حبيب الله غمخور

 

دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

نوی کالمو مبارک شه

 

درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

په افغاني مينه او احساس دنوی ۱۳۹۷ هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسو اوستاسو درنو دوستانوکورنيوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو.

وطنداران شرافتمند دوستان وفرهنگيان گرامي !

به مناسبت فرارسيدن نوروز و سال نو خورشيدي، صميمانه ترين وگرمترين تبريکات  قلبی خويش ارا به شما هموطنان گرامي مبارک باد ميگويم . آرزومنديم سال نو سال سعادت وکامگاري  براي ملت ستمديده وبلاکشيده ما باشد .

زموږ وطن داسي دغم په وينو لژند دی چي دسړی پر خوله دمبارکی او خوښی خبره نه راځي ،خودبلې خواداهم يوه ملي عنعنه ده چي بايدخپلو دوستانو اوهيوادوالوته دټولوغمونواوناخوالوسره دنوی کال مبارکی ووايو.

درنو هيوادوالو!

دادی زموږ کړېدلی ولس  يوبل کال  هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي هغه سوله  اودانساني کرامت خوندی ساتل .

له بدمرغه په تيرکال کي زموږ  دولس هيلي  اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله  غوښتل ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی ،په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاور کي دځان وژنې پروسه او ترهگريز  بريدونه په گړندی بڼه روان  دي .دطالبانو اوله بهرنه را واردسووترهگروچې نوم یې ورباندي داعش  اېښی انسان وژونکې ډله هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي بې گناانسانا ن  وژل کيږي ،کلي اوکورنه  ورانوي اوداترهگر هره ورځ اسلام په نوم دخپلو ترهگريزو عملياتواوبريدونو په طرڅ کې زموږ مسلمان اومتدين  بيگناه ولس په لسهاوهيوادوالونه خوږ ژوند اخلی اوپه شهادت یې رسوي .

ددې پر ځاي چې دوي دنوی کال په خوښيو کي  برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر ټغر ناست  دي . 

دابريدونه يوازي په څو سيمو کښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړ جاري ساتلې ترڅوزموږ بېگناوطنداران له منځه ولاړ سي .

ددې ټکی  په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې  دټولوغاړو نه هيله کووچې دسولي اوتفاهم لاره غوره کړي .

زموږ دهيواد داڅوکلن تاريخ  دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي ،ددې لپاره چي دافغان وژني  اوهيواد ورانونې  مخه نيول شوې وي  راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپر ديو له مداخلې  نه پرته خپل غمځپلي  هيواد ته سوله راولو،ټول په يوه اوز دافغانستان بيارغاوني ته ملاوتړو دويرانی اوبې اتفاقی  پرځاي موږ  ولس ملي يووالي ،خپل منځی تفاهم  ،دښوونځيو اوعرفانی موسسو جوړول له دې بلانه خلاصولاي شي .

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه  دښاغلي ډاکتر اشرف غنی   نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړی . په دولتی اداروکې دلوړې کچې  ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې  ته خاتمه ورکړ ي .

دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميلارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره  لا تر اوسه زموږ هيواد په ټولو برخو کې دنړيوالودتوليدی توکو دخرڅاو بازاردي ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي  دبيکارانو شمير ور ځ تر  ورځي زياتيږي .

 په افغانستان کي دزراعت اومالدای،سوداگريزوچارو اوصنعتی پرمختگ  ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغاني چارواکو ملي  اودولتي دنده بولو.

په راتلونکی کال کې  ټولوافغانانو هيله داده چي دولتي مشرتابه په افغاستان کي داداري فساد جرړي وباسي دزورواکانو لاسونه لنډ،دمتوازن معارف  پراختيا اوسولي ټينگښت ته جد پامرنه وکړي .

موږ افغانان تر هرچا زيات  زورېدلي اوکړېدلي يو،له د ې امله سولي  امنيت  اوسوکالی ته تر هرڅ زيات اړتيالرو.

دافغان ولس دښېرازي،بسياينې اوخوندي ژوند دتامين  په هيله . اميدواريو چي ۱۳۹۷لمريزکال دافغان کړېدلي ولس دغميزودپاي کال اوسي .

 

په سويډن کي ددوستی  فرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې په استازيتون  حبيب الله غمخور

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت