پوهاند محمد بشیر دودیال

 

فولکور کې د میرزمانخان د غزواتو یادونه

میرزمانخان، د غازی امان الله خان دغه ریښتینی  او ژمن دوست، د استقلال دبیرته ترلاسه کولو جګړه کې (دڅلورمې جبهی د قوماندان) په توګه یاد شوی دی. دا ځکه چې؛ د استقلال د بیرته ترلاسه کولو لپاره کندهار، پکتیا او مشرقی پورې درې جبهې ټاکل شوې وې.

د ارواښاد عطایی، ارواښادغبار او کهزاد لیکنوکې د ختیځ جبهه له کمکی خیبر، ډکې، بریکوټ ، ګله پیچ او کاوټي  او بیا په مجموع کې چترال او د هغو څېرمه سیمې وې، د دې شرح موږ ته یو څه نیمګړی ښکاري، خو د جنګ کرښه له لنډي کوتل هم اووښته او تر پېښور رسیده. د انګریز لښکرکې ډیر پنجابی ګورکه اجیر سرتیری هم جنګیدل. افغانان چې څومره تاړاکګر انګریز ته په غوسه وو، همدومره پنجابی ګورکه وو ته په غوسه وو. ځینی وخت یې هغوی ته (انګریزسیکهان) ویل . دهغه وخت د روایاتو له مخې؛ د جګړې د سختو شیبو په ترڅ کې ختیځ کې د جګړې د کرښې دماتیدو ویره څرګنده شوه.  دا وخت له انګریزي استعمار سره څلورمه جبهه  دولسي ننګیالو له خوا پرانیستل شوه او فتح هم شوه. د دې اتلولی مخکښ میرزمانخان و. هغه په سیمه کې د یوه مخورپه حیث له خپل رسوخ کار واخیست اود جګړې صفونو ته یې دسیمی ننګیالی چمتو کړل. په تیره بیا د ۱۹۱۹ کال د می دمیاشتی لومړی نیمایی برخلیک جوړوونکی ورځې وې. د بریګیډ بالدوین د  مجهز لښکر او د هغوی د هوایی ملاتړ سره سره  انګریز ونشو کولای چې دلته پرمختګ وکړي، نوځکه انګریز خپل یو بل له نظامی پلوه  د لوړې رتبی او د جنګی تجربی له پلوه  پوخ قوماندان جنرال فاولر هم دغی جبهی ته  مارش کړ. د می ۱۴مه د جګړې ترټولو سخته ورځ وه. له مرکز (کابل) څخه دافغانی اردو لپاره د ټاکل شوی قوماندان  اراده ضعیفه شوی وه، منظم پوځ او د سوق او ادارې ترمنځ  اړیکه شلیدلی وه، خو افغانی باتورو سر تیرو او ولسي لښکر لا هم مقاومت کاو. پورته په ارکان کی ستونزه وه، خوصفونو په میړانه جګړه کوله، همدا وخت د میرزمانخان ولسی لښکر مرستې ته ودانګل. د دغی پیښې جریان په مختلفو بڼو راغلی او ډیر تکرار شوی دی، خو مهمه دا وه چې باید ملاتړی  ځواک ډګر ته  داخل شوی وای، باید د غازی امان الله خان پت او عزت او د استقلال د داعیې ننګه دسرونو په نذرانه ساتلی شوی وای. همدا مهال غازی میرزمانخان د شرقی جبهی سپر او ډال شو.

غازی امان الله خان  او میرزمانخان کونړی

د می د میاشتې  ۱۶مه لا د اتلولی او قربانیو ورځ وه. په کونړ ، ننګرهار او لغمان کې ولسی لښکر د میرسید پاچا، غازی میرزمانخان، د اسلامپور پاچا صیب، د چکنور ملا صیب او  سید احمد تر لارښوونې لاندې پر مخ ولاړل او د می تر ۱۸مې یې راقمونه فتح کړل. له همدې ورځې وروسسته د جګړی راتلونکی وضعیت د افغانی لښکر د بری  شاهدی ورکړه.

ځینې وګړي د فکر او تدبیر او ځینی نور بیا دعمل او منډو- ترړو اتلان وي. غازی میرزمان خان په دواړو ډګرونو کې مخکښ و. د هغه هیڅ تدبیر خام نه و  او همدومره هم عملګرا شخص و. د ده اتلولی دهغه وخت یو ولسی شاعر شاعر (تورطالب) د دغې جګړې پرمهال دغه چاربیته ویلې ده:

غزادارناوۍوه

دشنوتوپوږلۍوه

ساپيپرېرژېدللکهګلونهدنمېر

ټولوولهسرهتېر

***

غزاوهپهکفارو

غوږښهکېږدئهوښيارو

دټولساپيسالارودکونړميرزمانخان

جبينيېوروښان

***

جبينيېدنرګسو

بدنيېدطاوسو

ورپسېتمامولسوهرغازيلکهپتنګو

اسلامدکفرجنګو

***

اوهکسهبادرانشو

جنتلهځيروانشو

جنتلهځيروانشوحورېتلېورنهچاپېر

ټولوولهسرهتېر

***

جنتکېيېدېرېشوې

دګلومنجرېشوې

لهقاريېسترګېسرېشوېحيدروويللاړئچېرته

ساپوورځئپرېبېرته

***

وباسئپسېتورې

پيالېګرځويحورې

ځانمړکړهکهتربوريېچېلاړنهشېلهميدانه

ښکارهدېکړهمېړانه

***

ښکارهزلميدجنګشو

ستانهبېرتهپهننګشو

پهسرووينوکېرنګشوارناوۍددویسولۍوه

دشنوتوپوږلۍوه

***

حیدرچاړهپهلاس

ورستونشوپهاخلاص

وهلبهيېکوزاوپاسپهکفرګډولکهشېر

ټولوولهسرهتېر

***

دېشېريېوکړهتوره

مورمهشهپهدهبوره

بدنيېډکلهنورهافرینشهپهقتلان

مرداريېکړلسګان

***

مورچلکېشهسوارو

جنتتهاميدوارو

ملګریيېسردارولهګولوډکهځولۍوه

دشنوتوپو ږلۍوه

***

خزانراغیپهګلو

شورګډشوپهبلبلو

جنتدهغوخپلوچېتماميېکړهپرېسیر

ټولوولهسرهتېر

***

جنتشهترېقربان

ورځيميراعظمخان

ورځيميراعظمخانلایقدحورودیګلمست

دخدایپهمينهمست

***

دخدایپهمینهسېرشو

پهځمکهباندېزېرشو

جمروزدخلکوهېرشوپهکفارويېحملهکړه

ترېغوڅهبېکلهکړه

***

ترېغوڅېيېمرۍکړې

کفاروبهزارۍکړې

بختيارپسېخوارۍکړېدبيرمخکېلولۍوه

دشنوتوپوږلۍوه

***

دتورطالببیان

ښکارهپهدرستجهان

بادرميرزمانخانلرهبهورکړيعزتډېر

ټولوولهسرهتېر

ویل کیږی چې د ارناوۍ جګړه، یوه ډیره سخته  جګړه وه. پورته ولسی شعر زموږ د نورو فولکلوریکو ژانرونو(لنډیو، چاربیتو، ولسی نکلونو او متلونو) په ردیف کې ځکه ځای لري، چې ویونکی یې یو ولسي شاعر او د ولسی خلکو له خولې تر موږ پورې رارسیدلی دی. زموږ فولکور د نورو اړخونو ترڅنګ، دحماسو د منځپانګې لرونکی هم دی. تاریخ لیکوال حق لري چې له هغو څخه داخځ په توګه کار واخلی.

اخځ:

۱.عطایی. محمد ابراهیم.(۱۳۷۴)، د افغانستان لنډ تاریخ، سبا میوند خپرندویه ټولنه:پېښور.

۲.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتی مطبعه : کابل- افغانستان.

۳. ... وطن ادب( ویبپاڼه)، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دایرة المعارف.

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت