عبدالرووف لیوال

 

دبې وسی نیم ژوند

په نوره نړۍ کې دبډوډودناروغانولپاره دهرتازه اونوی بډوډی بیه یولک ډالره چې یواویالکه افغانۍ کیږی ، ده ـ خودافغانستان دبې وزلو ، اوهغه کسان چې دانسان تښتونکو له خواتښتول شوی وی ، هر بډوډی یې یو نیم لک یا تردولکوافغانیو پلورل کیږی ، دااحتمال هم شته هغه بډوډی چې له نالوستواو پوونده (شپنو) ښځونه دزیږون په مهال دسازارین په پلمه ویستل کیږی بیع یې دوه لکه افغانۍ وی .

دهرات د(دشت حوض) دکډوالوپنډغالی :

دادکډوالوپنډغالی چې دفراه ، فاریاب اوغوردورستیوجګړواودبادغیس دوچکالی له امله بې ځایه شوی کورنۍ په وچه بیدیا ، څلویښت درجې تودوخه کې تر شنه   او سوزنده آسمان لاندې شپې اوورځې سبا کوی او دتف باد له امله دډیرواوسیدونکو شونډې دوچې بیدیا دکودوړوپه څیرچاودلی ، ددې پنډ غالی نه چې دهرات دښارشمال لویدیځ پلوپه پنځلس کیلو مترۍ کې پروت دی ، سپین ږیری ، ښځې او کله هم ماشومان دسهار له خوادهرات ښار ته دسوالګرۍ (ګدایی) لپاره راځی او مازیګر بیرته پنډ غالی ته درومی .

دبډوډی دپلور کیسه :

ګل احمدهغه ځوان چې دفراه دپرچمن ولسوالۍ اوسیدونکی ده داسې نقل کا:((په فراه کې په خوارۍ او مزدورۍ اخته وم ، څلور کاله دمخه مې واده وکړاواوس دوه بچیان لرم ، په فراه کې مې ژوند ښه وو،دومره رارسیدل چې سبا او بیګاه یې وخورو ، خو کله چې طالبانو په پرچمن یرغل راووړ،هرڅه موله خاوروایروسره برابرشول – دناچارۍ له امله دې کمپ ته راغلم ، ژوند مې لا هغه مهال لاتریخ شوچې په کمپ کې زمادمیرمنې زیږون ستونزمن شو، هیڅ مې نه درلودل ، بله چاره نه وه ، دې ته اړشوم ترڅوخپل یوبډوډی په دوه لکه افغانۍ وپلورم اودمیرمنې اوبچیانوژوندمې وژغورم )).

دپرچمن ولسوالۍ سقوط اودایران موخې :

دفراه دپرچمن ولسوالۍ چې کابویو سلواویاکیلومتره دفراه له ښار نه شمال ختیځ پلوته واټن لری ، هغه ولسوالۍ ده چې دبخش آبادداوبوبندبه پکې جوړشی ،  ایران نه غواړی دابند جوړ شی ،نو طالبانو اوددولت مخالفینو دایران په ټونګ په پرچمن یرغل وکړاوداولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شوه اودبند درغونې کار په ټپه ودرید.

دچغچران فلسفه :

په غوری لهجه چغ (هغه خلی چې چچ ورځینې جوړیږی ) اوچران هم چریدن یاڅړمانا ورکوی ، یعنی دوچ کالۍ پر مهال بزې اونور څاروی دچچ خلی خوری اوځان له ولږې ژغوری – چې اوس دا چغ چران چې دغور ولایت مرکز دی په (فیروزکوه )بدل شوی اودغورځینې خلک هم دوچکالۍ او جګړي له امله دهرات دې پنډ غالی ته راکوچیدلی ـ په بادغیس کې هم داسې وچکالی راغلې چې دڅارویولپاره شین ډکی او یوه سلواغه اوبه نه پیداکیږی ، چې ددې ولایت ځینې اوسیدونکی هم په دې پنډ غالی کې شپې اوورځې سبا کوی .

تالی څټې رسنۍ اوبابیزه چلند :

زموږرسنۍ چې هره ورځ زموږپه خلکودتپل شوې جګړې راپورونه چاغوی ، دټولنې له سترو ناورینونو(لکه دبډوډوسوداګر)هیڅ خبرنه دی ، کرۍ ورځ لګیا دی دجګړو، بې اتفاقی (لکه طلوع ) اوتعصب (لکه شبکه اطلاع رسانی ) سوژې لټوی – هغه خبرې سوژې چې زموږدخلکودربړونو،ستونزوپه هکله دی ، له دې رسنیو هیرې یاهم دخپلو ګټو په خاطر پرې سترګې پټوی . پاک الله دې زموږپه خلکوورحمیږی !

عبدالرووف لیوال .

 

 

 


بالا
 
بازگشت