محمد انور ولید

 

له پخواني شوروي اتحاد څخه پاتې وسلې اومهمات څه ډول تبا ه اوبرباد شول ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریز کال ـ د سلواغې ۲۸ مه

ستاسې پا م په لاندې توګه همدې مطلب ته را اړوم :

د شوروي د ماتې خوړلو پوځیانو تروتلو وروسته چې کومې وسلې افغان دولت ته په میراث ور پاتې شوې او یا مجاهدینو نیولې وې ، په ټولیزه توګه لومړی د افغان مجاهدینو حکومت له پاکستاني چارواکو سره د یوې پټې د مخه شوې معاملې په ترڅ کې پاکستان ته وسپارلې ، ځکه د واک ورسپارلو په بدل کې یې هغه د ملي خیانت ژمنه ورسره کړې وه .  

پاتې نورې وسلې په پکتیا کې ستر وسله فروش جلال الدین حقاني لومړی اره ، کباړاو بیا یې سېر په ( ۵ ) کلدارې پر پاکستان باندې وپلورلې چې په هغوکې کوچیان هم ورسره شامل وو ، په مشرقي زون کې مجاهد صیب ، حضرت علي صیب ، حاجې قدیرصیب او نوروذي دخلو قوماندانانولومړی په لاس ورغلې د قول اردو وسلې کباړاو بیا یې وپلورلې ، په جنوب غرب زون کې د پیر صیب ، او د جمعیت قوماندانانو و پلورلې ، ورپسې نورې وسلې پاکستان د طالبانو په لاس ټولې او پاکستان ته یې ورانتقال کړې او د افغانستان په وسلو سمبال (۲۰۰۰۰۰۰۰) ملت یې په همدې توګه بې وسلې او بېواکه کړ.

زه خپله د ( ۶۰ ) عرادي زرهدارو هغو پر مختللو کاغذ پېچ دور بُردو روسي کمپیو ټري ټانکونو شاهد یم او په خپلو سترګو مې ولیدل چې له شینډنډ څخه یې را وستي وو او ټک هم نه ؤ ور باندې شوی ، نوي جدید وو ، د شپې به له نهو بجو وروسته طالبانو ګرز بندیز ولګاوه ، ترسهارپورې  به پرګرځېدو را ګرځېدو بندیز ؤ ، خو کله یې چې هغه ټانکونه د وسلو جوړولو له لوی ورکشاپ سره ودرول ، زما هلته له یوه ملګري سره تصادفي شپه شوه ، هغه دوسلو جوړولو مېخانیکي پخوانی افسر ؤ ، هغه را ته وویل چې راشه تماشه وګوره ، دا ټانکونه له شینډنډ څخه راوړل شوي او اوس یې پاکستاني پوځان ( مقامات) پاکستان ته پرکوژک کنډو باندې اړوي ، همغسې وشول .

همداسې یې د حزب اسلامي د توبې ستره د وسلو ديپو پوره په یوه کال کې پاکستان ته یووړه .د مجاهدینو نورې دوسلو اومهماتوهغه ډيپو ګانې یې هم ټولې یو وړې چې فرضي کرښې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې واقع وې ، چې اوس  پرهمغو وسلو اومهماتو له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې جنګېږي .

خو په شمال کې بیا هغه وسلې اومهمات ټول د جنرال مؤمن ، حنرال بابه جان ، جمعه اڅک ، جنرال مالک ، جنرال دوستم اونورو جنرالانو په لاس پرخپلو خلکو ووېشل شوي او ترا وسه ورسره پاتې دي او حکومت ته یې نه دي سپارلې ، چې همغه کسان کله د حکومت د مخالفینو اوکله هم د وسله والو طالبانو په څېره کې پرحکومتي ځواکونو باندې په فاریا ب ، سرپل ، بلخ ، کندز، تخار ، بدخشان ، بغلان ،فراه ، هرات ، بادغیس او نورو سیمو کې حملې کوي ، خو ترشایې د شمال ټول بېلتون پا ل خپلسري زورواکي ولاړدي . په دې وروستیو کې خو بسم الله خان محمدي چې کله د دفاع او کورنیو چارو وزیر ؤ ، د حکومت نورې وسلې یې هم د شمالي ټلوالې خلکو ته ور ووېشلې .  

اوسنۍ ، اود پخواني شوروي اتحاد پاتې وسلي اومهمات همدغه ډول ټول تباه او برباد شول ، ځکه پاتې نورې وسلې امریکایانود ډي ډي آر په پلمه ټولې اوله کاره وغورځولې  .ملت یې ټول خلع سلاح اوخلع صلاحیت کړاو بیا یې پرکانونوکیندلواونوروغلاګانوباندې پیل وکړ. روسانوهغه مهال پرافغانستان باندې پرته له کومې مشروع پلمې د افغانستان پرهوایي او ځمکني حریم باندې بربنډ پوځي تېری وکړاوڅه کم لس کاله یې د افغانستان په ځمکنیو زېرموکې خپلې پوځي تکنالوجيکي ځیره خورې پادې وپېولې .

ډېرې افغان ملي شتمنۍ یې له افغانستان څخه ېووړې ، خو کله چې له شر مېدلې ماتې سره مخ شول ، شوروي پلوه خلکو په شوروي کې د خپلو بچیانو جنازې ولیدلې او د خپل زبرځواک دولت په درواغو باندې پوه شول ، د سخاروف په څېربشردوسته په سلګونو او زرګونو روسان ورته پورته شول او پرمظلوم افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد پوځي ښکېلاکګر یرغل یې په ځلونو وغانده ، په سلګونواوزرګونوروسي ښځو خپل اولادونه اوخاوندان له خپل دولت څخه غوښتل ، خوهغوی د ورکو او وژل شوو روسانو په اړه دا پلمې ورته کولې چې ګواکي هغوی له اشرارو ( مجاهدینو) سره بندیان دي .

ماته ښه په یاد دي چې ( ۳۰۰) روسي مېرمنې پيښور ته راغلې او د مجاهدینو له مشرانو یې د خپلو بچیانو د ورخوشې کولوغوښتنه وکړه ، خوهغوی په استعماري او د نیواک په جګړوکې وژل شوي وو .

د مجاهدینو مشرانو په زرګونو د روسي جګړو هغه قربانیان افغانان چې په جګړوکې یې خپلې سترګې ، خپلې پښې ، خپل لاسونه او د بدن نورغړي له لاسه ورکړي وو په لسګونو لاریو کې بار ورته راوړل او د یوه رسم ګذشت ( پرلېټ ) په څېر یې د روسي مېرمنو ترمخ داسې ورته تېرکړل چې هر یوه معیوب خپل معیوب غړي ورته ښورول او ورته ویل یې چې دغو ، اودوی ته ورته نورو په مېلیونو افغانانو دتاسو د مشرانو د نیواکګرو او ښکېلاکګروځواکونو په بې هد فه جګړو کې د خپل شرین بدن غړي په ناحقه له لاسه ورکړي چې اوس خپلو کورینو ته اړاود خپل ژوند په هره برخه کې په اوږو ورباردي .  ځکه دغه افغان معیوبین خو ماسکو ، کیف او باکو یا لېنېنګراد ته نه وو ورغلي ، بلکې دا ټول یې په افغانستان کې معیوب کړي او وژلي دي .

روسي مېرمنو چې د جګړې د قربانیانو هغه زار حالت په خپلو سترګو ولید په ژړا شوې او ټولو ژړل ، موږ هم سم ور سره وژړل . ځکه چې ددوی د ناوړه مشرانو د غلطو فیصلو او تصمیمونو له امله په دغه ډول بې هد فه پردیو جګړوکې هم هغوی خپل اولادونه له لاسه ورکړي وو اوهم یې زموږ د مظلومو خلکومالي اوځاني سترې قربانۍ په خپلو سترګو ور وليدلې چې په نړۍ کې یې ساری ډېرکم ترسترګو کېږي اوهره ګړۍ د افغانستان مسلمان ؤلس ورڅخه ځّورېږي .

همدا وجه وه چې روسي مېرمنو خپل ځانونه وجدا ناً پړه وبلل او د مجاهدینو مشرانو (۳۰۰) پوړني او (۳۰۰) جاینمازونه هرې یوې ته په دې معنا په سرونو ور واچول چې افغانان مسلمانان او با حجابه او با عزته خلک دي ، خپل اسلام ، خپله خاوره او خپل عزت ترځان نه هم ورته ګران دئ . ځان وژني ، خو خپله خاوره ، خپل اسلام ، او خپل عزت چاته د پردیو ملنډو له پاره نه پرېږدي . نه الجاد او بېدیني منلی شي ، او نه هم سوخوز ، کلخوز او د ځیرې خوړلو ژوند .

کله چې هغه روسي مېرمنې بېرته روسیې ته ولاړې ، نوپه روسیه کې د اختلافاتو او نیوکوداسې انقلاب برپاشوچې روسي چارواکو یې پرته له دې چې خپل عسکرله افغانستان څخه را وباسي بل ځواب نه درلود .

د پخواني شوروي اتحاد وروستي واکمن ګورباچوف سمه او پرځای پرېګړه کړې وه .چې ویلي یې وو: (( افغانستان ته د شوروي پوځیانولېږل د پخونیوچارواکو یوه لویه تېروتنه وه او باید له افغانستان څخه د شوروي پوځیان را وایستل شي . ))  ځکه هغوی بله لارنه لرله او نور هم په افغانستان کې ژوبلېدل .

تاسو خپله دېته پام وکړۍ چې په پردي هېواد کې یوداسې جنګې ماشین چې د هغې خوراک او مصارف پو ځي مهمات ، پیسې اوخپل پوځي پرسونل وي ، او د ماشین تېل یې خپلې او پردۍ وینې او اوښکې وي ، او بیه یې په کال کې میلیاردونواو بېلیونوډالرو ته ورسېږي ، نوهغه مهال به  د روسي امپراتورۍ څه حال ؤ ؟

همداسې اوسني هم درواخله ، ځکه چې افغانان حُر، آزاد او خپلواک خلک دي او تل به خپلواک وي  ، استعماري ، ښکېلاکګرو او نیواکګرو ځواکونو هم پخوا تېروتنې کړې وې هم یې اوس کوي او هم به وروسته له دې تېروتنې وکړي ، افغانان به ووژني ، ژوبل به یې کړي ، د زندان تورو سلولونو ته به یې ننباسي ، ژوندي به یې د ګلېډرو په زور په ځمکه کې ښخ کړي ، په هجرتونو به یې مجبورکړي ، له واکه به یې لیرې کړي . فرهنګ به یې ور چټل کړي . قومي ، ژبني ، سمتي ، مذهبي او توکمي د نفاق تخمونه به په کې وکري ، خو اېل کولی یې نه شي اوخپله آزادي لکه د پخوا په څېرآخرپه زورله اسغالګرو څخه اخلي . ( محمد انور ولید )

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت