هغه انقلاب چې له (حرا) غارڅخه پیل شو

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د غبرګولي  ۱۵ مه

له نن نه (۱۴۷۹) کاله وړاندې انساني نړۍ په تېره د پیغمبرانو(ع) وطن (حجاز) د شرک اوبُت پرستۍ په خیالي اوخود ساخته منحرفوافکارواودغیرالله په عباداتوکې ډوب ؤ. د جهالت د څپانده سمندرپه هغه مستوڅپوکې دعربانواوټول بشریت هغه ډوبې بېړۍ ته د نجات ورکولوکوم ناجي هم نه ترسترګوکېده . د الهي رسالت اونبوت د پخوانیو ملاحانوټولې نښې نښانې د وخت احبارواوروهبانود مَلاء قشر په همکاریو سره  په خپلولاسونوتحریف اوله منځه وړې وې . د تلوراتلومسیراوهدف ته د رسېدوساحل یې هم نه ؤمعلوم . هغه مهال حضرت نوح (ع) هم هلته وجود نه درلود چې د نجات په خپله کښتۍ کې یې دغو ډوبوشویوته نجات پرې ورکړی وای ، ځکه ټول عربان له یوې مخې په کنعان ډوله مېلو چړچو باندې لګیا وو .

د شرک اوبُت پرستۍ ډول ډول عیاشیو د رود نیل اوصلیب پرناوکیواوجمشیدي جشنونوباندې هم پښه وراړولې وه . په مکه اود مشرکینو په کورونوکې د بې شماره بُتانواوبُتخانوجمعه بازاردومره تود ؤتا به ویل چې هلته د بودا اوعلی جناح له مجسمو څخه موزیمونه ډ ک دي اوله سره هلته بُت شکن حضرت ابراهیم (ع) نه دئ ورغلی .

دغلامانواو ښځو پېراوپلوراوپرهغوی باندې دمرګونوکارونواو ډول ډول ظلمونو ترسره کولوخود فرعون تراهرامونولاندې د مړواو ژوبلوغلامانواود فرانسې د لویي ګانو د برد ه ګۍ د ورې هم پیکه اوتتې ښکارېدې . پرېکړې ، واک اوځواک ټول په مطلقه توګه د جهل اوجاهلانو په لاس کې ؤ . ظلم ، زوراوزیاتی د نادانیودغیرانساني حیوان صفته هِرم پرڅوکه د خپلو بې انصافیوحکمونه چلول .

هو! هلته انسانانود نوروانسانانو په غاړوکې د اسارت او بنده ګۍ پړي اوځنځیرونه وراچولي وواو تل به یې د اسارت او برده ګې ژغ پراوږو وربار ؤ . د اشرافو له لاسه د هېچا سر، مال اوناموس خوندي نه ؤ . د ښځواوغلامانوتقدیراوبرخلیک به ټول د شتمنواواشرافو په لاس کې ؤ. ظلم او بې عدالتي به خپل وروستي پړاوته رسېدلې اوعدالت او مظلوم به تل د بې عدالتیو په داد ګاه کې د اعدام په سزا محکوم ؤ .

هلته لارورکوانسانانوخپله لاره ورکه کړې وه اونورددې اړتیا وه چې د جهالت پربې انصافیواوظلمونوهغه آسمان څکي برجونه باید ور نړېدلي وای چې د تبرُج اواستد راج او له حق نه د سرغړاوي اوبغاوت مواد یې له پېله ترپایه د مظلوموانسانانوپه خولوتویولو، وینواواوښکوبهېدو باندې پاخه شوي ولاړوو .

خوپه پای کې دمظلومانوهمغه وینې ، اوښکې اوساړه اسوېلي سره یوځای شول ، پاس له آسمانه د الله (ج) له لوري د ظلمت اوتاریکیوضد یوداسې دستورځمکې ته را نازل شوچې له یوې مخې یې د جهالت ، شرک او بُت پرستۍ ټول هرزه خس اوخاشاک په (۲۳) کالوکې له منځه پرې یووړول .

په دې نړیوال دستورکې ټول بشریت ته د الله (ج) له لوري هغه تلپاتې رڼا راغله چې د توحید ، میعاد اورسالت وړانګې یې لومړی دترټولوغوره انسان زړه ته د جبرئیل امین (ع) له غېږې ورد ننه شوې اوله هغه سپېڅلي زړه څخه بیا نه یوازې د نړۍ ټول تیاره ګوټونه پرې رڼا شول ، بلکي د ډ ېروانساني اوجنیاتي زړونوپه تیاروکې یې هم د توحید تلپاتې ډېوې ورباندې بلې کړې .

هو! ټول بشریت ته دا یوه ترټولوستره الهي ډالۍ او زېری ؤ چې له افراط ، تفریط ، لاسوهنې اوتحریف څخه پرته په بشپړه امانته توګه  د حق الله اوحقوق العبا د وترمنځ د پرله پسې متعادلواړیکوپرساتلوباندې ټینګارپه کې شوی .

خودا څنګه الهي بشارت اومأموریت ؤچې په ملکوتي ژبه یې همغه شپه د بشریت ترټولوغوره بېلګه حضرت محمد (ص) هم ورباندې وبېرا وه اوتبه یې پرې راوستله اوهم یې په آمرانه توګه له خوبه پرې را پاڅاوه اوورته ویل یې چې ته په ترټولوغوره له پند اوحکمته ډکه ، پسته اونرمه ژبه خلکوته زما پیغام ورسوه ، هغوی توحید ته دعوت کړه ، د نا فرمانیو په صورت کې یې ووېروه ، ځکه چې ته هم بشیریې اوهم نذیر.

د بشریت سترلارښود اوناجي خو د بیدارشپانه په څېرد ورپه غاړه الهي درانه رسالت د سرته رسولوپه موخه له نوروعادي انسانانو څخه په توپیرهغه مهال خوب ته هم پرې نه ښوول شو. ځکه هغه ته د یوه ستربدلون راوستومأموریت ورپه غاړه ؤ.      

هو! د تاریخ په هغه پړاوکې دا همغه شپه وه چې له حرا غارڅخه د مثبت بدلون له پاره په ریښتیني ډول د بشریت د ترټولو ریښتیني ، امین ، صادق اوغوره انسان په وجود کې په عملي ډول الهي انقلاب را پیل شو، ځکه ورسره سم د حق اوباطل ترمنځ ټکراوتصادم منځ ته راغۍ . خوخبره یې لا هم پای ته ونه رسېده ، ځکه له دې پېښې (۱۳) کاله وروسته یوه بله داسې پېښه منځته راغله چې د (سور)له غارڅخه یې له مکې څخه مدینې منورې ته د رسول الله (ص) په هجرت کولو سره د ټولې اسلامي نړۍ هجري نېټه په کې و ټاکله اومسلمانانوته یې د عملي جهاد سنګرپرانسټ ، خوددې انقلاب بهیربه ترقیاته پورې پرته له څه ډیل اوځنډ څخه دوام ولري ، ځکه  د حق اوباطل ترمنځ په دغه مبارزه کې به دتاریخ په هره مقطع کې د انسانانو پاک اوسپېڅلی قشرله خبیث اوچټل قشرڅخه بېلېږي ، له یوبل سره به ټکراوتصادم کوي ، خود رحماني اوشیطاني لښکرو په دغه مقابله او آزمون کې به قربانۍ اوبریاوې دواړه ورسره مل وي .

هو ! هغه انقلاب له نوروهغوسره پرېکنده توپیردرلود ، ځکه په نوروانقلابونوکې بدلونونه ټول په مادیاتوباندې سره را ټول وو، واک اوځواک اوجنګ جګړې ټولې د تخت اوبخت ترلاسه کولواود واک د انحصارله پاره ترسره کېدلې . هلته د حق ، عدالت اومظلوم پرضد یوازې د نفساني اوشیطاني غوښتنواوغریضوپربنیاد مبازرې روانې وې چې  تل به مظلوم اود مظلوم حق په کې ترپښولاندې وو ، چابه چې زر، زوراوتزویري طلسم درلود همغه به برنده اوټولواکمن ؤ، آن تردې چې د زورواکو واکمنه مادي ژرنده به تل د معنویاتوپرضد د مظلومانوپه مظلومانه وینواواوښکوباندې ګرځېدله .

