، کله چي نیمه بد نه په او رکي سوځي نو د هغه بل اړخ به څه ښا دي وي. ښه به نه وائې؟ چي د یوه وجود په شان یوې خواته وای؟.

 بل د وخت د شوراگانو او حکومت سره سم سیاست پر مخ یونه وړل سوو. د مثال په ډول : د۱۹۱۹ کال په اکتوبر کي دروس د حکومت  مخالف امیرسيد عالم د بخارا پاچا ته شپېته نفره نظامي او څونفره متخصیصین د اسلحې او شپږ توپونه ورکول چي د شوروي ضد جکړه کي يې استعمال کړه. د شوروي لمړی سفیرچي افغانستان ته راغلئ امیرامان الله خان پسله ډېر ځنډه ور سره ولیده. بل ډېر ژرد شوروي سفیر باوين ووژل سو. او د شوروي د حکومت د مخاليفینو سره لڅ او پټي همکارۍ د امان الله خان حکومت ددې اړخه کمزوری شوروي ته معرفي کړئ. هلته برطانيه د امان الله د سقوط لاري پلټلې. سترکار دده په حکومت کي د منورینو د بیا فعاله کیدو ته زمینه، داساسي قانون جوړونه، د ولس په گټه ډېر گټورفرمانونه، د پوهي لوري ته توجه. دا ټول هغه څه وه چي زموږ تاریخ يې ساری نه لري سره د ډېرونيمگړ تیاوو چي لرلي يې .

   په جهان کي د نوموړي د حکومتداری پر وخت هم ډېرژور بدلونونه راغلي وه. ځکه هغه وخت د جهان وضع سخته سره پيچلې وه، هرچیرې هرڅوک د ځان په ويراخته وه. لویه جهاني جگړه، د افغانستان شمال ته په روسیه کي د تزار د واکمنې نړیدنه، د شوروي اتحاد منځته راتگ، او دجهان کاریگرو سره یوسئ شعار، چي دامان الله خان دپر وخت د آزادۍ د ږغ سره يې مرسته وکړل . ولس د نوموړی ددې ږغ ترشاه ودرېدی. انگرېز دولت فکر کاوه چي ممکن د شوروي د انقلاب لمن نوره هم مخ پرغوړیدوسوه، په تاکتیکي توگه پرشاه سول د خیبرغرونه يې سپر وگرځول.

   د ښتي، سپيره غرونه او سپيره ډاگونه يې خوشي کړل . ښه شنې او آبادي مځکي يې تر خپلي قبضي لاندي وساتلې. ددې  ټولو  خبروعلاوه د سياسي پوهي او آگاهي خبري، د کورني چاپیریال خراب مناسبات، د ځوانۍ غرور، ځان خوښونه ددې باعث سول چي اشتباه گاني، او غلطۍ وسوې.

د مثبتو رفورمونو په اړخ کې د غیرضروري او حتی ځینو مضرو کارونو رواج هغه عوامل وه چي رفورم او اماني د وره يې د بن بست سره مخامخ کړه. دغه او ضاع درفورم علاقمندانو لېده، خو پاچا د چا پرخبره غوږ نه نیوۍ علت يې د پاچا پرشا وخوا دا سي ا شخاصو ځای نیولې وه چي قصد يې لاره دامان الله خان او ملت ترمنځ فاصله زیاته کړي، رشوت او فساد په حکومتي د ستگاه کي ډېر سو.

د کابل او ولایاتو اداره يې او حتی ډېر وزیران چي امان الله د خپلي مور په غوښتنه مقر کړي وه هغوی ټول د پاچا د رفورمو او اصلاتو سره مخالف خلگ وه. مثلاً علې احمد خان چي یو وچ مغزه، ناپوه او مغرورسړی وو، امان الله خان هغه راولپندۍ ته د انگرېزا نو سره د خبرو د پاره وا ستاوه، دا د پاچاه لویه اشتباه وه. کله چي يې د انگرېز په گټه د افغانستان په ضرر معاهده لاس لیک گړل، او بیرته علي احمد خان هیواد ته راغلی امان الله خان علي احمد خان د خپلو ناروا کړونو په خاطربندي کړه. مگر د امان الله خان مورخپل وراره علي احمد خان د بنده آزاد او حتی خپله لور يې ۱۹۲۱ م کي ور کړل. دا هغه سړی دی چي د سقاوو د زوی داغتشاش پر وخت يې ځان په جلال اباد کی پاچا اعلان کړی. د ۱۹۱۹م څخه تر ۱۹۲۴ م پوري بیا هم دامان الله خان کارونه نسبتاً ښه پرمخ تلل.

خو د دغه وخت وروسته چي تعینات او مقررۍ يې خپل سري سوې، د امان الله خان مور چي د شیرد لخان بارکزی لور وه. خپل بارکزیان يې بیله دې چي صداقت او لیاقت يې په نظرکي ونسي په امان الله خان باندي مقرکړل. په کابل کي اول محمودی او بیا  شا غاسي، علي احمد، په کندهار کي عبدالعزیزخان بیا محمد سرورخان ورپسي عبدالکریم خان، نایب الحکومه نیک محمد خان فرقه مشر، محمدابراهیم نایب الحکومه، او عبدالرحمن فرقه مشر، په پکتیا کي عبدالحکیم خان، په غزني کی دوست محمد خان په گرشک کی محمدامين خان، دا ټول دامان الله خان د مور سړی وه او دې مقرر کړي وه.

   نو په دې ډول دغه خلگ یو هم د رفورمونو طرفدار نه وه، ټول د امان الله خان د مور قومیان بارکزي وه، ټول رشوت خواره او خپل جیبونه يې ډکول. په همدې سبب د سالم فکر خاوندانو ته په حکومت کي ځای نه وو، یو په بل پسي یې خارج ته مخه کړل او یا پرکور کښينول سول. په ۱۳۰۳هجري کال یا ۱۹۲۸م څخه وروسته چي امان الله خان خپل انقلابي فرمانونه اعلان کړه او ځان يې ا نقلابي پاچا وبلی، دامان الله خان تر خبرو وروسته د ستوري په ماڼي کي ښاغلي عبدالها دي خان کبریت داوي ولاړسو او امان الله خان ته يې داسي وويل:

" اعليحضرت خپل ځان ا نقلابي پاچا معرفي کوئ، اُ ميد لرم چي انقلاب د دولت په د ستگاه کي هم قبول کړې. لس کاله کېږي د صدارت د نده تر سره کوې، په داسي حال کي چي انقلاب ايجابوي چي بل څوک د صدارت مقام ته وټاکي " . څو خلگ يې د خپلو اعمالو مسؤل وگڼي، په همدغه مجلس کي د ښځو د نهضت او لڅ مخي هم اعلان سول. ټولو  د مجلس برخوالو دا خبره ومنل، مگر عبدالها دي داوي او عبدالرحمن لودېن ددې پر یکړي مخالفت وکړې او خپل د لأیل يې وویل، چي دا ښه کار دی خو اوس يې لا وخت نه دی لوی دښمن انگرېز په کمين کي نا ست دی . دا ولس د بې علمي گټه پورته کوي، ولس تحریکوي .

هغه و چي سبا امان الله خان وخپل سر منشي میرسېدقاسم خان ته آمر وکړې چي عبدالرحمن لودېن او عبدالها دي داوي ځان ته وغواړه او ددولتي مقامونو څخه تري استعفا گاني واخله، عبدالها دي داوي د سوداگري وزیراوعبدالرحمن لودېن د کمرگ رئیس وو. مېرقاسم ددوی د وو دا ستعفا گا نوسره خپله استعفا هم ملگري کړل. نوري تیر وتنې يې ما په خپل لمړي کتاب "ا ستبداد "کي څه واضح کړي دي. د لته يې ذکرلازم نه بولم.

 

 

 

++++++++++++++++++++++++++++++

 

آمیرحبیب الله خا ن

۱۹۰۱ م تر۱۹۱۹م پوري

ګرګ زاده آخیر ګرګ شود...

څه اثربه يې دعقل وي په سرکي

د هغو په سر چي کښېنې ښا پیرۍ

امیر حبیب الله خان( هغه پاچا چي د ملت او د ین څراغ لقب یې د ځان له پاره خوښ کړی وو او ویل یې چي پاچهي او پېغمبري په یوه  ګوتمۍ کي دوه غمیان دي، هغه پاچاچي په حرمسرای کې یې په مختلفو عنوانو تر سلو(۱۰۰) ښځو ډېرو ژوند کاوه، هغه پاچا چي د کندهار څخه یې غوښتل ښځي ور ولېږي چي لویه بلوأ پېښه سوه،هغه پاچا چي د خپل پلار امیر عبدالرحمن خان هغه د افغانستان د تجزیې او اسارت ټول تړونونه د انګرېزانو سره په رسمیت و پېژندل، هغه پاچا چي د هیواد د هر ډول آزادیو او مشروط غوښتونکو مخالف وو، هغه پاچا چي د شریعت او قانون مخالف حکمونه یې کول، او د ډېرو وطندوستانو او آزادي غوښتونکي یې په شهادت ورسول او ځیني یې بندیان کړل، هغه پاچا چي یوه ښځه یې په دواړو سترګو رنده کړه او بله ښځه چي حمل  داره وه تر لرګو لاندي د وړوکي سره په شهادت ورسول، هغه پاچا چي یو ځوان یې د خوب لیدني په ګناه په شهادت ورساوه، هغه پاچا چي په لومړنۍ نړۍ وال جنګ کي د افغانستان د خپلواکۍ او سیمو د بیرته په لاس را وړلو لپاره اقدام ونه کړه، هغه پاچا چي ژوند یې په ښکار او عیاشۍ تېرسو او په هغه حالت کي و وژل سو.) پاچهانو څه کول، ص ۵۴۵: د دغه ټولو خبرو پوره وضاحت په کتاب کښي لوستلای سئ.

 د حبیب الله پاجهي چي (۱۸) اتلس کاله وو، یوازي یوازي یو ځل د جنوبي خلګو د جانداد خان احمدزي په مشری یو بغاوت وکړ بله لویه پېښه نه تر سترګو کېږي، دا ځکه چي مخکي له مخکي یې پلار (عبدالرحمن) دغه هیواد مشران او خانان له یوه مخه له منځه وړي وو. پر دې اساس امیر حبیب الله بیله د خطر له احساسولو څخه آرام ژوند کاوه. په ۱۳۲۵هـ کال کي یې د هیواد د ننه کندهار، هرات، مینمې او بلخ ته سفر وکړ،  د جنوري کال ۱۹۰۷م کال کي و هند ته دهغه وخت د سلطنت د وکیل ( لارد منتو) لخوا دعوت سو هلته ولاړ، د مارچ د میاشتي پر (۷) نیټه د پښاور و جمرد ته را وګرځېدئ. امیر سره لدې چي پاچهي یې ارامه وه بیا یې هم هیواد ته کوم مهم کار ونه کړ، غیره له یو مدرسې  د (حبېبي) په نوم، بله مدرسه د حربیه په نوم او څو بابه ابتدایي، یو اخبار د سراج الاخبار، چاپخانه او څو قصره .... تاریخ متصر افغانستان  عبدالحی حبیبي ص ۳۰۰. 

   امیرحبیب الله د پلار(امیر عبدالرحمن خان) تر مرگ وروسته د اسلام او پیغمبر د اصولو خلاف په میراثي پاچا سو، یعني د پلار ځای ناستۍ پاچا سو او په کار یې شروع  وکړه، امیرحبیب الله د مستبد عبدالرحمن خان زوی، د مورنوم یې عسل یا گلرنگه وه، گلرنگه سمرقندی دعبدالرحمن خان د سیغئي ښځو له جملې څخه یوه مينځه وه، که څه چي د عبدالرحمن خان تر مړیني وروسته بلي ماند یني (حلیمې جُغه داري)غوښتل خپل زوی عمر پادشاه کړي، خو کهنه کاره سردارعبدالقدوس خان د سلطا احمد طلایي زوی د گلرنگي عسل، سمرقندي چي د حبیب الله او نصرالله موروه  د هغې سره  نژدې دوست وو، د هغې په اشاره يې ددې زوی حبیب الله تر پاچهی ورساوه، د گلرنگي زوی حبیب الله ته پلار عبدالرحمن خان داسي د مړو او سړو خالي سلطنت په ميرا ث پر ایښي وو چي ټول خلگ بیریدلي، عسکري قوت غښتلۍ وو

   په اول  سره کي امیرحبیب الله خان  خلګو ته ځان یو باتقوأ او مسلمان معرفي کړه، ده  په خپله  لمړۍ وینا کي درباریانو ته وویل: زه د یوه مسلمان د پاره تر څلور ښځو زیاتي په نکاح کول حرام او منعه اعلانه وم، اولمړی اقدام يې خپله وکوم، ويې ويل:زه پنځه ښځي په نکاح لرم دادئ یوه مي دا نن طلاقه کړه، مگر په بل روایت امیرحبیب الله خان ۷ ښځي لرلې درې يې طلاقي کړې، والله عالم، دغه رنگه آمريې وکړی، چي ښځي سپینه چا درې او نازه که چادرې نسي پر سرکولای، بیله محرم څخه زیارتوته نسي تلای، هندوانوته آمر وسو چي ژړی لنگو ټي وتړي، ښځي دي برقه (بوغره ) پرسرکړي، په جبري توګه یې د کابل د خرابات سندري ویونکو او رقص کوونکو څخه توبه نامې واخيستل سوې. په یولسو ولایتو کي يې یوه یوه ديني  مدرسه تا سيس کړه، په یوه بیانیه کي يې وويل: چي د مملکت ترقي په علم سره کیږي، آمريې وکړی چي غلامان او کنیزي، چي دده د پلارد پاچهې یوميراث ورته پاته دی، ددې نه پس څوک خرڅولای او رانیولای نسي، په محبسونو، تورو څاگاه نو، نظارتخانو او توقیف خانو کي يې د خپل پلارعبدالرحمن د وختونو د شکنجو غیري انساني ډولونوته يې تغیرورکړی، تر  ټولو لا دا ښه کار چي په کال۱۹۰۳م کي يې لومړنئ مکتب د حبیبې په نوم تاسيس کړ. په وروستیو کي امیر حبیب الله امر وکړ چي یوخاص  صنف دي د شهزاده ګانو له پاره وي، دغه څلور شهزاده بې په ګوته کړه لکه: شهزاده مجید خان، شهزاده  اسدالله خان، شهزاده امین الله خان او شهزاده محمد علي خان، د صنف کمبود دي د محمد زو د سردارنو له اولادونو څخه پوره کړل سي..... ،  بد بختانه چي دې کورنۍ د ولس دپاره زده کړي نه خوښولې، ډېر ژرد نصر الله په وړاندېز چي ټول مدارس دي لغوه اعلان شي پاچا و منل او مدارس یې  بیرته لغوه کړه. شاباس مګر نه شاباس

   که څه هم چي له حبیبې مکتب څخه په شپاړسو(۱۶) کالو کي يې ۲۰ نفره د دولسم صنف څخه فارغ کړه،.حقیقتد التواریخ دغه خبره داسي لیکي چي په (۱۴) کالو کي له حبیبې لېسې څخه (۱۹) تنه فارغ سول.په۱۹۰۹م کال کي يې بیا حربی ښوونځۍ تا سيس کړه، په۱۹۱۰م  کال کي يې د کابل یتیم خانه جوړه کړل، او نورقدمونه يې اخیستي دي، د امیرحبیب الله کړني که دده څخه ترده د مخنیو پاچهانو سره پرتله کړو، دې وطن ته  ترتیمورشاه پوري دده په شان کار چانه وو کړئ.  په دې ځای کي یوه ټوکه:کله چي یوناشوني کار دیوه داسي چالخواشوني سي، چي توقوع ځينی د خلگو نه وي نوخلگ وايې: "د هندوله کوره قرآن (م) راو وت"،

 د امیر حبیب الله خان وژني:

اصلي خبره داده چي د سدوزو او بارکزو شاهانو د افغانستان د خلګو د پوهي او زده کړو سره نه داچي مرسته یې نه کول بلکي ډېر ځله یې د زده کړو فکر لرونکو، آزادۍ غوښتونکو په وینو لاسونه سره سوي دي. چي  امیر حبیب الله هم پدې کار کي پوره ونډه لرل. د مثال په توګه:

په افغانستان کي د ننه د خپلواکۍ او مشروطه نظام غوښتونکي منور شخصیتونه د یوې ډلي په توګه سره متحد سول، فعالیتونه یې شروع کړه چي پاچا و دې ته را و بولي څو د ملت اساسي غوښتنو ته مثبت جواب ورکړي، د مشروطه غوښتونکو په منځ کي دروتنو جاسوو هر یومحمد شریف د تاج محمد خان پغماني ورور، محمد عظیم د فابریکې کارګر او ملأ منهاج الدین جلال آبادي، د مشروطه غوښتونکو د نومونو لیست و امیر حبیب الله خان ته ورکړه، امیر حبیب الله خپل جواسیس و نازول، مشروط غوښتونکي یې پدې شکل سره ووژل یا یې زنداني کړه.

دغه او شاهد نور یې هم  اعدام کړي وي لکه : ۱- د خزاندار زوی لعل محمد یې اعدام کړه، ۲ – محمد عثمان خان پرواني یې په توپ کي والوزاوه، ۳ – جوهرشاه غوربندي یې اعدام کړه، ۴ – د تاج محمد خان زوی ایوب خان یې په توپ کي والوزاوه، ۵ – د ایوب خان ورور محمد عیسی خان یې بندي او هلته وواژه، ۶ – ملأ سرور خان یې په توپ کي والو زاوه، ۷ – اسعد الله خان یې په توپ کي والوزاوه، ۸ – عبدالقیوم خان یې په ټوپ کي روالوزا وه.

زنداني کړي: ۱ – غلام محمد میمنګي، ۲ – تاج محمد خان پغماني، ۳ – مرزا محمد حسن خان، ۴ – مرزا عبدالرزاق خان، ۵ – محمد انور بسمل، ۶ – احمد قلي خان، ۷ – مرزمان الدین خان، ۸ – عبدالوهاب خان کرنیل، ۹ – پادشاه میر خان، ۱۰ – قاضي عبدالحق خان، ۱۱ – میر قاسم خان، ۱۲ – مرزا غیاث الدین خان، ۱۳ – حافظ عبدالقیوم خان، ۱۴ – محمد ابراهیم خان ساعت ساز، ۱۵ – عبدالرحمن خان، ۱۶ – شېرعلي خان، ۱۷ – ملا محمد اکبر اخند زاده، ۱۸ – جلال الدین خان، ۱۹ – کاکا سید احمد خان، ۲۰ -  عبدالرحمن خان، ۲۱ – حبیب الله خان، ۲۲ – محمد سرور خان، ۲۳ – امر الدین خان، ۲۴ – مولوي مظفر خان، ۲۵ – ډاکتر غبدالغني خان، ۲۶ – مولوي نجف خان، ۲۷ - محمد چراغ خان، ۲۸ – مولوي محمد حسن خان.

دغه نفر یې و بخښل:

۱ – سردار حبیب الله خان طرزي، ۲ – مولوي غلامحی الدین خان افغان، ۳ – حاجي میرزا محمد اکبر خان، ۴ – صاحبزاده عبدالله مجددي، ۵- محمد اسلم خان سیغاني.

 سر ددې چي غبار صاحب  او صدیق فرهنګ په خپل تاریخ کي د دغو کسانو وژنه او بنديتوب مني، خو تیر وتنه یې دلته ده، دوی لیکي چي د وژل سو خلګو ملکیتونه یې ضبط نه کړه. اما واقعیت داسي وو، چي د هغوی(منقول او غیر منقول جایدادونه یې ضبط کړه) ښاغلی محمد نادر ایوبي صاحب لیکلي دي چي زما دوه نیکه ګان یو د مور او بل د پلار لخوا (تاج محمد خان او ایوب خان) چي اعدام سول، ټول منقول او غیري منقول جائیدادونه یې ضبط کړل سوي وه.

 د حبیب الله د پاچهی ډېر وخت تیرنه وو چي د خبرو او عمل ترمنځ يې واټن پیدا سو، دده لخوا د کندهاوالي محمدعثمان ته فرمان ورکړل سوو، چي دامیرحبیب الله دربارته د کندهار څخه څوښځي ور واستول سي، والی د آمر د پر ځای کیدو لپارد خلکو څخه ښځي غواړي، خلگ دوالي محمد عثمان او امیرحبیب الله ددې ناوړه غوښتني په مقابل کي په قیام لاس پوري کوي، دا خبره په هیڅ کتاب کښي درسته نه ده  توضيح سوې، چي د وخت والي محمد عثمان خان د چا سره دا خبره شریکه کړل؟طبعي خبره ده د مخورو سره به يې دا خبره شریکه کړې وي، د ولس منځ ته دا خبره چا را وایستل؟، دولایت لوی قاضي چي د پاچا آمر يې واجب بلی د خپل زوی سره یو ځای د خلگو لخواو ژل کیږي، والي عسکرو ته امر کوي چي پر پاریدلو خلګو ګولۍ و چلوي په د ګولیو چلولو له امله په لسګونه خلګ ووژل سول.

 ۱۹۱۲م، ښاغلې میرغلام محمدغبارپه خپل ا ثر " افغانستان درمسیر تاریخ "په ۲۶ ص کي د حبیب الله خان د ناروا کړونو یوه نمونه داسي لیکي،:" په ۱۹۱۲میلا دي کال کي امیر حبیب الله خان دوه تنه د کابل د حربي فابریکي زرگران هریو عبدالقا در او عبدالغني خان په دي منظور ودهلې ته وا ستول، چي د عصري زرگری ترزده کړو وروسته،  په کابل کي د پاچاه د ښځو د پاره زیورات جوړکړي ، دعصري زیوراتو په جمله کي یوهم لوزي شکله طلائې ټوټه وو، چي د نریونازکو زنځیرونو پوا سطه ښځو پر لڅ بدن په حمامو کي د لمبید وپر وخت د نیکر په عوض  دستري عورت کار ځیني اخیستې "،

خپله د امیر جبیب الله خان د وژني عمل هم د دوی د نورو کړونو په شان مرمز غوندي دئ، ښاغلی عبدالحی حبیبي صاحب په بې علاقه ګی سره پر امیر حبیب الله باندي یوه صفحه پوره لیکنه نه لري، لیکي: د پنج شنبي په شپه (۱۸) د جمادی الاولی( ۱۳۳۷هـ ۱۹۱۹م) کي د لغان په کله ګوش ښکار ګاه کي د توفنګچې په ډز ووژل سو. از امیرکبیر تا رهبر کبیر(ددلوی وروستۍ او حوت د میاشتي په لمړۍ ورځ (۱۲۹۷ هـ د شپې درې بجې وي یو مسلح سړی د شاه لخوا دپاچا خیمې ته  په عاجله نن وت، امیر بیده وو، خپله توفنګچه یې د امیر پر غوږ ور کښېښول او فیریې وکړه ژر له کومي لاري چي راغلی وو له خیمې ووت..... په یوخوله دا نده تائید سوې چي اصلي قاتل او د قاتل همکاران څوک وو؟ شجاع الدوله چي دوی د امیر حبیب الله په قتل باندي متهم کوي، مګر د امیر حبیب الله په وژلو باندي بیګناه کس متهم او اعدام سو.

څوک ویلاي سي چي د فارسي ژبي نام ور شاعرخلیل الله خلیلي صاحب دیوه رشوت خوراو قاتل ميرزاحسین خان زوی دئ،

   که ووايې نو او لاده يې وايې د ښاغلې خلیل الله خلیلي پلار په بد نوم یادوی؟ زه هیڅوک په بد نوم نه لیکم، چاچي قتل کړۍ وي هغه قاتل، چا چي رشوت خوړلیۍ وي هغه رشوت خور ونه بولم نوڅه  یې وبولم؟ هو له ډیرو بدو به ښه سړي او له ډیرو ښوسړو به بد سړي زیږیدلي وي چي ښه مثال يې " د لوي احمد شاه څخه تیمورشاه غوندي بیکاره سړئ، د حبیب الله خان څخه غازي امان الله خان غوندي ښه سړی د میرزا حسین څخه نوم لرونکئ د فارسي ژبې شاعر خلیل الله"،

 ميرزا حسین دامیرحبیب الله په او سنۍ اصطلاح د مالې وزیر، دا ستخباراتومسئول هم وو، ټول مشروطه غوښتونکي همدغه ميرزاحسین په حبیب الله خان ووژل، ده تعقیبول، نیول، توپ ته يې تړل، بند یانوته ده شکنجې ور کولې،  ټولو  ته ده د سر په کا سو کي او به ورکولې، خپله خلیل الله خلیلي د خپلویا داښتونو په ۲۵صفحه کي د خپل پلار پیژند نه داسي کوي:ترجمه"د حبیب الله خان د حکومت په د وره کي، ۱۹۰۱ - څخه تر۱۹۱۹میلا دي پوري يې په دربارکي لوې چوکۍ ونیولې "، یعني هغه د وژلو او زورونو چوکي په اوسني ژبه د خا دریس وو، بیا خلیلي په ۲۶صفحه کي لیکي : ترجمه" مستوفي یوه شپه امیرحبیب الله خان په خپل کورکي میلمه کړی، ، ، ، په هغه شپه د ماښام ترلمانځه وروسته پاچاه په شاهانه کالوکي د مستوفي کورته راغی، قند یلونه هرلوري ته روښانه وه، په هغه شپه چي لا پادشاه د مستوفي په کورکي وو، یوترټلې شاعرد مستوفي په کورکي وزېږېدی، هغه شاعر زه وم، په هغه نه هیردونکې شپه دوې خوشحالې مي د پلار په کورکي پیښي سوې، یو د پادشاه راتلل بل زما زېږېدنه وه ، کله چي امیرحبیب الله خان دغه خبر واورېدئ، ويې غوښتل چي ما ورته وروړي، امیرزما په غوږکي څوسورته ولوستل او زمانويې خلیل الله کښیښود، او آمريې وکړئ هغه شال چي د امیردوست محمد وو راوړئ او زما پرځانگو يې واچوئ "،

   دخلیل الله او د شهزاده گانو تر منځ به تفاوت څه وو؟ خلیل الله دشهزاده گانو په جم کي شمېرل کیدای سي ، دا کورنۍ هم د ملت په وینو غټه سوېده، خلیلي هم د پلارد وظیفو سم نوم نه یا دوی "لوړي چوکیانې په دربارکي ونیولې"نورد خپل پلارټول ژوند تر مرگه يې بیان کړی دی، خودا ستخباراتو د منتظم او نیونو، وژنو، او توپونو ته د مشروطه غوښتنوکو د تړلواو قتلونو ذکريې نه کوي ،

 دخلیل الله د وینا له مخي دده پلارد حبیبې مکتب یوه برخه خپل کورته را انتقال کړه او هلته ددوی په کور کي دوی ۲۲ نفرودرس وایه، شفاخانه هم جوړه کړه، نور د هیواد ځوانان ددوی هیڅ نه وه، بیا يې هم د میرزا حسین کوراباد چي په خپل زوی يې زده کړي وکړې مکتب يې په خپل کورکي خو ورته جوړکړ، دغه ۲۲ نفره  د درباري کورنیو څخه وه چي میرزاحسین راجمعه کړل، هغه څه چي دی د ځان د پاره خوښ وي د نورو د پار يې هم خوښ لره ، دا د اسلام د پیغمبر ویناوه ، ولي ملت څه جُرم کړئ وو، چي خواړه، ځاي، صحت، کار او هیڅ يې نه لرل، او په سلهاونور مثالونه شته،

په۱۹۱۲ او ۱۹۱۳م کي پکتیاوال دامیرحبیب الله د کړنو په خلا ف قیام کوي، څو هغه و چي د حکومت لخوا دعسکری قوت په زورماتیږي، البته د نظامي قواو مشر محمدنادرخان هغه نادرچي انگرېزانو ورسته وپاچهۍ ته ورساوه، ډېر ځوانان او زاړه په هغه جگړه کي ووژل سوه، نور نوحبیب الله د سړيتوبه ووتۍ،

ښاغلی غبارپه افغانستان درمسیر تاریخ په۷۱۱ص کي لیکي:ترجمه امیرحبیب الله د وخت په تیریدو سره حبیب الله د بې سرحد واک، مطلق العنان، مسؤلیت نه منونکئ، شوخ، بې پر وا او په ژر زورېد ونکي واکداربدل کړ ، درباریان دده د کړونو زورېدونکي او بېرېدونکي سوه، حبیب الله خان په خپلوخبروکي په ښکاره ویل:" پاچهۍ او پیغمبري لکه دوه غمي چي په یوه انگشترۍ کي"فراش باشي شجاع الدوله په دې باب نقل کاوه چي امیرحبیب الله خان یوه ورځ په دربارکي د "علوي اسماني مقام پا دشاهی " په هکله    خبره کول او په ټینگه يې دا بیت شاهد راوړئ:" انکه جان بخشداگربکشد رواست - نایب است ود ست او د ست خدا ست" مطلب يې: هغه چي ژوند ورکوي هغه که څوک مړهم کړي ورته روا دي - وکیل دی د وکیل لاس هم د خدای لاس دی،

   راسي اوس يې نو پوره کي، د خدای دعوه نه بلکي ځان یې خدای تعالی بللی دی، "معنی دا چي زه د خداي (ج) وکیل یم ماته د انسا نانو وژل روادي "ترحسا ب تیري ماینی، بی حسابه فاحیشي، د مشروطه غښتونکوپه توپ کي الو زول، بندي گیری، فرارونه د کلي او کوره د ولسونو شړل، جائیداد ونه ضبط کول، رښتيايې ويلی وه:د لیوه زوی اخیر لیوه کېږي، نو بیا هم د اسلام  دستر پیغمبر خبره ده، چي د انسان شرافت په علم او ادب کيدی، نه په مال او نصب کي، د آمرحبیب الله خان د وژل کیدو په باب په "کرسي نشينان کابل" کتاب کي داسي لیکل سوي دي :

ترجمه" د تبلغاتو، پټو پوښتنو او خپلوانود خبرو په اساس د امیرحبیب الله وژنه به دامان الله خان د مور، چي د حبیب الله خان سره د هغه د ډېرو ښځولرلو له امله قطع را بط وه، د هغه سره خصومت لاره واقع سوې وي، ویل کېږي چي ددې پیښي تشویق کونکې امان الله خان او یوشمېرد ننه په دربارکي لویان وه" دا خبره واقعیت ته ډېره نژدې په دې ده چي په۱۳۲۰ هجری کال د محرم الحرم د میاشتي پر شلمه د سه شنبی په ورځ د خپلي غریزي د سرته رسولو د پاره هغه وخت یو فرمان صادر کړي چي د نادرشاه خور سلطانه يې خوښه سول،

په فرمان کي يې څلور نفره زاړه محمدزي د هغه وخت شیطانان په رنگونو دا سلام فروشتې ملایان مؤظف کړل چي سبا به د سلطاني کورته ورسي او ورته ووايې چي امیرحبیب الله غواړي سلطانه خپل ښځه کړي ، اوماښام ته هغه دارگ شمالې دروازي ته راولي، هئیت همدغسي وکړل سبا يې سلطانه وامیرحبیب الله ته راو رسول،

   دا وه مرکه، دا وه مؤا فقه، دا وه شیرني، داوو د ستمال، دا وو واده، غرمي ته ورغله د ښځي د غوښتلو د پاره، ما ښام ښځه دامیرحبیب الله صاحب سره بیده سوه، او وه ښځي نوري يې هم لرلې ددرو سوو(۳۰۰) فاحشوسره په دربارکي او سېدی، خلیل الله خلیلی د امیرحبیب الله خان د وژلو پر وخت د خپل پلار میرزا حسین دا ستخباراتو د منتظم سره په جلال اباد کي وو، د خپلو سترگولیدلۍ حال د خپلو یاداشتونوپه ۲۵ صفحه کي داسي بیانوي :

   ترجمه" د ۱۹۹۸ - ۱۹۱۹ م کال په ژمي کي مي پلارد معمول په شان د امیرحبیب الله خان سره وجلال اباد ته ولاړی ، په دغه کال د جلال ابادهوا ډیره ښایسته او په زړه پوري وه، زموږ باغ په جلال اباد کي د شبو گلانو ډک وو، په یاد مي دي د گرموشپو څخه یوه شپه وه پلارمي خپل انډیوالان څاښت مهال د چایو ،عصرې ته خپل باغ ته را میلمانه کړې وه، زه د خپل ښوونځی د همزولو سره په  بازیو مصروف وم،   ناڅاپه د باغ د دیوال شاه ته د امیرحبیب الله خان د سپرلۍ موتر معلوم سوو، د موټردهارن په او رېدو،  مي پلاردروا زه وان ته آمر وکړی چي هرڅونه ژرکولای سې وځغله دروازه خلاصه کړه، امیرپه موترکي سپور باغ ته راغلی، کله چي مي پلار وامیر ته د موټردروازه خلاصه کړه، وامي وریدل چي امیرمي پلار ته وویل:"مستوفي څونه ښایسته گلان لکه غالۍ لرې، زه د موتر نه کښته کېږم، مگر پدې شرط چي ته زما سره قول وکړې چي زما سره د ښکار د پاره کله گوش ته ځې، پدې وخت کي مي پلارد امیرپه غوږ کي په کراره یوڅه وویل، چي نه زه او نه نورڅوک پوه سول چي څه یې ورته وویل،

ښه مي په یاد دي چي امیرتردغه وخت پر خوله خندا لرله، سمد ستي يې بڼه جدي سوه، امیرپه بې با کانه توگه زما پلار ته وویل:"مستوفي ته ماته هروخت نصیحت کوې" ددې پر ځای چي د موتره راکښته سي موتروان ته يې آمر وکړي چي دروگرځه، پلارمي د امیردعکس العمل څخه حیران سو، بیرته د خپلي چوکې پر خوراغلۍ او کاملاً چپ سو،

   وروسته له څو د قیقو چپوالې يې ومولوي «۱»عبیدالله سهندی ته وویل:"چون قضا اید طبیب ابله شود— ان دوا درنفع خود گمره شود" په جواب کي مولوي مي پلار ته صلاح ورکړه، چي امیرته ډیر ژر یو خط ولیکه او په خط کي تذکر وکړی چي دیادولو څخه ستا مطلب بل څه وه، نه هغه چي امیريې تصور وکړی، "

   ښه د مستوفي پیام امیرحبیب الله ته ورسېدئ هغه ونه لوستۍ، خلیلي لیکې چي : "په هغه کوچني پیغام کي د زرهاو انسانانو د ژوند او هیواد دگټو مطلب ځای کړه سوی وو"، ښه داده خلیلي صاحب نظردی، "زه هربل څه منلای سم مگر دانه سم منلای چي ددې فاسدوشاهانو په شتون او تسلط کي دي د هیواد او هیواد والوخیروي"، څوهغه مکتوب هغو ته په لاس ورغلی وو د خلیلي په ژبه چي د امیرحبیب الله د قتل پلان جوړکړي وو،

«۱» مولوي عبیدالله سهندی د انگرېزانوجا سوس وو،

     په دوا م يې خلیلی لیکې ترجمه" د سراوس دفوځ دوه سرتیري معمولاً د امیردخیمي په دروازه کي درېده، دسراوس دفوځ دوعسکرو ماته د امیردوژل کیدو قیصه کړېده: هغوی نقل کاوه چي امیرحبیب الله هروخت دننه په خیمه کي پر چپر کت بیدېدی او مخ يې د غرب پرطرف وو، هرشپه یوه نقل چي به امیرحبیب الله خان ته نقل کاوه، دوونفرو به يې پښې ور چاپې کولې، د خیمې په یوه گوښه کي به یوتاریک رنگ سورڅراغ د لرگو پر میز ايښاوه، فقط کله چي امیرخوب وړي د امیرخدمتگارڅراغ مړکوي او چاپې کونکي ته رخصت ورکوي چي د خیمې ووزي، د توپک د فیراواز راغلې، د خالې کیدو سره سم د ستي يې پر امیرفیروکړې، قاتل توپک د امیردغوږ سره جفت نیولې وو، پدې خاطرد توپک او ازترلیري فاصلې نه ولاړې، گولۍ دامیرد مغز سره ټکرکړې وو، کرنیل شاه رضا د جنرال سید شاه خان زوی چي د هزاره قوم څخه وو، بیله ځنده خپل ځان خیمی ته ورساوه او قاتل يې تر لاس ونیوی ،

فقط کله چي عنایت الله خان، نصرالله خان او سپه سالار نادرخان وخیمې ته ننوتل، د سپه سالار نادرخان په آمرقاتل خوشي سوو څو نورخلگ هغه ونه ویني "جنرال عبدالطیف خان چي په ترکېه کي يې نظامي زده کړې کړې وې دا ستقلال په جگړه کي د جنوبې حوزي جبهې مشر او بیا دامان الله خان په حکومت کي لوی درستیز وو د امان الله خان همصنفي او نژدې ملگری وو، په دې ورستیو کي يې یوکتا ب د "خاطرات یک افسر قهرمان "چاپ ته راو تلی دی ، په کتاب کي د جنرال عبدالطیف خان د خولې د نورو معلوماتو علاوه د امیرحبیب الله د وژل کیدو بیان هم راغلي دی، نوموړئ لیکې :چي په اصل کي امیرحبیب الله خان پلان نه لاره چي د لغمان کله گوش ته د ښکار د پاره ولاړ سي ، هغه غوښتل چي د خپلو ښځو سره دسره رود په باغ کي ددې گچې میله وکړې ،

خو د جوړکړل سوي پلان له مخي د لغمان تر  ټولو مخورخان صلاح الدین خان لخوا امیرد کرکانو د ښکار میلې ته د عوت کړل سوو، امان الله خان، نصرالله خان، نادرخان او دامان الله خان مورپه گډه ددې پلانه خبر وه، نصرالله خان شجاع الدوله چي په ورستیو کي د امیرحبیب الله خان څخه ازرده وود ډېرو وعدوپه ورکولو په دې راضي کړي چي امیرووژنې، جنرال عبدالطیف خان دابیان د نادرخان لخولې کوي، چي نادرخان دا بیان هغه وخت ده ته کړی دی، ددې بیان څخه معلومیږي چي د حبیب الله خان په وژلوکي د نادرپه شمول د حبیب الله د کورنۍ زیاتوغړو لاس لاره،

ښاغلۍ پوهاند عبدالحي حبیبي په خپل ا ثر"جنبش مشروطیت در افغانستان "کي د امیرحبیب الله په وژلوکي علاوه د هغه د کورنۍ د غړود مشروطه غوښتنکو په خاصه درهبري دغړونقش هم تائید وي داسي لیکي: "د یپلوم انجینر محمداکرم پرونتا په المان کي افغان محصل وروسته په ۱۳۲۹ هجري کال کي د فواید عامي وزیرپه برلین کي دزده کړو پر وخت تقریباً ۱۳۱۰ هجري کال کي په برلین کي داوسیدونکي شجاع الدوله لېدوته ورغلم، د کوټې د میز پر مخ يې دیوه ځوان عکس پروت وو، ما وپوښتل دغه څوک دی ؟ شجاع الد وله وویل:" ستا د اکا جوهرشاه شهیدعکس،هغه ځوان چي د لومړي مشروطیت غوښتونکو نهضت قربان سوو،

لاکین په دغه گوته په خپله ، ، ، دهغه د وینو بدله د امیره واخیستل" ص۵۵، په بل ځای کي بیا پوهاند حبیبي لیکي: ترهغه ځایه چي ددې کرښولیکونکي درښتیا ویونکو په قضیه کي د ښکیلواو یانژدې تماشاچانو څخه او ریدلي دي، پلان مخکي د مشروطیت په پټه مشرۍ جوړسوی وو، حتی د امیرورورد سلطنت وکیل يې هم ږغی او قسمي کړې او پر کاغذ يې امضا ورسره کړې وه، "ص ۱۵۴، په هرصورت زماپه باورد وژلولايق وو، ملت ټول نارا ضه، ښځي، او لادونه، وروڼه ټول ناخوښ وه،

نوټ: که څوک خفه کېږي نه دغه په یوه کال کښي په سلهاو واو د پاچهې تر پایه په زرهاو ښځي چي امیرحبیب الله خان خپل ساتیری کاوه، دا ښځي او ا نجوني د چالوڼي؟او اخیرچاته واده سوې؟،

عبادت درېاکارهیڅ په کار ندی

لکه خوگ هسي په بحرکي مردارسي

 

 

+++++++++++

هولناکه څېره (امیر عبدالرحمن)

۱۲۵۸- ۱۲۷۹هـ ش

      پاته شوني دې خفه نه وي، چي اوس بیا په قهر نسي، ته ولي زموږ د ملي شخصیتونو سپکاوی کوې.؟ څه وکړم رښتیا خو رښتیا دي. دوحشتناکه استبداد او توطیو عصر:کاندید اکا ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب  لیکي:(د عبدالرحمن خان د پاچهۍ دورې ته د عصر کلمه استعمالول بې مناسبه کار نه دئ، ځکه په دغه دوره کي افغانستان د داخلي او خارجې سیاست له نظره پر یوه نوې کرښه حرکت وکړ. د دغي دورې یا عصر په وجود کي د افغانستان له پاره  خورا ډېر منفي بُعدونه را چاپېر شول چي د افغانستان خاوري او خلګو ته یې بې حسابه زیانونه ورسول.) ه ۱۲۸ص

خدای بخښلی عبدالحی حبیبي لیکي:(۱۲۹۲هـ ۱۸۷۹م) کال چي امیر محمد یعقوب د کورنۍ او خپلوانو سره له کابله د هند پر لور خپلو اسلافو ته  ولاړه، انګرېزانو پوهه سول چي په مستقیمه توګه په افغانستان کي د دوی پښې نسي ټنګېدلای، نو خپل مخکنی دوست د امیر محمد افضل خان زوی عبدالرحمن خان چي په تاشکند کي فراري وو، هغه افغانستان ته را وغوښت، عبدالرحمن خان په عجله له آمو دریا څخه را واوښت او چاریکارته یې ځان را ورساوه، هلته یې د انګرېزانو له استازي( سر لېپل ګریفتن) سره خبري وکړې. او (۱۷ شعبان ۱۲۹۷هـ، ۲۷ د جولای ۱۸۸۰م) نیټه یې په چاریکا کي د امارت اعلان وکړ. ص۲۹۵

ښاغلی محمدابراهیم عطائی په خپل ا ثر "دافغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډ ه کتنه" کی دا سی لیکی:" د عبدالرحمن خان دامیرمحمدا فضل خان زوی او دامیردوست  محمد خان لمسی وو. نوموړی په ۱۸۳۰م کی زیږیدلی او په ۱۹۰۱کي مړسو . دی تقربیاً پنځوس کلن وو چي په ۱۸۸۰م کي يې د کابل پر تخت تکیه وکړه او نور ۲۱ کاله نو د توروڅرخ دا ولس پرسر وڅرخیدئ او لسگونه زره انسانان يې مړه او معیوب کړل، څويې هغه انارشیزم چی د افغانستان او انگرېزد دوهم جنگ څخه وروسته پر افغانې ټولنه مسلط سوي وو او په هر ښاراو کلي خان او ملا په خپل زړه پاچهې کوله، مطلق پاي ته ورسول او تمام امنيت يې تامين کړ، خو دا امنيت هم د قبرستان امنيت وو. هرځای په قبرستان کي امن او امنيت وي، عبدالرحمن خان هم ددې وطن څخه قبرستان جوړکړ. عبدالرحمن خان خپله بې سواده وو او هم يې د با سواده انسان څخه ښه نه راتلل ". ص۱۲۹

د سپټمبر د میاشتي په وروستیو ۱۸۹۳ کي (سرهنري مارتیمرد دیورند د یوه هیئت (کلنل الیس، کپتان مانریس اسمت ، مستر کلارک، مستر وانلد او څو نور) په کابل کي یې د امیر عبدالرحمن خان سره خبري وکړي په نتیجه کي یوه منحوسه تحدید نامه ( دیورند) سره امضأ کړه. دې تهدېد نامې (اووه) مادې لرلې. له بلوچستانه تر واخانه مځکي یې له افغانستانه جلأ کړې. امیر ته یې په هغو پېسو کي چي یعقوب خان ته یې د(ګندمک) د تعهد نامي د امضأ په بدله کي ورکولې(۱۲) لک روپۍ، هغه یې (۱۸) لک روپۍ  په کال کي یو ځل و منلې. او د جنګي وسلو د ورکړي وعده یې ور سره وکړ. په دې شان د ډیورنډ منحوسه قرار داد د ګندمک منحوسه تړون تصدیق کړ. تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۹۸

 

خدای بخښلی محمد نادر ایوبي صاحب  لیکي( هغه پاچا چي د انګرېزانو په ملاتړ یې توره پورته کړه چي په دغه توره به د ځان او انګلستان دښمنانان (یعني مجاهدین او غازیان)له منځه وړم، هغه پاچا چي بیله جنګه یې تر یو لک زیات مسلمانان په شهادت ورسول. هغه پاچا چي د مړو انسانانو غوښي یې په ژوندو یو انسانانو خوړلې،هغه پاچا چي تور څاهان یې و خلګوته د جزأ ورکولو په نیت جوړ کړي وو،هغه پاچا چي د خلګو په سترګو کي یې آهک او مالکه اچول، هغه پاچا چي متهمین یې بې محکمې ړندول او غوږونه یې ور پرې کول، هغه پاچا چي کله منارونه یې جوړول، متهمین یې له غرونو څخه لاندي را غورځول، هغه پاچا چي د افغانستان د غازیانو او مجاهدینو د مشرانو په وینو یې لاسونه تر څنګلو سره وه، هغه پاچا چي د افغانستان سیمي او خاوري یې بېلي کړې، پنجده روسانو اشغال کړه، هغه پاچا چي افغانستان یې یو ځل بیا د انګرېزانو د کړنلاري سره سم تجزیه او د (ډیورنډ)تړون یې و مانه او معاش خور سو او د انګرېزانو حاکمیت یې ومانه او وعده یې وکړه چي د انګلستان د دولت بې اجازې به د بل دولت سره اړیکي نه ساتي. هغه پاچا چي د وطن د عایداتو او مالیاتو لویه برخه یې د ځان او کورنۍ او حتی قوم لپاره تخصیص کړې وو، عبدالرحمن خان متهمین بې له محکمې په ايشېدلو تېلو کي اچول، نسونه یې ورڅېرل،بند پر بند یې جلا کول او داسي نور..... ۵۲۶ص کي.)

عبدالرحمن دا فضل زوی د دوست محمد لمسئ وو، په ۱۸۳۰م کال کي زېږیدلۍ او په ۱۹۰۱ م کال کي مړ سو. په ۱۸۸۰م کال کي  عبدالرحمن خان انګرېزانو د روس سره په توافق کي د کابل پر تخت کښېنوئ. پوره (۲۱)کاله یې د تورو څرخ د ولس پر سر وڅرخاوه، لسګونه زره انسانان یې مړه او معیوب کړل. په ټول هیواد کي یې امنیت تامین کړ، خو دا امنیت هم د قبرستان امنیت وو. ص ۱۲۸۶.  امیر عبدالرحمن د خپل نیکه ( امیر دوست محمد خان) په شان  دی هم شپه اورځ په(زنه کبازیو مصرف وو).  په ښکاره یې څورلس (۱۴) ودونه( ښځي) یې لرلې. خو ملأ صاحبانو خطبې ور باندي ویلې. اول واده یې د سردار فقیر بارکزي د لور مریم بیګم چي لقب یې (بوبو جهان قلای هزارا) وو. دووهم واده یې د بدخشان د یوه ازبک لور (ولیده جهان بیکم) وو، درېیم: واده یې د بخارا د امیر المؤمینین مظفر عبدالخان بهادر لوروو. څلرم واده یې د واخان اوسېدونکي اصیل بیګم سره چي مخکي ګلزار بي بي نومېده، پنځم : واده یې د سېد امېر عتیق الله لور بي بي حلمي وو، شپږم : واده یې د شبرغان نظام الدوله  مېر حکیم خان د لور سره وو. اووم: واده یې د یوې چترالۍ صفورا بیګم سره وو. اتم واده یې: د بلخ د مزاری سید لور پادشاه  بیکم سره وو. نهم واده یې  د قولاب د سېمي بی بی ګلزار سره وو. لسم واده یې هم په قولاب کي د بلې انجلۍ سره وکړه. یوولسم واده یې : د بدخشان د میر محمد علي خان یفتلي د لور ساجده بیګم سره وو. دولسم واده یې: بیا د یوې قلابي انجلی سره وکړ. دېارلسم واده یې:  د یوې چترالۍ  بی بی نیک آدمه  سره وکړه. څوورلسم واده یې: د محمد حسن خان منګ د لور سره وو. لږ فکر وکړئ چي په هر واده کي به څونه مصرفونه سوي وي؟

امېر عبدالرحمن خان تر خپل نیکه (امیر دوست محمدخان)  څخه د ښځو په کولو کي پس پاته وو، ځکه نیکه یې په درزنو درزنو ښځي کړي وې، چي (۴۰) یې معلومي دي. د امیر عبد الرحمن خان شپږ ښځي  د ده د زامنو په نوم یا د ېدلې لکه :۱ - عمرد حلیمې چغداري زوی، ۲ - امین الله د نیکد مي زوی ۳ - غلام علي د بیگم مزاری زوی، ۴ - حبیب الله د عسل سمرقندې یا گلرنگي زوی، ۵ - نصرالله د عسل سمرقندې یا گلرنگي زوی، د شپږم زوی نوم يې مانه کی پیدا .

رسمي ملکه: بې بې حلیمه چغداره د عمرمور، چي د عبدالرحمن خان د عمه لور وه.

امیرعبدالرحمن ته باېد استبدا دی یا مستبد امیر خطاب وسي. که څه چي ښاغلې محمد معصوم هوتک صاحب په خپل یوه ترجمه سوي ا ثر "د فولا دي امیرترسیورې لاندي " هلته عبدالرحمن خان ته د فولاد امیر نوم ورکړی دئ.. دیکشنري یا فرهنګ هغه انگلیسي "absolute، ابسلیوت"کلمه داسي معنی کړېده: مطلق، مستبد، استبدا دی، قطعی او خالص. له هر امریکا یې سره چي خبري کوي، یا یوه مستند څه ورته وواې، د ده تائید په (ابسلیوت لي) مانا همدغسي ده چي واې.

   زه امیرعبدالرحمن د یوه مستبد ظالم، د یکتاتور او وطن پلور په نوم پیژنم. ښه هوتک صاحب یوعالم سړی دئ ولي ځان گناه کار کړم ممکن دی خپلي خبري ته ښه د لیل ولري. بله اساسي خبره داده چي  انگرېزي ماشین کار "فرانک، ای، مارتین" چي عبدالرحمن خان د او سپنیز امیر په نوم یاد کړی دی. دا سمه خبره ده او علت يې زه هغه د "فرانک، ای، مارتین" د مسلک سره رابط بولم، ځکه د نوموړي سرو کار له او سپني سره وو. که چیري دغه سړی،یا انگرېز سنگ تراش وایې بیا به يې عبدالرحمن خان د ډبري په نوم یاد کړی واې. زما په عقیده د هغه مطلب به دا وي چي عبدالرحمن خان یوجامد مغزه انسان دئ. خبره ورباندي أثر نه کوي، هرڅه يې په خپل لاس کي نیولي دي، د سوټې او توري په زورخپل آمرچلوي، پس نو، امیر یې له اوسپني سره تشبه کړیدئ، چي وه هغه ته انسانیت او خبري کول کومه فایده نه لري.

   او داچي  د اميرعبدالرحمن خان خوا خوږي، عبدالرحمن او نور په پښتونه پوهیدونکي،پښتو نه ویونکي، پښتو نه خوښونکي، هغوی چي مورنۍ ژبه یې هم پښتونه وي هغوی پښتانه بولې؟ داهم درست قضاوت نه دئ بلکي سخته ا شتباه کوي، عبدالرحمن خان او نورظالم شاهان له یوې خوا د پردو نوکران وه، د پردو د پاره يې کار کاوه، ډیر وختونه د پردو سره د هغوی ترسیوري لاندي اوسېدلي وه، بلې  افغانان وو، نه پښتانه، هرپښتون افغان دی مگرهر افغان پښتون نه دی . " هرشخص هغه وخت په یوه ملیت کي شمېرل کیدای، گډېدای او نومول کیداې شي چي د هغه ملیت ژبه يې مورنۍ ژبه او خبري په وکولاې سي . د پښتون والي لمړی اساسي شرط ژبه د ه". د پښتو ژبي زده کړه، په پښتو خبري دي او بیا خپلي ژبي ته خدمت دی که  دا شیان نه وي نو بیا خو که د نسب سلسه وکتل سي نوهر ملیت ډیر پیچلي پړاو نه طی کړي دي. اول ټول د بابا ادم اولاده، یو پلار، یوه مور، یوه ژبه پس ملیتونه نه وو،  دا ملیتونه(قومنونه) لکه:تاجک، پښتون، ازبک، ترکمن، بلوڅ او نور خود ژبي پر اساس یو د بله سره  بیل او پیژندل کیږي. د خوښې ځاي دی چي د واکدارو ظالموڅخه د یوه یې هم مورنۍ ژبه پښتو نه وه، ځکه زده يې هم نه وه او نه يې زده کول. اوس چي هر څوک د نوموړوشاهانو په خاصه د عبدالرحمن خان په باب څه لیکې نه باید يې دوستان خلگو ته داسي وروفهموي چي دا ظالمان خو پښتانه وه. او بیا  خود غرض پښتانه ددې ظالمانو څخه ددفاع تر چتر لاندي چي موږ خو د پښتنو د فاع کوو، ملیتونه سره په مخالفت کي وساتي. او یا ناپوهان چي د عبدالرحمن خان او یا بل ظالم خیانتونه پښتون ملیت ته منسوب کوي. پښتون قوم د نوروملیتنو په شان یو پاک او سپیڅلۍ ملیت دی.

 

د امیرشیرعلی خان دو اکدارې پر وخت دوه ځله د خپل پلاراو کاکا سره ملگري د امیرشیرعلي سره وجنگیدئ څو ایران او وروسته بخارا ته وتښتیدئ او یوولس کاله هلته واو سیدی. د هغه ځایه يې د شير علې خان د حکومت ضد او مخالف تحریکات کول. څو امیرشیر علی خپل یو نماینده سردار شیر علی د بخارا حکومت ته وا ستوی چي امیرعبدالرحمن مهار کړي، کله چي امیرشیر علی وفات سو د هغه زوی امیرمحمد یعقوب دوهم ځل د بخارا حکوکت ته خپل نماینده بیا هم هغه چي دده پلارا ستولۍ وو، سردار شیر علی ور وا ستاوه. څو د بخارا حکومت امیرعبدالرحمن د کورنۍ سره د سمر قند څخه تاشکند ته یو وړل. عبدالرحمن خان  له وړکتوب څخه د ښو اخلاقو څښتن نه وو. دی لا د ولس کلن وو چي د خپل پلار له لوري پرعیاشې او شراب خوړلو بندي سوو. اما  د دې کورنۍ خاصه وو چي  هغه  د د۱۳کالو سو بیرته د پلار لخوا پردولتي لوړمقام وټاکل سو.

د ترکستان گورنرجنرال کوفمان، د روس سره په موافقه وعبدالرحمن ته اِجازه ور کړه چي هغه دي د ترکستان څخه د تیښتي په شکل وو ځي او موږ به هم تجاهل وکړو. دوو امپراتوریو انگرېز او روس مؤافق دي چي عبدالرحمن خان افغانستان ته ولاړشی. امیرعبدالرحمن خان تر ۲۱ کالو استبدادی سلطنت وروسته به ۱۹۰۱ م کال کی داکتوبر په لمړي ورځ مړسو. عبدالرحمن خان تر ځان ورسته یوگوډ، ړوند او استبداد څټلۍ افغانستان خپلي گرانې کورنۍ ته په میراث پر يښود. په هیواد کی هرځای د عبدالرحمن خان د لاس نښانې کله منارونه ولاړوه، زندانو نه په افغاني نراو ښځو ډک پاته سول.

 

 انگرېزان  چي د عبدالرحمن خان له راتلو خبر سول ژر يې د عبدالرحمن خان خور ته خط ورکړي چي عبدالرحمن خان ته د دوی دغه آمر ورسوې. سره ددې چي عبدالرحمن خان په تا ج التواریخ کي لیکي چي خور مي پر لاري مریضه سول د انگريزانو خط يې راو نه رساوه. مگر واقعیت خو دادئ چي د انگرېزانو د لوري عبدالرحمن خان ته هدایت حتمي رسېد لی وو، چي ده د افغانستان پر لوري حرکت راو کړی. دا منا فق کله چي بدخشان ته راو رسېدی اوا زه يې خپره کړه چي دې دانگريزانو سره د مقابلې په نیت افغانستان ته راغلی دئ. اوس نو پرهر مسلمان باندي دا فرض ده چي د کفر سره د جهاد  په خاطر زما ملاو تړي.

     عبدالرحمن چي واک پلاس کي واخېست  دامیرشيرعلی خان د وختونو دولتی اداره ړنگه کړل. هرڅه يې نوي پر خپل خیال د ځان د پاره جوړول  ټولو ا دارو دده تر نظارت لاندي اجرات کول، عبدالرحمن پر هیچا اعتماد نه لاره. ځکه دی ښه پوهیدئ چي دده کړنې د خلگو او د ولس د گټو خلا ف دي . د خلگو نفرت دده څخه پټ نه وو، دی هم ښه واضح پوهیدئ. عبدالرحمن خان د خپلو پلرنیو دوستان یعني د انگرېزانو سرسخت طرفدار، مست، جاهل او بیسواده مزد ور وو. د خلگو په وژلو کي ورته د انگرېزه څخه پوره صلاحیت ورکړل سوي وو. خپلو او لادوو،ښځو دایانو، باشانو، محمد ز واو چوربکيو ته يې د ژوند ښه شرا یط برابره ول. د ولس په وژلو او وينو تويولو کي يې ثاني نه لاره.

    کله چي د عبدالرحمن خان پښې مځکي ته ورسېدې د خپلو با دارانو د خوښی په منظورد انگرېزد ښمنو قومو" افغانانو" ته سختي جزا گاني ورکړې. د نورو قومونو سربېره يې د تره کو د قومي خلگو دپري کړو سرونو څخه کلَه منار جوړکړی. حقیقت التواریخ ص۱۶۱.

وروسته بیا چي ملا دین محمد مشهورپه" ملامشک عالم"لکه څنگه چي د انگرېزانو ضد فتوأ ولس ته ورکړې وه. دعبدالرحمن خان ضد هم فتوأ صا دره کړه. د انگرېزضد فتوأ د جهاد  فتوأ یو یونقل، چي د غولاندي خلگو ته ورکړل لکه ، ميربچه خان کوهدامني، نایب سالارحفیظ الله خان لوگری، سردارایوب خان، ميرعبدالقا درهوفیانی، محمد جان خان وردک، عصمت الله جبارخیل او محمدعثمان تگا بی ته.

دا د افغانانو او انگرېز د دوهمي جگړی شروع ده. د افغانانو د پاره د آزادۍ جگړه، د فرنگیانو او د هغوی د تیری په وړاندي. او دغو پورته یا دکړل سووغا زیانو په پوره ایمانداری سره خپله وظیفه سرته رسولې د ه. یوه خبره باید وکړم، افغانانو د انگرېزسره ډېري جگړې، سختي جگړې کړي دي.

    خو د ميوند د جنگ تلفات هم افغانانو او هم انگرېزانو ته بیخي ترحد ډېر وه. د ميوند په جنگ کي د افغانستان د ډېرو ولایتو خلگو گډون لاره، خو دهرات څخه چي کوم خلگ د غزأپه نوم د کندهار پر لوری راو ستل سول، ډېر نقش پکښي د حفیظ الله لوگری وو،  نه د سردارمحمدایوب خا ن. په ميوند کي د جنگ او جگړی پر وخت هم سردارمحمدایوب خان سوستی وکړه، د یوې زړی ښځي "بې بې حوا"، بې بې حوا د مهردل خان کونډه د شیرعلي خان مور وه، ما مخکي هم لیکلي دي چي داشېرعلې خان هغه امیرشیرعلې خان نه وو. د هغې جاسوسي په شفاعت چي هغی  انگرېزا نوته خدمت کاوه او خپل کار یې کړی، د کندهار په ښار کي د مېشتوانگرېزانوغوښتنه  یې وایوب ته ورستول. چي جنگ بس کړي او انگریرانو ته وخت ورکړي څودوی په خپله خوښه د کندهارڅخه ووځي . داښځه د سردارمحمدایوب خان خپله وه، سردارمحمدایوب خان د هغې انگرېزې زړې جاسوسي نامعقوله غوښتنه ومنل. سره له دې چي  ټولو  مجاهد و يې مخالفت کاوه . هغه وو چي  انگرېزی قواو ته موقع ورکړل سول څو د کابله ورته تازه د مه قواوي راورسېدی. کندهار او شاوخوا ټولې ساحی يې ونيولې، د  ټولو شهیدانو او مجاهدو ارزوگاني، د وطن د آزادۍ هیلی سردارمحمدایوب د یوې زړې ښځي په غوښتنه د خاورو سره خاوری کړي والله العلم چي لاپټ به څه را زوو؟.

   هلته په زرهاو نوميالي افغانان نر او ښځي وجنگيده، په زرها شهیدان سول، د  ټولو  د جنگ افتخارات بیا هم یوازي سردارانو دایوب خان دنوم سره وتړل، دا ظلم دی. د ميوند جکړه یا د ميوند غزا د افغانستان په تاریخ کي د افغانانو دوطن سره د میني، آزادۍ او جنگیالیتوب په خاطروکي یوه زرینه پاڼه ده. خو د وخت حکومتو د افغانانو ددې غزا، مړاني او شهادت ټول افتخارات یوازي وسردارمحمدایوب ته ورکړي وه. په دې چي سردارمحمدایوب خان دواکدارو ټبر محمد زو، دوی د کورنۍ څخه وو. زموږ ولس تر اوسه هم هغه ددوی خبري پالي . په دې جگړه کي ډېروميړونو او ميرمنوسرونه ښندلي دي. په دې وخت کي امیرعبدالرحمن خان دروس او انگرېزانو په خوښه د یوه آس او يوه خورجین سر ترامو رود راتیرکړی، د سروفرنگیانو په ملاتړ يې د انگرېزضد او مخالف قوتونه مات کړه. د سردارمحمدایوب خان او وزیراکبرخان سره ملگري افغانان يې وځپل. څو سردارایوب او وزیراکبرخان دواړه ایران ته وتښتیدل.

د یوې معاملي په نتیجه کي د انگرېزی حکومت لخوا په۱۸۸۰ م کال کي عبدالرحمن خان د افغانستان دامیراو پاچا په نوم د قدرت واگي په لاس کي ونيولې په دغه کال دجولاي د میا شتي پر ۳۰ تاریخ يې دانگريزانو لعنتي طوق په رسمي ډول غاړي ته واچاه، د گندمک معاهده يې امضأ کړل. چي د هغي له مخي عبدالرحمن دانگريزانو د حکومت بیله اجازې د هیڅ خارجي هیواد سره معا مله نسي کولاې. دا یوازي امیرعبدالرحمن نه دی چي دیوه اس او خورجین سره راو ستل سوی دئ. بلکي ډېرنور لکه:شاه شجاع، دوست محمد خان، عبدالرحمن مستبد، دسقاو زوی جبیب الله خان، غدارنادر، کارمل، مجددي، ربانی، ملاعمراو گلي بابونه حامد کرزی جان . هیڅ یوه يې هیڅ نه لرل اوس هر یوجولونه، خورجینونه خوڅه چي با نکونه، کورونه، سرایونه حتی مملکتونه د دوی له هستیوډک دي .

وژونکي، اجنټان، پر دې جاسوسان ټول وه. د پورته  ټولو  اجیرانو په منځ کي ښاغلې ببرک کار مل یوا زنی شریف سړی په دې ووچي بیت المال يی غلا او چور نه کړی، د علم سره دوست وو، وطن پر گران وو،  وطن ته يې خدمت کاوه د خلگو لپار يې کورونه، ښوونځی جوړول او جوړکړه. دا چي د نورو په شان دی هم ځان غوښتونکی او ځان خوښونکې وود خپلو یوشمېرحزبیانو سره او نورو سره ناجوړ وو، هغه یې بله خبره ده چي وروسته به جلا خبري پر وکړو. دوهم :ځاي د ملا محمد عمر مجاهد دی، په غلاوو او چورکي يې لاس نه لاره. او درېم مقام دسقاو زوی حبیب الله خان وو. په ذکرسوو کي هغه چي وايې "نسبت وفتح ته جمعه ولي دی"په دوی کي ډېر بولم.

   دامیرعبدالرحمن سياست د خپلي باداری د لومړۍ ورځي نه دا وو،  څه چي  انگرېز وايې څه چي د انگیزوغوښتنې دي هغه به پوره کوي . نود انگرېزا نوسره د مؤا فقي د مخي په وطن کي ټول هغه خلگ د منځه یوسي چي په راتلونکي کي دده او دده د او لادې پاچهې ته د کتلوتوان پکښي وي، یا د خبرواستعداد ولري. امیریوازي خپل مخاليفین نه وژل، بلکي په حکومت کي ور سره شریک برخوال يې هم وژل .

پر نگیانوته يې وعده ورکړي وه چي هغه غازیان به د منځه وړي چي دپرنگیانو په وړاندي ښه جنگیدلی وه. دا کاريې د انگرېز په خوښه د هغه پټ تړون د مخي کاوه چي دده او انگرېزی قواوو ترمنځ امضأ سوی  وو. ترهغه وخته امیرته یوکس د حکومت په دننه کي هم د زغم او منلو وړو چي په خلگو کي به نه ووپیژندل سوئ. چي شهرت ته به رسيدی ده هغه د منځه وړی.

   گند ومک د لوزنامي امضا د هغو سترو خیانتونو څخه ده چي که يې وارثین هرڅونه تلاښ هم وکړي، ورته برأت ورکول يې ممکن نه دي. زما په باور که د هغه وخت شرا یط او یا دهربل وخت شرایط په نظرکي ونيسو د امیرعبدالرحمن خان بې سوادي، دده د حکومت سره مینه، یوشی واضح او ښکاره دی د قدرت وږی دهمدې د پاره د پردونوکرسوو، نه د وطن، ولس او اسلام سره د میني.

   بل د ډ یورند کرښه د افغانانو او په خاص ډول د پښتون قوم د پاره دومره مرگونې او بده پیښه وه او ده چي ډیري نورې پیړۍ به هم افغانان په خاصه پښتانه د عبدالرحمن ددې ناوړه عمل، جفأ او ملي خیانت دلا سه زورېږي. چي ټول یو ځاي وای یوه بدن وای ښه به وای که څه هم د استعمار تر ولکي لاندي وایې نه ددي خايني کورني تر واک لاندي، دا کار شریفانه وو، چي نیم بدن یوې خوا ته او نيم دده خائن تر سلطي لاندي راغلی. عبدالرحمن خان ترا ستعمارچيانو (۷ )کوټي ډېر خیانت د افغان ملت سره وکړ . په چاړه يې د افغانانو بدن ټوټه ټوټه کړی.

   ښاغلې د اکا ډمی کاندید محمدابراهیم عطايې د خپل ا ثر"دافغانستان پرتاریخ یوه لنډ کتنه" په ۱۳۹ صفحه کي داسي لیکې:" د ډیورند په تړون د امیرټول اندامونه داستعمارپه پړو وتړل شول،انگرېز پخوالا دی د ملت څخه رابیل کړی او د ولس پرضد يې داسي استبدادي ماشین په چلولې وو چي یو دوست هم په وطن کي ورته پاته نه وو". فرانک، اې، مرتین په۲۲۵ص"دهغوخلگود منځه وړلو په برخه کي، چي دامیرد   اندیښنی وړگرځيدل، یوطریقه ماته دداسي شخص د خوابیان سوه، چي څو واره دغه کارته مؤظف سوئ وو. دا سړی مسلمان نه وو، او يوه شيبه وروسته له هغه چي زماشراب يې په پیخروچښل، خپل تجارب راته بیان کړل.

   دی سخت نشه وو او گومان نه کوم چي بل وخت دي يې ددغسي مسئایلو په باب د څه ويلوجرأت کړي وای. زه په دې د خپل اصلی نامه پر ځای (یو)بولم. ده وويل، امیر یوه شپه ناوخته وروغوښتلم او د یوچا پوښتنه يې راڅخه وکړه. دغه سړی د لوړی رتبی څښتن او ده پيژاندی، ده ته وويل سول چي د گارډ کپتان ته ورسي. په هغه حکم کي لیکل سوي وچي د ځانه سره (۱۲)دولس تنه عسکر بوزی او د دغه شخص کورته ولاړسي. په دې پلمه يې د کوره را وبا سي، چي امیرغواړي د یوه عاجل کار د پاره په خصوصی توگه ور سره وگوري. بیا يې نود زاړه ښار و يوې ټاکلۍ گنډوالی ته بوزي. کله چي موسړی نوموړي ځای ته ورساوه، بیا مو نو د یوه بل کاغذ د لارښووني سره سم عمل وکړئ، چي امیرماته راکړی وو. " خبره رالنډوم سړی د کوره رابا سي وړی يې وژني يې سريې پری کوي، او ورک کوي يې. امیرعبدالرحمن نسبت د افغانستان تیرو شاهانو ته ډېروحشي صفته د خپل ځان او کورنۍ دساتلو د پاره دانگریزانو سره د افغان د خاوري پرسرهرډول معاملې ته تیار وو.

   د مثال په توگه د کندمک معامله او بله زیاته مهم، چي د افغان ولس د پاره تر اوسه څه چي کلونه نور به هم درد ناکه او زورونکي وي، هغه د(ډيورنډ) کرغیړنه کرښه وه. چي ۱۸۹۳م کال کي عبدالرحمن خاین د خپل شخصي باداری، پرافغان ولس او خپلي نوکري او خدمت و انگرېزانو ته، دا وښول چي دپښتون یوبدن يې دوه ځایه کړی. بل زموږ لیکوالو، تاریخ پوهانو تر اوسه پوري ددې کرښي د ترتیب سوي سند، یا امضأ سوې سند، د رښتیا او درواغو د معلومولودپاره په خپلو لیکنو کي د هغه سند کافی نه ده ښوولې. امیر په خپل دې وژنو سره درې هدفه مخته وړل:

ا - د خپلي پاچهې پایښت،

۲ - د انگرېزخوشحالی،

۳ - د او لادو د پاره وطن د مړو خالي کول.

   چي دا درې واړه اهداف ناوړه وه. امیرعبدالرحمن خان او دده په شان نور ټولو  ظالمو واکداروهرڅه د خپل اقتدار، شهوت، نفس، عقدې او حوس د پاره کړي دي، هیڅ کله هم پر دې واکدارو وطن او خلگ گران نه وه، پر وچ او سپيره د ښته يې کیړې را گرځولې وې دگاش او چوبند په شان، افغان ملت يې دغلامانو په حبث پکښي ساتلې وه. گران ته يې څه ورکړي دي ؟علم، پوهه، صنعت یا زراعت، مکتب یامد رسه، غذأ یا دو ا، کالي یا کور، يه یوه خبره انسانيت، حتی ناموس او هربل څه يې د سرکار وه. د لته به داذکرکړم چي ناموس څخه مطلب یوازي د خپلي ښځي او او لادو مفهوم باید وانه خیستل سي .

بلکي د ټول هیواد والوکه خواردي یابا دار ځیني مطلب وي. زموږهیوادوال دنورو هیوادودغلامانوپه شان هم دا ولس په نس ماړه نه وه. یوازي خپلي کورنۍ يې مړې، مستي او سړې ساتلې . په۱۲۹۹هجری کي د عبدالرحمن خان د ناروا گړونو په خلاف د هیواد په ډېري سیمو کي ولسونو قیامونه وکړل لکه د سيد محمود کنړی، شيرخان، په هرات کي سپهسالارداود خان، ميریوسف علی. په همدغه ۱۲۶۹هجري کال  کي عبدالرحمن د هزاره قوم د تهدېد لپار عبدالقدوس خان ور واستوی. ددې کورنۍ پاته شونې وايې چي عبدالقد وس خان ډېرشریف سړی وو. چي دا يې شریف وي نو هغه چي شریف نه وو هغه به نوڅه کړي يې ؟عبدالقدوس علاوه پر وژنو، چور بداخلاقی هم کولې .

   مثلاً څه وخت چي هزاره قوم د عبدالرحمن او عبدالقد وس د ناروا په وړاندی عمومي پا څون وکړ دعبدالقدوس خان پر دربار يې حمله وروړل د دباره يې پنځه څلویښت، ۴۵، ښایسته هزاره ا نجوني چي عبدالقد وس ناروا د سیغي یعني ساتیري د پاره کارولې آزادې کړې. په۱۳۰۱ هجری شمسي کال کي د شينوارو قوم چي عبدالرحمن وځپل د وژل سوو سړو له سروڅخه يې د شا محمد په قلا او جلال اباد کي منارونه جوړکړه. ورپسې د منگلو او د زرمت خلکوقیام وکړې. د ميمني والي د لاورخان بغاوت وکړې، د لته په ۱۲۹۹هجری، شمسي کال کي غلجي قومونو د شيرخان توخی تر مشرۍ لاندي قیام وکړئ، د غلجيومقاومت تر۱۳۰۴هجری پوري دوام درلود. عبدالرحمن خان خپله لیکي چي د ملا مشک عالم زوی ملا عبدالکریم ددې شورش مشری کول. څو په ورستیو کي عبدالرحمن د ملا مشک عالم بل زوی فضل الله خان نيسي او وژني يې.

   ښاغلې میرغلام محمد غبارپه خپل ا ثر" افغانستان در مسیر تاریخ" په۶۸۷ صفحه کښی داسي لیکې:    "پدا سی حال کی چي دوه کاله وروسته ملا مشک عالم پر ۱۰د ربیع او ل۱۳۰۳ هجرې چي ۱۸۸۶م نیټه مړسو. د هغه د زوی عبدالکریم ترمشری لاندي د امیر عبدالرحمن پرضد پا څون وکړی. امیرعبدالرحمن د لنډ ي جنرال غلام حیدرخان تر مشرۍ لاندي پوځونه ور وا ستول، د جنگ په نتیجه کي لنډی جنرال پر پا څون کونکو بر یالي سو. دامیرعبدالرحمن خان په آمر یې د اندړو د قوم د زرو( ۱۰۰۰)انسا نانو له سرو څخه په کابل کښی کَله منارو نه جوړکړه او هم يې د ټول اندړي قوم هره کورنۍ یوه توره او یوتوپک جریمه کړل".

   زما د معلوماتو له مخي چي د محل د خلگو مي او رېدلي دي په دغه پاڅون کي تنها اندړو برخه نه لرل بلکي شاه وخوا پرتو  ټولو  قومونو برخه لرل، ځکه دامیرعبدالرحمن خان ضد پاڅون چي د عبدالکریم په مشری وسو یوازي داندړو قوم نه وو. بلکي په منطقه کي پراته ټول قومونه شریک وه.

اوپه دې ډول دغه زر نفره چي ترجنگ وروسته کابل ته یوړل سول په کابل کښی يې د هغوی د سرونو کَله منارجوړکړی، اول خو ددې خلگو شمېر تر زرو نفرو ډېر وو او دا ټول خلگ اندړنه وه، بلکي د بیلو بیلو قومونو غلجي وه. بل لنډي جنرال تردوه زره انسانانوډېر هلته په کلیو کي د جگړو پر وخت ووژل. تاسي پدې خبره باید وپوهیږی چي مرگ و غریبو کورنیو ته دونه سخته نه تماميږي، لکه کالي چي يې ورڅیري کړي، د خولې مړې يې ځیني واخلې، د کور کلی يې وشړي. عبدالرحمن خان د خپلي خائیني واکداري په دوان کي ډېري کورنۍ بدبخته کړیدي ددغو بیچاره گانوهری کورنۍ باندی یې دیوه توپک او یوې توري جریمه وه. ډېرو کورنیو توپک او توره نه لرل چي حکومت ته يې ورکړي، جایداد ونه يې خرڅ کړل، کوراوکلي يې پر یښول. پدې بهانه محلې حکومتې مامورینوته يې د کلونو د پاره دولسونود   زورونې تناونه په لاس ورکړه.

آیا دا امیرعبدالرحمن نه وو چي د ولسونو، نرو، ښځو، ځوانانو او زړوله پری کړوسرونو څخه به يې منارونه جوړول؟ د انگرېزسره د جهاد  مشران ټول دامیرعبدالرحمن خان په وړاندی ونه درېدل؟ نوسوال دادئ چي دانگریز سره د جهاد  او جگړي شهیدان او مشران ملامت وه او که عبدالرحمن؟. امیرعبدالرحمن د خپلو با دارانو یا انگرېزانو په زوراو ملاتړ دغه ټول قومونه، ولایتونه او د هغو مشران ا وځوانان په سلهاونه بلکي په زرهاو نه وه؟ نو په کم انصاف او قضاوت بیا یو لیکوال د عبدالرحمن خان د حکومت توصیف لیکي؟ که د لیکوال د کورنۍ رېښه و پلټل سي، په یوشکل یا بل شکل یې د عبدالرحمن له درباره کورته گټه راتله. .

 د ۱۸۸۰م، ۱۲۶۹هجري څخه تر۱۸۹۶م، تر۱۸۹۶م، ۱۲۷۵ هجري پوري. لکه: جنرال محمد جان خان وردگ، مير بچه خان کوهدامني، فتح محمد خان بایاني، جلندرخان تتمدره ای، عبدالحسيب خان، حسين خان سپه سالار، عبدالکریم خان اندړ، غیاث الدین خان جلالزي، نائب سالارداو دشاه، موسي خان صافی، محمد شاه خان غلجي، ارسلاخان جبارخیل، ملا امیرمحمد کوهستاني، پیردوست  خان احمدزی او په لسهاو نور. په دې ډول داندړو، هوتکو، تره کو، ميمني، هرات، غزني، ترکمنو، سرخ پارسا، راغ او شهر بزرگ، مرغاب، ځدرانو، پنجشير، د کندهار داڅکزو، د  ټولو  غلجو،کوچي سلیمان خیلو، بلوڅو، نورزو، ځاځيانو، ترکمنو دا ټول شورښونه او بغاوتونه په ټول هیواد کي دامیرعبدالرحمن د جنایتو او مظالمو په وړاندي ونه  وسول؟

   د انگرېز نوکر امیرعبدالحمن خان دغه ټول ووژل او د هغوی مقاومتونه يې  مات کړه. خو بیا هم کله ناکله د ځینو لیکونکو ورسره "د ژبي، قوم، خپلوی او په گټو شریک د ملت په وینو نه مړيد ونکي لیکوال لیکي ښه امنيت خويې په ملک کي راو ستۍ وو". او یا لیکي د مرگ پر وخت يې کلمه وویل، ناو خته چهار زانو کښینستی.

   د بارکزي جنرال سردارغلاحیدرخان زوم، حامد محمود بیا په ۱۳۸۸هجري کال کي د "درد دل" مجلې په دوهمه شماره کي داسي لیکي" امیرعبدالرحمن خان چي د مرگ پر بستر پروت وو ماته نیم ساعت تر مرگ د مخه داسي وویل : ترجمه" غلام حیدره زویه ! واوره، زما خبري ښه واو ره. وه یوه بزگرته يې د زوزانو ډکه مځکه په لاس ورکړه چي دغه اباده کړه. بزگرد مځکي څلورخوا ووته ډبري کتارکړې، دیوال يې پرراتاو کړی، کُردونه يې جوړکړه، میوه نیونکي نهالونه يې کښینول، او به يې پررا ایله کړې، د هغه د منځه او شاوخوا اضافي او بې گټي واښه يې ځیني پوجي کړل او د میوه نیونکو ونو پالنه يې وکړل . . . . مگرمگر عمرخوړونکي د هقان چي هیله يې لرل د میوه لرونکو ونومیوه په خپلو سترگو وویني مړسوو" نه پوهيږم چي ولې دا خلگ دونه ساده دي او ساده فکرکوي، او لا افغانان د ځانو په شان ساده گان بولې. کم باغ، کم نهالان، څه سوو داباغ چي ولس يې نسي لېدلاي؟ کوم مکتب، یا مکتبونه يې جوړ کړل؟ کوم پلونه يې جوړ کړل؟ کوم  سړکونه يې جوړکړل؟ کوم د ریل خط يې راو ستئ، برق يې جوړکړی؟

نو باغ دده حرم سراي وو او د رختي دده سیغي ښځي، مینځي او نوکراني وې، او میوه يې دده  بې ضمیره او لادونه وه. او بل سوال دادئ چي دده څخه باید پوښتل سوې واي چي ته چا پر دې مځکه بزگر کړې ؟ولس، که انگرېزا نو؟. د هیواده خوتا هدېره،محبس او سیا چال جوړ کړی وه. عجبه سپین ستر گي، ټول ملت ملامت گڼي خپل دوست او بابا سلامت، افسوس پر داسي قضاوت او تاریخ لیکنه. د خلگوجایداد ونه يې ضبطول، د کلي او کوره شړل. خپل ټول ټبرته يې معاشونه، خرڅونه، چوکي او ماموریتونه وسپارل. دامیرد خیانتو، ظلمو، وژنو، شکنجو، ترورو او ناوړه کړوکیسې خورا زیاتي دي. په بندیانو به يې د بل هغه انسان چي ده  به وژلي وه، د هغه غوښي او مي خوړلې. انسان او مسلمان همدغسي وي؟

نه دا خاصیتو نه خو یو هم د انسان نه دي، او لاده به يې څنگه وي. پرجوړېدو، سمېدو،  د ولس ژوند ته توجه، پر مختگ، علم رواج کېدو خو ددې کورنۍ ملاوي ماتي وې. په۱۸۸۸م کال کي د کرمي خلگ او په ۱۸۹۰م کي افریدئ قوم وعبدالرحمن ته راغلل، غوښتل يې چي د انگرېزو ضد قیام وکړې. خو عبدالرحمن څنگه دا کار کړی وای. د خپل با دارمخالف حرکت يې حمایه کړی وای. نه دا چي ملاتړيې ونه کړی بلکي خلگ يې تهدېد کړه. پنجده، بند او چشمه سلیم يې روسې ته ورکړه.

په ۱۸۹۳م کي يې ددغومځکو رسمي خط ورته امضأ کړه. ددې کورنیو لویه دښمني د ولسونو سر همدا ووه چي دوی یې دعلمه محروم وساتل. ټولو محمدزو نارېنه، ښځينه واړه، زاړه او د هغوی نوي زیږیدلي ته د دولت د بودجی څخه نارېنه ۴۰۰ او ښځي ته۳۰۰ افغانی معاش مفت او د ټول کورنۍ مصرف يې جلا    ورکاوه. په هغه وخت کي د حکومتي مامورینو کلنې معاش تر۲۰۰ ډېرنه وو. ولی؟ څوځله يې د کندهار رانیولي ترميدان وردگو پوري پراته پښتانه مخور مړه کړل، پاته واړه او ښځي يې لیري ولاېاتوته وشړل. دهزاه گا نوسره يې نه بخښونکي ظلمونه وکړل.

بیايې شړل سوي پښتانه او هزاره گان سره وجنگول، همدغسي بل ځل د سقاوو زوی حبیب الله خان هغه د عبدالرحمن خان په ډول چي انگرېزي سبق وو د پښتنو کوچیانو څخه ټوله هستي اخلي او ورته وايې چي زما سره ملگري سي پرهزاره قوم حمله وکړي د هغوی ملکيت او هستي تاسي ته دربخښم . خوشاباس دي وي پرهغو غیرتمنو پښتنو چي ددونه ناچاری او مجبوری سره سره يې بیا هم د سقاوو دزوی دغه پيشنهاد ونه منی، پر هزاره گانويې حمله ونه کړه. د فیض محمد کاتب هزاره د یاداشته چي عبدالباري جهاني په خپله یوه مقاله کي راوړي دي. دادی تر اوسه دامصیبت دعلم د نلرلو په نسبت هغسي پاته دی. اوس محقق، خلیلي، ا نوري، محسني او حامد گټه تری پورته کوي.

پښتانه کوچیان يې د هزاه مليت سره په جنگ او جگړه کي د وامداره ساتلي دی. سوال دادئ چي دا ټولې چاري عبدالرحمن په تنهایي سرته نه رسول که یې مرستندویان لرل؟ نوخود به اوس د هغو مرستندویانو د کورنیوپاته شوني د عبدالرحمن خان متعلقین ورته تورسپین او سپین توروي.

 

 

++++++

د افغانانو او انگریزانو تر منځ دوهمه جگړه څنګه را مځته سوه؟

  که په خپل تاریخ خبر تیا غواړې؟ دا دی د شلمي پېړۍ منځ ته نژدې کېږو، د انسانانو د پوهي د لوړ تیا مثبت اثر د سانیس او تکنالوژئ په بیلو بیلو اړخونو کي ښه محسوس کولای سو. نو موږ ته پکار  دا ده چي خپل تېر تاریخ له ژبي، قوم ، ګوند، تنظیم او نورو بلأ و بترو له عینکو مطالعه نه کړو، بلکي د یوه انسان په صفت به تېر تاریخ ته ګورو. پس دا د قیقه خبره ده چي انګرې اشغالګرو د خپلو عسکرو (وژونکي) افغانان (ملي مبارزین) تر خپلو ناکامیو وروسته د خپلو اجنټو شاهانو پر لاس ژوندی نه دی  پرې ايښئ. او نه یې څوک مثال لري. اشغالګرو د کیوناري د وژلو په تور د کابل خلګ  او دهغو مشران قتل عام کړه کابل یې و سوزاوه، مګر نه بارو کونکي خبره داده چي دخپل لوی جنرال (میکناټن) و ژونکي  ته دې څه نه وي ویلي؟ بلکي  انګرېزانو دي د هغه د میلمه پالني صفتونه  کړي وي؟

 د افغان او نګلیس تر منځ  لمړۍ توده جګړه چي له (1938م کال څخه تر 1841م کال پوري) وه، بیا  د وهمه  ګرمه جګړه(د 1878م کال څخه تر  ـــ 1880م کال پوري)(حقیقت التواریخ ).  د اولي تو دې او دوهمي ګرمي جګړې سببونه عطائي صاحب لیکي چي د سدوزو تر منځ خپل منځي جګړو افغانستان سخت ناروغه کړی وو، په کندهار کي د تیمور شاه په وړاندي د خلګو پاڅون چي د حاجي جمال خان زوی پایند محمد خان هم پکښې برخه لرل، هغه وو چي لوی قومي او دولتي مشرانو تیمور شاه ونیول  په قتل او اعدام بدرګه سو، د کندهار د مشرانو تر وژلو وروسته دغه پیښاور د اختلافاتو او توطیو محراق  سو. احمد شاه بابا چي د پېښاور لوی قومونه د خپل دراني توب په کړۍ کي داخل کړی او د "بردرانی"په نامه یې بللي وه د خاصو اعزازونو څخه یې هغوی برخمن کړه. په 1779م ګي د پیښاور لوی مځکي وال فیض الله خان  او ارسلا خان د یو شمیر خلګو سره د تیمور شاه په وړاندي پاڅون وکړه، چي دا پاڅون هم د فیض الله خان، ارسلاخان او ډېرو نور پښتنو مشرانو په وژلولو بدرګه سوه. هغه جګړه ده( کله سړه او کله توده) شي چي تر اوسه دوام لري.

په نړۍ واله سطحه شلمه پېړۍ  هم په نړۍ او افغانستان کي د ډېرو ترخو تراژیدیو عصر وو. په همدغه پېړۍ کي دوه خونړۍ نړیوال جنګونه را منځته سوه چي د بشر په تاریخ کي بې سابقه وو. ددغي پېړۍ وروستۍ دوې لسیزي د افغانستان د تباهۍ او خلګو په وینو بهولو بدرګه سوې. د تیمور شاه د تورې، تیارې امپراتورۍ را وروسته د ده نه تربیه سوو  زیاتو ښځو او اولادونو د خپل منځي شخړو په نتیجه کي دا خاوره ورځ تر بلي کوچنۍ کیده دغسي پر دې خاوره باندي د پرتو ولسونو ژوند ته د کورنۍ شخړو د خطرونو علاوه بهرنيو تهديدونو ته لاره هواره سوه.

 انګرېزان له وخته متوجې وو، چي د پښتنو په منځ کي د مسیحیت د خپرولو پروژه څنګه پلې کړي؟  انګرېزانو د پښتنو په دغو علاقو کي یو شمېر مسیحي مرکزونه جوړ کړه لکه په پیښاور کي 21 مرکزه، دېره اسمعیل خان کي 12 مرکزه، بنو کي 10مرکزه، درهزاره کي 9 مرکزه، کوهاټ کي 2 مرکزه. د انګرېزانو د تلاښونو، کوښښونو او چلونو سره سره بیا هم د پښتنو په منځ د آزادۍ روحیه غښتلې پاته او ورځ تر بلي غښتلې کیده. انګرېزانو د پښتنو د پاشلو او کمزور کولو له پاره بله توطیه پکار واچول، هغه داچي  مسیحیت ته نوی کالي ور واغوستل، دا ځل یې د احمد قاداني (قادانیت) پروژه شروع کړه. چي د کار ثمره یې (د یوبند) دی چي  تر دې اوسه د انګلیس په ګټه کار کوي.

زه د جنګ تفصل ته نه ځم، یو لنډ ګذر کوم. د افغان او انګلیس د لمړي جنګ یا د اشغالګرو قواو و افغانستان ته د ننوتو لاري دوې وې، یوه د شرقي جبهې او بله یې د قندهار د جبهې په نوم بلل سويدي. چي د قندهار د جبهې سره د لوی احمد شاه بابا لمسی( شاه شجاع) ملګری کوم چي اشغالګرو شاه شجاع د سلطنت وارث باله پاچهي یې پلاس ورکړه. هغه وخت هم دا خبره کېده چي انګرېزانو ځکه شاه شجاع افغانستان ته راوست او پاچا یې کړه چي په هیواد کي ملک الطوافي ختمه کړي، بیا د افغان او انګلیس په دوهمه جګړه کي د عبدالرحمن خان په را وستلو کي همدغه خبره، چي په اصل کي سمه خبره نه وه کېده. پاته دي نه وي چي  د افغان او انګلیس د اول جنګ د اشغالګرو قواو مشر (مکناټن) وو. رابه سو د افغان او انګلیس دوهم جنګ ته.

 د امیر شېر علي خان په خلاف لمړی د ده خپل ورور سردار محمد عظم خان د نګلیس والي ته یو لیک واستاوه. نوټ : سردارعظم خان د امیر دوست محمد خان زوي د امیر شېرعلي ورور وو.

د ګلش امارت کتاب په نولسمه پېړۍ کي د (مرحوم  مولوي نور محمد نوري (کندهاري) له لوري لیکل سوی دی، په کال (۱۳۳۵هـ ش) کي افغان تاریخ پوهه مرحوم (احمد علي کهزاد)  په کابل کي چاپ کړی دی. د همدې کتاب په نولسم (ګل) یا باب کي د امیردوست محمد خان زوی امیر محمد عظم خان چي لا پاچهۍ ته نه وو رسېدلی یو پیام د پنجاب انګرېزي والي (منکمري) ته په دې هکله  لېږلۍ وو چي  دهغه مرسته تر لاسه کړي څو د امیرشېرعلي پر ځای دی پاچا کړي، مؤلف لیکي دي چي د (کُرم) د سیمي څخه  د پنچاب و انګرېزي والي (منکمري) ته یې داسي پیام ولېږئ:

بشپر پیام تاسو د ګلشن امارت په نولسم ګل کي لوستلای سی.  وګورۍ، دا شرم چي زموږ د پاچهی مینوال  په نوم افغانان  و انګرېزانو ته پیام لېږي ، سردار صاحب له  انګرېزانو څه غواړي؟ عمده ټکي : ۱ـ  زموږ پلار(دوست محمد) د شېرعلي پلوي وکړه. زما د ورور سردار افضل خان د مشر تابه حقوق یې تلف کړه. ..... ۲ – د انګسنان د دولت متعمدو خلګو ته څرګنده ده چي امیرشېرعلي تل د انګرېزانو د دولت  د ښمن او زه یې دوست او نیکخوا یم. که انګرېزان را سره مرسته وکړي د عمر تر آخیره به یې نوکري کوم.... آفرین دغه ته واي افتخارات. ۳ ـ سردار محمد غظم خان  غوښتل د پېښور انګرېزي حکمران ته د رشوت او وعدو ور کولو په زریعه هغه خپل  د ځان ملګری کړی وو. .......

 دا وخت( ۱۸۷۸) م کال  وو چي شېر علي خان غوښتل له روسانو څخه مرسته تر لاسه کړي، د مشورې له پاره یې جرګه را و غوښتل، خپل وړاندېز یې (له روسانو مرسته) جرګي ته وړاندي کړه، جرګي د ده وړاندېز رد کړه، خو شېر علي خان جرګې ټه وویل تاسو نه پوهېږي، زه پوهېږم. نو بیا فیصله پر دې و سول چي شهزاده یعقوب خان له زندانه را وباسي او په خپل غیابت کي هغه کفیل وټاکي. نور وخت تېر وو، ولس پوهېدئ شېر علي خان نه پوهېدی. رښتیا خبره دا وه چي د شېر علي خان او دوستانو له بې کفایتی، ظلمونه او بد اخلایقو څخه عام ولس تر پوزي راغلي وه.

   د افغانانو او انگرېزي اشغلګرو ترمینځ دا دوهم ځلي جگړې د لمړي ځل سره ډېر توپېر درلود. په دې چي داځل په گاونډ کي د سيکانو واکداري له منځه تللې وه او هلته انگرېزي واکداري چلیده. د افغانستان تر نژدې سرحدو پوري انگرېزي جنگي او ضروري مواد په ریل او موټرونو کي راوړل کيده. چي په لمړي جنگ کي دوی دا سهولت  نه لاره. سلاحوي يې عصري سوي او مخابراتي سيستمونه يې غښتلي سوي وه.

   په پیښاور، کويټه او کُرمه کي پنځه منظمي عسکري فرقې او د هغو شاه ته سل زره نوري قواوي پر افغانستان باندي د حملې ( د افغانستان پر خاوره د راختلو په اراده) تیارسی ولاړې وې. په دې وخت کي افغانستان هم پنځوس زریز پوځونه لرل. افغانانو مشرنه لاره، ا مير شيرعلي خان بې غیرتي وکړه د وطنه وتښتیدئ. خپل بندی کړي نا اهله قاتل زوی محمد یعقوب يې د زندانه را وایستی او پر کابل يې حاکم کړ.

گر چي  یو شمېر تاریخونه پدې هکله امیرمحمد یعقوب ته ډېره د ملامتیا گوته نه نيسي، په دې چي امیرمحمد یعقوب پوره ۸ کاله د امیرشیرعلي(خپل پلار) په آمر چي په واقعیت کي د هغي میرې په هدایت کومه یوه چي د امیرشیرعلي خان ډېره خوښه او دامیرمحمد یعقوب ميره وه، په زورونکي توگه امیرمحمد یعقوب ۸کاله په زندان کي تیرکړي وه. نور دعقل په لحاظ امیرمحمد یعقوب سالم فکرځکه کولای نسوای هغه  پوره اته کاله د خپلي ټولني څخه لېري وو، وخت ته یې اړتیا لرل چي خپل فکر د ټولني سره عیار کړي. بل د نوموړي خُسرسرداریحی د سردار سلطان احمدطلائي زوی، ډېر کارونه د انگرېزد نماینده په ډول او دانگریز په خوښه په ده کول، دا ځکه سرداریحی بیا ډېر کلونه د انگریزانو سره تیراو انگرېزانو روزلی وو.

   نو دې کورنۍ هم له ډېر پخوا څخه د انگرېزانو نوکري کول. اردو او پوځ ته خپله امیرشیرعلې خان د سرحداتو څخه د پرشاه راتگ خبر ورکړی،په دې ډول يې غښتلی اردو چي یو شمېرلیکونکي يې د نوموړي ښه کار بولي، هغه خپله مات کړی. د یعقوب په منځ ته راتلو سره اردو بیخي د منځه ولاړ. یعقوب هم انگرېزانو ته د خپل خُسر د انگرېزانو نوکر سرداریحی په خوښه او تضمین ځان حواله کړ، انگرېزي جنرال استورات پرکندهار حمله وکړه کندهاريې ونيوی د کندهار حاکم میرافضل سردارد خپلو نفروسره هرات ته وتښتیدی. د کندهار خلگ بیله دې چي کوم معین سرداردي په مخکې وي د انگرېزا نو سره سخت وجنگیدل. د انگریزانو درې فرقي چي هلته موجودې وي هغه يې ترمحاصري لاندي ونيولې.

هلته د خیبر په د ره کي د انگرېزي قواو او افغانانو ترمینځ سختي جگړې رواني وې. جنرال براون او جنرال ماله د انگریزي قواوو مشران وه. په جنوبې کي وزیرو، علي خیلو، مسعود وو،منگلو او ځدرانو پر انگرېزي قواو حملې شروع کړې،کله چي انگرېزانو خوست ونيوې شهزاده سلطان جان سدوزائی يې د خپل نماینده په حیث هلته حاکم وټاکئ.

    نو په هرځای کي د افغانانو مقاومتونو انگرېزان دې خبري ته متوجه کړه، چي د زور او جنگ دلاري ددې خاوري نیول او ددې خلگو تسلیمې مشکله ده. له سياسته باید کار واخلو او خپله سلطه باید وساتو.

د انگرېز لخوا کيوناري ۱۲۵۷ هجری کال د ثور په مياشت کي د امیرمحمد یعقوب سره دې نتیجې ته ورسېدی چي یعقوب باید گندمک ته ورسي. امیریعقوب هلته ځي د جوزا د میاشتي پر ۶ تاریخ ۱۲۵۷هجري کال هغه بده شرمېدلې او بدنامه د گندمک پریکړه یا معاهده امضأ کوي، ددې بدنامه معاهدې ( گندمک) په امضأ کولو سره د افغانستان ولس او افغاني تاریخ به همیشه شرمېږي، مگر دا کورنۍ او پاته شوني يې هرگیزنه. کله چي ولس ددې معاهدې خبر سوودهیواد په گوټ گوټ کي دا نگرېزانو ضد قیامونو زور واخست.

امیریعقوب، سرداریحیي خان، سردارموسي خان او نورو سردارانو هر څونه چی کوښښ وکړئ څوخلگ ارام او قانع کړي ويې نسوای کولاې چي خلگو ته د خپلو ناروا کړو  دکندمک د معاهدې دامضأ په باب قناعت ورکړي. خلکو پر کابل هجوم ور وړی د انگرېز نماینده کيوناري يې د شپږسووانگرېزانو سره ووژی. د انگرېزانو سفارت ته يې او رواچوی او د انگرېز بیرغ يې بیا وسوځی. ا فسوس کا شکي ولس د کيوناري سره یو ځای داخلي خائنین سرداران هم وژلي وايې. اصلا د وژلو وړخو کورنۍ دښمنان وه. ددې خبر په او ریدو سره لیري په لندن او هند دواړو کي يې دانگریزانو د نماینده گانو قهر  یې را وپاراوه، د برطانیا ملکې د برطانیا د حیثیت د بیرته اعاده کولو آمر یې وکړ.

   دهند وا سیراي لیتن وجنرال رابرتس ته آمر وکړې چي کابل اشغال کړي. په دې ډول هغه وو چي جنرال استورات د خپلو عسکرو سره لمړی پرکندهار حمله وکړه دکندهار بی همته حاکم سردار شیرعلي بیله جنگه او مقاومته کندهار وانگرېزانو ته ورتسلیم کړ. البته داشېرعلي هغه امیرشیرعلي خان نه دی یا د امیردوست محمد خان زوی نه وو. دا شیرعلې چي د ميوند په غزأ کي د مسلمانانو مجاهدینو پر ضد او د انگلیسي قواوو په طرفداري وجنگیدئ دا هغه کس دی چي په جگړه کي یې ماته وخوړه د انگرېزانو سره هندوستان ته وتښتېدی.

اوس په  کندهار ښارکي یوه کوڅه د نوموړي خاین په نوم شته چي د شیرعلي خان دهنه"کوڅه" په نوم یا دېږي. په ۱۲۵۷ه، ش کال د جدي په مياشت کي داځل د لندن کابیني پریکړه وکړل چي افغانستان باید وويشل سي، دروس، برطانیا او ایران ترمینځ نور باید په نقشه کي افغانستان نه وي. د ۱۲۵۷هجري کال د دلوې په مياشت کي رابرت وامیرمحمد یعقوب ته ولیکل چي تا سي د گندمک د معاهدې د عملي کولو توان نه لري . زموږ قواوي کابل ته درځي څو ستا سلطنت وساتي او د برطانیاد سفیرکيوناري قاتلان او د سفارت سوزونکي ونيسي او د خپلو اعمالو په جزأيې ورسوې.

   تا سي خپل یو اعتما دي نماینده ماته راواستوی. دا ډول يې د غزني ولوگر، پکتیا او کابل خلگوته په عیني شکل خطونه وا ستول چي موږ انگرېزان د کابل د حکومت په بلنه د هغوی د ساتني لپار ورځو. د هم دې کال د ميزان د میاشتي پر اول تاریخ د امیرمحمد یعقوب خان نماینده گانو هر یوه مستوفی حبیب الله خان او د خارجه چارو وزیر ميرزاشامحمد خان په علی خیلو کي د انگرېز د نماینده جنرال رابرت سره وکتل. هئیت  انگرېزي جنرال ته وړاندیز وکړئ چي پر کابل د حملې ډده وکړي، امیرمحمد یعقوب ته وخت ورکړي، څو ستا سي پر سفارت حمله کونکي پیدا او جزا ورکړي. هلته د هیواد په نورو برخو کي هم د افغان مجاهدو لخوا پر انگرېزي اشغالگرو حملې زیاتي سوې.

    نوانگرېزي جنرال د امیرمحمد یعقوب وړاندیز چي د هیئت په مټ ترده ورسيدلی وو رد کړه. پر پنځمه د ميزان هئیت ناکام بیر ته کابل ته راغی. په دې وخت کي یو بل کس محمدولي خان لاتي چی د لستوڼي مار وو د انگرېزي جنرال مخته لوگر ته ورغلی او دپیسو په بدل کي يې د افغانستان د سلطنت د ورکړي او تسلیمې وړاندیز ورته کيښود. امیرمحمد یعقوب يې ددوی پرسفارت دحملې په پیښه کي شریک وروپیژندی. په هرصورت  انگرېزان د کابل پر خوا راغله افغانانو د چهاراسياب او سنگ نوشتې پر لارو سخت مقاومت وکړه، د مني د ورستیو ورځو د بادو په مرسته ددرختو د برگونو په شان افغانان د انگرېزي توپونو په وړاندي رژیدل انگرېزان مخ پر کابل راتلل.

   خو امیرمحمد یعقوب د خپل یوکمپ څخه چي پر لوړه وو د جنگ تماشاه کول، څو انگرېزان و کابل ته ننوتل. ایا رښتیا به دا سردار د ولس په مرگ خفه کيدئ؟ ایا یو وخت به يې ډوډۍ خوړل قضأ کړې وي؟هرگیزنه. یوازي د خپلي پاچهۍ او واک په فکرکي د خپل تیر ټبراو ورستې ټبر د مشرانو په شان وو. انگرېزانو د کابل ټول نظامي تاسيسات ونړول د مجاهد ینو مشران يې ووژل، د کابل خلگ بي آبه او بې عزته کړه.

خلگ يې راټول کړل اعلان يې وکړه چي پسله دې ددې خاوري هرڅه په  انگرېزاړه لري. بیرته يې  انگرېزي بیرغ د بالاحصار پر د روازه جگ کړ. د خپل برم ښو دلو په هدف يې نظامي پریټ تیرکړئ. د کابل د ښاردرې نفره مشهور سپین ږیري: جنرال خسروخان نوريستاني محمدا سلم خان کوټوال او سلطان عزیزخان يې په داروځړول. د کابل خلگوته د نوري جزاورکولو په منظوراود شاه وخوا څخه د غازیانو د حملو څخه د نجات او خلاصون په نیت يې په کندهار کي د خپلوپرتو قوتونو قوماندان ته آمروکړئ . چي د شا ه لخوا د قلات، غزني او وردگو پرغا زیانوحملې وکړي څو پرکابل فشارکم سي.

   په افغانستان کي د انگرېزي قواوو د مشر جنرال رابرت په آمرد  کندهار څخه د جنرال استورات تر قوماندې لاندي مجهزو انگرېزي فرقو د وخت د عصري اسلحولکه توپونو په لرلو سره د کابل پر لورد حرکت آمر ورکړی. د۱۲۵۷هجري کال د عقرب د میاشتي پراتم تاریخ د کندهار او زابل د ولا یت ترمینځ د شاه جوي پرعلاقه د انگرېزي قواوود مخنیوې، جنگ او جها د د پاره د صاحب خان تره کی ترمشري او رهبرۍ لاندي پنځه زره تره کي جنگیالي مقابلې ته راو وتل. په دې نابرابره جنگ کي چي نه په اسلحو او نه د سړو د شميرله مخي سره برابروه درې ورځي د ترپ او خرپ جگړې د وام لاره. په درېمه ورځ انگرېزي قواوو د ډېرو تلفاتو په زغملو سره ماته وخوړه بیرته د کندهار پرلور  د کومه چي راغلي وه وتښتیده. په سلهاو مړي يې د جنگ پر ميدان پریښودل. خوپه ډېرا فسوس چي په دې جگړه کي غازي صاحب خان تره کی د خپلو دوسو وجنگیالیوسره یوځاي د جنگ په میدان کي شهید سو.

لیکونکی :"د خلگو مي او ریدلي دي چي د صاحب خان غازي سره یوځاي لږ کم تر درو سوتنو پوري شهیدان او تر پنځو سوو ډېر زخمیان او معیوب دې جکړې په میراث پریښول". غازي صاحب خان د هغه  سیک هندو په توره شهید سوو چي د انگرېزانو سره راغلي او ملگري وو. سیک هندو په داسي حال کي د شاه لخو صاحبخان په توره وواهه چي هند و د صاحب خان تر توري لاندي راغلی هند و ژرکلیمه وویل او صاحب خان هندو په توره ونه وهې او ترتیرسو. کله چي صاحب خان د نورو سره په جگړه مصرف وو، هغه ده بخښلي هند و د شاه لخوا حمله پروکړه او صاحب خان يې په شهادت ورساوه. الله اکبر. غازي صاحب خان او نورټول شهیدان دي خدای (ج) وبخښي.

خو په ډېره خواشنې سره چي د وخت سرداري حکومتونو یا د اشغالګرو لاس پوڅو نه غوښتل په هیواد کي بیله ددوی د کورنۍ" سردارانو" څخه بل شخص د قهرمان او غازي په نوم سره په ولس وپیژندل سي نو د حکومتونو درضأیت په خاطر سره ځیني مؤرخین یا دغه بیان یو مخه نه لیکي، او لږو چي لیکلې هم دی ځان يې تیر کړی دی. حتی ځیني مغرض لیکوال خو بیا د کندهاره تر کابل پوري د انگرېز سره د مقابلې او جگړې د  ټولو  شهیدانو په باب لیکي وايې په دې جنگ کي درې زره جنگ جويان غلجايې په شهادت ورسيده د عقدې او کينې حد يې دې ته رسيدلې وي چي نه د غازيا نو او نه د مجاهدو لفظ او کلیمه يې ورته پر خوله  نه راځي، او نه يې لیکي.

   البته د کندهار ه ترکابل پوري دا ټول غازیان، جنگیالي، قهرمانان، شهیدانو ته دا یوه جمله ټول "جنگ جويان" بولي. د یوې خوا د فاسدي کورنۍ واکداری او سلطه وه، چي نه يې غوښتل د ولس افتخارات کوم چي ددوی د ميل خلاف دي ولیکل سي او نشرسي. او بل پلو ته د غوړمالو او دومخو لیکوالو د کيني څخه ډکي بې ادبه جملي او الفاظ لکه جنگجويان چي داوسني اشرارو سره پر تله کیږي، استعمال کړیدي.

د ځوانانو په ذهن کي د ملي مبارزېنو وقربانیو ته په سپک سترگه کتل. د داسي لیکوالو قضاوتونه د انصافه لیري دي، دا قضاوت ولې د چاه سره نسته چي چا د خپل اقتدار د ساتلو په نیت ملت جنگوئ او چاه د خاوري او ناموس ساتلو د پاره جکړه او جهاد کاوه ؟.

بل د  انگرېز په وړاندی جهاد  ستر مبارز او دغازي صاحب خان دوست د گیلان د کلي مشر غازي پیر محمد خان وو. غازي پیرمحمد خان د فرنگیانو په وړاندی وجنگیدی. د جنگ په ورستیو کي چي وانگریزی پوځ ته يې د جنگ په ډگرکي ماته ورکړي وه. خو سخت جگړه وسول هر څونه فرنگیان او تجاوزگر چي يې ووژل، نوموړي څوځایه زخمي او یو لاس يې هم په دې غزاکي شهید سو.

 دغه لاندي شخصیتونه یا د انګرېزانو سره د جګړو مشران، چي ما پېژندلي دي بیشکه نور به هم وي.  انګرېزانو په جګړو کي ونسوای کولای چي  دغه مشرا مړه کړي، آفسوس چي تر جنګ او جګړو وروسته چي کوم د انګرېزانو نماینده دولتونه جوړ ېده هغوی زموږ ملي قهرمانان نیول او وژل.

په کابل او کوهستان کي ( میر بچه، مير غلام قادر، محمد عثمان خان ، محمد شا خان، غلام حیدر خان، سمندر خان، محمد حسن خان محمد جان خان او نور.... 

 په غزني کي( ملا دین محمد(ملا مشک عالم)، عبدالقادر خان، عبدالغفور خان، ګل محمد خان ، په شاجوی کي د پنځو زرو جنګیالیو مشر صاحب خان  تره کی او پېر محمد خان)  او نور.

 په ننګر هار کي: ( عصمت الله خان،. په کندهار  او هرات کي حفیظ الله خان، محمد ایوب خان  او په لسګونو نور .....(ص ۵۱۰  محمد جان خان وردګ، امین الله خان لوګری،

د بارکزو نوم په محمدزو واړول سوو. اساسي پوښتنه داده چي دا جگړي دڅه د پاره؟چا کولې؟څوک پکښي مړ، معیوب کید ل؟د چاه ښځي کونډي کیدې او اولادونه يې یتیم کیدل ؟ولس ته د آخرت گټه او که يې پر دې دنیا څه په لاس ورتلل؟.  له پاچهۍ څخه د یوه ورور، اکا یا وراره لیری کول د بل پاچا کول ولس ته څه ورکول، بیله مرگ او خواریو ټولو د خپلو نفساني خواهیشونو د پوره کولود پاره بیچاره ولسونه جنگولې دي.. 

    د۱۲۵۶هجري، شمسي کال دعقرب د میاشتي د شروع څخه بیا د۱۲۵۸ هجری، شمسي کال تر سنبلي پوري دې جگړو دوام وگړ. څو انگرېزان دجنگ په میدان  یا له افغانانو سره په مخامخ مقابله کي ماته خوري، د زور او جنگ پرځای نرمه او د سیاست لاره په کار اچووي، پردې دعلمه لیري ساتل سوي ولس باندي د خپلو افغان جاسوسانو له ډلي څخه  یو ټگمار او مکار جاسوس تر پاچهي رسوي پدې شان خپل هدف ترلاسه کوي.

   وايې که چیري رښتیا هم تاریخ یو بې پرې، حق و حقدار ته رسونکی قاضي وي نوراسي و یې گورۍ: د افغانستان پر خاوره باندي دانگرېزي( اشغالګرو) د لمړي تیري، جنگ او ماتي څخه فقط ۳۵کال ورسته، انگرېزانو ددوهم ځل د پاره پردې کوچني او کمزوري هیواد تیری وکړ، چي د جنگ په میدان کي ماته انگرېزانو په برخه سوه. دوستانو د هر پردي اشغال یا اشعلګرو قوواو و هیواد ته د رتلو زمینه خپله افغانانو مساعده مړیده.

 

 

++++++

د امیر محمد یعقوب خان په پاچهي کي:

کله چي د تېر تاریخ پاڼي را اړوم، خدای مکړه د دې له پاره دا کار نه کوم، چي د کوم مشخص پاچا سپکاوی دي زما مقصد وي، دا چي تېرو (پاچهانو، امیرانو او رئیس جمهور انو) د دې بیچاره او مظلوم ولس په ژوند او وینو لوبي کړیدي پر دې خاوره د پرتو ولسونو مرګ او ژند دوی ته کوم ارزښت نه لاره، د دې خاوري په ګټه یې هم څه نه دي کړي، چي نن دي افغان ملت ور باندي افتخار وکړي، د دوی اعمال باید ولس ته  په بې پرې او روښانه توګه ونه لیکل سي؟  زه خو وایم، د بیلو بیلو سببونو له  امله ( د ظالمو پردو پرستو واکدار و) څېرې دې ملت ته نه دي ښودل سوي. همدا د دوی  د کورنۍ سلطه وه چي  تاریخ لیکونکې یې نه دي پرې ايښي هغسي رښتیا (واقعیتونه)ولیکي څنګه چي  د دوی کړني وې،(نپه قسم که زموږ نا اهله شاهان د دې وړ (لایق) وي چي خپل وخت ور باندي ضایع کړو.)

مجبوریت مو دادئ، د دغو بد بختو شاهانو اولاده او ځيره خواره د ملت په سترګو کي خاوري دوړوي، د تیرو نظامونو (شاهانو) صفتونه کوي. بیا هم د یوه روښانه تاریخ لیکل او د یوه روښانه تاریخ لرل د ولس په خیر کاردئ، زموږ په تاریخ پوهه افغانان باید په شریکه دغه نقیصه احساس او د هغې د حل له پاره لاس پکار سي. څو راتلونکي نسلونه د خپلو تیرو  واقعي او جعلي مشرانو د افتخاراتو او اشتباهاتو څخه خبر سي  څو و کولای سي د خپل تاریخ په نظر کي ساتلو سره د راتلونکي ژوند یوه رڼه او له  خطرونو پاکه لاره ووهي. د امیر محمد یعقوب ګټه ملت او هیواد ته د ده د نورو مشرانو په شان ونه رسېده.

کله چي امیر شېرعلي په مزاره کي مړ سو، نو د مرګ خبر یې په یوه هفته کي کابل ته را ورسېد او د فبروري په ۲۹(۱۸۷۹م) د یعقوب خان د باچهی اعلان وشو، دتاج پوشی مراسم یې ډېر ساړه وو. صرف د کابل د هغې ورځي یو روحاني خواجه محمد ناصر پایمناري د امامت خطبه و لوستله او امیر ته یې دستار (لګۍ) ور وتړل. ص ۱۲۲

 د بله اړخه د یعقوب خان ورور( ایوب خان) چي د پلار په ژوند کي د یوه فراري په صفت په مشهد کي اوسېدی، له مشهده هرات ته راغی د سردار عمر خان او سپه سالار حسین علي خان څخه یې هرات واخیست.

امیر یعقوب چي نوی مقررۍ وکړې هغه مشکوک خلګ وه. لکه دده خسر سردار یحیی خان چي هغه وخت په هند کي وو، ټولو خلګو د یو انګرېز مأب سړي په صفت پېژاندهغه یې د کابل والي مقرر کړ. نوټ: ( دا هغه  د انګرېزانو جاسوس یحیی خان وو، چي اولادونه یې په اهل یحیی بلل کېده.)  دغه رنګه سردار شیر علي د سردار مهردل خان زوی چي ښکاره د انګرېزانو یو اجنټ وو، هغه یې د کندهار والي مقرر کړ. همداسي مر داري دوام وکړ. نوټ:( دا هغه شېرعلي خان وو، چي خور یې د میوند بریالۍ جګړه ناکامه کړه.)

د انګرېزانو سره د(ګندمک) ټړون، د افغانستان د خاوري تجزیه او د ملت د جهاد شروع، د انګرېز والي او ملګرو قتلېده، د امیر اسارت. وهندوستان ته فرارېدل:د امیر شېرعلي خان د غلطو سیاسي او مدافعي کړونو له مخي افغانستان یو ځلي بیا د انګليسي استعمار په سرو لمبو کي .ص ۵۰۹

د امیرشېرعلي خان دغلطو سیاسي او مدافعي کړونو له مخي افغانستان یو ځلي بیا د انګلیسي استعمار په سرو لمبو کي ولوېدیؤ په زرهاو مسلمانان شهیدان، ټپیان، معیوب کلي او کورونه تباه سول، وطن یو ځلي بیا تجزیه سو. کله چي شېرعلي خان د جرګي د پریکړي خلاف د روس څخه د مرستي غښتلو په نیت مرکز پرېښود او د مزارشریفي پر لور ولاړ، انګرېزي قواوي افغانستان ته ننوتي نظامي برېدونه او جګړي پیل سوې.

امیر محمد یعقوب د دې لپاره چي د انګلستان له استازي سره د صلحي له لاري  وکومي نتيجې ته ورسېږي د مي پر اتم تاریخ (۱۸۷۹م) کال کي د څلور سوو عسکرو سره د(کندمک) وسيمي ته ولاړ. هلته یې د انګلیستان له استازي (کیوناري) سره ولیده، د انګلیس استازي هلته په محمد یعقوب باندي یو لس مادي د(کندمک) تړون امضأ کړه. .....ص۵۰۹

لورلاي، ږوب، پښین او نوشکی، د سیمي یې انګرېزانو ته پرېښولي، محمد یعقوب خان د انګرېزانو سره دا هم ومنل چي بهرنی سیاست به یې هم په دوی(انګلیس) اړه لري. او نور... خو انګستان به محمد یعقوب ته د کاله شپږ لکه روپۍ او دغه شان امر او د هغه وارثینو ته معاشونه هم ورکوي..... کله چي اشغالګر او امیر محمد یعقوب سره جوړ راغله، د انګلستان استاځی (کیوناري) په ۱۸۷۹م) کي کابل ته راغي، په بالاحصار کي ژوند شروع کړه، د هیواد په هره برخه کي د انګرېزانو په وړاندي پاڅونونه را شروع سول. د کابل پر بالاحصار افغانانو هجوم ور وړ هلته موجود ټول انګرېزان یې ووژل، امیر محمد یعقوب د انګرېزانو په وژلو سخت خفه او غمجن سو. ( لکه وزېر اکبر خان چي د میکناټن په وژلو غمجن سوی وو) امیر محمد یعقوب لوګر ته ولاړی، غوښتل یې چي هلته د انګرېزانو د نظامي قوماندان سره خبري وکړي او خپل صداقت ورته څرګند کړي،ده و (رابرټس) ته ویل چي ټولو هغو خلګو ته به جزأ ورکړي  کومو چي (کیوناري) یې له عسکرو سره وژلی دئ. رابرټس هغه ( امیر یعقوب) خبري باندي اعتماد و نه کړ اسیر و نیوی له ځان سره یې کابل ته را وړی او بیا یې د کورنۍ سره  سلامت هندوستان ته واستاوه. رابرټس ټول بلاحصار ونړاوه.

مګر افغانانو هر ځای د هیواد په هرولایت او ولسوالیو کي د انګرېزانو د قواو خلاف په جنګ لاس پوري کړه. څو د افغان جنګیالیو مشران لکه محمد اسلم خان، سلطان عزېز خان، او خسرو خان  (رابرټس) و نیول او و یې ووژل.

 

 

+++++++++

امیرشیرعلی خان

۱۸۶۳م کال څخه تر۱۸۷۹م

کله چي امیردوست محمدخان دوهم ځل پاچا کېدی هغه وخت دی سم انگريز سوئ وو، دا ځکه انګرېزانو په کلکته کي د دوست محمد یاغي بڼي وکښلې بیا یې کابل ته را واستوی.د امېردوست محمد خان په اولادونو کي یې یوازنی کس ووچي د پلار(دوست محمد خان)، وروڼو او ورېرونو په شان یې ځان انګرېزانو ته په ښکاره نه وو تسلیم کړی همدغه  سردار شېرعلي خان خلګ بولي.د امېر دوست محمد خان  په دوهم ځل پاچهي پروخت په۱۸۵۵م کال کي  هغه د پیښاورناکاره او بدنامه معاهده امضأ کړې ده.کله چي په۱۸۶۳م کال کي امېر دوست محمد خان مړ سو د ده له وصیت سره سم  امیرشیرعلی خان د ده ځای ناستۍ او د پاچهۍ پر تخت کښېنوست، بد بختانه په دغه واړه کړي او کمزوري  کړي هیواد کي یو ځل بیا د تیمور شاه د نا اهلو اولادونو په شان د دوست محمد خان د او لادې ( د امیر شېر علي او وروڼو) تر منځ هم هغه شان د قدرت د غصب پر سره جنګ او جګړې را پیل سوې،د خدی بخښلي  کاندید ډمیسن محمد ابراهم عطائي په وینا " (د نوي فتوراو فتنوپیل)  د قدرت پر سرجنګ، جدل او جګړې راپیل سوې.

 د امیر شیرعلي خان د حکومتدارۍ زیاته وخت په خپل منځي (کورنیو) شخړو کي تېر سوو، بیا هم دی پر وروڼو او ورېرونو باندی تر یوه حده بریالی سو. پدې خپل منځي جنګ او جګړوکي په زرهاوو زرهاوو، بیچارو، بې وسو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړه، د شهزاده ګانو په لمسون به  دوی یو له بله سره قتل کول. تر شمار زیات کلي او کورنه د دې خپل منځي جګړو له امله وران او ویجاړ سوه.  پدغه شان په زرګونو ښځي ګونډي او ماشومان یتیمان سول د نمونې په توګه:

" یوازي د (جلدک )په علاقه کي چي د کندهار او زابل(قلات) په منځ کي پرته سېمه ده، هلته د وروڼو  (امیر شېرعلي خان او محمد امین خان) د قواو( مجبورکړوافغانانو) د جنګولوپه نتېجه کي تاریخونه لیکي چي  تر (لس زرو) (۱۰،۰۰۰) څخه ډېر افغانان و وژل سول. د ولس په دې  لوی شمېر وژنو باندي دا شهزاده (شیرعلي او محمد امین) هیڅ خفه نه وه. اما کله چي په دغه جګړه کي د امېر ورور (سردار شهزاده محمد امین خان) او د امېر زوی(سردارشهزاده محمد علي خان) په قتل ورسېدل، سردار شېرعلي خان چي دهغوی له وژلو خبر سو بې حده ډېر غمجن او د عصبیت ناروغي یې زیاته سوه، د یوه مدت له پاره له مرکز څخه لېري په هرات کي کوښه نشین سو. د ده له دغي ګوښه نشینۍ څخه د امیر دوست محمد خان بل ورور یا د امیر شیر علي کاکا(سردار محمد عظم خان) استفاده وکړه کابل یې ونیوئ.

 نوټ:  (هغه تر لس زرو(۱۰،۰۰۰) ډېر افغانان چي د سردارانو په خرمستئ (بېهوده جګړه) کي قتل سول، هغه خلګ خو دوی په سړو کي نه شمېرل، هغوی مندي او پلرونه نه لرل؟  ځکه امیر شیرعلي یوه د قیقه یې هم د هغوی پر وژنه خفګان نه دی ښکاره کړی.)

د امیرشیرعلي خان دوهم ځل پاچهۍ ته رسولو په دوره کي انګرېزانو سره له دې چي له امیر سره یې د دوستۍ رویه پالل او د پاچهۍ په پیل کي یې دولس لکه روپۍ او دولس زره توپک ورکړل، بیا یې هم بارو نه پر درلود، انګرېزان ښه پوهیدل چي هغه له دوی څخه بد وړي. د امیر شیرعلي خان نقیصه داوه چي هم غلام وو او هم بې ځایه غرور وو. د امیر شیر علي دغه بې عقلی د افغان او انګلس دوهمي جګړې ته زمینه برابره کړه.د ښاغلي کاندید ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب د کتاب ۱۱۵صفحه و ګورۍ." انګرېزانو د جنګ تصمیم ونیوئ"

لیکوال: زه د امیر شیرعلي دغه د انګرېزانو په وړاندي د نفرق روحیه ستایم، خو دا ستاینه د دې معنی نه لري، د دده تیر وتني او د ده د شهزاده ګانو ناوړ او بد اخلاقه کارونه چي د خپل ولس سره یې کول هغه دي ونه لیکم او ونه غندم ولي چي بیا یې اولادونه (میراثخواره ) را څخه خفه کېږي.

د امیرشیرعلي  د زوی  سردار شهزاده محمد علي او ورور شهزاده سردار محمد امین تر منځ د کندهار او قلات تر منځ (جلدک) کي  د جنګ او جګړې کولو سبب څه وو؟

تاریخ لیکي: (امېرشېرعلي خان اورېدلي وه چي د کندهار والي سردار محمد امین خان ( د امېرشېرعلي خان ورور) هلته له یوه کان څخه سرزر(طلا) راباسي، او د کندهار ښار د مدافع له پاره تیاروي او خپل نظامي قدرت زیاتوي. امېرشېرعلي خان پدې هکله څو ځله هغه ته پیام ولېږی چي د کندهار د احوال حقیقت و د ته خصوصاً د سروزرود کان د را ایستلو په هکله او د زرو نمونه ده ته ولېږي. مګر پدې باره کي هغه ډول چي امېر غوښتل معلومات تر لاسه کړي هغسي ونه سول. نو امېرشېرعلي ته دا بېره پیدا سول چي ورور سردارمحمد امین لکه چي غواړي کندهار بیل او خپله پاچهي اعلان کړي، له هم دې اثره وو چي امېر د خپلو نظامي قواو سره د کندهار پر لور رهي او په (جلدک) کي نوموړۍ جنګ ونښت) ص۵۰۴

 دا شان طز تفکر یې ستایم چي لیکوال یې لیکي، امیر شیرعلي خان چي د پلار سره په کلکته کي اوسېدی تازه ځوان وو، د برتانوی هند کي یې دنړیوالي پانګه والي عظمتونه د سر په سترګو ولیدل خو دې هري لیدني په ده کي د عصبیت احساس ورځ تر بلي تحریکاو.... کله چي پلار او دی یو ځای  کابل ته راغلل، نو شیرعلي  په دې هم خواشینی کېدی چي پلار به يې د انګرېزانو ضد(مخالف) افغان شخصیتونه له منځه وړل.

 لیکوال: دغو د انګرېزانو نماینده پاچاه ( دوست محمد) ته یو افغان و وايو؟، چي خپل زوی یې دا مني چي پلار مي د انګرېزانو سره د جګړې د وخت غازیان او قهرمانان وژل. له امیر شیر علي خانه ګیله داده چي دی خو ځوان وو، ایا دکوم مجاهد او غازي پر وژنه یې د خپل پلار لاس ټینګ کړ؟، چي پلاره ته دا غازيان ولي وژني؟.

 سردارشېرعلي  خان  ۱۸۶۳هـ کال د جون په دولسمه د افغانستان د امیر په توګه و پېژندل سو او دا وخت دی د ۴۱کالو وو. د ژوند تر ورستۍ شپې پوري د وروڼو، ورېرونو، زوی (یعقوب) او زوم له شره فارغ نه سو. د شیرعلي بله کمزوري دا وه چي د ګراني ماندینې (عایشې) تر سخت تاثیر لاندي وو. د همدغي ښځي په غوښتنه یې د هغې (۷) کلن زوی سردارعبدالله د ولیهد په توګه اعلان کړه، په داسي حال کي چي امیر ځوانان زامن لرل. د ولیهد په توګه د ماشوم سردارعبدالله ټاکني د شېر علي خان حیثت  د کور د ننه او بهر کي سخت تاوان پېښ کړه.

 امیر شیر علي دولس تنه خبیر شخصیتونه د یو شورأ په نوم و نومول، چي ده ته به مشوره ورکوي. خو په اصل کي امیر شیر علي ته مشوره ( سیاسي مشاور قاضي قادر) ورکول چي هغه اصلاً د انګرېزانو جاسوس وو. اودغه رنګه د امیر شیرعلي خان خپل ورور( سردار ولي محمد خان) مشهور په لاټی هم ټول جریانات مفصل پېښورته  لېږل، له هغه ځایه د هند ویسرای ته وړاندي کېده.ص ۱۱۶.

امیر د دغه لاندي شخصیتونو څخه یوه کابینه جوړه کړه: ا – سید نور محمد شاه ټول مختار (صدر اعظم). ۲ـ  حبیب الله خان وردګ لوی ملک( وزېر مالیه. ۳ ـ  ارسلاخان جبارخیل لوی مین( خارجه وزېر). ۴ ـ عصمت الله خان غلجی لوی مین د غرو(داخله وزېر). ۵ ـ میرزا حسن خان لوګری کښل( د حضور سر منشي). ۶ـ حسین علي خان پنچشېری ټول مشر( سپه سالار یا وزېر جنګ). ۷ ـ احمد علي خان چغتایي لوی ټول( د خزانې وزېر). نوټ: ټول پوهېده چي قاضي قادر او لاټي حکومت کوي.

 په کلکته د اوسېدو پر وخت د امیر شیرعلي مینه له مطبوعاتو سره او د سید جمال الدین هدایتنامه وه چي امیرته یې د عصري مطبوعاتو د رواج توصیه کول، هغه وخت میرزا علي یو منور شخص وو چي د (شمس النهار) په نوم یوه جریده یې خپره کړه.... که څه هم جرېدې د د دولت په ګټه تبلغ کاوه، بیا هم یې یو نیک قدم ګڼم.

  سید جمالدین افغان چي یو هوښیار او د هیواد له آبادۍ سره یې مینه وو، امېر شېر علي خان هغه نسوای هضم کولاې څوهغه  یې وطن پر یښو ولو ته مجبور کړ. ویل کېږي چي دامیرشیرعلي د دربار توطیه گرانو(قاضي قادر او د امیر شیرعلي ورور لاټي) امیرته دا خبره ور و فهمول چي سید جمال الدین  ستاسي  د ورور محمداعظم خان استاد وو، نو ځکه تر تاسو یې پر اعظم خان  پېرزوینه ډېره ده، ستا سره همکار کیدای نشي، پدې جمله  خلګو کی محمد رفیق خان لودېن هم د سید جمال الدین له نفوذ څخه ډارېدی، درباري غوړمالانو د پاچا (امېرشیرعلي خان) نظریې د سید جمال الدین افغان په باره کي خراب کړ، همدغه محمد رفیق لودین په اشاره سره سید جمال الدین په دې پوه کړچی د امیرشیرعلي خان خوښه  داده تاسو له هېواده  د باندی ولاړسئ خو نه دایران دلاري.

   امیرشیرعلي خان سره ددې چي ډېرکلونه یې له خپل پلارامیردوست محمد خان سره یوځای په کلکته او فیروزپورکي د انگریزانو سره تیر کړي وه، د هند پر مختگ، د انگريزانو له ژونده خبر، هرڅه یې د سر په سترگو لېدلی وه، بیا يې هم ولس او ملک ته داسي د خیر کارونه ونه کړل چي هغه دي ښه را تلونکې ولري.  بلې امیرشیر علي خان په (۱۸۶۹م) کال کي له انګرېزانو سره د خپل پلار د تړون خلاف چي له انګرېزانو سره یې لاره " د انګرېز دوست به د ده دوست او د ښمن به یې د ده دښمن وي" امیر شیر علي دا شرط داسي جوړ کړه" د دواړو لورو به د یو دوست د بل دوست او د یودښمن به د بل دښمن وي". چي د انګرېز له لوري ومنل سو.او په عیني حال کي په هغو ځایو (کندهار، کابل او بلخ)چي انګرېزانو به خپل استازي ټاکي هغه له منځه ولاړه.

بل امیر شیرعلي خان له انګلستان څخه وغوښتل چي د ده ماشوم زوی(عبدالله) د ده  دولیهد په حیث وپېژني دا کار په رسمي ډول ونه سو.

نوټ: دې ته واي( استقلال او آزادي) د خپل ځای ناستي اجازه له انګلیستان څخه اخلي.

په ۱۸۷۵م کال کي په کابل کي د اول ځل له پاره یو اخبار د( شمس النهار) په نوم په میاشت کي یو دوه او کله درې  ځل را وتۍ.

 نوټ: که څه هم په هیواد کي مو لوستي خلګ نه لرل بیا هم دا کار یې د ستایني وړ وو.

د امیر شیر علي خان په حکمراني کښي دوې ښوونځی (یوه ملکي بله نظامي) جوړي سوې. شېرپور عسکري چوڼۍ د وسلو جوړولو کارخانه او د پنځوسو زرو په حساب پوخ یې جوړ کړه. امیرشیر علي خان تلاښ کاوه چۍ د یو خپلواک پاچا رول بازي کړي، د انګریز او روس سره دوستانه اړیکي ولري.

 د امیر شیر علي ورور(سردار اعظم خان)  د شیرعلي سره په مخالفت کي دونه مخته ولاړ چي له انګلستانه یې مرسته وغوښته څو دی د شیرعلي خان پر ځای پاچا کړي. د سردار عظم خان له طرفه و انګلس ته چي کوم پیام لیکل سویدی، هغه لیک د ګلشن امارت په کتاب کي راغلی دئ، مولوي  نورمحمد "نوري" د کندهار اوسېدونکی د امیر شیرعلي خان پاچا په دوره کي ژوند درلود. ګلشن امارت په نولسمه پېړۍ کي د مولوي نور محمد "نوري" په لاس لیکل سوی دی.په( ۱۳۳۵ هـ ش) کال ښاغلي  ارواح ښاد درانه  تاریخ پوهه او لیکوال علي احمد کهزاد لخوا په کابل کي چاپ سویدئ.  دوستان او علاقمندان کولای سئ دا کتاب و لولي چي دې سردارانو د خپل قدرت له پاره څونه ټیټ کارونه کول.

په ګلشن امارت کتاب او پاچهانو څه کول؟  دواړو کتابونو کي لیکل سویدي:" محمد سرور خان او محمد عزیز خان د پلار( امیر محمد عظم خان) له پلوه مامور سول چي په کندهار کي پاته سي"" دې دوو وروڼو د کندهار په اوسېدونکو باندي دونه ظلمونه وکړه، چي په اور یې وچ او لانده ګرده سوځل کېده. په کندهار کي یې داسي زندان جوړ کړه چي نارینه او ښځینه پکښي شریک اچول کېده.چي د هغه له اثره د ډېرو پاک لمنو ښځوڅخه د دغو شهزاده ګانو د ظلم او(زنا) په وجه اولادونه و زېږېدل."

په دې ډول لیکل سویدي: "شهزاده عزیز خان  د یوه شخص نوې واده سوې ښځه چي خپل کورته یې بیول،  دلاري پر سر شهزاده محمد عزېز خان په وچ زور ودرول  د درو ورځو له پاره هغه ښځه له ځان سره بوتله."

"بل سړي خپله مېرمنه پر خره سپره کړې وه د (بابا ابدال کلي) ته تلی، شهزاده محمد عزېز په زور د هغې ښځي شاته پر خره ور سره سپور سو او تر کوتله  یې دغسي میله کول."

" شهزاده محمد عزېز خان د ملا علم اخند د زیارت پر خوا روان وو،چي دښادی د ډول ږغ یې واورېدئ، خپل کار یې پرېښود د واده پر لور رهي سو، د واده په کور ور ننوت، خلګو چي هر څونه زاری ورته وکړې، چي له دې عمله لاس واخلي ګټه یې ونه کړه، تر څوچي غوښتل یې هلته د ښځو په منځ کي پاته سو."

 په همدغه کتاب کي لیکل سویدي چي شهزاده ګانو به دیوې وړې بهانې نیولو د خلګو کورونه تاراجول. په "زمینداور"کي به یې د یوه کلي نارینه د بېګار په نامه په زور اردو(عسکري قرارګاه) ته را وستل او د شپې به  یې خلګ ځندول د هغوی پر ځای به یې خپل د اردو افراد د هغو کورونو ته لېږل چي د هغوی د مېرمنو سره ناوړه عمل اجرأ کړي. ص ۵۰۸

د ګلشن امارت لیکوال دیوه سوداګر له خولې چي د څونفرو سره هرات ته تلی حکایت کوي چي: موږ یوه کورته ورسېدو، چي نارینه یې موجود نه وه، یوازي ښځي په کورو کي پاته وې، هغو زموږ هرکلی وکړ او موږ ته یې د شپې تېرلپاره یوه کوټه راکړه، کله چي نیمه شپه سوه عسکریانو نارې وکړې چي را ووزئ! ښځي په ژړا سوې، موږ را وېښ سولو، دباندي را ووتو د شهزاده ګانو سپاهیانو موږ ته وویل چي بل ځای ولاړ سئ، د ښځو څخه مو پوښتنه وکړه چي څه خبره ده؟  هغوی وویل دوی (دامیر د شهزاده ګانو سپایان) ددې لپاره راغلي دي چي زموږ سره د ناوړه عمل د اجرأ لپاره شپه تېره کړي. موږ ته یې وویل دخدای روی وګورئ زموږ ساتنه وکړئ، موږ را ووتو د نظامیانو سره مو جنګ شروع کړ، چي په نتیجه کي نوموړي نظامیان وتښتېدل، ښځو موږته وویل چي د زمینداور پر ټولو خلګو همدا حال دی، نن زموږ وار رسېدلی وو.ص۵۰۸

اکثریت د دغو شهزاده ګانو ځکه بد اخلاقه وه چي د دوست محمد  وینه یې په رګو کي وو. امیر شیر علي او ټوله کورنۍ یې ښه پوهیدل چي د دوی شهزاده ګان له رعایتو سره څه کوي. خدای بخښلي محمد ځلمي صاحب په خپلو یاداښتونو کي لیکي: د مقر ولسوال ( سردار شاه پسند) د شیر علي د کاکا زوی، چي د ډېرو بدو اخلاقو څښتن وو، د مقر خلګو څو څو ځله د هغه د لېري کولو غوښتنه وکړه، خوامیر شیر علي خان  یې خبره نه اوریده، د قومي تصمیم له مخکي د قوم مشر صاحب خان تره کي له ولسواله و غوښتنه چي دغه ولسوالي پرېږده، څو حکومت یې پر ځای کوم بل څوک دلته مقرر کړي، هغه ونه منل، صاحب خان تره کي دغه ولسوال (شاه پسند)په  مخامخ جنګ کي و واژه. شیر علي خان یې په د بل کي د صاحب خان د کورنۍ پنځویشت تنه ووژل او صاحب خان تره کی خپله کابل ورغۍ امیر شیر علي غوښتل چي مړ یې کړي، مشاورینو یې مشوره ورکړه چي صاحب خان تره کی ژوندی وساتي او بندي یې کړي. د صاحب خان تره کي د مړاني یادونه د (حبیبي، عطائي، مجددي، ایوبي، غبار، رښتیا، ځلمي...) او نورو تاریخونو کي سویده.

همداسي  روایت کوي چي یوعالم ملا خپله مېرمن پر غوایي سپره کړې وه، یو ځای تلی  د(شهزاده ګانو ) درو نفرو عسکرو غښتل چي په زوره د هغې سره حرام کار وکړي، ملا د توري په وسیله سره د هغو سره جګړه وکړه  یو نفر یې پکښي په قتل ورسوی او په نورو پسي یې ځغستل چي تر کلي ورسېدل، د شاهزاده ګانو عسکرو وکلیوالو ته وویل که ملا ونه نیسئ ، تاسو به ټول و شاهزاده ګانو ته مسؤله یاست. هغوی هم  له بېري او د خپل کور، کلي او ناموس او ژوند ساتلو لپاره ملا ونیوی، او شهزاده عمر ته یې بوتلی! نوموړي شهزاده د پېښي تر خبرېدو وروسته و ملا ته وویل چي: (څوکاله دي ښځه د خپل مراد د حاصلولو لپاره په لاس کي درلوده ، څه کېدل چي یو ځل زما د عسکر مراد هم ورځیني حاصل سوی وای )؟ وروسته یې امر وکړ، چي ملا دي په توپ کي والوزول سي، امر اجرأ سو. ص ۵۰۸

دې ته واي ښه حکومت، عدالت، اسلامیت او غیرت، چي اوس بیا یې میراثخواره خواخوږي راته په قهر نسي چي ملي شخصیتونه سپکوې.

د ولس د خیراو ښیگڼو د پاره دوی هیڅ هم نه دي کړي. دا چي امیر شیرعلي خان د انګرېزانو په پوځي چوڼیو کي ډېر وخت تېر کړي وو، لیک لوست یې هلته زده کړی وو، خود به یې تر نور تېرو شاهانو یو اندازه، تغیراتو را وستلو ته میل وو.

  او بل ډېر خراب عادت يې د خپلو پلروڅخه په ميراث وړی دئ، هرڅه يې د خپلي گراني معشوقي په خوښه کول. مثلأ ښاغلي محمدابراهیم عطایي لیکي:"دامیرشېرعلی یوه کمزوري داوه چي د گرانې ماند ینی عایشې ترسخت تاثیرلاندي وو. دا ښځه د امیرد کاکا لور، یعني د ميرافضل لوراو ډېره ښکلی وه، د دغې ښځي څخه د امیرزوی عبدالله د همدغې ښځي په غوښتنه دولیعهد په توگه اعلان کړ، دا یو اووه (۷) کلن هلک وو، خو امیرځوانان زامن درلودل. "ص۹۴.

   سپا سالاراسلم خان د امیرشیرعلی خان ملگرو سردارمحمد حسن او سردارولی محمد لائی ووژی. په اردوکي يې د انگرېز نماینده هندی قاضی قادر په خاص مقام کي وټاکی. کله چي د کوهدامن، تکاب، لوگر، ميدان، غزنی، او زابل خلگو فیصله وکړه چي دانگریز ضد مقابله وکړي. هغه سردارلائی وانگرېزی جنرال رابرتس ته خبرور کړی، څو انگرېزی جنرال هغه ټول مشران ووژل.

   په۱۸۷۹م په دغه کال کي امیرشیرعلی که څه چي د تیښتي په حال کي وو خپل بندي زوي محمد یعقوب يې د محبسه راوایستئ او د قدرت واگي يې هغه ته په لاس ورکړې، خپله د تېښتي پر وخت په بلخ کي مړسو. ميراث امیرمحمد یعقوت ته پاته سو. د یعقوب د شاه کاریو نمونه د گند مک د بدنامي تعهد نامي امضأ وه د انگرېزانو سره. بیا د قوي انگرېزانو او دغریبو افغانانو ترمنځ جگړه شروع سوه. د افغانانو سره د وطن مینه، افغانی غرور او اسلامي جذبه، د دښمن انگرېز سرتوپ، ثروت، وسله وي.

 

 

++++++++++++

 

د سدوزو زوال، د بارکزو ظهور

 

رښتیا خبره داده چي د شاه زمان د حکومت تر سقوط وروسته نو پر دغه خاروره  د سدوزو، بارکزو، انګرېزانو، پارسیانو، روسان تر منځ یوه لویه انډو خره جوړه وو، خاریجانو به هم کله یو شهزاده او کله هم بل شهزاده په خپله غېږه کي ساته، شهزاده ګانو هم په نوبت او خوښۍ سره ځانونه د خاریجانو پښو ته ورغورځول.

د شاه شجاع په دوو دورو پاچهي کي داخلي جنګونه(ورور وژنه) او بهرنۍ مداخلې ډېري سوې، پاچا اسېر سو،ملکې یې خلاص کړ، کوه نور(رنجبت سنګ) واخېست، د افغانستان د تجزیې قرارداد وسو، وطن د انګرېزانو تر حکم لاندي راغلی جهاد شروع او پاچا په تېښته کي په قتل ورسېدئ.ص ۴۸۵

شاه محمود د(۱۸۰۴م) کال څخه تر (۱۸۰۹م) کال پوري یو عیاش او بې پروا پاچا وو، د ده په زمانه کي زیاتي بې عدالتۍ وسوې، قومي او مذهبي اختلافات زیات سول. د کابل او شاوخوا خلګو په اجتماع سره د محمود برطرفي غوښتل او د کابل بالا حصار ته نژدې خلګ را ټول او شاه محمود یې محاصره کړ، شاه محمود دغه خلګ له بالا حصارڅخه په توپکو او توپو ويشتل، خلګو بالا حصار ته نغم و کیندی او په عیني وخت کي یې د شاه شجاع چي ولوګر ته را رسېدلی وو، چي ژر کابل ته راسي او د پاچهۍ اعلان وکړي. هغه هم ډېر ژر و کابل ته را ورسېدی خپل میرزېزی ورور شاه محمود یې اسېر ونیوی او خپله یې د پاچهۍ اعلان وکړ. دوهم ځل بیا شاه محمود پاچهۍ نسي او نه کاله نوره پاچهي کوي. ص ۴۸۶

  ښاغلی غبار لیکي" شاه محمود دعیش او عشرت پرته بل کار نه درلودئ، شاه محمود په اخېر کي خپل مرستیال (وزېر فتح خان) څخه سترګي و ایستلي او ړوند یې کړه چي د ده دورور فېروز د کورنۍ سپکاوی یې کړی وو. په وروسته کي شاه محمود د شاهي ماڼي په حمام کي مړسو. دوستانو دونه بې ابرو تاریخ تېرسویدئ چي په  یادولو او لوستلو یې سړی شرمېږي.

بلې دا هغه وختونه وه چي نړۍ هم د وینو خوړونکو زور واکانو په ولکه کي وه. د ساري په توګه: یو یې ناپیلیون ــ ناپلیون د فرانسې پاچا وو په جنګونو کي په لکو لکو انسانان په قتل ورسېدل یوازي د هسپانې په یوه سېمه کي تر څلوښت زره زیات نفر ووژل سوه د مسکو څخه تر فرانسې پوري یې درې لکه نظامیان مړه سول او ډېري آباتۍ تباه سوې. واي د ناپلیون وروستی جنګ د بلجیم د(واټرلو)په سیمه کي وو، د اروپا د متحدینو د قواو له خوا چي امیرالبحر(نلسن) یې مشري کول ابدي ماته په نصیب سول، یو شمېر تاریخونه لیکي چي ماته یې نه ده خوړلې، بلکي دی انګرېزانو ته تسلم او په انګلستان کي یې د پاته ژوند د تېرېدو هیله لرل، مګر انګرېزانو دی یو جنګي اسېر باله او ساتني له پاره یې د (سنټ هلینا) جزېرې ته واستاوه. هلته د زندان محافظینو ورسره بد چلند کاوه، څو د معدې سرطان ورته پیدا د پنځوسو کالو په عمر په کال ۱۸۲۱م) د مې د میاشتي په پنځم نېټه مړسو. څوکاله وروسته فرانسویانو یې مړی فرانسي ته را وړ او ښایسته ګمبته یې پر جوړه کړه.

په  دغه زمانه کي ( ۱۲۰۰څخه تر ۱۲۲۱ هـ ق) کي دایران پاچا آقامحمد قاچاروو، لا اقل په تاریخونو کي  دی د ښار خرابونکی، قتل عام کوونکی پاچا چي د خپلو مخالفینو څخه به یې په خپلو منګولو سترګي را کښلې، یو ځل آقامحمد قاجار امر وکړ چي د کرمان د اوسېدونکو څخه دي شل زره جوړې سترګي و کښل سي او ده ته دي را ړول سي، د پا چا امر تطبیق سو. دا ځکه  دی په تاریخ کي تر ټولو ظالم او قاتل لیکل سوی دئ.

په نتېجه کي د سردار پاینده او لاده بریالې کیږي. د سد وزوڅخه د بوزکشۍ لوبه بارکزي وړي. . د سدوزوحاکمیت پوره ۹۵ کاله وو.

د امیردوست محمد خان د وا کدارې تررارسېدو مخکي په کابل کي د میکناټن وژنه چي  موږ او تاسو ته یې ناسم شکل لیکل سوی او ویل سویدئ کوښښ به وکړم سم بیان یې ستاسو دوستانو سره شریک کړم

 

( د مکناټن قتل او د وزېراکبرخان ژړا)

(په کابل کي د افغانستان د مجاهدینو مشرانو او انګلیسي استازي، مکناټن او ملګروتر منځ جرګه. د مکناټن قتل، د وزېراکبر خان ژړا، د انګرېزي قواو تباه کېدل د غچ اخیستلو په غرض د غزني د ښار بیا اشغال، د کابل د ښار سوځېدل، د امیر دوست محمد خان و پاچهۍ ته د رسېدو لپاره د وزېرمحمد اکبر خان پټ نه لیکل سوی تړون د انګلېسانو سره او د جهاد پرېښودل.) پاچهانو څه کول ص ۴۹۱

مکناټن د غازیانو سره د ملاقات له پاره په (۱۸۴۱م) کال د دسمبر د میاشتي پر ۲۳ تاریخ د خپلو ملګرو سره(کپتان تریور)(کپتان لارنس) او (کپتان میکنزي) سره و محمود خان کلا ته نژدې ولاړه. په هغه ځای کي د وزېرمحمد اکبرخان، محمد شاه خان غلجي، دوست محمد خان، خدای بخش خان،محی الدین خان، نایب مؤمن خان غلجی د څونورو غازیانو سره جرګه شروع کړه.په بحث کي د انګلیس د مشراو د ملګرو دومخی سیاست او درواغ څرګند کړل او داهم وویل سول چي وروسته موږ د انګلیسي صاحب منصبانو په وعدو او خبرو اعتبار نه سو کولای.مکناټن غوښتل چي په هر صورت وي ځان له بحثه وژغوري او ژر وخپلي قشلې ته ولاړسي، مګرپه دې ترڅ کي د وزېر اکبرخان تر پنځلسو دقیقو توضیحاتو وروسته مکناټن د انګلیسي دولت  سیاسي او نظامي استاځی وو ژل سو. د دې خبرو څخه ښکاري چي مکناټن د محمد اکبر خان پلاس نه دئ وژل سوی.

په دوام میر غلامحمد غبار لیکي دي چي محمداکبر خان او سردار سلطان احمد خان (مکناټن) او( تریور) دهغه ملګري ووژل.

ظفرکاکا خیل لیکي دي: چي مکناټن د مجاهدینو له لوري په جرګه کي و وژل سول. وزېرمحمد اکبر خان مکناټن نه دی وژلۍ.

 د ( ورځ مجله درېیمه ګڼه په ۱۳۸۳ لمرېز کال د لیندی او مرغومي پرله پسې (۲۹) ګڼه.د مجلې مشر عبدالروف قتیل خوګیانی. هلته د قدرت الله حداد فرهاد په قلم لیکل سوي دي: ( کال ۱۲۲۱ لمرېز د لړم د میاشتي په یوولسمه سهار لمر څرک افغان مشران او غازیان د (برنس) د کور انګړ ته ننوتل(برنس) د انګلیس له خوا د کابل حاکم وو، دی لاویده وو، چي عثمان خان د وزېر وفادار خان زوی له خوبه وېښ کړ(برنس). له بده مرغه څو افغاني ښځي هم هلته  د برنس سره په کوټه کي وې. د ملي پاڅون یو علت همدا د ناموس خبره ده، د افغان په روح کي دین، ناموس او خپلواکي اخښتل سوي دي. د مجاهدینو له لوري (برنس) ووژل سو.....

نایب امین الله لوګری د جنګي دزمری په نوم، غازي عبدالله خان (یل تیغ زن) او (صف شکن) په نوم عبدالسلام خان د(شیر دلېر) زړور زمری یاد سو.

ملي پاڅون د غازي عبدالله خان په مشری پیل سوی وو. د بي بي مهرو په جګړه کي ټپي سو، انګلیسو ته یې ماته ورکړه.وروسته وزېر اکبر خان له بخارا څخه را ورسېد، د وزېراکبرخان مطلب دا وو چي خپل پلار امیر دوست محمد خان پاچا کړي. امیر دوست محمد خان پاچا سو، د انګرېزانو سره جنګېدلي مجاهدین یې مړه، بندیان او فرار کړه. د مکناټن وژل د بل چا په توره، د بل مجاهد په لاس سوی وو.  وزېر محمد اکبر خان  د مکناټن پر وژلو دوه ساعته و ژړل. چي عیني شاهدانو لیدلی وو.کله چي پلار یې راغی هغوی یې په امن هندوستان ته ولېږل، څنګه چي پاچهي د دوست محمد خان په کورنۍ کي پاته سو نو که څه لیکل کېدل د دوی په کټه به وه. که ویونکي غواړي ډېر معلومات تر لاسه کړي نوموړي مجلې ته دي مراجعه وکړي."

 

 

++++++++++++++++++

شاه زمان یا ميرزا زمان ابدالي

۱۷۹۳م- ۱۸۰۱م- ۱۱۷۲- ۱۱۸۰هـ ش

 

( د دې پر ځای چي خوا بده کړو، یو بل ته بد ووایو، ښه به وي چي تاریخ  پوهان و هڅوچي تاریخ مو را ته روغ وليکي، تاریخ مو ناروغ دئ.څه چي تېر سوي دي هغسي نه دي لیکل سوي،  د نن ورځي ځوانان هغه پروني خلګ نه دي چي لوستل یې نه کول، ځانونه یې نه خبرول  نن د ساینس او تکنالوژی په برکت هر څوک کولای سي له بیلو بیلو منابعو څخه خپل معلومات پوره کړي.د شازمان په باب لیکل سویدي  د سدوزو څخه و بارکزو ته د قدرت د انتقال اساس د شاه زمان لخوا د خپلو وروڼو وژل او ړندول، د سرادارپاینده محمد خان پر ځای د وفادار خان مقرري او بیا د سردار پاینده محمد خان وژنه وه.)

د تیمورشاه لاښ پروت، چي په میراث شریک زامن کوم چي پلار یې په ژوند کي دغه خاوره او پر خاوره پراته ولسونه دوی (خپلو اولادو) ته ور وېشلې وو( همایون ته یې کندهار، هرات محمود ته، پېښور عباس ته، کابل زمان ته، غزنی شجاع ته، کشمېر بل زوی کهندل ته سپارلي وو".هی هی..........زموږ افغانانو د بدي تالې د تیمور شاه ناصالحو اولادونو هر یوه د پلار تر مړیني که ( وژني) وروسته ټولو یې د قدرت  دغصب اراده لرل. د ولس په وینو ماړه، مست را لوی سوي اولادونو هر یوه د دې بیچاره ولس پرڅټ د سپرتیا تیاري نیولې وو. پردې میراث دوی یو له بله سره ښکر په ښکرسوه.

د دې تازه خپل منځي لوبي په را پیل کېدو کي د تیمورشاه د وخت لوی وزیر (سردار پاینده محمد خان) پوره ونډه لرل. هغه  د تیمورشاه د پنځم زوی زمان(ميرزا شاه زمان ) له مور سره په پټه دا خبره پخه کړې وه چي پاچهي به میرزا زمان شاه ته ور ګټي. کوم چي د مرزا زمان د مور غوښتنه وه سردار پاینده محمد هغه شان لوبه وکړه. د لوی وزیرسردارپاینده محمد خان په آمر د تیمور شاه ټول شهزاده گان(زامن) د بالاحصارماڼی ته را وبلل سوه. دوی ته  مخکي له مخکي ویل سوي وه چي د سلاح  له را وړلو باید پرهېز وکړي. څو د خبرو دلاري د تیمورشاه ځای ناستۍ وټاکو. څه وخت چي ټول مېراث خواره شهزاده گان سره راغونډ سوه مجلس جوړسو. تر لږ خبرو ورسته داسي معلومه سوه چي د تیمورشاه هرزوی تلاښ لري د خپل پلار ځای ناستۍ دی سي.

نو د هغه پلان مطابق چي د مېرزا زمانشاه مور او سردار پاینده محمد پټ جوړکړئ وو، اول پاینده محمد خان ورپسې زمان ميرزا (زمانشاه) له مجلس څخه د باندي ووتل، لوی وزیز پاینده محمد  خان آماده گی لرل، آمر یې وکړئ چي هیڅوک له دې ځایه د باندي وتلای نسي تر څو چي ميرزا زمان خان د پاچا په حیث يې منلی نه وي. ټول رابللي يې بند یان کړه، هغو چي د میرزا زمان د پاچا کیدو سره مخالفت وکړ هغوی یې هلته و وژل.

 

لیکونکئ :" د پادشاهي  نیونکو( د قدرت غاصبو)  ته انسان وژنه څونه اسانه وه  حتی د پلار او ورور وژنه؟  نويسنده ګان هم یوازي دونه لیکي هغوی یې مړه کړه، بس خبره خلاصه سوه، نه تا کړي او نه ما. خدای، قران، اسلام، پیغمبر، انسانيت، خپلوي، افغانیت، اخرت، حساب، کتاب، جنت او دوزخ دا ټول د قدرت نیولو له پاره  شاته وغورځول سي یا تر پښو لاندي کړه سي، مگر زموږ ساده انسانان او په ګټو شریک تر دا اوسه ساده یو دغو قاتلانو ته د ښه مسلمانانو، بزرگانو او ولیانو لقبونه ورکوو.یوازي دا یوه خبره کوو، هغه يې مړه کړه. ولي، پرڅه، په کوم حق، نه نه داخبري نسته، بس لیکو او وايو هغه يې ووژل. "

میر زا زمان خپل سکني او ميرزي ژوندي پاته وروڼه يې په داسي حال کي  بندي وساتل چي ډوډۍ يې نه ور کول. یو شمېر وروڼو يې د لوږي د فشارله مخی د زمان شاه حکومت ومنی. او بیا  زموږ ښاغلي صاحبان لیکي : ښه قانوني حکومتونه مو لرل؟ داسي وي قانوني حکومتونه؟ له دې ورځي وروسته نو تر پخوا هم ښه په زور کي ورور وژنه،  یو د بل سترگی  راکښنه  راشروع سوه.  د زمانشاه تر پاچاه کېدو لږ وروسته، لویه ستونزه هغه وخت را پیدا سوه  چي زمانشاه د سردار پاینده محمد پر ځای خپل قومي سړی (رحمت الله خان) خپل لمړی وزېر او د وفا دار خان لقب یې ورکړه. د شاه زمان دې ټاکني سردار پاینده محمد خان سخت خفه کړه، دا ځکه دغه مقام سردار پائنده محمد خان خپل حق ګاڼه، سردارپاینده محمد نه داچي و تېمورشاه ته یې ډېر کار کړی وو، د زمانشاه و پاچهۍ ته په رسېدوکي یې هم لویه مرسته کړې وو. تر دې ټاکني وروسته قومي مشران او سر دار پاینده محمد خان ټول پوهه سول چي د پاچهۍ مقام ته د زمانشاه په ټاکنه کي یې اشتباه کړې وو، د زمانشاه بله تېروتنه دا وو چي سردارپاینده محمد خان یې کندهار ته ولېږۍ اود دراني قبیلو مشر یې وټاکی په داسي حال کي کندهار یو سور تنور وو. میر غلامحمد غبار لیکي: "د زمانشاه پرضد په کندهار کي څو نفره نامتو اشخاصو،  لکه: ،سردارپاينده خان بارکزی، محمد عظیم خان الکوزی، محمد رحیم خان علیزی، نوروالله خان بابر، اسلام خان پوپلزی، حکمت خان سرکاڼی، سلطان خان نورزی، خضرخان عليزی، زمان خان پوپلزی، امیر اصلانخان جوانشېر، جعفرخان جوانشېر، منشي محمد شریف خان قزلباش، خپله رحمت الله خان(وفادارخان)هم پکښي شامل وو،  رحمت الله خان ټول راپور و زمانشاه ورکاوه. البته پاته دي نه وي چي میا پېر غلام محمد هندي  چي غالب ګمان د انګرېزانو جاسوس به وود دې مشرانو په راپارولو او تنظم کي لاس لاره چي د نور سره یوځای دی هم اعدام کړه سو. زمانشاه بېله کومي پوښتني او محکمې نوموړي کسان ټول ووژل."

ژر د سردار پاینده محمد خان زوی(فتح خان) د پنځه اتیا نامتو اشخاصو سره د زماشاه  په خلاف دهغه مېرې زي ورور محمود سره  لاس یو کړه کابل یې ونیو. زمانشاه په تېښته بریالی خو د جلااباد پر لاره د شینواري په کلا کي یې ونیوۍ په فجع توګه یې سترګي ځیني وکښلې ړوند یې کړ..... ددې چټلیو بې ګټي داستان ډېر اوږدئ.

بلې د دې خاوري بېروني مخالفینواو د ښمنانو دغه وضعه څارل انګرېز لارد مارینګتن او جان مالکم د ایراني فتح علي شاه قاجار په مرسته زمان شاه ته ستونزي جوړولې. پدې شان روسي امپراطور( لوی پتر) د فرانسې امپراطور( یوناپارت ناپلیون) هم خیال لاره چي د افغانستان له لاري پر هند ور خېږي او انګرېزان به له هنده شړي. په عمومي توګه د تېمور شاه د اولادونو تر منځ کشالې ،د انګرېز سیاست په نتېجه کي وو چي د سدوزو وروڼو بې کفأ یتي ګانو او شخړي وې چي میدان یې پر محمد زو بایلاوه. هیواد ټوټه ټوټه خلګ وحشي او د تمدون څخه په څټ پوري وهل شول. له هغه وخت څخه انګرېزانو دغه ملت نړیولو ته په یوه وحشي، درواغجن او د بشریت د ښمن معرفي کړه او په دې توګه یې د نړیوالو په ذهن کي دا ورځای کړه چي دوی(انګرېزانو) دنړۍ څخه د دغو وحشیانو د شړلو په لار کي لوی خدمت کوي. د لاردمارینګتن ېرحه عملي تقریباً یوسل پنځوس کاله افغانستان د نړۍ څخه تجرید شو. دغه شان د افغانستان له پاره  د سر جان مالکم طرح  هم ددې باعث شوه چي افغاني کلتور کي ورور وژنه او دایمي جګړې او فتوا  کي د هیواد ساتني ته پوره ځای ورکړي، چي اغيزې یې حتی تر اوسه په روښانه توګه ګورو. پورته مي د افغانستان نوم ډېرلیکلۍ دی.خودغه خاوره او د هغه وختو حکومتونه لا د افغانستان په نوم سره نه یادیده. بلکي په رسمي توکه د شاه شجاع د حکومت پر وخت دا نوم د افغانستان ذکر سوی دئ. هغه هم د انگرېز سره د معاهدې پر وخت. د دې کورنۍ د بېغوریو په نتیجه کي پر دي لاسونه زموږ گرېوانوته را ورسيده. موږ يې ترگرېوانو ونيولو او گریوانونه يې راڅیری کړه. چا ته روغه تڼی پاته نسوه. هرورورځان پاچا بلی ملک ټوټه، ټوټه سو. د ښمنانان( انگرېز) برلاسي وو.

مگردا خبره هم ضروري ده چی علامه پوهاند عبدالحی حبیبی رح لیکي :دافغانستان نوم تراحمد شاه بابا او حتی ترا سلامي د ورې مخکي هم ډېرځله ذکر سوئ دئ.

مثال ورکوي چي د دالبلدان یعقوبې په تالیف کي چي په ۲۷۸هجري کي يې تالیف سوئ دئ، دابن فقیه په تالیف ۲۹۰هجري کي يې ذکر راغلۍ دئ. د مسالک ابن حوقل ۳۶۷هجري کي، د غزنویانو ددورې په البیرونې کي د افغان د کلمې ذکر په سلهاو ځله، حمدالله مستوفې په ا ثر۷۳۰ هجري کي د او غان او افغان نوم ذکرکړی دئ. ابوالفضل په ائین اکبري کي، نعمت الله هروي په مخزن افغانې کي، د هرات په تاریخ کي چي سیف ابن محمد بن یعقوب ادروي کي يې ذکر راغلی دئ او نورو زیاتوتاریخونو کي.

په دې کورنیوجنگ، جگړو کي د تیمورشاه ۷ وروڼه،۱۰ رسمي ښځي او غیري رسمي خويې په قلم نه لیک کيږي، ۳۳  معلوم زامن ټول دخل وه. دا چي دوروڼو د اولادو شمېره به یې څو وو؟. یوېشت۲۱ د سردارپاینده محمد خان او لاده او دوپنځوس ۵۲ دآ میردوست  محمد خان زامن او دروېشت ۲۳زومان، پنځلس ۱۵ معلومي صورتي او څورلس ۱۴ په نکاح ښځي دا ټول په دې غوبل کي سره ښکيل وه. ددغوشاهانو هیڅ عمل د اسلام سره برابرنه وو، او ټول کړه يې د افغان ولس سره جفأ او خیانت بل څه نه  وو. څوپه وروسته کي د سردار پاینده او لاده بریالې کیږي. د سد وزوڅخه د بوسکشي بزه بارکزی د حلال دایرې ته رسوي

د سدوزو او باکزو ترمنځ د ښمني هله راپیدا کیږي چي سردار پاینده محمد خان په کال۱۷۹۹م کي د زمانشاه لخوا وژل کیږي. خبري رالنډوم ځکه دا کورنۍ جگړې وې، دې نالاېقو شاهانو دهغوی او لادو یوه کورنۍ د بلی کورنۍ، یوکلۍ د بل کلۍ، یوقوم د بل قوم، يو ولایت د بل ولایت، یوملیت د بل ملیت په وړاندي د خپلو نفسي، غیري اخلاقي خواهشاتوپوره کولو په خاطروو، نه د مملکت او ولس د ژوند د ښیگڼو د پاره جنگولي دي.

د تیمورشاه  ټولو اولادو دده په شان د پښتو سره نه دا چي مینه نه وه بلکي ټولي کړني يې د پښتنو خلاف وي. د قزلباشو اقتدار، اثر او رسوخ پر ژبه، کلتور او  ټولو  برخو کي ډېر تاثیر غورځولی وو. د وخت د پاچهانو د خپلوی او مهربانې له وجهی قزلباشو پښتنو ته په سپکه کتل. وزیرفتح خان چي د پاینده محمد زوی دی غواړي د پلارد قتل بدل واخلي، خو ژرد شا محمود لخوا وژل کیږي. ددې جکړو دوجی د هیواد مساحت ورځ تربلی کوچنۍ کیږي.

په کال۱۸۳۷م کي روسانود ایران حکومت تشويق کړئ چي د افغانستان یوه برخه د هرات ښار ونيسي. په دې چي د هرات ښاریي یوه ستراتیژيکه نقط بلل دهند د نیولو د پاره. خو انگرېزانو یي مخه ډپ کړه. په۱۸۳۹م کال کي انگرېزانو وغوښتل افغانستان ترخپلي ولکې لاندي راولي، څو دروسانوداحتمالي خطر او پر مختگ مخه يې نیولې وي. خو په یوه غرنی لاره کي يې۴۵۰۰ څلوزره پنځه سوه سپاهیان او ۱۶۰۰ یوزراوشپږ سوه غیري نظا میان مړه سول، تنها یو ډاکتر برايډن ژوندی جلال اباد ته ورسېدی ډېر افغانې مخورو د انگرېز په مخالفت کي وجنگیدل، شهیدان سوه.

مگر په تاریخوکي د هغوی نومونه فاسدونظامونه نه یا دول او نه ستائیل لکه علیزي اختر محمد خان د هلمند، د نجراب مشران، دزرمت ملامومن، په قلات کي و( د کپتانهې) ته چا ماته ورکړل؟دافغان او انگلیس په د وهمه جگړه کي د کندهاراوزابل ترمینځ خونړۍ جگړې په سلها وو افغان شيهدان سول معیوب او زخمیان سول لکه غازي صاحب خان او پیر محمد خان.

کوم درې مشهورغلجیان وه چي د کابله ووتل په تیزین کي يې د انگرېزانو قافله وگرځول او د خورد کابل تنگي دره يې بنده کړل؟ او پدې توگه په سلهاو و تاریکي نقطې سته. په هرصورت انگرېزان موقطعی پر شاه سول په۱۸۴۱م کي. لږ وروسته به۱۸۸۱ - ۱۸۷۸م کي ترلږ جنگ وروسته د پوره واک خاوند سول.

دالبر ماله د ۱۹قرن تاریخ صفحه۹۶۸. په ۱۸۸۵م کي روس مروه ونيول، په ۱۸۹۵م کي دروس او افغانستان ترمنځ سرحد وټاکل سو دترکستان په ساحه کي کوچنئ پامیراودهغه ټولي برخی یي انگرېزانوته ورکړي. وروسته انگرېزانودهندوستان او افغانستان سرحد وټاکئ، چي د افغانستان د امیرڅخه ئی هغه ټولي درې واخيستی چي پنجاب، چترال او پامیرته تلې.

البر ماله"د۱۹قرن تاریخ". په۱۸۳۸ ۱۸۳۹م کال کي د لاهوراو کندهار لوزنامي د شاشجاع او  انگرېزانو ترمینځ د افغانستان د شرقی برخو جلأوالی وسو. نور بیا

 

 

 

 

 

+++++++++++

تیمورشاه

(۱۱۵۲تر۱۱۷۲)هجري

۱۷۷۳- ۱۷۹۳م

 سپین مجلس: دا به څه تاوان ولري چي د لوی نومیالي احمد شاه بابا یا ( ۲۶) کلن امپراتور د زوی تېمورشاه یا په بل عبارت سره زموږ (۲۰) کلن امپراتور پېژندنه هغسي ولرو کوم چي دی وو؟ متعصب دې نه لولي.

په کتابونو کښي تیمورشاه د احمد شاه بابا زوی  لیکل سوی دئ. خوبیل بیل روایتونه سته. یو شمېر لیکوال تیمور شاه د لوی احمد شاه بابا اول زوی(مشرزوی) چا یې دوهم زوی او څوک یې لا درېیم زوی لیکي. یو لوی ملت چي تر اوسه پوري د خپل(۲۶) کلن امپراتور(بابا) روښانه شجره نه وي ليکلې سخته به نه وي چي د معاصر تاریخ نوري برخي دي سمي و ګڼو؟ ددې خبرو سپېنول زما له وسه پوره نه ده بلکي دا وظيفه او مسؤلیت د افغان مسلکي تاریخ پوهانوده.

  د پارسیانو(اوسنیو ایرانیانو) لیکوالو یا د لوی احمد شاه بابا مخالیفو لیکنو ته به نه ځم. د خپلوښولیکوالو  لیکني هم یوشان نه دي؟

علامه عبدالحی حبیبي صاحب  تیمور شاه د احمد شاه بابا د مشر زوی په نوم  لیکۍ دئ.

 کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا مشر زوی لیکلۍ دئ.

 محمد نادر ایوبي کندهاري صاحب بیا تېمورشاه د احمدشاه بابا درېیم زوی لیکلۍ دئ.

 دغه درې واړه لوی نوم وتي پاخه لیکوال عالمان او کندهاریان  او درې واړه د علامه عبدالحي حبېبي صاحب د مجلس نژدې یاران وو.

اول د علامه حبېبي کتاب(تاریخ مختصر افغانستان) په ۱۳۴۶هـ کال کي لیکل سویدی. دوهم د کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب کتاب(د افغانستان پر مختصر تاریخ یوه لنډه کتنه) په ۱۳۸۳هـ کي چاپ سویدی.  درېیم  یا وروسته د محمد نادر ایوبي صاحب کتاب(پاچهانو څه کول) په ۱۴۳۵هجري قمري چاپ سویدی.

 تر هغه ځایه چي ما شخصاً دوی درې واړه له نږدي پېژندل، درې واړه صاحبان عالمان وو. په د قیقه توګه کاندید اکاډمیسن عطائی صاحب د علامه حبېبي تاریخ لاره او  لوستۍ  هم وو. دغه شان محمد نادر ایوبي کندهاري صاحب د دوی دواړو کتابونه لوستي او په خپل کور کي یې لرل، ماته یې هم د مطالعې له پاره راکړه.

حبېبي صاحب لیکي: احمد شاه بابا درشب رجب ۱۱۸۶هـ به عمر(۵۱) سال وفات (۲۶) سال سلطنت کرد.

 حضرت علامه عبدالحق مجددی و داکتر فضل الله مجددی( از امیرکبیر تا رهبر کبیر) تاریخ لیکل سوي دي: احمد شاه درماه رجب ۱۱۷۸جون ۱۷۷۳جوزا ۱۱۵۲ش به عمر(۵۰) سالګي در کوه بوته چشم ازجهان پوشید.

خبره دا کوم، چي افغانان په خاصه توګه پښتانه تاریخ پوهان باید لاس پکار سي یو دبل په مرسته تاریخ له ابهاماتو راته پاک کړي. دا ځکه  زموږ ځوان نسلونه ته به د ټولو لیکل سوو تاریخونو پیداکول او لوستلای مشکل وي، او په دغه شان چي یې ولولي نور پر خپل تاریخ بې باوره کېږي.

په ۱۷۴۷م کال کي چي نادر آفشار د خپلو درباریانو لخوا ووژل سو دا د(یکشنبې شپه ۱۱ جماد الاخری)وه. احمد خان ابدالي او نورپښتانه د هرات له لاري له مشهده کندهار ته راغله(رجب) میاشت وه. د پښتنو جرګه جوړه سوه، جرګې احمد د زمان خان زوی(۲۵) کلن ځوان په افغاني سلطنت د احمد شاه د دراني په نامه انتخاب کئ. علامه عبدالحی خبېبي لیکي(تیمور شاه) د احمد شاه بابا مشر زوی وو، چي په مشهد کي زېږېدلۍ وو.

 تیمور د خپل پلار په ژوند کي کله چي په لاهور کښي حکمران وو، هلته یې پر خپل نوم سکه وهل. خدای بخښلي علامه حبېبي صاحب د معاصر تاریخ په لیکلو کښي د نورو لیکوالو په شان بې علاقې دی. دا ځکه علامه حبيبي غوندي عالم نه دي غوښتي د افغانستان پر معاصر تاریخ باندي مستند څه ولیکي؟  علامه حبیبي پر احمد شاه بابا او د هغه پر دغه لویه امپراتوري (شپږوېشته کاله سلطنت) فقط او فقط (زړه نازړه)څلور،پنځه صفحې او پردا بل امپراتور( تیمور شاه ) چي شل (20)کاله امپراتور پاته سوی دی  فقط یوه صفحه لیکنه لري؟ نو دا ( ۴۶کلنه امپراتوري) په شپږ صفحي لیکنه کي؟  هغه  ټول جنګونه، جګړې، حملې، ماتي  او بریاوي، چي نه پکښي د انسنانو وژل  یاد سوي دي؟ نه پکښي د کورونو خرابېدل  لیکل سویدي؟ هیڅوک هم  دا نه لیکي په دې هره جګړه څو تنه انسانان  مړه او زخمي کېده؟ د مړو، زخمیانو او د هغوی د کورنیو سره څه شان کړه وړه کېده؟ ولي دا هرڅه پټ ساتل کېده. که همداسي وي پس سړی دې نتيجې ته رسېږي چي یوه مستبده امپراتوري تیره سویده؟

لکه هر پلار د خپلو اولادونو په ښه تعلم او تربیه باندي مکلف دئ.  دغسي اولادونو ته د وطن، خلګو او خپلي عقېدې سره مینه ور زده کول هم پکار ده.

 خدای بخښلی  عبدالحی (حبيبي) صاحب په" تاریخ مختصر افغانستان" کي لیکي( بعد از وفات احمد شاه بابا از جمله یې هشت فرزندش،شهزاده سلیمان پسر کوچک او در کندهار بسعی شاه ولیخان وزېر اعظم پادشاه شد.

کاندېد اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب "د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه" کي لیکي" کله چي احمد شاه بابا په ۱۷۷۳م کي په کندهار کي د خپلي ناروغی څخه ډېر په تکلیف شو، نو د دولت لوی مشران یې را وغوښتل او د هغوی په غونډه کي یې تېمور شاه خپل ولیعهد و ټاکی. که څه هم د استحقاق له مخي دا مقام د احمد شاه بابا د مشر زوی  شهزاده سلیمان حق وو"۳۸ص

خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری په خپل اثر" پاچهانو څه کول" په ۴۷۴ص کښي لیکي: احمد شاه بابا د پنځه ويشتو کلو سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښوونځیو د تأسیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فېصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه او بل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی(تېمور) په وصیت سره وليعهد وټاکی او په دې توګه یې په کورنۍ کي پاچهي میراثي سوه"

ایوب خان اڅکزي څه ښه  ویلي وو:" په جیل کي موږ ته دا دوه حقیقتونه په ثابت صورت څرگند سول یوقوم چي آزادي نه لري غلام دئ، لیکن هغه قوم که سردار ولري نوغلام درغلام دئ". رښتیا یې ویلي دي.

کله چي لوی احمد شاه بابا د ځپل ژوند په وروستیو کي د دولت مشران  او خانان را وغوښتل ده خپل ولیعهد تیمور ټاکی، په هغه غونډه(جلسه) کي صدر اعظم یا لوی وزېرشاه ولي خان  حاضروو؟ که نه وو حاضر یا له هغه څخه پټه ساتل سوې وه، نو بیا دا خپله پوښتنه ده؟  که حاضر وو نو بیا د احمد شاه بابا د نصیحت، وثیت اوتصمیم خلاف یې څنګه  شهزاده سلیمان د پاچا په نوم ټاکه؟

له یوه سره ګونګ تاریخ دی، د تیمور شاه، شهزاده سلیمان کوم بل درېیم کس (مشر ورور)چي محمد نادر ایوبي صاحب یې یادونه کوي د نوم نه شتون؟  د یوه زوي د زوکړي کال او ځای یې چاته معلوم نه دي؟ په کوم کال زېږېدلۍ دئ، بل صدراعظم شاولي خان کله خپله لور شهزاده سلیمان ته ورکړه؟

 یوازي د تیمورشاه په باب لیکل سوي دي - ۱۷۴۲ - م چي د ۱۱۲۱هجري شمسي کال سره سمون خورې دایران په مشهد نومي ښارکي زیږیدلی دی.

د خپل پلار د مرگ پر وخت دي (تیمور)د هرات والي وو. پر دې وخت دده عمردېرش یا یو دېرش ۳۰یا۳۱کاله وو. نوټ: که د تېمور زوکړه(۱۷۴۲م کي د قیق وي، احمد شابابا په ۱۷۴۷م کي پاچا سو تېمور د(پنځو) کلونو وو او احمدشاه بابا په ۱۷۷۳م کي احمد شابابا مړ سو. اوس نو که له ۷۳ څخه ۴۷ منفي کړو، نو تیمور شاه باید د پلار د مړیني په کال (۲۵+ ۵=۳۰) کلن وي، نه داچي دوی تېمور(۳۳) کلن لیکلۍ دی. ویل کېږي چي احمد شاه بابا په خپل ژوند کي ترځان ورسته خپل زوی شهزاده تیمور د پاچهۍ د پاره غوره کړی وو.د نوموړي په ټاکنه کي د محمد( ص) د تصميم، رایه او پرېکړي خیال په نظرکي نه دی نیول سوی. دولس امانت  کوم چي د یوې جرگي د پریکړي پر اساس احمد شاه ته سپارل سوی وو،  ده باید دولس دغه   امانت ولس ته سپارلۍ وای، په خفگان داسي یې ونه کړه.

 په "افغانستان از امېر کبیر تا رهبر کبېر" کي لیکل سویدي: تیمورشاه(۷ ) وروڼه لرل، لس ښځي ( افشار، هندی، کیشميری او د پښتنو قبایلو)هغه وخت لرلې چي پلار یې ژوندی وو. که دا خبره رښتیا وي بیا نو په هیواد کي ښه عمري عدالت وو، مګرد اسلام د مقدس دین د اصولو خلاف. واي چي تیمور شاه په مجموعي توګه( ۲۳ ) دروېشت زامن او (۱۳) دېرلس يې لوڼي وي. همایون، محمود، فېروزالدین، عباس، زمان شاه، او شجاع المللک  یې مشهوروه. د نورو زامنو او لوڼونومونه یې نسته. کله چي دا پیاوړی والي تیمور د خپل پلار په مرگ خبرسوو له هراته د کندهار پر لور د لښکرو سره یې حرکت را وکړ.

   د پلارد مرگ، غم ، خفگان، جنازې او فاتحې  خبره نه وو د مقام، هوا او هوس په  شوق را روان وو. د امپراتوری مرکز(کندهار) ته د تېمور تر راسېدو مخکي دلته په کندهار کي حکومتي واکدارو د احمد شاه بابا یو بل زوی د تیمور شاه مشر ورور شهزاده شهزاده سلیمان د پاچهۍ د پاره وړسړی وباله. په واک کي شریکو او یو شمېر خانانوغوښتل دغه مقام او دغه پاچهې شهزاده سلیمان ته ورکړي. د دغو واکدارو خلگو له جملې څخه یو د احمد شاه بابا د وخت مقتدېر صدر اعظم شاه ولیخان وو، دا هغه شاولي خان وو چي (خرقه شریفه) یې د جوزجان ولایت له فیض آباد څخه کندهار ته را وړل. صدراعظم شاه ولیخان د احمد شاه بابا د مشر زوی شهزاده سلیمان خُسروو. کله چي کندهار ته خبر راورسېدی، تیمورشاه له هرات څخه د امپراتورۍ د مقام نیولو په هیله د خپلو لښکرو سره یوځای د کندهار پر لورحرکت راکړی دئ، د لته شهزاده سلیمان ترخپلي پاچهۍ تیرسو. صدر اعظم شاولیخان چي د شهزاده سلیمان په پاچهۍ خوښ وو، ډېر ژرد خپلو دو زامنو او قومي مخوروسره، د تیمور شاه د تیمورطرفدار د یوان بیگي ته ورغلل پر خپلو کړو(شهزاده د سلیمان ) سره پر همکارۍ یې بخښنه وغوښته، د تیمورشاه طرفدارد ېوان بیگي شاولي خان د زامنواو قومي مشرانو سره یوځای بندي کړه. پسله هغه د ېوان بیگي دغه بندیان د محافظینو ترکنترول لاندي تېمورشاه ته  ور وا ستول.

  تیمور شاه په دغه وخت کي د خپلو ملگرو لښکرو سره د فراه ولایت مربوط د بکوا په د ښته کي د انگورخان باميزائی او  اسلام خان په کورکي چي په سياه اب کي وو، محافظو له کندهاره را وستلي بندیان هریو، وزیر شاه ولیخان، دوه زامن، دوه خوریان څو مخور دغه ځاي ته را ورسول.

    مسؤلینو تیمورشاه له واقعې خبر کړه، تیموردوی ځانته ونه غوښته. سره ددې چي صدراعظم شاه ولیخان د احمد شاه بابا، نژدې همکار اولوی وزېروو، خو تیمور بېله دې چي دوی ووینې او یا يې خبري واوري، ټول بیله پوښتني او بيله د یوې محکمې له پرېکړي څخه دوی وژل. نه پوهیږم چي دوستان  د تېمورشاه دغه عمل جُرم بولې که نه ؟. صدراعظم شا وليخان یې د مشرورورخُسرهم وو د پلارد وخت لوی وزیريې وو، زامن يې د ورور، اخښیان د ورېنداری پلاراو ورورڼه د هغې د ترور زامن ټول ووژل، د وزېر شاه ولي خان زامن مختار الدوله شېرمحمد خان او جهان خان سپه سالار له وظیفو څخه ترد او سند ته تبعد کړه.

 سید بهادرشاه کاکا خیل په خپل تالیف " پښتانه د تاریخ په رڼاکي" لیکلي دي چي د تیمور شاه د دې ناوړه پېښي له اثره  وو چي د دُرانو یوه لویه حیصه له ځانه څخه ناراضه کړل. حقیقت دادی چي ډېر وطنوال د دې خبر د اورېدو څخه خواشېني سول او هغه یې بې تدبېره او ظالم شخص وباله.دا پرڅه د څه له پاره؟ څه جُرم يې کړئ وو؟ هغوی خو دولت خوشي کړ، پر خپله دې عمل چي جُرم هم نه وو  د شهزاده سلیمان سره همکاري راغلل بخښنه يې وغوښتل، تسلیم سول، د تیمور دا شان پرېکړ او عمل د اسلام مخالف، د بشري قوانینو خلاف، د دوستۍ دود او عرف خلاف او سپکاوی وو. بده یې لا دا چي دغه پنځ واړه يې د خلگو په مخ کي ووژل. تیمور لا تر کندهاره نه دی رارسيدلۍ، پرشاهي تخت نه دی کښینستلۍ وژني یې پیل کړې.

خدای بخښلۍ محمد نادرایوبي کندهاری  د خپل اثر" پاچهانو څه کول؟" په ۴۷۵ص کښي تیمور شاه  داسي  معرفي کوي " تیمورشاه ( په قرآن باندي د وعدې ماتوونکي او د مخالفینو بې محکمې قاتل پاچا) د احمدشاه بابا زوی د پلار تر مړیني وروسته د هغه دوصیت سره برابر چي د مخه یې لا هم د هغه له پاره بعیتونه اخېستي وه د هرات څخه وکندهار ته رهي سو، د احمد شاه بابا نامتو وزېر شاولیخان هڅه کول چي شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا بل زوی خپل زوم و پاچهۍ ته ورسوي. تیمور شاه لا کندهار ته نه و رسېدلی، وزېر شاولیخان د خپلو دوو زامنو او دوو وطني مشرانو سره د عذر کولو او ښه راغلي لپاره د تیمورشاه و استقبال ته ولاړ، کله چي وزېرشاه ولیخان او ملګري یې تیمورشاه ته ورسېدل، هغه صدراعظم شا ولي خان، زامن او ملګري یې بې له تحقیق، څېړني او محکمې په قتل ورسول."

خدای بخښلي اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائی صاحب هم د تېمورشاه په بابا د نورو لیکوالو په شان نظر لري، دی لیکي" تیمورشاه د وزېرشاه ولي خان، زامنو او نورو مخور په وژنه سره د خپلو درانیانو سره په ډېره بده بدي اخته سو، د ده اعتماد پر ټولو دراني خانانو ختم شو او خانانو هم په د ننه کي د ده سره د دښمنۍ پلانونه طرح کول او دا عوامل ددې سبب شول چي تېمورشاه د کندهاره څخه ځان لېري کړي، تیمورشاه عیاش سړی وو او د کابل د هوا مساعدت و ده ته زمینه برابروله چي د کال په هر موسم کي خاصتاً د دوبي په موسم کي مستۍ او مېلې وکړي."

 د امپرا توري په اول کال یې له کندهاره څخه مرکز کابل ته یووړ. ..... شیخ عبدالطیف جامي هروي یې خپل وزېر مقرر کړه، د خزانې وزېر یې هندي التفات خان او د استفتا هم و ملا عبدالغفار هندي ته، قاضي فیض الله  یې د پاچهۍ مشاور وټاکی، احمد خان بیات یې د دوو لسو زرو تنو د خپل ځان ساتني قوماندان وټاکی.  تېمور شاه ځیني  قومي ټیکه دارونو چي په پټو سترګو یې د ده اطاعت کاوه لکه: فتح خان سدوزي، نورمحمد خان الکوزي،نور محمد خان بابري او یو شمېر نور یې له ځان سره و ساتل.

۱۳۵۳ّهــــــ کال کي د تېمو رشاه د کړونو مخالیف د عبدالخالق سدوزي په مشرۍ په کندهار کي خپل حکومت اعلان کړه او دکابل د نیولو په نیت له ۲۵۰۰۰پنځوېشتو زرو نفرو سره حرکت وکړ، د شش ګاو په سېمه کي د تیمور له قواو سره مخامخ سول،  دوه زره نفر یې ووژل سول، عبدالخالق خان ځکه  ماته وخوړل، چي د ده سره ملګري یوشمېر قومي ټیکه دارانو لکه: پاینده محمد خان او د لاورخان بیله جګړې تیمور شاه ته تسلم سوه. عبدالخالق خان سدوزی ونیول سو تیمورشاه ډېر له هغو ووژل او عبدالخالق خان یې ړوند کړ.

