پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د مظلومې شاعرې،  نادیا انجمن لنډه پېژندنه

نادیا د منشی عبدالباقی نورزایی لور وه چی د ۱۳۵۹ ل. کال د مرغومی په شپږمه یې دهرات ښار پنځمه ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستی وې. د نوموړې پلار یو سواد لرونکی شخص او دتعلیم اوپوهې مینه وال و،  د دوی  کورنۍ د هرات یوه روښانفکره کورنۍ وه چې نادیا پکې وروزل شوه. هغه د محجوبی هروی ښوونځی ته ولاړه، خو لا دولسم ټولګی څخه نه وه فارغه چې  د طالبانو لومړۍ دوره واکمنی راغله. طالبانو دنجونو ښوونځي وتړل . نادیا اړه شوه چې د څه ناڅه بوختیا او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو په خاطر دخیاطی او څادر ګنډلو کار پیل او په هرات کی د "سوزن طلایی" په کار ځای کې په کار بوخته شوه. له دې بوختیا سره یو ځای  یی په کورکې  په خصوصی توګه د خپلې کورنۍ له غړو څخه هم زده کړو ته دوام ورکړ. د سوزن طلایی کار ځای د هرات ولایت د یو شمیر سواد لرونکو، منورو اود فرهنګ مینه والوښځو له خوا جوړ شوی و او د هرات یو شمېر پیغلې پکې په ګنډلو بوختې وې. دوی به د شعر او شاعری په هکله ځینې غونډې هم جوړولې او ادبي کره کتنه به یې هم کوله چې په دغو ادبي بحثونو کې به نادیا فعاله برخه لرله. دا وخت یې ځانته د (انجمن) ادبی تخلص غوره کړ.

نادیا له وړکتوب څخه له ادب سره مینه لرله او د ښوونځي په دوره کې یې  د شاعری استعداد له ورایه څرګند شو.  په دې توګه یې په پنځلس کلنۍ کې شعر لیکل پیل کړل، چې ډېره وهڅول شوه. کله چې د طالبانو نظام ړنګ شو، نادیا انجمن د پوهنتون د کانکور آزموینه ورکړه او د هرات پوهنتون د ژبو اوادبیاتو د پوهنځی د دري/پارسی څانګې ته بریالۍ او لوړې زده کړې یې پیل کړې. په ۱۳۸۲ ل. کال کې یې واده وکړ، چې له واده څخه یو زوی لری، دا ځکه چې له خاوند سره یې ګډ ژوند یواځې یو کال او څو میاشتې و، یعنې د ۱۳۸۴ ل. کال د لړم په پنځلسمه نېټه د خپل خاوند د سوکانو او وهلو له امله مړه شوه. د نوموړې د مرګ لامل کورني اختلافات و چې خاوند یې نه غوښتل چې نادیا انجمن هنري او فرهنګي چارې ترسره کړي.

 د نادیا انجمن دوه شعری ټولګی په دري/پارسي ژبه راپاتی دي؛ یوه یې ل دودی" او بله یی "یک سبد دلهُره" نومیږي. دغې زړورې ویناوالې په دودیز(کلاسیک) او نوی سبک کی شعرونه لیکل، خو په غزل لیکلو کې ډیره نامتو وه، ل دودی" جونګ (شعری ټولګه) یی دوه ځله چاپ شوی، ځکه چې ډیر خوږ اوپه زړه پورې و. د اشعارو دغه کتاب یې لومړی ځل په ۱۳۸۳ ل. او دوهم ځل په ۱۳۸۴ ل. کې په هرات کې چاپ شو. د دغه جونګ شعرونه څلوریزې، غزل او بې قافیې شعرونه دي. دغه ځورېدلې شاعره، خپل لنډ ژوند کې د افغانستان د ښځو غمځپلی ژوند درک کړاو د دوی رنځ، مجبوریتونه، اومحدودیتونه یې وپېژندل، نوځکه یې اشعار هم د همدغو ناخوالو ښودلو او منعکس کولو ته وقف کړل. یعنې دهغې اشعارد درد، نابرابریو او تاوتریخوالي څړیکې دي، هغې د ښځو ټولنیزې ستونزې وښودې او د افغانستان دټولنیزی او اقتصادي پرمختیا غوښتونکې وه. د کلام دوه بیلګې یې دا دي :

***

عمری ایت دفتر دل ما خانه شماست

این چشم های غمزده این ګونه های زرد

اثار شوم عادت خصمانه شما ست

ای شاخه های غم !

صد نوبهار آمد و صد مهرګان ګذشت

بس غنچه های که داغ به دل از جهان ګذشت

صد راه بسته واشد و صد کاروان ګذشت

فرعون مرد و قصه نمرودیان ګذشت

اما شما هنوز چنان سبز و  تازه اید

گویی ز بطن باغچه امروز زایده اید

ای شعله های یاس !

یک روز  از دیار دل ماسفر کنید

تنها به قلب ماست  سزاوار  سوختن

یک بار هم به خانه دیګر ګذر کنید

ای قصه های تلخ !

جانها به لب رسیده ز مهمانی شما

زنهار، جستجو ګر مسکن اګر نه اید

فرداست کز خرابه غمبار روزګار

ما رخت بسته ایم وشما راز و بیپناه

دربرزخ زمان

بیخانه مانده اید.

دا یې دشعر یوه بله بیلګه:

الا ای دختران انزوای قرن
ای راهبان ساکت بیگانه با مردم
ای مرده در آیین لبها تان تبسم
بیصدا در کنج مهجوری خزیده
با تبار خاطرات خفته در انبوه حسرتها.

***

 

ارواښاده دیانا انجمن زموږ د ویړ فرهنګ یوه تلپاتې ځلانده، خو ارمانجنه څیره ده، چی د ناهیدې او فرخندې په شان یې  د جهل او ظلم له لاسه ځوان او روښانه آرمانونه له خاورو سره خاورې شول.

 

 

معرفی مختصر دیانا انجمن (شاعر)

 

 نادیا دختر منشی عبدالباقی نورزایی بود که بتاریخ ششم جدی سال ۱۳۵۹ ش. در مربوطات ناحیه پنجم شهر باستانی و شاعر پرور هرات چشم به جهان گشود.  پدرش شخص باسواد و علاقمند به دانش وتعلیم بود. خانواده نورزایی که نادیا درآن پرروش یافت، یک خانواده ی منور هرات بود. هنگامیکه به سن مکتب رسید، شامل مکتب  محجوبه هروی گردید، ولی هنوز صنف دوازدهم را به پایان نرسانیده بود که دور اول طالبان شروع گردید. طالبان مکاتب دخترانه را بستند. نادیا مجبورگردید تا به خاطررهایی از بیکاری و تدارک بعضی مصارف خانواده به خیاطی وگلدوزی روی آورد، همان بود که در شهر هرات در کارگاه مخصوص زنان که بنام "سوزن طلایی" ایجاد شده بود، به کار بپردازد. همزمان با این مصروفیت اش درخانه مصروف اکمال تعلیماتش نیز بود.  کارگاه سوزن طلایی توسط یکتعداد زنان منور، فرهنگدوست وباسواد هرات تاسیس شده بود که یکتعداد دختران شهر هرات درآن مصروف آموختن هنر گلدوزی و اجرای خیاطی بودند. بعضاً درین کارگاه مجالس شعر خوانی و نقدهای ادبی نیز دایر می شد. که شادروان نادیا ازیکی فعالان آن بود. در همین ایام او تخلص ادبی (انجمن) را بخود انتخاب نمود.

نادیا انجمن ازدوره ی طفولیت علاقمند ادب بود ودر دوره ی مکتب  استعداد سرودن شعر در او نمایان شد، به این ترتیب در سن پانزده سالگی به سرودن شعر پرداخت. او از طرف اطرافیانش خیلی تشویق شد. وقتی دور اول طالب سقوط داده شد، نادیا انجمن امتحان شمولیت کانکور در پوهنتون را سپری نمود و به پوهنځی زبان وادبیات پوهنتون هرات کامیاب و در دیپارتمنت دري/پارسی آن مشغول تحصیلات عالی گردید. طی سال ۱۳۸۲ ش. ازدواج نمود که ثمره ی آ ن صرف یک پسر بود، زیرا زنده گی مشترک او با شوهرش صرف یکسال و چند ماه طول کشید که نسبت به ناملایمات خانواده گی و مخالفت شوهرش با امور اجتماعی و ادبی باعث ګگردید نسبت ضربات ناشی از لت وکوب او در خزان سال ۱۳۸۴ ش. وفات نماید. علت اختلاف خانواده گی اش همانا عدم موافقت شوهر در امور فرهنگی و هنری اش بود.

 از نادیا انجمن دو مجموعه ی  شعری (گل دودی) و (یک سبد دلهُره) به چاپ رسید. این  شاعر شجاع هم به سبک کلاسیک وهم اشعار آزاد سرود ، اما در سرودن  غزل خیلی موفق بود. مجموعه ی شعری او تحت نام (گل دودی) نسبت حلاوت و جذابیت دو بار در هرات منتشر شد. بار اول درسال ۱۳۸۳ ش. وبعد در سال ۱۳۸۴ ش. که محتوای آن اکثراً چهاربیتی، غزل و بعضاً اشعار بدون قافیه اند. این شاعر درددیده طی عمر کوتاه اش رنجها و مصیبتهای زنان  افغانستان رابخوبی درک و آلام، مجبوریتها ومحدودیتهای شانرا بهتر شناحت و از آن شکایتها نمود،  اشعارش دربر گیرنده همین مسایل اند. یعنې اشعارش را وقف درد، نابرابریها و خشونتهای موجود را فریاد زد، نابرابری اجتماعی را منعکس و غرض پیشرفت و ابادی کشور تلاش نمود. دو نمونه شعرش در ذیل دیده شود:

***

عمری ایت دفتر دل ما خانه شماست

این چشم های غمزده این گونه های زرد

اثار شوم عادت خصمانه شما ست

ای شاخه های غم !

صد نوبهار آمد و صد مهرگان گذشت

بس غنچه های که داغ به دل از جهان گذشت

صد راه بسته واشد و صد کاروان گذشت

فرعون مرد و قصه نمرودیان گذشت

اما شما هنوز چنان سبز و  تازه اید

گویی ز بطن باغچه امروز زایده اید

ای شعله های یاس !

یک روز  از دیار دل ماسفر کنید

تنها به قلب ماست  سزاوار  سوختن

یک بار هم به خانه دیگر گذر کنید

ای قصه های تلخ !

جانها به لب رسیده ز مهمانی شما

زنهار، جستجو گر مسکن اگر نه اید

فرداست کز خرابه غمبار روزگار

ما رخت بسته ایم وشما راز و بیپناه

دربرزخ زمان

بیخانه مانده اید.

 

نمونه دوم:

الا ای دختران انزوای قرن
ای راهبان ساکت بیگانه با مردم
ای مرده در آیین لبها تان تبسم
بیصدا در کنج مهجوری خزیده
با تبار خاطرات خفته در انبوه حسرتها.

***

شادروان دیانا انجمن یکی از چهره های درخشان فرهنگ وادب ما بوده، که آرمانهای بزرگ وانسانی را در دل خودداشت ، اما به سبب  جهل و ظلم تمام خواسته های انسانی اش را مانند شهیدفرخنده و شهید ناهید باخود به زیر خاک بُرد.

 

 

 


بالا
 
بازگشت