د خان پروژه یي پلانونه اوغریب خلک :
محمد انورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د وري ۲۶ مه
په کومه لیرې پرته سیمه کې یوخان ؤچې یکه تازۍ یې د سیمې خلک هک پک کړي وو. ځکه چې خان ځمکې ، رمې ، ګلې ، پیسې ، دنګې دنګې ماڼۍ ، نوکران ، چاکران ، وینځې ، آرګاه بارګاه ، شخصي بنديخانې ، ارد لیان اوغټې غټې منقولې اوغیرمنقولې شتمنۍ لرلې . سربېره پردې یې د سیمې له غریبوخلکوڅخه باجونه اومالیې هم را ټولول . دلارویواوسیلانیانوله پاره یې لُکسې هوټلې ، د تفرېح اوسیل ځایونه ، نایټ کلپونه ، ډانس خانې اود بنډاراو شو ګیروځایونه هم لرل .د سیمې دښتې اوغرونه رغونه خود خان خپل مالچرؤ. چېرته به چې د ده شپنواوپا د وانانوخپلې رمې اوپادې څړځایونوته بېولې ، همغلته به یې څړولی هم شوای . ځکه د ټولې سیمې ټولواکمن خوخپله خان ؤ. آن تردې چې د ده د قلمروځناورواودهوا مرغانوهم د خان د بیعت شناختی کارډونه لرل .
نوموړي خان پرځان د پاسه کوم بل آمراوسیال په ټوله سیمه کې نه لیده ، ځکه خویې خپلسري اویکه تازي د واک اواقتدارد هِرَم په کبرجنه څوکه د پاسه ورناسته وه اوله سره یې هډو په زړه کې هم نه ورګرځېدل چې یووخت به دا واک اواقتدارورسره نه وي ، دا به زړېږي ، زوال به پیداکوي ، اوبلآخره به په نېستۍ باندې بدلېږي . د خان خو دهوښیارانودا متل هم په یاد نه ؤجې ویلي یې دي : (( ترلکي خوپتمن ښه دئ ، ځکه چې که د لکي لکونه خلاص شي ، نوبیا ترټولوذلیل اوبې وزنه همغه دي ځکه پت ،عزت اود خلکو باورورسره نه شته ، خوکه د پتمن لکونه خلاص شي ، نوبیا د خپل پت ، عزت ، وقاراوباورپه صورت کې نورلکونه هم پیدا کولی شي . ))
خان د پیسوچاپولوخپل ماشین هم درلود ، چې څومره بې پشتوانې تورې پیسې به یې چاپولې ، همغومره یې چاپولی شوای اوبیا به یې همغه پیسې ټولې په تورومافیایي کارونو باندې لګولې .ځکه چې خان په خپله سیمه اوله سیمې د باندې کورني اوبهرني انډیوالان اومافیایي کړۍ هم لرلې . خان اویادې مافیایي کړۍ ټولې په ټولوتوروکارونوترسره کولوکې سره شریکان هم وو. صرافان اود اسعاروتورمارکېټ هم د خان ؤ . شخصي زندانونه ا وشخصي دادګاه وې یې هم لرلې .
خان د مشهوروغلوڅوغدۍ هم ساتلې وې چې له خواوشا څخه به یې کلي ، کورونه اوسیمې پرې لوټ کول . له هغوغدیوسره به په غلاکړیومالونوکې د خان برخه او ونډه ځانګړې معلومه وه ، ځکه چې که دغلوکومه داړه به چېرته ونیول اویا افشاء شوه ، نوخان به یې د خلاصولو له پاره مالي اوسیاسي ملاتړکاوه ، د یوه حقیقت د کِتمان او پټولوله پاره به یې د هغوی په مخکې ( دوه زره ) نوردرواغ ویل .
خان د ځان خلاصولواوپه دام کې د نورو د نښلولواوښکارکولوله پاره داسې چاقوډوله ځانګړي مقررات اوکنونسیونونه جوړکړي ووچې نوربه یې په ګېډه کې ورباندې وهل اود سومنات په څېربه یې لعل اوجواهرترې راتویې کړل ، خوخپله به یې بیا بادرنګ ورباندې خوړل .
څوک به چې د خان په طبع برابرنه وو، هغه ته به یې هغه د چا خبره په بېلچه کې مستې وکړې ، په یوه شي باندې به یې پلمه ورته جوړه کړه ، یوڅوک به یې نا حقه په غاړه کې ورواچاوه اوله یوې وړې مصنوعي لانجې څخه به یې ورته داسې غټه لانجه جوړه کړه چې کورني اوبهرني ټول اړوند اوخود غرضه عناصربه یې په یوشکل اومناسبت په کې لتاړاو را ښکېل کړل . بیا به یې چې څه خپل زړه وغوښتل خپله یې ورباندې تحمیل اوعملي کول . په سیمه کې یې د ښکارکولوځایونه ، خود مختاره حرفوي ښکاریان اوتازیان هم مالوم ووچې شپه او ورځ به یې د بې ګناه انسانانو په وینوخولې اولاسونه سره وو .
داسې وخت به هم راغۍ چې د خان د ارد لیانود ظلمونواوناروا ووله لاسه به د ټول کلي اوسیمې خلکوخپل کلي کورونه اوسیمې پرېښود لې اود هغوګاونډیانوپه کورونوبه نانواتې ورننوتل چې هغوی به خپله له خان سره د همدې پروژې په عملي کولوکې د باج اخیستو په بدل کې برلاس درلود . ځکه خان به چې د کلي اوسیمې پرخلکوباندې د کوم بریداوناتارجوړولوتابیا نیوله ، د ګاونډیانوکورونه به د خان د خېزد تختې له پاره استعمالېدل .
خان به چې کوم غریب په خپل موټرباندې وواهه اودغریب لاس یا پښه به یې ورمات کړل ، نوهم به د خان ارد لیانواوهم نورو ګاونډیانوله ژوبل شوي غریب سړي څخه د خان د خود ساخته مقررواوکنونسیونونوله مخې یوټک پورته کړاوویل به یې چې : که ته بدبخته پردې لاره باندې نه وای روان شوی ، نوولې به د خان صیب موټردرباندې چيتېده ؟ خودوهل شوي غریب سړي درد به هېچا نه محسوساوه ، ځکه چې هغه ته نورد خان ، اود خان د پلویانوله خوا د انسان اوژوندي مخلوق په سترګه نه کتل کېدل ، له همدې کبله یې غرامت ، ملهمانه اوخون بها هم نه ورکوله .
خان به کټ مټ لکه فرعون ، اوارد لیانوبه یې لکه د قبطیانوپه څېرپه هره روا او ناروا پېښه کې یوازې خپلوځانوته امتیازات ورکړي وو. هغه داسې چې که به کوم قبطی د کوم بني اسرائیل له خوا په تش څپېړه باندې وهل شوی ؤ، نود فرعون په قانون کې به د بني اسرائیلي سړي سزا مرګ اواعدام ؤ، اوکه به کوم بني اسرائیلي سړی د کوم قبطي له خوا په قتل ورسېده ، نوبیا به په عامه محضر کې قبطی یوازې یوه څپېړه وهل کېده .ځکه د فوعون د دادګاه قانون همداسې د فرعون اوقبطیانوله پاره په امتیازاتوباندې بنأ جوړ شوی ؤ چې یوازې قبطیان به په کې په هرڅه کې بريءالذمه ، غیرمسؤول اوواجب الاحترام وواونوروته به بیا دا قانون دغڼې جال ؤ چې تل به یې غریبان په کې را ګیراوښکارکړل ، وینه به یې ترې وځبېښله اوجسد به یې چېرې لیرې وغورځاوه . بس لکه خوني پړانګ تل به یې د غریبانو په مظلومانه وینو باندې خوله سره وه .
خان همداسې ، اودېته ورته نورډېرپروژه یي پلاونه د کلي اوسیمې د غریبواوبېوزلوخلکوپرضد جوړکړي ووچې وخت ناوخت به یې په نیابتي شکل د نورو په مرګ ژوبلوکې یوازې خپله ګټه ترې پورته کوله ، خوکلیوالواود سیمې خلکوته به د خپل سر، مال اوناموس په بیه تمامېدل . ځکه خان له خپل قلمروڅخه د باندې په سیمه کې له نوروخانانوسره هم تاوده بټ اړیکي لرل ، چې کله به خان په سیمه کې د خپل فسق ، فتنواوفسادونوله جوړولواوعملي کولوستړی شو، نوبیا به یې خپلوسیالانوته نوبت ورکړاود پردیوجګړواوتاوتریخوالي د تا نستې ماکوبه د جګړې د لوبغاړوجولاګانوترمنځ په نوبت سره یوبل ته ترهغو پورې سره تېراویېرکېده چې دوی به خپلې اقتصادي کمپلې ترې بشپړې کړې اود ناکاره تاروجړبه یې د ځپلیوخلکومنځ ته ورواچاوه .
د سترونړیوالوزبرځواکونوټولې بهرنۍ پالېسیانې اوسترا تېژۍ همدغه ډول خا نا نو، اود ارد لیا نوخصلتونه یې د خپلې ټلوالې اود سیمې کینه کښوګاونډیانوته ورته والی لري . زبرځواکونه هم خپلې بهرنۍ لنډ مهالې ، منځ مهالې اواوږد مهالې پالېسیانې اوپلانونه د خپلواقماروپه تائید اوملاتړسره یوازې د خپل ځان د ناروا تغذیې ، تمویل اوخپلوګټوله پاره جوړوي اوتطبیقات یې یوازې پرهغوغریبواوبېوزلو، ولې په حقیقت کې غني اوبډایوسیموکې پلی کوي چې ځمکنۍ پراخې رېرمې لري .
زبرځواکونه لومړی له غریبوهېوادوسره ددوستۍ په نامه سیاسي اړیکې جوړوي ، مایحتیاج تړونونه ورسره لاسلیک کوي ، چې په هغو تړونونوکې دخپلوتورېستانو(سیلانیانو) د ورلېږلواوامنیتي او قضائیي مصؤونیت له پاره کتبي ژمنې ترې اخلي ، دغه بهرني پل ګردیان اوغرختونکي چې په اصل کې ټول مسلکي لرغون پوهان اوجیولوجېستان وي د سیاحت په نوم له یوې خوا یوازې په لرغونوتوکواوکانونوپسې ګرځي ، اوله بل پلوه د نوروهېوادونوفرهنګونه په غریبوهېوادونوکې د خپلو دېکتې شو یو مېډیاوو په خوله ترویجوي اود هغوی خود جوشه اصیل فرهنګونه له منځه ورباندې وړي . همدلته ده چې غریب اوبېوزله پردي پال هېوادونه خپل هویت اواصالت له لاسه په کې ورکوي .
کله چې په اقتصادي لحاظ لوېدلي اومحتاج هېوادونه اوټولنې یې د پرمختللې نړۍ له نوروهېوادوسره په کلتوري ، اقتصادي ، تعلیمي ، پوځي ، تکنالوجیکي ، تخنیکي ، زراعتي ، تجارتي ، صنعتي اونوروبرخوکې د افراط اوتفریط دغه له ځمکې ترآسمانه غیرمتوازن توپیرونه وویني ، د پرمختګ هغې کچې ته د وررسېدوتلوسه یې زیاته شي ، لکه د لندومېووپه څېرچې له خپل طبیعي مسیراوفطري وخت را رسېدومخکې مصنوعي پوخوالی یې مارکېټ ته تررسېدومخکې د یادې مېوې ټول حاصلات له منځه ولاړشي اوسوداګریې په دغه ډول سودا اوتجارت کې ستره نه جبرا نېدونکې اقتصادي ضربه وخوري ، بیا نود داسې وږي کاسه تل چپه ـ اولاس یې تش خوله یې سپېره شي .
ځکه د پرمختګ په ډنډوروکې هغه ټولنې ، هېوادونه اونظامونه خپل سرونه خوري اوخپل ژوند په کې له لاسه ورکوي چې ترپېژند ګلوۍ اوآماده کېدومخکې د تمدن په سېلاب کې پرته له لامبوزده کولواولامبووهلوخپل ځانونه ورلاهوکړي . همدغه دغریبواوبېوزلو هېوادود ضعف ستره نقطه ده چې سود خواره متمدن زبرځواک هېوادونه لومړی په کې د خپلې خوښې غیرملي مصنوعي نظامونه جوړوي ، د هغومالي ، سیاسي اونظامي بخورونمیرملاتړکوي ، په مجبوراولوېدلي ملت کې د قوم ، ژبې ، سمت ، نژاد ، مذهب ، لږکیو، ډېرکیواوتوپیري چلند په نومونودرځونه اوډول ډول اخلاقي فسا دونه را منځته کوي .
د واکمنې ادارې ترڅنګ نورموازي حکومتونه ددې له پاره ورته فعالوي چې حکومت اوملت دواړه یوپربل باندې سره بې باوره کړي ، ملي یووالی یې له منځه یوسي ، په اداروکې اداري فساد ( رشوت اواختلاس ) د بهرنیومشاورینوپه لاس په کې ترویج کړي ترڅود ملي یووالي اوبه له سربنده ورته خړې ، نا امنۍ اوکورنۍ شخړې اوجګړې په کې ډېرې اود وارداتي پروژوخاوندان د خپلوپلانیزه نقشوله مخې خپل کبان په کې ونیسي .
له متمدنوستروکاروانونوسره یوځای کېدل اوسیالي هم مشق اوتمرین غواړي ، هم روغ ځان اورغنده تجربه اومهارت . ځکه له روغ غښتلي وجود ، مشق اوتمرین ، تجربې اومهارت پرته د تمدن د اتلانو په وړاندې مسابقه ګټل هسې د بیزوترکاني ده چې هېڅکله یې هم د بري چانس نه په کې ترسترګوکېږي . له دې څخه دا جوته شوه چې ترهرڅه مخکې ځان جوړولوته اړتیا ده ، د ځان جوړول په حقیقت کې د جهان فتحه کول اوجوړول دي ، ځکه سلیم عقل په سالم بدن کې وي ، اوروغ عقل به سمه مشوره اوروغ کارترسره کول درپه ګوته کړي . خوناروغ ذهنیتونه بیا داسې دي چې ملتونه ، نظامونه ، سیمه اونړۍ ڼول له منځه وړي اوموږ یې ښکاره بېلګې په لومړۍ اودوهمه نړیواله جګړه کې د تاریخي حال په ژبه په ګوته کولی شو، خود ژوندیو بېلګوتماشه یې د ترورېزم په ژوندیوصحنواو فلمونوکې داسې ګوروچې تصویرونه یې د خپلې تېرې ماضي ، حال اواستقبال خبرې خپله موږته کوي .
زبرځواکونوغریب هېوادونه ترخپله اقتصادي ، نظامي ، سیاسي ، پوهنیزه اوکلتوري سینه لاندې کړي ، اود مجبورواوبې وزله هېوادونظامونه یې په خپله ځیره باندې روږدي کړل چې پراساس یې د مکلفیت ، وړتیا اوایماندارۍ اصول په کې ترپښولاندې کړل . ځکه ځیره خواره ټول عناصرد ملي ګټواوټولوملي ارزښتونو په پرتله یوازې خپلو شخصي ګټوته ترجېح اولومړیتوب ورکوي .
همد لته ده چې د مجبورۍ په صورت کې له نا انډوله زورورو پردوسره موالات اودوستي تل د ملت اوملي ګټوپرخلاف پایلې لرلې دي ، خکه چې په دغه ډول موالاتواودوستانه اړیکوجوړولوکې لاس بروهېوادو پرترلاس لاندې هېوادونوباندې پرته له توازن ساتلو یوازې یواړخیزه خپل شرطونه اوخپلې ګټې تحمیل کړې اومنلې دي چې د سر او مال درنې بیې یې د غریبوهېواد وحکومتونه اوملتونه دواړه ترلسګونواوسلګونوکلونو پورې دغربت ترملا ماتوونکي پېټي لاندې مړژواندي ساتلي او تر پېړیو پورې د سالم مدیریت د نشتوالي په صورت کې همداسې ستړي،خوارځواکه اوبیده پاتې شوي دي .
ځکه چې نیواکګروزبرځواکونود نېستمنوهېوادوله مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کړې ، د کمک اوهمکارۍ په نوم یې یوه جنګې پروژه ورته پلمه جوړه کړې او ورپسې یې د ځمکې اوهوا له لارې د ټولوملي اوبین المللي نورمونواوقوانینوخلاف خاوره ترې اشغال کړې اوپه هغوځایونوکې یې خپل پوځي بېزونه ورته ځای پرځای کړي چېرې چې په کې ارزښتناکې ځمکنۍ زېرمي شتون لري ، هغه یې په پټه ترې غلاکړې اوبیا یې خپل بېزونه ړنګ کړي اوبل ځای ته یې د امنیت نیولوپه پلمه کډې ترې وړې اود امنیت پرځای یې ناامنبیوته زورپه کې ورکړی ، خلک یې په کې وژلي ، هغه ځمکې یې هم را سپړلې اوځمکنۍ زېرمې یې ترې لوټ کړی دي ، خوکه ځمکنۍ زېرمې یې ډېرې پاتې شوي وي اودوی یې په را سپړلواولوټلوکې بېوسه شوي وي ، نوبیا یې له سره نورامنیتي قراردادونه ورسره لاسلیک کړي ، خوپه دغو ټولوقراردادونوکې دوی یوازې خپل قضائیي مصؤونیت ترې غوښتی ، نه د نیول شویوټولنوامنیت ساتل . ځکه کله چې له بهرڅخه کوم هېواد ورباندې پوځي تېری کړی دئ ، نود کمک اوهمکاري ( پي .آر. ټي . ) اوغوڅ ملاتړټیمونویې په وړاندې پټه خوله نیولې اوپه منفي غبرګون سره یې ویلې دي چې : ګواکي موږته د بل چا په خاوره کې د پوځي عملیاتوکولواجازه نه شته اوغریب نیول شوی هېواد دې خپل امنیت په خپله ونیسي . دا زموږ دنده نه ده .
کله چې کورنی یا سیمه ئیزتاوتریخوالی اوکړکېچ داشغالګروګټوته ګواښ جوړشوی ، نوبیا یې د خپلوپوخي اوسیاسي پلاویوتلوراتلوته زورورکړی اود اشغال شوۍ هېواد چارواکي یې د هېواد په تاوان ناروا ملي ضد معاملوته په زوراړکړي ا وخپلې ګټې یې ورباندې خوندي کړې دي . کله چې ددوی خبره نه ده منل شوې نوسمدلاسه یې د سیاسي تختې اړولوتصمیم نیولی اویوداسې رژیم یې په اشغال شوي هېواد باندې ورتپلی اواکمال کړی دئ چې یوازې ددوی ګټوته د څوروپیوپه بدل کې ژمن وي .
نیواکګراستعمارهېڅکله هم په اشغال شوي هېواد کې پرملي یووالي ، ریښتینې سولې اوبېخپوره ملي تأسیساتورغولوباندې نه دئ خوښ . د ښکېلاکګراستعمارحضورد نیول شویوهېوادوله پاره هغه د مولوي خالص خبره داسې دئ لکه د اورپرتوګ ، چې که یې اغوندي ، نود ننه یې سوځوي اود وخت په تېرېدوسره یې له منځه وړي ، اوکه یې باسې نوشرمګاه یې ښکاري ، په کورد ننه به له لوږې اوتندې مرې ، د باندې به له شرمه وتلی نه شي اومال اوملک به یې کینه کښ ګاونډیان لا دمخه ورڅخه خپل اوغصب کړي .
نن سبا افغانستان ، عراق ، سوریه ، یمن ، فلسطین اوپه ټول کې اسلامي نړۍ له همداسې ستونزې سره مخ ده چې شپنویې له پردو لېوانواوګیدړانوسره انډیوالي پیل کړې . چې همدغولېوانوخپل ګیدړان د نیول شویوسیمود ملي لمانوپرپالېزونو باندې پالېزوانان مقررکړي چې هېڅکله هم د سالم نظارت ، څارنې او بشپړې ساتنې تمه ترې نه شي کېدای . فاعتبرو یا اولی الابصار