. تیمورشاه  د پلار په ژوند کي او بیا کله چي د ميراث پر ګدۍ کښېناست شپه او ورځ په بدلمنيو باندي اخته وو. هغه وخت هم لکه دا د اوس  په شان د دربارو نوکرانو به دا خبره کول چي پاچا چي هرڅه کوي هغه د هیواد او ملت په خیرکوي. نو زموږ دغه شاه د لوی احمد شاه زوی هم قاتل وو او هم بد لمنۍ. دپښتو او پښتنو سره  د تیمورشاه مینه له هغه وړکتو څخه نه وو. ځیني لیکي چي حتی په پښتوژبه خبري یې نه کولې او زده یې هم نه وه. هو یو شمېر تیمور شاه شاعر بولي او د شعرونو نمونې یې یادوي، د پښتنوڅخه د نفرت او پښتنو څخه د بېری له بابت یې د پاچهې مرکزپایتخت د  کندهار څخه کابل ته یووړۍ.

نه سم ويلای چي څوک مسؤل وبولم، ولي د لوی احمد شاه  زوی تیمورشاه د پښتو ژبی او پښتنو څخه نفرت  کاوه؟ ولې يې پښتونه وه زده؟. خپل د ساتنی دپاره يې یوازي پرقزلباشو اعتمادو، په دربارکي پښتونه چلیده. ولې د لوي احمد شاه بابا په ښځو کي یوي هم د زرغونې انا په شان زوی تربیه نه کړه؟. او ولي يې یوه ښځه هم نامداره نه سوه؟د تیمورشاه د مورنوم ولي له موږ څخه پټ دی؟ښه د احمد شاه بابا ترمرگ ورسته لکه د احمد شابابا د مور زرغونې انا نوم چي لیکل کېږي نو د تیمورشاه د مور په نوم  لیکلو او اخېستلو بیا ولي  دوی شرمېږي؟.

که څه چي د لوی احمد شاه بابا په حکومت کي هم پښتو په دربارکي رنگ بایللی وو. خوتیمورشاه په درباره  کي یې د پښتو کمبله ورجم (ټوله )کړه. له هغه وخته بیا د سردار محمد داود خان تر وروستۍ ورځي پوري پښتو دربارته نه ده پرېښول سوې. په افغانستان کي پښتوژبه په رسمیاتو کي ځای نه لاره بیله هوتکي دولت او پاچهی څخه وروسته په ټول معاصر تاریخ کي  نورو  ټولو دولتونو پښتواو پښتانه ټکولي دي . ځکه چي  دایران اوانگریزانو غوښتنه وه.   

د تیمورشاه د بد و اعمالواو ظالمانه کړو په مقابله کي ډیر ځلی قومي مشرانو مخالفتونه کړي دي. خو هغوی د تیمور لخوا نیول سوي او وژل سوي دي .

دمثال په توگه:په کال ۱۷۷۹م یا۱۱۸۵هجري، کال کي، د تیمورد لیري کولو یو پلان د احمد شاه بابا د شپږم زوی سکندر سره په موافقه کي د قومونو مشرانو جوړکړی. چي تیمورشاه باید له واکه لیري سي او پرځای يې سکندر پاچا کړي. په دې پلان جوړونه کي مشهورو قومي مشرانو لکه ارباب فیض الله خان، خلیل صاحب زاده محمد صاحب او ملک ارسلاخان مهمند شا مل وه.

تیمورشاه د پلان څخه خبرېږی، مشران نسي او وژني يې. د قرائینوداسي معلوميږي چي د سکندر مور به پښتنه وي. د هغه جملې مشرانونه ملک ارسلاخان ژوندی په تیښته بریالی کیږي. تیمورشاه په خپل ټول توان کوښښ وکړئ چي ارسلاخان ونيسي، خوبریالی نسو. د لته ووچي د خپلي عُقدې د سرته رسولوپه منظور يی بیا اسلام، دود، قول، قسم، د جرگې اعتبار، پښتو او پښتونولی داهرڅه د خپلۍ عقدې دکښلو دپاره استعمال کړل.

وگورې د قوم مشران راغواړي، پر ارسلاخان خبري کیږي، په جرگه کي د ارسلاخان د بخښلو پرېکړه کیږي. قران شریف راوړل کیږي، په قرآن (م) کي دننه دقرآن (م) پرپاڼو دارسلاخان مهمند د بخښې فرمان لیکل کیږي. امضا او مهر کوي يې، د خلگو په مخکي پر قرآن (م) مجید لاس ږدي، او داسي وايې:چي زه به ارسلاخان ته څه نه وایم، نور به زه او دی سره دوستان یو. جرگه وال هغه قرآن (م) چي دارسلاد بخښې فرمان پکښي د تیمور لخوا مُهر سوي وو. وارسلاخان ته وروړی.

جرگه وال ټوله کيسه وارسلاخان مهمند ته کوي، او په اخیرکي هغه د قرآن (م) چي دده د بخښی فرمان پکښي لیکل سوئ، تیمورامضا او مُهرکړی وو ارسلأ خان ته سپاری. ارسلاخان قرآن (م) مچوي، او خلگوته وايې"ای خلکو تاسي تیمورنه پیژنۍ، زه يې ترتا سي ښه پیژنم هیڅ د باورسړی نه دی دقرآن (م) او ستاسي په احترام دادئ در سره ورځم، خوتیموراوقرآن (م) ؟هغه کله قرآن (م) ته عقیده لري. هغه کله مسلمان دئ ". ارسلا خان رښتیا ویل کله چي ارسلاخان د سپین ږیروسره یوځای د تیمورمخی ته ودرېدی سمد ستي د تیمور لخوا پر هغه ميدان  ارسلانخان ووژل سو. هغه قران م چي دارسلاخان د بخښي فرمان د تیمورپه مهر او امضا اوس په کټواز کي د خلگوسره پرت دئ.

ماته د خروټو د قوم مشر حاجي تورخان خروټي چي فعلاً په کراچي ښارکي ښه مالداردی وویل چي هغه قران م تر اوسه هم زموږ په کلی کي ساتلی پورت دئ. نور ورباندی  تاسي قضاوت وکړې. زه د شاه هانو داکیسې نه لیکم چي هلته او د لته يې حمله وکړل دا سي اعمال يې افتخار هم نه بولم چي، څونه يې ووژل، څونه يې خراب کړل، په جنگ، جگړو، وژنوکي، شراب خو ريو، ښځو بازیوکي پهلوان وو. خود به يې کړې وي د خپل ژوند، د خپلي کورنۍ او خپل ټبردپاره به يې گټي کولې، نه د هیواد او ملت لپاره.

سوال همیشه دادئ :څوتنه افغانان يې وه روزل؟ په څو يې زده کړي وکړې؟ څه شي يې جوړکړي دي؟. د قیقاً باور لرم چي د ملت او ولس په مفهوم زموږ شاهان نه پوهيده. هیڅ جنگ او جگړه يې ددې دپاره نه ده کړې چي په هغه کي دي ددوی نیت د ولس خیروو. داسي وي د لوی احمد شاه بابا نا زولی تربیه کړې زوی او وارث ؟د تیمورشاه ترمرگ ورسته دده ترحساب تېرو ښځو او او لادونو تر منځ چي هر یوه د خپل اقتدار ساتلو په عرض لنډ غريزم، د بیچار ولسونو جنګول، وژني او استعمالول وکړه. دونه ضررونه ددې وطن خلگو ولېده چي مه يې کوه خبري.

د تیمورڅخه ۳۳زامن او ۱۳لوڼی پاتیږی. په کال۱۷۹۳م کي مري. داسي روا یتونه هم سته او د اکاډمیسنی کاندید محمد ابراهیم عطائي لیکي" تیمور شاه په ۱۸۹۳م کال په پېښور کي ناروغه او په کابل کي مړ شو. وايي چي مرګ یې هم طبیعی نه وو بلکي د حرم ښځو مسموم کړی وو" ص ۴۳. پاي

 

 

 

++++++++++++

 

لوی احمدشاه بابا

دولسمه برخه.


شجرې یا ګډي وډي؟ وې لوله خفه کېږه مه


یو ځل بیا سلامونه: د تاریخ او قومونو په نوم د ولسونو غولول تر کله؟ د دغي خاوري (افغانستان) پر مخ د پرتو ولسونو د غټي برخي ژوند او کار خو یوازي د څو کورنیو د حاکمیت ساتل، هغوی ته د ژوند او عیاشیو د مصارفو په برابرولو کي تېر سوئ او تېرېږي. چي تاریخ نويسو د غرېبو د ژوند هیڅ یا ډېره کمه یاد ونه هم نه ده کړې، د مفتخورو کورنیو پر کړو ظلمونو یې نه دا چي سترګي پټي سوي دي بلکي د هغوی صفتونه یې کړيدي، کوم چي دوی یې نن د افتخاره ډک تاریخ بولي. هغه تاریخ چي پر دې خاوره د پراته ولس د 95٪ دو نه په ښو او نه په بدو یې یوه یادونه پکښي نه ده لیکل سوې دا به نو دچا تاریخ وي؟. په قصدي توګه زموږ ځوان نسل د خپلو مېړنیو پلرونو او نیګانو له مبارزو، قربانیو،خواریو او له سختیو ډک ژوند څخه بې خبره ساتل سوی دی. زموږ بیچاره، په نس وږي، په تن لڅ ولس په پېړیو، پېړیو مستبدو واک لرونکو شاهانو د سواد له نعمت څخه محرم ساتلۍ، جنګولي، وژلي، معیوب کړي او استعمال کړیدي، زموږ (ولس)د نیکه ګانو په مرګ او وینو د جنګ او جګړې د میدان له سره تنور څخه را کښلي غنیمتونه باندي هم جأبرو خپلي خېټي په پړ سولي دي.د ولسي شهېدانو او زخميانو کورنیو ته یوازي درد او غم تللی دی.
ظالمان دوه ډوله دي:
اول - هغه چي ظلم کوي هغه ته(ظالم) ویل کېږي.
د وهم - هغوي چي د ظالم په وړاندي مقابل(مبارزه) نه کوي. هغوي هم ظالمان بلل کېږي.
د خفگان ځای دادی چي زموږ یوشمېر وطنوال کوښښ کوي انسانان پردې ور سره سوي او کېدونکي مظالمو باندي قانع، آرام او د قسمت په لومه کي بند وساتي، د ظالم او ظلم په وړاندي یې له مقابلی را گرځوي.
اوس مو نو بې علمۍ د هیواد والو په مغزو کښي د خپل ځان ساتني له پاره رنګاه رنګ خټیني او محکمه کلاه ګاني جوړي کړيدي. همدا د واک پر ګدیو د پاته سو کورنیو جفأ وي د دې باعث سوې چي ولسونه مو په ذهني توګه ژر دښمنان دښکار په لومو کي ځان بندوي. د دې بې زده کړو ولس پلاسونو باندي ښوونه او ښوونځی په بمونو الوزول کېږي. که یو کس پوښتنه وکړي چي دا د ښمن څوک دئ؟ سمدستي به د ظالمو کورنیو جاهل دوستان پر خپلو کورنیو د لمني د را کشولو په منظور درته وواي ته خو د الله(ج) له ویش نه منکر یې، ته قومي، ژبه ني او عقیدوي تعصب لرې. پس دا شان ا شخاص د ظالمانو او خاينانو، متعصبو سره په گټو شریک وي.
د ظالم نه ښوول، په وړاندي یې مبارزه نه کول گناه، خیانت او د ولس سره جفأ ده. ماته سترگه مه وهه چي چپ سه څه مه وایه ږغ مه کوه چي دانیم بنده حالت به خراب کړي. مگر دا زما خبري واقعیت، حقیقت او رښتیاندي ؟
متضررین په هرملت او مليت کي سته. جابران هم په هرمليت او ملت کي سته خو گورئ دجابرو ترمنځ یووالی څونه ټینگ دی. ولو که په جلا قوم، ژبی، رنگ، ملیت، ملت، عقیدې او مذهب پوري تړلي هم وي. یوازي بد بختی په غریبو ولسونوکي ده. ترڅو پوهه غوړیږی دا راته په لوی لاس جوړکړه سوي مشکلات به همدغسي راته پاته وي.
ترکمه ځایه چي ما چاپ سوې شجرې پیدا او ولوستې تر لوستلو وروسته یې دې نتیجې ته ورسېدم او راته څرگنده سوه، چي دغه د قومونو د جوړښت جلاوالی او پیژندگلوی څه شجرې چي لیکل سوي، چاپ سوي او نشر سوي دي یا لیکوالو حوالي پر ورکړي دي "مجمع الا نساب"دي، چي لېدلې او پیداکول يې هرچاه ته مشکل کاردی. زه په اغلب ګومان داسي فکر کوم چي زموږ پښتنو د بد مرغۍ له پاره به لمړی ځل د عربو له خوا دغه شجرې لیکل سوي وي او بیا لاس پرلاس سوي وي.
کومي د نصب شجرې چي ماو لوستې، راته خیالي، افسانوي، په بیلو بیلو پړاونو کي بینا پر شخصي اغراضو لیکل سوي دي، له واقعیتونو سره به په مشکل سر لگوي. خو بې خبره يې د ناپوهۍ او د ښمنان يې د خپلو گټو د پاره چي نفاق ژوندی وساتي پکار وړي.
بل دا خو د پیژندگلوی لپاره د نسب شجرې دي. که رښتیا هم وي موږ باید د انسانانو په حیث دا جلاوالی، لیري والي ونه بولو. ولي مو پر خدای (ج) باورد لاس ورکړی یا کمزوری سوی دئ، قران پا ک څه وایي.
ا نسانان سره وروڼه دي، اصل او نا اصل پکښې نسته. دا ځکه د یوه ادم او هوأ څخه پیدا دي. پلار او مور مو يو دي او بیا په مسلمانانو کي چي خدای (ج) او پیغمبر(ص) يې هم یوي. سره لدې ټولو خبرو موږ ځانو نه ولي سره جلا کوو؟ هغوي چي دغه په دغه جلاوالي کي برتري مني معلومېږي عقیده او باور پر الله پاک نسته. اهغو ته چي دا اختلا فات يې په وجود راوړيدي او يا پکښې اوس هم اخته دي د خپلوشخصي گټو د ساتلو په هدف ولسونه سره ټوټه ټوټه کوي، کوم نوم ورکولای سي فکر وکړې .
اول: - بابا آدم (ع )عرب وو که عجم ؟
دوهم: - قیس عبدالرشید درانی وو که غلجی؟
امریکا يې عالم مورگان په ۱۸۷۷م کال کي تر ډېرو څیړنو وروسته ورته دا خبره لڅ سول چي د بربریت تر مرحلې وروسته د «مورگنۍ» مرحله شروع سوېده او بیا د وخت په تیريدو سره د«پلارگنۍ»مرحله په وجودراغلې ده. نوهلته به په مورگنۍ مرحله کي د نسب شجره څنگه وه؟. که څه چي ډاکتربیلیو، څلور پیړۍ تر میلاد مخکي د هیرودوت په زمانه کي د پکتیا، پکتیکا، گندهارا د نومونو ذکر کړی دی، چي دا ټول ځایونه او دهغوی نومونه د پښتو سره رابطه لري.
ما خودغه شجرې ولوستۍ:
لکه: مخزن افغانې د خواجه نعمت الله، کابل سلطنت بیان دالفیسټن، د خان جهان تاریخ، لیفټنټ کرنیل، تذکره، پټان، تاریخ جهان، پښتانه د تاریخ په رڼاکي، د پښتنوقبیلی شجری د محقیق عبدالطیف یا دطالبې، سیال مهمند، حیات افغانې حیات خان. دا خبري ډېرزیات تفصیل نه غواړي.
په دې:
۱- ترهمدا اوسه پوري لا موږ يوه روښانه، مستند، دلاس وهلو پاک د وروستیو درو سو کلو تاریخ نه لرو. نو څه چي دیونيم زرو کالو شجرې به څنگه وي. څنگه داخبره ومنل سي چي ټول پښتانه د قیس عبدالرشید او لاده ده. نوهغه سهاک پښتانه چي ترميلاد زر( ۱۰۰۰ )کاله مخکي موجود وه هغه د چا او لاده وه؟ایا ترا سلام مخکي پښتانه نه وه موجود؟ ترد وسوه کاله ډېر زموږ د هیواد نوم افغانستان، زر کاله خرا سان او ترهغه د مخه د وه زره کاله د پکتیکا، پښتونخوا او يا اریانا په نومونو دا هیواد بلل سوئ دئ او هلته د پښتنو شتون ثابت دی.
پس په ۱۴سوه کاله کي دغه نژدې«80» ميلیونه پښتانه ددې یوه انسان څخه وزیږیدل؟خپله قیس عبدالرشید پښتو له چا څخه زده کړل؟طبعیي خبره ده چي د قیس عبدالرشید ښځه، موراو پلار هم باید پښتانه وي، او هغه بیا دیوبل پښتانه لوراو زوی وي. هغه پښتون بیا د چا او لاده وه؟.
په دې ډول تر بابا ادمه خبره رسيږي. سرمحقیق دوست شنواري هم تقریباً په همدې ډول ورته نظر لري دي لیکی :"ځیني کسان چي د پښتنو په څیړنه بوخت، داسې نظر ورکوي چي پښتانه د څومحدودو برخو څخه خپاره شوېدي مثلاً : مومند، ترکلاڼی، یوسفزی. . . دغوړې مرغۍ نه د غزني او ننگرهار د لاري د پېښور په وا دي کي خپاره شوي چي هلته د مخه نه وو او په دې توگه دا هغه سیمې دي چي پښتنو نیولې دي.
دغه محقیق دې ته نه گورې چي د چاه يې دا مځکي نیولې دي . د لته چي مخته د لازاک پراته وو هغه څوک دي . همدارنگه د هغو سیمو ډېر پخواني او سېدونکي سلیمانیان څوک وو؟دغوسوالوته جواب ورکول د یوې بلي پروژي ایجاب کوي چي که ددغه مرکز دومره توفیق په برخه شي دا پروسه به هم د کوم محقیق په ذریعه بشړه کړي چي د پښتنو قبایلو تاریخي مېشت ځایونه، د لېږد تاریخونه، عوامل، په اجتماعي ډلود وېش موجوبات او داسي نور راو سپړي . د دې خبرواکثرا دلایل پرافسانوي او فکلوري داستانونوولاړدي".
مثلا طالبې صاحب لیکي: دابدال په هکله ډېر افسانوي روایتونه هم شته چي د لته يې راخیستل بیځایه نه دي :روایتونه وايې چي دا سلامي د ورې په تاریخ کې لومړئ نامتوسړی چي دابدال= او دل په نامه یا دسوئ دئ د پښتني قبیلو مشر نیکه دئ چي د خپل نامتو کهول سره د سلیمان په غره کي او سېدی. دی د ترین زوی د خرښبون لمسئ او د سړبن کړوسئ دئ. او د ترین درې زامن وه، ۱ –ابد ل، ۲ - سپین، ۳ - تور. نوټ: دا خبره یې هم د علامه عبدالحي حبېبي له کتابه را اخېسېده.
دا خبره روښانه د ه چي ژبه د یوې ټولني، اجتماع او يوي کتلې خلگو په منځ کي راپیدا کيدای سي، هیڅ کله یوشخص خارج د ټولني څخه د ژبي لرونکي نه وي. کله چي د قیس عبدالرشيد زوی د کسي د غره څخه غوړي مرغې ته تلی پرلاره يې داشعر وایه:
د بیلتانه ناره مي وسوه پر کورباندي
نه پوهيږم چي به څه وي پیش په وړاندي.
دا ډېراو ږد شعردی. سوال دادئ چي څنگه په یوه ځل پښتون پيداسو؟پښتو ژبه په وجود راغله او خط پیدا سو، په دونه لوړو ادبیاتو پښتو شعر پیدا سو؟ولیکل سودا دی ترموږ راورسېدی. که دغه شعراوادبیاتو ته پام و کړو نو حتمي به سوونه حتی زرگونه کلونه پر پښتو لیک، پښتو ژبي تیرسوې وي.
د کابل مجلې۶۲۰گنه د شوروي سرچينوپه حواله وايې چي د ساکو(سهاکو)اصلي هیواد لرغوني افغانستان د هند وکش شا وخواوې دي. دهېرودوت په روایت "د سهاکو لومړی نیکه ترگیتای په یوه وچ ډاگ کې پیداشو، پلاريې اسمان او مور د سيند لور وه. د هغه درې زامن وشول چې مشر يې لوراکری، منځنی يې ارپوکطی او کشر يې کولکزی نوميده . . او د واړو وروڼو پاچهې خپل کشر ورورته ور پر یښوده. . ".
لیکونکئ:عجایبه خبره ده د اسمان او مځکي د زوی درې اولاده پاچهې ؟. ساکانو په بیلابیلو سيموکي پر اخې امپراتورۍ جوړې کړي وې او مشاهير او اتلان يې ماويس، زرینه، سپارگاتیس، روستم. . . یا د شوي دي. د دوی دامپراتوريو او مرکزونو د نومو په لړکې د پامیراو شا وخوا سيمو دگندارا لوېد یځ، تیان شان، پارتیانو پارفیانو، ارغنداو او ټکسلا نومونه ذکردي.
د استاد مولوی قیام الد ین خادم د معلوماتو له مخې"د کوشينو توتاخیل، موسيخیل، کوندرخېل، د وزبین، ميرعلي خېل، د پغمان او ميدان او ریاخېل، ابراهیم خېل، گدايې خېل، د کامې ابراهیم خېل، دسره رود خد رخېل کوچيان، د مقُر کاکر، د غزني اندړ، د کابل تره خېل، د گردېزتوتاخېل او ایدرخېل، د زابل او کندهار توخي، تره کي او هوتک او د کندهار ساگزي، سهاکزي، اسحق زي په سهاکوکې گڼل کیږي".
ساک په تاریخ کې په د غو نومونو بلل سوي دي :ساک، سه، سئک، سای، سيت، سيک، سي وانگ، سا کاهی گراخاودا، ساکا، تیرای، پارا سوغدام او خورا ډېرونورونومونو. او لیکي چي تر میلاد ۱۰۰۰ کاله مخته او ۱۰۰۰ کاله وروسته د تورې بحیرې څخه د هند گجرات، کاټی اواره او د پامیرد لوړو څوکو څخه ورها پلو د کاشغر، ختن، نیانشان او سابیریا د۳۰۰کلن پر واقعیتو تکیه لیکلې تاریخ نلرو. پس ددې خبري سر هم درېاب ته رسيږی. کوم د مختلفو طایفو جدول چي ښاغلی پوهاند عبدالحي حبیبی په خپل تاریخ کي راوړی دی. هم ماته خیالي غوندي ښکاري.
۱ - ويدا: برهمن، کشتریه، ويسيه.
۲ - زردشتی او ستا :ا زروان، ارتیشتان، واستریوشان.
۳ - کيانی بلخی:سلم، تور، ایرج د فرید ون زامن.
۴ - سيکها:لیپوخائیس، ارپوخائیس، کولاخائیس.
۵ - پښتون:غرغښت، بیټنی، سړبند.
ددوی هریوه گروپ د پیدایښت سلسله چي بیان سوېده ماته افسانوي ښکاري. د هر یوه د اولادو شمېره تاک او درې، درې دي. او د مسلک د مخي هم په ټولو کي لمړی دا دارې سړي وي، دوهم د علم او اد ب او د رېم د جنگ سړي وي. د لته دغه بی فایدئ خبري نور نه شنم، زماپه باور دا د دښمنانو کار و چي له موږ څخه چالاک وه زموږ د کمزوري د پاره دا یې دا افسانې جوړي کړي دي.پای

 

 

++++++++++++++++++

یوولسمه برخه

رې:ـــــــــــــ

چي ترخه ونه لیکل سي رښتیا نه لیکل کېږي. دوی لیکي احمد خان په ۱۱۳۸هـ کي کله چي هوتکي مرکز و نړول سو دی د شپاړسو(۱۶)  کلنو وو، پدغه کال چي هوتکي نظام چپ کړل سو، احمد خان آزاد سو، بیا په دغه کال د مازندران مسؤلیت د نادرافشار لخوا وروسپارل سوه اوهم  دغه کال د تیمورشاه د زوکړي راښي. نه پوهېږم دا څه ګډي وډي لیکل سويدي؟ زه وایم تاریخونه او نيټې مو سره گډي وډي دي. که احمد خان د هوتکو سره د بنديتوب پر وخت واده کړی وي؟ عجب څنګه او له چا سره  یې واده وسو؟ که یې په ایران(مازندران) واده کړی وي بیا دا ټول کارونه د ننه په دغه یوه کال کي څنګه سرته ورسېدل؟ هم له زندانه ازاد سو، مازندران ته ورسېدئ، مشرورور او وراره یې ووژل سول، دی د نادر افشار د اعتماد وړ سو، واده یې وکړ او زوی (تیمورشاه) یې و زېږېدی؟ نادرقلي (نا درافشار) داحمد خان د غوږ یوه ټوټه پرې کړل؟ محمود نظري په خپل د "پایلوچو" په ناول کي ددې خبري لنډ ذکر داسي راوړي: "نادرقلی ته یو چا وړاند وینه وکړه چي احمد به یو وخت پاچاه سی نو نادرآفشار د احمد دغوږ یوه ټوټه پرې کړه او هغه ته يې وویل دا به بیا ما پر یادوې نادر افشارخپل او لادونه او میرمن يې احمد خان ته وسپارل. " درېمه صفحه.

    دوستانو، لیکل یې ډېر سخت دي، نه لیکل یې جفأ راځی خپل تاریخ د سبا له پاره (روښانه) پاک و لیکئ. خبره دونه ساده نه وه چي یو پاچا د خپل عسکرغوږ پری کوي؟ د ګرانښت نښه یې دا وه چي غوږ یې ور پرېکړ؟ د زمانخان مشر زوی ذالفقار خان د ذالفقار زوی لقمان ، چي د احمد خان وروسته شاه  یو مشر ورور او بل وراره دواړه وژني، احمد( وروسته احمد شاه) ځانته ته  دونه را نژدې کوي چي د خپل حرم (کور) د ساتني دعسکرو مشرتوب هم ور سپاري؟ چیري دي افغان مسلکي تاریخ پوهان  چي وضاحت ورکړي او راتلونکي نسلونه پر خپل تېر تاریخ بارومند کړي.

   احمد شاه بابا چي پاچا کېدی په ۱۱۲۶هجری (۱۷۴۷م)کال دی، د۲۵ کالو وو. دا ځکه احمد شاه بابا د شاه حسين هوتک د حکومت د ړنګولو پر وخت۱۶ کالن وو مازندران ته یوړل سو. د احمد(وروسته احمد شاه) لمړی واده هلته په ایران کي سوی دئ. تیمور شاه په ۱۱۲۲هجري (۱۷۴۳م)کي په مشهد کي زیږیدلی دئ. ښکاره ده  چي د تیمورشاه د زوکړې پر وخت د لوی احمد شاه عمر ۲۰ کاله وو. پس ويلاي سو چي ۱۶ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوري ۸ کاله احمد شاه باباد نادرافشار سره په پوځ کي کارکړی وو.

   ښاغلي اکا ډمیسن محمدابراهیم عطائی په خپل کتاب( د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه) کي  دی هم خپل ا نتقاد په داسي الفاظو کي رانغاړي :"څرنگه چي د یوې خوا په کلتوري او سياسی صحنه کی یوه لویه امپراتوري را زیږیدلې وه او د هغې د ورې د پراختیا د پاره نوي اجتماعي مؤسسات باید ایجاد سوي وايې، خوڅرنگه چی په ټولنه کی د فرهنگ مؤسیسه کمزورې او سياسي جریانونه سره هم آهنگه نه وه نو امپراتوري یوازي د نظامي قدرت پرستونو تکیه پاته شوه او هغه مهال چی نظامي قوتونه د سیکه ولویدل نو ټولنیز او سياسی بنسټونه چی د فرهنگ پر اصلي خښتو یې  نه وو تکیه کړي نو په لویدو او رژیدو يې پیل وکړې. "ص ۳۵. نوټ: چاباید د نظام د ساتني  او پراختیا له پاره نوي اجتماعي مؤ سیسات باید ایجاد کړي واي؟

   ښاغلی محمد نادر ایوبی کندهاری هم داسي انتقاد کوي"احمدشاه بابا د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې لپاره ډېر زیار وایست، مگر د ملت لپاره یې د پنځه ویشتو کلود سلطنت په دوران کي د مدروسو او ښونځیو د تأ سیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فیصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه او بل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی (تیمور) په وصیت سره ولیهد وټاکی او په دې توگه یې په کورنۍ کي پاچهي میراثي سوه. چي وروسته د سدوزو تر منځ او بیا د بارکزو او سدوزو تر منځ د پاچهۍ د اقتدار د پلاس راوړلو لپاره ډېرجنگونه پېښ سول او لوی هیواد ټوکر، ټوکر سو . . . . . دا څرگنده ده چي په اسلام کي میراثي دولتونه جأیز نه دي" پاچهانو څه کول؟ ص ۴۷۴" نوټ: د(پاچهانو څه کول؟) د کتاب مؤلف، هم لیکي چي ، د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې له پاره یې ډېر زیار وایست، مګر د ملت له پاره یې د پنځه وېشتو کلن سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښونځیو د تاسیسولو له پاره اقدامات ونه کړه.

   په دغه وخت کي مي د ښاغلي پوهندوی محمدا سمعیل یون یوه مقاله ولوستل: د ښاغلي داکتر حسن کاکړ توجه يې دې ته را اړول چي دیوه روښانه تاریخ لیکلوته پام واړوي. ما  ددې جملو لیکونکي چي د حسن کاکړد ثورکود تاه او د هغه ژورې پا یلې اثر ولوست فکرکوم حسن کاکړ او بې پرې لیکل به هغه ته  مشکله وي او ددې نیک کار سرته رسونه نه سي کولای، بیا هم که يې وکړي ښه کار دئ.

    خپلي خبري ته راگرځو، ښکاره خبره ده چي هر مور او پلار مسؤلیت لري خپل او لادونو ته تعلیم او تربیه ورکړي، په خاصه هغه مندي او پلرونه چي اقتصادي توامندي لري. لوی احمد شاه بابا او میرمنو یې پدې برخه (اولادو په تربیه) کي کمزوري کړیده. ځينی دوستان دداسي پوښتنو او سوالونو جوابونه په ډېره اسانه ورکوي. حتی ځانونه تېروي. مثلا وايې د هغه وخت شرا یط همدغسي وه، یا واي شرایط بل ډول وه، هغه وخت د امپراتوري لرل یولازمي آمروو. زما له نظره دا تېر ایستونکي ، غولونکي او کمزوري دلائیل دي.

ولسونو ته امپراتوري لرل یا نه لرل څه گټه لري؟ د احمد شاه او تیمورشاه او زمان شاه په امپراتور یو د ولسونو د ژوند په کومه برخه کي څه تغیر راوستل سو، ښوونځی، سړک، مدرسه، کار، د اوبو بند، ویاله څه جوړ سوه؟  بلي لوی احمد شاه بابا دوخت د تاریخ لیکولو سره چي یې مینه وه ځکه یې د خپل دربار منشي محمود الحسیني ته  دغه وظیفه ور کړه، څو محمود الحسیني د "تاریخ احمد شاهي" په دوه ټوکه کي ولیکی. ویل کېږي چي احمدشاه بابا په تشویق سره  د پېښور پېر معظم شاه  هم "تواریخ حافظ رحمت خاني" وکېښ. که یې غوښتي وای د ده په امر ښوونځی هم جوړېدای سوای.

    وروڼو کله چي دا څوجملي لولۍ زه د امپراتوري لرل، د لوی او پراخو سيمو نیول، هر کال متواتر جنګونه، جګړې، وژني، قتلونه، په کور کلي کي غم او ژړا ګاني د خلگو څخه اولادونه اخېستل، د وینو تويول، د مړو د اجسادو ورکونه،نه خوښه وم، د پراخو سیمو لاندي کول هم ددې له پاره نه چي ولسونه دي ښاد کړل سي، د جنګ او جګړو پر وخت پلاس را غلي غنیمتو د امپراتوار او ددوی وابستگانو وو.زه هرهغه چا او پاچا ته د احترام سر کښته کوم چي د هر کار په سرته رسولو کي يې د خدای (ج) رضأ او د ولس ښیگڼه ده مقصد وي. ولس ته خېر رسونه (زده کړي او پوهه) په پام کي نیولې وي. ایا د روزی(رسق) د پیدا کیدولاره یوازي جنگ او د بل انسان وژنه  وو. ډېري نوري خبري سته چي نه یې ښوروم.

    سيال مومند د پښتنو قبیلو په شجری نوم کتاب لري. هغه په خپل کتاب کي یوه بله یادونه کوي. دی لیکي:"اڅکزی قوم، کومه جلاطایفه نه وه، اڅکزي اصلاً بارکزي دي، خو احمد شاه په سياسي هدف د بارکزو څخه هغوی را جلا کړل. ويل کېږي چي احمد شاه په درانو کي دبارکزو د قوم څخه خطراحساساوه، خپل په دغه کار چي بارکزي يې دوه قومه کړل نورددې ناحيی څخه ځان مصؤن کړئ. "

  د ولوسونو تقسیمول او بیا حکومت پر کول سمه طریقه ده؟. د ولسي خلګو څخه مي ډېراورېدلي دي، چي دغلجي قومونو د کمزوره کیدو او پاشل کېدو د پاره يې نورزی، علیزی او اسحاقزی دا درې قومونه چي هر یولوی لوی قومونه دي، احمد شاه بابا  په سیاسي غرض دوی له غلجو څخه رابیل او په درانو پوري يې وتړل. د هغه وخته تر اوسه هم دا مشکل د ولس په منځ کي پاته سوو. که ددوی د بیان په اساس هم ورته وگورو چي ابدالیان يې په خپل منځ کي پر دوبرخو تقسیم کړي دي (زیرک او پنج پاي) شکنسته چي دا کارونه سوي دي.

نو پنځه پای(پنځه پښې): ۱ - سحاق زي، ۲-عليزی، ۳- ادوزی، ۴- ماکو، ۵- خوگیاڼی دا خو دادی پنځه پوره سوه. نو نورزي اضافي ښکاري. او که شش پاي وايې نو بیا دنورزوشتون ضرور وو. اصلاً علیزي هم پخوا عليخیل وو، اسحاق زي اسحاق خیل وو او نورزي، نورزخیل وو، ددوی نومونه یې په سیاسي عرض وربدل کړه.

د سیاسي غرض په هدف د( زي ) پوسوند ونه وراضافه سوي دي. او خپله د پنچ پاي کلمه پښتني کلمه نه ده بلکي فارسي کلمه کار سوېده. پارس(ایران)  د افغانانو په سیاسي، کلتوري او فرهنګي برخه کي د خپلو خلګو پر لاس د میرزا او منشانو په شان کي نفوذ لاره. زما په باوردا نومونه ودې قومونو ته استعمالول یوتوهئین گڼم. بل علیخیل(علیزي)اواسحاق خیل (ا سحاق زي) دا دواړه  په اصلاً کي یوقوم وو چي اوس يې زموږ وطنداران د ساکزو(اسحاق زو) په نوم پیژني .طالبې بیا په خپل کتاب کښي خوگیاڼي پنج پاي نه بولي، په عوض يې نورزي ورشا ملوي.

   پښتو پښتو تشریحي قاموس درېم ټوک ص۲۲۰۷کي داسي بیان راو ړيدي: "غلجي "یوه تاریخی کلمه او د پښتنو دېوه لوی ټبرنوم دی، د غلجي کلمه په اصل کې د "غر"کلمي څخه جوړه شوې ده او دغه نوم د احمد شاه بابا په وخت کې پر ټولوهغو خیلو او پرگنو اطلاق شو چي نه په درانوکې داخلیدل او نه په کرلاڼو کې.

    د غلجي کلمه د تاریخي تحولاتو پراساس د "غرځی"څخه جوړه شوې ده چي د "غلجي "لام “د "ر" پر ځای راغلی دی نوغرځی یا د غره زوی دی، یا هغه څوک دی چي غريې ځی یعنې ځای دی.په غلجو کي دغه خیلونه شامل دي : سهاک، تره کي، توخی، اندړ، اکاخیل، ناصر، بختېار، ترين، د وتاڼی، تارڼ، لودېن، نیازي، سور، سرواڼی، سلیمان خیل، هوتک، خروټی او احمدزي. یوشميردغلجو مخالفین غلجي پښتانه نه بولۍ بلکي وايې چي دوی (ترک) یا ترکان دي.

   اما تحقیقاتو دا ثابته کړې ده چي غلجي اصیل پښتانه دي.د سلطان محمود غزنوي او غوریانو سره ددوی لښکري یوځای هند ته تللی دي. د غلجو مشهورشاهان: بختيارالدین غلجی، امیرعلی مردان غلجی، غیاث الدین غلجی، سلطان جلاالدین غلجی، فیرزشاه غلجی، علاوالدین غلجی او مبارک شاه یاقطب الدین غلجی. چي د ۱۲۰۲ميلا دی څخه تر ۱۳۲۶ميلا دی پوري يې هلته پاچهې کړي دي، چي د خپلي خبري لیري ولاړنه سم. نو له دې خبرو داسي بریښي چي دغلجي او دراني د کلمو پیدایښت او رواج هم د احمد شاه بابا په وخت کي سوی دئ.

را سه درواخله حقیت د واقعیتو له مخې

 زه  لېدني درته لیکم نه دا فسانوله مخي

   ما دمحمد ظاهرشاه خان د حکومت پر وخت د ورستیو(۱۳ دورې) پارلمانی انتخاباتی مبارزې په جریان کي د کندهار ولایت مربوط د پنجوائی په ولسوالی کي د نورزو د قوم د مشرانو په یوه جرگه کي دا خبري وا وریدې: په دې جرگه کي ناست د نورزو د قوم د وخت مشران هریو حاجي سلام خان، حاجي ولې محمد خان، د سپيروان د کلی، حاجي غلام رسول خان د زنگی آباد د کلي، حاجي شرین خان د قاسم رباط دکلي، حاجي وزیرخان د خنجکک د کلي، حاجي موسي خان او ملا عبدالحکيم د پاشمول د کلي څخه تر  ټولو ځوان يې همدا ملا عبدالحکم وو. څو نورچي د ميوند د ولسوالي او سپین بولد ک د ولسوالیو څخه رابلل سوي وه نومان يې زما زده نه دي. دوی ټول د پنجوائی ولسوالی په بازارکي زما د کاکا ثانې عبدالکریم د بزازې په دوکان کي سره راټول وه. د شپي لخواد حاجي سلام خان پر ځای میلمانه وه. دوی ټول پردې خبره سره موا فق وه، چي نورزی قوم دراني نه دي. تر خبرو وروسته ټول په دې متفق سوه چي د پارلمان دپاره د درانو خلاف خپل کاندید مخته کړی. ټولو نوروغلجي قومونو په خاصه د تلکان د کلیو ساکزو(ا سحاق زو) يې هم ملاتړ وکړې، هغه وو چي  په ا نتخاباتو کي د دوی نماینده بریالی سو. درانو حاجي عطاالله خان الکوزی او نورزو حاجي شرین خان نورزی کاند یدان لرل. دراني هم تردا  اوس پوري نورزي د خپل ځان سره نه گډه وي.

 بل مثال:  د داکتر نجیب الله د ځان غوښتنو له امله دولت کمزوري، کورنۍ او بهرنۍ د سیسې غښتلي سوې، د پرچم په خیټه کي کارملي ستمي ډلي له اشرارو(شمالي ټلوالي) سره د حکومت د له منځه وړلو یوه توافق نامه لاس لیک کړه. پدې خائینانه تعهد کي دغه پرچمیانو لاس لاره. د فیشيني، پرچمي، موډ پرستو سيتمي اړخه  تش په نوم مباریزین علومي،عظیمي، مؤمن، اصف، دوستم، باباجان، بریالی، وکیل، مزد ک، کایواني او نورزیات ددې سازش او خیانت په برکت، د لنډ فکرو پا کستاني مزد وراو روسي اړخو ستمي حلقوچي په را س کي يې شمالې ټلواله یا شورانظاروه  حکومت د دوی په لاس کي کښیوت، د لته بیاهرڅه په کندهار کي داسي سره تقسيم کړل سول:

د ولا یت مقام او ټول اداري واحد ونه او بین مللي ډگر د بارکزو د قوم حق وه بلل سو، قول اردواو د پولیسوقومانداني د الکوزو د قوم حق، قشله جدید، شرکت مېوه، نساجی پشمي او نخی فابریکي د پو پلزو د قوم حق، وبلل سوه. په دې وخت کي په زړو کي ساتلي خیرنې خبري بیا رالڅي کړه سوې، چي هغه د غلجي او دراني خبره وه. دا ځل د پښتنو ددې کمزوري څخه پا کستانۍ ستراتیژي والو ښه گټه پورته کړل. خو ددې دښمني پدیدې پیا ده کونکي ددرانو په نوم مشران وه. که څه هم چي د غلجي او د رانی نومونه وروسته راباندی ایښول سوي دي، پخوا یوازي هوتکي او ابدالي یا سدوزي نومونه وه، او په دې توگه يې سره ټوټه ټوټه کړي یو.

د کندهاردویشلو او تقسیم په غونده کي یوهوښیار حمید اغا چي نه غلجی او نه درانی وو خودi,s,i اعتمادي سړی وو، هغه د ناظر په توگه موجود وو. هغه دغونډې برخوالو ته دا خبره وکړه چي دا( نورزو)ته یوڅه نه ورکوئ ؟او س خو دوی درپوري تړلي دي حمیداغا د کندهار وو ددې خبري په ريښه پوهېدئ. د حمید اغا د یادوني وروسته و چي د نورزو د خطا ایستلو دپاره يې د پولیسو تعمېرهغوی ته ورکړه. هغه هم داسي یوه شخص ته چي چاه د نورزي په نوم سم نه پیژندئ.

کله چي نورزو د پولیسو د تعميرنوم د پولیسو قوماندانی وبلل بیرته يې تعمير هم ځينی واخيستئ او نور زی يې د حاکميت د نورو قومونو په شان و ایستل. نورقومونه چي دوی يې (اُپره) بیگانه او غلجي بولي هغوی خو یې د او لي ورځي د پامه غورځيدلی وه. ددغه په نوم د خپل ټبرد مشرانو کړني ددې سبب سوې چي په  کندهار ښارکي ملوک الطوایفي جوړه سول، عطا محمد سرکاتب پر خپل پخواني ځای باغ پول او ماله جات، حاجي عسکرد صاحب آغا په کلاچه کي، لطف الله اغا په زلخان، حاجي اسدالله په ارغنداب او ماله جات، نورزي په پنجوايې، میونداو بولد ک ولسوالیو کي خپل اطاق ونه د پخوا په قسم وساتل.

   دا د قومونو ترمینځ کم سوي اختلافات دغو په نوم لویانو بیرته راژوندي کړل. چي د دوی داعمل د بخښي نه دی تردا اوسه هم دالړۍ او بد نیتی په قوت روان دی. یوشمېر درانۍ کورنۍ ترخپلو منځو نورقومونه د اًپره ه په نوم یادوی. هغه چي ددې غونډی مشران وه د پا کستان د بلوچستان د صوبی د اي، اس، اي مشرکرنیل امام هریو: ښاغلی. (عبد، عز، قد، کر او حا) وه. حمیدا غا، او عبدالکریم خان عليزي په دې مجلس کي د ناظیرینو په ډول شرکت کونکي وه.

او ل:حمیدا غا هغه کس دی چي دغه مشران يې د کرنیل امام په امر تر کندهاره او بیر تر کویټې پوري وړي او را وړي وه. داخبري هغه وخت تردې هم په تفصل ماته حمید آغا په کابل کي وکړې. او بل ځل خپله عبدالکریم خان علیزي دا بیان راته په وارو وارو په کابل کي کړی ده. او د پورته د رونفرو خسمانه نیتونه، قضاو ت او قصدي اعمال يې ناروابلل.

    نورتاسي د سالم عقل خاوندان خپل قضاوت کولاې سي. دروسانو په وړاندي افغانان بیله دې چي د قوم، ژبي، سمت او مذهب خبري دي يې ترمینځ وي مشترک جنگېدل. په تېر حکومت کي شا میلوهم د پا کستاني تېریو پر ضد بیله قومي، ژبني او منطقوې تقسیماتو مشترکه د فاع کول. متاسفانه دا سلام د مقد س نوم څخه په استفاده، څه نارواوي ونه سوې؟ یوه يې دغه د قدرت غصب، د واک تقسیم وو، چي غدارو وکړې.

د طالبانو واک لا تر کابله نه وو رارسيدلۍ، یوه ورځ  دیوه جهادي قوماندان د بلاکرزد حاجي عبدالهادي خان ميلمه یم. غرمه ده زه د سناتورعبدالاحد خان بالاکرزي، سناتورمحمدا سماعیل خان سره گډه د ميلمستیا ځای په کابل کي دهن باغ ته ورسيدم. نورمیلمانه څوک راغلي او څوک راروان وه. مجلس ښه گرم دی، هرڅوک په سياست کي گډ او اخته دی. د طالب او رباني  د ادارې پر سر، جگړو او کړو خبري دي. دادئ یوبل  پخوانی په جنگي ډلو پوري تړلې وړقوماندان ؛احمداخند زاده؛ را ورسېدی. هغه احمد اخند زاده چي دخبرو لهجه يې هم د نورو سره څه فرق لري. زما اشنای هم دئ، خو زما په هکله داسي فکر کوي چي زه په قوم درانی یم ځکه زماناسته پاسته له دوی سره ډېره وه. ترسلام اچولو مخته يې یودم په مجلس کي ناستو موږ  ټولو  ته په قهر جنه لهجه داسي وويل:"تاسو شرم لری، غیرت لیری، پاچهي غیلجونیولې ده  تاسي خاندې، خوشحال یاست ډوډۍ خورۍ". دا هغه د کورد ننه خیرن نظروو چي ده فکر کاوه ناست ټول ئې خپل هم نظره دي ښه یې خپل زړه تش کړ، خبره ځیني وسوه کندهاریان په دې خبروښه خبراو پوهيږي.  دعبدالله مقرې هغه شعر چي وايې:

سپین ږیري چي بې لاري سي

هلکان څه ملامت دي

امام چي بې تقوأ سي

مقتدیان څه ملامت دي.

پای

 

 

++++++++++++++++++++++++

یوولسمه برخه

ذال:ـــــــــــــ

په یو شمېرکتابونو کي لوی احمد شاه ته ګوته نیول سوېده، دوی لیکلي چي بابا په کندهار کي د نادرآباد په نوم ښارونړاوه. په اصل کي نادر افشارپه کندهار کي کوم ښارجوړ کړی نه دئ. د هوتکي دولت مرکز یوازني ښار وو چي اوس د کندهار د زاړه ښار په نوم یادېږي. څه وخت چي صفوي نادر افشار د کندهارو اشغال ته ملا وتړل نو خپله د یولک فوځونو سره د هوتکي مرکز د له منځه وړلو په اراده را روان سو، چي يو شمېر ابدالي پښتانه ورسره مل وه، د ارغنداب له لوري راغله  د کندهار ښار (د هوتکو مرکز)  یې په خبلو توپونو باندي ډېر ووېشتۍ، پښتنو له ښاره ټینګه دفاع کول، نا درآفشار ښارله د باندي څخه محاصره کړ، د نادر افشار لښکري د شېرسرخ د کلي شمال ته ځای پر ځای سوې. هلته یې نظامي چوڼۍ  جوړه  کړه د ساتلو  له پاره قوي برجونه  ورته جوړ کړه، محاصره اوږده سوه، پدې وخت کي اشرف خان توخي همت له لاسه ورکړه د شپې له طرفه د دښمن (نادر) قواو ته تسلیم سو. کندهار د دښمن لاسته ورغئ، خو شاه حسین د نارنج په قصر کي  له ځانه دفاع کول، هلته ښهرصفأ  هم دوې مياشتي نور ځان وساتۍ، په وروسته کي سیدال خان  د نادرافشار لاسته ورغلی، نادر افشار د سیدال خان سترګي وکښې او ړوند یې کړ. په ۱۱۱۷ ش کي قلات ښارهم دښمن ونیوئ ، شاه حسین په قصر نارج کي بند پاته وو اخیر دنادر د ډېرو وعدو او بخښني په وجه نادر ته تسلم سو. د هوتکو حکومت پسله (۲۹) کلونو حکومت کولو څخه له منځه ولاړی.  خبره پر (نادرآباد ښار) وه، د جنګ او جګړو په دغه لسو کلنو کي  د نظامي چونۍ شا او خوا ته غیري منظم کورونه او دوکانونه جوړ سوي وه، په ۱۷۳۸ م  کال کي  دصفوي(اېراني) امپراطو قواوو د عبدالغنی خان الکوزي په مشری د هوتکو د اقتدار وروستی مرکز د کندهار ښار د نارنج له ماڼی سره یوځای ونړول. پسله هغه د غه  د ناردر افشارنظامي چوڼۍ د جنګ او محاصرې د وخت جوړ بازار د(نادرآباد) په نوم  و نومول سو. د نادر آباد په نوم و دغه ښار ته د نادر افشار تر وژني وروسته په ۱۷۴۷م کال کي ټول هغه فوځونه چي د نادرله پوځ څخه را بیل سوي وه، که افسران  وه او یا عسکر د احمد خان (وروسته احمدشاه) په شمول دغه نظامي چونۍ ته راغلل. څه وخت چي  د کندهار نوي ښار جوړ سو د نادر آباد ښار جوړ او پر ځای پاته وو حتی د احمدشاه بابا تر مرګ وروسته هم. تاریخ سلطانی ۲۴۵ صفحه کي بیلگل دا خبره بل ډول بیان کړېده هغه لیکي چي د نادراباد قلعه د شاشجاع تردوهم ځل پاچا کیدو پوري هم جوړه او گټه ځیني اخيستل کیده. ښاغلي محمد معصوم هوتک هم داحمشاهي  کندهار په نوم کتاب کښي په ۲۰ صفحه کي د تاریخ سلطانی خبري را وړيدي

     د کندهار ښار (هوتکي مرکز) د کندهار د اوسني ښار په جنوب غرب، د نادر آباد په شمال غرب کي د سرپُزي د غره د لمني شرق لوري ته موقعیت لاره چي قصر نارنج يې په منځ کي واقع وه، اوس يې هم  نښي او نښانې سته ټول خلګ د زاړه ښار په نوم پيژني.

   د لیکونکي له نظره: دا څو خبري باید په پام کي ولرو کوم چي تاریخ لیکونکو سمه توجه نه ده کړې. په بخښه غوښتني سره دا جرأت کوم چي څو جملي بربنډي لیکم پدي يې لیکم چي افغان یم د افغانستان په هر څه ځان شریک بولم : زما په باورخبره دا سي وه : په ۱۷۳۸م کال کي د نادرافشار قواو د یو شمېر افغانانو په مرسته  کوم چي مشري یې عبدالني خان الکوزي کول د هوتکو مرکز او قصرنارج و نړول سو، ورسره سم د ستي دغلجو د مځکو او ملکیتونه ضبط او غصب یې شروع کړه. هو د نادرافشار په آمر دارغنداب د رود پر د واړو غاړو پرتي مځکي چي د غلجو ملکیت وو، وعبدالغني خان ته د ښه نوکری په بدل کي ورکړه سوې دا کارایراني امپراتور نادرافشار وکړ.

   د وهم ځل لس کاله وروسته په ۱۷۴۷م کال کي څه وخت چي خپله احمد شاه بابا د جرګې له لوري  پاچا کړل سو، و هوتکي مرکزته نژدې او شاه وخوا پرتې آبادي مځکي او باغونه چي  د نادر افشار له غضبه پاته لاغلجي پر میشته وو د احمدشا بابا په فرمان د ټولو څخه ملکیتونه واخیستل سول او دوی فرار کړل سوه،  د ایران څخه را وستل سوي قزلباش کورنۍ  یې هلته مېشته کړه. د نمونې په توگه دا سمسورکلي، مخکي او باغونه چي ښار ته نژدې وې  درته یادولای سم.: چهاردیوال، چهارباغ، زلخان، گوندي گان، کاغانک، د خواجه خدرشاوخوا  دغسي څه نورکلي، د هلمند د رود پر غاړه د گرشک د ولسوالۍ شا وخوا کلي او مځکي لکه د او بازانو کلی او نور ضبط او قزلباشو ته يې ورکړه. چي له هغه تاریخه ترنن  ورځي پوري زموږ وروڼه قزلباش پرميشت دي.

   هغه وخت چي ما دښاغلې محمد معصوم هوتک صاحب د احمد شاهي کندهارپه نوم کتاب، د ښاغلي محمدظاهرافوق او ښاغلي غلامحبیب پوپل تر کره کتني وروسته ولوستل ډېر څه مي ترې زده کړه، لته خبره یومخ بل ډول وه.

  البته دا دکتاب دوهم ځلي چاپ وو، اصلاح سوي بڼه یې وه . چي ۲۰۰۸ م کي په کندهارکي چاپ سوې وه. دا بیان هلته داسي وو :" دا مقاومت تربې شمېره قربانیو وروسته مات سو او د کندهار ملي حکومت نسکوراو ښارد نادرې لښکرو دخوا په بشپړه توگه د منځه یووړل سو دکندهارخلکو په حقه سره افشارنادرته د (خوني نادر) لقب ورکړئ وو. ده د ښار پر اوسېدونکو غلجیوقومو باندي حکم وکړچي یومخیزه د ښاره ووزي هغوی يې په نشاپور او خراسان کي هغو سیموته تبعید کړل چي پخوا ابدالیان پکښې مېشته سوي وه. ابدالیان يې بیرته خپلي او لنۍ سیمي کندهارته راو ستل ". البته دا خبره هم دئ د تواریخ خورشید جهان په حواله لیکي. نوټ: زه نه پوهېوم چي ابدالیان چا او کله د دې سیمو څخه شړلي وو؟ ایا ابدالیان میرویس خان له کندهاره  شړلي وه؟ که نادر افشار؟ بیا پوښتنه د تاریخ ډاکترانو ته متوجې کېږي.

     دا هم د ښاغلي هوتک صاحب له کتاب لیکم. "د کندهارد او سنی ښارخښت په ۱۱۶۹ق د دوهمی خور په لمړۍ ورځ د احمد شاه بابا په آمر کښېښودل سول. خو د کندهارد ښار ترتاب ايښوولو مخکي احمد شاه بابا د خپل منشي «محمودالحسیني »په ټينگار په کابل کي هم د بالاحصارماڼي جوړه کړل . . . . . "

   د کندهار ښارد څلوردیوالونو لوی د یوال په منځ کي پرڅلورو برخوتقسم سو. د څلورو بازارو پواسطه، هرات  بازار، شاه  بازار، کابل  بازاراو ښکاپور بازار. د ښار څلرمه برخه قزلباشوته ورکول سول، چي تر اوسه پکښي او سي.

   د ښار په شمال کي شاهي دربار او د امپراتوري مرکزوو. د مرکزد ښه ساتنی په منظورد دبار یواړخ، د شرق او جنوب شرق لوري برودرانو او بل اړخ، د غرب جنوب غرب لوري قزلباشوته ورکول سو. او نوروقوموته له درباره  څه لیري د ښکاپور بازار یوې خوا او بلی خواته. داهغه قزلباش وه چي احمد شاه بابا د ځانه سره راوستې او څه نوريې وروسته دحرفوي کارونو د پاره راوستل .

نوټ: یوه هیله خدای دي وکړي چي لوستونکو ته داسي فکر پیدا نسي چي زه د فارسي ژبو او شيعه مذهبو ورڼو او خوندو په باب کوم بد نظر یا فکرلرم. نه زه له انسان سره مینه لرم. ماته ژبه، مذهب، رنگ او پوستکي هغه څه نه دی، چي یوه ته مي نژدې او له بله لیري کوي. دغه د ازبکواو قزالباشو مسئله هغسي  ده چي ما پورته بیان کړه، زما په باور.

نوردغه افغانستان ته د احمد شاه بابا سره راغلي قزالباش دي نه ازبک.

   بل شی دا دئ هغه څه چي تیرسوي دي هغه باید په هغه شکل ولیکل سې. هغه که ښه وه یا بد هغسي په تاریخ کي باید ثبت سي، په رښتیا سره د احمد شاه بابا او تیمورشا سدوزي ددوی دواړو په امپراتوريو کي لوی واکدار "محمودالحسني چي د شاروخ میرزا ددربارمنشي" وو هغه ایرانی جاسوس او هرڅه يې دلته  دایران دپاره سرته رسول، نوموړۍ د احمد شاه بابا او تیمورشا په د دربارونو لوي مقتدر منشي وو. محموالحسني د محمد تقی خان شیرازي پرلاس کندهار ته را وغوښتل سو، خپله شیرازي د نادرافشار تر وژلو مخکي په کندهار د عبدالغني خان سره وو. دمحمودالحسني یوکتاب د «احمد شاهي تاریخ » هم پاته دی.

    په نوموړي کتاب کي د افغانستان د نوم ذکرنه دی سوئ. او د احمد شاه بابا د اشعارو په د یوان کي هم د افغانستان نوم نه دی ذکرسوې. هلته د پښتونخوا ذکرسته. دا چي نادرافشار پارس نژاده نه وو، نو پر پارسیانو يې ډېر اعتماد نه لاره هغه وو، چي د عبدالغنی خان الکوزي څخه يې کار واخیست او د افغان ځوانانو يې لښکرپوځ د هوتکي واکدارۍ ترچپه کیدو مخکي جوړ کړئ وو او بیا د هوتکيانو ترځپلو وروسته وو چي نورمحمد خان علیزی او احمد خان سدوزی ته هم لاره خلا سول او په ایراني پوځ کي يې لوړ منصبونه پیداکړل. موږ باید اينده نسل ته تاریکه لاره په لاس ورنه کړو لکه موږته چي تاریخ غلط پاته او لیکل سوئ وو.

     یو شمېر لیکوالو په غلط لیکلي دي د احمد شاه بابا سره څلور زره(۴۰۰۰) ازبک عسکر یا پوځ کندهار ته راغله. څه سول هغه څلوزره ازبک پوځ چي د احمد شاه بابا، تیمورشاه او شاه زمان په سلطنتو کي يې نه د چا سره خپلوی وسوه او نه يې کومه کلاه ومسجد او کلی جوړ کړه، له هراته تر کابله یې کومه نښه نسته. بله خبره چي لیکوال لیکي د تیمورشاه موربهسودواله وه. که چیري د نوموړی موربهسودواله واي اول به د تیمورشاه پښتو ژبه زده وای،که يې مور پښتنه وايې زده کړي يې په پښتو کولې، او ولی يې د زده کړو دپاره ایران ته استولی وو. او ولي په کندهار کي ددې لوی امپراتوراخښیان، د تیمورشاه د ماما گانو یا بهسودوالو په هیواد کي کوم اثرنسته. پس دا خبره هم ماته سمه نه بریښی. ځکه د بهسودوالي د پلار او نوري کورنۍ معلومات نسته، که د تیمورشاه مورپښتنه وايې نو به يې حتمي په ډیر افتخارسره نوم لیکل کیداي، ځکه د یو طرفه د یوه امپراتورښځه او د بل امپراتور مور وه.

   اساسي خبره داده چي احمد شاه بابا په ایران کي او سيدئ. هلته يې واده کړی دئ، احمد د قزلباشو قوماندان وو. په ایران کي هغه وخت د بهسود والو شتون ته کوم د لیل نسته. د هوتکي او ابدالي ریاستو پر وخت د هیڅ بهسود وال دنوم ذکرنسته. او تیمورشاه يې په دې ایران ته د زده کړود پاره وا ستوئ چي ماما گان يې هلته وه ځکه د تیمورشاه مورنۍ خپلوان قزلباش وه.

 ویل کېږي مستنده نه ده چي خپله د تیمور شا ه د لسوښځو د جملې څخه درې يې ایرانې او دایران د لویو خلگو لوڼي هم وي . یوه يې خپله د نادرافشار لمسۍ، بله يې د محمد شاه گورگانې لوراو درېمه يې دا سحاقزی لور وه. د احمد شاه بابا د امپراتورۍ، تیمورشاه او زمانشاه دپاچهیو تر پایه قزلباش په همدې وجه ښه په غوره کي وه. د تیمورشاه او زمان شاه په حکومتو کي قزلباشو ډېر واک درلودئ. د کندهار څخه د پای تخت یا د مرکز په نقلولو کي کابل ته دا  دایرن ستراتیژي وه، چي د محمود الحسني، محمد تقی خان شیرازي پر لاس پر مخ وړل کیدل. زما په باور دایران هدف د ایرانه څخه د افغان دولت د مرکز لیري کول، د پښتنو څخه جلأ کول، چي نتیجه يې د دولت د پایو سوستیدل وه.

   دا یوازي تیمورشاه نه وو چي غوښتل يې پایتخت د پښتنو له منځ لیري کړي، د احمد شابابا په وختوکي هم د پایتخت د نقلولو دپاره د محمود الحسني لخواتلاښ کیدی. د نورو عواملو سربیره د تیمورشاه د مور، ښځو او د هغوی ددوستانوعلاقمندې هم پوره نقش لاره. او ښاغلی ظفر کاکا خیل، غبار، قاضي عطاو الله خان، سلطنت البیان، حقیت التواریخ او نور. دا ټولو  داخبري یو له بله را نقل کړي دي.  دوی یا نه دي متوجه سوي او یايې بنا پر بعضو د لأیلو نه غوښته چي روښانه خبره ولیکي. اصلا د نادرشاه په پوځ کي د ازبکوشتون سم نه بریښي بلکي د قزلباشوشتون رښتونی نه وو. که چېري قزلباش ازبک وي نوبیا د کندهار،هلمند ټول اهل تشيع ازبک دي؟. نه دا خبره هم سمه نه راځي ځکه ازبک ټول سني مذهب دي.

 د یوولسمي برخي پای.

 

 

+++++++++++++++

یوولسمه برخه

دال ــــــــــــــــــــــــــــ

د هوتکي دولت تر نیولو او له منځه وړلو وروسته په کندهار کي د صفوي نادرافشار د امپراتورۍ استازولي (گورنر) او واکدارعبدالغنی خان الکوزی کوله. دا روښانه نه ده چي عبدالغني خان له کوم وخته د نادر افشار په فوځ کي ننوتۍ وو؟ صفوي اشغال(نادرافشار)  په کندهار کي میشت هوتک ووژل یا فرار سوه،مځکي، باغونه او کورونه ځیني پاته سول. څوهوتکي کورنۍ چي پټ یې د هوتکي نظام په خلاف له صفویانو سره اړېکي وې هغوی  په کندهار کي پر ځای پاته سوه. لیکل سوي دي چي عبدالغنی خان الکوزی د زرغوني انا وروروو. که څه هم یوشمېرنور بیا عبدالغني خان د زرغوني انا  ورور نه بلکي تربور لیکلی دئ، چي زه ټینګ بار نه لرم. د هوتکي نظام تر ماتي وروسته یوشمېر نور پښتانه د خپلو شخصي ګټو او عرضونو په خاطر د نورمحمد خان عليزی په شمول د نادرافشار په پوځ کي شامل سوي دي.

 لیکل سويدي  واي کله چي نادر افشار تر یولسو میایشتو جنګ  وروسته په ۱۱۱۰ ش کي هرات تصرف کړه، بیا یې عبدالغني خان ځانته رانژدې کړه، د دولسو زرو ابدالي جنګیالو مشري یې ورکړه، همداسي نورمحمد خان غلجائي ته یې هم د څلور زرو غلجومشر وټاکئ. نادر افشار د همدغو پښتنو څخه د توران، ماورالنهر، داغستان او هندوستان په فتحه کولو کي کار واخېست. دغه عبدالغني خان وو چي د عثماني سپه سالار سر یې د نادر افشار په پښوته کوز کړ،  تر هغه وروسته نادر افشار عبدالغني خان د کندهار ګونر(والي) وټاکه، او احمد (وروسته احمد شاه) یې د ازبکو د قطعې قومندان وټاکه. بیا یا دونه کوم تاریخ مو سم نه دئ لیکل سوئ. دتاریخ سپیناوی به څو تنه د تاریخ ډاکتران په شریکه کوي.

څه تاریخونو بیا لیکلي دي چي په  ایران کي د ننه  د ټولو  افغانې قواوو لوی مشر نور محمد خان عليزی(میر افغان) وو. کله چي په ۱۳۴۷م کال کي نادر افشار هند ته نژدې د خراسان په خبوشان کي ووژل سو، بل ځای کي لیکل سویدي چي ۱۳۴۷م کال کي د خپلو یو شمېر افسرانو لخو نادر افشار د(قوچان) د سیمي په (فتح آبات) کي دشپې له پلوه و وژل سو او د هغه مالونه یې چور کړه. مګر د افغاني پوځ ټول  افسران کندهارته راغله. احمد خان (وروسته احمدشاه )  په کال۱۷۴۷م کال کي یعنی د نن ورځي څخه فقط۲۷۶ کاله مخکي د کندهار ښار په جنوب  کي د نادراباد په نظامي کلا کي، چي د شيرسرخ مزار هم د دې  نظامي چوڼی په منځ کي پروت وو. هلته د نورمحمد خان عليزي په غوښتنه جرګه را وبلل  سوه، په ۱۱۲۶ ش کال جرګه جوړه سوه، په جرګه کي ابدالیانو او غلجانو یو بل سره ردول د دې جرگې معلوم غړي محبت خان پوپلزی، سردار حاجي جمال خان باکرزی، نورمحمد خان عليزی،  موسی خان اسحاقزی، نصرالله خان نورزی، احمد خان  سدوزی او عبدالغني خان الکوزی وه، چي نږدې ټول د نادرافشار په پوځ کي لوی او واړه  افسران او سرداران وو.

    لیکل سوي دي چي د جرګي  د جوړي په نهمه ورځ د ملنگ صابرشاه لخوا د احمدخان د په لنګوټه کي دغنمو وږی وټومبۍ له هغه نه پس احمد خان احمد شاه او پادشاه کړه سو. ظفرکاکاخیل لیکي، "  احمدشاه تر پاچا کیدو وروسته سمد ستی د نادرافشارد باج او خراج یوه قافیله چي د کندهارڅخه تېرېدل د هغه وخت په ارزشت شل لکه اشرافی کېدې. احمد شاه دغه خپل حق وگڼۍ قافیله يې لوټ کړه. هلته ایران د صفویانو د بیلو بیلو خانانو او قومندانانو تر منځ ووېشل سو، د نادر افشار یو ورور علي قلي خان ځان پاچا وباله، پاچا سمدستي خپل ورور محمد ابراهیم خان ړوند کړ، دصفویانو نورو بانفوذه خلګو په شریکه سره دغه دواړه ورڼه ووژل. کله چي احمدشاه  له واقعې خبر سو هلته  د خپلو پوځونو سره ورغلۍ د نادر افشار لمسی شاهروخ یې  هلته پاچا کړه، د شاهروخ د نظامي قواو د تنظم له پاره یې نورمحمد علیزی(میر افغان) ورسره همکار کړه.؟

 ظفر کاکا خیل لیکي: په کال۱۷۴۹م (۱۱۲۸) ش کي ابدالي او غلجي سردارانو او يوشميرد شيرسرخ د جرگې غړو په گډه د احمد شاه د هغو کړو چي دوی به نه ورباندي خبرېدل، شکایتونه کول او دې فیصلې ته ورسيدل چي احمد شاه له دغه مقام څخه لیري کړي. احمد شاه دغه پښتانه مشران ووژل. " "دا پخپل ذات کي د احمد شاهي پاچهۍ لمړۍ د پښتنووژني وي." د دې مشرنو د وژني په باب ما ته ډاکتر صاحب پیرمحمد د یوه خط پوا سطه داسي لیکلې دي : نورمحد خان علیزی خپله د کندهار د سنځري د کلي وو د اخند صاحب په نوم په سنځري کلي کي   یو زیارت پروت دئ. کله چي احمد شاه بابا ډېر شمېرخلگ د کودتاه په تور ونيول او د هغو له جملې څخه يې د کندهار د قومي جرگي مشران  هر یو لکه نورمحمد خان علیزی، مقلب په میرافغان، میان داد خان اسحاقزی، کریم خان ترین، مقصود خان بړیڅئ، عبدالرحمن بارکزايې، محبت خان پوپلزی او یو تن بل د  ټولو شمېر«۷» ته رسېدئ  دوی یې د کودتاه په اتهام ونيول بیله محکمې یې هغوی ووژل. ما ډاکتر پیرمحمد د سنځري د علیزود ډیرو مشرانو څخه لکه حاجي نبات اکا، ملک عبدالله خان، حاجي ښایسته گل خان، ادم خان اکا عیسی اکا او نورو څخه په کراتو کراتو د نورمحمد علیزي چي د سنځري وو پوښتني کړي دي، دوی  ټولو  په یوه خوله داسي وویل:«نورمحمد علیزی چي د سنځری وو او د ټول لوی کندهار دعلیزوقومي مشر وو. علاوه پر علیزو نورو قومونو هم دده احترام کاوه .

چون دی یو سیاسي سړي وو، نوعلیزوهمیشه دده غوښتني منلې، نفر يې ورکول، په بیگارو، اشرو کي يې  د هغه ملاتړکاوه . . . . . . د وی دا هم ویل چي دا خبري د یونسله بل نسل ته په شفاهي ډول ا نتقالیږي . . . ورسه د کلی د هر بزگر او مشر څخه پوښتنه وکړه چي سردي درخلاص کړي . " د نوموړو مشرانو د وژل کیدو د وژلوطریقه هم یوه نوې لاره وه داسي : "متهمین يې ژوندی په جولونو کي واچول، د جولونو خولی يې وتړلۍ، بیا يې پیلان ورباندی وخیژول او د پیلانو تر پښو لاندي يې هغوی چختاڼ کړل، بیا يې په  بازاکي د خلگو د ډارولو دپاره وغورځول .

   مگرد سنځري خلگو خصوصاً علیزو تر خپلو منځونو پټه فیصله وکړل او د شپې يې سړي ښار ته ولاړل د نورمحمد علیزي جوال چي چختاڼي غوښو يې پکښي بوی کړی وو، راغلاکړې او سنځري ته يې را وړې. په دغه شپه يې لو ویاله پارچاو او د نورمحمد علیزي غوښي يې د لوی ویالې په منځ کي ښخي کړې. او بیرته يې ویاله پررا ایله کړه. کله چي سهارحکومت خبرسو پوځونو د نورمحمد علیزي په مړي پسي پلټنه پیل کړه او سنځري ته ورپسي راغله هرڅونه تلاښیگاني، وهل او ترټل چي يې وکړل هدف ته ونه رسېد ل.

    ډیر وخت وروسته د نورمحمدعلیزي دپاره د لوې ویالې څنگ ته لوي قبر خلگو جوړاو اوس هم د اخند صاحب په نوم شهرت لري. او تردې خبرو وروسته احمد شاه بابا دا سحق زوشفقت خان د وزیر په توگه د ځان سره ونيوې چي لږ وخت لاتیر نه وو چي هغه يې هندوستان ته د لښکرو سره ولیږې او وه دالقرارته نژدې يې په لاره کي مړکړه جسديې سند ته واچوې. " دوستان کولای سي د احمد شاه بابا د میرزا محمودالحسني په قلم لیکلې کتاب "احمد شاهي تاریخ " وگوري.

 په دې ډول د پانی پت مسئله، پانی پت: د هند د کرناپه ضلعه کي ديوه اباد ښارنوم دی. چی د ډهلي د ښار څخه د شمال پر لورد پنځه اتیا ۸۵ کيلومتره په فاصله لیري د جمنا د سند پرڅنډو پرته سيمه ده. په اصل کي دا د یوې پخواني قبیلي نوم وو چي پر دغه مځکه استوگن وه. د تاریخ په او ږدو کې درې ځله پر دغه سیمه باندي سختی حملې سوي دي او هرځل يې کورنه چورسوي، سړی يې وژل سوي دي.

لمړي ځل په ۱۵۲۶م کال کي د بابر او سلطان ابراهيم لودې ترمنځ جگړه همدلته وه.

د ووهم ځل په ۱۵۵۶م کال کي د اکبر او هیموبقال ترمنځ جگړه هم د لته وه.

درېم ځل په ۱۷۶۱م کال کي د احمد شاه بابا او مرهیټانو ترمنځ جگړه وه.

د پانی پت د جگړی ترگټلو وروسته سياسي تیروتنو ته هم ظفرکاکاخیل اشاره کړې ده، او ټول تاریخونه دا تیروتنه مني. او نورو لا دا خبري راوړي دي، چي د پانی پت د جگړی په ميدان کي د مرهیټا نو د قتل عام څخه  انگرېزانو گټه پورته کړه. افغانانو ته یوازي دغنایمو لکه په زرهاوو او ښانو، ۵۰۰۰۰ پنځوس زره اسونه،۲۰۰۰۰۰ دوه سوه  زره غوایي، ۵۰۰ پیلانو او د دوه ویشتو ۲۲ زرواسیرانو راوستل. او په دې اسیرانو کي مسلمانان هم شامل وه چي ابراهیم خان گردی هغه مسلمان ټول د احمد شاه بابا په هدایت سره ووژل.

د اسلامي قانون د قرآن (م) کریم د حکم پر اساس د اسېرانو وژنه ناروا حتی قتل بلل کېږي. زه خپله دا جکړه چي ډېرد سلوزرو افغانانو او تردې ډېرهندوانو پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ پنځوس فیصده افغاني او پنځوس فیصده سیکان او هندوانو کورنۍ په غم ولړلي هیڅ نه ستایم او خپله څو،څوځله پر هند باندي حمله، د هغوی نیول او زورونه نه تا ئیدوم. د یوه بشر، انسان، افغان او تردې  ټولو  مهم لا دیوه مسلمان په حیث دا منم چي زموږ لخوا، زموږ د لوري پرهند باندي تېری سوی دئ هرڅه يې خراب سوي او خلگ يې وژل سوي دي . زه شخصا د خپل ناتوانه طاقت برابر د هند له بشر دوست ملت دوژل سوو، متضرر سوو کورنیو د پاته شونو څخه بخښه غواړم.

    دوستانو که چېري یو شمېر افغانان خپل تېری پر بل ملت روا وگڼو او بیځایه دلأیل وړاندی کړو. نو بیا ولي د انگرېزانو تېری زموږ پرخاوره وغند و؟ ولي دروس تېری زموږ پر خاوره وغندو؟ ولي د ناټو او امریکا د قواو اشغال و غندو؟ که خپل تېري ته هرڅونه بی ځایه د لأیل راوړ او ووایو چي  دهغه ځای یوشمېر اوسېدونکو(مسلمانانو)د احمد شاه بابا څخه د همکارۍ  غوښتنه کړي وه، پر مسلمانانو ظلم کېدئ د مسلمانانو مرستي ته ورغلي وو، خطونه راغلي وه او نور. بیا وګورۍ

    شاه شجاع د لوی احمد شاه بابالمسی خپله و انگرزانو ته ورغلئ وو د مرستي غوښتنه يې کړې وه. او د انگرېزانو سره یوځای وطن ته راغلی. امیر دوست محمد، افضل خان، عبدالرحمن خان، د سقاو زوی دوی ټولو له انګرېزانو څخه د مرستي غوښتني کړي وې.