خوپه محمدي سترانقلاب کې لومړنی پام انسا ن اوانسان جوړونې ته ورواوښت ، هلته ترټولومخکې د انسان ضمیراود زړه ښيښه په بشپړوانساني اخلاقوباندې د محمد الرسول الله (ص) په ټول فزیکي او روحاني وجود کې جوړه اوصفا شوه ، د بشپړانسانیت ترټولو غوره بېلګه د حضرت ابراهیم خلیل الله دوروستي نصب په برخه شوه چې ترټولولومړی د انساني زړونوتیاره کورونه د پیغمبري پاخه ایمان په رڼا کې ورسره روښانه شول ، پوره (۱۳) کاله زړونوته د ورکوزېدو په موخه د اعتقاد هغې لړۍ دوام وموند چې له (حرا) څخه تر(سور) پورې پرله پسې د الله (ج) له لوري پرحضرت محمد رسول الله (ص) باندې را نازېلېدل .

 کله چې د اسلام سترانقلاب د (حرا) له غارڅخه پیل شو، ورسره جوخت  د خلکوعقیده پرتوحید ، رسالت اومیعاد باندي هم په (۱۳) کالوکې په طبیعي شکل داسې پخه ، کلکه او یقیني شوه لکه کوم بزګرچې په بعینه شکل د خپل لاس د تڼاکواود تندي له خولوڅخه ډوډۍ په لاس راوړي . نو په قدراوخوند باندې یې هم همغه بزګرپوهېږي چې خپل لاسونه یې په کې تڼاکې کړي اود تندي خولې یې په کې تویې کړې دي . ځکه په لاس ورغلی رزق یې پرالله (ج) باندې د توکل په صورت کې د خپل لاس محصول دئ .

خوهغه انقلاب  د فرانسې د ناپېلیوڼ بنا پارت ، سکندرکبیر، لېنېن ، هټلراومائؤد انقلابونوپه څېرنه ؤچې یوازې د خپلې هوا اوهوس پرنیلۍ به په کې سپاره وواوملکونه ، جایدادونه اوهېوادونه به یې د خپل واک تربېرحمه سینه لاندې کول ، شتمنۍ به په کې لوټ کېدلې اود زر، زوراوتزویرپرمټ به یوازینی معیارپه کې مادي نړۍ خپلول اوؤلکه کول وو. هلته خو د یوه ظلم پرځای بل ظلم ، جبر ، زورزیاتي اوبې انصافیوځای نیولی ؤاود یوه ظلم چپه کولو پرځای یې په زرګونو نور ظلمونه پرانسانانوباندې ورتحمیل کړل چې  په مېلیونوانسانان یې په کې د خپل ژوند له حق څخه محروم اوووژل . 

خوله اسلامي انقلاب سره په ټولوانساني او تعبدي معاملاتوکې عدالت اوانصاف قائمول ، د خلکو زړونه د پاخه ایمان په پلوشوسره تسخیرکول اود اعلای کلمة الله لوړول وو . ځکه خواصحاب کرام (رض) مدینې ته له پاخه ایمان سره مهاجرشول ، مدینه یې په خپلوحمیده اخلاقوباندې جوړه اومکه یې د ابراهیمي سنت پرځای کولوله پاره د بتانو په ماتولو سره ورباندې فتحه کړه .

مکه اومدینه دواړه د اسلام ددعوت په ستروانسان جوړوونکو مرکزونوبدل شول چې توحید ته د بلنې له همدې پیغمبري پلازمېنې څخه د روم اوفارس امپراتورۍ هم د راشده خلافت ترواک لاندې فتحه شوې . ترکوموځایوپورې چې د پیغمبر(ص) نامې د پیغمبري وفدونو( استازو)  په لاس رسېدلې وې ، هغه ملکونه ټول د راشده خلافت په قلمروکې شامل اوخلک یې د توحید اویکتا پرستۍ عبادت ته را وبلل شول . بدۍ ، بې عدالتۍ ، خرافات اوټول شیطاني دودونه په کې له منځه ولاړل ، وروري او برابري ، صبراو زغم ، قناعت او وړتیا او شرافت ټول د قرآن د ارشاداتواونبوي ملغلروپه رڼا کې ټاکل کېدل .

د اسلام دین ترټولوادیانواکملترین دین دئ او قرآن د الله (ج) له لوري آخرین را نازل شوی آسماني کتاب دئ ، دا دین ټول بشریت ته الله رب العزت خوښ کړی ، په دې دین کې هېچاته په ناحقه د خپل ځان اود بل د وینې توئیولواجازه نه ده ورکړشوې . په ناحقه د وینې توئیدل یې ځکه حرام بللي چې په ناحقه خپلسرې ځانګړې اوډله ئیزې وژنې ترهګري ده ، اوترهګري یوه پردۍ وارداتي پدیده ده چې په اسلام کې قطعاً وجود نه لري او (۱۴۰۰) کاله وړاندې اسلام دغه ډول ناوړه اعمال حرام ، مردود اوناروا بللي .  

له همدې کبله له (حرا) را پیل شوی سترانقلاب یوداسې انقلاب ؤچې مشروعیت یې په حقیقي توګه تراوسه پورې هېڅوک نه شي ردولی . د اولیاء الشیطان چې نورزورپرې ونه رسېده ، نوبیا یې پردغه انقلاب باندې د ( آیات شیطاني ) نوم کېښود ، الهي کتاب یې د اعدام په نوم وسوځاوه ، اوپردې کتاب باندې پرایمان راوړونکواود انقلاب پرلارویانوباندې یې د ترهګرونومونه کېښودل .

زه یقین لرم چې که په دې پېړۍ کې خپله حضرت محمد مصطفی هم حضوردرلودی ، دغواولیاءالشیطان اوائمه کفربه هغه هم العاذ بالله د ترهګروپه تورلیست کې ورشامل کړی وای . تر (۷۰) زیاتې ناریه ډلې ټپلې به یې په وړاندې ورته را پورته کړې وای ، هغوی به یې په وړاندې جنګولې ، ځکه دا د طاغوت له خوا پرمسلمه امت باندې د هغې ټاپې اوتورلګول دي چې په سیمه اونړۍ کې یې یوازې د خپلوناروا ګټوخوندي ساتلو، د مسلمه امت د سره پاشلواوپه سیمه کې ددوی د خپل حضوردائمي کولو، د مسلمانانود ځپلو، د مسلمانانود مادي شتمنیود چوراوغلاکولوپه خاطریې ورباندې لګوي .

په تسخیرشویوهېوادونوکې د ملتونو پرخلاف رژیمونه په خپله ګټه په کې اړوي را اړوي ، ځکه د تخت او بخت بازخو دا مهال د استعمار پرتسمه باندې همداسې تړلې سترګې ناست دئ . په سیمه کې په د سیسواومعاملوکې د ښکېلوهېوادو په ملاتړنیول شوي هېوادونه خپل ملي یووالي ته نه پرېږدي ، ډله ئیزې وژنې په کې ترسره کوي ، په مدني قوانینوکې یې ګوتې وروهي ، اصیل فرهنګونه یې ورمسخ کوي اوپه جرمونوکې د خپلونیواکګرولتاړوځواکونود قضائیي مصؤونیت امنیتي تړونونه په بېوسۍ کې د مجبوریت اوجبرپه قلم ورباندې لاسلیک کوي . ترڅود نیول شویوهېواد و ارضي تمامیت ، خود ارادیت ، او راتلونکې برخلیک ټول حقوق ترې سلب ، منځپاګې یې دوی ترې لوټ اوفزیکي حضوریې ګاونډیانوته ورډالۍ کړي .

خوددغه ډول توطئیومخه یوازې په هغه تقواچې د پیغمبر(ص) په سیرت ، غوره حمیده خصائلواواخلاقوبرابره وي ، پرته له نمائش اومنافقت څخه په روغ نیت ، ریښتیني ملي یووالي ، خود ارادیت ، سرښندنې ، روغ پلان شوي خود جوشه مدیریت ، نه ستړي کېدونکوملی هلوځلواوهدف ته د رسېد وپه کلک اونه پرشا کېدونکي عزم سره نیول کېدای شي ترڅوپرمټ یې د یو داسې سوچه اسلامي نظام څښتن شي چې په ټوله سیمه او نړۍ کې انسان د انسا ن ترڅنګ ریښتینې خپلواکي محسوسه ، له خپلوټولواړوندو شته حقوقوپه کې برخمن اود حرا د سترانساني انقلاب ا صلي نښې نښانې په کې را څرګندې شي .

همدلته به مسلمانې ټولنې ، ملتونه اوهېوادونه له ټولوکفري توطئیوڅخه د خلاصون په صورت کې پرې وژغورل شي اوریښتیني مسلمانان به خپلې ټولنې ، خپلې جغرافیې ، خپلې شتمنۍ اوخپل دین اوآئین د تل له پاره ژوندی ، ځواکمن ، سلامت اوخوندي پرې وساتي . وما علینا الّاالبلاغ

                        (محمد انور ولید)

 

 

 


بالا
 
بازگشت