عبدالرووف لیوال

 

د جهادیانودویښتانوعایدات

دپاکستان دولت له څلویښتو کلورا په دې خوادافغانستان اونړۍ په کم عقله جهادیانو سوداګري کوی ، په میلیاردونوډالرترلاسه کوی اوخپل بیت المال ته یې اچوی .

لکه داڅوورځې مخکې یې هم دطالبانودپلورله کبله یې دشپږ میلیاردو ډالرودورکړې ژمنه له امریکې ترلاسه کړه .

خوپه خواشینۍ سره زموږجهادیان لکه ژوی خرڅیږی ، تجارت پرې روان دی ، همداراز پاکستان حتی دطالبانو په لویو څڼوچې مخکې دهغو له بندی کولو نه یې دډمانوپه وسیله کټ کوی هم تجارت کوی اوبهر ته یې صادروی اوځینې ګټه اخلی  

په دری ژبه کې یو متل دی چې وایی (تاکه احمق درجهان است عاقل درنمی ماند )

په ریښتیا هم ، تر څو چې بې عقله مسلمان په دنیا وی دجهاد په نوم به دوکه خوری ، پاکستان به پرې تجارت کوی اوګټه به یې خپلو کڅوړو ته اچوی .

هغه ډالراووسلې چې پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې داسلام اودتودواوبونه ددفاع په بهانه ترلاسه کړل تقریباٌ دمارشال پلان دپیسو په اندازه کیږی ، دې ګټې سره هغوی وکړای شول چې په اټومی وسلو سمبال ځواکمن اردو ولری  ، او هم  وکولای شی په قوت سره دافغانستان اردو دړې وړې کړی ، په سیمه کې دهندوستان دې اردوسیال وګرځی .

پرته له پورته ګټې خپل ناقانونه سرحد اوپولې ته په وچ زور سره قانونی حیثیت ورکړی ، اوپه سپین سترګۍ سره پرې اغزن تار وځغلوی او تر خپلې ګونډې لاندې هیواد ( افغانستان ) باندې هره ورځ توغندی وتوغوی ، خپلې نظامی اړیکې له روسیې او چین سره غښتلې کړی ، حتی دافغانستان له بې څښتنې فضا نه په استفادې سره ، خپلې چورلکې درغونې او جاسوسی لپاره روسیې ته ولیږی ، چې څو کاله وړاندې لّه همدې چورلکو نه یوې یې په لوګرولایت کې بیړنۍ ناسته وکړه ، چې تر نن ورځې دې ضعیف هیواد یې پوښتنه ونه شوای کړه ، چې داالوتکه دڅه لپاره افغانستان ته راننوتې وه او څه موخه یې درلوده ؟

ترڅوچې موږسیاسی هوښیاری پیدا نکړو ، همدا به موحال وی ، دهر چا دلاس آله به یواوپردی به را باندې تجارت کوی .

عبدالرووف لیوال .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت