محمد انور ولید

 

د بشري حقونو د څار ډله چې پر اسد الله خالد باندې نیوکې کوي نو دا لاندې مطلب دې هم ولولي !

محمد انورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د مرغومي ۲۳ مه

د بشري حقونوڅارډلې په خپل یوه نشرکړي راپورکې پراسد الله خالد باندې ددې له پاره نیوکې کړې چې ګواکي هغه ولې د دفاع د وزیبر په توګه ګومارل شوی . دې ډلې ویلي چې اسد الله خالد چې کله د کندهاراوغزني والي ؤ ، هلته پرجنسي ځورونو ، اوچې کله د ملي امنیت رئیس ؤ ، هلته پرفزیکي ځورونواو وژنو باندې تورن دی . خوپوښتنه داده چې  په اصطلاح د بشري حقونو د څاردغه ډله ولې پرامریکایي تېري کوونکو نیوکه نه کوي ؟ دا ډله ولې پرهغو امریکایانو باندې نیوکه نه کوي چې په لکونو بېګناه افغانان یې د خپلو ناولیو اهدافو له پاره شهیدان کړل ؟ دا ډله ولې پر هغو انګرېزي پو ځیانو باندې نیوکه نه کوي چې د شپې له خوا به یې بسته کلي په هلمند کې محاصره کړ ، ځوا نان او سپین ږیري به یې شهیدان کړل ،او پرکورنیو باندې به یې دوې دری شپې ډله ییزجنسي تیري په زورسره کول ؟ که یې نه منۍ ، نو ورشي له کرزي څخه وپوښتۍ چې هلمندیان ولې څوڅو ځلې تاته راغلل او ولې یې درته ویل چې له دې نا بللیو مېلمنو څخه مو نورخلاص کړه ؟ دا ډله ولې پر انګرېزانو باندې نیوکه نه کوي چې د هلمند ددیشو ؤلسوالۍ څخه یې په ظرف ددوو میاشتو کې د ( ۲۵۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالروپه ارزښت خام یو رانیم به شنو شېشه یي باډیو لرونکو چورلو کې غلا کول او بحري قرارګاه وو ته به یې انتقالول ؟ دا ډله ولې ولې پر عطا ، ظاهر قدیر ، همایون ، لالې ، حضرت علي ، دوستم ، قیصاري ، شجاعي ، عمران خان ، پاکستانې پنجابي پوځ ، ( آی اس آی ) ، (ساواک ) ، (موساد ) او (سي ای اې(باندې دا نیوکې نه کوي چې دوی په افغانستان ، عراق ، سوریه ، فلسطین او د پاکستان په سر حدي سیمو کې څه کړي دي ؟ ولې پر ایدیما باندې چوپه خوله وو ؟ ولې د کوانتانامو پر ظلمونو چې پر افغانانو او نورو مسلمانانو باندې یې وکړل ، چوپه خوله وو؟ ولې پر هغه امریکایي ښځینه پوځي باندې چوپه خوله وو چې په زور باندې یې افغان بندي پر خپل ځان باندې اچاوه او د جنسي اړیکو څو څو ځلې غوښتنه یې ترې کوله ، خو چې افغان بندي به انکار وکړ سختې سزا ګانې به یې ورکولې ؟ د بشري حقونو د څار ډلې ولې په هغوافغان پو ځیانو خوله پټه نیولې وه چې یوبندي افغان ډګر وال یې خبره افشا کړه چې سپي یې پر انسانانو باندې اچول ؟ ولې د څاردغې ډلې پرهغو لسګونو مړوشویو ښځو باندې خوله پټه نیولې وه چې د امریکایي قرار ګاه وو مخې ته به په تورو پلاستیکي کڅوړو کې مړې اجول شوې وې او د امریکایي بحري تږو ځناورو به په ډله ییز شکل څو څو ځلې جنسي تېري ور باندې کړي وو او آخر به یې مړي په تورو کڅوړو کې د کثافاتو په فلزي ټوکریوکې اچولي وې او افغان تنظیفاتو به را ټولولې ؟ دغې کثیفې ډلې په باګرام هوایي اډه کې ولې پرهغوسلګونو افغان ښځو باندې پټه خوله نیولې وه چې د طالب او ترورېست په نامه به یې لومړی قو ماندانانو ، بیا پوځیانو ، ور پسې عسکرو او ترهغې وروسته د سپیو په ذریعه حنسي تیرې ور باندې کول؟ دې مردارې ډلې ولې پر هغو ښځو خوله پټه نیولې وه چې د امریکې د سفارت ساتونکو او قوماندانانو به ير یو موټر ښځو د شپې تر سهار ، او د روځې تر بېګا پورې جنسي تېري کول ، په آيډز به یې و لړلې او په آخر کې به یې نه پا کېدونکې ټاپې ور باندې ووهلې چې ګواکي دا ( اېکس فایر دي ) یعنې د بیا ځلې استعمال وړ نه دي. چې په دې کې به کېدای شي د افغانستان د حرفوي بشري حقونو او د امن د خونو او ځینو نورو مرده ګاوانو لاس هم ؤ ؟ د څاردې ډلې ولې د افغانستان پر نا مقدسه او پردي را باندې تپل شوې جګړه باندې پټه خوله نیولې چې سوله یې هم ناشونې او برمته کړې ده ؟ اوس چې اسد الله خالد دغربیانو ددغه نا مقدسې جګړې د ډلګیو مخه ډپ کوي او دوی پو هېږي چې د خالد په شتون کې خپل ناولی هدف نه شي تر لاسه کولی ، نو او س پر اسد الله خالد باندې ټاپې ور لګوي ، او وایي چې داېې کړي او هغه یې کړي ، په داسې حال کې چې کله خالد د ملي امنیت رئیس ؤ هم دوی خپله تو طئیه ور ته جوړه کړه او هغه یې له منځه وړلو ، خو مړ نه شو ، چې کله په خپل هدف کې ناکام شول ، نو بیا یې ددرملنې له پاره ور وغوښت چې ګواکي دا سړی خو پر امریکط باندې دومره ګرا ن دۍ چې آن اوباما یې پو ښتنې ته ورغۍ ، خو په اصل کې دوی خپلو جنګې وته لاره پرې خلاصه کړه . اوس چې بیا وټاکل شو ،نو دوی خپلې پروژي پر مخ نه شي وړلای ، ځکه غواړي د نړیوالو فشارونو پر مټ هغه له دې دندې لیرې کړي . همدا یې هدف دي . نور هېڅ هم نه . ( محمد انور ولید(

 

 

 


بالا
 
بازگشت