عبدالرووف لیوال
له کرونا نه موڅه زده کړل؟
کرونا انسان ته وښوله چې ، دومره پرمختګ سره ،سره لاهم پوهه یې کمه ده--(علم اعلی له الله [ج] سره دی)
په ځیراوبې له تلوارنه دخدای(ج)عبادت کولو ته راګرځیدل+ودونه سپک ،لګښت یې کم (اسلامی اوخوشحاله)
خپلې روغتیا ته پام (روغ پاتې کیدل)او له ګڼې ګوڼې نه پرهیز
پراخ سړکونه ، لاربندیز ورکیدل + ساده ژوند دحرص او حسد نه بیزاری
مطالعې ته رجوع له مجازی نړۍ (فیسبوک او....) نه لرې والی + دغوښنوکسانو ډنګریدل
پاسره کول اولګښت کمول (دقحطی له ډاره) + داوداسه ،نظافت اودلمانځه په حکمت لاپوهیدل.
سپیڅلی چاپیریال ته پام او دککړتیا کمښت + دجګړې نه ، سوله ایزژونداوخبروته پام راګرځول
آن لاین اړیکې ، دفترونوته لږ تګ + په دفترونوکې دګڼې ګوڼې نه جوړول اودسینګار کمول
آن لاین درملنه، روغتون ته لږ تلل + فردی اولرغونوکسبونوته بیا مخ اړول(دکاشی انځورګری)
دانسان په واسطه دچاپیریال غصب او دهغه له شرنه دنورو ژوو خلاصیدل ( هغوی هم بې له ویرې ژوند ته اړتیالری)
په دفترونو کې دغوړه مالیو او درواغو کمیدل + دحجاب رعایتول
په موټرباندې دټیم ورکولو له وجهې د ډوړو کمیدل ، اوبایسکل ته اړ کیدل (اخ چې څومره ښه کار شو)
دويډیو کنفرانسونو ډیریدل + دبې مفهومه جلسو او د........ له چیغو خلاصیدل
اوپه پای کې وپوهیدو چې موږ لا په سمه توګه ټولنیز ژوند اویوبل سره دمینې چل نه دی زده کړی
عبدالرووف لیوال