عبدالرووف لیوال

 

ګل دکدوګل دی ،یوشکوم ورپسې بل دی

داکدو ګل دامریکې لپاره په افغانستان کې اسلامی ډلې دی .

تیره ورځ درسنیوله لارې یو خبر خپور شوچې امریکایی ځواکونودبادغیس ولایت په (جوند)ولسوالۍ کې دطالبانوپه یوه زندان بریدوکړ، دزندان ساتونکی طالبان یې ووژل او۴۰داعشیان یې له زندان نه آزاد ، په خپلوچورلکوکې یې کینول اوناڅرګند لوری ته یې الوت وکړ.

عبدالله افضلی دبادغیس ولایت دولایتی شورا مرستیال ، جمشیدشهابی دبادغیس ولایت ویاند اودطالبانوقاری یوسف احمدی ددې خبرپخلی وکړ.

داپه داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې هم مولوی حبیب الرحمن دداعشیانولوی قومندان له یوسلودیرشوکسانوسره په جوزجان ولایت کې دطالبانوله ګورت نه خلاص اومیلمستونوته ولیږدول شول .

همدارازڅه موده مخکې په فاریاب ولایت کې هم دداعش ۲۰۰اورپکی دامریکایانو له خوا دطالبانوله محاصرې نه خلاص شول.

یونیم کال وړاندې کله چې طالبانوغوښتل دننګرهاردپچیر آګام ولسوالۍ په سمڅوکې داعشیان په مخه کړی اوهغه سمڅې ترخپلې ولکې لاندې راولی ، نوامریکې پرهغو سیمودبمونومورراغوزارکړه ، خومرګ ژوبله په دې خاطر لږوه چې له مخکې داعشیانو ته ویل شوی ول چې پښې سپکې کړی  ، خولادې سمڅو ته طالبان نه ووورغلی چې دبمونووالده صاحبه له آسمان نه راپریوته ، شنې کروندې ، ونې ،ګلان اوژوی یې لو لپه کړل .

اوس به راشودې ته چې دبمونو دمورخاوندان په دې تکل دی چې راځه له طالبانو سره به سوله وکړو ،یو ،دوه ،درې دایمی اډې به ورسره ومنو- نور به له افغانستانه وځو ، که دااډې یې راکړې خو غوړی لا غوړ او که نه ولله که خو ددوی په کولموکې اوبه رانه تودې شی، داسې داعشی ډله به دوی اودافغانستان خلکو ته وروشکاروچې توردروبڼ پرې جوړ کړی ،زموږچړچې به دیوې بلې اسلامی ډلې په شتون کې دوام ولری لکه پخوا چې جهادیان بیا طالبا ن، بیادولتی تنظیمیان ، بیاهم طالبان اوپه آخر کې هم داعشیان اووروسته هم حرامیان اودالړۍ به همداسې روانه وی ، داچې په افغان ولس څه تیریږی ،چندان مهمه خبرنه ده ، دوی هسې هم دجګړو اودسون توکی دی . خدای دې پرموږ ورحمیږی .

عبدالرووف لیوال.

 

 

 


بالا
 
بازگشت