محمد انور ولید

 

پاکستان خود افغانستان د سترا تژیک عمق د ښمن دی، خوورسره همغږي افغانان څوک دي ؟

( محمد انور ولید ) : ۱۳۸۷ لمریز کال ـ د سلواغې ۱۴ مه

اې د ارګ ، یا مرګ واک ته نږو افغانانو ! که په ريښتیا تاسې ریښتیني مسلمانان او افغانان وۍ ، او مورمو له مخې رودلې وي ، وینه مو سوچه وې ، د پردو غلامان نه وۍ ، پردیو استخباراتو لاسونه نه وي درکې اچولي ، خپلمنځي اختلافات یوې خواته سره پرېږدئ ، نو ټول سره یوملي موټی شۍ او پاکستاني جنرالانو ته په یولاس او یوه خوله کلک د سوک داسې ګوزارونه ورکړۍ او ددوی دغه ( اویا ) کلنې کږې خولې په سوک ورسمې کړۍ چې له تېرو سلو کالو را په ایسته د انګرېزانوغچ له موږ څخه اوس پرې اخلي .

غني هم زیات اشتباهات وکړل ، د پښتنو په نامه یې یوازې د خپلې مفکورې یوه خوا اوڅو پیت زبرما او تکنو کراتان پاللي او نورو ټولو ته یې شا وراړولې ده ، ځانته یې د امیردوست محمد خان په څېر د ورتړلې خونې سیاست غوره کړی ، پرته له څو دېکتې شویو کسانو نور یې هېڅوک نه شي لیدلی او نه یې څو ک په کار دي . اصل اهل خبره په لوی لاس لیرې ترې ساتل شوي . او خواوشا یې ټول په اصطلاح هغه جامع الکمالات ، غیرمسؤول ، او واجب الاحترام کسان ورټول دي چې نه دین سم پېژني او نه هم د افغانستان جغرافیه ، نه ادب لري او نه سم روښ . همدغه کسان بل چاته اجازه نه ورکوي چې ورسره وګوري ، روغه مشوره ورکړي او حقیقت ورته ورسوي او پر ژورو ملي توطئیو باندې یې خبر اوپوه کړي .

خوبلخوا د کرزي د ( ۱۴ ) کلنو ژوبلو په میراث ورناست دئ چې سمول یې ډېر ناشوني او زیات وخت غواړي .

ولې پاکستان یو ځل بیا غواړي چې د طالب په پلمه د افغانستان نظام له بېخه چپه کړي او د شاه مان الله له لس کلنې دورې نه وروسته د افغانستان نهه میاشتنی د انارشۍ حالت او دطالبانودورې بیا په افغانستان کې تکرارکړي ، چې له امان الله څخه یې د استقلال غچ پرې واخیست ، او پر طالبانو یې د افغانستان ((۲۰۰۰۰۰۰۰)) وسله وال ملت ټول بې وسلې کړ.

اوس پرهمغو وسلو سره وخت نا وخت زموږ خاوره تر بریدونو لاندې پرې نیسي .

د پاکستان مشهورې ډان ورځپاڼې په یوه تازه خپورشوي مطلب کې د پنجاب د مخکښو جنرالانو له خولې لیکلي چې پاکستان پلان لري ترڅود طالبانو په واسطه اشرف غني له واک څخه لري کړي.چې پر دې سره به بیا پاکستان وتوانېږي پر افغانستان باندې د ځمکې ټولې ترانزیتي لارې د پخوا په څېر وتړي ، له افغانستان څخه د خپلو بې کیفیته توکو د پېراو پلورمارکېټ جوړکړي ، مڼخنۍ آسیا ته به د افغانستان په خاوره کې له ټکس او مالیې پرته د تلو را تلو ترانزیتي لارې پیدا کړي ، د افغانستان د کورني تولید ، خود کفایۍ ، خپلواکۍ او صادراتو مخه به ونیسي .او افغانستان به د تل له پاره پاکستان ته داسې احتیاج کړي چې د پاکستان له اجازې پرته به په سیمه او نړۍ کې په خپل سر له هېچا سره هېڅ ډول معامله نه شي کولی ، په ځمکنیو زېرمو به یې پاکستان خېټه ور واچوي ، څه به خپله یوسي او څه به په خپله خوښه پر نورو هېوادو باندې وپلوري ، د افغانستان په کورني تشکیل کې په ټول عزل او نصب د پاکستان له خوا وي او تدارکاتي سیستمونو ته به په افغانستان کې د تل له پاره د پای ټکی کېږدي .

پاکستاني جنرالانو په قطراوددوی په خپل ښار را ؤلپېنډۍ کې د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ د مذاکراتو په جریان کې بیړنۍ ناستې خپله پاکستاني جنرالانوجوړې کړې دي .

د راؤلپېنډۍ په ناسته کې له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو له خبرو ټینګ ملاتړ شوی دی .

پاکستاني جنرالانو خپلو کې سره پرېکړه کړې چې د افغانستان رییس جمهور محمد اشرف غني به چې له هرې لارې کېږي، باید له واک څخه وغورځوو ، ترڅو مونږ ته د افغانستان ټول نظام په لاس رشي .

ډان د خپل مطلب په جریان کې لیکلي، د پاکستان له پاره ناممکنه وه چې په سیمه کې خپل تر ټولو ستر سیال غني له واکه وغورځوي، خو اوس ورته ځکه هیلې پیدا شوي چې غواړي خپل د غه کار د طالبانو په واسطه او د امریکې او انګلیس په سیاسي او مالي ملاتړ ترسره کړي ، او طالب مشرانوهم په کویټه کې همدا هوکړه د پاکستان د پوځ له مشر باجوه سره لاسلیک کړې ده چې دوی په هر شکل چې وي غني به یا وژني او یا به یې له واکه ګوښه کوي .

پاکستاني جنرالانو ویلي چې غني په سیمه کې زمونږ د لاس وهنو او وران کارو کړنو په وړاندې یو داسې لوی خنډ دی چې پخوا یې چېرې هم ساری هم نه ؤ لیدل شوی . او تل يې د دوی شوم اهداف له ستونزو سره مخ کړي دي .

دا خو اوس ټولو ته ښکاره شوه چې طالب یوه پروژه وه ، او ده ، چې امریکا یې اوس د یوې برخې بشپړول غواړې ، او پاکستان ته ددې پروژې پرسر(شپږ میلیارده ډالر) ومنل شول چې ( یو میلیارد ډالر) یې په سرکې پرې ترلاسه کړل او پاتې ( پنځه میلیارده ) نورډالربه د معاملې په پای کې د افغانستان ترعائقو( صفري ) سیموپورې په رشوت کې ورکوي .

په ضمن کې امریکې له طالبانوسره هوکړه کړې چې دوی به بیا واک ته رسوي ، سیاسي او مالي ملاتړ به یې کوي ، او همداسې طالبانو له امریکې سره هوکړه کړې چې دوی به په افغانستان کې د امریکې ګټو ته ژمن وي او د هغو ډلو پر ضد به جنګېږي چې په افغانستان کې د امریکې ګټو ته زیان رسوي .

امریکا د خپلو عسکرو د ایستلو یو نیم کال وخت ځکه اعلان کړ او بیایې ور پسې د نه وتلو اعلان وکړ چې دوی پر افغانانو باندې باورنه لري او ډارېږي چې د انګریزي توراستعمارد وخت د مکناتڼ اوکېوناري په څېرچلند ورسره ونه شي، له همدې امله دوی افغانانو ته بازي ورکوي او درواغ وایي . ځکه چې دوی په دا تېرو (۱۸ ) کالو کې افغانستان ټول لوټ کړی او ډېرې پخې غلاګانې یې وکړې ، ټول معدنیات یې وړي اوپه ډېرپاخه پلان راغلي وو ، او پاخه بېرته ځانونه له افغان هېواد څخه باسي ، خو پام چې دوی ټولې معاملې له هغو افغانانو سره کوي چې ددوی راتلونکې ګتې ورسره خوندي کېږي .
له اوسني حکومت سره هم دوی د افغان سولې په شعارورکولوکې همغږي دي ، خو په عمل کې بیا بل څه ترې راووځي ، لکه چې ویلي یې دي :

همنظری کابل و واشنگتن درمذاکرات نهایی صلح میان حکومت و طالبان!


رئیس جمهور غنی و زلمی خلیل‌زاد
ارگ ریاست جمهوری می‌گوید که کابل و واشنگتن همنظر اند که مذاکرات نهایی صلح باید میان حکومت افغانستان و طالبان صورت گیرد.
حکومت افغانستان با نماینده خاص امریکا همنظر است که مذاکرات صلح باید میان حکومت و طالبان صورت گیرد.
صمیم عارف معاون سخنگوی ارگ ریاست جمهوری با ابراز این مطلب به رادیو آزادی گفت:
زلمی خلیل‌زاد نماینده خاص امریکا بعد از شش روز گفتگو با نماینده‌گان طالبان درقطرکه روزشنبه گذشته خاتمه یافت گفت که روی چهارچوب یک توافقنامه صلح توافق صورت گرفت.
ولی به نظرمیرسد که مقامات امریکایی روی این چهارچوب با مقامات حکومت افغانستان به توافق نرسیده اند.
رئیس جمهور اشرف غنی دراظهارت دیروز خود به کنفرانس ملی جوانان و صلح در کابل اشاره به این موضوع داشت.
"کلید صلح از نظرعقل و منطق در کابل است. او! داکتر صاحب خلیل‌زاد ! کلید صلح به این معنی در کابل است که ما طرح عملی، اصولی و جامع داریم. اما کلید جنگ در اسلام آباد ، کوئته پاکستان و راولپندی است."
رئیس جمهور غنی افزود که طالبان مشروعیت ندارند.
او گفت که ارادۀ آزاد ملت منبع مشروعیت است و ملت وی را انتخاب کرده است.
رئیس جمهور افغانستان این اظهارات را در حال ابراز داشت که رایان کراکر سفیر سابق امریکا در کابل در یک مقاله خود در روزنامه واشنگتن پوست در بارۀ چگونگی تلاش های جاری صلح در افغانستان ابراز نگرانی کرده گفت که گفتگو با شورشیان طالب مشروعیت حکومت افغانستان را که واشنگتن عملاً از آن حمایت میکند زیر سوال برده است.
طالبان اصرار می ورزند که نیروهای ائتلاف بین المللی به رهبری امریکا در سال
۲۰۰۱ حکومت مشروع آن‌ها را سرنگون ساخته است .

جمهور رئیس غني دا هم وویل چې ، د ګندمک معاهده پر ما باندې څوک نه شي امضاء کولی ، له دېنه داسې برېښي چې خلیلزاد جمهور رئیس غني ته تل درواغ ویلي او ټول حقیقت یې د خپلې معاملې ترې پټ کړی دئ ،
بلخوا واشنګټن پُسټ لیکلي چې طالبانو ژمنه کړې ده چې د سپتمبر یوولسمه به نه تکراريږي
سلواغه
۱۱, ۱۳۹۷


(( واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې د بهير په اړه د « : زه په افغانستان کې سفير وم. دا موافقه د تسليمېدو په مانا ده.« یوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې ليکوال راين کراکر پخوانی ډیپلوماټ دی چې مخکې يې په افغانستان، عراق، پاکستان، سوريه، کويت او لبنان کې د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده.
.
خو مقاله وايي: اوس امريکا له طالبانو سره مستقيمې خبرې کوي. د دوشنبې په ورځ یو کاري چوکاټ اعلان شو چې د اوربند غوښتنه کوي او ښايي په نتيجه کې يې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووځي. طالبان به داسي تروريستي ډلو ته ځای نه ورکوي چې د امریکا ګټې په خطر کې اچوي. مقاله لیکي: که بل ډول وويل شي: طالبانو ژمنه کړې ده چې د سپتمبر یوولسمه به نه تکراريږي.

راين کراکر پخوانی ډیپلوماټ
مقاله يادونه کوي چې کاري چوکاټ د افغان حکومت له ښکېلتيا پرته رامنځته شو. مقاله ليکي: طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه په وينا يې افغان حکومت مشروعیت نه لري او د دوی د غوښتنې په منلو سره امریکا پخپله د هغه حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندي راوستلی چې د ملاتړ ادعا يې کوي.
مقاله وايي: دا ټوله پروسه د ويتنام د جګړې پر مهال د پاریس له موافقه لیک سره بدمرغه شباهت لري. لکه اوس، هغه مهال هم څرګنده وه چې د مذاکراتو مېز ته کښنستل د تسليمېدو په مانا ده.
ليکوال وايي: طالبان به اوس هره ژمنه وکړي خو کله چې موږ لاړ شو، په هيڅ وسیله به نشو کولای چې ژمنې يې ورباندي عملي کړو.
لیکوال وړاندیز کوي چې امریکا باید اعلان وکړي چې د سولې مذاکرات تر هغه وخته پر مخ نشي تلای چې افغان حکومت پکښي ځای ونلري. اوترهغه وخته امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاته شي چې افغان حکومت یې غواړي )).
(( د نیو یارکر مجلې په مقاله کې راغلي چې افغانستان تل د بهرنیانو په فکر له ثبات سره تړاو نه دی لرلی او د افغانانو په اړه د دوی په ذهن کې ضد او نقیض فکرونه دي.
نيويارکر مجله : د افغانستان د سولې په اړه د ټرمپ ضد او نقیض پيغامونه ښايي مذاکراتو ته زیان ورسوي.
خو د مقالې په وینا، روانه اوونۍ افغانان له یوه ناڅرګنده راتلونکي سره مخامخ دي او هغه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده ده.
مقاله ليکي، په همدې حال کې پخواني امریکايي ډیپلوماټان خبرداری ورکوي چې د افغانستان د سولې په اړه د ټرمپ ضد او نقیض پيغامونه ښايي مذاکراتو ته زیان ورسوي.

روانه اوونۍ د پنټاګون چارواکو وويل چې دوی له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه هيڅ امر نه دی تر لاسه کړی.
مقاله د بيلګې په توګه ليکي: تېره مياشت ټرمپ وويل له سوریې خپل ټول ځواکونه باسي او څو ورځې وروسته خبر افشا شو چې سپينې ماڼۍ دفاع وزارت ته ویلي چې له افغانستانه د څوارلس زره امريکایي نظاميانو څخه د نيمايي د وتلو په اړه دې پلان جوړ کړي. خو روانه اوونۍ د پنټاګون چارواکو وويل چې دوی له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه هيڅ امر نه دی تر لاسه کړی.
دا په داسي حال کې ده چې د چارشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې د افغانستان د سولې خبرې په ښه توګه پر مخ روانې دي .
ده دا هم ويلي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده خو افغانان سوله غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کيښودل شي . ))

اوس نوخپله افغانانو پورې اړه لري چې غني او افغان حکومت د عامه ملي منافعو په خاطر څنګه له پنجابي توطئیو څخه ژغوري، او یا له هغوی سره یو ځای د محقق او شمالي ټلوالې په څېرچې ددې ټولو ترشا کرزی ولاړدي ـ په ګډه د غني پرضد درېږي او افغانستان او افغان نظام په لوی لاس د تېر په څېر پاکستان ته ورسپاري ؟

ځکه کوم کسان چې د روسیې ، پاکستان ، ایران او کرزي په اشاره له افغانستان او قطر څخه مسکو ته ور بلل شوي ، هغوی ټول یوازې خپل ځان ارګ ته رسول او ددې حکومت چپه کول غواړي . او غواړي یو ځل بیا د افغانستان پر برخلیک باندې تر لسیزو پورې ملنډې ووهي . الله دې دوی ته یا هدایت وکړي او یا یې یې الله تباه او بر باد کړي .
ځکه دا زمونږټولو د سیاسي ، مدني ، ټولنیز، دیني ، اقتصادي ، نظامي او امنیتي برخلیک مسئله ده . دا د څو تنو حرفوي سیاسي غلو او معامله ګرو خبره او کارنه دئ ، دا په ټولو افغانانو پورې اړه لري . ( محمد انور ولید )

 

 

 


بالا
 
بازگشت