فاروق فردا

 

 

 

 

افغانستان او د پښتنو او بلوڅومسئله

 

 

د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) په دې وروستیو کې د پاکستان، آزاد پښتونستان او تاریخي افغانستان تر سرلیک لاندی یو اعلامیه خپره کړې ده چې په هغې کښې  د دې نهضت دریځ روښانه شوې ده.

دوې د خپل تحلیل په یوه برخه کښې لیکي:
...  د پښتنو او بلوڅو مبارزینو ته  تر اوسه هم تر ټولو مهمه او اړینه مساله داده چې دوی د لاندې انتخابونو نه کوم یو انتخاب غوره کوي.

د نهضت په اند چې لیکي،د دوې راتلونکي به هم  په همهغې انتخاب پورې اړه ولري.

او بیا دا درې درېځه داسې بیانوي:

«لومړی-   لرې خوا پښتانه او بلوڅ مشران  په پاکستان کښې دننه د څه حقوقو او امتیازاتو په لاس ته راوړلو کښې د پاکستان د قانون لاندې ژوند کول.

دوهم- د آزاد پښتونستان او بلوچستان جوړول.

درییم- بېرته د خپل پلرني هیواد افغانستان سره یو ځای کېدل او دتاریخي افغانستان دوباره اعاده کول.»

دا ډېرې بنیادي پوښتنې دي چې په نوموړي دریځ لیک کښې ځانګړې شوې دي او د نهضت دموخې د بیان سره پوره تړاو لري. ما ددوې له لیکنې فیض واخیست.

 زه غواړم دا پوښتنې لږه عامه کړم  او د وضعې په تړاو له بلې زاويې نه ورته وګورم چې ددوې د مقالې سره اړخ نه لګوي.

همهغسې چې د پاکستان اوسنی  وضعیت او په ځانګړي توګه د دې هېواد اقتصادي حالت ترینګلی دی، پښتانه او بلوڅ هم په هغه هيواد کي ثابت درِيځ نه لري.

که پښتنو او بلوڅو د برخلیک مسئله هغو ته پرېښودل شي ،زیاتره یې د پاکستان په چوکاټ کې خپل حقوق غواړي او نه له هغه ور آخوا یو څه،ځکه چې دوې د پاکستان د تابعیت سره روږدې شوي دي، دوې په پاکستان کښې دآرامۍ احساس لري. د پاکستان په چوکاټ کښې حق غوښتل ډول ډول تعبیرېدلای هم شي،ولی په ټوله کښې یوه مانا افاده کوي چې پښانه او بلوڅ جنګ نه غواړي، هیله لري چې پاکستان یې حقوقو ته پاملرنه وکړي. يعني چي دوی خوشحاله دي چې پاکستانيان واوسي او که پاکستان يې غوښتنې ومني نور دوی د افغانستان سره د «مشترک هویت» په لټه کښې پخپلې اصطلاح سره ځانته «کار» نه ګوري. پاکستان په مختلفو بهانو پښتانه او بلوڅ  دومره د تروریزم اومخدره موادو ښکار کړی دی،چې په دې سیمه کښې ټول شته فساد او پر دوی باندې د پاکستاني واکدارانو د ظلمونو دلایل له همدې ټکي نه سرچینه اخلي او دوی یې پر یوه سیمه ایزه مساله بدله کړې ده.

دويم دبلوڅو او پښتنو د ازادا هېواد  د جوړيدلو خبره ده چي شونتوب اوناشونتوب یې په سيمه کښې د زبرځواکونو د ګټو د څرنګوالي پورې تړاو لري ،داسي به نه وي چې څوک دې پړی را واخلي او د خیبر پښتونخوا له جغرافيي  نه را چا پېره کړي او ورباندې د آزاد پښټونستان او بلوچستان نوم کېږدي او ووايي چې خیر وخلاص.

پښتنو او بلوڅو ته د آزاد هېواد په منلو سره سیمه کښې هغه انډوخر جوړېږي چې پېل او انجام  به یې په کمه وینه ترسره نشي.

که دا نهه ریشتریزه زلزله له ختیځه پېلېږي، د هند او پاکستان د اختلافاتو په چاغولو سره به خوځښت مومي.ددې کار لومړنی ګام دادی چې پاکستان په اتمې لحاظ تش لاسی شي، له پاکستانه د اتمي بم وړلو نه وروسته به دهند او پاکستان جګړه پېل شي چې په عراق کښې به پای ته رسيږي او که له پاڅه پېلېږي نو دترکیې او ایران او په دې سیمه کې به د دجلې او فرات له رودونو نه سرچینه آخلي او د «ابو جګړه» به پېل شي او دمختلفو عواملو پر توږلو سره تر کشمیره به یې ورسوي.

دا جګړې به لاندې نتایج ولري:  تر هر څه دمخه دواړه کشمیره به سره یو ځای شي  او آزاد هیواد به جوړ کړي. پنجابي پاکستان به مستقل هېواد شي که هند یې بیا آرام پرېږي. د وخت د معاملاتو په نظر کې نیولو سره به هرات د ایران د بلوچسان په بدل کښې دې هېواد ته وسپارل شي  چې مسلما دایران دعوه به پر غور او بادغیس هم وي. آذرباییجان به له ایرانه جلا شي او دا به دبحث مسئله وي چې د پخواني شوروی د ا‌ذرباییجان سره یو ځای کېږي او که جلا هېواد ترې جوړېږي. کردانو ته به پردې اړو دوړ کښې جغرافیه وټاکله شي او ترکیه ،عراق او ایران مجبور وې چې دوی ته سیمه بېله کړي. دپاتې شوي ایران  تړانګه به لکه چې وویل شو تر غربي افغانستانه را اوږد شي. د افغانستان پښتنې سیمې به د خیبر پښتونخوا له سیمو سره یو ځای په پښتونستان شي، دا به له بلوچستانه جلا وي. د افغانستان او ایران بلوچ میشته ولایتونه او سیمې به د پاکستان د بلوچستان سره یوځای کېږي او بلوچستان هېواد به بېرته اعاده شي. له افغانستان د پښتنو سیموپه بېلېدلو سره، په پخواني افغانستان کښې هویتي خلا را مینځ ته کېږي،د قومي ادغامونو له مخې، د هېواد نور قومونه مشترک هېواد نشي جوړلای، بې له شکه چې د مرکزي آسیا هېوادونو لاس به په افغانستان کښې را اوږدېږي او د قومې اړوندتیا له مخې به هر هېواد خپله برخه آخلي. یوازې د هزاره جاتو په نامه به یو کوچنې هېواد وي او بس.چین به هم دې اړو دوړ ته تاب رانه وړي او مجبوره به وي چې د اویغورانو د ستونزې حل ته غاړه کېږدي او د اویغور هېواد په رسمیت و پېژني.

ددې پلان دعملي کولو د پاره اړینه وي چې بیا زبر ځواکونه او په ځانګړي توګه امریکا په ډېره پېمانه ترپخوا ځواکمنه، سیمي ته را شي او تر هر څه دمخه  دمشکل د حل تر بهانې د دغه هېوادونو ټوله ځمکلاندې هستۍ چې د انتقال امکانات یې وي را وباسي او وی یې سي ، پاتې یی د اوږدو قراردادونو له مخې خپلو عمده شرکتونو ته په اختیار  کښې ورکړي چې په تدریجي توګه یې د اوسېدونکو ولسونو له اختیاره جلا کړی وي. څو دا هېوادونه لوڅه کونه پراته او هروخت  د احتیاج لاسونه یې اوږده وي.

زبر ځواک هېوادونه په دې شرایطو کې چې خپل مینځونو کښې  په ناخوالو اخته دي زه نه انګیرم چې دوی  عجالتا د پښتونستان او بلوچستان د آزادو هېوادونو جوړولو ته فرصت ولري. خو مخکې تر دې چې دوی دې اقدام ته لاس پورې کړي دا په راتلونکي کښې د دې سیمې ولوسونو او په خاصه توګه د افغانستان خلکو ته لویه غوږ څنډنه وي چې یا باید د سړي زامن شي او یا خپل تور برخلیک ته سترګي پر لارې وي.  

 

دريیمه پوښَتنه هم ستونزمنه ده. پښتانه او بلوڅ د افغانستان سره  د یوځای کېدلو داسې غږ نه پورته کوي چې د افغانستان زړه پرې ډک شي او ملګرو ملتونو ته د مسئلی د حل د پاره اقدام وکړي  لکه چې تر اوسه یې نده کړې او په راتلونکې کښې به هم نه کوي.

که د پاکستان د اتم بم خبره یوې خواته پرېږدو په غیر اتمي حالت کښې هم ، افغانستان د اوس د پاره د خپل ټاکلي او قوی دښمن سره د سیالۍ جوګه نده او له پاکستانه د بلوچستان  او پښتونستان بیرته رانیول ورته مقدوره نه ښکاري. له بله پلوه د افغانستان کورنۍ اختلافات او قومي شخړې چې د افغانستان د څو سوه کلنو حکومتونو د کړنو محصول دي، پر دې مسئلې د افغانستان له خلکو د اتفاق نظر چانس پر اوبو لاهو کړی دی. د یوه ملي حرکت د راپيدا کولو د پاره د یوه ملې همغږي د لټولو په چار کې به یوازې پښتانه ، هغه هم نه سل سلنه او ورسره به د نورو قومونو یو شمېر ددې داعيې ملاتړي وي چې د ریفرانډم اصول او قانون حد به هم رعایت نه کړای شي. د افغانستان خلک د خدای او خپل جهالت په قهر ککړ دي۔ د وضعي په همدې دوام، نه لر والا ورسره يو کېږي او نه خپله دا توان مومی چې هغه بيرته یی واخلي.

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت