پوهاند محمد بشیر دودیال
دعبدالرشید لطیفی پیژندنه د افغانستان د سینما پلار
ارواښاد لطیفی د افغانستان د یوې روښانه دورې د مطبوعات او هنر د ډګر ځلانده ستوری و. عبدالرشید لطیفی په ۱۲۸۹ ل. کال کې د لوګر ولایت د برکي راجان په کلي کې په یوه روښانه او فرهنګی کورنۍ کې نړۍ ته راغلی. لومړی یې خصوصی زده کړې وکړې او وروسته بیا د کابل ښار د "باغبان کوچه" په رسمي ښوونځي کې شامل او بیا یې درې کاله حربی ښوونځی او د دولسم ټولګی یې د اماني لیسه کی پای ته ورساو. د زده کړو پرمهال یې د محی الدین انیس تر سیده کتنې لاندې د انیس له ورځپاڼی سره د قلمی مرستیال په توګه او بیا یې د دغې ورځپاڼی د مدیر په توګه کار وکړ. دغې موده کې یې له خرافاتو سره د مبارزې په لاره کې او د هیواد ګډوډیو ته د چارواکیو د پاملرنې را اړولو کې رغنده کارونه ترسره کړل. د سقاوي اړ دوړ تر مهال پورې یې انیس کې کار وکړ. په ۱۳۱۰ ل. کې چی کله کابل ادبی ټولنه جوړه شوه، د هغې غړی شو. وروسته یې د "صحیه" له مجلې سره قلمی همکاري پیل کړه. د تمثیل او ډرام هنر سره یې مینه وه، نوخپل لومړنی ننداره لیک یې د "درمیان دو سنگ" په نوم چی له ترکي ژبې څخه ژباړل شوی و خپور کړ. په ۱۳۱۷ ل. کال یې د ډرامه لیکنې په لړ کې د "متخصص سالون" په نوم یو ډرام په کابل مجله کې خپور کړ چې د کابل د ادبی ټولنې له خوا ورته لومړۍ درجه جایزه ورکړل شوه. ده وکولای شول چې یوه ډله هنرمندان سره یو ځای کړي او ننداره یې بیا راژوندۍ کړه. څه موده هند ته ولاړ هلته یې د افغانستان د لومړني فلم لپاره سناریو ولیکله. دهندو ستان د لاهور ښار کې یې د خپلو څو تنو ملګرو په مرسته له هغې څخه فلم جوړ کړ، نوځکه ده ته د افغانستان د سینما پلار ویل کیږي.
کله چې بیرته کابل ته راغی، په ۱۳۲۷ ل. کې یې د مرستون اداره جوړه کړه چې د یو ډیر دروند او ستونزمن کار په توګه یې دغه مرستون کې بیلابیلی څانګی لکه روزنیزه څانګه، ښوونیزه څانګه، روغتیایی څانګه، وړکتون ، د موسیقی د روزنی څانګه او د ګنډلو څانګه رامنځته کړی. همدارنګه لطیفی د "برګ سبز" په نوم یوه خپرونه پیل کړه چی پخپله د دغې مجلی مسؤل مدیر و، په شپږو کلونو کې یې د مرستون د ادارې ټولې څانګې جوړې کړې او د تیاتر یا تمثیل څانګه یې هم جوړه کړه. وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزارت په درېیمه څانګه کې مدیر و او څو کاله د باختر آژانس د خبرونو عمومی مدیر و او بیا په قاهره کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت استازی شو، څو موده د کابل د ادبی ټولنی غړی، بیا د راډیو د نشراتو مدیر او همدارنګه د "پوهنی ننداری" مدیر و. د لطیفی یو بل ارزښتناکه کار دا و چې د شوروی اتحاد د تاجیکستان له جمهوریت څخه یی هنرمندانو ته بلنه ورکړه او له دغه هیواد سره یی پراخه فرهنګی اړیکی رامنځته کړی. هغه یو آزادی غوښتونکی او د ظالمانو په وړاندې ولاړ سړی و او خپل ټول عمر یې په همدې لاره کې تیر کړ. د ده یو بل لوی خدمت دا و چی د پښتو د تیاتر بنسټ یې کیښود. د راډیویی نندارو په لیکلو سره یې د خلکو د سیاسی پوهې په اوچتولو کې ډیره ونډه واخیسته، هنر ته یې نجونې راوبللی او په تیره بیا په تیاتر کې یې ورته ونډه ورکړه، د بیلګی په توګه په دې برخه کې لومړنۍ ښځينه کارکوونکې حبیبه عسکر وه.عبدالرشید لطیفی د مونتیسکو او ژان ژاک روسو مفکوره خوښوله او هڅه یې کوله چی د روحیاتو روزنه وکړي، روحي آرامتیا راولي او بدي له منځه یوسي. د ده څو لیکنې راپاتې دي؛ د بیلګې په توګه: او پدرم نیست، پرنده مجروح، شام زندگی، شهدای محکوم سرنوشت، اول و آخر، سرود مرگ، تکت بخت آزمایی، خاتمه عشق، گرسنه ها. لاندینی کتابونه یی هم ژباړلی دی: من بمیرم تو نمیری، پیراهن عروسی، زن و طلا، شوهر هفتم، شمعدانهای نقره، شبی که آواز زنگها شنیده میشد، ګگنج فقط برای شوهران او پالایش.
+++++++++++++++++
پوهاند محمد بشیر دودیال
عبدالرشید لطیفی پدر سینمای افغانستان
شادروان عبدالرشید لطیفی یکی از چهرهای نامدار یکی از دوره های درخشان مطبوعات و هنر در افغانستان بود، او در سال ۱۲۸۹ ش. در قریه ی برکی راجان ولایت لوگر دریک خانواده ی منور و فرهنگی آنجا چشم به جهان گشود. نخست به تعلیمات خصوصی پرداخت، بعد در مکتب باغبان کوچه ی شهرکابل طور رسمي شامل و بعد در حربی ښوونځی به دروس اش ادامه داد، صنف دوازدهم را در لیسه ی اماني به پایان رسانید. در دوره آموزش در مکتب، تحت رهنمایی مستقیم محی الدین انیس همکار قلمی جریده ی انیس گردید، بعداً خودش مدیر این جریده بود. طی این مدت با خرافات مبارز نمود و به کار روشنگری جامعه پرداخت . او از طریق مطبوعات اولیای امور را به نواقص اجتماعی متوجه ساخت. تا دوره ی اغتشاش سقاوي در رورنامه ی ملی انیس کار نمود. هنگامیکه در سال ۱۳۱۰ ش. انجمن ادبی کابل به کار آغاز نمود، عبدالرشید لطیفی یکی از اعضای آن مقرر گردید. بعد از ان همکار قلمی مجله "صحیه" گردید. علاقمند شدید هنرتمثیل و درام بود، از همین رو نخستین درام خود را تحت عنوان "درمیان دو سنگ" اززبان ترکي ترجمه و انرا نشر نمود. درسال۱۳۱۷ ش. درام "متخصص سالون" را درمجله ی کابل که نشریه ی انجمن ادبی کابل بود، نشر و مستحق جایزه درجه اول شناخته شد. او عده ی از هنرمندان را متحد ساحت و اساس "کابل ننداری" را گذاشت. مدتی به کشور همسایه، هند رفت و در آنجا سناریوی نخستین فلم افغانستان را نوشت. براساس همین سناریو در شهر لاهور هندو ستان همراه با چند تن از دوستانش فلمی را آماده ساخت، به این سبب او را پدر سینمای افغانستان مینامند.
وقتی دوباره به کابل مراجعت نمود، درسال ۱۳۲۷ ش. اساس اداره ی خیریه ی مرستون را گذاشت. او شعبات مختلفی را درین نهاد خیریه ایجاد کرد، مانند شعبه ی روزنه که بخش تربیتی بود،همچنان بخش تعلیم وتربیت بدنی ، صحت، کودکستان ، آموزش موسیقی، دوخت و خیاطی را بوجود آورد. شادروان مجله ی را بنام "برگ سبز" اساس گذاشت که مدیرمسؤل آن نیز خودش بود. او طی شش سال توانست اداره مرستون را به یک نهاد شناخته شده و خدمتگار معرفی نماید. عبدالرشید لطیفی در معرفی تیاتر یا تمثیل از نخستین ها بود. بعد از خدمات قابل قدر در مرستون، بحیث مدیر شعبه ی سه در وزارت خارجه وبعد بحیث مدیر عمومی اخبار د باختر آژانس به کار گماشته شد. همچنان بنا بر ضرورت بحیث اتشه فرهنگی به قاهره فرستاده شد.بعد از ایفای این وظیفه دوباره به وطن برگشت و بحیث مدیر نشرات رادیو وهمچنان مدیر " دپوهنی ننداری" کارنمود و بعد در انجمن ادبی کابل به امور علمی پرداخت. یکی از خدمات مهم لطیفی عبارت از ایجاد تماس های فرهنگی با جمهوری تاجکستان اتحاد شوروی بود که به دعوت ایشان هنرمندان آن کشور به افغانستان امدند و باعث تقویت روباط فرهنگی بین دو کشور شد.
او یک فرد آزادیخواه، عدالت پسند و مبارز نستوه برعلیه تاریکی و مظالم بود. او اساس تیاتر پښتو رانهاد. با نوشتن نمایشنامه های رادیویی شعور و فهم سیاسی مردم را بیدار و بالا برد، برای اناث در فعالیتهای هنری زمینه را مساعد ساخت که در تیاتر به اجرای نقش پرداختند، میتوانیم طور مثال از نخستین هنرمند زن در درامه (حبیبه عسکر) یادنمود.عبدالرشید لطیفی نطریات ومفکوره ی مونتیسکو و ژان ژاک روسو را می پسندید و تلاش نمود تا در جامعه تربیت روحی را توسعه داده و زشتی ها و بدی ها را خاتمه دهد. اثاری که از ایشان به میراث مانده اند، عبارتند از: او پدرم نیست، پرنده مجروح، شام زندگی، شهدای محکوم سرنوشت، اول و آخر، سرود مرگ، تکت بخت آزمایی، خاتمه عشق و گرسنه ها. لطیفی کتب ذیل را ترجمه نموده بودند: من بمیرم تو نمیری، پیراهن عروسی، زن و طلا، شوهر هفتم، شمعدانهای نقره، شبی که آواز زنگها شنیده میشد، گنج فقط برای شوهران و پالایش.