د پاکستان سترابلیس درپېژنم !

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د غبرګولي ۲۴ مه 

په ټوله اسلامي نړۍ کې دشرعي دین اصلي علمأ د پیغمبر(ص) وارثان دي ، د الله (ج) ټول استازي ( پیغمبران ) علمأ ووچې خپلوامتونوته به یې د الله (ج) احکام اوفرمانونه په خپل ورکړی شوي علم سره رسول او بیانول ، او زه له علمأوو سره د زړه له اخلاصه مینه لرم ، ځکه زما هم نسبي اړیکې له علمأ وو سره دي . خوعلمأ له بابا آدمه تردې دمه پورې دوه ډوله دي :

لومړی : علمأی الداعي الی الحق .

دوهم : علمأی سؤ( الداعی الی الشروالفساد والفتنة اشد من القتل) .

الف : علمای الداعی الی الحق ؛ هغه علمأ دي چې په ريښتیني ډول د زړه په اخلاص د رسول الله (ص) میراث ( قرآن اوحدیث ) کما حقه ( هو بهو ) خلکوته د حق دعوت له لارې په پوره امانتدارۍ سره د اعلای کلمة الله د لوړولو له پاره پرته له لاسوهنواوتحریف څخه رسوي .

ځکه دغه ډول علمأ د خپل رسالت اودیني وجیبې او مکلفیت پراساس له خدایه په زړه کې وېره لري اود ژوند په ټولواړخونوکې الله (ج) پرسرحاضرګڼي ، له کتاب الله اوسنت رسول الله (ص) پرته د خپل نفس په خوښه هېڅ فیصله او پرېکړه نه کوي اوخپل ایمان یې د (خوف او رِجأ) ترمنځ عقیده وي چوکاټ کې تل ژوندی اوخوندي ساتلی وي . هو! همدغه ډول علمأ د پیغمبر(ص) دالهي خوښ کړي دین اصلي وارثان دي .

ب: علمای سؤ(الداعي الی الشروالفسادوالفتنة اشد من القتل ) ؛ هغه علمأ دي چې د الله (ج) په خوښ کړي دین کې د یهودواونصاراوو په څېرد خپلې شخصي ګټې په خاطرګوتې وهي ، د الله (ج) دین تحریفوي اوپه معکوس ډول یې په ځمکه کې د شر، فساد اوفتنوخورولو په موخه د عوام الناس غوږوته رسوي . دغه ډول علمأ ټولې پرېکړې ، فیصلې او فتوا ګانې د خپل نفس اوشیطان په خوښه ترسره کوي چې دغه ډول علمأ وو ته بیا د الله (ج) اود پیغمبر(ص) دخوښ کړي دین وارثان نه ، بلکې دښمنان ویل کېږي .

ځکه پردین باندې تجارت پېشه ټېکه داران خوهمدغه ډول سؤعلمأ دي چې پرالله (ج) اود الله (ج) پررسول (ص) باندې کټ مټ لکه د یهودواونصاراوودعلمأوو په څېردرواغ ورتپي او ورته وایي چې : قال الله ، قال الرسول (ص) ، خو په اصل کې هغه نه الله (ج) ویلي وي اونه هم د الله (ج) رسول (ص) .

د ځان وژنې اوناحقه قتلونوهغسې ناروا فتواګانې د ناخبره عواموبې علمه اولادونوته ورکوي چې هغه په کتاب الله اود رسول الله (ص) په احادیثوکې نه شته . همدغه ډول علمأوود ابلیس علیه لعنة لاره خپله کړې چې د خپلوګټوله پاره د یوه عالم په څېره کې له یوه دیني آدرس څخه د الله (ج) دین تحریفوي ، کتمان د حق کوي اود الله (ج) د بنده ګانواودرسوال الله (ص) د امتیانوترمنځ د ژبنۍ ګوندي او مذهبي تعصب کرکې ، تفرت اودښمنیوبریدونه ږدي .

دوی په اصل کې د عبدالله بن سبا ، مسیلمه کذاب اونورو په څېرتوحید ته د رابللواود امت مسلمه پرضد لګیا دي په خپل ټول وس د ثمناً قلیلاً په بدل کې د شیطاني استخباراتوله پاره کارکوي . هغه شیطاني استخبارات چې اساس اوبنیاد یې (اویا) کاله وړاندې په ابوجهلي خاندان (پنجابي چوهدریانو) کې اېښودل شوی اومستخدمین اوچوپړي یې له صوبه سرحد اوصوبه بلوچستان څخه ورته ټاکلي دي .

حقانیه مدرسه چې همدا اوس یې مهتمم اومشرد مولانا سمیع الحق په نوم چې د مفتي محمود د جمعیت العلماء د ډلې یوانشعابي کس دئ او له تېرو (۶۰) کالو را په ایسته د پاکستان د نورومدرسوپه څېرد متحده ایالاتو(C.I.A.) له خوا اکمالېږي ، نوموړي د همدې مدرسې له آدرس څخه په افغان مجاهدینوکې د انشعاب راوستواود برحق جهاد د سنګرتوکړې کولوله پاره د خپلو نورو استخباراتي ملګرو په ملتیا پوره ( ۴۰ ) کاله تخریبي او منافقانه فعالیتونه وکړل چې یوه ښکاره بېلګه یې د مولوي محمد نبي محمدي د حرکت ګوند جوړول اود نورو مجاهدینو په وړاندې درول ووچې ترآخره یې د جهاد له واحدې قوماندې څخه د ( I.S.I ) ، (  M.Iـ6) او (C.I.A.) په استخباراتي قوماندواواشاروسره ګوښه اولیرې وساته .ځکه مولوي محمد نبي اونوروافغان ملایانو ته به یې ویل چې تاسې علمأ یاستۍ ! باید قومانده ستاسې په لاس کې وي ، د پوهنتون اوفاکولتې په خلکو پسې مه ځۍ ، دا ګناه ده ، فتواګانې به یې هم د اړوندو استخباراتو له آرشیفونوڅخه ورته را ایستلې اود هغوله مخې به یې خپلې فتوا ګانې صادرولې .

بلخوا یې په مردان ، بنو، کوټه ، اکوړه خټک ، ملتان ، لاهور، راؤلپېنډۍ اونورومدرسوکې د مولوي کېدوپه نوم ماشینونه ورته فعال کړل ، پیسې (C.I.A.) ورکولې اود سمیع الحق ، ملا ډېزلي ( ملا فضل الرحمن ) ملا شېراڼي اوملا طاهرپه څېرملایانو په ملاتړیې د روسانوله وتوسره سم د طالب په نوم یوه ډله په همدغو مدرسوکې ورباندې جوړه کړه ، په څنګ کې یې ورسره القاعده عربي اونړیواله ترورېستي وارداتي ډله تنظیم او په طالبانوکې ورمدغم کړه ، له پیسو او امکاناتو یې پاکستان او د طالبانو استادان اوخپله طالبان تمویلېدل چې پرمټ یې لومړی د پاکستان پوځي مداخلې اوورپسې یې د امریکې اوانګلیس په مشرۍ د ناټوائتلافي ځواکونوته ګام په ګام  په مستقیم ډول د افغانستان د اشغال زمینه پرې برابره کړه .

پاکستاني پوځ د افغانستان ټولې ملي شتمنۍ اولرغوني توکي غلا کړل ، د پاکستان پوځي استخباراتود طالبانو په جامه کې په هدیروکې د انګرېزانوله خواپخواني غلاکړي اوښخ کړي لرغوني توکې آن په تالقانوکې هم لوټ کړل .د بامیانو بتان یې د خاصوقېمتي سیمونو پرسرونړول او له تاریخ څخه ناخبره طالبانو ته به یې ویل چې ددې بتانونړولوشکرانه ادء اود زرګونوکلونوموجودیت کفاره یې باید ورکړۍ ، خو دا کار پاکستاني استخباراتي ادارې ددې له پاره وکړچې خپل سیال هند په خپل دې کارسره له افغانستان څخه د تل له پاره لیرې وساتي ، ولې په پاکستاني بت خانوکې د علي جناح او بودا په زرګونو خاورین بتان بیا هرکال په ګچ سره سپینوي ، هلته دوی ته د هغو بتانو موجودیت او ساتنه روا ، خو په افغانستان کې ناروا وه .

په داسې حال کې چې مصرهم د اصحابو په لاس فتحه شوي ، هلته هم اصحابو کرامو (رض) د انسانانو مومیایي شوي مړي او مجسمې ولیدلې ، زموږ خاوره باندې هم اصحاب کرام (رض) د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په زمانه کې تېرشوي ، دا بتان یې په خپلو سترګولیدل ، ځکه دا سیمې یې فتحه کړې وې ، اسلام او اسلامي نظام لومړی په افغانستان کې پلی شوی، وروسته بیا د افغانانو په لاس د پخوانی لوی هندوستان ډېره برخه خلک مسلمان شوي چې مصنوعي پاکستان په کې ډېروروسته د انګرېزانو په لاس په پردۍ خاوره کې په جبراواکراه سره تولد شو. نوپه افغانستان کې د ملا ډېزلي اوملا سمیع الحق په خوله دا جوازاو فتوا د کومې استخباراتي ادارې له خواعملي شوه ؟

کله چې د پاکستاني استخباراتو د طالب په نوم پروژه په افغانستان کې پای ته ورسېده ، بیا یې د همدې سمیع الحق اوملا ډېزلي په خوله د طالبانورژیم پرائتلافي ځواکونوباندې ړنګ کړ، ځکه ( آی اس آی ) استخباراتي ادارې د همدغومولا ناګانو په خوله اسامه بن لادن پرطالبانوباندې وساته  او ورته ویل یې چې ګواکي داخو مېلمه دئ او له تاسو سره پروت دئ ، او تاسوهم مسلمانان یاستۍ اوهم افغانان ، نومېلمه دښمن ته په لاس ورکول نه د مسلمان کاردئ اونه یې هم افغاني غیرت مني . خودا یې نه ورته ویل چې دغه امریکایي التبعه یمني عرب خو پاکستان د طالبانو په جنګي اوسیاسي چوکات کې ورځای پرځای کړی ؤ . طالبانود همدغومولاناګانو منافقانه نظریاتوورکولوته غاړه کېښودله اود طالب رژیم په وړاندې یې د ائتلافي ځواکونو جګړې او یرغل ته زمینه پرې برابره کړه .

له ماته ښه په یاد دي چې د سپتمبرد (یوولسمې ) پېښې نه مخکې د پاکستان لوی درستیزامریکې وروغوښت ، د هغوی ترمنځ د پټو خبروترسره کېدو نه وروسته د سپتمبر(۱۱مه ) پېښه وشوه اود پېښې اصلي طراح اوتورن اسامه بن لادن اعلان شو ، خو دا چې اسامه بن لادن چا ، د چا په لاس د څه له پاره افغانستان ته را واستاوه او د نوموړي جګړه ئيز ماشین یې ولې د طالبانو په جنګې لیکو کې ورته فعال کړی ؤ، هغه توطئه هم بالآخره افشاء شوه . ځکه پاکستان خپله خاوره اوهوا دواړه د امریکایي اوائتلافي ځواکونوپه واک کې د یوې معاملې له مخې ورکړل اوله همدې لارې یې په افغانستان کې طالب رژیم د پاکستاني استخباراتو په همکارۍ ورباندې ړنګ اوپه زرګونه طالبان یې ورباندې مړه کړل ، څه یې پرامرکایانوباندې وپلورل اوڅه یې خپله ونیول اوپه زندانونوکې یې په مرموږ ډول مړه کړل .خو(۲۵) مېلیونه ډالر، ( ۲۰) مېلیونه ډالراو(۱۰) مېلیونه ډالرخون بها اوسیاسي اواستخباراتي مزد یې همغه مهال ملا فضل الرحمن ، ملا سمیع الحق ، اود ( آی اس آی ) استخباراتي ادارې په خپلوجیبونوکې واچاوه .

اوس چې دغه د کلونوپټه لوبه ورځ تربلې ترلمرهم روښانه اوپه ډاګه شوه اوپاکستان له یوې خوا په ظاهره د نړیوالې ټولنې ترانزوایي ګواښونولاندې راغلی اوله بلې خوا په کورد ننه د لروپښتنود کلونوویده احساسات له یوې مخې د پنجاب ادارې د بې انصافیواونا برابریوپه وړاندې داسې راوپارېدل چې ټول پاکستان یې سره وجړقاوه ، بل لورته پاکستان په اقتصادي اوترانزیتي لحاظ په دې وروستیودوونیموکلونوکې سختې ماتې اوضربې خوړلې ، له بل پلوه د پاکستان ناکاموپروژه یي استخباراتي سیاستونوپه سیمه اونړۍ کې جنجالونه او بې ثباتۍ وزیږولې چې له امله یې د سیمې اونړۍ بې باوري ټوله د پاکستان په برخه شوه . ځکه ( چاه کن درچاه است ) .

اوس پاکستان ته یوازې له دوودروازوپټ مصلحتونه ورکول کېږي اوله بحران څخه د وتولارې چارې ورته ښیي . هغه دروازې دداسې اړخونودي چې له پاکستان سره په شریکه د افغانستان په تپل شوې هغه پردۍ ناروا جګړه کې په مستقیم ډول ښکېل دي چې ګټه یې تل دوی وړې اوبیه یې په سراومال افغانان پرېکوي ، ځکه خوپاکستاني چارواکي وخت ناوخت د خپل ابهام دوضاحت له پاره افغانستان ته راځي اود موضوع دلا پېچلتیا اوجګړه ئیزسریال دغځولواودوام په خاطرپرنویوتاکتیکونو اوشېووسره خپل پلانیزه سترا تیژیکي پلانونه پرمخ وړي چې یوله دغوپلانونوڅخه د استخباراتي کړیود حقانیه مدرسې د مهتمم مولانا سمیع الحق په څېرملایانوپه خوله د ناروا تبلیغ اړخ دئ .

مولانا سمیع الحق په اسلام آباد کې خیبرنیوزتلوېزیون ته په خپله تلیفوني مرکه کې ویلي چې : (( د ؤلسمشرغني او طالبانو ترمنځ اور بند کومه ګټه نه لري . )) د ( آی اس آی ) دغه استخباراتي ملا په خپلوتلیفوني خبروکې زیاته کړې چې : ((په افغانستان کې جنګ جهاد دي ، هغسې باید روان وساتل شي لکه څنګه چې د روس په مقابل کې وشو . )) سمیع الحق په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې : (( پخواني مجاهدین ، د افغانستان اوسنی حکومت اوطالبان دې لاسونه سره یوکړي اود امریکا پرضد دې جهاد وکړي . ))

دا په داسې حال کې ده چې همدغه پاکستان د خپلوهمدې استخباراتي ملایانو پرمټ په افغان مجاهدینوکې د خپلمنځي نفاق اوسره پاشلو اورونه بل کړل چې بیا یې په (۱۹۹۰) موکلونوکې د افغانستان د ملي اردواونوروملي تأسیساتو په ړنګولوکې ترې کارواخیست ، د ملت باوریې د هغه ډول مجاهد نما عناصرو پرکړي جهاد اواسلام باندې په شک کې واچاوه ، خلک ترې پرشا شول اودوی د واک پرسرپه خپلوکې ملوک الطوائفۍ جوړې کړې ، په اصطلاح د رسمي اوغیررسمي واک اوځواک دم اوقدم دواړه دغلو په لاس کې ولوېدل ، غلود پخوانیو د ستوري ملېشو پرمټ کودتا وکړه اوارګ ته د پاکستان ، روس اوایران په پټ ملاتړپه خپل سرننوتل ، د ملت ټولې شتمنۍ چور، لوټ اوجنګې وسائل ټول له پاکستان سره واک ته د رسولوپه بدل کې پاکستان ته د ورکولو اوکباړکولود یوه پټ هغه تړون له مخې چې په توپخانې کوتل باندې د وراوښتو کسانو او پاکستاني چارواکوترمنځ په اسلام آباد کې وشو چې اوس هغه له ټولوجزئیاتوسره د (سي ای اې ) له خوا افشا شوی هم دي څه پرپاکستان باندې وپلورل شول اوڅه کباړشول ، انارشي خپل اوج ته رسېدلې وه ، د افغانانوملي هویت د خپلسروبې پشتوانې پیسو، اوملي محوریې د داخلې برخوردونوپرمټ له منځه په کې وېووړ، ترڅوبله ورځ بیا د استعمارد یرغل په وړاندې لاسونه سره یونه کړي .

همدلته پاکستا ن په معامله اوپروژه کې د خپلوشریکونړیوالواوسیمه ئیزوانډېوالانوپه پټ اومرموزملاتړلومړی خپل ځان اوورپسې نړیوالوځواکونوته پرافغانستان باندې د همدغه ډول استخباراتي ملایانو په جامه کې د پوځي مداخلواویرغل زمینه برابره کړه .

دغه بې فرهنګه استخباراتي ملا سمیع الحق لومړی مجاهدین د روسانو په وړاندې استعمال اوځان یې له شوروي یرغل څخه پرې و ژغوره ، بیا يې مجاهدین د خپلوغلطوفتواګانو پرمټ په خپلوکې سره وجنګول ، قومي ، ژبني اومذهبي تعصباتوته یې لمن ووهله ، پښتون ، تاجیک اوهزاره یې یوپربل سره ووژل ، د بدیو بریدونه یې ترمنځ کېښودل ، بیا یې له ایران او روسانو سره په همغږۍ هدفي اوځنځيري وژنې په کې پیل کړې ، د افغان ټولنې ترټولوسپېڅلی قشر( طالب ) یې د خپلواهدافو قرباني کړاود تل له پاره یې د هغه پرسپینه لمن د جنایاتو تورداغونه کېښودل .

طالبان یې واک ته ورسول ، ځکه په افغانستان کې مسلمان مجاهد ملت د خپلو سپینو افغان ملاېکو په وړاندې د مقابلې پرځای همکاري وکړه ، وروسته یې په بله اجاره کړې پروژه کې همغه طالبان د خپلونړیوالوانډیوالونو پرمټ را نسکورکړل ، ویې ځپل ، له خپل ملت سره یې دښمن کړل او ترنن پورې یې د خپل منافقانه سیاست قرباني کړل .

خواوس بیا وایي چې پخواني مجاهدین ، اوسنی حکومت او طالبان دې په ګډه لاسونه سره یوکړي اود هغه امریکې په وړاندې دې جهاد وکړي ، چې افغانستان ته خپله همدغه پاکستاني حکومت اوملایانو راوستې ده . دې ته وایې د ( آس اس آی ) ددغه استخباراتي ملا (یک تیرو دوفاخته خبرې )، چې هم یې په مېخ وهي اوهم په نال .

خوموږ مجبوریوچې دد غه ابلیس صفته ملا سمیع الحق په وړاندې لاندې پوښتنې مطرح کړو :

لومړی : پاکستان د کوم هدف له پاره افغان مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې وجنګول ، اواوس یې ولې طالبان له پوتین سره کښېنول ؟ ځکه روسان خو د همغه پخواني شوروي اتحاد پاتې شوني دي چې د طالبانو مشرملا محمد عمرآخند یوه سترګه او یوه پښه هم له همدغو روسانو سره په جهاد کې له لاسه ورکړي وو ، په دې معنا چې روسانو خو د ټول افغانستان پخواني دښمنان دي ؟

نو پاکستان د خپل کوم منافقانه چټل هدف له پاره له روسانو سره پرطالبانو باندې معامله وکړه ؟

دوهم : پاکستان ولې د افغان مجاهدینو د واحدې ملي قوماندې پوځي ، ملي یووالي ، اقتصادي ، اوسیاسي سنګرله لومړي سره ور ړنګ کړاومشران یې تل په تفرق او اسارت کې له ځان سره اسیرساتل اوڅارل ؟

درېیم : پاکستان ولې تل په ملګرو ملتو کې د افغان مجاهدینو پرسرنوشت باندې خپلې لوبې کولې او د افغان مجاهدینو په استازیتوب به تل دوی له مقابلو اړخونو سره خبرې کولې ، په داسې حال کې چې جنګ خوله افغان مجاهدینو سره ؤ ، نه له پاکستان سره ؟

څلورم : پاکستان ولې د افغان مجاهدینوبرخلیک په کورنیو جګړو واړا وه او ورپسې یې د طالب په نوم خپلې لښکړې افغانستان ته د نصیرالله بابر، کرنیل امام اوجنرال حمید ګل ترقوماندې لاندې داخلې کړې ؟

پنځم : پاکستان ولې دالقاعدې د وارداتي ډلې په انسجام سره په افغانستان کې د طالبانو رژیم بدنام کړ، په داسې حال کې چې د عربو د شېخانو پیسې خو خپله پاکستاني ملایانو او د پاکستان استخباراتي ادارې په خپلو جیبونو کې اچولې ؟

شپږم : پاکستان ولې د طالب رژیم ملاتړ ونه کړاو پر ضد یې له ائتلافي ځواکونو سره ودرېدل ، پوځي اډې اود پوځي اکمالاتوځمکنۍ اوهوایي لارې یې ورکړې ، اواوس د کوم هدف له پاره د طالبانو شورا ګانې په کوټه ، پېښوراوکراچۍ کې یرغمل له ځانه سره ساتي او له افغان حکومت سره یې مخامخ خبروته نه پرېږدي ؟

اووم : کله چې طالبان یې پرائتلافي ځواکونو وځپل اورژیم یې له منځه ورباندې یووړ، پوځي زور یې په شمالي ولایتونوکې ورباندې اوبه کړ، نوبیا یې د بېرته راټولولوڅه اړتیا محسوسه کړه چې له یوې خوا یې ځينې مشران خپله ونیول او پرامریکایانو باندې یې وپلورل ، څه یې په خپلو زندانونوکې په مرموز ډول ووژل ، اوڅه یې د افغان حکومت په وړاندې د جهاد په پلمه ودرول اوکورنۍ یې په پنجاب ، ملتان ، لاهور، اسلام آباد اوکراچۍ کې یرغمل له ځان سره وساتلې ؟

اتم : کله چې طالبان یې بې واکه او بې وسلې کړل ، بیا یې ولې باروتي واسکټونه اوانتحاري جامې ورواغوستلې او ورته ویل به یې چې جهاد په افغانستان کې روا او په پاکستان کې ناروا د ئ اوځانمرګي ته یې د فدایي نوم ورکړ، په داسې حال کې چې په پاکستان کې تراوس پورې د انګریزهمغه زوړقانون نافذ دئ ، د هلال په کمېټه کې یې عیسویان ناست دي اود مذهبي میاشتو د لیدو یا نه لیدو شهادت عیسویان ورکوي ، فحاشت ، لادیني اود مذهبي اوسیاسي ډلو ټپلواوعقیدوشمیرپه کې سوونو ته رسېږي ، د بهرنیو پوځيانواډې همدا اوس په پاکستان کې موجودې دي او خپله خاوره اوهوا یې د پیسواوټکس په بدل کې بهرنیانوته په واک کې ورکړې ، اسرائیلو ته دوی عسکرپه کرائیه ورکړي اوهمدا اوس د فلسطینیانو په وړاندې جنګېږي . د ثبوت له پاره یې تاسو د پاکستان د پوځي چارواکود تېرکال هغه بیانیې وګورۍ چې ویل یې : (( موږ خپله خاوره ، او خپل هوا یي حریم د امریکایانو په واک کې ورکړی او زموږ له خاورې یې (۵۷۰۰۰) سترې د ډرون هوایي حملې پرافغان مخلفینو باندې زموږ په ملاتړ تر سره کړې دي ، اووایې چې : دوی ولې اوس زموږ مخالفت کړي ؟ )) آیا پاکستان ته دا روا وو؟ هلته ولې مولانا سمیع الحق دا جهاد روا نه ګڼي ؟  

نهم : په قبائلي سیموکې د امریکایي ډګروالانواوجګړنانوپه نوم هغه (۴۰۰) کسیزه امریکایي ډله د څه له پاره د اسلام آباد په ملاتړپه (۲۰۰۲ ) زیږدیزکال کې پلې شوه اوهم (۴۰ ) تنولوړپوړوامریکایي جنرالانو ناڅاپه په اسلام آباد کې له پاکستاني جنرالانو سره څه کول ؟ آیا قبائلي سیمې د ترورېستانو له پاره د خوندي توب ، ټرېنېنګ ، تمویل ، تجهیزاو صادرولو تر ټولو ښه بسترؤ که حّه ؟ اویا دا چې پردې سره پاکستان قبائلي سیمې د خپل پوځ په واسطه اشغالولې ، ( ۶۰۰۰۰) د لرو پښتنو مشران یې په کې ووژل ، د افغانستان په خاوره کې یې خپلې تاڼې را مخته کولې او سترا تیژیک ځانونه یې پرې خپلول او بالاخره یې ( فاټا ) پر پښتونخواه کې ورمدغم کوله ؟ آیا د پردۍ مقبوضه خاورې خپلول پاکستان ته روا دي ؟ ولې پرهغوغاصبینو باندې دغه ډول فتوا ګانې نه صادېږي ؟

لسم : ملا محمد عمر مجاهد ، ملا اختر محمد منصور ، ملابرادر، ملا عبیدالله اونورطالبان ولې د پاکستان استخباراتو مړه کړل زه له ملا سمیع الحق څخه دا پوښتنه کوم چې ددغو طالبانو مرګ تاسو ته څنګه روا ؤ او د کومې اړتیا له مخې مو هغه په قتل ورسول ؟

یوولسم : امریکایان خو لومړی پاکستان افغانستان ته راوستل او د افغانستان د شهیدانو پاکه خاوره یې پرې اشغال کړه ، نو اوس باید لومړی د هغه منافق په وړاندې د جهاد فتواصادره شي چې په نړیوال کفر یې د خپلو ګټو له پاره د اسلام شهید پروره خاوره اشغال کړې ، ځکه دغو منافقینو پرافغان مجاهدینو او افغان خاوره باندې د خپلو ګټو له پاره خپله ناروا معامله کړې ، افغانان یې څه په خپله اوڅه پربهرنیوځواکونو باندې شهیدان کړي ، ټپیان کړي او تجرید کړي دي ، دا هېواد یې ړنګ کړی ، پرهغو ولې دا فتوا نه صادرېږي ؟

خوموږ چې ګورود ملا سمیع الحق نظر او فتوا هغه ابلیس ته ورته فتوا ده چې د مکې مشرکینو د رسول الله (ص) د مرګ تصمیم نیولو ، هرچا او د هرې قبیلې سړي خپل نظر په کې وړاندې کاوه اوابلیس به رداوه ، خو آخرد ابو جهل نظرپه اتفاق آراء سره ومنل شو او په مجلس کې حاضرابلیس پرهمغه محمد (ص) باندې د ده د قتلولو له پاره د تائید ټاپه ولګوله چې د مکې مشرکینوده ته د امین لقب ورکړی ؤ او یهودي اوعیسوي دووه تنو راهبانو( بحیرا او نستورا ) د آنحضرت (ص) په وجود کې د نبوت نښې لیدلې وې او سفرته دوام ورکول یې دده له پاره خطربللی ؤ .

 ملا سمیع الحق هم په ( یوویشتمه ) پېړۍ کې د ابلیس په څېرپه افغانستان کې د جهاد د استمرارپه نوم د خپلې فتوا ټاپه ورباندې لګوي . د افغانستان د نظام مخالفین فسق ، فساد ، فتنې او مظلومو افغانانو ناروا قتل و قتال ته هڅوي . له همدې کبله موږ مولانا سمیع الحق د پاکستان د سترابلیس په نوم ځکه دروپېژاند چې تل یې د افغانستان په اړه نظرمنفي ، مردود، له غرضونو ډک ، غیر شرعي اوله حق اوحقیقت څخه لیرې دئ اوترده بل غټ ابلیس په ټوله آسیا کې نه شته . وما ذالک عالی الله بعزیز.

                                                  (محمد انور ولید)     

      


بالا
 
بازگشت