عبدالقیوم

 

په افغانستان کي د سیاسي نهضتو بهیر

Political Movements in Afghanistan

  (38) برخه:

نمونې: د لیکونه به یې درسره شریک کړم:

      د محمد امین واکمن کتاب ۲۹۳صفحه دا لیک په ۱۳۵۹لمرېزکال کي استول سوې وو، هغه وخت د دوی تر منځ غلاوي ښیي.

ګرانه وروره واکمن صاحب!

      ((ستا د سیټمبر د ۲۰ نیټې ېد مخکي مي هم یو لیک در استولۍ وو، چي اوس به در رسیدلی وي، د محترمي مور له مرګ نه زیات متأثیر شولو.. .. .. .. .. .. .. .. .. .. ..

      قصه دومره بسیطه نه ده یو څو کسو د افغان ملت له؟؟؟ نه استفاده وکړه ډېري پیسې یې ووهلې، چي او یا(۷۰) لکه روپۍ (۷۰ لکه پا کستانۍ کلداري) کیږي خلګو په کښي قصرونه واخیستل مثلاً رفیع ( ښاغلئ حبیب الله رفیع) ، په شهرنو کي د نعیم ضیایي کور واخیست څرک د جنرال رؤف باتور موټر، علاوالدین موټر، مجید موټر، شمس میلونر.. ...

  ته هغسي، یوسف زی هندوانې خرڅوي، زه د ریکشې د کرائې د نه درلودلو له امله په کور کي پاته یم.. .. وجدي سره له ټولو هلو ځلو د لوڼو تنخوا ته ناست دئ او په کویټه کي دئ. ړوند رفیع(حبیب الله رفیع) راغلئ د استقلال په اخبار کي یې بېا د ممتاز ترانسپورت او اعتماد، خبره یاده کړه “ ګرفتن کور و زدن کر” حال دا چي اعتمادي کمونستانو شهید کړ ممتاز ترانسپورټ ګدایې ګر شو، خور رفیع د شهزاده کور ته ولاړ.. ..

     زه مجبور وم، چي د دوی صف بېل کړم او پرې نږدم چي افغان ملت د خلق او پرچم جانشین شي ستا موقف یعني اصولي موقف چي د پخوانۍ عالي شورا غړیتوب او د مؤ سسینو دی هغه شته او څو کنګره (اصولي راځي) عالي شورا هاغه دي، چي وروسته له تلفاتو پینځه تنه پاته دي(واکمن، حداد، یوسف زی، سلطانپوري، زرغونه) بېا هم اکثریت دئ او د وه حزبه د افغان ټولنپال ولسواک ګوند، نشراتي اورګان افغان ملت او د افغان ملت ملي مترقي ګوند نشراتي اورګان دی. استقلال اوس که دا کار نه وای سوی زموږ ګوند تللی وو، چي تللی وو، فعلاً دي پر خدای (ج) سپارم وسلام.

 قدرت الله حداد بریالی دې وي افغان ملت ۱۴ اکتو بر ۱۹۸۱) ).

 نوټ : دوستانو فکر وکړی، ۱۳۵۹ هـ، ش (1960) م کال کي به په افغانستان کي کوم بل ګوند وو، چي یوازي یو قلم غلا سوې سرمایه، یې(۷۰) لکه پاکستانی کلداري وي؟په هغه وخت کي ۷۰ لکه کلداري ډېره جګه سرمایه وه، دا سرمایه له کومه سول؟ او بېا ګوند له خپلو غلو سره څه وکړل؟ داخبره روښانه نه ده. اوس خو دوی بېا سره ملګري پاته دي او ټول هم ښاغلي دي.

  د افغان ملت ګوند خد متونه چي خپل وطن او ولس ته ئې کړې وي. په رښتیازما سره یې هیڅ بېلګه نسته که دوستانو ته یې داسي څه معلوم وي ښه به وي چي په خبر موکړي. د انوار الحق احدي په مشرۍ سره نور افغان ملت ګوند دامریکا د ګټو د خوندي توب د پاره په یوه خد متګار ګوند بدل سوو، په المان کي د بن د ګرغیړني ناستي وروسته خو احدي او یو شمېر معلوم افغان ملتیانو ته چي حکومتي واک پلاس ورغلۍ له هیڅ ډول ناوړه اعمالو یې مخ وا نه ړا وه.

      د خپل وطن د ګټو په خلاف و درېدل د “ د بن” د کنفرانس جوړېدو پر وخت ئې ماهیت ښه ترا معلوم سوو. په ۱۳۸۵ لمریزکال کي داځل چي د کابل پولیتخنیک د سولی خیمه او دولتی امکانات ئې په واک کي وه یوه غونډه وکړه انوار الحق  احدي یې بیا د ګوند مشر سوو، پوپل مرستیال، شیرزاد منشی. تاسي دوستان کولای سئ د افغان ملت د ګوند د مشر انوار الحق احدي هغه وینا چي ده د احمد شاه مسعود د مرګ د لمانځني په غونډه کي کړېده د یو ټوب او فیس بوک دلاري وا ورئ هیڅ باور به مو رانسي چي یو افغان ځان دو نه ټیټ کړي لکه ده چي کړئ دئ.

دافغان ملت ګوند انقلابي اعلامیه

(۱۳۹۴ – ۲۰ – ۱۱)

        انوارالحق احدي اوستانه ګل شيرزاد د افغان ملت ګوند له مشرتابه عزل شوي.
دوی نور د ګوند غړي نه دي. له دوی سره د چا اړيکي او پرو
توکولونه د ګوند له پاره اعتبار نه لري.
 افغان ملت ګوند چي د ۱۳۴۴ کال د حوت پر او ولسمه نیټه تأسيس شوئ، یو ملي ولسواک ګوند دئ. له خپلې اساسنامې سره سم، ګوند کي د ننه اوله ګونده بهر ټولي چاري او پرېکړې د ولسواکۍ له اصولو سره سمې ترسره کوي. خو له تېري يوې نيمي لسيزي راهيسي د ډاکټر انوارالحق احدي په سيوري کي يو ډېر محدو د ګروپ، چي ستانه ګل شیرزاد، فاروق میړنی اوسيد هاشم فولاد يې غړي دي، له دغه ګوند سره د خپل شخصي ملکيت غوندې چلند وکړ.

      د ګوند پر سر یې له حکومتونو او ځينې نورو کورنيو او بهرنيو کړيو سره د ځانونو له پاره د څوکيو، شتمنيواو امکاناتو له پاره ډول ډول ناوړه معاملې وکړې. دوی په دې بهير کي د دولتي شتمنيو او امکاناتو لوټ او تالان باندې دومره ورګرم شول چي نور يې هر څه ته بېخي شا واړوله. يوازې هغه وخت به ګوند ور په ياد شو چي څوکۍ او شتمنۍ به يې خطره کي ولیدې. پای

      نوټ: د افغان ملت د ګوند درهبرۍ څخه باېد دا و پوښتل سي: چي د انوار الحق احدي او ملګرو کړو وړه خو د” بن” په کنفرانس کي او بېا (۱۵) کال په دولتي حاکمیت کي چوکیاني، مقامونه، اختلاصونه، د پردو سره نوکرۍ، شرېکي ګټي، شرېکي غونډي، شرېک کنفرانسونه، د سولي په خیمه کي د انوار الحق احدي او یارانو خبرو ته ستاسو ټولو ګډي خوشحالۍ او دلاسونو پرکهار خو دهیچا څخه پټ او هیر نه دئ.

 د افغان ملت ګوند په د ننه کي د نورو افغاني ګوندونو په شان ډېر مشکلات له لوله وه، او لا ډېر به پکښي راپېداسي، دوی پر ګرپونو تقسیم سول، سره د ډېرو نیمګړتیاوو چي د افغان ملت ګوند درهبرۍ په یو شمېر غړوکي سته شریف خلګ هم ورسره وه، متاسفانه چي په هر حزب کي صادق عناصرډیر مشکلات وینی.. ...

     د یوه بل افغان ملتي لیک: ع. ش: شینواری: د (افغان ملت ګوند) له ارمانونو او لارې څخه د احدي او پوپل انحراف، زه د افغان ملت ګوند یو پخوانی غړی یم، پرون د دغه ګوند د د اخلي ستونزو او کشمکشونو په اړه له رسنیو خبر شوم، باور وکړی چي له شرمه خولې راباندې راماتې شوې، ځکه یو داسي ګوند چي د اکثره ملي مترقي ځوانانو سترګې همدوی ته وي، له څه ذلت او بد حالت سره مخ سوی دی.. .. د یو څو نا اهله مشرانو له لاسه هیڅ لاسته راوړنه او سیاسي حثیت نه لري.. .. ..

      خو هغه څه چي ماته معلوم دي په اول سر کي د دې ګوند مشر احدي او دو وهم قدم کي یې مرستیال جیلاني پوپل لومړي درجه ملامت دي. ورپسې یو څو بیسواده او کم سواده سیاسي معامله ګر چي کله به یې د احدي او کله د پوپل لکۍ نیولې وه او د ګوند په سر په ټولو مردارو معاملو کي ورسره شریک دي.. .. .. .. ..
 
    خو کله چي د کرزي حکومت راغلو او د ګوند مرکز کابل ته را انتقال شو، احدي د بانک رییس او د مالیې وزیر شو، نو ګوند او ګوندي ارزښتونو ته یې شا کړه او ځیني افغان ملتیان یې ګمرکونو کي وګمارل چي د ګوند په سرد احدي پر سیاسي معاملو خوله بنده وساتي،. ...

 که به احدي کرزي ته لنډ شو، پوپل به یې ګوند کي پر ضد خلک را پارول او که به پوپل کرزي ته نږدې شو نو همدا کار به احدي کولو، ګوند د همدې دوو کسانو په انحصاري ملکیت بدل شو او ټولو هغو ارزښتونو او ارمانونو ته یې شا کړه چي دا ګوند پرې جوړ سوی وو.احدي، جیلاني پوپل، ستانه ګل شیرزاد، فاروق میړنی، سید هاشم پولاد او یو څو کسه نور د دې ګوند له ادرسه د پریمانه شتمنیو او دولتي موقفونو خاوندان سول.

      دوی د ګوند اساسي کرښې پرېښودې او د مافیايي سیاستونو په سمندر ورګډ شول او خپل ټول ګوندي ارزښتونه یې په دغه سمندر کي لاهو کړل.

     د دې دوو رهبرانو د ناکامو، خامو او مقطعي سیاستونو له امله اوس ډېری افغان ملتیان له شرمه چاته نشي ویلای چي افغان ملتي دي. دا ګوند په ملي اقتصادي تیوریانو باور لري، خو عملا د دې ګوند مشر د مالیې وزیر په توګه ټولي خصوصي تصدۍ لیلام کړي او حتا د کرنې بانک یې هم لغو کړ او د امریکې له راتګ سره یې د لبرال اقتصادي اجنډا پر مخ یووړه.
 
     لنډه دا چي دغو مشرانو د ګوند سره داسي چلند کړی دی لکه چا چي دنده ورسپارلي وي دا ملي سنګر همداسې بدنام اوله کار او فعالیته وغورځوي، په دې کار کي پوپل او احدي دوواړه  کامیاب دي او دا ګوند یې د مرګ کندې ته ور ټیل وهلی دی.
دا هغه مهم ټکي وو، چي ما یاد کړل،.
... ګوند خو دغو خلکو چي پاس ورنه یادونه وشوه له خوا انحصار کړی سوی دی.

     دا لیک هم ښاغلي محمد اقا کوچي را ولیږئ: قدرمن معلم صاحب زه د افغان ملتيانو دگوند په اړوند يو څو ټکي ستاسو د مالوماتو لپاره ليکم.

      په يولسمه فرقه کي د دوی پاڅون په لاندی توگه وو، زه د ګوند د داخلي مخالفتو له امله د ننگرهار په زندان کي د خپلو( ۵۱) تنو ملگرو سره زنداني وم، د دوی د پلان مهم ټکي دوی دا ډول ترتيب کړي وه. د دننگرهار د ۱۱ پلي فرقې قوماندان چي په عيني حال کي د ننگرهار والي هم وو، د ده دانظباط د ټولي قوماندان د ده څوتنه سربازان گلاب سيد د محمد سيد ځوی زموږ کليوال د بهرام الدين باډيگارد نصرالله د چپرهار اوسيدونکۍ د افغان ملت د گوند ولايتي مسئول او نور پلان جوړوي، يو تن د کمکي خيبر غنډ ته استوي بل (۸۱ ) غنډ ته، دوی مخکي د انظباط د ټولۍ مسئول ته وايي چی بهرام الدين چیري ځي بايد وسله کوټ خلاص او وسله را واخلو هغه هم په دلگي مشر باور کوي د سلاکوټ کلي ورکوي، دوی ټوله خپله ټولۍ وسلوال کوي، څوتنه د شپې کله چی افسرانو د ډوډۍ خوړلو سالون ته تشريف وړي، هلته نفر ورته موظف کوي، د وه تنه گلاب سيد او بل چی د بهرام د دفتر مخکي ولاړ دي د بهرام خوني ته د اخليږي بهرام پر نقشه کار کاوه دوی ورته (بدرد) وايي بهرام له دوی سره شخړه نه کوي د خپل دفتر تر څنگ زهرپوش ته وردانگي دوی پرې د کلشينکوف باړونه چلوي هغه شهېده وي نور د ډوډۍ خوړلو پر ځای يرغل کوي وتلي د گوند مخکښ افسران چی تر يو ميز ناست دي هغوی ټول شهيدان وي د کمکي خيبر او نورو غنډونو کسان اصلي هدف ته نه رسېږي او نيول کېږي شفرونه غلطو کسانو ته ورکوي.

      دا درې له فرقې وتلي جوزتامونه لکه (۸۱ ـ۷۱ ) او د کمکي خيبر غنډونه د فرقې قرارگاه ته د مرستي لپار را ځي فرقه محاصره کوي اوله کابل نه کماندو قطعه د الوتکو په واسطه د فرقې د اخل کي ديسانت کوي فرقه د دښمن له ولکې خلاصوي زيات شمېر بلوا کونکي ژوندي نیسي نصرالله د موټر سيکل په واسطه له فرقې څخه په طرف د چپرهار او پچير اگام ته فرار کوي او پاکستاني استخباراتو ته ځان رسوي.

     يعقوب لوی درستيز او نور له کابله راځي يو شمير بې گناه نيول شوي کسان خوشي کوي او يو شمېر له زندانه باسي اوسزا ورکوي (وژني) دا نصرالله د افغان ملت ګوند د ولايتي مسئول د داکتر نجيب الله د ملي روغې جوړي د سياست په درشل کي بيا ننگرهار ته رازي او د تجارتي مغازو مشر ټاکل کيږي او دا عمل چی ده سرته رسولی وو او دی پر چپ لاس ټپي هم وو په پوره ډاډ د ۱۱ فرقې داستان خلکو ته ويلو، بله ډله زما سره په زندان کي وو د يو څو نمونه ليکم:

      معلم گل محمد ژوندی او فعال د افغان ملت د گوند رهبرۍ کي دئ، مدير محمد عالم وروسته د خالص خواته لاړو ژوندی دئ، فاروق ميړنی اوس په استرليا کی ژوند کوي د تېري دورې د پارلمان غړئ وو اوس ماشالله ښه مجلل ژوند لري او د گوند رهبري کي دئ معلم زاکر په پېښاور کي ووژل شوو، دوی د خوګیاڼو د قوم يو مشر( مجيد ) چی د افغان ملت غړئ وو بيا محاذ ملي ته ولا ړ یوه جبهه یې درلوده ۱۵ تنه ځوانان یې يو ځل د انقلاب پر ضد جگړې ته اماده کړل د سرخرود په ولسوالۍ د حزب اسلامي کسانو ووژل دوې تر اخره د انقلاب د مخالفينو په قطار کي ولا ړوو مجيد بيا پارلمان او بيا د وردگو والي او اوس بهر ژوند کوي. دانورالحق احدي او گيلاني له برکته دوی ټول د ثوروت او پانگو خاوندان شول هيڅ افغان ملتی اوس نادار او ناچار نه دئ د مشرانو د فساد له امله دوی اوس په وړو بروژوازيو کي راتلای شي، مجيد، گلمحمد دوی په شيرزادو ولسوالۍ کي جبهې جوړي کړي وي او وسلوال کسان د حکومت پر ضد جنگيدل او نور. لیکونکئ: ما دغه لیک له ښاغلي محمد امین واکمن سره شریک کړه، هغه ومنل چي دا کېسه همداسي وه.

“ ملت”

      له افغان ملت څخه یوه وړه ډله د ښاغلي فدامحمد فدائي په مشری را بېله سول، ځانته ئې د “ ملت” په نوم د اخبار اجازه ترلاسه کړل، دا حرکت د نورو ګوندونو په شان د خپل اخبار(ملت) په نوم یاده سوه. د دې سازمان د رامنځته کېدو یو علت هغه وو، چي په کال ۱۳۴۴ هـ، ش کال د کب د میاشتي( ۱۷ ) ورځ د افغان ملت ګوند د جوړېدو په اوله ناست کي را ولاړ سوئ وو.

     “ د ملت اخبار، چي د افغان ملت له ګوند څخه د را بیلي وړې ډلي ځوانانو په مټ چلیدئ، د ملت په اخبار کي له چاپ او نشر سوو، لیکنو څخه داسي ښکاري چي هلته د دې ګروپ د ځوانانو په منځ کي (چپي، چین پلوو) افکارو نفوذ لاره. د اخبار د امتیاز خاوند فدامحمد فدایې چي د همدې “ ملت” د سازمان مشري یې هم کول. د ۱۹۷۱م کال د سپټمبر په ۱۶ مه دې اخبارپه خپرونو پیل او د ۱۹۷۲م کال د جون په ۱۰ مه پرې بندېز و لګېد. یو شمېر لیکلي کله چي په۱۳۵۰لمرېز، ۱۹۷۱م کال کي د ملت اخبار یوه مقاله خپره کړل چي عنوان ئې ( یک قیام ملي) وو. دا مقاله بهانه سول د حکومت له لوري د “ ملت” اخبار چاپول بند او فدامحمد فدائي هم بندي سوو.

      د افغان ملت ګوند مشر ښاغلئ محمد امین لیکي: “ فدامحمد فدایې او د هغه ډلي، چي د ملت په نامه یا دېده د افغان ملت نه د بیلتون وروسته مائویستي لار غوره کړه او د رحیم پښتونیار په قلم لیکل شوې یوه مقاله کي یې د افغان ملت لار سوسیال دیموکراسي او د امپریالیزم لویه پایګاه و ګڼل” . واکمن ص۱۳۹

      قاضي سید موسی هستي په یوه مقاله کي د “ ملت” د جریدې د مدېر، د ملت د سازمان د مشر خدای بخښلي فدا محمد فدایی د بندیتوب اصلي انګیزه داسي لیکل سوېده((د ۱۳۸۷ هـ، ش کال د اسد د ۲۸ تمي نیټې د” تازنمای اریائي” په شماره کي یوه مقاله د خدای بخښلي فدامحمد فدائي د ملت د جریدې د مسول پر ژوند کار او مبارزې باندي د ښاغلي قاضي “ موسی هستي” په قلم نشر سوې. په دې لیکنه کي ډول ډول موضوع ګاني، له هغه جملې څخه یوه موضوع زما او ارواح ښاد فدامحمد فدائي په زندان کي د یوې کوټې او یوه زنځیر تړلو یادونه هم په ښوو سوېده.

      په دې لیکنه کي د خبرتیا وړڅه د سیاسي ګوند “ افغان ملت” پر اجتماعي او ملي جوړښت او د دې ګوند پر اړیکو د شاهي در بار له مهموشخصیتونو سره او په هیواد کي د هټلري فاشیزم د دوران د بېا را جوړو کړو نقشبدې او قادرې طریقو له هغو ښوونه اوروزنه لیدونکو مهمو سړو سره نژدې اړېکي وې. د افغان ملت د اول مشرتابه دغړو د سیاسي، ملي او مذهبي ترکیب ته په کتو سره د دې لیکني پر رښتین والي باندي سړی شک نسي کولاي.

       د ښاغلي قاضي موسی “ هستي” دا ویل هم رښتیا دي چي ارواح ښاد فدامحمد فدائي د افغان ملت له ګوند څخه را جلأ سوئ او د “ ملت” د اخبار مسول وو. په دې د لیل زنداني سوو، چي د ملت په اخبار کي یې له لوی استعمارګر هیواد “ انګلس” څخه د افغانستان د سیاسي استقلال اخستلو په هکله لیکني کولې، کله چي یې د شاه امان الله لوی عکس په خپل اخبار کي چاپ کړ او په اخبار کي یې د امان الله خان د کړونو تر حق ډېر توصف کړئ وو، په عاجله د حکومت له لوري د ملت اخباربند فدامحمد بندي او محکمه سوو. د د همزنګ په محبس او د کرنیل قلعه په کوټ قلفي کي ما او خدای بخښلي فدامحمد فدائي د محمد ظاهر شاه د سلطنت تر ړنګیدو پوري په یوه کوټه کي ګډ ژوند کاوه،.

 ولي د د همزنګ د محبس د ننه د کرنیل کلاء په ځانګړو کوټو کي د ژوند او مبارزې سختو شرایطو ارواح ښاد فدامحمد فدائي ته نور تاریخي واقیعتونه ور په یاېدل چي د هغو انعکاس.. .. ،

      ارواح ښاد فدامحمد فدائي د ژمي په تیارو او او ږدو شپو کي د د همزنګ محبس په قلعهء کرنیل کي، د افغان ملت د ګوند او افغان ملت د اخبار پر د وه مخي سیاست، له سلطنت اوسلطنتي کورنۍ سره د متفاوت، مخالف نظریات، د دې باعث سول چي د ملت د سازمان له افغان ملت څخه رابیل سوو، فدائي لڅي کېسې هم کولې د ساري په توګه د وه ویل:  یوه ورځ زه(فدامحمد فدائي) د مرکزي قول اردو قوماندان سر دار عبدالولي د ریشخور په باغ کي میلمه کړم، سر دارولي د هیواد کورنۍ سیاست او بهرني سیاست باندي رڼا واچول او زه یې له وضعیت څخه خبر کړم.

      وه یې ویل: د چین د خلګو د جمهوریت بېله قید او شرطه مالي او فني مرستي زموږ سره مخ پر ډېرېدو ځي، نو د دې ښه خبري د اورېدو په وخت کي یې فدامحمد فدائي ته توصیه کړې وه، چي تاسي به د ملت د جریدې له لاري د چین د مشرانو فکر، مفکوره او د هغوی د مبارزو تجریبې په ازادانه توګه سره په خپله جریده کي نشر کئ. او هم به د ملت د جریدې لوستونکي د فلسطین د ازادي بخش جنبش له مسلحانه مبارزو او تجریبو څخه خبرتیا پیدا کړي، په دې شان جنرال سردارلي خپل ماما( امان الله خان) په ډیر زور او افتخار سر یاد کړ، وویل چي د دې وخت را رسیدلۍ دئ څو ملت له له حقایو څخه خبر سي. ازاد مطبوعات کولای سي او باید هم خپله ملي مسئولیت د ځوان نسل په را ویښولو کي سرته ورسوي.

     خدای بخښلي فدامحمد فدائي کیسه کوله چي د جنرال عبدالولي زرغونه څراغ په وطن کي د یو شمېر هغو ځوانانو او زړو کوم چي د چین هیواد له مفکورې یې مینه وه، هغوی په افغانستان کي د فلسطین د محصلیونو او په کابل کي د فلسطین له سفارت سره ازادانه تماسونه نیول. د فلسطین د خلګو د ازادي بخښونکي جنبش په ګټه یې په بې پرواي سره لیکني کولې، په میاشت دوو کي یې بېله هیڅ شفشف څخه د اسیا، افریقا او لاتیني امریکا د انقلابي سازمانو له تجریبو څخه یې یادونه   کول،

     اما کله چي د چین د خلګو د جمهوریت او افغانستان تر منځ د اقتصادي او تخنیکي مرستو د دوستانه تړون امضأ سوو،نو تر هغه را وروسته موږ په “ ملت” اخبار کي د لوی استعمار ګر(انګرېز) دولت په وړاندي د افغانانو مسلحانه جنګ او د هیواد د ازادۍ د ورخي د نمانځلو په نیت یوه لیکه د “ امان الله خان” دغټ عکس سره خپره کړل، خلاف د جنرال سردار عبدالولي د فکر او کړنو فدامحمد فدائي ونیول سوو او بندي کړل سوو، د ملت اخبار و تړل سوو.. . پای

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

  ( ۳۷ ) برخه:

  په ظاهره خو د دغه د فترمصرف پیرسیداحمد ګېلانی ورکاوه. افغاملیتانو د پیر سیداحمد په جبهاتو کي د وطن د خرابۍ کارونه دوی سرته رسول. د دوی د ادعا په اساس دوی لیکي چي په ۱۳۵۷ لمریز کال کي دهرات په کودتا کي د دوئ لاس وو، ۱۳۵۸ لمریز کال کي د ننګرهارپه اسمارغونډ کي د سیسه چي سر بېره پرزیاتو غیر حزبي افسرانو، حزبیان، عسکرو او والي پکښي و وژل سول دا دوی خپل د مبارزې افتخارات بولي. د بلخ په نهرین فرقه ترور او وژني، د کابل په ریشخور په فرقه او بالاحصارد سیسی د خپل ګوند افتخارات بولي او نور.

  له دوی سره د امریکا، د اروپا د سوسیال دموکرات ګوندونو، پاکستان د ( ای، اس، ای) مرستو چي د پیرسیداحمد ګېلانی پر لاس دوی ته رسېدې دوی یو ځل بیا پر پښو و درول. خو ژر د مادیاتو پرسر د دوی ترمنځ ۱۳۵۹ لمریز کال کي یو ځل بیا اختلاف راپیدا او محمد امین واکمن ځان د دې ګوند مشر، حداد ئې منشي او شمس د مالی چارو مسؤل سوو.

 محمد امین واکمن په خپل اثر” د افغانستان ملي نهضتونه” هلته په (۲۰۵) صفحه کي خپل افتخارات داسي بیانوي”      د۱۹۷۹م، ۱۳۵۸ هـ، ش کال د ثور په شپږمه زموږ ملګرو یو پلان جوړ کړ. چي په کابل، ننګرهار، د مزار شریف د دهدادي فرقې او یو شمېر نورو ځایونو کي په یوه وخت کي پاڅون( کودتا) وکړي. په دې باره کي پنځه، شپږ میاشتي کار وشوی وهر څه منظم سول. خو د بې تجربه ګی او تخنیکي وساېلو د نشتوالي له امله پلان په یوه وخت تطبیق نه شو. شمس الهدی د خپلو بې مسؤلیته کارونو له امله، چي هر چاته به یې لیستونه ښودل، چي موږ په عسکري کي دومره ملګري لرو او کودتا کوو، د دې پاڅون د ناکامۍ مسؤل ګڼل کیږي.

  یوازي د جلال اباد په فرقه کي پاڅون وشو. چي د دغي فرقې قوماندان او والي بهرام الدین ورد ګ تخمین د پنځه دېرش تنو خلقي منصبداران او درې تنه روسي صاحب منصبان سره و وژل او فرقه و نیول شوه” . لیکونکي : له یوه اړخه کودتا او کودتا یي حکومت غندي مګر د کودتا لپاره خپله ناکامه هڅه بیا د خپل ګوند په افتخاراتو کي شمېري، تر ټولو د شرم خبره خو لا داده چي یوه تحصیل لرونکي انسان څنګه د بل انسان په وژنه باندي فخر کوي، عجب؟ په بله برخه کي به د فرقې پر د سیسه څه و لیکم.

  د ژوند خاطرات محمد اقا شیرزاد ص(۸۰)

  “ ۱۳۵۸ هـ، ش کال په (۱۱) فرقه کي د افغان ملتیانو له خوا یوه توطیه وسوه. په دې توطیه کي (۱۳) تنه د فرقې د قوماندان په شمول ووژل سول. د شیر زادو د ولسوالۍ اوسیدونکي ګلاب سید چي ژوندئ و نیول سوو، دا کیسه په محبس کي بندیانو ته کوي، دی وایي: زموږ د ټولۍ قوماندان خلقي وو، د بلوک قوماندان مو افغان ملتی، د ټولۍ قوماندان نه پوهېدئ چي هغه له چا سره اړېکي لري. د بلوک قوماندان موږ ته وویل نن موږ یوه سخته وظیفه لرو، باېد اماده شئ. نوموړۍ د ټولۍ قوماندان ته ورغۍ او ورته ویې ویل: د فرقې قوماندان(والي بحرام الدین ) چېري ځي ماته اجازه راکړه چي یو څومېله وسله له سلاکوټ نه واخلم، دا چي د ټولۍ قوماندان پرده ډېر باور لاره اجازه یې ورکړل.

 هغه وو چي د بلوک قوماندان خپل ټول سربازان مسلاح کړل. زه او زما ملګري چی د فرقې د قوماندان په دروازه کي پیرداران وو، موږ د فرقې د مخکني قوماندان (یونس خان) د اعتماد وړ کسان وو. بهرام خان فرقې ته خپل د باور کسان نه وه را وستي، موږ ټول پر خپل ځای پاته وو، پر موږ یې باور کړئ وو. موږ ته د ًقوماندان(بهرام خان) د وژلو وظیفه را کړل سوې وه، ګلاب سید وایي کله چي زه بهرام قوماندان ته ور نژدې سوم دی پکار مصروف وو، چي یې پام سو ویې وویل بچیه خیرت دئ؟ ما ورته بد وویل په کلاشنکوف مي تهدید کړه، نوموړي فوراً وسلې ته لاس کئ او په یو ټوپ تر کړکي و غور ځید او خپل د شعبې شاته زهرېپوش ته یې د رسېدو تلاښ کاوه چي ما څو مرمۍ و وېشت او مړ مي کۍ. نورو ټول افسران چي د ډوډۍ په خونه کي پر ډوډۍ ناست وه هغوی هلته ووژل سول.”

 لنډه یادونه:

  د محمد امین واکمن د پورته لیکني څخه واضح کیږي، د افغان ملت ګوند غړو چي ځانونه (سوسیال دیموکراتان) بولي دوی باېد مدني او سیاسي مبارزه کړې وای، چي نه یې کول. دوی هم د (ای، اس، ای) په ملاتړ کودتا ئې عملونه څو څو ځله کړېدئ، خو هر ځل ناکام سوېدي، خلګ یې وژلي دي، ترور یې کړئ دئ، په خفګان سره دوی دغه وژني او کود تاګاني د ځان لپاره افتخار ګڼي، چي نه باېد داسي یې کړي او لیکلي وای. ځکه د جنګ او جګړو د وخت ګرم بازار مخ پر سړېدو دئ، دا شان اعمال سرته رسول به هر وخت افتخارات ونه ګڼل سي.

  هلته په پېښاور کي یو ځل د حداد او محمد امین واکمن ترمنځ اختلاف ډېرسو، محمد امین واکمن ئې له مشرتوبه لیري کئ. په ۱۳۶۱ لمریز کي حداد ځان داستقلال د ډلی په نوم اعلان او اخبار ئې راوایستۍ او نوریی مخریبین و بلل.

 دغلام محمد فرهاد تر مرګ وروسته یو شمېر مرور، افغان ملتیان وه خان غفارخان ته د پښتنو په نوم ورغله او د هغه څخه ئې د دوی د یوځایوالی په هکله د مرستي غوښتنه وکړه. غفارخان دوی سره کښېنول په ظاهره دوی سره جوړسول، فقط دري میاشتي لاتېري نه وي چي دوی بیا پردروڅانګو سره تقسیم سول.

  د حداد، محمد امین واکمن او شمس الهدی په نوم درې جلا ډلي یې جوړي کړې. بل ځل بیا ۱۳۶۸ لمریز کال کي پیرسیداحمد ګیلاني د(ای، اس، ای) په هدایت دغه د افغان ملت سړی د پېښاور د ښهر والی په سر کاري سالون کي افغان ملتیان سره کښېنول چي دغي ناستۍ ته یې د دريمي ګوندي کنګرې نوم ورکړئ وو. هلته یو ځل بیا د شمس الهدی ډلي د دې ناستي او پرېکړو مخالفت وکړئ.

  خو د پېښاور په سالون کي محمد امین واکمن مشر، یوسفزی ئې مرستیال اوستا نه ګل ئې منشي ونومول سول. یو ځل بیا د افغان ملت اخبارخپور سوو. بیا په ۱۳۷۴ لمریز کي د پېښاور په بل سرکاري نشترن سالون کي دوی بله ناسته وکړه چي پدغه غونډه کي پیر سید احمد ګېلاني، ای، اس، ای او امریکا خپل هدف تر لاسه کئ محمد امین واکمن یې له مشرتوب څخه لیري او د امریکا په بېروت کي روزلۍ انوار الحق “ احدی “ یې د افغان ملت د ګوند مشر یوسفزی مرستیال او شیرزاد منشي سول. د افغان ملت ګوند په منځ اختلافات پرڅه وه؟یو څو نمونې: د لیکونه به یې درسره شریک کړم:

 

+++++++++++++++++++++++++

  ( ۳۶ ) برخه:

 د افغان ملت اخبارپه ۱۳۴۵ لمریز کال د وری د میاشتي پر(۱۶) نیټه د د فرهاد صاحب د ورور حداد په مدېریت له چاپه را ووتئ د اخبار د چاپ په اوله ورځ یو شمېر د افغان ملت غړي د خوستي ملتیار په مشرئ دا ګوند پراېښود. تر دې پېښي وروسته د اخبار د چاپ مسئولیت و حبیب الله “ رفیع” ته وسپارل سوو.

  بل ځل لنډ په ۱۳۴۶ لمریز کال په لمړیو کی د خادم صاحب او حفیظ الله عبدالرحمزی په مشرۍ یو شمېر خلګو دا ګوند پرېښود.

  په ۱۳۴۸ لمریز کال کي هغه وخت چي غلام محمد فرهاد ته د وخت ولسي جرګې ته لاره پیداکړه، فرهاد د ګوندي رهبرۍ د پرېکړي خلاف د صدراعظم نور احمد اعتمادي سره لاس ورکړئ او اعتمادي ته یې مثبته رایه ورکړه. ګوندي رهبرۍ فرهاد ته د خپل دې عمل جزا ورکړه، له مشر توب څه چي ګوند غړي توب یې د یوه کال لپاره په (تعلېق) کي واچاوه.

 له دې سره سمدستي د د فاع د وزیر سردار ولي په تحریک د فدامحمد فدایی په مشری یو شمېر سړو د دغه ګوند څخه لاره جلا کړه. او د “ ملت” په نوم ئې ځانته جلا ګوند جوړ کئ.

  تردې را وروسته د څه وخت له پاره د افغان ملت ګوند خپه مایوس پاته سوو. د دوی په لیکنو او نوېشتو کي داسي څه نسي پیدا کېدلای چي وضاحت وکړي چي د دوی ( ملتیار خوستي، حفظالله عبدالرحیمزي، خادم صاحب، فدامحمد فدائي) یو په بل پسي هر یو له خپلو خواخږو سره ګوند پریښاوه اوله ګونده وتل اساسي ستونزه په څه کي وه؟

خو د سردارمحمد داود خان د حکومت پر وخت بیا واکمن، میړنی او یوسفزی ۱۲۵۲ لمریز کال کي د افغان ملت ګوند کړنلاره ولیکل او نشر یې کړه. په دغه کال کي د دوی له خوا بیا غلام محمد فرهاد د مشرپه صفت او بختیار د ګوند منشي و نومول سول او جمعاً (۹) نفره د شوراغړۍ سول.

  د لته بیا خبره پیچلې اوروښان تیا غواړي، د هغو(۱۵) تنو له جملې څخه خو(خادم صاحب، عبدالرحمزی، خوستی او فدامحمد فدائي) جلا سول، یوسفزی، مېړنی او بختیار خو د او لني ناستي یا رهبرۍ غړي نه. پس (۶) نفره نور بیا څخه سول؟ داخبره یې واضح نه ده لیکلې.

  د هغه (۹) نفري رهبرۍ په منځ کي هم ژر په ۱۳۵۳ لمریز کال کي اختلاف راغئ د میړنی په مشرۍ جلا او ځانکړې د مشرتابه کمېټه جوړه سوله چي شمس او زیارمل ئې غړي وه. یو د بل په مقابل کي سره و درېدل.

 هغه درد یې لا سوړ نه وو چي بله ګډوډي د افغان ملت په ګوند کي را پیداسول فقیرمحمد بختیار یوه بله درهبرۍ کمېټه جوړه کړل.

  هلته یوه بله کمېټه د یوسف مېړني تر مشرۍ لاندي رازرغونه سول چي محمد عثمان، زیارمل، ستا نه ګل، امان الله، محمدانور، عبدالمحمید شمس الهدی ئې غړي وه. ژر په دغه غوڼده کي هم اختلاف راغئ زیارمل، عبدالمحمید او امان الله دغونډي څخه خفه ووتل.

 ۱۳۵۷  هـ، ش کال کي د افغان ملت ګوند په نماینده ګي وجدي، حبیب الله رفیع، زلمی هیواد مل د شمس الهدی تر مشرۍ لاندي سر تماسونه لرل. د هغې پټي حلقې غړي بیا عبدالحمید، محمد نور، جمال رحمن، او پتمن وه.

  په دې شپو کي یو شمېر د افغان ملت لویان پاکستان ته و لاړه ویل کیږي چي (i,s,i) وپیر سیداحمد ګیېانی ته وظیفه ورکړې وه څو دغه ډله(افغان ملتیان) سمبال کړي. پیر سید احمد ګېلاني دا کار و کړئ او په دې مسئله کي یې څو ګټي وکړې، یو د ( I,S,I ) خوښ ساتل، بل د ورکړو پیسو او امکاناتو څخه ناوړ ګټه، بل یې انوار الحق احدي د افغان ملتیانو رهبرۍ ته ورساوه او بیا یې خپل زوم کړئ، کله چي افغان ملت ګوند په پېښاور کي ځای پر ځای سو عملاً د نورو راستو، افراطينو او ارتجاعي قووتونو پشان د(i,s,i ) په خدمت کي او د هغوی لپاره یې افغانان وژل، ښوونځی یې نړولې، څو ځله یې د ناکامه کودتا ګانو هڅي و کړي، چي بېله وژنو او خرابیو څخه یې مثبت نتیجه نه وه، دوی هیواد وال او دهیواد شتمني له منځه وړلې.

  که څه چي په ښکاره افغان ملتیان د نورو تنظمي ډلو په شان د (ای، اس، ای) سره خپله همکاري نه مني. لکه پاکستان چي هغه وخت او بیا دا اوس هم دا نه مني چي دوی تروریستان روزي. ښاغلي ډاکتر محمد امین واکمن د خپل کتاب په یوه برخه کي تر دې سر لیک لاندي” په پېښورکي د ګوند بیا تنظیمول” ص (۱۹۹). “ موږ (۲۵ ) تنه د عزیز خان په کور کي سره راټول سوو.. .. .. فرهاد په کابل او بختیار و فات سوئ وو. نو زه یې د ګوند مشر وټاکلم.. .. خفیه پولیس زما له راتګ څخه پېښاور ته خبر سول،. .. .. ... د تحقیقاتو لپاره یې سپېشل برانج ته بولم، د څانګي مشر راته وویل، ته له پاکستاني مقاماتو (لیکونکی ای، اس، ای) سره وګوره.. .. ... ما شمس هم له ځان سره بوت.. ... د لوی افسر سره مو خبري وکړ. دغه افسر راته وویل، چي موږ د پاکستان سر اوسترګي یوو، او زموږ کار دا دئ، چي په افغانستان کي کمونستان تخریب کړو.. .. .. .. .. د دې خبرو نتیجه دا شوه، شمس او نور ملګري چي پخوا پټ ګرځېدل اوس برالا سول. بیا ملګرو د پېښاور په کبابیانو کي دفتر و نیوه.. .. ... بیا نو، د نورو تنظمونو په شان افغان ملت هم فعالیت کاوه. په اول سرکي افغان ملت سره هم بشري کومکونه کېدل. “ د (ای، اس، اي) د بشري مرستو توضح ته نو اړتیا نسته، ټول هیواد وال پوهیږي.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

  ۳۵ برخه:

 ما ډېر کوښښ و کړي چي د افغان ملت ګوند د اساس اېښودونکي ناستي(غونډي) د ګډون والو نوم لړ پیدا کړم او څه ناڅه د او لي غونډي له پرېکړو هم ځان او تاسي خبر کړم. زما د نورو کوښښونو په دوام په کال ۲۰۱۶م د مي د میاشتي پر (۲۸) نیټه د امریکا په ویرجینا ایالت د ښاغلي میر انصاري او ډاکتر ملت مل په مخکي دغه پوښتنه چي ما لرل له ښاغلي محمد امین واکمن سره شریکه کړه؛ واکمن صاحب! ولي ستاسي د ملګرو او ګوند په هیڅ لیکنه(نشراتو) کي د هغو(۴۷) نفرو نومونه، نه دئ نشر سوئ چي ستاسي د ګوند د جوړیدو په اوله ناسته (کنګره) کي یې برخه لرل؟

  که تاسي زما سره مرسته وکړئ په دې هکله څه راته ووایاست او د هغو شخصیتونو نومونه راته را کړې چي ستاسي سره د ګوند د جوړېدو په اوله ناست کي شریک وه. په دغه وخت کي چي ما له واکمن صاحب څخه دغوښتنه کول، ښاغلي محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند افتخاري مشري پر غاړه لرل، او دی خپله د افغان ملت ګوند د او لنۍ ناستي برخوال او د رهبرۍ غړئ وو. ده زما د سوال جواب را نه کړئ، د بل چا نوم یې را نه کړئ. بیا کله چي مي د ښاغلي واکمن صاحب “ د افغانستان ملي نهضتونه” کتاب و لوستۍ هلته هم زما دغه پوښتنه دغسي لا جوابه پاته سول.

  تر هغه وروسته مي دغه ټوله لیکنه ښاغلي ته ور واستول چي په پوره صلاحیت سره کولای سي خپل د نظر وړ څه پکښي و لیکي څو ځوانان له رښتني حالت څخه خبر سي، په خفګان سره دا کار یې هم و نکړئ اوراته و یې ویل او بیا یې په لڼډه توګه راته ولیکل چي تا خپل وخت ضایع کړئ دئ، په دې شرایطو کي د داسي لیکنو خپرول را تلونکي جنبش ته ګټه نه بلکي تاوان رسوي. نو زه پوهه نسوم چي رښتیا لیکل اورښتیا ویل بیا څنګه جنبش ته تاوان رسوي؟

  پس پوښتنه پیدا کیږي؛ دا (۶۲) نفره وه او که نه وه؟ د (۴۷) تنو د نومونو پټول به ګوم سور وي؟ ما چي هر څونه هڅي وکړې، د دوی له مشرانو مي وپوښتل، د دوی لیکني ګورم تر پنځلس تنه ډېر مي څوک پیدا نه کړل. په هر صورت. بله خبره چي باېد ولیکم هغه دا چي دوی لیکي “ ښاغلئ غلام محمد “ فرهاد “ چي د کابل په خلګو کي یې نیک شهرت لاره هغه یې د افغان ملت د ګوند مشر و ټاکه” ؟.

  زه خو داسي فکر کوم چي دا ښه خبره نه ده، چي دوی د” فرهاد” په هلکه لیکلې ده. تر هغه ځایه چي خبر یم دا ښاغلئ غلام محمد “ فرهاد” وو، چي دغه ګوند یې جوړ کړه، دغه خلګ یې را ټول کړل، نه دا چي دغو ناستو خلګو غلامحمد “ فرهاد” مبارزې ته را بللۍ وي، د هغه د ښو اخلاقو او په خلګو کي د هغه د محبوب توب له امله یې هغه مشر ټاکلی وي.

  غلام محمد” فرهاد” په خپل وخت کي یو وتلی شخصیت وو، د هغه په تلاښ او ږغ خلګ را ټول سول. په هر ډول چي وو، ښاغلئ غلام محمد فرهاد د ګوند رئیس، د وه مرستیالان هر یو خادم او فدامحمد فدائی، د مشر “ فرهاد “ صاحب زوی ئې منشي ونومول سول. په لیکنو، اخبارونو کي دا هم روښانه نه ده چي د فرهاد صاحب مشر توب د هغه د مرستیالانو ټاکنه څنګه تر سره سوېده؟.

  انتخابات وسول؟ که انتصاب سول؟ که انتیخاب سوئ وي په څو رایو؟ تر ډېره حده زه داسي فکرکووم په هیڅ صورت اول خو( ۶۲) نفرو په دې ناسته کي برخه نه لرل او یا به (۴۷) تنه دغونډی څخه هغه دم وتلې او د ګوند له جوړېدو سره به مخالف وه، ځکه ئې دوی د نومونوله لیکلو او یادولو څخه ټول عاجزدي. او هم د رهبرۍ دغړو، د مشر او مرستیالانو د ټاکلو پروسه نسي لیکلای. ترکمه چي افغانان پیژنم که (۴۷) نفرو غونډ ترک کړې هم وي، هغوی بیا کله چپ پاته کېدل. پس هر څه چي دي تر دغه (۱۵) نفرو زیات څوک نه دي سره کښینستلي. دوی کوښښ کوي و ښې چي په اوله ناسته کي ډېرو سړو برخه لرل.

  بله د پام وړ او د سوال وړ خبره دا ده چي ښاغلئ واکمن یې د خپل کتاب په (۱۶۰) ص کي لیکي” په همدې غونډه کي پردې غور وشوو چي د ګوندونو قانون لا نه دئ وتلئ، خو د مطبوعاتو قانون شته، نو اول باېد د نشراتي اورګان لپاره اقدام وشي. د دې کار لپاره د دفتر مسئولو کسانو پر ضرورت او مالي مصارفو بحث وشوو. په دغه ورځ( ۱، ۲۵۰۰۰) یو لک او پنځه ویشت زره افغانۍ راټولي شوې” .

  که چیري دغه خبره پدغه ډول و منو، بیا هم ډېره د تعجب وړ خبره ده، ماشا الله دا دو نه ډېري پیسې په (۱۳۴۳) هـ، ش کال کي، دا څنګه ممکنه ده چي په دغه ورځ و غونډي ته د راتلو پر وخت دي له هر چا سره په جیب کي په دو نه  اندازه پیسې پرتې وې، حال دا چي هغه وخت د هیڅ لوړه رتبه لرونکي مامور میاشتنۍ تنخوا خو تر (1.000،1.200) (زرو، د ولس سوو) افغانیو لوړ نه وو. که فرض کړو چي هغه (۶۲) تنه ګډون وال هم درست وي، چي په هیڅ صورت یې برخه نه لرل، بیا هم هریوه باېد تر(2.000) دوزره افغانیو ډېري پیسې په خپل جیب کي لرلې چي هلته یې اچولي وي، او که دغونډي برخوال همدغه (۱۵) تنه وه نو په دې حساب هر یوه باید(8.000) اته، اته زر افغاني ونډه ور کړې وي، تعجب؟ یوه یې پر عقل نه برابرېږي، زما ښه یاد دي چي په هغو کلونو کي یوه بزګر ته خان(فیوډال) د یوه کال له پاره تر(۵۰۰) پنځو سوو افغانو ډېري پیسې د (موک) په نوم نه ور کولې، او د یوه سړي د ورځي مزدوري (۱۰) افغانی وه او په کندهار کي یوکندهاری من غنم هم په (۱۰) افغانی وو، حج ته خلګ په (۱۵) زره افغانیو تلل، د لوړ کور د ښځو غټ ولور(۲۰) افغاني وو، چیري چي کومه ښځه به په شل زره افغانیو ولوره ورکړل سول حتا تر ډېره به په (شل زری) بلل کېدل.

  د افغان ملت ګوند په نشراتو کي راغلي دي چي د کنګرې په لمړۍ ناسته(کنګره) کي سمدستي دغونډي د برخوالو تر منځ د اخبار پرنوم باندي اختلاف را پیداسو یو ګروپ د “ افغان” نوم خوښاوه، بل ګروپ د “ ملت” نوم. تر سخت جنجال وروسته چي یو د خپلي خبري نه او ښتی د واړه سره ګډ د “ د افغان ملت” نوم ئې د اخبار نوم کښېښود چي په روڼ اندو کي دوی تر اوسه په دغه نوم یادېږی.

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت