حبيب الله غمخور

۲۰۱۸ز کال داپريل ۲۹

سويډن / دمالمو ښار

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

نخست از همه جشن روزهمبستگی بين المللي  کارگران وهمه زحمتکشان  رابه  شماکارگران باشهامت وغيورجهان وکشور عزيز ازصميم قلب تبريک ميگويم .

دهيوادپياوړو،قهرمانو اوغېرتي کارگرانو!

سبا دکارگرانو دنړيوال پيستون ورځ دنړی په اکثريت هيوادونوکي دغونډو اولاريونو په بڼه لمانځل کيږي  ،زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه تاسو اوستاسواو دټولي نړۍ کارگرانو اوزحمتکښانوته دکارگرانودنړيوال پيوستون  دتاريخی اونه هېرېدونکي ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي وړاندې کوي. اودنړيوالو سازمانونه  په کلکه داغوښتنه لري چې دکراگرانو سره دکارفرمايانواوشتمنو دنارواکړنو دمخنيوی لپاره دبشردحقوقودنړيوالی اعلامې په بنسټ دفاع وکړي .

دفرانسې د باغيرته اوپتمنوکارگرانودسرښندنې له امله په 1870 ميلادي کال  دفرانسي په پلازمېنه پاريس کي کارگرانو ديولاريون په مټ ځانته دا حق ورکړ، چې دټولنيز عدالت دپلي کېدوپه موخه پدي هيوادکي دولتي واک ترلاسه کړي . هغوي دخپلو سياسي هڅوپه پايله کي دزبرځواکو اوځبېښونکونه  دخپل ولس دنجات په خاطر ددپاريس دکمون دبنسټ کښېښود .

دفرانسې دکارگرانوددې ملي هڅی په مقابلی کښي دفرانسي پانگوالوخپل مينځی اختلافات شاته پرېښودل اودکار گرانو ددي ملی پاڅوپر خلاف یې چټک غبر گون  پيل کړ . هغوي  په بې رحمانه ډول دکارگرانو پرسنگرونوباندي بريد وکړ اودپاريس دکمون  پلويانومشران یې په توپ  کي والوزول .يوشمېر ئي زندانيان اوزيات شمېر یې دپاريس پرسړکو نوکي تير باران کړل ، ترڅوددې لاري دا سرمايداران وکولاي سي خپل شرمونکی ژوندته دوام ورکړي .

ولې دپاريس کمون پلويانو دسرمايدارانوددي وحشيانه برېدونوپه مقابل کښي جانانه دفاع وکړه،قربانی يې ورکړې خو تسليم نسول .دپاريس کمون پلويانو دسرمايدارانو پر وړاندي پدې قهرمانانه  دفاع کي ډير شاه زلمی له لاسه ورکړه ،خو متاسفانه چي دپاريس کمون دحاکميت عمر ډيرداوږد نه وو .

دپاريس کمون دړنگېدونه راورسته دفرانسي ،امريکا ،انگلستان اويوشمېر نوروهيوادونوکارگری ټولنواوسياسي سازمانو،سياسي هڅو، سرښندنې اوفداکاری ددې لامل سول چي بلاخره  په ۱۸۸۹ ز کال په پاريس کي د ټولو اروپايي هيوادود سوسياليست گوندونو په  نړيواله  کنگره کي په يوه اواز  دمی دمياشتی لمړۍ دکارگرانو دنړيوالی ورځې په  نوم ونومول اوله هغې ورځې نه دغه تاريخ دنړيوالوپه مغذونوکي ثبت ،پدې ورځ دنړی په ټولوهيوادونوکي ددې کارگري نړيوال پيوستون يادونه اودرناوی کيږي   .

اوس دنړۍ په غوڅ اکثريت هيوادونوکي دمی لمړۍ ورځ دکارگرانودنړيوال پيوستون دورځې په نوم لمانځل کيږي .

داورځ  په سويډن اويوشمېر اروپايي هيوادوکي عمومی رخصتی ده .په سويډن کې دسويډن ټول سياسي گوندونه، مدنی ټولنې اوفرهنگی سازمانونه داورځ دلاريونونوپه بڼه لمانځي .همدا ډول داورځ دنړی په نوروهيوادونوکي تراوسه دکراگرانودحق ترلاسه کولوپه موخه په مختلفو بڼولمانځل کيږي .

متاسفانه دنړۍ په يو شمېر هيوادونوکي دهغو هيوادونو کارگران اويادکارگرانو دانسانی اوراوا دحقوقو ملاتړ سازمانو نه اوگوندونه نسي کولاي پدې ورځ دکارگرانودنړيوالی ورځي دياداوخپلو هيوادونودکارگرانودحقوقونه ددفاع په خاطر کوم حرکت  اوشعار ورکړي .

پدغوهيوادوکي دا ورځ دشپې ليک (شب نامې )  دپټي وېشنې په بڼه  لمانځل کيږي اودخپلو هيوادونودچارواکونه دکراگرانو دکاری او انسانی حقو قوغوښتنه کوي .

په يوشمير هيوادوکې دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي دغونډو په جوړولوددې ورځی ياد اوخاطره تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لا تراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده ددې ورځي دياداودرناوی په مناسبت دغونډي جوړولوباندي په عجيبو اوغريبونومونو کدغن شوئ اوپرهغه غونډي چي پدې مناسبت جوړېږي دپوليسواووسله والوځواکونوتروحشيانه بريدلاندي راځي .

رښتياخوداده چې ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې په زيات شمير هيوادوکي لا په لويه کچه کارگران د اقتصادي، سياسي،فرهنگی اواجتماعي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا ،لاتينه امريکا اوداروپاپه ځېنوسيموکښي اوس هم چي دادی يويشتمه پيړۍ پيل سوېده کارگر ته  دحيوان په سترگه کتل کيږي .

تراوسه لا زموږ په هيوادکي  هم کارگر ته  دغلام په سترگه  کتل کيږي،ددې ناورين څخه دافغان ولس اوپه ځانگړې توگه زورېدلو کارگرانودخلاصېدوپه موخه پربې غرضه ديني عالمانو، پوهانو،سياسي گوندونو،ويدومشرانو اوفعالينو، فرهنگي اومدني ټولنو، ډله ايزو رسنيو غږ کووچې په جوماتونو،غونډو،دډله ايزو رسنيو له لاري  ددې ملي ناورين او انسانی ظلم په وړاندي جدي ودرېږي او دهيواد دغريب اوکارگر ولس څخه ددفاع په خاطر جدي مبارزه او تبليغاتي کمپاين پيل کړي .

حقيقت دادۍ چې نه يوازي افغان کارگران  بلکي په ټوله نړۍ خو په ځانگړې توگه له دموکراسۍ نه ليري اوبيگانه والوهيوادونوکښي دکارگرانوپه وړاندي لکه تر يونيم سل کاله  پخوا اوس هم درنې ستونزي پرتې دي .

په افغانستان اونړی کښې دکارگرانودنړيوال پيوستون ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشردحقوقو نړيوال سازما نونه اوخيراندېښه ټولنې  دکارگرانو سره د زور زياتي اوپه ځانگړې توگه دماشومانونه دکاردوسيلې په توگه استفادې  له امله ژوري اندېښنې څرگندوي .

همدا نن  زموږ دهيوادکارگرانوته ددوي روا او انسانی حقوق ندي ورکړه سوی،داسي به دنړۍ په زيات شمير هيوادونو کي کارگران  دژوند له نعمتونه محروم  وي .

زموږ دټولنې په باورکوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواددلويوښاروپه مرکزونوکښي دکارگرانو اوعادي ولس په ژوندکښي راغلي،کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتوکښي له هغو نه دچارواکودناروا حاکميت دسپيناوی  په گټه استفاده وسي، نورئې دافغان ولس اودهغه جملې دکارگرانو او کسبکارانو دژوندکوم درد نه يوازي داچي دواکړی ندۍ بلکه نورهم دازورونکی ټولنيزي ناخوالي زموږ داغريب اوبېنواولس په خپلو وحشيانه منگلوکي راکښېکاږي .

موږ پدې باوريو چي په ټوله نړی کښي د کارگرانوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي،دهغوي پر انساني او اقتصادی حقوقو تيري يوه معمولي خبره ده،په افغانستان کې دافغان کارگرانو اوکسبکارو دژوند زورونکی حالت  خپلو ورستيومرحلوته رسېږي .

که دغه حالت ته ژوره او جدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي . ددولتی چارواکو داډول بې غوری ددې لامل گرځېدلې چې زمودولس زيات شميرځوانان دکارپيداکولوپه موخه دنړۍ دنورو هيواونوته فرار کړی اوهلته خپل استعداد اوکاری قوه دژوند ددوام په موخه پر  پرديو پلوري .

موږ يوځل بيا افغان  کارگرانوته دنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان ،سيمه ا ونړی کي دکراگرانودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل  ملاتړ اعلانوو،پرهغوټولوچي انسانيت اوانساني ژوندته ځان ژمن بولي ږغ کووچې په نړيواله کچه دکارگرانو په وړاندي  داقتصادي ظلم اوستم  دنا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .

په سويډن کي ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

 

 

 


بالا
 
بازگشت