د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرڅه وایي ؟

محمد انورولید : ۱۳۹۶ لمریزکال  ـ د کب (۲۲ مه )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څه وایي ؟ وروسته له (۴۰ ) کالو یې د خپل پټ استخباراتي راز څخه پرده پور ته کړه او د افغانانو او نړیوالو په مخ کې یې خپل راز کېښود، او هغه دا چې نوموړی وزیر په پورته وینا کې خپله وایي چې : (( د افغانستان جهاد موږ ( پاکستان ) مصوعي جوړ کړی ؤ ، حقیقي نه ؤ . )) اوس چې د افغانستان جهاد حقیقي نه ؤ او مصنوعي بڼه یې لرله ، او زموږ رهبرا ن هم یا ور باندې خبر وو او یا یې د خپل مجبوریت له مخې پردې پردۍ تو طئیه ځانونه کاڼه اچولي او خولې یې پټې نیولې وې ، نو دا په مېلینونو شهیدان اوځاني او مالي قربانۍ د چا د سر صدقه شوې ؟ ددې خو باید چې سپیناوی وشي ، اوولې د افغانستان د مسلمان ملت خلک د تور او سره استعمار تر منځ په کافر او مسلمان باندې سره تقسیم اووجنګول شول ؟ د افغانستان چپیان او ښي اړخي دواړه باید دې پوښتنو ته مؤجه ځوابونه ووایي ! آخر دا ولې ؟ خود افغانستان چپیانو او زموږ د مجاهدینو مشرانو اوس هم خولې پټې ور باندې نیولې دي ؟ ښه نو داخو د پاکستان او غرب پټه معامله ده چې د افغانستان پر سر یې سره کړې ده . اوس به راشو دېته چې روسانو ( پخواني شوروي اتحاد ) څه ډول معامله پر خپلو افغان ملحدینو باندې وکړه چې وروسته یې ټول خپله یو پر بل پسې له منځه یووړل خپله هم له افغانستان څخه ووتل او افغانستان یې یوازې پاکستان او د امریکې په مشرۍ نآټو ټلوالې ته نیم ژواندی په لاس ور کړ ؟ هغه کوم ډول لوبه او معامله وه چې اوس دادي یو ځل بیا افغانستان ته دداعش په څېره کې د پاکستان ، شمالي ټلوالې او ایران په ملاتړ ګوتې مروړي او شونډې څټي ؟ دا د سره استعمار کوم ډول توطئیه ده ؟ ګنې داسې خو به نه وي چې افغانستان هم لکه فلسطین او سوریه ددواړو تر منځ د تقابل محراق سره جوړ کړي ؟ که چېرې داسې وي ، نو بیا دا زموږ سیاستوال پر خپله خاوره ، خپل هویت ، خپله خپلواکي ، خپلو ملي شتمنیو او خپلو خلکو باندې څه ډول بېزنېس او تجارت پیل کړی چې کله د افراطي چپیانو په نوم ، کله هم د راستیانو اوبنسټپالو په نوم او کله هم د تېکنوکراتانوپه نوم تش بې واکه نظامونه موږ ته په بهر کې را جوړ او افغانستان ته یې د شطرنج ددانو په څېر را پارسل کړي او زموږ ټول دیني ، ملي ، کلتوري ، اقتصادي ، قانوني ، اداري ، سیمه ئیز اونړیوال حقوق په کې تر خپلو باروتي پښو لاندې کړي او زموږ تاریخي ګونګ ، مجهول او نامعلوم برخلیک لکه د جمعې مړی ، له یوې نیابتي جګړې او یرغل څخه بل ته ، او له بلې نیابتي جګړې او یر غل څخه بل ته لاس په لاس داسې سپاري چې د افغانستان د ځمکې او هوا حریمونه هم زموږ په واک اختیار کې نه شته . او دا ولې ؟؟؟؟؟ !!!!!!!!!......... داد پردیو د راتګ اصلي عاملین او ممثلین څوک دي ؟ ملت باید دا سې کسان تشخیص او وپېژني چې په یوه استخباراتي دروازه باندې په خپلو کې سره وځي او ننوځي. سر او صورت یې په افغانستان کې ، اوپښې یې د افغاني ملي محوره کېږدۍ له پېڅول څخه د باندې له نورو عاشقانو او پټو یارانو سره دي . پردیو استخباراتو خو له افغان خاورې څخه د زرتشتیانو آتشکده جوړه کړې ، چې د اور خوراک یې یوازې خواره واره او در په دره افغانان دي چې ّهڅکله هم خپل ملي محور او ملي ثبات ته نه سره پرېښودل کېږي ، د سولې واک اختیار یې هم د نورو په لاس کې دئ . را ځۍ افغانانو ! خپل کور له سره ورغوو ، اوس هم لا وخت شته ، موږ لا ژوندي یو . په پردي لاس زموږ کور نه جوړېږي . موږ باید خپل ماغزه ، خپل عقل ، خپله اراده ، خپل علم او خپل ملي یووالی په کار واچوو . له پردیو مرسیتو لاس په سر شو . ځکه که پردي موږ ته یو ډالر مرسته را کوي ، په بدل کې یې د مېلیونونو او میلیاردونوډالرو په ارزښت زموږ ځمکنۍ زېرمې او ملي شتمنۍ را څخه یووړې ، او لا پسې وړي یې . تاسو چاته انتظار یاست ؟ که آزمویل شوو ته مو سترګې پټې کړې وي چې ګواکې هغوی به موږته یو ځل پیا د ستورو رڼا واوړي ، نو آزموده را آزمودن خطاست . او که د کوم عاطف غږ ته انتظار کوۍ ، نو تر اوسه د خپلو کړیو ګناهونو له کبله د خدایي ولایت دې درجې ته هم نه یۍ رسېدلي . را ځۍ له سره خدای ته توبه وباسۍ ، په خپلو نفسونو کې مثبت بدلون را ولۍ ، تر څو غفور خدای (ج ) موږ او تاسې وبښي او رحم را باندې وکړي او له امله یې زموږ دغه حالت بدل کړي . د حل لار یې همدغه ده ، بله هېڅ لاره نه لري .

 

 


بالا
 
بازگشت