محمد انور ولید

 

په اسلامي خاوروکې له زړونسخو ولې کا راخیستل کېږي ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ، د مرغومي ۳۰ مه

که موږد انسان لرغوني تاریخ ته پام وکړو پخوا په دې ناروغیوکې یوازې کفري نړۍ اخته وه ، هغوی ټولوپه وحشت اوبربریت کې خپل ژوند تېراوه ، ځکه چې کفري نړۍ د انسانیت له حدودووتلې یوه داسې نړۍ وه چې یاخو یې له پېله انساني حدود نه پېژندل ، او یا دا چې له انسانیت څخه د حیوانیت په قانون ورګډ شوي ووچې له مخې به یې یوازې خپلې غریزې په کې اشباع کولې اودوی ټول یوازې پردې باندې پوهېدل اودا یې محسوسوله چې خپله لوږه څنګه لیرې کړي ، خپله سرپناه څه ډول پیدا کړي ، اوخپل ځان څه ډول پټ کړي ؟

خود انسانیت نورومعنوي بُعدونوته یې سترګې پوچې را وتلې وې اوهېڅ یې نه لیدل چې آیا پرمادي نړۍ سربېره انسان نورڅه ته هم اړتیا لري که څنګه ؟ آیا دغه عاقل ، ناطق اوعالِم مخلوق چې دنیا ، اوپه دنیا کې ټول مافیها یې  د ده په واک اواختیارکې ورکړي په ريښتیا یوازې د خپلې غریزې د اشباع له پاره پیدا شوی اوکه ترڅنګ یې د اُنس اواُلفت د قانون له مخې نورې وجیبې اودندې هم ور په غاړه دي ؟

که چېرې انسان یوازې د خپلې غریزې د اشباع کولو له پاره پیدا شوی وي ، نوبیا ولې د څارویوپه ډله کې نه شمارل کېده ، او ولې هغه ته انسان ویل شوی ؟ اوکه انسان په خورا احسن شکل له نورومخلوقاتوسره په ښکاره توپیراوعزت سره پیدا شوی وي ، نوبیا ولې انسان د حیوان کارونه ترسره کوي ، په داسې حال کې چې انسا ن هم د خپل ځان اوهم د نوروانسانانو په وړاندې یومسؤول مخلوق دئ ؟

له پورته پوښتنوڅخه داسې ښکاري چې فاعل مختارانسانان عموماُ اوعمدتاً په د ووبرخوسره وېشل شوی : 

لومړی : ـــ  اولیاء الله انسانان چې تل یې په انساني چوکات کې د الهی اوامرو په رڼاکې خپل مسؤولانه ژوند ته ادامه ورکړې اود انساني اُنس اواُلفت له مخې خپلوهمنوعانوته په لاس اوژبې سره خیراونفع رسوي اونوروانسانانوته د خدمت کولواو د اعلای کلمة الله  مصد رجوړشي .

دوهم : ـــ اولیاء الشیطان انسانان چې له پېله یې د الهي اوامرو پرضد تل د خپلې عریزې ، خپل نفس اوشیطان منلې ، د حق کتمان یې کړی ، پرته له مادي نړۍ اومادي پرستۍ څخه نورد قیامت په ورځ ، حساب کتاب اوټولومؤمن به شیانوباندې عقیده نه لري .

همدلته د حق اوباطل ترمنځ ټکراوتصا د م ځکه راغلی چې پخوا د ځمکې د مخ واک شیطان ته سپارل شوی ؤ ، خوهغه د ځمکې پر مخ ورانی اوفساد پیل کړ، په داسې حال کې چې الله (ج) یو، اوحق ذات دی ، الهې نظام یو او حق دي ، ټول شمسي اونورنظامونه چې په خپلومدارونوکې ثا بت اوسیارستوري اواقمارخوندي ساتل شوي ، علت یې همدادئ چې د هغوی په منځ کې ورانی اوفساد نه شته .

الله (ج) هم د ځمکې پرمخ د فساد او وراني مخا لف دئ . خو ورانی اوفساد د هغوانسانانوکاراونمونه ده چې د الله (ج) ، د الله (ج) د اوامرو، الهي نظام اوحق ضد دي اوموخه یې داده چې یوځل بیا په ظاهره اولیاء الشیطان ، خو په اصل کې خپله همغه رټل شوی او شړل شوی شیطان د ځمکې پرمخ حکومت وکړي .

اولیاء الشیطان د ځمکې پرمخ په داسې حالاتوکې کفري نړۍ تشکیل کړه چې لومړی یې په خپلوکې یوبل د ځناورو په څېرسره وداړل ، یوبل یې سره مړه کړل ، یود بل حقوق یې سره وخوړل ، خپلې شتمنۍ یې پرله پسې ټولې د خپلو ستروږوغریزو له امله حیف و میل کړې ، لوی اوواړه ائتلافونه اوګوندونه یې یو پربل باندې د غلبې اوبرلاسۍ له پاره سره جوړکړل ، خپل پیغمبران یې تکذیب کړل ، د هغوی دعوت یې ونه مانه اوشهیدان یې کړل ، د الله (ج) ، اود الله (ج) له مخلوق سره یې دښمنۍ اعلان کړې اوالهي مقربې فرښتې یې د خپلونیکونو د ښمنانې وبللې .

د اسلام تېربرم اوعظمت ته په کتوسره د اسلام ضد استکبارائمه دین اود مسلمانانوشتمنۍ دواړه نه شوای زغملی ، له همدې امله یې وروسته له خپلوسیمو د مسلمانانو شتمنیوته په مسلمانانوکې د منافقینود دوه مخیواړیکوله امله ورپام شو، هغوی ته یې دلاس رسي له پاره د نفاق اچولو پټې توطئیې اوبرنامې جوړې کړې .

د بېلګې په توګه :

 آن تردې چې په دې وروستیوکې د عثماني امپراتورۍ د ړنګولوله پاره چرچل غوندې څېرو له خپل ټاکل شوي ټیم سره د اسلامي زده کړوسترمرکز( الازهر) ته هم ورغلی اوهلته یې د قرآن کریم پرځینوهغوآیتونوباندې د لیرې کېدوکرښې را کش کړې اونه یې منل چې د الله (ج) ښکاره ا وامراونواهي په کې دي . چرچل ویلي چې په  اسلامې ټولنواو حکومتونوکې د نیواک او تسخیر له پاره ترټولو لنډه او آسانه لاره همداده چې : ځوان قشرونه په رسمي اداروکې پر اخلاقي فساد سره اخته کړو ، او هغه هم داسې چې په ادارو کې د لومړي ځل له پاره ښځینه ټایپېستانې په کاروګومارل شي ، هغوی له ځوانانوسره نا مشروع اړیکې ټینګې کړي ، موږ به یې د دیموکراسۍ ترعنوان لاندې غیرمستقیم تمویلوو، ترڅوادارې په ټولیزه توګه پراخلاقي فساد باندې روږدې شي .همدا فساد به کلیو و بانډواوکورنیو ته سرایت وکړي اوبلاخره ټوله اسلامي ټولنه به پرفساد باندې اخته شي ، چې بیا موږ له مفسدینو سره هر ډول معامله کولی شواوهغوی یې هم را سره مني .    

تاسې لږ وړاندې وګوري چې په دېوبند اوامام بخاري سترودیني مرکزونوکې یې د دینې متونود تحریفولواود منځني ختیځ ، منځنۍ آسیا اوبّرصغیرد جغرافیوتقسیمولواوله یادوخاوروڅخه د مسلمانانود طبیعې زېرموغلاکولوپه اړه ډول ډول اوږد مهاله ، منځ مهاله اولنډ مهاله پلانونه اوبرنامې جوړې کړې چې بلاخره په منځڼي ختیځ کې پردې باندې وتوانېدل چې د فلسطین د کلونومبارزې اوقربانیونوم یې په (( سازمان آزادي بخش فلسطین )) ا ودهغې سازمان مشر یې د یهودو زوم ((یاسرعرفات )) ورته وټاکه ځکه خو د فلسطین د مجاهدینو ټول جهادي ارزښتونه اوقربانۍ ترنن پورې په صفرکې ضرب شوې .

همداسې یې د امام بخاري په مد رسه کې تیاتراود آسانوطویله جوړکړه اود منځنۍ آسیا ټول مسلمان ملتونه یې تر(۷۰) کالوپورې د کمونېزم په خیالي اوافسا نوي مفکوره باندې بیده اویرغمل وساتل .

بّرصغیریا دهندوستان لویه وچه یې سره توکړې توکړې کړه ، چې همدا اوس هم د ( موساد ) ، ( سي آی اې ) ،( انټېېلېچېنټ سروېس یا [ ام ، ای ، سېکس ] )له خوا په سیاسي ، نظامې اواقتصادي لحاظ تمویلېږي اوټوله سیمه اونړۍ یې د خپلو ناولیو موخو او تسخیر له پاره پرې نا آرامه کړې ده .

( ام آی سېکس) خو د ( آی اس آی ) په نوم داسې اداره په کې جوړه کړې چې د ؤلسونو په بیده او کاواکه حالت کې په ډېره آسانۍ سره د خپلې خوښې ملکي حکومتونه په کې جوړولی شي او په سختو شرائطو کې بیا مارشالا اعلان کړي او د پوځي معجون په زور یې ترکلولوکلونو پورې بیده وساتي ، ځکه قانون خو یې همغه د انګرېزانو زوړ قانون دی ، چې دوی ته الاعیاذ بالله د قرآن ترآیتونو هم معتبردي . چې افغانستان ، عراق ، سوریه اومصرهمدا اوس په همدې حالت کې واقع دي ، په دې معنا چې په یادو څو هېوادوکې به هم همغه قانون ته ورته قوانین جوړشي ، او په هرهېواد کې به یوعلي جناح ، او یو تحریف شوی غربي قانون تر شا ورته پرېږدي .

اوس مهال خو د چرچل او لینېن نظریات او خبرې په آزمویښتي توګه عملي کېږي .

لينېن په خپل (آثارمنتخبه لېنېن ) کتاب کې لیکلي چې : (( یوګام مخکې ، دوه ګامه بېرته په شا تګ )) . د لېنېن له دې خبرې موخه داده چې خپلوسیاسي ، اقتصادي ، کلتوري اونظامي عملیاتي ټېمونوته به یې توصیه کوله چې ، په یوه مسئله کې لومړی یوګام وړاندې شۍ ، بیا په ټولنواوهېوادونوکې د هغوی مثبت یا منفي ، او یا هم مثبت اومنفي دواړه عکس العملونه وګورۍ او په دوه ګامه شاته پاتې کېدو سره په پاتې دووکالوکې د هغه د پاره نوې سترا تېژۍ او د ورباندې ورتلواولاندې کولوپلانونه جوړکړۍ ، ترڅوهدف ته ورلڼد اویا هم ورته ورسېږي .

خو ساده اوله سیاسته ناخبره خلک په دې آند وي چې ګني هغوی یوه زبرځواک ته ماتې ورکړې ، ولې هسې نه وي ، ددوی تعبیرلکه د فلسطین اوافغانستان د جهاد اومجاهیدنو په څېرسرچپه وي چې جهاد چا په کې وکړ، خوسیاسي اومادي ثمره اوګټه یې د کرزی غوندې بې نومه مصنوعي مشرانو، مافیا اوغربیانویوړه . 

اوس هم همغه زړې نسخې دغریبواونوروله کاره لوېدلیوهېواد له پاره کارول کېږي . چې کله یو په خپل نوبت سره له خپل منافقانه مورچل څخه د مرستو په نامه سر پرې را پورته کړي او ورپسې یې د یوې پوستې په بیه ځانته تسلیم کړي، اوکله  بل له بل پلوه سر  پرې را پورته کړي او وایي ورته چې په سر او مال ټولو درسره ولاړیم . خوافغانان اوفلسطینیان دا فکرنه کوي چې دغه له مورڅخه مهربانه دآئیې په ريښتیا هم د مور په څېر پرموږ باندې صله رحم لري اوکه د مکراوتمساح په دغه نا څیزه مردارو پیو سره موږخپل ځانته ښکارکوي؟ څه خبره ده ؟ آخر خو لږ د مسؤلو انسانانو او مسشؤولو مسلمانانو په څېر په خپلوګرېوانوکې سرونه ښکته کړۍ اووګورۍ چې پرموږ باندې له (۶۰۰۰) مایله لیرې فاصلوراغلیو نا بللیو مېلمنو ولې دومره ستره لورېینه ده چې هره ورځ زموږ په لسګونو او سلګونوتنه هېواد وال په کې شهیدان کېږي ، دښمنۍ مو زیا تېږي ، خو سوله او زموږ مثبت برخلیک درک نه لري .   

 

 


بالا
 
بازگشت