عبدالرووف لیوال

 

له کراماتوډکه خاوره !

ترامپ وایی چې دامریکې له ټاکنونه دافغانستان ولسمشرۍ ټاکنې اصولی وې – اودامریکې له درغلیو ډکو ټاکنوپه پرتله ډیرېعادلانه ترسره شوې وې خوموږ نه پوهیدلو.  ښه دا کرامات دی که نه ؟

هسې دخدای په مهربانۍ او حکم په دې هیواد کې ژوندون لاروان دی ، هغه چې وایی ( دښمن ته لاپې اودوست ته حال وایه) که کوم بهرنی ته دزړه حال اوریښتیاووایی که سکته یې ونه کړه ، بې سده کیږی خو هرومرو.

دپولیسو حوزې ته لاړم ، په چا مې جلب درلود که ګورم چې په ټوله حوزه کې یو دروازه وان پهره دار، یوهم یولويې ږیرې والا منصبدار چې دجمپرڅوکه یې دپتلانه له ځنځیرنه شخه راوتلې بې ادبی دې معاف لکه هغه ....دچپه ګردن څوکه یې هم په ګړنګنه پوزه لګیده ، راته برګ شوپه ډیر زحمت یې را ته وویل : اک ،اک ، اکا څه خبره ده؟ ما ورته کړل : جلب مې راوړی !

ځواب یې راکړ : دحو، حو، حو، حوزې  آمریت دفتریې له ته ، ته ،ته تشکیل نه لرې کړ- او، او،او، اوس مالومه نه ده چ،چ،چ ،چې دجلب کار څوک کوی – ټ ، ټ ،ټ ټول تلی قومندانۍ ته او جلسه لری – سسس سبا پنجشنبه ده – جججججمه رخصتی ، دشنبې په ورځ راشه ـ چچچچچې دآمریت دفتر نوی تشکیل راشی .

داسلام قلعې په ګمرک کې دوه پاچایی : او پاچاهان یې هم په مشهد کې اوسې ـ کله، کله ګمرک ته سرراښکاره کړی ، هغه هم دخپل حق اخیستولپاره ، دګمرک پخوانی چارواکی حشمت الله ، داوسنی رییس چارې نه منی اوداوسنی رییس امر په هیڅ کارمند نه چلیږی ، سوداګری کانتینرونه له توکو ډک ولاړ دی.

دګمرک یو مدیر چې دکانتینر خروجی لاسلیک کړی ، هغه بل وایی ولله که دې پلارکانتینر راځینې وباسی – ورشه هغه هلک وګوره (یو څه زهرومرګ ورکړه) دګمرک څلور خواوې قاچاق راروان دی ، هغه بې محصوله او په اسانۍ سره دګمرک له څنګه تیریږی، خو دابدبخت سوداګر چې غواړی په قانونی توګه خپل مال محصول کړی اوبیا یې بهر کړی له سلو لانجو سره مخ دی ، څوک رشوت غواړی ، څوک سوغات غواړی ، څوک زکات غواړی ، څوک تاجایی ،بل چوکیداری ، هغه بل بیادپاټک محصول .

دقاچاقچیانو مال په هرات کې په ۲۰۰۰افغانی له دوبرابره ګټې سره خرڅ شی خوهمدغه مال چې په قانونی توګه راغلی په هماغه ۲۰۰۰افغانی له پنځوس سلنې تاوان سره ایله وپلورل شی . دې ته وایی حلال تجارت !

ماته چا ویل راځه تجار شه ! هغه دملا نصرالدین تجارت مې راپه یاد شو چې هګۍ به یې په یوه نیمه افغانۍ اخیسته ،وروسته له رنګ کولو نه به یې په یوه افغانۍ پلورله .

چا ورته ویل : ملا ! تاوان ده ځان دې غرق کړ .  هغه ځواب ورکړ: په تاوان یې نه یم ، مقصد خلک ماته تجار ووایی.

ښې چارې !

عبدالرووف لیوال.

 

 


بالا
 
بازگشت