پوهاند محمد بشیر دودیال

 

 

له پل سوخته څه زده کوو؟

(پل سوخته د جګړې د پای هغه نښه چې باید ورسره د جګړې نورې ټولی بدمرغۍ هم پای ومومي)

***

تیرو څو ورځو کې  د پُل سوخته د بیا رغاولو ډیر ښه خبر خپور شو. دا د جګړې د درېدو یوه لومړنۍ، خو ډیره کوچنۍ نښه وه چې وروسته تر ډیر انتظار ښکاره شوه.

په دې کار کې باید د سیرت کلتوری مرکز، دسیمې د ځوانانو او ښاروالۍ له نوښت څخه مننه وشي. کاشکې نورې هغه هیلې هم پوره شي، چې زموږ شریفو خلکو دا دومره کاله درلودې. تیر دولت؛ یو شمیر ملی برنامی او د اقتصادي رغاونې او ټولنیزې پرمختیا پلانونه لرل، خو د جنګ له لاسه یو هم نشوعملی کیدای. تپل شوې استخباراتی – اقتصادی – تخریبی جګړې نه یواځې دا چې د اقتصادی برنامو او انکشافی ملی پروژو د تطبیق مخه نیوله، بلکې د راز راز اجتماعی بدمرغیو لکه  قاچاق، انسان تښتونې، غلا، تعصباتو، مخدراتو  او اخلاقی او مالی پراخ فساد لامل هم شوې وه.  لنډه دا چې جګړه د زرګونو بدمرغیو مور وه. د جګړې  د دریدو لومړنۍ نښه هغه وخت ولیدل شوه چې پنځه کاله مخکې د اختر د درې ورځو لپاره دوه اړخیز اوربند وشو. په هغو درېو ورځو کې د خلکو رګونو کې وینه وچلیده، د ښارونو له قفسونو څخه خلک آزادې فضا ته ووتل، ښازریانو ته پخوانۍ قتلګاه په تفریحګاه بدله شوه، دوستانو یوبل ولیدل، دکلیو لارې پرانیستل شوې، کلیوالو د ښارونو رڼا، ځلا او ښکلا ولیده، په سړکونو کې طالبانو ته خلکو غیږې پرانیستې او طالب جنګیالو او دملی اردو او پولیسو دفاعی ځواکونو دیوبل غاړې ته ګلان واچول. هغه درې ورځې د خوشحالۍ ورځې وې.

اوس هیله ده هغسې خوشحالي دوام ومومی ، نور نو وینه تویېدنه بنده او رغاونه او عمراني کارونه پیل شي. نور نو باید د مهاجر کیدو او شهید کیدو سلسله ودروو، دبیوزلي ذلت پای ته ورسوو.

اوسنی دوران د مدنیت، تجارت او  کوریدورنو دوران دی، هغه چی افغانستان د دې ټولو استعداد لري. د افغانستان جیو اکونومیک او جیو پولیتیک موقعیت ته  نړۍ حیرانه او ورته سخته محتاجه ده. دافغانستان قیمتی معادن، د لوړ پوتانیسیل لرونکې کرنه، مساعد- متنوع اقلیم، په مناسبه زاویه د لمر طور اوسط ۲۹۰ ورځې  او د اوبو کلنی جریان بیساری دی. ډیره مهمه ده چې  موجود حاکمیت د دولت ټول اوصاف احیا او د ولس او نړۍ باور ترلاسه کړي، د کارفهم متخصص په مدیریت سره تخصصی چارې د اعتماد د تقویت لامل وګرځوي. مدنی ګډون، د اداری له پوهې او فن ګټه اخیستل، د عامه خدماتو بهبود، نوښتونه، د ظرفیتونو پرله پسې اوچتول، د نفوس د کیفیت ښه کول، د ځیرکوښارونو اهداف عملی کول، د رسمی ټولو ارقامو دیجیتل کول، د ټولو حیاتی پدیدو او اقتصادی جریاناتو بایو متریک کول، د اقلیم او چاپیریال د ښکارندو څېړنه او د ګواښونو مخنیوی، د اقتصاد د قوت د ټکو موندل او د فرصتونو پراخول، د ضعف د ټکیو له منځه وړل، د شراکت او همکاری روحیه جوړول، د وګړو غذایی مصئونیت او روغتیا تضمین، سیاسی درایت او د نړۍ په کچه دهیواد د برم او پرتم احیا، کلتوری وده او تاریخی هویت ځلول، دخوشحاله او بانشاطه ځوان نسل(هغوی چی شلو کلونو ته نږدی عمر لری)، د کار ځواک مثمریت( هغوی چی له اتلسو او شلو کلونو پورته دی)، د تجربی لیږد (هغو ی چې د شپیتو شاوخوا دي)، د لوړ عمر لرونکو( له اتیا کله پورته عمر)استراحت او صحت تضمین هغه څه دي چې د جګړې د پاېته رسیدو لومړیتوب دی.

د نجونو او هلکانوتعلیم او د لوړو زده کړو دوام پورته مقاصد ترلاسه کولای شي. نن ورځ پوهنتونونه د نړۍ ښارګوټي دي. دهغو  دروازې باید ټول ځوان نسل ( نجونو او هلکانو، ښاریانو او کلیوالو) ته پرانیستل شي او د متوسط مکمل جبري زده کړو وروسته باید دوی ته د عالی تحصیلاتو او حرفوي او مسلکی انستیتیوتونو کې د آموزش زمینه د دولت په حمایت او مرسته برابره شي.

افغانستان باید د کوریدورونو د تېرېدو اوتقاطع نقطه او څلور لارې شي، په دې صورت کې ټول ګاونډي او ذینفع هیوادونه زموږ د تخریب په عوض، زموږ دسلامتي هڅه کوي، دا ځکه چې د ټولو شاخوا ملکونو ګټې افغانستان پورې تړل کیږي.  افغانستان له یوې خوا د انرژیکی سرچینو( منځنی آسیا) او د چین او هند ( دنړی لوی تجارتی شریکانو) ترمنځ پروت دی او له بلې خوا خپله قوی ظرفیت لري او د کوریدورونو د تېرېدو اوتقاطع مساعده نقطه ده.

 اوس چې جنګ ودرېد، داخلی عوامل چی لومړی مو وښودل اودغه وروستي بهرني مساعدعوامل باید خپل لاس کې ولرو او ورڅخه ګټه پورته کړو.

د سینګاپور او جنوبی کوریا ترقی ته به وګورو؛ څومره ژر یې پرمختګ وکړ! وروسته تر دوهم نړیوال جنګ د اروپا، شوروی اتحاد، ویتنام او جاپان تجربو وښوده چی له ډیر بد او کنډواله حالته یو هیواد د څلورو-پنځو کلو په بهیر کی ډیر ښه ځان ایستلای  شی، دا په داسې حال کې چې د افغانستان پوتانیسیل تر جاپان ډیر اوچت دی. که تر څلورو کلونو مو له ذلت څخه ځان عزت ته ونه رساو، نو پوه شئ چې د نړۍ ډیر بدمرغه، لټ او د الله پاک او د خپل ضمیر په نزد مسئول او ملامت ملت همدا موږ یاستو.

مشکل دا و چی د جګړې عقبه دیني افراطیت  او پردي تحرکات وو.

د دې منفی وضعیت د رفع کولو لپاره رنسانس ته اړتیا ده. په اروپا کې د کلیسا د ارتجاعی، خرافی، استثماری او د دینی حقانیت ضد مبارزې او د رنسانس حرکت دا وښوده چی د رنسانس ګټه هم  دین او کلیسا ته اوهم د خلکو انسانی ژوند ته ورسیده.  له بده مرغه له رنسانس مخکې، افراطیت( fundamentalism) لاندی منفی نښې درلودې :

·        له حکمت څخه الهی ډکو مفاهیمو(د دوی د دین) او احکامو ته دقت او په هغو کې تعمق نه کول، بلکې د دې پرځای یې سیادت اوامتیازات غوښتل، کوم چې ولس یې تر پوزې رسولی و،

·        دجهالت او خرافاتو تورې  پردې لاندې د خلکو د فکرونو پوده کول اوورستول،

·        د منطق او تعقل په عوض په دُګماتیک ډول خپل نظر مهم بلل،

·        تساهل ته غاړه نه ایښودل، له خشونت څخه په افراطی ډول کار اخیتسل او په خلکو د "ساده ګانو" فکر او حکم کول،

·        د تکفیر، تذلیل، تحقیر، تطمیع، تخدیر او تفریق له وسیلو کار اخیستل،

·        او پرته له ځان په نورو ټولو تُهمت کول.

پورته عواملو خلک د کلیسا د تشدد په وړاندی را پاڅول  او رنسانس بریالی شو. د رنسانس بریالیتوب لومړۍ ګټه دین او کلیسا ته ورسیده، ځکه د دین او کلیسا درناوی اوچت شو، دخلکو اقتصاد ښه شو او ورسره د کشیشانو ژوند او د پاپ تقدس هم ښه شو، حقانیت څرګند شو، حکومت خدمت ته ملا وتړله او معنویت کلیسا ته پریښودل شو او سلګونه نورې مثبتی لاسته راوړنې. اوس ټوله اروپا کې هیڅ دینی څیړونکی او هیڅ کشیش او کلیسا او د هغو رهبریت د رنسانس په بریالیتوب خپه ندی، بلکې ټول یې ستایي او فخر ورباندې کوي.

د کلیسا افراطي حاکمیت ثابته کړه، چې دین کې  radixعناصر هڅول کیږي چې ځانته تبارز ورکړي، لوړ موقف ولري او باردوش ژوند یې ډاډمن وي، خو د درې پیړیو  تجربو وښوده چې ملت دوی ته مادی امتیازات نشو پوره کولای، ځکه د کار نیرو نوښت، انرژی او انګیزه له منځه تللی وه او حالت د عمومی روحی  او مادی فقر خواته روان و. دې وضعیت له کلیسا څخه خلک خپه کړي وو.

اوسنیو اسلامی ټولنو کې افراطیت خپرول او هڅول د کفارو نقشه ده، چې غواړي د رنسانس څخه مخکې حالت په مُسلمه اُمت راولي. غربیان غواړي هغه څه چې خپله یې ونشو کولای، د افراطیت په واسطه یې درباندې عملي کړي. د افراطیت یوې څپې پسې بله درباندې تحمیلوي.

دا موضوع زموږ د عصر دیني لوی عالم علامه یوسف قرضاوی(رح) تر ټولو ښه درک کړې وه. هغه په دلایلو سره افراطیت رد کړ. نورو جیّدو عُلماوو: صالح بن فوزان، ابن منظور، الشیبانی، بریجانیان او سید حسن نصر دخپلو مطالعاتو په رڼا کې دمسلمه اُمت د نیکمرغی، یووالی، ترقی، عزت او اتحاد لپاره خبرداری ورکوي چې افراطیت به دینی ارزښتونه سپک کړي. دوی دا وموندله چی بعضو نورو برخو کې افراطیت، په دین کې د افراطیت لامل شو. دغو علماوو وویل چې افراطیت دینی ماهیت نلري. اصول او فروع باید تفکیک شي، مطلق اندیشي باید رد شي. دوی وایي تساهل، زغم، میانه روي او اوسط اُمت اوسیدل د دین محبوبیت اوچتوي. نویو اړتیاوو ته باید اجماع او قیاس دایرکړو. رنسانس مادی، جنسی، روحی... محرومیتونه ختموی او سالم روح د کامل انسانیت ضامن ګرځي.

ځوانانو ته په کار ده چې؛  دین د معنوي اړتیا او روحي غذا په توګه خلکو ته خوږ او محبوب کړي، دیني احکام باید ټولنه اصلاح کړي او د عزتمن ژوند په لوري انګیزه ورکړي. داروپا رنسانس همدا کار وکړ. ځوانان باید دې برخه کې لازیات تحقیق وکړي او له روانی، اخلاقی، انتروپولوژیکی او جامعه شناختی او حتا فلسفی پلوه فکر وکړي.

راځئ پل سوخته (د دنیا د پای) پرځای (د دنیا او نوي ژوند پیل) وګرځوو، له همدې پله رنسانس پیل کړو او هغه ځوانان او پیغلې چې د دغه پله پر سر مطالعې ته کیناستل، د رنسانس مخکښان کړو.  اوس یوه "نستوه" ته  نه ، بلکې ډیرو "نستوه ته ورته ځوانانو" ته اړتیا ده چی دوام ورکړي.

په دې وروستیو ورځو کې د پل سوخته پر سر د ځوانانو ترمنځ راپورته شویو بحثونو، د دغې مقالی انګیزه رامنځته او یوه تبصره وشوه، تر دې نور اضافه تکمیلی څیړنه او تحقیق لوستونکو ته پریږدم.

 

 

 


بالا
 
بازگشت