   ببرک کارمل د محمد حسین خان زوی د یو سیاسي حزب مرستیال، د جمهور رئیس مرستیال خپله وروسانو ته ورغلی د هغو څخه يې د مرستي غوښتنه وکړل او دروسا نوسره یوځای وطن ته راغی.

   ښاغلی حامد کرزی د سناتورعبدلاحد کرزي زوی پر موتر سیکل د امریکا يی باډگاردانو سره افغانستان ته راغی.

نو که په دغه پورته ډولونه د پردیو قواو راتگ تېری بولو، پس زموږ دفوځ تلل پر دې خاوري ته د هغې خاوري نیول، د خلگو وژل د هغوي مالونه، حیوانات، نراوښځي د آسیرانو په نوم راوستل به نو څنگه وي؟.

د ولسونو وژنه چي ترڅو يې ستا پر خاوره، مال او نامؤس تېری نه وي کړې په ټینگه غندم. "لذت هغه وخت ښه دی چي د فضلیت سره یو ځای وي". "هوښیار ته نه ښايې چي یوازي په فضلیتو پسي سرگردان وي او هغه د ژوند لوړهدف وگرځوي ".

زه د احمد شاه بابا مړانی، غیرت، مشرتوب او پښتونولۍ ته په درنه سترگه گورم ځکه يې بابا بولم، خو بابا ته هم وخت، ناوخت او لادونه دا نتقاد گوته نیولای سي. مثلاً

اول:- په خپله شپږویشت ۲۶ کلنه امپراتوري چي کافی وخت وو په هیواد کي باید ښووني او روزني ته پاملرنه او توجه سوې وای ځکه د یوه اسلامي حکومت د وظیفو څخه لمړۍ وظیفه داد ه چي ترخپل نفوذ او اقتدار لاندي ساحه کي د هغه ولسونو دتعلم او تربیې دپاره کاروکړي. چي متأسفانه دا لمړی شرط یې کم رنگه وو.

د وهم : دوهم او خورا  مهم شرط د اسلامي حکومت دادئ چي د خلگوامانت (مشرتوب) باید بیرته خلگوته سپارل سوې وایې. چي په ډیر خفگان سره احمد شاه بابا دا کار ونه کړۍ . ده باید دا امانت لکه څنگه چي جرگې  ده ته سپارلۍ وو، هغسي  بیرته خلگو ته سپارلئ واې. پاچهي یې میراثي کړې نه وایې . ځکه د قرآن (م) حکم او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد( ص) او څلورو يارانو يې هر یوه همدغسي وکړل. خپل ځای نا سیي يې نه دي تعین کړي. ميرويس خان نیکه همدغسي وکړل .

باېد بابا هم ددوئ لاره تعقیب کړي وايې. خپل ځای نا سي يې نه وای تعین کړئ. پدې چي احمد شاه بابا خپل حاکمیت په جنگ او زورپه لاس نه وو راوړي. بلکي خلکو ورته امانت سپارلئ وو. او دغه د سلطنت په میراث پریښوولو بد دود يې نه وايې پرایښې.

په تاریخونو کي نیټي سره برابرې نه دي . په مازندران کي د مسؤلیت اخیستلو پر وخت چا ۲۰ - ۱۶ - ۱۵ - ۱۴ کاله حتی محمودالحسیني خويې لا ۱۰ او ۱۲کاله عمر ښودلۍ دئ د جرگې لخوا د ټاکلو پر وخت ۲۵ - ۲۶ - ۲۳کلن ښودل سوئ د ئ.

مگرد قیقي نیټي داسي دي احمد شاه بابا په ۱۱۰۱هجری شمسي کي په هرات کي زېږېدلئ د ئ. کله چي په ۱۱۱۰ هجری شمسي کي په هرات کي ابدالي حکومت د نادرافشار لخوا  د منځه وړل کېږي هغه وخت احمد شاه د ۹ کالو وو. چي کندهار ته د خپل مشر ورورذ لفقار خان سره راغلي. په کال ۱۱۱۷هجری شمسي کي، په  کندهار کي د شاه حسين هوتکي و اکداری ختم وه. پر دې مهال احمد خان د ۱۶ کالو وو. د دال پای.

 

 

+++++++++++

 

احمد خان( احمد شاه) بیا احمد شاه بابا

یوولسمه برخه

ب:ـــــــــــــــ

 د لوی احمد شاه بابا کورنۍ،اته ځله لویو جګړو او فتوحاتو، د  شېر سرخ  د جرګې د یوشمېر لویو مشرانو د نورمحمد خان علیزي(مېرافغان) او محبت خان په ګډون ووژل سول؟ دا هغه پوښتني دي چي مستند کول او جوابونه  ورته لرل پکاردي. مثلأ لیکل سویدي شاه حسین صفوي د ایران هغه پاچاه وو، چي د احمد شاه بابا مشران لکه  نیکه یې ( دولت خان) د مشر زوی نظرمحمد خان  سره یو ځای ونیول او اعدام یې کړل. د دولت خان څخه پاته دوه نور زامن هریو  (زمانخان او رستم خان) یې له ښهرصفأ څخه و ارغستان ته وشړل. صفویانو لمړي په ارغستان کي د رستم خان خاني ومنل، خو په بدل کي یې ورور( زمانخان ) د احمد شاه بابا پلارد ګروګان په شکل یو وړ، په کرمان کي یې له ځان سره ساتۍ، صفویان لږ وخت وروسته رستم خان هم اعدام کړه، مګر زمانخان له صفویانو سره ګروګان پاته وو؟. په تاریخ کي ماسټرۍ او ډاکترۍ لرونکي پوهان مسؤلیت لري په شریکه سره یوه واحده خبره ولیکي.

 ۱-  احمد شاه بابا څو ودونه (څومېرمني) کړي وه؟ مېرمني یې د چا وچا لوڼي وې؟.

۲ -  څو اولادونه یې نارینه (زامن) او څوښځينه (لوڼي) وې؟

    تر دغه اوسه دا خبره هیڅ مورخ سپینه کړې نه ده، ځکه په تاریخونو کي هم ما ونسوای کولای روښانه لیکلي څه پیداکړم. نو له یوشمېردوستانو څخه مي د جواب مندلو په اُميد پښتني وکړې په تاسف سره قانع کونکی جواب مي پېدانکړه، د بیلو بیلو عکس العملونو سره به مخامخ کيدم. د مثال په توگه عمده یې داسي وو.

۱ - دي خبري ته دي څه پام سوي دئ؟ ولاکه ما ته هم سم معلوم وي،ورکه یې کړه څه گوتي په وهې.

۲ - هغه وخت د ښځو نوم لیکل او شمېر ښوول څه شرم وو، خو ویل کېږي  زامن یې ۶ شپږوه. د مېرمنوپه باب يې خدای سته څوک سم معلومات نه لري او چیري لیکل سوې هم نه دي.

۳ - څه يې کوي تردې ځای هرلوی لیکوال په خاصه پښتانه لیکوالان په ځغاسته تیر سوي دي. ته هم ځان تیرې تېرکړه. په داسي پښتنو کولو يو شمير کورنۍ خفه کیږي. دا چي تیرو لیکوالو څه نه دي پر لیکلي  سبب یې هم دغه وو.

زما د پوښتني او غوښتني په اساس ښاغلی حبیب الله غمخور صاحب له سويډن څخه  خپل کوښښ وکړی وو، ماته یې ولیکل."ما هم ستاسي دغوښتني پر بنیاد د ډېرو وپوښتل، وروسته مي په هندوستان هیواد کي د هلي پوهنتون له استاد پرفیسورخالد رشيد صاحب سره دا موضوع شریکه کړه.

ښاغلي استاد په لیک کي ماته و لیکل چي" احمد شاه بابا اته(۸)زامن لرل.۱ - ميرزا سلیمان، ۲ – ميرزاتیمور، ۳ - ميرزا سکندر، ۴ – ميرزاشهاب، ۵ - ميرزا داراب، ۶ – ميرزاپیروز، ۷ - ميرزایذ دان بخش، ۸ - ميرزا سنجر. په درو(۳) ښځو يې پوهيږم، ۱ - قذالباشه، ۲ - بلوڅه، ۳ - پو پلزی".

یو شمېرتاریخ لیکونکي بیا لیکلي چي احمد شاه بابا زامن شپږ وه او د تیمورشاه موربهسود واله وه. تردغه ځاي لیکوال نورمخته نه ځي زه يې په علت نه پوهیږم چي دا ولي؟

د زامنو په هکله يې نو د پرفیسورخالدرشيد صاحب معلومات یقینی دي. دا ځکه چي وروسته مي د حقیقت التواریخ افغانستان په ۵۸ص کي لوستل د احمد شاه با با زامن اته (۸ )وه. لکه:۱ - تیمور، ۲ - سلیمان، ۳ - شهاب، ۴ - داراب، ۵ - سنجر، ۶ - سکندر، ۷ - یزدان بخش، ۸ - پروېز.

 سیال مهمند بیا د لوی احمد شاه بابا زامن  ټول ټال پنځه ښي :۱ - تیمور،۲ - سکندر، ۳ - سلیمان، ۴ - ایوب، ۵ - پر وېز .

   د سیال مهمند په لیکنه کي د (ایوب) په نوم د احمد شاه بابا زوی راپیژني مگر د نورولیکوالو  په لیستونو کي دا نوم نسته.عطایي صاحب هم د احمد شاه بابا زامن(۸ ) لېکلي دي.

 نه مي په کېسو کي او رېدلي دي، نه مي په کتابونو کي ولوستل، چي د احمد شاه بابا په زامنو کي تر تېمور،سلمان او سکندر څخه بغېر نورو زامنو یې د پلار په ژوند کي څه وظیفې لرلې، بیا د احمدشاه بابا تر مرګ وروسته دا (پنځه) واړه  وروڼه څه سول؟ ولي هیڅ محقیق دا خبره نه ده روښانه کړې او یا یې څوک نه روښانه کوي؟ "

   کله چي په مستونگ کي وزیرشاولی خان او تیمورد نصیرخان قلات سره په جنگ کي ماته وخوړل، نو خپله احمد شاه بابا د نصیر خان قلات مقابلی ته ورغلی. د احمد شاه بابا او نصیرخان قلات ترمنځ جگړه ونه سوه. ترمنځ يې جوړه وسوه. جوړه داسي وه چي د نصیرخان قلات د کورنۍ یوه ا نجلی يې واحمد شاه بابا ته ورپه نکاح کړه. همدغه حقیقت التواریخ ۵۹ ص. ځیني وايې چي بې بې مير گوهره د محبت خان بلوڅ خور يې و احمد شاه بابا ته ور په نکاح کړل.

   ښاغلی علی احمد کُهزاد صاحب لیکي: ترجمه" سره له دې چي د احمد شاه دراني د ښځو او پدې توگه د زامنو هریوه صحيح شمېره معلومه نه ده معمولاً شپږ زامن د سدوزو د سلسلی د حکومت په مؤسیس پوري تړل کېږي "؟.

همدغه دئ چي په حیات افغانی کي د تیورشاه مور بهسودواله ښئي.

   د لیکونکي نظر: دا چي له پېژندل سو دوستانو څخه می یو شان جوابونه وانه ورېده، نو په دې باوري سوم چي تاریخي پېښو ته زموږ ښاغلیو لیکوالو سمه توجه نه ده کړې او نه یې کوي.بنا پرکومو پټوغرضونو او اهدافو چي سته د تاریخ ددې برخي څیړل ترسر تیرکړه سوېده. دا ځکه علي احمد کهزاد په افغانستان کي لوی تاریخ پوهه وو، هغه لیکي چي د احمدشا دراني د کورنۍ صحیح شمېره معلومه نه ده. زما په باور  احمد شاه بابا نژدې لس کاله په ایران کي د نادرافشارسره وو. هلته د قزلباشو د کنډک قوماندان پاته سوی وو. نه د ټول پښتنو، ازبکو او قزلباشو قوماندان. دا ما ته سمه او دقیقه نه ښکاري.

   قزلباش: د لومړي شاه اسماعیل د سپایانو يوې برخې ته يې چې د شعیه مذهب پر خوا وه او دصفوي پاچهۍ د پلویانو څخه تشکيل شوې وه. ددې جهته چې سرې خولۍ يې پرسرکولې قزلباش ويل. ورو،ورو ټول صفوي لښکرپه دې نامه ونومول سوه. په تاریخو کي راغلي چي شاه اسمعيل صفوي یوزیات شمېرقوي صورته ترکان په خپلو پوځونوکي شا مل کړه، او د وخت په تیریدو سره يې د سني مذهب څخه شعیه مذهب ته واړول، شاه اسمعيل صفوي د دغه ازبک نسبه سني ترکانو په مټ یوه لویه د شعیه مذهبو امپراتوي جوړه کړه.

  د نادر افشار په فوځ کي د  ټولو افغان میشتو (پښتنو، ازبکو او قزلباشو) لوی قوماندان نور محمد خان علیزي (مېرافغان) وو. ا حمدخان هم  د نوموړي ترقوماندې او آمرلاندي وو. خپله احمد خان د یوه  لوی غونډ مربوط د قزلباشو د کنډک قوماندان وو، چي د نادرافشارد کورنۍ د حفاظت مسؤلئیت يې پر غاړه وو.

    همدغه نن ورځي څخه پوره ۵۷ کاله مخکي ۱۹۵۵ م کال کي دالمان «شپېگل» نومي مجلي په خپله ۵۱ گڼه کي یو مضمؤن خپر کړی، هلته داسي لیکل سوي وه"په ۱۷۴۷م کال کي کله چي دپارسیانو پاچا نادر د محا فظي قطعی د آمر لخوا و وژل سوو د پارسیانو د سپرو د قطعې یوه افغان اصل افسر احمد چي د لسو زرو جنگي سپرو په مټ يې د نادرد طلا خزانې، د ساتلو وظیفه په غاړه لرل، د خپلو سړو په مرسته هغه ټول خپل وبلل چي کوه نور هم پکښې وو او ځان يې پاچا و باله ".

پس د احمد شاه بابا لمړۍ واده هلته په ایران کي سوی دئ او تیمورشاه هم هلته په مشهد کي پیداسوی دئ. هغه وخت په ایران کي د بهسود والو شتون یوه د قیقه خبره نه بریښي.

    تکرار د حوادثو، ښاغلې غلام محمدغبارصاحب د خپل ا ثر په۳۵۴ص کي لیکي : ترجمه "څه وخت چي نادرشاه په ۱۷۳۸م کال د کندهار ښارله شاحسین هوتک څخه ونیوئ، ذالفقارخان او د هغه زوی يې دایران مازند ران ته تبعید هلته یې اول مسموم او بیایې مړه کړه. مګر احمدخان په مازندران کي د خپلي مور سره ژوندی پاته سو پدغه وخت کي احمد خان  ۲۰ کلن وو چي د نادرشاه دربارته ورسېدئ ".

لیکونکئ : احمد شاه بابا په ۱۷۲۲م یا ۱۱۰۱زیږید لئ دئ او په ۱۷۳۸ م یا ۱۱۱۷هجري شمسي کي د کندهارله زندانه ازاد او مازندران ته یووړل سو د حساب له مخي باید احمدخان(۱۶) کلن وي نه (۲۰) شل کلن.

   راځم خپلي خبري ته د احمد شاه بابا مخکي ډیر پخوا د ميرويس خان نیکه کورنۍ او ډېرڅه لیکل سوي دي، د هر امپراتور پاچا هر څه باید ولیکل سي. نه پوهيږم کوم رمز سته چي د بابا هغې باید ونه ښورول سي او ونه لیکل سي باور مي دادئ چي احمدشاه بابا نه باید په یوه کورنۍ، یوه قوم، یوې منطیقې او یوې ژبې پوري وتړل سي. په یوه قوم او ژبې پوري د لوي احمد شاه تړل د جاهلو دوستانو او یا ذاتي د ښمنانو کار دئ.

څه وخت چي صفوي نادر افشار د کندهار ښار (د هوتکو د پاچهې مرکز) د نیولو اراده وکړه،  د هغونظامي قواو چي د هوتکو د حکومت و راپرزولو لپاره کمارل سوي وې مشري یې د عبدالغني خان الکوزي  پرغاړه وه. تر سختو محاصرو او جګړو وروسته صفویانو(عبدالغني خان) کندهار اشغال کړ، د هوتکي مرکز تر اشغال وروسته نادرافشار د عبدالغني خان په مؤا فقه، شاه حسین هوتک د خپلي کورنۍ سره او هم یې د زمانخان او لادونه( ذوالفقارخان، د ذالفقار خان مشر زوی، احمد خان (وروسته احمدشاه) دایران وه مازند ران علاقی ته د بندیانو په ډول ولیږل سول.

    نادرافشار خپلو قوواو ته هدایت کړی وو چي د زمانخان مشر زوی زلفقار، د زلفقار  زوی(   )  او  د مېرویس خان زوی شاحسین  هوتک د دوی د کورنیو غړي  مسموم  بیا ووژل سي. همداسي عمل ورسره وسو،  مگر د زمانخان کشر زوی (احمدخان وروسته احمدشاه) ژوندی پرېښودل سو؟. تکرار د هغې کېسې چي صفویانو کلونه وړاندي د احمد خان پلار( زمانخان) هم د پلار(دولتخان) او  وروڼو(نظرمحمد خان او رستم خان) تر وژلو وروسته له ځان سره وړی  په کرمان کښي یې ساتلۍ وو. څو  په ۱۷۱۹ م کښي یې زمانخان له کرمان څخه راوړي د هرات د حکومت په ریاست یې وټاکی؟

ددې خبري معلومات کول چي عبدالغني خان الکوزي د خپل خوريي ذالفقارخان او د ذالفقار خان د زوی په وژلو څنګه خفه نه سو؟.  

     بیل بیل روایتونه سته واي کله چي نادرافشارپرهند د حملې کولو په نیت خوځيدئ، په دغه وخت کي یې د احمد خان مشر ورور ذوالفقارخان د هغه زوی ،مير حسين یا شاه حسين او د کورنۍ ټول غړي یې مسموم او بیا مړه کړل. مگرد مازندران د علاقی مسؤلیت یې واحمد خان ته وسپاره؟. سوال دادئ چي د حکومت کولو او کاري تجریبه لرونکۍ، د قوم مشري خو د څو دیرش کلن ذالفقار خان سره وه چي د زمانخان مشر زوی وو، ولې نادرافشار ذالفقارخان، د احمد خان مشر ورور، د زالفقار خان زوی او د مير ویس خان زوی شاه حسین ټول د ښمن وبلل، مسموم او مړه یې کړه، د هغه وړوکي وروربیا نه دا چي وژني یې نه بلکي د خپلو او لادو محافظت په کوي؟.

د حقیت التواریخ افغانستان( از امېر کبیرتا رهبر کبیر) په۵۷ص کي راغلي دي چي احمد شابابا ترپاچا کیدو مخکي هم نادرافشاردځان سره هند ته بیولی وو. بلې تیر سوي دي ظالم امپراطوران، خو نادرافشارپه ظلم کي ترهیچا کمی نه لاره. نادر افشاریوه ورځ خپل زوی او ولیعهد رضاقلې خان پر ډېره وړه خبر ه ړوند کړه. بله ورځ پر خپل دې کار پښیمان سو. نو خپل هغه ټول افسران چي درضاقلې خان(دده دزوی) د ړنديدو پر وخت هلته حاضر وه هغوی يې ټول ووژل. په دې چي ولي يې دده ددې عمل (د خپل زوی د ړندېدو) پر وخت دده مخه ونه نیول.

   ظفرکاکا خیل په۸۵۵ص کي لیکي:"څه وخت چي نادرافشار په خپله خوابگاه کي د خپلو ایراني سردارانو لخوا ووژل سو احمد خان د نادرافشارد مرگ د بدلې اخیستلو په غرض خپل پوځونه راجمعه کوي، ازبک هم د ځان سره ملگري کوي او دایرانی پوځ سره د جنگ اراده ښکاره کوي ولی دا چي د نادرافشارد قتل په سازش کي ټول ایراني پوځي سرداران شریک وه، نو احمد خان او ازبکو ته د ټول پوځ سره مقابله گرانه وه. په دې موقع احمد خان دا غوره وبلل، چي د نادرافشارد خزانې څه قیمتي جواهرات ترلا سه کړي، او خپل وطن ته ولاړسي. چي په دغه جواهراتو کي کوه نورهم د احمد خان لاس ته ورغلی. "

   مگر ميرغلام محمد غباردافغانستان درمسیر تاریخ په تاليف کي روایت کړی دئ چي: "هغه وخت چي نادرافشاردایرانی افسرانو د لوري په فتح اباد قوچان کی په قتل ورسېدئ. احمد خان د نادرافشارحرم له تېري څخه محفوظ وساتۍ د نادرافشار حرم د کوه نورالما س وهغه ته بخشش ورکړی. "

نوټ: زه شخصاً د دې خبري سره موافق نه یم چي د (احمد خان وروسته احمدشاه) سر دي ازبک کندهار ته راغلي وي، که ازبک راغلي وي احمد شاه، تیمور شاه او لمسیانو یې نژدې ۷۰ کاله سلطنت وکړه، له هرات څخه تر کندهار او بیا له کندهاره ترغزني پوري د هیڅ ازبک د شتون بیلګه نه تر ستروګو کېږي، نه یې کومه  کلاه پاته ده، نه یې کوم کلۍ او نه یې د کومي کورنۍ سره د دوستۍ نښي سته.

رښتیا او لنډه خبره داده چي روښانه تاریخ مونه دئ، یچا یې لیکلو ته زړه ښه کړۍ نه دئ. ټوله جنګ، وژني، نړوني، چور او غصب، ولجه(غنیمت) شاهانو د ځان او کورنیود پاره کړي دي ولس استعمال سوئ دئ. د یوولسمي برخي پای

 

++++++++++

یوولسمه برخه

احمد خان( احمد شاه) بیا احمد شاه بابا

الف:ــــــــــ

     یوازي د احمد شاه بابا د نوم یادونه او یا د دې لوی ملي شخصیت د تصوېرو نو پورته او کښته کونه کفایت نه کوي، بلکي  د بابا د پېدا يښت، کورنۍ، لویښت، یتموالۍ، بند او وروسته واک ته رسېدنه اوبیا د یوې لوی امپراطورۍ جوړونه، فتوحات، بریالیتو بونه د دې هري مرحلې یوه روښانه څېړنه( د حقایقولیکنه) پکار ده، دا زموږ د هیواد تاریځ پوهان چي په تاریخ کي دوکتوراوي لري دا دهغوی مشؤلیت دي  باید په شریکه  سره یوه جامع څېړنه وکړي، خپل ملت ته یې ورکړي. تر کومه ځایه چي ما  د احمد شابابا د ژوند، مبارزو، جګړو او لاسته را وړنو په باره کي چاپ کړه سوي لېکني او نشر ته سپارل سوي ولوستې، ماته قانع کوونکي نه وې. که پخوا درنو تاریخ پوهانو د افغانستان پر معاصر تاریخ له څېړلو او لیکنو څخه ډده کول اوس پکار ده د افغانستان معاصر تاریخ له ابهاماتو څخه را واېستل سي، په کره د لایلو ثابت یو تاریخ ولیکل سي. البته د داسي یوه تاریخ لیکنه د شخص کار نه دئ، بلکي د لیکلوالو یوه ګروپ باید په شریکه دا کار وکړي.

احمد شاه بابا په کال ۱۱۰۱هجري شمسي یا۱۷۲۲م کال کي په هرات کي زیږیدلئ دئ. په ۱۷۴۷م یا ۱۱۲۶ هجري کال کي پاچا سو ۲۶ کاله يې د سلطنت د وره وه د ۵۱ کالو ۱۷۷۳م یا۱۱۵۲ هجري کال وفات سو. دې خبري ته مو باید پام وي چي دغه د پیدایښت، پاچهۍ او مرگ تاریخونو یوازي کلونه معلوم دي، میاشتي او ورځي يې ما معلومي نسوای کړای. نوکله نا کله په تاریخونو کي هم نیټې یوکال تفاوت سره لري. دلته تر نورو خبرو مخته یوه خبره ضرورده. هغه دا چي احمد شاه بابا د نورعادي خلگو په نسبت یې متفاوت شخصیت لاره،  دا ځکه چي د احمد شاه کورنۍ د خان خانۍ سلسله، د صفويانو سره د ده د کورنۍ اوږدې کله خرابې او کله ښې اړیکي ، بل دده  شخصي اراده، کړني، دده لاسته راوړني، د وخت څخه مناسب گټه پورته کونه، بریالیتونه او د یوې لوی امپراتورې جوړنه دا ټول کارونه د هر شخص تروس پورته وه.

 احمد خان (وروسته شاه) یو خانزاده وو چي په اصطلاح نیکه ګان یې تر اووه پښته د قدرت او صلاحیت خاوندان او په ټولو نژدې او لېري قبایلو کي پېژندلي خلګ وو او پر قومونو یې امر او حکم چلېدی.دا چي د شېرسرخ په جرګه کي د قبیلو مشرانو یوه پنځه وېشت کلن ځوان ته د وطن او خلګو اداره ور وسپارل دا کومه تصادفي پېښه نه ده بلکي د احمد خان شخصیت او شرایط ده ته دا مساعدت په برخه کړی ووچي ولس باور په وکړي او مشران اختیار وروسپاري. د ده قوم سدوزی یو لږکی وو او خانانو ته یې تشویش نه پیدا کاوه یا ده د پارس څخه ډېري پيسې را وړي وې او په هغو یې جرګه وال رانیول یو څه قابل تأمل خبره ده  او که یې وهم منو، نو احمد خان د انتخاب په چانس کي دوهمه درجه عوامل ګڼل کېږي او اصلي عامل یې دده قومي خاني بنسټونه او اعتبارات وه چي په جرګه کي یې ده ته بریالیتوب ور په برخه کړ. ص ۱۶ اکا ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب.

د احمد خان( وروسته شاه) نیکه دولت خان د خپل یوه زوی نظرمحمد خان سره یو ځای دوخت صفوي حاکم گرگین و وژل لکه څنګه چي تاسو پورته ولوستل، کله چي صفوي ګورګاني د احمد خان ( وروسته شاه) نیکه او کاکا ووژل، صفویانو د دولت خان بل زوی( زمانخان) یا د احمد شاه پلاریې ونه واژه بلکي په کرمان کي یې له ځاان  سره ګروګان وساتۍ، څه وخت چي  د هرات د ابدالیانو مشر(اسدالله خان) د میرویس خان  د زوی سره  د دلارام په جګړه کي  وژل کېږي نو صفویانو هغه په ګرو کي ساتلۍ زمانخان د احمدشاه پلار را وړي او د هرات مشر(رئيس) یې ټا کي. احمد خان چي د پلار تر مړیني  وروسته وزېږيدئ د مشر ورور ذالفقارخان چي د پلار تر مړني وروسته د هرات رئیس وو دهغه  پر لاس وروزل سو، استعداد پکښې وو چي د وخت په تیریدوسره له ده څخه لوی زبر ځواک داسي زبرځواک چي  انگرېز هم ځیني بیريده جوړسو.

دده په وجود کي د هغه وخت پراخه پښتونخوا د اوسني پاته کوچنی افغانستان پولي چي د هوتکيانو ترسقوط وروسته څوکاله دصفویانو ترقبضي لاندي او د منځه وړل سوي وې، احمد شاه داځل دې خاوري ته حدود معلوم او پراخه کړه په جهانيانو يې هیواد او ځان وپېژندئ .

   دا لویه خبره ده چي احمد خان ځان د قومي مشرانو په مرسته د احمد شاه مقام او دده تر مرگ وروسته خلگو د بابا مقام ته لوړکړ. احمد شاه ابدالي چي د سد وزو د سلطنت د بانی په نوم يې ظفرکاکا خیل په خپل تاریخ "پښتانه د تاریخ په رڼا کي ". داسي راپیژني: "د ملک زمانخان زوی او د هغه ملک سدوپه او لاده کي وو چي هغه ته د شاه عباس اعظم ایرانی دلوري نه دهرات او کندهار د سړک د یوې حصې د حفاظت ذمه واری ورته سپارل سوي وه.

مگر د احمد شاه بابا د نصب شجره بیا سيال مومند داسي لیکي: د زمانخان زوی، د دولتخان لمسئ، د سرمست خان کړوسئ، د شیرخان کوسئ او د خواجه خضر خان کودئ. خواجه خضرخان د ملک سدو زوی ښئي. په هرصورت احمد شاه بابا د افغانستان په شاهانو کي او نسبت خپلي او لادې د امیرکبیرڅخه تر رهبر کبیر پوري يې جوړه نه ده لېدل سوي .

احمد شاه بابا یو نوميالۍ،غښتلۍ پاچا او امپراطورتیرسوی دئ. ډېرجنگونه يې کړي دي، تر  ټولو بریالئ راو تۍ دئ . دغه لاندي یې د جګړو او حملو شمېره او کلونه وه.

اول: په ۱۷۴۸م کال یعني یو کال وروسته تر جرګې، له کندهاره حرکت وکړه غزنی، کابل، پېښور د اباسند تر غاړو یې دا مځکي په خپلو حدودو کي شاملي کړې.

دوهم:  ۱۷۴۹م احمد شاه هرات ته ولاړ د اشرف الوزرا شاولیخان تر مشرۍ لاندي یې یو لښکر شمالي ولایاتو ته واستاوه، شمالي ولایات بیله جنګه د احمدشاه مرکز ته تابع سول. خپله احمد شاه او میر افغان تر مشهده ولاړه هلته یې ټول بغاوتونه و ټکول  د احمد شاه په امر یې هلته شاهرخ میرزا یې پاچا کړه.

درې یم: ۱۷۵۰م کال کي یوځل بیاپه  خراسان کي  بغاوتونه را پیل سول، شاهرخ  یې لېري میرعلم ځان پاچا کړه. داځل هم احمدشاه د خپلو لښکرو سره نیشاپورته ورغلۍ میر علم یې مات او بیا یې شاهرخ هلته پاچا کړ.

څلرم:   ۱۷۵۰ او ۵۱ م کي کله چي د پنجاب صوبداري میرمنو و احمد شاه ته د مالې له لږدولو انکار وکړه.بیا احمد شاه د خپلو لښکرو سره ورباندي حمله وکړه، میرمنو شکت وخوړ، مالیه یې ټوله کړه، کشمیر، پنجاب او ملتان یې هم ونیول.

پنځم: ۱۷۵۲ـ ۱۷۵۷- ۱۷۵۹ م  کله چي میرمنو صوبداره مړه سول  احمدشاه دهغې وړ زوی محمد امین یې صوبدار وټکی. چي په دغو کلونو کي ډېر ځله سرکښۍ کېدلي....

 شپږم:  ۱۷۵۸م .کال کي په پنجاب کي د افغاني حکمرانانو فشار سکان را ټول او غازي الدین جسان راجپوتان پر ډهلي راوستل، سردارجان خاناو د احمد شاه زوی تیموشاه چي په پنجاب کي وظیفه داران وو تر خطر لاندي سول.په داخل کي یو شمېر نور مشکلات پېښ سول...... یو د نصېر خان بلوڅ بغاوت وو........ته

 اووم:  د ۱۷۶۰ او ۱۷۶۱م احمد شاه پر هند ورروان سو او تر ډهلي پوري یې په مخکي ټول بغاوتونه وټکول.بلا اخیره د پاني پت پر میدان د درو لکو(۳) لکو مرهټه لښکرو سره مخامخ سو.د احمد شاه سره (۶۰) زره تنه ملګري وو. مرهټان یې مات کړه، (۲۲) زره اسېران، (۵۰۰) پنځه سوه پیلان، (۵۰) زره آسان، (۲) لکه غواوي څوزره اوښان ولجه یا غنیمت پلاس را وړل.....

اتم : ۱۷۶۹م کال کي یوځل بیا د خراسان وضعه خرابه سوو، احمدشاه سره ددې چي ناروغه وو، ورغلی یاغیان یې وټکول او بیا یې هغه پخوانی شاهرخ خان پاچا کړه، سره دي چي شاهرخ د رقیبانو له خوا ړوند

پوهاند غلام جیلاني (عارض) لیکي :  د احمد شاه بابا په سلطنت کي دغه ځایونه : ۱- کندهار، ۲- هرات، ۳- کابل، ۴- مزار شریف، ۵ – د خراسان ولایت، ۶- بدخشان، ۷ – کشمېر، ۸ – فراه، ۹ – میمنه، ۱۰-بلوچستان، ۱۱- لغمان، ۱۲ -پېښور،۱۳- غزنی، ۱۴- د دېره اسماعیل خان سېمه، ۱۵- د دېره غازي خان سېمه، ۱۶- د ښکارپور سېمه،۱۷- د سیوۍ سېمه، ۱۸- د سېندسېمه، ۱۹- د چچ هزاره شېمه،۲۰- د(لیه) سېمه، ۲۱- د ملتان سېمه، ۲۲- د سرهند سېمه. د کندهار او پښتونخوا تر ادارې لاندي وه.

 احمد شاه بابا تر دې بریالیتوبونو وروسته غوښتل د عثماني (امپراطوري)خلافت له د ربار سره ښه اړیکي ولري، د خلیفه سلطان مصطفی خان په نوم یې یو اوږد لیک واستا وو.ویل کېږي چي لیک اوس د استنبول د آرشیف په همایون (۳) نمره کي شامل دی. داسي هم ویل کېږي چي دا لیک (۱۵۰) مخه دئ. ولي د بابا دغه لیک او په هغه کي غوښتني، ولي زموږ لیکوالو دغه لیک او د بابا غوښتني  نه دي خپرې کړي؟ په لیک کي څه غوښتل سوي وه ایا عثماني خلیفه د احمد شاه بابا لیک او غوښتونو ته  کوم جواب لیکلۍ  دئ که یا؟...........

بلې احمد شاه  داسي نوې اداره او نوی نظام جوړ کړ، الفـ:ــــ:مهم مقام دیوان اعلی ( مالیه) چي مشرته یې (دېوان بېګی) ویل. ب: ـ د(هرکاره) یا اطلاعاتو اداره چي مشرته یې هرکارباشي ویل کېده، ت:ــــ (دیوان انشأ)  چي مشري یې محمودالحسیني یا ددربار منشي وو. د:ـــ قاضي القضات اداره وه. ج: ــــ کلانتر هم یوه  مهمه اداره وو. په نظامي برخه کي لویه اداره (غلامخانه) یا د پاچا د ساتني کارډ وو. د توپ ساتلو ټولګی ته یې (توپچي باشي) ویل، بله اداره د نسقچي په نامه چي مشرته یې (نسقچي باشي) ویل کېده.بل شاهنچي باشي دېر لوړ مقام لاره، همدار نګه (جبهه خانه) یا قورخانه چي مشر یې (قورخانه باشي وو، وروستی یې یو تن قاضي لاره.

 احمد شاه د خپل واک ساتلو په مقصد ډېر پېران همایه کولو چي مشهور یې دادي: الف:ــ میا عمر دپېښور دڅوکنو پېر. ب:ـ شاولي الله دهلوي. د:ــــ میا فقیر الله جلا ابادی. د غو پېرانو ډېر لوی لوی  لنګرونه لرل د هر یو لنګر د ورځي مصاریف په سلګونو پسونه او سلګونه غوایې وه چي دا مصارف ټول د احمدشاه لخوا ورته تهیه کېده.

 خدای بخښلۍ اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي زیاتوي: "څرنګه چي له یوې خوا په کلتوري او سیاسي صحنه کي یوه نوې امپراطوري را زېږېدلې وه  او دهغې دودي او پراختیا له پاره نوی اجتماعي  مؤسیسات باید ایجاد شوي وای، خو څرنګه چي په ټولنه کي د فرهنګ مؤسیسه کمزورې  او د سیاسي جریاناتو سره هم آنګه نه وه، نو امپراطوري یوازي د نظامي قدرت پرستنو تکیه پاته شوه، هغه مهال چي نظامي قوتونه له سیکه ولوېده نو ټولنېز او سیاسي بنسټونه چي د فرهنګ پر اصلي خښتونه وو تکیه نو په لوېدو او رژېدو یې پیل وکړ."

خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری د پاچهانو څه کول؟ کتاب په ۴۷۴ص کي داسي لیکلي" احمدشاه بابا د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې لپاره ډېر زیار وایست، مګر د ملت لپاره یې د پنځه ویشتو کلو سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښوونځیو د تاسیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فیصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه اوبل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی (تیمور) په وصیت سره ولیعهد وټاکی او په دې توګه یې په کورنۍ کي پاچهي مېراثي سوه." د ښاغلي محمدنادر ایوبي صاحب انتقاد ځای لري، چي واي" احمدشابابا باید د خپل ولس دپاره ښوونځی او مدرسې جوړي کړي وای، دا ځکه د د نادر افشار امپراطوري او د دهندوستان خاوره لېدلې وه.

پر احمد شاه بابا به لیکل سوي وي،  لکه  د احمد شاه د دربار منشي محمودالحسیني چي په دوه جلده کي " تاریخ احمدشاهي" دپېر سباک " تواریخ حافظ رحمت خاني"  او نور..... مگر زما په فکر لیکني ګونګي دي  باید نور روښانه  پر ولیکل سي. یو څه چي ما هم و نه سوای کولای پیداکړم هغه دا چي د خپل مشر، بابا د کورنۍ سم، درست، روښانه معلومات وه مثلاً: د یولسمي برخي الف پای.........

 

 

پخوانی برخی

 


بالا
 
بازگشت