پوهاند محمد بشیر دودیال

 

قاموس پوهنه او دایرة المعارف  لیکنه

(Lexicography and Encyclopedia)

په څیړنه، زده کړه او علمی چارو کی د پوهنتونو درسی کتاب Textbook، د یوه هیواد احصائیوی کلنۍ( Statistical yearbooks)، دایرة المعارفونه (Encyclopedia)او قاموسونه (Dictionary )ډیر اعتباری او ضروری مرجع اثار او اخځ شمېرل کیږی. په تیره بیا نن ورخ قاموسونه؛  او هغه هم تشریحی قاموسونه، د محصلانو او څیړونکولپاره یو مهم ضرورت دی.  اوس لله الحمد زموږ پوهنتونونه څه ناڅه کاغذی چاپ درسی کتابونه لری، بریښنایی کتابتونو ته هم  لاسرسی  لرو، خو ورسره یو ځای یوشمیر مرستیال موادو لکه زموږ په خپلو رسمی ژبو واضح او رنګه اطلسونو، لارښود جدولونو(لکه دمندلیف تشریحی او اسانه شوی دکیمیا جدول، لوګارتم، د طبیعی منحنی t جدول...)، په لویو او کوجنیو مقیاسونو رنګه نقشو (طبیعی، سیاسی، صنعتی، ...)، Tables، سمبولونو اومخففاتو او دخپلو ژبو قاموسونو ته لا هم اړتیا شته چې کار ورباندې وشي.  نړۍ په هر ډګر کې  په تولید او صنعت سره پرمخ ولاړه، پورته مثالونه ټول علمی او اکاډمیک تولیدات او صنعتونه دی .

په دې لړ کې زموږ یوه اړتیا قاموس لیکنه ده . دغه وړتیا تر ډیره په لغت پوهنې ( lexicology) پورې اړه لري. په ټوله نړۍ کې؛ آن ډیرو بیوزلو او وروسته پاتې هیوادو هم دخپلو رسمی ژبو او هم آن د خپلو لږګیو او محلی ژبو لپاره قاموسونه لیکلی او په کاغذی بڼه او آنلاین یې د علمی مرکزونو او نړیوالو لپاره  په واک کې ورکړی دی، دې ته Lexicography او په ایران کې ورته فرهنګ نګاری وایي. دهندوستان علمی مرکزونو او پوهنتونونو ، ایران او جاپان په آسیا کې په دې برخه کی ډیر کار کړی دی،  دروسی ژبی قاموسونه او انسایکلوپیدیا هم نړیوال نوم لری، همداسې  دجرمنی ژبې یادونه کیدای شی، انګلیسی ژبه خو بیخی  وتلی قاموسونه لری چی  زموږ او تاسو د هریوه په جیب کې هم شته. کله چې خپل سمارت مبایل روښانه کړو، ډیرژر یی پرمخ  د انګلیسی ژبی  دکشنری راڅرګندیږی. زموږ په کتابتونو کې خامخا د امریکانا او   بریتانیکا دایره المعارفونو مکمل سیت  له A تر Z پورې شته او هره ورځ ورته خامخا مراجعه کوو. د بیلابیلو هیوادو پوهان لګیا دی او دې برخو کې نور کار هم کوی، دا ددوی د اوچت شعور او فرهنګی مناسبې کچې ښکارندویه ده. دوی په دې کارسره نه یواځې خپل ملی فرهنګ ته، بلکې نړیوال فرهنګ ته خدمت کړی او کوي یې. نړۍ ، ملګری ملتونه او د ملګرو ملتونو د یونسکو اداره  دوی  ته دقدر په سترګه ګوری اود دوی کارستایی . له بده مرغه موږ افغانان په څو علتونو دې برخه کې وروسته پاتې شوی  یاستو:

·        ناولی، بې ګټې، تبا کوونکی ۴۷کلنه کورنۍ جګړه،

·        د نورو په تمه پاتې کیدل او د نورو تر اغیز لاندې راتګ،

·        اقتصادی ناتوانی،

·        ملی کلتور سره بی توپیره چلند او دې برخه کی ضعیف احساس او دمسئولیت نه درک کول،

·        د حکومتونو له خوا دې برخو کې د روښانه، لارښوونکی،هڅوونکی او متعهدې ستراتیژی نه لرل،

·        د خپلو پوهانو، څیړونکو د کارونو خنډ کیدل، هغوی په بیلابیلو نومونو تورنول، تهدید، تخویف، تکفیر او بالاخره په فزیکی ډول یې له منځه وړل،

·        په ملی اډانه کې د هیواد دټولو ژبو لپاره د بی تعصبه او بی تبعیضه عملی علمی کار کولو پلان نه لرل،

·        دعلمی مراکزو لپاره د کافی بودجی نشتون، د پوهانو او قلموالو بی بضاعتی ،

·        په ټولنه کی د سواد دعمومی کچې ټیټوالی، دهیواد دعلمی ادارو او فرهنګی مرکزونو ترمنځ نه همغږی او دخپل منځي توامیت او ګډ کار نشتوالی،

·        دعلمی پروژو لپاره د پروپوزل په لیکلو کې ستونزی او له حکومت څخه په دی برخه کی د بودجی او له نړیوالو موسساتو څخه د فنډونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل،

·        د تجربه لرونکو پوهانو له هیوادڅخه وتل، له یو نسل څخه بل نوی نسل ته د علمی تجربې د لیږد په برخه کی  لوی تشیال راتلل او دکلتوری سیستماتیکی ودې د لړۍ مظلومانه پرې کیدنه،

·        د پردیو استبدادی لاسوهنې او اګاهانه یرغلونه.

·        د کلتوری او علمی مرکزونو دفزیکی زیربنا لوټ کیدل  او داسې نور مثالونه چی دلته یی لیکل خواشینوونکی دی.

د خپلې شخصي تجربې له مخې ویلای شم؛ هغه وخت چې ماته د آریانا دایرة المعارف د انستیتیوت د آمریت مسئولیت راوسپارل شو، دغه ستونزې ټولې راته مخې ته ودریدې. په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د اسلامی دولت د عالی مقام د  (۱۱۶)ګڼه فرمان له مخې، چې د همدې کال د زمری په ۱۴مه صادر شوی و، د آریانا دایرة المعارف  د دوهم دور (وروسته تر پنځوسو کلونو) د کار دستور د افغانستان د علومو اکاډمی ته ورکړل شو. د دایرة المعارف دوهمه دوره  باندې کار د افغانستان د علومو د اکاډمی دایرةالمعارف دریاست له خوا پیل شو، خو لومړی ټوک یې (الف توری په۱۰۰۳ +۳۳مخونوکې )  په ۱۳۸۵ کال کې تکمیل او په ۱۳۸۶ کال کې چاپ شو، ټوله دوره یې په لسو کلونو کې  تر (ی)  توري پورې په ۷۰۰۰مخونو کې تکمیل شوه، هیله ده درېیمه دوره یې هم  دوام ومومی او دغه د افغانستان انسایکلوپیدیا بیا توقف  ونه مومی. په دغه دوره کې دافغانستان د علومو د اکاډمی ډدیرو قدرمنو،پوهې او ملی فرهنګ ته دژمنو او خواریکښو پوهانو او څیړونکو او د کابل پوهنتون قدرمنو استادانو نه ستومانه کیدونکی او د درناوی وړ زیار وګاله. دغو قدرمنو دانشمندانو د ارتیکلونو د لیکنې، ژباړې او ادیت کار په پوره حوصلې ترسره کړ او دافغانستان د بډای او ژور معنویت د ثبوت بریالۍ آزمونیه یی ترسره کړه. د مدخل کولو، تثبیت او نهایی کولو کار یوه د ډیر دقت وړ پروسه وه. همداسې هم د افغانستان د علومواکاډمی په څو قاموسونو کار کړی چې اوس زموږ دهیواد ټولو علمی مرکزونو کی  موجود دی. موږ د افغان قاموس سلسله یادولای شو. د دایرة المعارف لومړنی مدیریت په ۱۳۲۰کال کی  د افغانستان د علومو اکاډمی له جوړیدو مخکې تاسیس شوی و، چې د علومو د اکاډمی په تاسیس سره دغه مدیریت د یوه ریاست په چوکاټ کی پکې مدغم شو، خو د قاموسونو سلسله له ۱۳۳۹ل. کال څخه راپیل کیږی. لومړنی قاموس د افغانستان جغرافیایی قاموس و، چې په شپږو ټوکونو کې تکمیل شو. دې سره یو ځای یو څو تشریحی  قاموسونه هم چاپ شول. دغه سلسله له ۱۳۵۵کال وروسته ودریده، خو په ۱۳۵۸ کال کېپښتو او دري- پارسي، بیا انګلیسی تشریحی اولغوی قاموسونه بیا چاپ شول اوتر ۱۳۶۵ کال پوری د علومو اکاډمی د ژبو او ادبیاتو انستیتیوت ، دژبپوهنې څانګې ډیر د قدر وړ کارونه وکړل. له دې  وروسته یو ځل بیا له ۱۳۸۱کال څخه د قاموس لیکنی چارې پیل او څو قاموسونه چاپ شول. له ۱۳۸۵ کال وروسته د ارایانا دایرة المعارف  دوهم دور مطبعی ته واستول شو او او له (الف) تر (ی) پورې بشپړ شو.

قاموسونه او دایرة المعارف  لیکنه بیلابیلډولونه لری. دا دپوهی یو جلا او پراخ ډګر دی. موږ عمدتاً د مفاهیمو قاموس او د لغاتو قاموس څخه خبرې کولای شو.

قاموسونه بیلابېل ډولونه لري: تشریحی تاریخی ، تشریحی جغرافیایی، بشپړ او لنډ، عمومي او څانګیز، ادبی او دیالیکتیک، فرازیالوژیکی او ترمینالوژیکی( داصطلاحاتو) او نور. موږ په افغانستان کې د پښتو او دری- پارسی ژبی تشریحی او لغوی قاموسونو باندې کار کړی دی، خو مسلکی مشرح دکشنری نه لرو، خدای وکړی د اقتصاد، فارمسی، طب، کانونو او زمکپوهنې، کرنې  او دا ډول نورو مهمو څانګو کی جامع دکشنری ولرو. باید اعتراف وکړوچې  زموږ د ځوان کول د لغاتو دایره او د افادې قوه محدوده اوضعیفه ده. له دیرشو کلونو را دې خوا مو معارف د فساد او بی کفایتۍ په منګولو کې دی، د دولسم ټولګی فارغان هغه وړتیا نه لری، چې تمه یې کیږی. دپوهنتون دوره کی د هر پوهنځی خپل مسلکی اصطلاحات دی، دوی دهغو پوهیدو کې ستونزه لری، طبیب، انجنیر، دکرنې د ترویج مدیر، داحصائیې مدیر، خبریال/ژورنالیست، ... له عوامو او ولسی خلکو سره په پوهاوي را پوهاوی کې ستونزې لري( دې برخه کی د نافع همت یو په زړه پورې طنز شته) خو بیا هم دغو شلو وروستیو کلونو کې یې یوشمر اصطلاحات او په  هغو باندې یې پوهه اوچته شوی، لکه (کمنټ، شر کول، ریپلای، اتچ، سمارټ فون. انلاین....‎) اصطلاحاتو کې ښه وارد شوی دی، خو له دې ور هاخوا په ملی ترمینالوېی کی ستونزې لري( د ولس په ژبه باندی خبرو او لیکنوکې س. شپون بل ساری نه لري).  دکرونا ورځو کې راته ثابته شوه چې ډیر خلک او آن سواد لرونکی، د ډاکتراونو په توصیه او تجویز نشی پوهیدای. زیات شمیر مسلکی کسان، تلویزیونونه او نوره میډیا(رسنۍ)زیاتر لغات سم نه لیکی او یو شمیر یې سم نه تلفظ کوي. هره ورځ ډیرې ساده املایی غلطۍ وینو.  (همدا نن شپه د طلوع، ملی  او نورو تلویزونو لاندی هغه لیکنی چی دخبری سرویس وخت کې په پټاره راځي وګورئ).

که چیرې موږ د اصطلاحاتو تشریحی قاموسونه ولرو، زموږ مسلکی کادرونه، څیړونکي، ژورنالیستان او ویاندان به وتوانیږی چی په هغو ډیرښه پوه او سم یې ولیکی او ولس هم په خپل مطلب وپوهوي.

ددې ډول ستونزو دحل لپاره کلیدی وسیله دکشنرۍ دي. تر دې هم لا زیات دا چې؛  دکشنری د علمی تحقیق په پروسه کی له محقق او څیړونکی سره، چې د خپل کار لپاره لږ وخت لري، خو نااشنا اونوی اصطلاح سره مخامخ کیږی، نو ډکشنری ورسره مرسته کوی چی د ورپېښې  ستونزی او پیچلی ، نامانوسه اصطلاح معنا او داستعمال ځای ډیر اسانه او ژر ومومی. نورې نړۍ او ژوندیو او بډایو ژبو لکه انګلیسی، جرمنی، اسپانوی او روسی ډیرې پراخه  او په لوړ تیراژ کاغذی چاپ او انلاین دکشنری او قاموسونه جوړ او خپاره کړی چی هره ورځ په زرګونو کسان ورڅخه استفاده کوی ،  دبیلګی په توګه د اکسفورډ ډکشنری( Oxford learner’s) ، ( Cambridge Dictionary) ،( Macmillan Dictionary) او ډیرې نورې، په المان کې د جرمنی نامتو او دپرله يسې لړۍ ډکشنری لکه   Duden  او Meyers Brockhaus  دعربی ژبې قاموس البدع، قاموس الکلمات الاساسیه لدراسی اللغة ، الکردیه قاموس، معجم الوسیط ، روسکی انسایکلوپیدیا، په  دری- پارسی کې د عبدالله افغانی نویس قاموس، د شیخ اسعدسوری احصائیو قاموس، پښتني قبیلوی قاموس(۱۹۱۰:کلکته چاپ)، (1932)The Pushtu Idiom، زړه پانګه(د استاد دوست شوینواری)، کتاب افغانی(راحت زاخیلی)، ظفراللغات (طفرکاکاخیل)،دخیرالبیان لغتنامه(دارواښاد لوی استاد رشاد له خوا د خیر البیان د اثر دتعلیق او تحشیې پرمهال ورسره  نښلول شوی -۱۳۵۳)، دلوی استاد عبدالحی حبیبی له خوا د محمد هوتک داثر(پټه خزانه) د توضیح او لرغونو لغاتو د ښودلو په موخه دحواشی لغات نادره(۱۳۵۴) په نوم قاموس، دګڼ شمیر کلاسیکو شاعرانو ددیوانونو لغتنامی، پښتو-روسی  او رسي –پښتو قاموسونه(۱۳۶۴)، پښتو –چینایی قاموس(۲۰۱۷)، دری – روسی قاموس، په ایران کې د حییم  او معین دکشنری، دایرة المعارف بزرګ اسلامی، زموږ افغانی دایرة المعارف اریانا( در دو دور) او نور و ژبو کې.

همدا  اوس هم لله الحمد زموږ پوهانو او ډیرو خوارویکښو ځوانانو دې خواته پاملرنه کړی ده، لکه: قدرمن اوزموږ پیاوړی استاد پوهاند دوکتور مجارواحمد زیارچی په۱۳۷۸ کال یې په۷۹۴مخونو کې پښتو سیندګی په پېښور کې خپور کړ، د بهیچ صیب دکشنری، وحیدالله کلیم چې پښتو-انګلیش انلاین قاموس باندی یی کار کړی،  احمدولی اڅکزی د قاموس اندرویدایب ، ، نصیر سهام په ۱۳۶۱ کال د(اصطلاحات اقتصادی وسیاسی ) په نوم یو کوچنی کتاب چې څو محدودشمیر اصطلاحت یې تشریح کړیه و، خپور کړی و. په ۱۳۸۷ ل. کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د افغانستان د عدلي او قضايي چارو د پروژې په چوکاټ کې، چې د متحده آیالاتو له خوا تمویل کېده په پښتو او دري یو د حقوقي اصطلاحاتو قاموس په یوه مجلد کی چاپ کړ، چې د دري ټوک یې ۲۷۰ مخونه او په پښتو یې ۲۹۷ مخونه لري. ورپسې په ۱۳۸۹ ل.  کال کې یې پښتو ټوک په جلا توګه خپور شو. تر اوسه پورې یو دوه پښتو اختصاصي قاموسونه د خصوصي ناشرانو له خوا چاپ شوي دي. قدرمن انجنیر صیب کلیوال د جیالوژيکي اصطلاحاتو په نوم یوه ډېکشنري په ۱۳۹۱ ل.  کال کې چاپ او خپره  کړی ده. درانه استاد دوکتور محمد عارف غوثی له نن نه تقریباً شپېته کاله وړاندې په ۱۳۴۰ ل.  کال کی یو ټوک داقتصاد قاموس په ۴۳۱مخونو کی تألیف کړی، په دې لړ کې د اقتصاد پوهنځی کی دڅلویښتمې لسیزې په وروستیو کې یوبل قاموس چی هغه تشریحی نه و، د ګستدنر په بڼه محدود شمیرد آلمان د توامیت ټیم له خواچاپ شو ، په۱۳۸۲ل.کال کې دوکتور ماخان شینواری د شمېرپوهنې یوه دکشنری لیکلی وه، چې په په کولن کې د افغانستان فرهنګی ټولنې چاپ کړې ده . وروسته تر هغه په ۱۳۸۹ ل. کال کې د دکتور سمیع نور په هڅه د آلمان د هېواد د (رور- بوخم) پوهنتون په مرسته د DAAD پروګرام په لګښت یواځې د اقتصادي اصطلاحاتو قاموس خپور شو، چی  تشریحي نه دی،  بلکې صرف اقتصادي اصطلاحات په پښتو، دري انګليسي او جرمني ژبه پکې راغلې دي، ښه به وی چی دی ته لغتنامه (Glossary) ووایو، همداسی هم په ۱۳۹۳ل. کال کی په فارسی ژبه د( لغتنامه  اداره عامه) په نوم یوکوچنی اثر د لوړو زده کړو د وزارت د (HEP ) پروژی له امکاناتو په استفادی سره په محدود شمیر خپورشو. دغه اثر ښاغلی عبد الرفیع کابلی ترتیب کړی و، په ۱۳۹۳ل. کال کی ښاغلی سید اصغر هاشمی (د ادبی اصطلاحاتو سیندګی ) په نوم د۲۰۰ مخونو شاوخوا یو اثر لیکلی، چی  دانش خپرندویی ټولنی چاپ کړی دی، دا د ادبیاتو په برخه کی یوسیندګی دی، ښاغلی پوهنیارعبدالله عادل او امانالله ورین  (داقتصاد او تجارت اصطلاحات:۱۳۹۴ل.) په نوم یوکتاب لیکلی دی، محمد اغا ډاډمن د کرنی اصطلاحات په نوم یوه دکشنری لیکلی ده. ددی ټولو سره سره  او له دوی څخه په مننی باید ووایو چی:  بې له شکه مونږ اختصاصي قاموسونو ته، په تېره بیا تشریحي قاموسونو ته نوره هم ډېره اړتیا لرو.

په قاموس کې کوم ټکی په پام کې نیول کیږی؟

·        ډیره غوره ده چې دقاموس /دایرة المعارف لیکوال /لیکوالان دلیکوالي په فن بشپړه احاطه ولري، دغه وړتیا نه یواځې ادبی قاموسونو، هنری نثر او تخلیقی ژانرونو کې ضرورده، بلکې په هر څانګه کی ځانګړی اررزښت لري،

·        پوره مسلکی او افاقی پوهه او معلومات اود قاموس او دایرة المعارف په تیوری باندې پوهیدنه،

·        د تاریخی او جغرافیایی قاموسونو لپاره په تاریخ پوهیدل حتمی دی،

·        لغت د قاموس او دایرة المعارف اساسی واحد دی؛ نو ځکه د قاموس او دایره المعارف لیکوال/لیکوالانو لپاره ، دلغات پرریښه، مصدر، ژوند، اشتقاقونو،په لیکنه او وینا کې یې دنده او مترادفاتو باندې پوهیدل،

·        دمحاورې تکړه توب(فرازیالوژي  phraseology) او دژبپوهنې نورې څانګې

·        په ساینسی- مسلکی قاموسونو کې د علمی لیکنې Scientific/heavy writing په روشونو styles پوهه،

·        په صرف   morphology نحو syntax (او که د نوی تکنالوژي په مرسته ظبط شوی قاموس جوړوی، نو غږپوهنه هم ورته ضروری ده)(غږ پوهنه یو لوی هنر دی، په تیره بیا د ویاند  لپاره)،

·        په ولس کې له خلکو سره نږدې او روزمره اړیکې لرل،

نه ستومانه کیدونکی او پرله پسې کار او خپل مسلک او علمی کار سره مینه لرل

د نننۍ نړۍ د علمی  او څیړنیزو مراکزو یوه ځانګړتیا د هغو د وخت کمښت او د وخت ښه مدیریت کول دي. په تیره بیا ګڼ شمیر څیړنیزو چلند بیلګو کې څیړونکی لهخپلو مسلکی، طبیعی ، تاریخی، جغرافیایی، حقوقی او نورو اصطلاحاتو سره مخامخ کیږی، چې د خپل کار دبهیر د نه درولو او د وخت د نه ضایع کیدو لپاره باید سمدستی دمربوطه اصطلاح په هکله لنډ ارتیکل ترلاسه او د هغې د معلوماتو په ادامه خپل اصلی کارته دوام ورکړی. د نورو هیوادو څیړونکی، نړۍ ګرځیدونکی، ټولنپوهان او نورو ته اړتیا پېښېږي چې د تاریخی سیمو، نامتو څیرو او ځانګړو اصطلاحاتو په هکله پوه شي،  د بیلګې په توګه د تایخ یو څیړونکی د افغانستان د غزنی ولایت د اقتصادی پیداوارو په هکله څیړنه کوی، په دې بهیر کې د (ناور) د طبیعی زیرمو او په تیره دهغی د نادرو ژویو موضوع مخې ته ورځي، خو په دې نه پوهیږی چې ناور د غزنی کومې خواته ده او طبیعی او جغرافیایی ځانګړنې یې کومې دي؟

د دې موضوع د روښانتیا لپاره د افغانستان د ولایاتو  دایرة المعارف یا جغرافیایی قاموس رااړوی د (ن) توری ته ورځي، لکه څرنګه چې دایرة المعارف د الفبې دتورو له مخې لیکل شوی ، نو په همدې پیل کې (ناور) ډیر اسانه پیدا کوی، که ګوری دناور نقشه،اربعه حدود، مساحت ،.... ټول معلوات پکې شته، هغه څه یې چې په کار وی، ورڅخه رااخلی یی او بیرته خپلې اصلی موضوع باندی بوخت شی.  یا په یوه ټلویزیون کې طبیب د دڼیا ګټې بیانوی، خو دتلویزیون اوریدونکی دڼیا نه پیژنی، دایرة المعارف پرانیزی او د (د) توری ته ورځی ، که ګوری د دڼیا ټول مشخصات او آن د بوټی او پانو انځور پکې پیدا کولای سي، دشنه کیدو، ریبلو، ګل، پخیدو او نور ټول معلومات په لږ شیبه کی ورته ترلاسه کیږي.  اوس په نړۍ کې په هره ژبه عمومی او اختصاصی دایرة المعارفونه او ویکیپیدیاوې موجودې دي، چې هره ورځ ورڅخه د بیلابیلو علمی موخو لپاره کار اخیستل کیږی، د اړونده ژبې یوه بډایه زیرمه یې جوړه کړی او د لوستونکو د مسلکی- رشتوی او افاقی معلوماتو د کچې  لوړیدو کې ډیر اغیزمن دی( د دې ډول ویکپیدا، دایره المعارف او قاموس څو بیلګې مو دوهمه برخه کی په تفصیل ذکر کړی دي).

څومره چې موږ ته ثابته شوې ده، لا هم زموږ محصلان د خپلو مونوګرافونو او تیزسونو د بشپړلولپاره عادت ندی چې ویکیپیدیا، قاموس یا دایرة المعارفونو ته مراجعه وکړی، استادان هم په پښتو اودری ژبو د قاموس او دایرة المعارف په موجودیت ډاډمن ندی، نو ځکه د پوهی د ترلاسه کولو یوه اساسی (درسی مرستیال)وسیله راڅخه پاتې ده. د لوړو زده کړو او معارف وزارتونه وايي چی د فعالانه، شاګرد محوری، انلاین او د زده کړې نور نوي میتودنه یی  رواج کړي دي، یا یی د رواجولوپه هڅه کې دي. د دې موخی لپاره د کافی او معتبرو اخځونو شتون لومړنی شرط دی، چی مسلکی اواختصاصی دایره المعارف، دکشنری او ویکپیدیا یې مثالونه دي. له همدې امله دوی د مونوګرافونو، تیزس او آن د کورنیو دندو په بشپړلو او غوره نمرو اخیسیتو کې بریالی نه دی. د دایرة المعارفونو او قاموسنو موجودیت مطالعې سره علاقمندی زیاتوی او د یوې ټولنی  کلتوری غنامندی ثابتوی.

پوهانو او نورې نړۍ لا دمخه ددایرة المعارف او قاموس تیوری ته انکشاف ورکړی . دایره المعارفی لیکنه او قاموس او ډکشنری یو بل سره یوه څه توپیر هم لري چې باید په پام کې وي. لکه څرنګه چی د دې لیکنی لومړۍ او دوهمه برخه کی وویل شول، اوس لله الحمد موږ دواړو برخو کی یو څه اندازه تجربه لرو، خو ترسره شوی کار او موجوده تجربه کافی نده؛ لا زیات کار ته اړتیا ده، په تېره بیا اوس اختصاصی دایرةالمعارفونو او رشتوی- مسلکی قاموسونو ته کلکه اړتیا لرو. که وکولای شو یو کلکشن یې انلاین کړو، نو د هیواد دعلمی مرکزونو لپاره به یوه لویه علمی زیرمه وي. له نورو هیوادو او نورو ژبو سره یونسکو او نورو نړیوالو سازمانو په دې برخه کې  د بشری معنوی پانګی د پیاوړتیا او دبشریت د ګډ فرهنګد غنامندی لپاره پوره مرستې کړی دی او دغه ډول مرستې لا هم دوام لري. دا دولتونو په وړتیا پورې اړه لري، چې څومره دغه ډول مرستې جلبولای شی او څومره یی دعلمی پروژو په بڼه  مصرف او پروژې ورباندې تطبیق کولای.

په افغانستان کې د علومو د اکاډمی د  اریانا دایرة المعارف  ریاست تر اوسه دوه دورې عمومي دایرة المعارف کاغذی چاپ خپور کړی چې تراوسه بشپړ انلاین شوی نه دی، خو هڅه کیږی چې انلاین شی. د دې ډول چارو د ترسره کول لپاره کافی پرسونل او بودجی ته اړتیا ده. کله چې زموږ ټیم د علومو اکاډمی کی د نړۍ مشهورو دایرة المعارفونو ته مراجعه وکړه، هغوی هریوه کی تر یونیم زرکسانو کار کاو، حال دا چې موږ د دایرة المعارف انستیتیوت کی د انستتیتوت د آمر په شمول پنځه تنه لرل چې د اریانا دایرة المعارف د رئیس په شمول شپږتنه کیدلو، د اړتیا له مخې به مو د علومو د اکاډمی له نورو مرکزونو څخه استادان خدمتی را غوښتل. هر استاد به د خپلې څانګې اړوند کار راسره پر مخ بیوه.

تر اوسه اختصاصی دایرة المعارفونه نه لرو، خو دژبې قاموسونه هم د افغان قاموس مرکزله خوا( چې دا هم د علومو د اکاډمی یوه ادره ده) او هم د بیلا بیلو لیکوالو له خوا لیکل شوی دی. بیلابیلو لیکوالو اختصاصی او مسلکی قاموسونه لیکلی، خو افغان قاموس (دری- پښتو، پښتو- دری، انګلیسی- پښتو...) ټول  د ژبې او ادبیاتود مرکز چاپ دي.

(دوام لري)

 

د دایرة المعارف او قاموس د  لیکنې لپاره د ارتیکلونو او اصطلاحاتو د تثبیت کیمټه کار کوی. دوی هغه ارتیکلونه  او اصطلاحات مدخل کوی کوم چیټولې نړې د مدخل کول لپاره منلی دي، له دې سره یو ځای د خپلومشاهیرو پیژندنه، خپل جغرافیا یی محلات، ملی عسکری- ملکی او نور مصطلاحت، تاریخی پېښې او ځایونه چې د دوی خپلملی ارزښتونه او معلومات  دي، په پام کې نیول کیږی.

 

 


بالا
 
بازگشت