محمد انور ولید

 

افغان سوله،اودلویې اومشورتي جرګوحقوقي اوتخنیکي اړخونه

(محمد انورولید):(۱۳۹۷)لمریزکال ـ د سلواغې ۲۷مه

لومړی : ـــ د سولې تعریف:

سوله دتاوتریخوالي اوجګړې وروستۍ پایله ده چې د ښکېلوغاړوترمنځ خپله ، اویا د درېیم ګړوپه واسطه د لنډ مهال ، منځمهال اویاهم اوږد مهال له پاره داسې صورت مومي چې دواړه خواوې به یود بل پړې اوملامتې پرځان مني ، خود سولې له پاره به دواړه خواوې یوڅه ترلاسه کوي اویوڅه به له لاسه په کې ورکوي .

دوهم : ـــ د سولې حقوقي اړخ :

د سولې له پاره ترټولو ړومبی دواړوخواووته لازمه ده چې په خپلوکې خپلمنځي جرګې اومرکې سره وکړي ، خودغه جرګې اومرکې له اهل حِل اواهل الرای ( اهل خِبره ) داسې کسانوڅخه جوړېږي چې په هغوکې د ډېرولوېدلیواولیرې پرتوسیمود مظلومواو بېوزلو، کونډو، یتیمانو، بېمارانو، فقیرو، نادارواومحروموطبقود خلکوهغه استازي په کې ګډون ولري چې په خپلوخلکوکې ترټولو ریښتیني ، صادق ، په خبره اوسیاست پوه اوامین خلک وي اوپرخپلومؤکلینوباندې ترهرډول شرائطولاندې هېڅ ډول ناروا معامله ونه کړي ، ځکه په عامه کچه د ټول ملت راغونډول اوله هغوڅخه مطلوبه نتیجه ترلاسه کول ناشونی کاروي .همدغه د سولې حقوقي اړخ دئ .

درېیم : ـــ د سولې قانوني اړخ :

کله چې داسې کسان تریوه محوري حقوقي چترلاندې سره را ټول شي ، په ګروپي شکل د ستونزوټوله آجنډا د یوه ملي میکانېزم په چوکاټ کې د ګروپي پروژوپه سیستم کې سره تقسیم ، اوهرګروپ ماده وارخپلې ستونزې ، کورني ، سیمه ئیزاونړیوال ابعاد اودهغوټولوپایلې سره وارزوي ، ګټې اوتاوانونه یې سره بېل کړي ، بیا دټولواړوندوګروپواړوند پروژه یي پلانونه سره توحید اوداسې ملي ګډه پرېکړه ترې را وباسي چې په هغه پرېکړه کې د ټولواتباعوحقوق په پام کې په کې نیول شوي اوټولوته د منلووړوي ، ځکه د لویې جرګې له پاره د مؤکلینوله خوا ټول ټاکل شوي استازي د ملت خپل قانوني حق دی چې هېڅوک په کې د حقانیت اوقانونیت پر بنیاد تصرف اودخالت نه شي کولی .

همدغه ډول سنتي یا دودیزه جرګه د خپل ملت په استازیتوب پرېکړه کوي اود خپل ملت برخلیک ټاکي ، چې هغه بیا ټولوته دمنلووړاو هېڅوک له داسې ملي پرېکړې څخه سرغړونه نه شي کولی . ځکه لویه سنتي یا دودیزه جرګه د خپلوټولوتصویب شويومتعادلومواداتوحقوقي اواجرائیي دواړه صلاحیتونه لري ، ځکه چې د راتلونکواداري ، تقنیني اوقضآئیي سیستمونوپه منځته راتلوسره پرته له لاسوهنواومسخ کېدوڅخه د تعمیل جوګه کېدای شي ، چې په هغه کې د الهي متن ( قرآن ) نبوي شرحې ( احادیثو ) اود جمهوروفقهي عُلماءوود قیاس اواجماع په رڼا کې داساسي قانون تسوید شوي ټول موادات د ملت د خپلواکې ارادي مظهراوښکارندوی وي .

څلورم : ـــ د سولې تخنیکي اړخونه :

د تلپاتې سولې راوستوله پاره باید اهل خِبره ، علماء ، سیاسیون ، باتجربه سپین روبي چې خپلې ستونزې ته ورته  بېلګې اود هغوی حللارې ورمعلومې وي ، داسې خلک چې د ورپېښې ستونزې طرف نه وي پېژندل شوي ، په خورا له پند ، موعظې اوحکمت څخه د ډ کې ، نرمې اوپستې ژبې فصاحت ، بلاغت ، پرېکنده صلاحیت اوکنټرول ولري ، د خبرې مخرج اوځای د ماهر بناء په ځېر  وپېژني . ځکه داسې خلک د انساني تعمیر د تلپاتې سولې اصلي معماران دي ، هغه متل دی چې وایي :

( کنځ هرڅوک وایي ، خوخوله دغلام فاروق غواړي ) .           

ولې ددې پرخلاف که چېرته د سولې له پاره د لویې جرګې په بدل کې مشورتي جرګه را غوښتل کېږي په هغه صورت کې بیا سوله په لنډ وخت کې ځوانیمرګه شي اود دائمي سولې راوستوله پاره د سولې حقوقي اوقانوني دواړه اړخونه صد مه ویني اوله منځه ځي ، ځکه په مشورتي جرګه کې له مصنوعي اود مخه مهند سي شویواستازوټولې پرېکړې د ملت د ارادي خلاف اویووازې د پریواوخپلو شخصي ګټواستازیتوب کوي اوبس ، چې پایلې به یې په لاندې ډول وي :    

لومړی ، د مؤکلینوروا اومشروع غوښتنې له پامه غورځول کېږي اود هغوی سپېڅلې ارادي ته په سپکه سترګه کتل کېږي ، سوله په سِّري توګه د مؤکلینوله ارادي اوغوښتنې پرته مصنوعي شکل ځانته اختیاروي ، ځکه د اصلي استازو پرځای د زدوبندونواومعاملوماهرین معرفي کېږي چې همغه کسان بیا د سولې اصلي ماهیت اومشروعیت په لوی لاس له منځه وړي .    

دوهم ، د ریښتینې سولې بعینه مصداق اوتعریف په کې مدغم کېږي اوسوله د زر، زوراوتزویربڼه خپلوي اود سولې پروسه لکه د جمعې مړی یوه اوبل تاریخ ، اویوه اوبل لاس ته سپارل کېږي .

درېیم ، سوله خپل مشروعیت په کې له لاسه ورکوي اود ذي د خلواړخونورول ، د هغوی نامشروع غوښتنې اوونډې په کې کلیدي رول لوبوي .

څلورم ، د سولې قانونیت ته په کې صد مه رسېږي ، ملي سوله د حرفوي دلالانو په لاس کې لوېږي ، هغوی پرریښتینئې سوله باندې له دښمن سره معامله اوخپل سوړتجارت کوي ، ځکه چې حرفوي دلالانوته ترملت اود ملت ترحقوقو، خپلې ګټې غوره اومهمې وي .

پنځم ، د سولې ټول تخنیکي اړخونه له خپل طبیعي مسیرڅخه کږېږي اود سولې اجرائیي واګې دداسې خلکولاس ته لوېږي چې د ملت د ارادي اوبرخلیک پرخلاف هغوی خپله د اصلي ستونزې طرف پېژندل شوي ، ځکه هغوی له دښمن سره د مخکینیوپټونامقد سو معاملواوزدوبندونوله مخې خپل فنډونه اوامتیازات پرې اخلي اوپه لوی لاس د ملت د برخلیک ټاکلوله پاره د سولې قانوني اوحقوقي اړخونه ترسوال لاندې راولي اوداصلي لویې جرګې جوړېدوله پاره مختلفې آنې بهانې لټوي ، موانع اوخنډونه یې په وړاندې را ولاړوي ، اوپه بد ل کې یې د مشورتي جرګې را منځته کولوله پاره داسې لارې چارې هواروي چې یوازې مشوره ورکړي اواجرائیي هېڅ صلاحیت ورسره نه وي ، ځکه مشورتي جرګه په اصل کې یوازې د خلکو وخت ضایع کوي د خلکوپام بلې خواته پرې اړوي ، دښمن ته د بلې توطئیې جوړولواوپه لاره اچولوفرصتونه پرې برابروي اونورهېڅ هم نه شي کولی .

پایله :

اې افغانانو! دا خبره په یوه غوږ واورۍ اوتربل یې مه باسۍ چې تلپاتې سوله په ستونزه کې د ذيدخلواوښکېلوطرفینوترمنځ د درباري اود ېکتې شویوخلکوپه خوله نه راځي ، بلکې تلپاتې سوله د پورته څلورواړوهغواصولوپه پام کې نیولوسره منځته را تلای شي چې ما ورته پاس په لنډ ډول اشاره کړې ده . ځکه تلپاتې سوله پرهمدغواصولوباندې ولاړه ده چې لومړی باید سوله تعریف شي ، ورپسې باید د سولې حقوقي ، قانوني اوتخنیکي اړخونه وڅېړل شي ، ترڅود رېښتینې سولې غورچاڼ ترې په ډاګه اوپه صادقانه اورېښتینې توګه عملي بڼه خپله کړي .

هو! د تلپاتې سولې اصلي کیلي همدغه ده . له توجه اوپرې عمل کولونه مونړۍ مننه . ( محمد انور ولید )  

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت