حبيب الله غمخور

 

دکوزی پښتونخوامشرانوته يوبې پرې وړانديز!

که دکوزي پښتونخوا دپښتنودسياسي گوندونواوغورچنگونو مشران  وايي چي  موږ سره يو يو،نوزه ديوافغان په  توگه ځانته ددې وړانديز حق ورکوم :

ترهرڅه لمړی بايد داټکي روښانه کړم  چې زه دډيورنډدکرښي دکوزي خوا ياپه بله اصطلاح دپاکستان ترحاکميت لاندي دپښتنو اوبلوڅودغورځنگ اوددوي دعادلانه مبارزو ملاتړکوم .دسياسي اصولو له مخې زه هلته ديوه سياسي گوند اوحرکت غړی کېداي نسم ځکه زه دافغانستان تابعيت لرم .مگرداچي زه اوبل هرافغان دادډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژنو،نوددې کرښي دبرخليک دټاکلو ترڅنگ دکرښي دهاخوا ولوسونوسره چې همدې لعنتي کرښي سره جلاکړي يوداوسېدونکو دروامبارزی اوددوي له انساني حقوقونه ددفاع اوملاتړ حق لرو .

دمرحوم پاچاخان داخبره چې ويل یې ((راځئ يو کېږوکنه ورکېږو)) دهرهغه چاپرخوله ده کوم چې پدې سيمه کي پشکل دشکلونو په سياسي حرکت کي راښکېل وي اوغواړي سياسي مطرح اوسی  .داځکه چې دايوه کره اوتاريخي خبره ده اوپه همدې خبره عمل کول مودژوندي پاته کېدويوازنۍ لامل دي .

پرون دنومبر ۲۷ دجمعې په ورځ د بلوچستان په چمن ښارکې یوې ولسي غونډې ته منظور پشتین چې پدې غونډه کي دگډون لپاره ورغلی وو اوداسي ښکاره سول چې دغونډي اساسي ويناوال دي دنورو خبرو او گوتنيونو ترڅنگ وویل : په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دي او برخلیک یې نه دی مالوم.

نوموړي ‌وویل: "موږ نه وایو، چې دا دې ټول خوشي شي، بلکې موږ غواړو دغه کسان باید محکمو ته وړاندې شي، که مجرم یې سزا به وویني اوکه بې ګناه وي، باید خوشي شي".

ښاغلي پشتین وویل، د چمن ښار په دروازه کې هره ورځ پښتانه ځورول کېږي،پرکاروبار یې هره ورځ بېړنیز حالت پلی کېږي او کاروباریان یې بې درکه کړل شوي دي.

"موږ یې غوښتنه کوو، موږ ځکه دلته راغلي یو چې د چمن له اوسېدونکو سره خپل یوالی ثابت کړو".

نوموړي پر پاکستاني امنیتي ادارو تور پورې کړ، چې کله د حقونو خبره وي، دوی له هغو حقونو هم محروم ساتل کېږي، چې د پاکستان اساسي قانون کې ورکړل شوي دي، خو په خبره یې کله چې د سزا خبره شي، د جعلي پولیس رپوټونو له مخې خلکو ته سزاګانې ورکول کېږي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

 مادغونډي جريان له پيل نه ترورستيو شېبو تعقيب کړ.

پدې خوښ يم چې آهسته،آهسته هلته پراته پښتانه دپاکستاني حاکميت اوددې حاکميت داساسي ستني يعني پاکستاني جنرالانو اواستخباراتی ادارونه دخپلو روا اوقانوني حقوقو دغوښتنواودددوي دظالمانه کړنوپر وړاندي داحتجاح اومخالفت ږغ پورته کوي.

دبېلگې په توگه  :

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلا ښارونو کې لویې ولسي جلسې کوي.‌ غورځنګ له دې وړاندې د نومبر په پنځلسمه د شمالي‌ وزیرستان په میرانشاه کې هم لویه غونډه کړې وه .

د میرانشاه ولسي غونډې ته په وینا کې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین هملته اوسنیو ناامنیواوهدفي وژنو ته په پام سره بیاهم د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی، چې دا ناامني همدوی خوروي.

ددې لپاره چې دپي ډي اېم مشران لکه دپي ټی ام مشران دپاکستاني چاروا کودظالمانه اوغيرعادلانه کړنوپرخلاف ذغ اوچتوي اوپدې برخه کې یې په منطقي لحاظ مخالف يودی ،نوبياولی په هغو غونډوکي چې دپي ټی ام مشران یې جوړوي دپي ډي اېم دمشرتابه او دملی عوامي گوندد استازو درک  نه و او ويناوال مې نه ليدل

ځيني سياسي شنونکي وایي چې عوامي‌ نشنل ګوند او د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام دواړه دپښتون ژغورنې غورځنګ ته دیوې سیالې ډلې په توګه ګوري.زما اوفکرکوم دهرافغان اودکرښي هاخواپرتو ولسونوته داډيره دردونکې خبره ده ولې تر ستم لاندي پښتون ولس يواوبل سره ونسي زغملاي؟که د پي ټي ام غورځنگ مشران ځوانان دي تاسو بايد لاخو شحاله سی چې ستاسو نه وروسته دادي ستاسو په ژوندکي ځوان نسل هم ستاسو لارتعقيبوی اوحاضردي دخپل ولس درواحقوقونه ددفاع په خاطر دخپلو نيکونو اوپلرونو پشان راپورته سي،که تېروتنه کوي اوبايد تاسو نيکي مشورې ورکړي.

موږپدې پوهېږو،وينو یې او ويناوي یې اوروچې دوي ژوري سياسي پوهي اوسياسي مطالعې ته اړتيالري،خوتاسو یې بايد ودې کارته وهڅوی اوپدې هکله مرسته ورسره وکړي .اوس دعنعنوي سياست او عنعنوي سياسي خبرو وخت تېرسوی ،سياسي فعاليت ژور سياسي پوهاوي اودنړيوالوسياسيونو دفعاليتونوکارنامو لوستلو اوورځني ژوند پېښو اوکړنوتحليل ته اړتيا لري .

زمادکاري اوسياسي تجريبو اودپاکستاني چارواکو اوحاکميت تاريخ لوستلو له مخې داراته لمرغوندي واضح سوې اوپرې باوری سوي يم چې دوي لکه دلته په افغانستان کي پرتو ولسونو ستاسو هم تاريخي دښمنان دي .دوي دخپلو گټواو موخو دساتلو لپاره ډيري پېچلی اوماهرانه لوبي ستاسو سره هم کوي ،يومو په بغل کي نيسي اوبل په همدې تاسو وهي اوبيادابل لوری.

وړانديز مې داده راسئ ددې خپل زوردلی ولس دملي ،انساني اورواحقوقود دفاع په سنگرکي دپاکستاني چارواکودظالمانه کړنو پرخلاف هريوپخپل سياسی هويت خو پريوه ستيج دمخالفت اوحق غوښتلو ږغ پورته کړي.

پدې سل په سل کي ډاډه يم که تاسوداکاروکړی خپل ټول سياسي اوټولنيز حقوق به ډير ژر ترلاسه کړی .

که په رښتيا غواړی ددې ظلم اوستم نه نجات وموئ ؟همدامو دنجات او خلاصون لاره ده.

سويډن // مالمو

د۲۰۲۰ ز کال دنومبر ۲۹

 

 


بالا
 
بازگشت