عبدالرووف لیوال

 

آیاداسلام دین دکړکیچ سره مخ دی؟

دمذهب دعوادې پریږده سړی خوره  + ستادعواهله سهی ده ،چې انسان شې (حمزه بابا)

په سرکې باید ووایم چې نه غواړم په دې لیکنې سره ،دلوړولتاژ شارت شویوبریښنایی بټنوته لاس وروړم  ، اودهغوجاهلوچې لکه خوسا زړئ په سپیڅلی پوست کې یې ځان نغښتی وی،مغضوب وګرځم–خو په دې ورځو کې داسې ناوړه  پيښې ددې خوسا زړی له خوارامنځ ته کیږی چې دسړی ارواهغې خوا ته کشوی چې خدای مکړه دځینې ناپوهه بنسټپالو دکړنوله وجهې ، زموږ متمدن دین چې پانګه یې په انسانیت ولاړه ده ، دکړکیچ خواته درومی.

اوس خلک له هغوجهادی مشرانو – اوتنظیمی ټیکه دارانونه حساب غواړی چې دتاسو دجهادثمره څه وه؟

که تاسو وایی چې (موږپه جهادسره شوروی له خپلې خاورې نه وویست اودړې وړې مو کړ) داادعا خوپه هغه غوړه مالۍ سره چې تاسودوه کاله مخکې مسکو ته وکړه اوهلته میلمانه وی ځکه باطلیږی چې روسیه څو چنده ځواکمنه شوې اوتاسو له باران نه ناوې ته (امریکې ترپښو) لاندې پریوتی یاست .  ((قبرکن سابقه را خدابیامرزد))

هلته موداسې وښودله چې ګواکې هغه جهاد چې تاسو دروس پرضد کړی وو – بد مو کړی او ترې پیښیمانه یاست (انځورونه شاهدی ورکوی)

له هغه جهاد نه نورې لاسته راوړنې به موداوی :

الف : دساده او پاکو مجاهدینو په وینو سوداګری ، چې تاسو له هغې وجهې ټول امتیازات لاس ته راوړل– سوا له هغه چور، تالان او غصب واختلاس مو وکړله ځانه څخه موقارونان جوړکړل.

ب  : همدااوس دتاسودلارویانو(اخوان الشیاطین ، داعش اوداسې نور....) اودتاسې دکړن لارې (زوذات) ټول افغانستان نه سور تنور جوړکړی ، چې هر افغان پکې سوځی.

ج : افغان ټبرمو[په پاکستان کې دمدرسو دثمرله وجهې)له جهالت سره مخ کړ، همدااوس مودپښتون ستر ټبردنورو قومونوتر نظره منفور ګرځولی ، نړۍ ته موداقوم وحشی وروپیژانده – لوستی اومنورپښتانه دنوروقومونو ترپیغور لاندې دی اوپورته نشی ورته کتلای [ دپښتنو په هره سیمه کې چې قیر سړک دی په بل مخ اړول شوی]

موږله شرمه دنوروپه مینځ کې پښتو نشوویلای – خدای پاردی لږسمې لارې ته شی ، انسانیت وپیژنی ، په خپل راتلونکی کهول رحم وکړی!

موږلیونی وبولی خوتاسې دې خدای سمې لارې ته  هدایت کړی !

عبدالرووف لیوال.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت