عبدالرووف لیوال
فرهاد دریا له نوستالژی تراسطورې
فرهاددریا چې په خټه پښتون خروټی دی ، دهغه نیکه شیرخان دنادرشاه دپاچاهي دقطغن اوبدخشان لوی حکمران تیرشوی ،محمدعلم خان ناشر دشیرخان ورور(دفرهاددریادپلارکاکا)له شیرخان نه وروسته دغزنی له قره باغ نه قطغن ته راغی ،دواړه وروڼه په کندز کې میشت شول ، قندوس په هغه وخت کې ددری ژبو په اصطلاح داسې مځکه وه ، چې هغوی به ویل ((اګر مرګ میخواهی کندز برو))خو، دشیرخان دروڼ آندې کورنۍ (غلام سرورناشر) په هڅوپه داسې یو متمدن ښار بدل شو چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کیده ـ(سپین زرشرکت) دپنبې ، غوړو، صابون فابریکې چې شله زره کسانو پکې دنده درلوده
دسپین زرکلوب او سینما ، دافغانستان په مشهورو ښارونو کې دسپین زر هوټلونه اوداسې نورې عصری ودانۍ او اقتصادی نوښتونه له کندز نه یو متمدن ښار جوړ کړچې ، لا اوس هم دقزل کلا لوی سوداګری بندر اودوه لیسې دشیرخان په نوم یادیږی.
فرهاددریا په ۱۹۶۲کال دکابل ښار په ګذرګاه کې وزیږید ، دحبیبیې لیسې نه له فراغت وروسته دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځی یې ولوست اوبیاپه فرهنګی چارو کې استاد او په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسولې سفیر هم پاتې شوی.
فرهاددریا او نوستالژی :
نوستالژی چې له دویونانی کلموNostosټاټوبی ته دستنیدلو په ارمان اوalgiaکړیدلومانا ورکوی.
دنورې نړۍ جلاوطن خلک دټاټوبی نه دجدایی ساندې دغربړو او آرمانی سندروپه ویلو ستایی ، آرمان یې کوی اوخاطرې یې تازه کوی – خوموږ جلا وطن افغانان خولاپریږدی چې وطن میشته د۴۰کلنې جګړې دورانۍ له امله دپخوانی ښیرازه ،بسیا، هوسااوسوله ایزژوند چې ۴۰ کاله وړاندې مو له لاسه ورکړی ، په څنګ کې دآبادۍ په ارمان بله نوستالژی هم لرو.
بیلګه : زما په یادښت دکابل دشیردروازې دغره لمنه به دغویی په میاشت کې ارغوانی رنګ ځانته غوره کړچې دعاشقانواو عارفانوزیارت به پکې پټ سو، اوس له هغو ارغوانویوبوټی هم پاتې نه دی – استاد ځلاند ویلی وو[به خواجه صفا ،صفابه ګلهاکنیم + دلبرکم بیابه کابل بریم) –دستاسو به باور نه راځی چې ماد(جوی شیر) له ویالې ، چې زموږدښونځی له څنګه (سرای باغ) په منځ کې تیره شوې وه داوبو له سر نه راټول شوی توتان خوړلی او بیا دهمهاغه (سرای باغ) نه د(بوستان سرای) له لیارې (کوچې سک بچا)څخه خیابان (کشمش فروشی) کوڅې ته راتلم .
لنډه داچې دفرهاددریاپه خټې پورې هم ، پښتون نوستالژیک رګ دبلخی مولانا په قول (هرکسی کودورماندازاصل خویش + بازجویدروزګاروصل خویش) راویښ سوی اوپه یوه سندره کې وایی ((شاهی رامانه،زوروره + دشاغاسی کلا دې ولې ورانوله) دشاغاسی منصب ،لقب اونوم چې د((ایشیک آقاسی)) مرکبې تُرکی کلمېنه ، جوړشوی دیونیمې پيړې وړاندې درباری لقبونه دی – وروسته له دې سرکاری او عسکری لقبونو هم بدلون وموند لکه جرنیل ، کرنیل ، برګډ ،صوبه دار ، جمه دار، دفعه دار ، اولدار اوداسې نور.
بیاهم دپلرنی رګ په خوځیدو سره په بله پښتو فولکلوریکه سندره کې وایی [شین راکټ ویلاړدی + سبابه بیاپکتیاته ځونه ) راکټ موټر چې په انګلیسی Bed Ford،و- هغه لارۍ وې چې له پکتیا نه یې وچ لرګی او سکاره کابل ته راوړل – او دکابل له خوا نه هغه ژڼی (ځوانان) چې درحمان بابا او خوشحالخان لیسو نه جنوبی سیمو ته په رخصتی تلل – پکې سوریدل- سوا له پورته سندرې دفرهاد دریا بله سنده چې وایی ((زروجانې نری باران دی په تیرا یې وروینه ))هم دتګ په مهال دې ځوانانوزمزمه کولې– څومره نازک خیاله او خوندوره نوستالژی
دریا له دې نه ها خواهم تیرشوی دکاکړیانو سندره یې په بل طرز داسې ویلې [شین خالۍ ګودر ته روانه ده ] --- (نیمه شپه به خدای سبا کړی + شین خالی به خدای پیداکړی ) یا((لیلاڅه شوه لیلا+ لیلا ناجوړه وه بیګا))
فرهاددریا په جلا وطنی کې له سوز نه ډکه پشتو نوستالژی ته وده ورکړې او دوطن په یاد یې غلبلې کړی لکه چې وایی ((اصلی وطن افغانستان دی + اوس مې نصیب پردو مُلکونوکې دی مینه -----مرګی نه ، نه ډاریږم خلکو! که دوطن په هدیرو کې خاورې شمه ))
آخ جګړې کور دې ګډ شه ! زموږجلاوطن هیوادوال دخپلو هدیرو په آرمان مری او نه غواړی چې هډوکی یې مسافرشی.
دریا په خپله نوستالژی سندرو کې پښتنی ګاڼې[ دسپینو زرو نتکۍ ، بنګړی ، پیزوان،پایزیب او سپینې روپۍ] داسې ستایی( سپینه روپی یې په سینه ده + پاس پر سینه کږه وږه ده + نن بیا جلکۍ ولې خپه ده) اویاهم [ په پای زیبونو ،جوړه شرنګاکړه + بنګړی مات نکړې ،ورو،ورونڅا کړه]
فرهاد ولې اسطوره؟
دفرهاددریا (سلام وعلیک) سوله ایزه سندره چې دجرمنی د(راک ډلې )۱۲موزیسنان پکې ګډون لری ، په انګلیسی او نورو ژبو ویل شوې چې دنړی ختیځ له لویدیځ سره په عاطفی اړیکو نښلوی دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کې اوریدونکی لری اودافغانستان هنر یې دنیا ته ورپیژندلی.
برسیره پر دې ددریا هغه پروژه چې د(کوڅې) په نوم یادیږی ـ دافغانستان کوڅه ډبه او یتیم ماشومان يې دسرپرستی له سیوری لاندې نیولی – تر څو شوم او ناوړه برخلیک سره مخ نه شی ، دې مرستې سره دې خدای ورته اجر ورکړی .
ددې لیکنې ددلچسپی لپارهU-Tubته شی – کنه نو! دخولې خوند به موخراب کړی
عبدالرووف لیوال.