محمد انور ولید

 

د سولې ډرامې اومکناټن ډوله پلمې

محمدانور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۱۹مه

 [ وایې چې یووخت چېرې په کوم کلي کې یوه بې سرپرسته تورسرې اوپه صورت اوسیرت دواړوښکلې کونډه وه ، یتیمان یې واړه اوداسې دستیاریې نه درلود چې له کوره د باندې ولاړشي اود کونډې کورني احتیاجات پوره کړي . له همدې امله یوه ورځ د باندې خپلوڅارویوته د شنوواښو راوړلوپسې دباندې وتلې وه ، په خپلوجواروکې یې واښه کول چې ناڅاپه د شا له خوا څونا پېژاندي بد خصلته ځوانان ورپسې ورغلي اود هغې بېچاره کونډې عزت اوآبرویې د خپلې مستې هوا هوس اوخوا سړولوقرباني کړي وه .

 د کلي خلک د پېښې په ټوله کیسه خبرشوي وه اود کونډې خپلوانود کسات اوبدلې تابیا نیول پیل کړي وو، خوبد فعله ځوانان اود هغوی خواوشا انډیوالان د شاوخوا کلیوحرفوي خلکوته په نانواتې ورغلي وو اود روغې جوړې یې ترې غوښتي وو، هغوی پخوا هم په درېیم ځای (څوکليو) کې څوڅوځلې سره جرګه شويوو، خبرې ډېرې ورباندې شوې وې ، خوسریې یوؤ ، مدعي اومدعي علیه به هم خواوشا شیطانانولمسول ، خوآخرچې ډېر رسوا شول نوخپله وروستۍ فیصله یې په داسې جملوکې سره را ټوله کړه چې : (دغه مغویه کونډه دومره حیا ناکه وه چې کله دغوځوانانو ورسره دا فعل اجراء کاوه ، دې خپلې سترګې پټې نیولې وې .) ]

ځکه چې نورخوددغوکلیود حرفوي مصلحینوپه خپل عُرفي قاموس کې د حدودوشرعي سزا اوجزا ځای نه درلود اونه خودوی خپله کوم اجرائیي صلاحیت درلود ، دوی یوازې د خپلې کړې فیصلې مزد ( رشوت اوباج ) ترې اخیستی ؤنودوی باید د ښکېلواړخونوترمنځ د سړواوبوتویولوپه پلمه د سولې همدغه ډول پرېکړه کړې وای .

 د افغانستان جګړه ییزې لمبې ، د سولې ډرامې د جګړې د هرباب په پای کې مکناټن ډوله پلمې د همدغه ډول مصلحینوپه درواغجنوسوله ییزواکټونوسره خپلې غیر حقیقي تمثیلي  صحنې وړاندې کوي ځکه خود افغانستان د برخلیک ټاکلوله پاره د جګړې اوسولې دواړه تعریفونه په کې مجهول اوورک دي .  

په افغانستان کې له تېرو(۴۰) کالورا په ایسته د زبرځواکونوپرضد ، خپلمنځي اوڅرګندې پردۍ بې تعریفه جګړې روانې دي چې خوراک یې د افغانستان ټول وروڼه قومونه ، ځمکنۍ زېرمې ، خاوره اوتلپاتې سوله شول خوآسان د نوروپه کې چاغ شول ا وترنن ورځې یې ددعواګیرومیراث خوروترمنځ داصلي وارثینواصل اونسل هم ورک دئ ، ځکه چې تراوس پورې دا هېواد خپلواک ملي صاحب اوڅښتن نه لري .              

د آسیا په وچه کې دغه ښکلی تاریخ جوړوونکی څلورلاری شتمن هېواد چې دننه زموږخپل هېواد وال د خپلوسرشارو سیندونواو پټو زېرموپه موجودیت کې له لوږې اوتندې په کې مړه شول اود باندې یې د سیمې اوټولې نړۍ د بې شمېره لېونیانو زړونه ځانته را کښلي اوټوله سیمه اونړۍ یې ورسره نا آرامه کړې ده .

خودا مهال فغانان په خپلوعبادتخانو، مذهبي ځایونو، څلورلارو، عامه سړکونو اوخپلوکورونوکې هم خوندي نه دي اونه هم په دفترونو، روغتونونو، هوټلونو، کوڅه اوبازارکې ، ځکه د سر، مال ، ناموس اوسولې تضمین یې نه شته اوپه افغانستان کې ټولوښکېلوغاړوته فرصت په لاس ورغلی چې یا باید په افغانستان کې ښه غوښنه ونډه اوامتیازات ولري اویا افغانستان نورهم وران ویجاړکړي . ځکه دا هرسیاسي اوپوځي خوځښت اوبوختیاوې چې زموږ په هېواد کې روان دي یو یې هم له پخلاینې ، سرتاسري ډاډمن امیت ، اوخود جوشه ملي نظام جوړونې سره سرنه خوري ، ځکه چې په اشغال شوي افغانستان کې پردۍ جګړه اوسوله څواړخیزکورني ، سیمه ئیزاونړیوال ابعاد اواړخونه لري .

د بېلګې په توګه :

 اول :ـــ کورني اړخونه :

په دې اړخونوکې ټولې هغه واک ته تږي خواوې شاملې دي چې له دین ، مذهب ، معروف درانه کلتور، اوټولوملي منافعواوارزښتونوڅخه ورته یوازې خپلې ګټې مهمې اوارزښتناکې دي ، دوی هڅه کوي چې واک ته درسېدو په موخه ( یا ارګ ـ یا مرګ ). د کانونواو مخدرو توکو سترغله ، اود انساني قاچاق قاچاقچیان اوسیمه ییزواونړیوال مافیایي بانډونه شامل دي .

چې دوی ټول پرله پسې یوله بل څخه بد تردومره بد تراوپه ملي جرمونوکې ښکېل دي چې حتا په دا تېرو(۴۰ ) کالوکې د ستروملي خائنانونوملړهم له دې امله نه شي خپرولی چې ګواکي هغه نوربه ددوی ترنوروبد ترجنایتونه ، خیانتونه اوغلاګانې اوپه پردیوهېوادوکې ددوی بانکي حسابونه افشا کړي ، ځکه خودغه معتادې څېرې کله ځانځانته اوکله هم په ډله ییزه اود اپوزیسیون په توګه له هرې ناروا له زر، زوراوتزویرنه ډکولاروواک ته د رسېدوهڅې کوي .

دوی هریوپه سیاسي ، يوځي اواقتصادي لاروپیدا کېدوپسې لېواله دي اوله هېڅ ډول ناروا معاملې څخه مخ نه اړوي ترڅوملت د لسګونوکلونوله پاره نورهم د فقر، بېوزلۍ ، بېوسۍ اونامعلوم برخلیک په خوب بیده اویرغمل وساتي . له همدې امله په بهرنیوهېوادوکې د پردیواستخباراتواوسفارتونوپه ملاتړغیررسمې غونډې کوي اوهریوځان ددې خاورې اصلي وارث اوارګ ته د ننوتواصلي مستحق ګڼي .

هو! په تېرو(۱۹) کالوکې د قبرس ، روم ، بُن ، روسیې ، چین ، پاکستان ، هند ، اندونیزیا ، ، فرانسې ، نورواروپايي هېوادو، ترکیې، اوایران کې غونډې د همدې له پاره وې چې افغانانود ځنګل له پاچاهانوخپله سوله غوښتې اوسیاسي سیستم یې د شرمښ د انصاف پربنسټ په مشروط ډول ورته جوړکړی چې له مخې یې لاهم په دې هېواد کې وینه نه ده درېدلې اود سولې پرځای ورځ تربلې خپلمنځي جګړې اودښمنۍ ډېرېږي .        

خودغه ډول د واک د خماروپه نشه مست کورني اړخونه اوس پردې باندې پوه دي چې له معروفو، قانوني اوروا لاروڅخه واک ته نه شي رسېدلی ، دوی هریوخپل ځانونه مکلف ګڼي چې په افغانستان کې باید تلپاتې سوله منځته را نه شي ، ځکه که واقعي افغان شموله سوله منخ ته راغله نوبیا خوله یوې خوا شونې ده چې په افغانستان کې یوواقعي خود جوشه افغان شموله نظام منځته راشي ، بیا به له ملي جنایتکارانوسره حساب کتاب وکړي اودوی به د خپلوتېرواعمالو په سزا ورسوي ، اوله بلې خوا به هېڅ کله هم دوی په افغانستان کې د واک ګدۍ ترلاسه نه کړي اوپه نړۍ کې به یې د پټېدواوفنا اخیستلوځای ورک شي .    

دوهم : ــ‎ سیمه ئیزاړخونه :

په دې اړخ کې د افغانستان ځینې نږدې اولیرې ګاونډیان لتاړدي ، ځکه چا د افغانستان اوبو، طبیعي زېرمو، مفت اوپرته له ټکس اومحصول ورکولوڅخه د افغان خاورې استعمالولوته سترګې پټې کړې اوغواړي چې دا هېواد د څواتومي ژرندوترمنځ همداسې غریب ، بېوزله ، پرته له خپل کورني تولید اوصادراتوڅخه د یوه مصرفي مارکېټ په توګه د یوه بېوسه ، بې برنامې اوبې پلانه سیاسي مدیریت په چوکاټ کې همداسې نیم ژواندی یرغمل وساتي .

د دوی هڅه تل داده چې له زبرځواکونوسره په تفاهم د جنګي پروژوپلانونه زموږ په خاوره کې عملي کړي ، ځکه تاریخ دا ثابته کړې چې پردۍ نیابتي جګړې له هروڅولسیزووروسته په افغانستان کې د افغانستان د ګاونډیانود ځمکني اوهوایي حریم په واک کې د ورکولوپه ملاتړپیل شوې اودا هېواد یې د کورني اوبهرني غوبل جوړولوله پاره د خپلوسیاسي ، پوځي ، اقتصادي ، کلتوري اونورو موخوله پاره استعمال کړی چې موږ یې د چنګېز، ګرګین ، بریتانوي توراستعمار، پخواني سره شوروي اتحاد ، اوناټوټلوالې ښکاره بېلګې په ګوته کولی شو.

همدغه نږدې اولیرې ګاونډیان دي چې زبرځواکونوهروخت په افغانستان کې ناتارجوړکړی ، په مختلفونومونویې په ځلونوملي نظامونه ړنګ کړي اوپرځای یې د خپلې خوښې داسې نظانمونه منځ ته په کې راوړي چې یوازې خپلې اودافغانستان د معامله ګرو، کینه کښواومغرضوګاونډویانوګټې یې په کې خوندي کړې ، هغویې تمویل کړي خود سراومال ملي تاوانونه یې افغان لسونوته پرې اړولي دي .

له همدې امله چېرته چې د شاه زمان یا سید جمال الدین ، وزیرمحمد اکبرخان اویا داؤد خان په څېرد خپلواکی ملي خوځښت را ټوکېدلی ، هغه یې په نطفه کې ورباندې ټکولی اوپرځای یې د شاه زاده کامران ، شاه زاده همایون ، شاه شجاع ، امیرشېرعلي خان ، چپیانواونورو په څېرڅېرې پرې را پورته کړې دي خوخپل ځانته یې د نیواک اوښکېلاک زمینې پرې برابرې کړې دي اوزموږهېواد اوټولې ملې شتمنۍ یې د سلګونوکلونوپه اوږدوکې د پردیوپه واک کې ورکړی دي ، هغوی هېڅکله هم په افغانستان کې تلپاتې سوله اوسم سمکی ځکه نه غواړي چې هغوی خپلې ټولې ګټې د افغانستان په نا آرامیوکې لټوي .

درېیم : ـــ نړیوال اړخونه :

په دې اړخونوکې ټول هغه زبرځواکونه ښکېل دي چې هغوی افغانستان ته  تل ددې هېواد سترتیژیکي ، جیوپولیتیکي ، جیوجغرافیکي ، ځمکنیوزېرمو، اقتصادي اوتجارتي ګتواوکلتوری پُل ترلاسه کولوته سترګې پټې کړې دي .

له همدې امله نړیوالوتل د افغانستان په اطرافوکې ددې هېواد متضادواړخونوته وده ورکړې ، له هغوی سره یې د افغانستان د خاورې ، د افغانستان د نظام اوافغانانوپرضد پټې معاملې کړې اود هغوی پرمټ یې د ځپېښاک خپل پوځي اواستخباراتي ماشینونه افغانستان ته د خپل فعالیت له پاره ورد ننه کړي اودا هېواد یې پرې اشغال کړی دئ.

نړیوال اوزموږځینې ګاونډیان دومره بېرحمه ، سخت زړي اومکاردي چې د خپلوګټوله پاره یې هېڅکله هم پرافغان خاوره ، افغان نظام او افغانانوباندې زړونه ونه سوځېدل اوپه ډېره بېرحمۍ یې افغانستان اوپه افغانستان کې ټول مافیها تردې مهاله د خپلوشومواهدافوقرباني کړل .

پایله :

ترهغوچې په افغانستان کې داسې پردۍ جګړې ، د افغانانوخپلمنځي اختلافات ، د ګاونډیانوناروا معاملې اوپرله پسې لاسوهنې اود نړیوالوپوځي اواقتصادي متقابلې بوختیاوې موجودې وي ، ترهغو پورې به حقیقت مړاوافغان سوله به د بې انصافیو په دارباندې همداسې ځړېدلې پاتې وي ځکه چې د ګاونډیانواونړیوالوپه افغان سوله کې ، خودافغانانوپه پردیوجګړوکې تاوان دئ .

کله چې په افغانستان کې دغه پردۍ جګړه د پردیوګټوترلاسه کېدواوافغان سولې د له منځه وړوله پاره پیل شوې ، له کبله به یې زموږ په هېواد کې خپلمنځي اختلافات هم ترهغو پورې موجود وي چې ترڅو پورې افغان شموله تلپاتې ریښتینې سوله چې اصلي وارثین یې هم اصیل افغانان دي په افغانستان کې نه وي راغلې .          

ښه نوتاسودې ته فکروکړۍ چې ، د زبرځواکونواود هغوی د اقماروسیاسي ، اقتصادي اوپوځي نا انډوله حالاتوته په کتو، ترافغانستان پورې ټوله سیمه اونړۍ د اوښتون په داسې نا پېژاندوشدیدوڅپوکې ډوبه ده چې پخوا چېرې هم داسې څپې نه لیدل شوي اونه هم آزمویل شوې دي . داسې ښکاري چې ډېرژربه لکه د پخوا په څېرنړۍ یوځل بیا دوه قطبي شي. په دې معنا چې روسیه، چین، ایران، سوریه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان اوقرغېزستان..... به یواړخ ، اوامریکا، ڼاټواوملګری ملتونه به بل اړخ ته ځانونه سمبال کړي.

که امریکا د خپلې پوځي تکنالوجۍ او زوروراقتصادي غرور، او روسیه د سرزورې مقاومت ښکرسره ټمبه اومات نه کړی ، ترهغو پورې د افغانانو راتلونکې هم ورسره تیاره ښکاري . ځکه د روس اوامریکې ترمنځ د تقابل محراق نن ورځ افغانستان دئ . د جګړې ډيزاینونه ، زوراوشدت ورځ تربلې په افغانستان کې زیاتېږي چې ورته والی یې درېیم نړیوال جنګ ته پاتې کېږي . دا ځل به په افغانستان اوسیمه کې جګړې ترپخوا ډیرې شدیدې، ګړندۍ اومرګونې وي.

ځکه پرمختللوهیوادونوډیری پرمختللې جنګي وسلې اووسیلې جوړې کړي چې باید ویې ازمایي ترڅوله یوې خوا ددوی د وسلوپلورلومشتریان ډېرشي اوخپلې وسلې ورباندې وپلوري اوله بل پلوه د خپلوپوځي وړتیاووګراف ورباندې لوړکړي . خواړینه نه ده چې هیڅ لورې دی هم د مخ پروده یا لوېدلیوهیوادونود وګړو په وژنه باندې ټنډه تروه کړي.

خود افغانستان په څېرواړه اوکمزوري هیوادونه به د نړیوالواستخباراتي پیریانو په دې جګړه کې لکه د توپ د مرمیوپه څېروکارول شي. 

که څه هم افغانستان د منځني ختیځ په څیرله تیلوډک هېواد نه دی ، خود نوروځمکنیوزېرموله پلوه د بېلیونواوترېلیونوډالروپه ارزښت داسې ارزښتناکې زېرمې لري چې پرون د ټولې وارسا ټلوالې جیولوجستان په کې ستړي وواود هند سمندرګي تودواوبوته درسېدوپه پلمه یې د پوځوي یرغل بهانه ورته جوړه کړه ، خونن بیا د ناټوټلوالې په سلګونوجیولوجستان په کې سرګردانه دي ،  لیکن بیا به هم خدای مه کړه افغانستان ددې نوي ناورین قرباني وي.

که څه هم بعضې شناندي په دې متزلزل دورکې د افغان دولت له پاره دغوره سیاست لوبولو تجویزونه کوي، خو زه خپله نه پوهیږم چې په داسې بحراني حالت کې به د افغانستان له پاره غوره سیاست څنګه تعریف اوتمثیل شي؟ ځکه چې سرچارواکې همدا اوس په سنتي افغانستان کې درېیو ستروملي تېروتنو(حساسیت پاروونکومصلحتونو، په آزمویل شویوګوندونوپورې د خپل ملي دریځ د ورتړلواوټاکنیزوپروګرامونو) ملي محورته ډېرسخت زیان وراړولی دی چې که جبیره نه شي خدای مه کړه د افغان شموله ملي سولې ګیلم به ترډېره ورسره ټول اوافغانستان به یوځل بیا د (۱۳۵۷) لمریزکال په څېرورسره دوه قطبي ، بېګناه افغانان به په کې مړه ، افغانستان به نورهم په کنډواله بدل شي اودګاونډیانواونړیوالوستروږې پوځي ، استخباراتي ، سیاسي ، اقتصادي او مافیایي غواګانې به ښې په کې وپړسېږي .د جګړوله شره د خوندي افغانستان اوتلپاتې افغان شموله ملي سولې په هیله. (وماعلینا الاالبلاغ)

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت