حبيب الله غمخور

 

ډيره جالبه اوحيرانونکې  !

تر اوسه دافغانستان دولتی مشرتابه ددولتي فساد له ککړو سره ددولتي فساد پرخلاف  دمبارزې شعارونه  ورکوي .

داپداسي حال کښي چې دا ۱۹ کاله افغان دولتی اداره ددولتي فساد ککړوادارو په ليست کي لمړي اوکله دوهم ځاي لري .

دافسوس ځاي دي،ملت دهمدې دولتي چارواکو دخپل مينځي سيالودجگړې  په اورکي لامبي .خو دوي دپه فساد ککړو سره  ددولتي دفسادپرخلاف د مبارزي شعارونه ورکوي اوداسي څرگندوي چې گويا ددولتي فساد پر خلاف یې بارزه روانه ده .

دوي فکر کوي چې ملت احمق دی اوپدي نه پوهيږي چې پدې ښکلو چپنواورنگارنگ لونگيو چي اشرف غني او عبدالله په گډون يوشمير کسانو اغوستي وې او دمفسيدينوپروړاندي یي دفسادپرخلاف ويانوي کوي،ټولو اورېدونکو ته جالبه وي  چي دا ښاغلی  بياڅه وايي ؟پدې هکله دښاغلی اشرف غني او دده نږدي ملگري ډاکتر عبدالله پرڅرگندونو  باندي هرافغان  خاندي . زه ددوي په وينادفسادپرخلاف دمبارزي سره مخالفت څه بلکي لکه هر افغان ملاتړی  يم خو ستونزه داده چي دايوازي خبري دي عملی کار درک نلري ،ځکه ددوي ادارو غوځ اکثريت پدې ناروغی اخته  او داټول له بده مرغه پدي فساکي لاهوی دي . نو هغه څارنوالی اومحاکمه چي دفساد ککړو اوملت نه بېگانه لخوا جوړه سوې وي ،هغه به ځانته دکومو منطقو پر بنياد دا اجازه ورکړي چي دخپل امرپرخلاف دوسيه پرانيزي .ځکه خو دوي ټول درواغ وايي اودنړيوالو عام ولس په گډون افغانان هم غولوي .

پدي باوريم چي دادولتي  فساد به دهمدې په فساد ککړې اودودولتی مشرانوترمنځ دسيالی ددوام روښانه بېلگه وي ، چې دادسي پايلی یې هره ورځ يوپه بل پسې گورو . دبېلگې په توگه دادی څومياشتي تېري سوې دوزيران سرپرستان  دي يعني موږ قانوني دولتي مشرتابه نلرو.دوې اونۍ وړاندي یې پارلمان ته رايوترلاسه کولو لپاره خپله اشرف غني معرفی کړه خوتراوسه یې خبر نسته ؟ سره لدې چې ترمعرفي وړاندي یې همدې وکيلانوته دسياسي رشوت په توگه په ارگ کښي ښکلی مېلمستيا جوړه کړې وه .

دوي نه فساد له منځه وړاسي اونه هم دفسادپر خلاف مبارزې  سره چندان  علاقه لري . ځکه دواړه پدې سياليو کي مصرف دي چې څنگه وکولاي شي خپل پلويان پردولتي مقامونو بايد و ټاکي  . ددې ټکې په يادولوسره چي زه ددې دواړو ښاغلو سره هیڅ ډول شخصی کومه خوابدي نلرم ،داديوه افغان په توگه دځان مسوليت بولم  چې خپل نظر له هيوادوالو سره شريک کړم او دبل هر افغان نظر ته ددرناوی په سترگه گورم . همدې اړېکو اوحالاتوه ته په کتوسره چې ددې دواړو ښاغلو په دولتی حاکميت کي چوکی اومقامونه ترخپل منځ ويش سره مخالف هم دي ،مهمه داهم ده چې دواړه لوري پدې ويش او ټاکنو کي  مسلکي پوهاوي اوتجربې له پامه غورځوي اودهغه پرځاي اړيکوته لمړی توب ورکوي .په تکرار پدې باوري کېږم به دقانون ترپښو لاندي کول او دولتي فساد به قانوني بڼه ولري .

 

 

 


بالا
 
بازگشت