ســــولـــه څـــه تـــه وايـــي؟
محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ دتلي ۱۷ مه
سوله ډیرتعریفونه لري. کیدای شي چې ځینو خلکو ته سوله د ډلو او دولتونو تر منځ د جګړو، شخړو او اخ او ډب د نه شتون یا په بل عبارت د ډز بندۍ په معنا ګڼي. خو که چیرې په یوهیواد کې پورته یادې شوې ستونزې شتون هم ونه لري خو چې خلک خپلو روا حقوقوته لاسرسی اوعدالت شتون و نه لري او په ټولنه کې عدالت حاکم نه وي، نو د خلکو حقوق به تروړل کیږي چې په دې صورت کې به خلک بیا هم اړ شي چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره لومړی د قانون په چوکاټ کې خپلې غوښتنې مطرح کړي اوکه چیرې د قانوني لارې دا کارعملي نه شي نو د حقوقو څخه محروم خلک به په هره لاره چې وي د خپلو روا حقوقونو ترلاسه کولو له پاره بله لاره چاره غوره کوي که هغه لاره نرمه وي یه سخته ، سړه وي او یا ګرمه. داسې باور کیږي چې سوله هغه مهال شتون لري چې په ټولنه کې لاندینی حالت حاکم وي:
· خلک، د ډاراویا تاوتریخوالي له ګواښ پرته په خوندیتوب کې ژوند کوي، یعنې د ټولنې هرغړی کولای شي چې په ډيرډاډ سره د ژوند ټولې چارې له هرډول وېرې او ډارپرته سرته ورسولای شي. هیڅکله هېڅ ډول تاوتريخوالي او ظلم په قانون کې د منلونه وي ، او هیڅ ناروا عمل د بښنې وړنه وي.
· قانون د ټولو په وړاندې یو شان پلی کیږي، خلک په قضايي سيستم باندې باور لري، او د خلکو حقونه په عادلانه اواغیزمنه توګه د قصايي/عدلي اوامنیتي اداروله لورې په خوندي توګه ساتل کیږي.
· هرڅوک کولای شي چې په سیاسي چا رواو سیاسي پریکړو لکه د قوانینو، مقرارتواو پالیسیو په جوړولوکې ګډون وکړي. حکومت خلکو ته حساب ورکوي او د ملت د یو خدمتګار په توګه عمل کوي نه د یو حاکم په توګه. البته په ټوټالیتر نظامونو او سیسټمونو کې حکومت هیچا ته ځواب ویونکی نه وي، خو ددې پرخلاف جمهوري نظامونه بیا د پورته یادو ځانګړنولرونکي وي.
· هرڅوک بنسټیزو اړتیاؤ لکه خوړو، پاکو اوبو، سرپناه، ښوونې اوروزنې، روغتيا پاملرنې اود ژوند سپیڅلي چاپیریال ته پرته د جنس، قوم، ژبې، ملت، مذهب او نژاد په پام کې نیولویوشان لاسرسی لري. له شک پرته دا کارهغه مهال شونی دی چې په ټولنه کې یوعدلانه نظام حاکم وي. ټولې فیصلې د قانون له مخې اود خلکوله خوا مطرح شوي اود قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي.
· خلک د هغوی د ځانګړي هویت په پام کې نیولو پرته د کار او ژوند، یو شان فرصتونه لري. هغوی ته د هغوی د وړتیا سره سم د کار شرایط برابریږي او د هیواد په هره برخه یا سیمه کې يې چې خوښه وي سکونت اختیارولای شي اوله هرډول ګواښ پرته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکولای شي.
د پورته یادو شوو حالاتو شتون د عدالت په رڼا کې شونی دی کوم چې په خپل وار سره د رښتوني سولې ضمانت کوي اولاره ورته هواروي.
سوله د مثبت او منفی حالت په بڼه را څرګندیږي :
لکه چې پورته ورته اشاره وشوه ځینې خلک په ساده باور د تاوتریخوالي او جګړې نه شتون ته سوله وايي. د سولې دې ډول ته منفي سوله وايي. منفي سوله د هغه يو نامطلوب حالت ښکارندويي کوي، چې نه واقع کیږي، لکه د بیلګې په توګه د اوربند له امله جګړه درول شوې ده، آن تر دې چې که چیرې د نورتاوتريخوالي د خپریدوامکان لا تراوسه هم شتون ولري.
کله چې تاوتریخوالي او بې عدالتۍ په هره بڼه وي ، که هغه مستقیم اویا کلتوري شتون ونه لري، نودې حالت ته مثبته سوله وايي. د مثبتې سولې موخه د ټولنې د بیلا بیلو ډلو، لکه د ښځو او نارينه وو، ځوانانو او سپين ږيرو ترمنځ او همدارنګه د ښاري او کلیوالي سیمو د خلکو ترمنځ د واک توازن رامنځته کول دي. مثبته سوله د هغې ټولنیزې سولې په معنا ده چې د ټولنې ټول غړي سرچینو ته لاسرسي و لري او و کولای شي چې خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي. سوله د هر ډول جګړې یا شخړې د بشپړ نه شتون په معنا نه ده، ځکه چې جګړه یا شخړه زموږ د ژوند یوه طبیعي او اړینه برخه ده. د هغې سمه معنا دا ده چې جګړې یا شخړې، خپل ځای سوله ایزو لارو چارو ته پریږدي او د درناوي له لارې باید د ټولو ښکیلو وګړو روا (قانوني) اړتياوو او ګټو ته د عدالت په رڼا کې پاملرنه و شي. له همدې امله، سوله هغه بهیرته ویل کیږي چې شخړې (جګړې) د سوله ایزو لارو له لارې د خلکو تر منځ تلپاتي مثبتې او رغنده اړیکې بیا رامنځته کړي، د خلکو دردونو ته مرهم وګرځي، پخلاینې ته پاملرنه وکړي او داسې ټولنيز سيستمونه رامنځته کړي چې د ټول نفوس اړتياوې پوره او د شخړو د حل له پاره رغنده کارتر سره کړي. خودا یواوږد بهیردی چې پای ته رسیدل یې هېڅوک نه غواړي.
سوله څرنګه راځي؟
د سولې راوستل یو مفهوم دی چې په هغه کې بیلابیل بهیرونه، کړنلارې او پړاوونه دې ته اړ دي چې ویجاړونکي شخړې په پایښت لرونکو اړیکوکې شاملې ، بدلې او تلپاتې و ساتي. دا اصطلاح په همدې توګه په پراخه کچه یو لړ فعالیتونو ته وايي چې د سولې د رسمي تړونونو څخه د مخه او وروسته تر سره کیږي. د دې پوهې په رڼا کې، سولې ته نه یوازې د یو پړاو يا حالت، بلکی د یو روان بهیر په سترګه کتل کیږي. ځکه سوله داسې یو بهیردی چې یوڅوک پرته له دې چې کوم شخصي هدف ته په کې ورسېږي ، باید په کې بوخت شي .
د سولې راوستل د ډیرو بیلابیلو ښکیلو اړخونو لکه حکومتونو، مذهبي سازمانونو، مدني ټولنو، دودیزو مشرانو او جوړښتونو، رسنیو، او سوداګریزو ټولنو دنده ګڼل کیږي: دا د ټولنې په ټولوعلمي بنسټونو اوحکومت، ښوونځيو او سوداګریزو مرکزونواوهرکلي او ښارکې د ټولنیزو مرکزونو په کچو کارغواړي. د سولې راوستل د ارزښتونو، د اړیکو د مهارتونو، تحلیلي چوکاټونو، او ټولنيزو بهیرونو یوه ټولګه ده.
د سولې د راوستلو له پاره د خلکو او د هغوی د چاپیریال تر منځ د رغنده اړیکو جوړولو مهارتونو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې جګړې د ټولو اړیکو یوه طبیعي برخه جوړوي، خلک کولای شي له هغو مهارتونو سره ځان بلد او باور پرې پیدا کړي د کومو لارو څخه په استفادې سره له نورو سره اړیکه جوړه کړي ، تر څو د ژوند په څرنګوالي کې ښه والي راولي. اړیکي او پوهاوی، پوښتنې او ځوابونه، منځګړیتوب او خبرو اترو مهارتونه د سولې د راوستلو لپاره د بهیرونو اصلي برخه جوړوي.
د سولې راوستل په جګړه ځپلو هیوادونو کې د پایښت لرونکي بشري امنيت اوعادلانه پرمختګ د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کیږي.
سوله ئیزبهیرونه:
· له تاوتریخوالي پرته د شخړو سمبالول: د داسې یو ملاتړ اړتيا شته چې د يوې ډلې د ځواک د زياتولو له لارې د هغوی ستونزوته د حل لاره پیدا او د اړینو شرایطو له لارې اړیکو ته بدلون ور کړل شي.
· د مستقیم تاوتريخوالي کمول: هڅې بايد و شي ترڅو مستقیم تاوتريخوالي لږ شي. دا کار بايد عدالت ته د سرغړونکو (عاملينو) د را کش کولو، قربانيانو ته د هوساینې برابرولو اود تاوتريخوالي د مخنیوي، او د سولې د راوستلو فعالیتونوته د یوخوندي چاپیریال برابرولو، کوم چې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه ګڼل کیږي، د پام کولو له لارې ترسره شي.
· په اړیکو کې بدلون راوستل: داسې هڅو ته اړتیا ده چې موخه یې د داسې بهیرونو رامنځته کول وي چې دردونو ته درمل وګرځي، شخړو ته د پاې ټکی کیږدي او عدالت رامنځته کړي، تر څو د خلکو او هغوی په اړیکو کې بدلون راولي. دا بهیرونه خلکو ته فرصتونه ورکوي چې د اوږدې مودې له پاره، پایښت لرونکې حل لارې رامنځته او د هغوی اړتياوو ته پاملرنه وکړي.
· د وړتیا لوړول: هغه فعالیتونه، چې موخه يې يوازې د داسې جوړښتونو رامنځته کول وي چې د سولې د یوه پایښت لرونکي کلتور مخکښ جوړشي، بايد پلان يې جوړاوپلي شي. نو دا بیا پردې سربيره د خلکو له پاره ممکنه ده چې د اوږد مهالې سولې راوستلو د هڅو په اړه فکر وکړي ترڅواړتیاوواوحقونوته د ځواب ویلوجوګه شي ، د ښوونې او روزنې، پرمختګ، پوځي بدلون او تحول، څیړنې او ارزونې له لارې د تاوتريخوالي د مخنيوي شته وړتیا وې لوړې کړي.
د سولې راوستو له پاره غوره بنسټيز اصول:
· ارزښتونو ته پام کول: رواني، شخصي او سازماني غبرګون ته پام کول چې د سولې د راوستلو پروګرامونه د هغوی د ارزښتونو سره څه ډول تړاولري.
· بنسټيزواړتیاوواوحقونوته پام کول: د سولې راوستل له خلکو سره مرسته کوي ترڅوهغوی لومړنیو اړتیاوو او حقوقوته لاسرسی ولري په داسې حال کې چې د نورو اړتیا وې اوحقونه هم ومني .
· د جګړې او تاوتريخوالي شننه (تحلیل): د جګړې او تاوتريخوالي د لاملونو او ريښو دوامداره تحلیل ته اړتیا ده، ترڅو د سولې له پاره مناسبې لارې چارې او منابع په ګوته شي.
· د اوږده مهال پلان جوړول: د سولې راوستل کیدای شي د لنډې مودې د پلانونو او یا فعالیتونو له لارې تر سره شي، خو ټولنيز بدلون راوستل ښايي کلونه او لسیزې وخت ونیسي.
· د ټولو سيسټمونو بدلون: د سولې راوستل د شخصي، اړیکو، کلتوري، او جوړښتیزو سطحو او د نظام او سیسټم بڼې ته بدلون ورکوي.
· د همغږۍ کړنلارې او ښکیل اړخونه: بیلابیل ښکیل اړخونه بايد خپلې کړنلارې د خپل مسئولیت، حساب ورکولو، د مقابل لورې معقولواو روا غوښتنو، ځان تیریدنې اوانعطاف اوهر خیز ګډون له پلوه د سولې د راوستلو په لارکې همغږي کړي.
· پیژندل او د ځواک جوړول: خلک باید د نورو سره د ګډو هلو ځلو او همکاریو پر بنسټ د خپلو انساني اړتیاوو د پوره کولو له پاره د نه تاوتریخوالي خپل ځواک څخه ښه پوهاوی ولري.
· ښکیلواړخونو او خلکو ته مناسب واک ور کول: د سولې راوستل باید په مشارکت اوخپل ځاني ټینګ هوډ ولاړ وي چې کولای شي پياوړې او پراخه شي او نورې مناسبې هڅې باید تر سره شي چې د نورو د نظراوریدلواو ځواکمن کولو پر بنسټ ولاړې وي.
آیا له افغان سولې پرته کوم بل بد یل شته ؟
په اقتصادي ژبه ؛ هرشی چې پولي ارزښت ولري ، هغه ته اقتصاد ویل کېږي ، چې د هرشي دارزښت کمیت د همغه شي له کیفیت ، خصوصیت اواصالت سره تړاولري . که چېرته شی پولي ارزښت ونه لري ، هغه ته بیا اقتصاد نه ویل کېږي .
په سیاسي ژبه ؛ د ملي یووالي اوملي ګټوخوندي کولوپه خاطرپه کورد ننه ، اوله کوره د باندې په ټولوملي ، سیمه ئیزواونړیوالو اړیکو، معاملاتواوتعاملاتوکې ټولوحقیقي اوحقوقي ابعادوته په پام سره د دوامداره اړیکوتوازن اوتعادل برقرارساتلوته سیاست ویل کېږي . که په سیاست کې د طرفینوترمنځ د ذات البیني معاملې په صورت کې د متعادل توازن اصل په پام کې ونه نیول شي ، هغه سیاست به ناکام اومنفي پایلې ولري .
د معاملاتوپه ژبه ؛ که د بائع اومشتري دووکسانوترمنځ د بیعې اوشرا په تړاود نغد یا جنس په کومه معامله کې صداقت ، مهارت اوباورموجود نه وي ، هغه معامله ترپایه دوام نه شي کولی ، ځکه بائع اومشتري دواړه باید یود بل لازم اوملزوم ، یا په بله ژبه ؛ یوله بل سره ند یم اوند م وي . که معامله یې ترمنځ رغنده اوښه وه ، په بیا بیا له یوبل څخه د نوروذات البیني معاملوغوښتونکي وي ، خو په دې ډول معاملوکې الله تبارک وتعالی خپلو بنده ګانو ته امرکړی چې ؛ کله له یوبل سره د یوه شي معامله کوۍ ، نوویې لیکۍ او صالح اوثالث بالخیرمعروف شاهدان ونیسۍ . ځکه انسان فراموش کاراوظلوم الکفارمخلوق دئ .
اوکه معامله یې ترمنځ خرابه اوپه درغلیوباندې ولاړه وه ، نود نورومعاملوخویې پرته له جبیرې څخه بل بدیل اوامکان نه وي ، بلکې معامله یې په لویواوپراخوشخړواوبد یوسره هم بد لېدای شي . هلته بیا انسان په خپل نفس اوشیطان باندې ځکه حاکمیت نه لري چې د خپل طاغي اوسرکشه نفس په مرسته شیطان حکومت ورباندې کوي ، حقیقت په بډه وهي اود مظلوم حق د بې عدالتیوپه دادګاه کې دغرغرې په پړي په دارځوړند وي .
یومتخصص اومعالج انسان دوسته ډاکټرچې د کوم داسې ناروغ بېخپوره درملنه کوي ، هغه لومړی د ناروغ د ناروغۍ ورپېښېد و رېښې ترڅېړنې لاندې نیسي ترڅوناروغي یې تشخیص کړي ، د ناروغۍ ترتشخیصولو وروسته ددارودرمل آزموینې ورباندې پیلوي بیا د هغو اغېزې په ګراف کې هره ورځ ګوري . کله چې پرخپل تشخیص باندې ډاډمن شي نودارودرملوته د خپل طبي تقسیم اوقات سره سم پرله پسې درملنه پیل کړې ، ترهغوچې ناروغ په بشپړه توګه ډاډمن صحت پیدا اووایرس یې په وجود کې له منځه ولاړشي .
همداسې د (۴۰) کلن ناروغ افغانستان علاج هم درواخله . ځکه د افغانستان جګړه ئیزه اود ملي نفاق ناروغي آن ترمزمن حالت هم وراوښتې چې دې ناروغۍ د افغانستان ټولوبنسټیزوملي ، قومې ، مذهبي ، کلتوري ، اقتصادي ، امنیتي ، زراعتي ، تجارتي ، تعلیمي ، تولیدي ، سیاسي ، ټولنیزو، بشري اوحکومتي نهادونواونورواړخونوته له کلونو را هیسې زیانونه اړولي چې اوس یې پرته له بین الافغاني سولې څخه بله لاره اوبدیل هم نه ترسترګوکېږي .
ځکه افغانستان د وارداتي تپل شوې جګړې قرباني دئ اودغه له هراړخیزه مېکروبونوڅخه ډکه پردۍ جګړه خنثی کېد واوختمېدوته اړتیا لري ، خوپه څه ډول افکارو، کوموخولواوکومواشخاصوباندې دا کارترسره کولی شو؟
که د افغانستان د ورپېښې غمیزې پیل ، منځ پانګه او بېخ وڅېړو ، نو دا به را ته جوته شي چې د افغانستان خاموش اګثریت په سرکې سرې ، اوورپسې تورې بلاخوړلی . د فکري اوسیاسي ناروغیو پرازیتونه هم د هغوی په اکواریمونوکې ورته وکرل شول ، ځکه خونن افغان سوله د ترورېزم په ناسوربدله شوه .
سترنړیوال استخبارتي زبرځواکونه خپلوسترو پروژواو اهدافوته د رسېدو په موخه په خپلوکې سیالۍ سره لري ، چې پرسریې کله په خپلوکې سره ښکرپه ښکراوپه افغانستان او سیمه کې د جګړولامل شوي اوکله یې د جګړو مدیریت له یوه څخه بل ته اوله بل څخه بل ته په نیابتي توګه سپارلی ، خوپه کې سوځولي یې هغه خلک دي چې په سیمه کې یې بېرحمانه تمام عیارعارضي او فکري اورونه په کې بل کړي او پرمټ یې په فکري لحاظ هغوی د خپلمنځي نفاق په اورکې وریت کړي ، نظامونه اوملتونه یې په خپلوکې په سړواوتودوجګړوسره اخته کړي اوپه فزیکي لحاظ یې د باروتو په جهنمي اورونو اوشنولوخړوکې ورک ، تیت پرک ، برباد اوله خاورو سره خاورې ایرې کړي ، ملي شتمنۍ ، تاریخ اوفرهنګ یې یرغلګروترې وړی ، اوځایي خلکوته یې د تلپاتې بېوزلۍ اومزدورۍ پېټی پراوږو وربارپه میراث ورته پرې اېښی دئ .
هو! د ټولواستعماري ځواکونود پټواوښکاره مداخلواصلي انځوراومیراث همدغه دئ چې تل یې په خپل نوبت په استعمارځپلیوسیمواوهېوادونویوازې خپل منفي جال اوسیوری غوړولی دئ .
افغانستان هم له همدې هېوادونو یودئ چې له تېرو (۴۰) کالورا په ایسته د ټولونړیوالونورمونواوکنونسیونونو، د خاورې دتمامیت ، هوایي حریم ، خود ارادیت ، قانون اونظام خلاف څوڅوځلې د بهرنیوهېوادوترمستقیم یرغل لاندې راغلی اودا لړۍ ترنن پورې همداسې غځېدلې پاتې شوې چې هراړخیزځاني ، مالي اوملي نه جبران شوي زیانونه یې افغانستان ، افغان نظام اوافغانانوته وراړول شوي ، خوګټې نوروپه کې وکړې .
داچې پرافغانستان باندې ولې له بهره تېري روان دي ؟ علتونه اولاملونه یې څه دي ؟ دا به لاندې په لنډ ه توګه وڅېړل شي :
لومړی : ـــ پخواني شوروي اتحاد ولې پرافغانستان باندې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي یرغل وکړ؟ ولې یې د افغانستان استقلال ، قانون ، ارضي تمایت ، هوایي حریم اوخلکوته په سپکه سترګه وکتل ؟ ولې بېرته ووتل ؟ پاکستان ولې په دغونړیوالو پروژوکې دخیل ؤ؟ مجاهدین ولې په څو ټوټوسره ووېشل شول ؟ ولې یې د بېننسېوان غیرمنطقي اوناشوی فامول د افغان نظام په اړه د افغانانو په غیاب کې عملي کړ؟ ولې یې د طالبانومصنوعي پروژه جوړه کړه ؟ ولې یې لومړی په دري ژبواوورپسې پرپښتنوباندې جګړه ورتحمیل کړه ؟
دوهم : ـــ کله چې د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځوانو پرافغان هوایي حریم باندې ځانته د پوځي تجاوزحق ورکاوه ، نولومړی یې د سپتمبرتر(11) پېښې مخکې ولې له پاکستاني سیاسي اوپوځي چارواکوسره په امریکه کې کتل ؟ د طالب رژیم ترړنګېدو وروسته ولې طالبان بېرته د پاکستان د حکومت اومذهبي سیاسیونو په خوله سره راټول اود افغانستان د حکومت په وړاندې یوځل بیا ودرول شول ؟ ولې القاعده او ترورېزم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لومړی پاکستان ته سره را ټوله ، هلته تنظیم او په افغانستان کې وجنګول شوه ؟ ولې د امریکې له خوا پاکستان ته پیسې ورکول کېدلې ؟ ولې ترورېزم وده په کې وکړه ؟ ولې جګړه د توپ ، ټانک اونورودرنووسلوپرځای انتحاري واسکټو ته واوښتله ؟ آیا یهودي جنګي مربیونوهم په دغه ډول خطرناکو ټرېنېنګونوورکولوکې خپل ځانګړی رول درلود که څنګه ؟ اوس ولې جګړه له طالبا نواوالقاعده پروژوڅخه داعش ته واوښتله ؟ حزب التحریرپروژه به د خلافت نوم ترکومې کچې په دې جګړه کې بدنامه کړي ؟ ولې امریکې او ورسره ټلوالې یې په دا تېرو (۱۷) کالو کې په پاکستان کې پوځي عملیات و نه کړل ، په داسې حال کې چې د ترورېستانودتمویل ، تجهیزاوپټن ځایونواصلي وطن هم پاکستان ؤاودئ ؟
درېیم : ـــ اوس ولې امریکایان خپلې پښې سپکوي اوپه افغانستان کې د جګړې قومانده یوځل بیا روسانوته سپاري ؟ روسانو ولې یوځل بیا په افغانستان کې ددې جګړې اجاره کولوته زړه ښه کړی ؟ ولې د بن د پروژې پرړنګېدوسره سلا شوي ؟ ولې افغان حکومت خپلو افغاني پروژو او پلانونو عملي کولو ته په قلاره نه پرېږدي اوله هرې خوا د خپلو پلانونو د نه عملي کېدو پلمې ، دوسیې اودسیسې ورته جوړوي ؟ ولې د افغانستان د خلکواونظام کورني ، سیمه ییزاونړیوال دښمنان ورځ تربلې زیا تېږي ، کمېږي نه ؟
زلمی خلیلزاد څومیاشتې وړاندې په خپلوخبرو کې ویلي وو چې پاکستان طالبانوته ویلي : د سولې په خبروکې ګډون وکړۍ ، خوسوله به نه کوۍ !
خلیلزاد ریښتیا ویلي ، ځکه همدا اوس چې اسلام آباد ته د افغانستان د علماءوو کوم پلاوی تللی ، په هغه غونډه کې په لومړي سرکې د طالبانو پلارمولانا سمیع الحق اومولانا فضل الرحمن برخه نه لرله ، خوچې دپاکستان د استخباراتي ادارې (ای اس آی) له خوا ورته د ګډون اجازه ورکړل شوه ، نو بیا يې په پای کې هسې نمایشي ګډون وکړ، ځکه د افغان طالبانو د خبرو کولو یا نه کولواصلي ريموټ خو یې له ( آی اس آی ) سره دئ .
کله چې زلمي خلیلزاد عربي او نوروهېوادوته خپل لومړنی لس ورځنی سفرپیل کړ، نو د پاکستان د بهرنیو چارووزیریې په وړاندې داسې منفي غبرګون وښود چې ؛ (( خلیلزاد پخوا هم د پاکستان د منافعو خلاف منفي څرګندونې کړې دي . پاکستاني رسنیو د نوموړي ددې سفر په وړاندې منفي غبرګونونه نشرکړي ، نوموړي وزیر زیاته کړه : باید خلیلزاد د پاکستان د خلکوحساسیتونه په پام کې وساتي ، د افغانستان حکومت خپله د اداري فساد اوناسمې حکومتولۍ له امله یوناکام حکومت دي ، اوخپلې ټولې ملامتیاوې دې پرپاکستان باندې نه وراچوي .))
دایوڅرګند حقیقت دی چې پرافغانستان باندې د استعمارله خوا ورتپل شوې وارداتي (۴۰) کلنه جګړه پردۍ اود نړیوالو نورمونوخلاف جګړه ده اوهېڅ حقوقي جوازنه لري چې سترا تیژیکي ، پوځي ، سیاسي ، اقتصادي اود کلتوري یرغلونوګټې نورو په کې وکړې اود سر، مال ، ملي نظام اوخپلواکې جغرافیې بیه یې افغانانوپرېکړه . ځکه تاسوخپله قضاوت وکړۍ چې د ګاردین ورځپاڼې په حواله امریکایانواوورسره ټلوالې ، د پاکستان اوایران له لارې مخالفووسله والو په ګډه د ترورېزم د جګړې په نوم له (۲۰۰۱) زیږدیز کال را په ایسته تر (۲۰۱۸) زیږدیزکال پورې (۲۱۷۰۰۰) افغانان په خپل کورکلي اوټاټوبي کې وژلي دي .
عجیبه پرازیت ډوله امیبي حرکت ته ورته یوه داسې جنګي پروژه په افغانستان کې روانه ده چې د تغذ یې د ماشین ترسینه لاندې یې د هېواد په شارګونوکې خپل استثماري نېښونه د هېواد په (نهو) مهمونقطوکې ورښخ کړي ، د ځمکې څوپو ړیزه د طبیعي اوبود ذخیروآهکي کَوَرُونه (طبقې) یې ورسوري کړي اود پېچکاریوپرستنوباندې یې د افغانتستان د ځمکنیوقېمتي زېرمومنځ ته ځانونه پرې ورسول چې پرله پسې وچکاليو اود اوبود سطحې ټيټېد وعارضه هم له همدې امله منځ ته راغلې ده ، خوپه کې چاغ استعماري پرازیت شول، اوپه کې خوارځواکه ، کاواکه اوخراب افغانستان ، افغان نظام اوافغانان شول .
بلخوا د امریکې ترمشرۍ لاندې ناټوټلواله له تېروڅومیاشتورا هیسې د افغانستان د جګړې خصوصي کېدوخبره کوي ، مشرانوجرګې د امریکې پردغه ډول جنګي تګلاره باندې سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې د جګړې خصوصي کېدو پلانونه آن له پخوا را هیسې ناکام وو . هغه مهال چې په افغانستان کې (د ناټو یونیم لک پوځیان موجود وواوهغوی د امریکې یوه خصوصي امنیتي شرکت ( بلک واټر) ته دا چارې وسپارلې ، خو بلک واټرله غلا، چور، چپاؤل ، سړي تښتونواوقطاع طریقیوڅخه پرته بل هېڅ کارونه کړچې د افغانستان امنیت نورهم ورسره خراب شو. آخرافغان حکومت مجبورشوچې د خصوصي امنیتي کمپنیو(۷۲) خصوصي امنیتي شرکتونه یې غیر قانوني اوملغا اعلان کړل .
واشنګټن پُست ورځپانې لیکلي چې اېریک پرنس د افغانستان دجګړې د خصوصي کېدو زوروهي ، دغه خصوصي امنیتي کمپنۍ غواړي یوځل بیا همغه ناکامه تجربه په افغامنستان کې تکرارکړي ، ځکه خو د افغان حکومت له مخالفو جنګ سالارانو سره د ملاتړ په خاطر په پټو خبرو لګیا دئ . خوپه وړاندې یې افغان حکومت د بهرنیو چارووزارت له آدرسه د افغانستان د جمهوررئیس خبرې اعلان کړې اوویې ویل چې : افغانستان به هېچاته دا اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پرجګړه باندې خپل تجارت وکړي ، اوهېڅ امنیتي بهرنۍ کمپنۍ ته به په افغانستان کې د خصوصي امنیتي فعالیت اجازه ورنه کړي .
دغه پرازیتي لوبه په افغانستان کې لاهم روانه ده ، خود تشخیصیه لابراتوارتخنیکي اوتکنالوجیکي اړخ اوبې مسلکه لابرانت یې اوس هم د جګړې امیبي ناروغي محرقه بولي اودرملنه اومدوا یې پرتروخت تېروآسپرین ډوله بې خاصیته او بې کیفیته تابلېتونوباندې کوي .
افغانستان همدا اوس د مرګ پربسترباندې پروت دئ ، خومعالج ډاکټران وروسته له هروپنځوکالویوځل د قانون له دروازې څخه په داسې حال کې د کتنځای رسمي دفترته ورځي چې هلته یې په وړاندې خواوشا ډېرضد اونقیض د مزاحمت اړخونه هم وجود لري چې ترډېره له معالج ډاکټرسره د همکارۍ پرضد له پردیوپرازیتوسره غاړه غړۍ دي ، نوافغانستان او افغانان به څنګه له دې ناروغۍ څخه روغ پاتې شي اوافغانی الاصله بېخپوره او تلپاتې سوله به څه ډول منځته راشي ؟
پوره (۴۰) کلونه تېرشول چې په افغانستان کې نیابتي پردۍ جګړه روانه ده ، هره ورځ د اتلولیود ستېج پرسرپه پرمختللې پوځي تکنالوجۍ باندې د سمبالو باروتي فیلانوترمنځ د داسې نا انډوله لوبې بهیرروان دی چې افغانستان اوافغانان یې دواړه پرې غلبېل غلبېل کړل ، خولوبه لاهم په لوی لاس د تېرپه څېرجاري په کې ساتل شوې ده . څوک نه پوهېږي چې د نړیوال ښاماراوطالب ډوله داعشي موش خرما ترمنځ به دا جګړه ترڅو پورې په افغانستان اوسیمه کې روانه وي ؟
که طالب ځان افغان بولي ، نولومړی دې له خپل ځان څخه خپله وپوښتي چې دوی چا جوړکړي ؟ چا واک ته ورسول اوچا ددوی رژیم بېرته د چا په مرسته ورته ړنګ کړ؟ د طالبانواصلي د ښمن څوک دئ ؟ د افغانستان مسلمان ؤلس ، اوکه خپله پاکستان او بهرنیان ؟ که چېرته د افغانستان له ؤلس یا نظام سره د ښمني لري ، بیا خوورته لازمه ده چې د مذاکراتواوروغې جوړې خبرې هم له افغان حکومت سره وکړي ، اوکه د ښمني اوجګړه یې د پردیو په وړاندې وي ، نوبیا دې جګړه هم له پردیو سره وکړي اوخبرې اومذاکرات دې هم له خپل هغه سیال سره وکړي چې خپله فرمایشي جګړه یې ورباندې تحمیل کړې ده . نود افغان دولت اوعامو بې ګناه افغانانو وژلو ته یې ولې ملا تړلې ده ؟
خوپاکستان څه د شړومبومچ له ځانه جوړکړی چې هم د پردۍ جګړې پرکټوباندې بزېږي خپله غلچکې تغذیه ترې کوي اوهم یې افغان طالبان پرافغان حکومت باندې د فشارد آلې په توکه له ځان سره یرغمل ساتلي اود اړتیا پروخت یې په خپله خوښه د خپلوامتیازاتوترلاسه کولوپه خاطرد افغان حکومت په وړاندې استعمالوي .
بلخوا نړیوا له ټولنه هم ورځ تربلې ځان په ابهاماتوکې داسې را نغاړي چې د تخریبي مېخ ټکوهلودوړې یې هره ورځ د پاکستان په مرسته په افغانستان کې پورته کېږي .
د افغانستان خلک هم حیران دي چې له یوې خوا د ائتلافي ځواکونود مافیایي اړخ دغه ترمورمهربانه دائیې د کومې مهربانۍ له مخې د ( دری نیم مېلیونه ) مجبوروافغانانوپه خوله کې د زهرجنو پیو شیرې ورڅڅولې او په داسې تدریجي مرګ یې ورباندې وژني چې وینه یې هم ځمکې ته نه توئیږي ، اوله بل پلوه د افغانستان خاوره اوهوا دواړه د یوه لابراتواري آزمونځای په توګه استعمالېږي چې موږ یې ښکاره بېلګې په اچین او نورو سیموکې دبمونود موراونورو زهرجنوکېمیاوي ، بیولوژیکي اوذروي وسلواستعمال په ګوته کولی شو.
خو بل لورته بیا د افغانستان اوافغانانو په دغه زار حالت باندې د خپل مکراوتمساح اوښکې تویوي او وایي چې موږ د افغانستان د نظام اوخلکو ترشا ملاتړلي ولاړیو. دا نو څه ډول سترا تیژي ده چې هم افغانان په کې وژل کېږي اوهم یې حلواوې خوړل کېږي اووېشل کېږي ؟
ولې په اصل کې داسې نه ده ، ځکه کومه لوبه چې همدا اوس د زبرځواکونوترمنځ په آسیا کې روانه ده موږ ته دا درس را کړی چې له خپلو اقمارو سره یې تد ریجي جوړجاړی روان کړی دئ ، ځکه امریکه په افغانستان کې د پاکستان د تخریبونو په وړاندې مستنکفه اوچوپه خوله ده .
د افغانستان پرطالبانو یې په افغانستان کې بله جغرافیه جوړوله ، خوافغان حکومت یې په وړاندې مقاومت وکړاوهغه توطئیه یې ورشنډه کړه ، داعش یې له عراق او سوریې څخه د ایران او منځنۍ آسیا هېوادوله لارې لومړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبائلي عائقو سیمو ته د انسجام له پاره سره را انتقال کړل ، اوس دا دي د ننګرهارله اچین ، تورې بوړې ، زابل ، ارزګان ، فراه ، کندز، فاریاب ، اونوروسیموڅخه د یوه نامعلوم آدرس پرخوا د حرکت په حال کې دي چې د روسیې غوني همدا اوس ورسره زیږه شوي دي .
د تلې په (۱۳مه ) د جمعې په ماښام د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېزمشرف د بلومبرګ ورځپاڼې سره مصاحبه کې ویلي اوطلوع نیوز نشرکړه چې : که امریکه له افغانستان څخه ووځي نوافغانستان به د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي . دغه خبر بلومبرګ ورځپاڼې نشرکړ. که د پروېزمشرف او بهرنیانودې خبرواونظریاتوڅرګندولوته ځیرشو،په ډاګه په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو، په افغانستان کې په لسګونواوسلګونوکلونود بهرنیوپوځونود پاتې کېدواو بوختیاوواود سولې د تدریجي تخریبولوبوی راوځي .
که څه هم پا کستاني چارواکوپخوا په ځلونود طالب ډلې له کره شتون اوملاتړڅخه انکارکړی ؤ، ولې په وروستیوکې یې دې مسؤولیت اخیستوته هم غاړه کېښودله ، خود سولې اړخونه یې تت او پیکه ښکارېدل ، ځکه چې له یوې خوا طالب په کې د خپل واک نه ؤ، اوله بل پلوه په افغانستان کې د پردۍ جګړې د پروژې ټېکه دارانو په افغانستان کې د خپلوګټوله پاره د جګړې ختمول نه غوښتل . خو په پاکستان ، افغانستان ، ترکیه ، سعودي عربستان ، چین ، اندونېزیا اومڼخنۍ آسیا هېوادونوکې د افغان سولې ټولې خبرې د باد خوراک شوې . د قطردفتراود کوټې شورا د افغانستان د جغرافیې د وېشلواوپه هېواد کې د جګړې اوږدولوله پاره را منځته شوي دي .
اوس چې پاکستان په خپلوټولومذبوحانه هلوځلوکې د خپل کورني ، سیمه ئیزاونړیوال غلط سیا ست له امله پاتې راغلی لګیا دئ یوځل بیا برمته کړې طالب ډلې د خپلوشومواهدافواوامتیازاتوترلاسه کولوپه موخه د افغان دولت په وړاندې استعمال کړي .
په ملګروملتوکې د امریکي استازي ، په افغانستان اوعراق کې د امریکې پخواني سفیرامریکایي التبعه افغان زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په خپلو خبروکې یوې رسنۍ ته ویلي چې : (( پاکستان د افغان سولې په اړه دوه مخې پالیسي پرمخ وړي ، په دې معنا چې افغان حکومت ته وایي : موږ په سوله کې همکاري درسره کوو ، خوطالبانوته یې ویلي چې : په سوله کې ګډون وکړۍ ، خوسوله به نه کوۍ . ))
دا په دا سې حال کې ده چې تراندونېزیا وروسته په افغانستان کې په زرګونوعلمأ د کابل په لویه خیمه کې سره را ټول او ځانمرګې بریدونه اوپه افغانستان کې پردۍ جګړې یې د قرآن او نبوي احادیثو له مخې حرام اعلان کړل ، د سعودي عربستان سترمفتي او د کعبې شریفې امام دا جګړه ناروا اوحرامه وبلله ، خو د پاکستان د طالبانو پلارملا سمیع الحق په افغانستان کې دغه د قرآن اوسنتوخلاف د پردیوګټوجګړه جهاد وباله او پردوام باندې یې ټینګاراوترکیزکړی .
بلخوا کله چې د افغان ؤلسمشرله خوا د کوچیني اخترد ورځو په مناسبت یوطرفه اوربند اعلان شو، د کوټې شورا هم په ورته عمل لاس پورې اودری ورځې اوربند یې اعلان کړ. د اخترورځې طالبانو، عام ؤلس اوحکومت په ټول افغانستان کې په ګډه سره ونمانځلې، د افغانستان عام ؤلس ، مدني ټولنواود سولې کاروان له ؤلسمشرمحمد اشرف غني څخه د اوربند د غځېدوغوښتنه وکړه او په وړاندې یې افغان ؤلسمشرهم مثبت غبرګون وښود ، د اوربند موده یې غځولې اعلان کړه ، خوطالب چارواکواود افغانستان دسولې دښمنانوچې د خپلو طالبانوله تپل شوې پردۍ جګړې څخه د ستړي کېدواوسولې ته د تږي کېدوحال ولید ، نویې د اخترپه ورځ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې بمي چاودنې وکړې چې مسؤولیت یې داعش ډلې پرځان باندې ومانه ، طالبانوهم اوربند ختم کړاوهم یې هغوطالبانوته د سزا ورکولواعلان وکړچې له حکومتي چارواکواوعسکروسره یې یوځای اختریزروغبړکړی ؤ.
ورپسې یې د حکومت له خوا له اوربند څخه په سؤ استفادې سره په هلمند ، ارزګان ، فراه ، چخانسور، غزني ورد کواو نوروسیموکې پراخ عملیات د ملي اردواوملي پولیسوپر ضد پیل کړل اوپه سلګونوافغان سرتېرې یې شهیدان کړل . همدلته د زلمې خلیلزاد خبرې وزن اوصدق وموند چې پاکستان یې هم په مېخ وهي اوهم په نال .
زما له ټولوافغانانوڅخه د ټول مظلوم ؤلس په استازیتوب دا تمه اوغوښتنه ده چې نوردې په خپلوکې د زړه په اخلاص سره کښېني ، بهرنیانوته د جګړې په غځېدوسره د پاتې کېدو پلمه په لاس ورځي ، که خپلمنځي جګړه ختمه شي ، نو ورسره سمه پردۍ پروژه یي اجاره کړې جګړه هم په افغانستان کې ختمېږي . ځکه افغانان به افغان شموله کورنی نظام او ډاډ من امنیت ولري . بیا به بهرنیان دلته د څه له پاره زموږ په خاوره کې د خپلو پوځي پرمختللو تکنالوجیوغوبل جوړوي ؟ نه هېڅکله هم نه شي کولی .
اې افغانانو! له خپل تېر(۴۰ ) کلن جګړه ئیزبهیراو نورو سیمه ئیزوجګړو ځبلیوهېوادوڅخه د عبرت درسونه واخلۍ ! ترخپل ځان اوخپلوګټوددې هېواد سلامتیا ، ځمکنۍ بشپړتیا ملي ګټواود راتلونکي نسل برخلیک ته ترجیح ورکړۍ ! اوس خو په دې جګړه کې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په لوی لاس دا هڅه هم کوي چې د سوریې په څېرروسیه هم د افغانستان جګړې ته را کش کړي ، خوکه دوی په خپل دې کارکې د افغانانود خپلمنځي جګړواواختلافاتوله امله بریالي شي ، افغانستان به په لوی لاس د تجزیې خواته ورټېل وهي اوملي یووالی به خدای مه کړه کورپه کورپه بد یواوتلپاتې جګړو باندې بدل شي . د افغانستان ملي شتمنۍ به پردي را څخه یوسي او موږاو زموږ راتلونکي نسلونه به د تلپاتې بېوسیو او مزدوریو په سیند کې ورلاهوکړي .
له دې ټولو داسې معلومه شوه چې روسان ، پاکستانیان اوناټو ټلواله ټول د افغانستان د معدنونولوټ کولواوغلا ته راغلي وواوراغلي دي ، ځکه خودوی زموږ په هېواد کې د سیاسي ، امنیتي ، نظامي اواقتصادي فضاء اوبه خړوي اودوی خپل کبان په کې نیسي . ځکه سوله په افغانستان کې نه راځي اونه خوڅوک بین الافغاني سولې ته پرېږدي . په داسې حال کې چې پرته له افغان سولې بل هېڅ بدیل هم وجود نه لري .
پایله :
که څه هم په دې وروستیو کې روسیه او امریکه په افغانستان کې د مداخلې له پاره یو د بل په وړاندې په حرکت اوتقابل کې محسوس شوي ، خو زه په دواړو زبرځواکونو باندې غږ کوم جې افغانستان سوریه نه ده ، په افغانستان کې دې له دې ناروا سیالیو څخه سره تېرشي، زموږ خاوره ، ملي نظام او مظلوم خلک دې نور نه خرابوي . په تېرو څلوېښت کلنومرګ ژوبلو به اوس دواړه خواوې ښې پړسېدلې او زړونه به یې ښه یخ شوې وي . افغانستان دومره وړه جغرافیه ده چې د متحده ایالاتو یو ایالت هم په مساحت کې ترې لوی دئ ، په افغانستان کې د سیالیو تقابل ، جنګ جګړو او د نظامونو ادلون بدلون ښې پایلې نه دې لرلې . ټولې نتیجې یې په تاریخي قضاوت سره منفي وې ، له دې وروسته هم نتیجه نه ورکوي ، که روسیه او امریکه غواړي چې په ریښتیا افغانستان د تل له پاره د ځان ملګری کړي ، نو د خپلو اقتصادي او نظامي سیالیو پرځای د ې د افغانستان بیارغولوته مټې را ونغاړي . غدۍ دې نه ور باندې اچوي ، د ملي شتمنیوغلا دې نه ترې کوي ، ملي یووالی او کلتوري او تهذیبي معاشره یې دې نه ورخرابوي ، او د ټولو بین المللي نورمونو او نړیوالو کنونسیونونوسره سم دې د افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ، ځمکنۍ بشپړتیا ، نظام ، قانون او خلکوته په درنه سترګه وګوري .
که په ریښتیا غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله را شي نو په افغانستان ، د افغانستان په کورنیو چارو کې دې ګوتې نه وروهي ، پر مخالفینو دې خپلې پرمختللې نظامي او اقتصادي مرستې بندې کړې ، پرګاونډیانودې دترورېزم په پلمه نورې پټې او ښکاره مرستې ودروي او د افغانستان له آدرسه دې مخالفین دېنه اړ کړي چې نور له تاو تریخوالي څخه لاس په سر شي ،خپلې وسلې پر ځکمه کېږدي ،په نظام کې دې د مشروع او وړتیا له لارې ونډه واخلي ، او خپل هېواد دې ورغوي .
پرټولوحکومتي ، اوپه حکومت کې د ننه حکومتي ضد کړیو( معاش خواره اپوزیسیون ) ، افغان مخالفووسله والوطالبانواوګاونډیانو باندې هم په ځغرده غږ کوم چې ، په افغانستان کې د افغان حکومت او نظام ترڅنګ دې په صداقت سره ودرېږي ، افغانستان دې د ړنګېدو پرځای ورغوي ، افغان حکومت دې خپلوملي پلانونوعملي کولوته پرېږدي ، ترڅود یوموټی پیاوړي اوپرخپلو پښودرېدلي با امنه افغانستان د موجودیت په صورت کې خپله هم د آرام اوهوساینې او بسیاینې سا واخلي . که نه نوګاونډیان اوټوله سیمه به یو پربل پسې ترافغانستان اوسوریې هم بد تره خرا ب شي . باید دا وخت له لاسه ورنه کړي . وما علینا الاالبلاغ ، له توجه څخه مو نړۍ مننه .
( محمد انور ولید )