محمد انور ولید

 

آیادامریکې اوطالبانوترمنځ دسولې موافقه مشروع اوقانوني صلاحیت لري؟

محمدانور ولید : ۱۳۹۷لمریزکال ـ د کب ۲۵ مه

که د افغانستان (۴۰) کلنوپردیوتپل شویونیابني جګړوته ځيرشوچې پخواني شوروي اتحاد ، اوسنۍ میراث خورې روسیې ، پاکستان ، متحده عربي هېوادو، منځنۍ آسیا ، ایران ، هند اوټول شمالي اتلانتیک ( ناټو ټلوالې ) په بشپړه توګه له غرضه ډک لاسونه اوبوځتیاوې لرلې چې اوس هم دوام لري . که دا جګړې له نوروهغوسره پرتله کړوپه ډاګه دا واقعیت او حقیقت ترې ترلاسه کولی شوچې تېرو(۴۰ ) کلنوپردیوجګړود افغانستان ، انساني ، ځمکني اوهوایي حریمونه ، اونورټول اړوند حقوقي جزئیات دخپلوبېباکانه فیلانوترباروتي پښولاندې پایمال کړيدي.   

خوهرڅومره چې په افغانستان کې د دغه تپل شوې پردۍ جګړې جزئیاتوته ورننوځو، په همغه کچه د جګړې سیاسي اودیپلوماتیک حقوقي اړخ د افغانستان د مظلوموخلکوننګه اوپلوی را په ګوته کوي چې ورخ تربلې د افغانستان د خلکو، نظام اود افغانستان اوپاکستان ترمنځ د مقبوضه عائقوسیمواعتراضونه ، احتجاجونه ، قربانۍ ، اوددوی دخپلوحقوقومطالبې اوغوښتنې زیاتېږي .

د افغانستان د جګړې (۴۰ ) کاله پوره شول ، په دغه پردیوجګړوکې (نهه نیم ) کاله پخوانی شوروي اتحاد ، ( څلور) کاله افغان مجاهدین اود روسانو بقایا ، (۹)کاله خپله افغان مجاهدین اوپاکستان او(۱۸) کانه د امریکې په مشرۍ ناټوټلواله ، پاکستان ، ایران ، قطر، سعودي عرب ، روسیه ، هند اود سیمې نورهېوادونه ټول ښکېل وواودي. ( لس )دورې حکومتونه تېرشول چې وروستی هغه یې د اشرف غني دئ ، دوی ټولوپه افغانستان کې د جګړې ختمول اود سولې چیغې وهلې خوزبرځواکونویې په اړه غوږهم نه ګراوه اویوازې خپلې ګټې ورته مطرح وې اودي.  
خوله دې ټولوسره سره بیا هم امریکې د پخواني توراستعمار(انګلیس) پرپله باندې پل کېښوداوله ټکول شویواوشړل شویوطالبانوسره یې د ټولونړیوالوکنونسیونونو، حقوقواونورمونوخلاف پاکستان ته د امتیازاتو په ورکولوسره د تحت الحمایه افغانستان د راتلونکي نظام نا څرګند برخلیک په دوحه کې له طالبانوسره په ورتړلوخونوکې په پټوخبروپورې وروتاړه او(۱۷) ورځې د طالب استازواوامریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د بندودروازوترشا د زړه خواله وشول ، خو معلومه نه شوه چې دوی د خپلمکنځي سولې کوموټکوته سره ورسېدل؟

که څه هم طالب استازوله رسنیوسره خپلې پټې اصلي خبرې نه دي شریکې کړې ،خوامریکایي رسنیو یې ځینې جزئیات په ډاګه کړي اوویلي یې دي چې : (( طالبان له امریکایي چارواکوسره د یوکال په موده کې د امریکایي عسکروپروتلواوټول نظامي تأسیسات اوتجهیزات طالبانوته د ورسپارلو، د طالب مشرانوله تورلېست څخه دایستلو، د طالبانود بندیانود خوشې کولواوافغان خاوره د ترورېستانوپه واک کې د نه ورکولو)) پرسرسره سلا شوي .

پاکستان هم چې د امریکایي اوطا لبي سولې نمایشي بهیرپه دوحه کې له نږدې څخه څاري اوساعت په ساعت د خبروله ټولوجزئیاتوخبردی ، خپله خوښي ښیي . ځکه له یوې خوا کېدای شي چې دغه دېکتې شوي اوچاڼ شوي طالبان په مشروط ډول دوحې ته استول شوي وي پاکستان به لکه د تېرپه څېرپربرمته طالبانودا خبره منلې وي چې طالبان دې له امریکایانو څخه وسلې اومهمات ترلاسه کړي ، بیا دې د افغانستان د فعلي حکومت په وړاندې د حکومت د را پرځولوپه موخه ورباندې وجنګېږي اووروسته دې هغه امریکایي وسلې لکه د پخوا په څېرپاکستان ته وروسپاري ، ځکه پخوا هم طالبانو واک ته د رسېدو په بدل کې د مجاهدینو په لاس ورغلې ټولې وسلې پاکستان ته وسپارلې چې نن همغه وسلې اوتوغندي د پاکستاني پوځیانوله خوا پرافغان خاوره اوکشمیردواړوباندې استعمالېږي .

بل داچې کېدای شي طالبانوبه له پاکستان سره د سرتاسري ډېورنډ کرښې ددواړوغاړود سیموورسپارلوهوکړه کړې وي ، ځکه د طالبانودې پاتې ګروپ د خپل ځان د ژوندي پاتې کېدواوواک ته د رسېدو په بدل کې پخوا هم د خپلوهغو ملګروپرسرڅوڅوځلې له پاکستاني مقاماتوسره پټې معاملې کړې چې د پاکستان د چټل سیاست ضد وواوټول ووژل شول اودوی لاهم په افغانستان کې واک ته درسېدړوخوبونه ویني .

خوپوښتنه داده چې آیا د طالبانواوامریکې ترمنځ داسې پټې غیرمشروع اوغیرقابل اجراء ملي خبرې اوپرېګړې به د نړیوالوقوانینوله مخې څومره مشروعیت ولري اوآیا طالبان اونیواکګره امریکه په ځانګړې توګه دا حق لري چې طالبان د خپل ځان د بقأ اوواک ته د رسېدواوامریکه د خپلوګټوخوندي کېدوپه موخه د لراوبرافغانانواوشته افغان حکومت په غیاب کې دلوی افغانستان پربرخلیک ځانګړې پټې خبرې اوپرېکړې وکړي؟

په داسې حال کې چې امریکې اوناټوټلوالې خپله په افغانستان کې د ترورېزم په پلمه جګړه کې ماتې خوړلې، ځکه د خپل (۱۸) کلن حضورپه موجودیت کې یې نه د افغانستان خلکوته امنیت راؤړ، نه یې ښه مسلکي افغان شموله حکومتولي په کې جوړه کړه ، نه افغانستان ورسره وغېد، نه تلپاتې افغان شموله اوخود ارادیته سوله ورسره راغله ، بلکې امریکې د طالبانوحکومت د پاکستان په خوښه ورړنګ کړاوطالبانوافغان حکومت ته مزاحمت جوړکړ، بېګناه افغانان یې په شهادت ورسول ، کورنیو، سیمه ئیزواونړیوالومافیایي غلواوغدیوته یې د فعالیت زمینې پرې برابرې کړې ، د پاکستان تاڼې یې د افغانستان خاورې ته پرې را انتقال کړې ، د کوزې پښتونخوا تر(۵۰۰۰) زیات قومي مشران اوتر(۶۵۰۰۰) زیات قبايل پښتانه یې پرپنجابي پوځیانوباندې ووژل چې اوس یې په وړاندې له مجبوریته ټوله لره پښتونخوا را پورته شوې اود پنجاب اداره نه ، بلکې خپل حقوق غواړي.

کټ مټ لکه پخوا چې برتانوي توراستعمارپه لوی هندوستان کې ماتې وخوړه ، اوبیا یې د همدې ورځې په تمه د چرچل سپارښتنې په بنګال ، کشمیر، بلوچستان اوپښتونخوا کې عملي کړې اود تلپاتې کړکېچ اوخپلمنځي جګړوله پاره یې په متنازع فیه سیموکې د بدۍ بریدونه کېښوول چې دادي اوس د څلورم ځل له پاره له ناټو ټلوالې سره بیا را غبرګ شو.

امریکې هم له طالبانوسره د افغانستان د برخلیک په تړاوکټ مټ همغه د زاړه انګرېزهمغه زړه لوبه پیل کړې چې د ټولونړیوالوموازینو، قوانینواوکنونسیونونوخلاف ده . ځکه هغه مهال پښتنوپه بنوکې لویه جرګه جوړه کړه اود پښتونخواپه نوم د ځانګړي دولت د جوړېدواود وخت د کابل له حکومت څخه یې د ډېورنډ دهوکړه لیک د ملغا کېدوفیصله وکړه اود ښاغلي ظاهرشاه کاکا شاه محمود چې هغه وخت د افغانستان صدراعظم ؤد خپل حکومت له خوا د ډېورنډ تړون باطل اعلان اود وخت د بریتانیې د بهرنیوچارو وزیرته یې د یوې اعلامیې په شکل چې حقوقي اړخ یې د نړیوالو موازینو سره برابراوډېرقوي ؤ ورکړ.

په نړیوالوقوانینوکې دا هم راغلي چې: (( هردولت په حقوقي لحاظ خپلې ګټې اوخپل برخلیک په خپله ټاکلی شي . په دې معنا چې یودولت کولی شي هغه تړون ملغاء اعلان کړي چې ورته زیان اړوي .)) له همدې امله افغان حکومت هغه ملغاء اعلان کړی ؤ ،  

خودلته امریکایانوله یوې خوا په لومړۍ بن غونډه کې په څوتنوافغانانوباندې چې له نړیوالوقوانینواوسیاست څخه ناخبره او قدرت ته ډېرنږي وواومشري یې لاپوکومداري ډوله سودابازانوکوله پرته له ټولپوښتنې ( رېفرېنډم ) څخه چې د افغانستان اصلي استازي هم نه بلل کېدل اونه اوس بلل کېږي له نړیوالې ټولنې سره په جرمني کې یوتړون لاسلیک کړچې له مخې یې امریکایانوافغانستان ورباندې اشغال کړ، بیاېې د ښاغلي کرزي ددوووزیرانود خپلسروتوافقاتوله مخې جګړه پرپښتون مېشتوسیموباندې وروتپله اوهم یې د افغانستان په اساسي قانون کې امریکایي پوځیانو ته د قضائیي مصؤونیت برا ئت ورکړی په داسې حال کې چې لویې جرګې د اساسي قانون په اصلي مسوده کې داسې مادې نه دي لیکلې اونه هم داپه کې لیکل شوي چې د کمک اوهمکارۍ په نامه بهرني ځواکونه دې خصوصي ځانګړي زندانونه ولري اویا دې جکړه خصوصي امنیتي شرکتونوته په کرائیه ورکړي اویا دا چې د ترهګرواوترورېستانو پرځای دې د افغانستان خلک اوکلي بمباري کړي اود ترورېزم د تولید ، تمویل ، تجهیزاوتصدیرسیمې اوځالې دې په امن وامان کې پاتې وي .

 خوامریکایانو، فرانسویانو، انګلیسانو، کاناډایانو ، اونورودا ټولقیرمشروع اوږ د قانون خلاف کارونه په افغانستان کې کړي اوسربېره پردې یې خپلې اتومي اوذروي وسلې هم په افغانستان کې د ترورېزم د ځپلوپه پلمه استعمال اووآزمویلې اوخپل پوځیان یې ورباندې ترېنېنګ کړي دي ، پوځي ډګرونه یې پرته له ټکس امالیې ورکولوپه خپله ؤلکه کې اخیستي ، (۱۸) کاله یې د افغانستان هوایي حریم په خپل کنټرول کې ساتلی اویوپول خاک پولي یې هم افغانستان ته نه ده ورکړې ، دا په داسې حال کې ده چې له پېله ترنن پورې په ټول افغانستان کې هره ورځ تر(۲۵۰۰) زیات پروازونه کېدل ، آن تر دې چې په غیرمترقبه شکل پردي چارواکې افغانستان ته را تلل او را ځي ، په خپلواشغال کړیوپوځي اډوکې له خپلو پوځیانو سره ګوري ، خوافغان حکومت نه ورباندې خبرېږي ، دا ځکه چې د افغانستان د رادارو ټول د څاردفاعي سیستم یې له منځه وړی دی ، چې داټولې له نړیوالوقوانینوڅخه د شمالي اتلانتیک ( ناټو ټلوالې ) ښکاره سرغړونې دي .          

که چېرته د امریکې په مشرۍ ناټوټلواله د نړیوالې پرېکړې پربنا افغانستان ته راغلې وي، طالب رژیم خویې په (۴۵) ورځوکې د ننه ړنګ کړ، ترورېستان څه ووژل شول اوڅه پاکستان ته وتښتېدل ، نوبیا دا (۱۸) کاله د بهرنیوځواکونو پوځي ، اقتصادي اوسیاسي بوختیا وې په افغانستان کې د څه له پاره وې ، په داسې حال کې چې دوی له نړویولوقوانینوڅخه ښکاره سرغړونې هم کړې دي؟

ولې دامریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونوترنن ورځې پورې ترنیم مېلیون زیات افغانان د خپلواهدافوله پاره په خپل اود بل په لاس وژلي دي؟

 په داسې حال کې چې د ترورېستانود پټېدو، تولید، ټرېنېنګ ، تمویل، تجهیزاوتصدیرمرکزونه خوپه پاکستان کې وواودي؟

 ولې دوی دخپلوپوځي تطبیقاتوله پاره د افغانستان جغرافیه ځانته ټاکلې وه په داسې حال کې چې ( دزد هم درقبرجباربود اوګرګ هم درقبرجباربود)؟

پاکستان ولې د ترورېستانوداوښتورا اوښتوپه پلمه د آزادو قبائیلوسیمې وټکولې، (۵۰۰۰) قبائیلي مشران اوتر(۶۵۰۰۰) زیات دآزادوقبائیلوهغه پښتانه یې په مرموزاوعلني ډول زنداني اوووژل چې پخوا پنجابي ادارې هلته په هغوسیموکې واکمن حکومت نه درلود ځکه آزاد قبائیل خوعائقې اوصفري نقطې دي؟

خوخبره داده جې آیا پاکستان په خپل جرئت له دې فرصت نه په استفادې سره خپلې تاڼې آن دافغانستان د خاورې سترا تژیکوسیموته راانتقال کړې، پرډېورنډ کرښه باندې یې دخندق کیندلواوسیمې کټارودرلوفرصتونه ځانته برابرکړل اوکه دامریکې اوپاکستان ترمنځ د کومې پټې معاملې اوتوطئیې له مخې یې د خپل سترا تیژیک عمق همغه پخوانۍ پروژه پرمخ یوړه، په داسې حال کې چې ناټوټلواله د خپلوراتلوپرمهال دافغانستان د ځمکني اوهوایي حریم ، زموږدهېواد دخلکود سر، مال اوناموس خوندي ساتلو، کمک اوهمکارۍ په پلمه افغانستان ته راغلي دي، نوبیا څه پېښ شول چې پاکستان په دومره خلاص مټ له ټولوعائقوسیمورا تېرېږي اود افغانستان په خاوره کې د ننه یا خپلې تاڼې جوړوي اویاهم تخریبي عملیات په کې ترسره کوي؟

داچې دافغانستان پخوانیواواوسنیوحکومتونواوپارلمانونوپه ځلونودډېورنډکرغېړنه کرښه نه ده منلې اوپرخلاف یې څو څوځلې د نه منلواعلانونه هم کړي دي نوبیا امریکایي سناتورانواوبریتانوي ديپلوماتانود کومونړیوالوقوانینواوکومواسنادوله مخې د ډېورنډ د کرښې د په رسمیت منلونارې سورې جوړې کړې وې اونړیوال د کوم اجرائیوي صلاحیت له مخې پردۍ خاورې اوسیمې یوه داسې مصنوعي هېوادته ورهبه کولی شي چې هغه هم په پردیوخاوروکې د وخت د استعماري ځواک په منافقت را منځته شوسی وي؟   

غربي نړۍ ولې د افغانستان درانه کلتور، دین ، قانون ، امنیت اوتلپاتې سولې ته درناوی نه لري چې د خپلې مشروطې وارداتي غربي دیموکراسۍ پرمټ یې د افغانانوملي یووالي اوبیا رغونې ته سخته صدمه پرې ورسوله ، د ښې حکومتولۍ پرځای یې اداري فساد ، توکم پالنې ، سمت ، ژبې اومذهبي تاوتریخوالي ته وده ورکړه ، کورنيو، سیمه ییزواونړیوالومافیایي بانډونو، سړي تښتوونکو، ترورېستي ( طالب ، داعش اوالقاده ) ډلو، د جنسیت دتوپیري چلند وارداتي پروژو، د قاجاقي اوکانې غلوغدیواوزورواکوډلګیوته ولې وده ورکړشوه ؟ 

دا چې افغانستان د چا مستعمره نه ، بلکې یو تحت الحمایه هېواد دی، حقوقي اومعیاري باوریې د نړیوال طرزالعمل اوبین المللي تړونونوله مخې ځکه لاپرځای دی چې ټولونړیوالو په رسمیت پېژندلی دئ ، نود سولې اصلي وارث هم افغان دولت ګڼل کېږي ، نه نورذي دخله اود افغان ستونزې عامل اړخونه .

له همدې امله دافغان سولې تړون باید دافغان دولت د صلاحیت لرونکو رسمي استازواودولتونوترمنځ لاسلیک شي، نه دا چې د آزمویل شوي اپوزیسیون اویا ټکول شویواوبېواکه طالب استازوترمنځ د بندودروازوترشا د افغانستان د راتلونکي نظام پرسرشاه شجاع ډوله پرېکړې کېږي چې دا بیا افغانانوته د نړیوالو قوانینو له مخې د منلووړنه ده .ځکه نړیوال حقوق پوهان هم په دی باوردی ، چې د اساسی قوانینوضوابط په بین المللی حقوقی نظام کی بشپړنفوذ لری، آن تردی چې د یوهیواد د اساسی قانون د حکمونو، نه رعایت کول هم د تړون د باطل کیدولامل ګرځیدی شي په داسې حال کې چې خپله طالبانونه د خپلې واکمنۍ پرمهال خپل اساسي قانون درلود اونه هم د افغانستان ملي وثیقې ته د قانون په سترګه ګوري اوآن چې اخطارونه ورکوي چې که دوی واک ته ورسېږي د افغانستان اوسنی قانون به ملغا اعلان کړي .

اوس چې د سولې په نوم دا تړون د طالب استازواود امریکې د بهرنیوچارود استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د (۱۷) ورځوپه اوږدوکې په دوحه کې پای ته رسېدلی آیا دا تړون د دولتونوترمنځ لاسلیک شوی ، اوکه نه یوې خوا ته د امریکې حمایتګردولت ، اوبل لورته یوه مخلوع تروریستي ډله ؟

آیا په دې تړون کې دحقوقي طرزالعمل شرط پر ځای شوی که څنګه ځکه طالب خو دولت نه دئ اوهغوی امریکې په خپل لاس ړنګ کړي؟

دا چې طالب له سره قانون نه پېژني ، نود کوم اساسي قانون د حکمونوله مخې دوی د افغانستان د (۳۶۰۰۰۰۰۰۰) خلکواستازیتوب کولی شي اوپه کوم صلاحیت دوی دا تړون لاسلیک کوي ځکه طالبان خو د افغانستان په خاوره کې د ننه مطلقیت هم نه لري اوکه یې احیا ناً ولري نوبهرنی سیاست یې هم د پاکستان په لاس کې دي چې دلته بیا طالب حق نه لري له چا سره په خپل سرسیاسي معامله وکړي ،خوکه معامله وکړي هغه به هم غیررسمي اوغیرقانونی وي اوهېڅ اجرائیي بُعد اومشروعیت به ونه لري.

 که چېرته ددولتونوترمنځ کوم تړون لاسلیک کېږي باید لومړی هغه په پارلمان کې تصویب شي او وروسته د پارلمان له تصویب څخه دولتونه کولی شي هغه لاسلیک کړي ، خوله نېکه مرغه چې دلته خونه طالب حکومت لري اونه هم پارلمان ، بل دا چې طالبانولویه جرګه هم نه ده راغوښتې اود افغانستان د مختلفو قومونواستازي یې هم نه دي پوښتلي ، نودوی د کومواصولوله مخې دا غیرحقوقي سوله له امریکې سره لاسلیک کوي اوامریکه ولې دغیرقانوني اوغیرحقوقي سولې پر تړون باندې کلکه ولاړه ده ؟ آیا دا سوله هم لکه د ګندمک داسې ده ؟   

د افغان سولې تړون لومړی باید د افغانستان د اعلی سرقوماندان (جمهوررئیس)له خوا ومنل شي ، په داسې حال کې چې طالب له سره جمهوررئیس نه لري ، نوبیا څه ډول دا تړون په دوحه کې لاسلیک کېدای شي؟

د سولې تړون باید ددولت په رسمي جریده کې خپورشي ، ولې طالب خونه رسمي دولت لري اونه هم رسمي جریده چې عام ولسونه له خپلې پرېکړې ورباندې خبرکړي ، په ګونګ اومبهم صورت کې د خلکو برخلیک څه ډول دداسې سولې د تړون له آدرسه صورت موندلی شي؟   

د افغان سولې دا تړون باید لومړی د ملګروملتود تړونونوپه آرشیف کې ثبت اوراجسترشي ، خوزه یقین لرم چې د افغان سولې په نامه دغه د خټوپزه په هېڅ ځای کې نه ده ثبت شوې ، دا د امریکې یوطرفه هغه لوبه ده چې اجرائیي صلاحیت یې نړیوالوقوانینوترې اخیستی خودوی یې د خپلوشوموموخوله پاره پټه پرمخ وړي .

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت اوس هم د امریکې ترنیم بند حمایت لاندې دی اونورې ټولې امنیتي چارې په خپله پرمخ باندې وړي ، نودافغان سولې دا پروسه هم باید د امریکې اوافغان دولت ترمنځ عملي شي کنه نودامریکې اوطالبانوتر منځ د سولې دا تړون هېڅ ډول قانوني حیثیت اواعتبارنه لري ځکه دا تړون نوربنسټيزمعیارونه اواوصول چې هغه ((د اهلیت اوصلاحیت له مخې د نړیوال حقوقي تګلارې غړي وي ، د تړون موضوع باید مشروع وي نه ناروا، اونړون کوونکي باید خپلواکه اوخودارادیته خلک وي ، نه غلام اومزدورکسان)) چې دا یوشرط هم په طالبانوکې نه پوره کېږي ، پس پرېکړې یې هم اعتبارنه لري اودغه کورني اوسیمه ئیزفشارونه امریکې اوپاکستان په خپلمنځي تفاهم سره یوازې ددې له پاره په لاره اچولي چې له افغان حکومت څخه خپل ځان اوپاکستان ته امتیازات پرې ترلاسه کړي .

اوس به راشو دېته چې آیا امریکا ـ طالب سوله د نړیوالوقوانینوپه رڼا کې حقوق لري که څنګه ؟

لومړی اصل : افغان خپلواک دولت د خپل واک اووړتیا له مخې د ویانا د کنونسیون د (۶مې ) مادې سره سم جوړشوی ،افغانانو په غوڅ اکثریت د نړیوالوترحمایت لاندې ټاکلی ، همدغه دولت له یوې خپلواکې نړیوالې ادارې سره چې د بین المللی حقوقود متصدي په توګه د بین المللی تړون دلاسلیک کولوحق ورسره شته ، د سولې دا بین الافغاني تړون لاسلیک کولی شي نه طالبان ، ځکه له طالبانو سره ددې تړون صلاحیت اوواک نه شته ،خوددوحې دغه تړون د افغان هېواد د مشروع برخلیک پرضد ، د طالبانو په تېروتنه ، دوکه اواجبارسره لاسلیک کېږي ، ځکه د افغانستان د ټولوخلکورضائیت اوخپلواکه اراده په کې نه شته ځکه خودا تړون باطل دئ .

  دوهم اصل : د طالبانواوامریکې ترمنځ چې په دوحه کې د سولې دا تړون لاسلیک کېږي د ویانا د کنونسیون د (۵۳) مادې پراساس مشروعیت نه لري ، خکه په دې تړون کې دغبن (دوکې)اواجباردواړواحتمال لیدل کېږي . د ویانا د کنونسیون د (۵۰مې ) مادې پربناء رشوت اوامتیازات هم دچل ول اودوکې یوډول ګټل شوی، د اسلامي اصولوله مخې دغه ډول ورکول یا ترلاسه کول دواړه مردود ګڼل شوي دي ځکه چې د اسلام دین پرانسانانوسربېره له څارویوسره هم جبراوچل ول (زر، زوراوتزویر) نه مني چې کېدای شي پاکستان اوامریکه به طالبان د خپلوامتیازاتوترلاسه کولوپه خاطرپرافغان حکومت باندې د فشارد آلې کارولوپه توګه استعمال کړي خوبیا هم داسې سوله له دغه ډول ادرسونوڅخه باطله ده، خواجباریا تشدد بیا په بېخپوره توګه دغه ډول سوله هم اسلام اوهم دنړیوالوقوانینو(۵۱ مې او۵۲ مې) مادې مردوده اوباطله اعلان کړې ده .

اوکه چېرته د اندونېزیا ، یا ترکمنستان په څېرکوم درېیم ګړي(ثالث بالخیر) هېواد ددوواړخونوترمنځ د روغې جوړې له پاره را ودانګي، نود ثالث بالخیرله پاره په الزامي توګه په نړیوالوقوانیونوکې دا د مصلح مجبوریت اودنده نه ده چې هغه هرډول پرېکړه وکړي نوجانبین به یې خا مخا ومني.ځکه دلته په افغان سوله کې د طالب اوامریکې ترمنځ په داسې حال کې د سولې خبرې وشوې چې د طالب حکومت د یوه خپلواک هېواد په توګه د امریکې په وړاندې شتون نه لري ، نو سلوله پرته له یوې مسؤولې مرجع له چا سره باید وشي تر څود ضمانت اجرائیي شرطونه پرذمه واخلي؟

همدارنګه که سوله د طالب اوافغان دولت ترمنځ وي نوبیا خود نړیوالوقضاتوپه آند دغه ډول پرېکړې امریکې ، پاکستان ، روسیې ، چین ، قطراونوروکوربه هېوادونوته ددې سولې د حقوقي اړخ حق نه ورکوي اونه هم ذي دخله هېوادونه له افغانستان څخه خپل امتیازات پرې ترلاسه کولی شي .          

که چېرته په افغان ستونزه کې ذي دخله لیرې اونږدې هېوادونه ځانونه د دې ستونزې اصلي وارثین ګڼي، نودوی دې لومړی ټول افغان دولت اوافغانانوته په ګډه دخپلودغه ډول پردیوتپل شویوجګړوله امله د تېرواړول شویومالي ، ځاني اوملي تاوانونوغرامت ورکړي اود راتلونکې له پاره دې د افغانستان د خاورې تمامیت ، خپلواکي ، امنیت اوتلپاتې سولې اجرائیي تضمین ورکړي، بیا دې د افغانانونوپه استازیتوب له افغان دولت سره سوله وکړي .  

پایله :

د طالبانواوامریکې ترمنځ دغه ډول یرغمل شوې سوله د حقوقې تیوري له مخې هېڅ ډول مؤجه بڼه نه لري اوعملي کول یې هم ناشوني برېښي .

افغان سوله خپله د افغانانوحق دی طالب د افغانستان ددولت اوملت په غیاب کې حق نه لري چې د سولې مجهولې خواوې په پټوسترګوله بل چا سره د سولې په نامه اعلان کړي ، خوکه څوک د افغان دولت په غیاب کې دغه ډول غیرمسؤولانه پرېکړې کوي ، نودا خوبیا افغان دولت ته د یوې بلې تپل شوې جګړې اعلان دئ چې همدا اوس محسوس دئ .

د افغانستان اوسنی حکومت باید بېرته د نړیوالې ټولنې له خوا په خپلو پښوودرول شي ، ځکه همدغوګاونډیانواونړیوالوپه مستقیم اوغیرمستقیم ډول داهېواد بې وسلې کړی ، نواوس دې یوځل بیا د افغانستان وسله وال پوځ بېرته مسلح کړي تر څود خپل ځان کورنی اوسرحدي امنیت په خپلواکه توګه خپله ونیسي ، خپل سیاسي برخلیک خپله په سرتاسري بین الافغاني توګه پرته له پردیومداخلواوزدوبندونوڅخه وټاکي ، نړیوال اوټوله سیمه دې ددې بهیرملاتړوکړي اوافغانان دې خپل برحق ژوند تېرولواوخپل هېواد آبادولوته په قلاره پرېږدي ، هغه وارداتي وایرسونه دې نورترې ورټول کړي چې کورنۍ یې په بهرکې اودوی دلته په افغانستان کې خپلې مافیایي پروژې چلوي. پای
اخځایونه:
د نړیوالوحقوقومختلفې منابع .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت