حبيب الله غمخور
دښځودنړيوال پيوستون دورځي تاريخ ته لنډه کتنه
تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغي ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواو پېغلوټوته ددې نېکمرغه او وياړلي ورځي درارسېدو له امله دزړه له کومي مباره کي وايم . پدې هيله چي په گران افغانستان اودنړۍ په گوټ گوټ کښي ژرتر ژره دا زورېدلي ميندي اوخويندي چې دنړۍ دوگړو پوره نيمايي جوړوي له دغوخواريو، ربړونواو سپکاوي نه خلاصي شی له کوموسره چي همدا اوس لاس اوگرېوان دي .
انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه اودهغې په نس کي را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراټوکېدل پدغوټولنوکښي شتمن اودلوړي طبقې انسانانوپيدايښت ددې لامل سوچي دغه لوړه طبقه (شتمنه اوسياسي واک څښتنه ) د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت دکار محصول ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي لري .په هراقتصادي سياسي نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزي بې عدالتی اودروځنيزژوند ناانډو لتوب رازېږوي .سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی جوړښتونه اواړېکي لري دخپل پيدايښت نه بياتراوسه دتکامل دمختلفومراحلو اوپېچومو څخه تېرېږی .
دپانگوالی ټولنيز مناسبات دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواوخوارو انسانانو په مقابل کي دظلم، استثمار، ښکېلاک،ز بېښاک ډيرمغلق اوپيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري،دغه پروسه په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودونو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلولپاره پرمخ بېول کيږي.
دهمدغو پېچلواقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانواو مزدورانو له استعداد اوانرژۍ نه دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغيرعادلانه توگه کټه پورته کوي ترڅو زياته سرمايه پلاس راوړي.
د۱۸ پېړۍ په ورستيواو۱۹ پېړۍ په لومړيوکي دسرمايدارانوبې عدالتۍ،استثماراو دکارناوړه شرايطو کارگران مجبور کړه چي کله ناکله دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړي.هغه وخت دکارگرانوسره ډيرظالما نه اوله انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډيراوستونځمن کارپه مقابل کي لږمعا ش ورکول کېده .
د کارشرا يط اوچاپيريال يې دومره نا وړه وچي د ډيرې لږمودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکارفزيکي اوروحی توان دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري.
دايوعلمی اصل دی په هرپيمانه چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېچلې اوپر مختللې بڼه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک شکل يې پېچلی کېږ ي .
ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات نفوس جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروند بار پراوږو اخيستۍ دی .هغوي تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونو سره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې دکار شرايط اوچايريال ددوي لپاره زورونکی اودتحمل وړه نه وو . ديادولو وړده،همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې کي گامونه اوچته وي دنړی په شاته پاته اوحتا پرمختللوهيوادنوکښي ښځه دنارينه سره ديو شان کارپه مقابل کښي دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ترنارينه کمه اويا کله،کله دنارينه دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي .دښځو سره دظلم ،استبداد، ناخوالو اونابرابريومثالونه په اسيا،افريقا،لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره ليدل کيږي .
پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړباسي چي دخپلو رواحقوقوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .
له نن څخه ۱۶۴ کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلودفابريکو ښځينه کارگرانو دکاردشرايطودښه کېدو،دکاردوخت دکمېدواوتنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويارک ښار واټنوته راووتلې اود فابريکو دخاوندا نوپرخلاف يې دخپل انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالولپاره دخطر زنگ اوداحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدوپيلامه وبلل،ځکه خوئې ددغه انساني حرکت دخفه کېدو لپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانو يې مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانواوتر ظلم لاندي خلکوغوسه نوره هم راوپار ول اودپانگوالوسره دنفرت روحيه ډېره غښتلې سول.
ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷- ۱۹۰۸- او ۱۹۰۸ )) زکلونوکښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادوکي تر ظلم اوستم لاندي خلکو په ځانگړې توگه ښځو لخوايادغونډي جوړي شوې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هرچا دښځينه کارگرانو ونډه زياته اوپراخه وه .
په نړۍ کي سياسي سازمانواوټولنيز عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځې پردې بريالۍ سوې چې پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف منلوته ته سر ټيټ کړي .
په ۱۹۱۰زکال د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس د ((۱۷ )) هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه استازو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي” كلارا زيتكين ” لخوادغونډي برخه والوته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي دفابريکود ښځينه کارگرانودتاريخي لاريون اوله هغوي سره دوخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانو دخاطرې دياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاودهغوي د انساني اوطبعي حقوقوڅخه ددفاع په خاطرلاريونونه ،غونډي اوکنفرانسونه جوړي شي .
له هغې ورځی نه چې پدغه نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين )) داوړانديز ومنل سودا ((۱۱۱)) کاله تېرېږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ وياړلي ورځی نمانځنه کيږي .
په ۱۹۱۱زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيو ستون په نامه غونډي جوړي اولاريونونه وشول .پدغوغونډوکښي ښځوته په انتخاباتو کې درايې ورکولو، کار،ښوني،تحصيل او مسلک د انتخاب حق تر لاسه کېدواودهيوادوپه قوانينو کي دښځو دمسلمو او طبعي حقو قو اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو،په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي ښځوته دنارينه و سره دبرابر حق غوښتني اووړانديز ونه مطرح سول .
په (۱۹۱۵ ، ۱۹۱۶) کلنوکي،هغه وخت چي لا دلمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخاليفي دي )) ترشعارلاندي دمارچ داتمي ورځې په مناسبت پراخي غونډی اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ متقابله احترام په مناسباتو کي ژوندته نړۍ وال راوبللوشعارونه پورته کړه ،اوپه جگړه کښي ئې د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئې په کلکه دجگړې دختمېدو غوښتنه وکړه .
دښځود اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني ټاکنوکې ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داستراليا،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دغه حق دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان په ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د ايټاليا او فرانسې ښځو داحق تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله دخلکودنکاح دتړلودحق په ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .
په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده او ومنل سوه .
ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا دنړۍ په زيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخوا داستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادودنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي جوړوي . زموږ په هيوادکښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنوکښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه،يوشمير بنسټپا لواودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته دنارينه سره دبرابرحق ورکولوپرخلاف مخالفت وشو، چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی اود ( ۱۹۶۳) کال داساسی قانون دتصويب نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی،افغانستان په نړۍ کي يوله هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ .
ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه دڅوکالولپاره محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانودغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو، دولتي ادارو اونورو ټولنيزوسازمانوکې دگډ کارحق ورکړه سو .د اساس قانون په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل چي : ((دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ .)) مگرمتاسفانه تراوسه په عمل کښي داسي نه ده په دولتي ادارواوحتاپه پارلمان کي دښځوسره سپک اوبد چلندکيږي .دبېلگې په توگه ملالی جويادخپل نظراوعقېدې په څرگندولوسره له هيوادنه دفرارپه حالت کي ژوندکوي .
ددغوبرياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلو سره دښځو په وړاندي قانون ترپښولاندي کيږي اودښځودجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي،که په اوسنی عصر کښي دبشري نړۍ ټول سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت ته په رڼوسترگو ځير شو له ورايه څرگندېږي چي تر هر چا زيات ښځه په هر اړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ او کورنی تاوترېخوالي سره لاس په گريوان ده اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي .
له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقو داعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگندبيان شوې نه دي ورکړه شوي اونه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير اوغيرانساني مجازاتوضد کنوا نسيون،دملگروملتودسازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹زکال دښځوسره دهرډول تبعيض، تحقير اوتيري پر خلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو، دزوراوزرو خاوندانو پاملرنه نده کړې اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی چاروکي دفعال گډون امکا نات برابري سوی دي .
دنړۍ دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو وکولاي شي ښځې له دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو او ټولنيزوبې عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي جوړسوتر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگروملتو د سازمان غړيتوب هم لري ددې کنوانسيون سندندی لاسليک کړی،داسنديوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی . داچي داسنداونورسندونه چي په نړيواله کچه لاس ليک سوی څنگه پلی کېږي ،که ددغه سند لاسليک کوونکوهر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيو په اړوند داستانواوکړنوکتابونه ليکل کېداي سي .
تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي په ۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د یوې پنځه پنځوس کلنه میرمنې دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیدل .
ايراني اخوندانوواک ته درسېدوسره سم ددې هيواد دښځوحقوق غصب کړه .دنړيوالوفشاروپه پايله کښي دلومړی ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه ايراني ښځوپه هغه سپورتي لوبغاړي کي چي نارينه هم ناست وه دفټبال دهغه لوبې دنندارې اجازه پيداکړه کوم چې دتهران دښار دآرارت په سپورتی لوبغاړې کښي دايدز دناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره ترسره سول .
داردونکې دا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات دښځوسره دژوندپه ټولواړخونوکښي زور زياتۍکيږې دزيات شميرښځی ژوندداسي اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت په ځانگړو بازار ونوکې خرڅلاو ته وړاندې کړي .
په پر مختللې امريکا، اروپا،جاپان،عربي هيوادونه،استراليا،يوشميراسيايي اوافريقايي هيوادوکې ډيري پيغلي اوښځی داقتصادي ستونزواو مجبوريتونوله امله دې ته اړې سوې دي چې ځانونه وپلوری. دردونکې داهم ده چي پدي ورستيوکي په يوشميراسلامي هيوادوکښي دښځواوپېغلو سوداگر هټۍ اودوکانونه پرانيستلي اويوزيات شمير دشرقي اروپا او پخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوايران ،هندوستان ،پاکستان،تايوان ،ويتنام ،چين اويوشمېر نورو هيوادو پېغلې پدغوهټيوکښي علاقمندانوته وړاندي کيږي .
يوې مسلې ته بايد جدي پاملرنه وسي چي داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری اونه بايد دموکراسي په دغوبداخلاقيو بدنامه سي،ځکه داسي هيوادونه شته چي ډموکراسي درک نلري مگردغه بداخلاقي پکښي علني مروجه ده .دا بداخلاقي ده اوله بداخلاقی له لاري دپيسو پيداکولو امکانات بايد رالنډ اوله منځه ولاړ سي .
کورني اوټولنيزتاوتريخوالي زموږپه هيوادکي ښځې ځان سوځونې،له کورڅخه تیښتي،ځان وژنې اود زهرجنو موادو خوړل ته اړيستي ،په حقيقت کښي نورددغودښځودزغم اوحوصله پاي ته رسېدلې وي چي دغه کارته لاس اچوي .
افغاني ښځي هغه وخت په پورتنیوکړنو لاس پوري کوي چې نورله مرګ پرته بله هیڅ لاره چاره ونلري . د۲۰۰۱ م کال راپدې خواچي ډله زيرورسنيوپه دغه ډول پېښودخبرېدوامکان پيداکړي تر (( ۱۳۰۰۰))زرو زياتو ښځواونجونودځان وژنې اوسوځونې هڅه کړې ده .
د ښځو په ژوندکي د بدلون د راوستو د پاره د ښځو سره اقتصادي مرستې اوددولت په پانگه اچونې باندي دداسي پروژو تر لاس لاندي نيول چې هلته زموږ دهيوادله ټولنيزوشرايطوسره سم دښځولپاره دکار اوفعاليت زمينه برابره وي،داکار به تر يوه بريده به زموږ دخو يندو دستونزودحل په لار کي مرسته وکړي . په اقتصادي لاس نيوی سره کيداي سي دښځوپه وړاندي دنوروناخوالومخه ونيول سي .
دبلې خوا ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدنې ټولنې دښځوپه وړاندي دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ اوسرسختانه مبارزې ته اړتيا لري .
پدې هيله چي ژرترژره زموږ ښځينه هيوادوالي له خپلو ورڼوسره دبرابرکار،تحصيل ،په اجتماعي اوسياسي ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق اوامکانات ترلاسه کړي .
ښځې يوازي دکورنيو تاوتريخوالي له امله نه زورېږي بلکه هر ورځ ددوي دکوردړه دغم خبر ورټکوي اوپدې ورستيو کلوکښي هغه څوک چي هغې دخوښيواوبسياژوند دراوستلو ارزوځيني درلوده په ړندوبمونواورا کټونواو داسلام په نامه واسکټونواوځانمرگی بريدونوپه پايله کښي له منځه ځي اودوي شپه اوورځ دخپلې کورنۍ ديوه غړې دمرگ د ويرپر کمبله کښېنوي،متاسفانه دوي دخوښو پرځاې تل دغم اوناورين ميلمنې وي .
زموږ دهيوادد ټولوچاروسمبالتيا اوپرمختگ به د افغانی ښځو له فعالي ونډې اوگډون نه پرته نيمگړی اوناشونی وي . پدې هيله چي په ټوله نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين اودښځو رواحقوقوته په عمل کې درناوی سره دوي لدې ټولنيزو،اقتصادي اوفرهنگي ناخوالونه نجات ومومی .ومن الله التوفيق
د۲۰۲۰ ز کال دمارچ ۴