عبدالقیوم

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

مشروطیت غوښتونکي نهضت

حزب خلق یا نداي خلق:
“ شعلهء جاوېد”
۱۳۲۹لمرېزیا ۱۹۵۰م

( ۳۰ ) برخه
    د “ حزب خلق یا ندای خلقپه نوم یو ګوند د ډاکترعبدالرحمن محمودي تر ریاست یا مشرتابه لاندي په۱۹۵۰م یا۱۳۲۹ هـ، ش کال کي په کابل کي جوړ سوو. ښاغلئ ډاکترعبدالرحمن محمودي چي زوکړه یې د کابل په (تنور سازي) کوڅه کي په کال ۱۲۸۸ هـ، ش کي سوې ده. پلار یې د وخت په حکومت کي د کښتي رتبي مامور تېر سویدئ. ښاغلي محمودې په غربت کي ژوند تېر کړي د کورنۍ د خرڅ د پیدا کولو لپاره یې لرګي خرڅول او پر څنګ یې درس هم لوستۍ، د خپل وطن په سطحه یو مبارز ځوان وو، روښانه چپ نظریات یې لرل، دی هم د ویښو ځلمیانو د ګوند له اهدافو سره جوړ نه وو.
   نو هغه وو چي ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن محمودي هم د ښاغلي غلام محمد “ غبار” په شان ځانته د یوه بېل ګوند( خلق یا ندایې خلق) په جوړېدو لاس پوري کړئ. د وخت یو شمېر روڼ اندي ځوانان ور سره و درېدل، د مشرتابه غړي ئې: ۱ - خپله ډاکترعبدالرحمن محمودي د حزب رئیس، ۲ - محمد نعیم شایان د حزب منشي، ۳ - مولوي خال محمد خسته، ۴ - مولوی فضل ربي، ۵ - عبدالحمید مبارز، ۶ - ډاکترعبدالله واحدي، ۷ - محمدیوسف ائینه، ۸ - نورعالم خان مظلوم یار، ۹ - غلام احمد رحماني، ۱۰ - محمد طاهرمحسني، ۱۲ - عبدالرحیم غفوري، ۱۳ - محمدیونس مهدي زاد ه، ۱۴ - ډاکترنصرالله یوسفي، سیداحمد ها شمي، ۱۵ - محمدابراهیم، حفیظ الله، ۱۶ - عبدالرحیم زائي، ۱۷ - ډاکترعبدالاحد رشیدي، ۱۸ - ډاکتر عبدالله رشیدي او څو نور. غبار دوهم جلد ۲۵۵ص.
   نشراتي ارګان ئې “ ندا خلق” چي د امتیاز خاوند ئې خپله ډاکتر عبدالرحمن محمودي او مسئول مدېر یې د محمودي زوم ولي محمد عطايي و.په ۱۹۵۱ م ـــ ۱۳۳۰هـ ش کال کي ئې په نشراتو پیل وکی په هغه کال کي د دوی د تېزو او تندو لیکنو له سببه د حکومت له خوا د “ نداخلق” نشریه هم بنده سوله. د وخت سلطنت اوسلطنتي کورنۍ نه د ازادۍ په مانا پوهېدو ل او نه هم د خلګو ارده دوی ته څه مهمه وه. د سلطنتي کورنۍ هر غړۍ سلطان وو. دوی هیڅ کله د ولس د پوهولو سره مېنه نه لرل.
  هغه لویه کمزوري( یو او بل نه مننه، یو بل ته تن نه ور کونه) چي د نړۍ په ټولو ملتونو کي به څه وي، خو په افغاني روڼ اندو کي د افراط تر ګچي پوري دغي کمزوري شتون لري. هغه وو چي د دې حزب “ شعله جاوید” د مشرتابه غړو د ښاغلي ډا کتر محمودي په مخکي خپل ګوند د خپلي کورنۍ تر ګچي پوري را ټیټ او پر ټو ټو باندي سره ووې شئ. دوی ډېر وخت سره یو ځای پاته نسول پرڅو برخو تقسیم سول. که څه هم چي د شعله جاوېد د ګوند د مشر تابه په ناسته کي د بېلو ولایاتو او ژبو ځوانان سره کښیناستل، په خفګان چي د ټولني د عمومي شاته پاتوالي حاکم ذهنېت څخه را ونه وتلای سوای.
  زما یاد دي چي په ۱۳۵۱ هـ، ش کال کي د” پېام وجدان” په اخبار کي د دوی د ملګرو له خوا یوه اعلامیه خپره سوه چي عنوان ئې وو” جریان شعله جاوېد ازهم پاشیده شد رهبران شعله جاو ید میګویند راهی که رفته بو دیم ا شتباه امیز بو د “.
د غه لاندي یې هغه ګروپونه وه چي څه وخت ئې د سیاست لمنه ټینګه کړې وه:
۱:  - “ سازا” ــ سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان
۲:  - “ سزا” ــ سازمان زحمتکشان افغانستان
۳:  - “ سفزا” ــ سازمان فدائې زحمتکشان افغانستان
۴:  - “ ګروه نجات” 
۵:  - “ ساما” ــ سازمان ازاد ۍ بخش مردم افغانستان
۶:  - “ سارمان رهائې افغانستان”
۷:  - “ ګروه اخګر”
۸:  - “ سازمان پیکار”
۹:  - “ ګروه مستعضفین”
۱۰:  - “ سازمان پیش اهنګ کار ګران افغانستان”
۱۱:  - “ هو اداران پاڅون انقلابي افغانستان”
۱۲:  - “ حزب عدالت”
  په ۱۳۹۴ هـ، ش کال کي مي د میزان پر۱۳ نېټه  د شعلهء جاوېد په نوم  په  يوه کمپوټري پاڼه کي ولوستل. هلته لیکل سوي وه. دغه د “ شعلهء جاوېد” په نوم انقلابي جنبش یا د ځوانانو جنبش په ۱۳۴۴ هـ، ش کال کي د اکرم “ یاري” له خوا جوړ سوو، بیا پر زیاتو ټوټو تقسیم سو، چي د هغو له جملې څخه یې یوه برخه دغه دوی دي، چي اوس ځانونه د “ حزب کمونیست «مائو یستي» افغانستان “ بولي. پته او نوم ئې نسته. ممکن یو نیم پټي ډلي اوسړي به نور هم داسي وي. دغه چي د شعلهء جاوېد له سازمان څخه را ووتل او جلا ګروپونه ئې جوړکړل، یوه ئې تر خپلي محلې د باندي زیات نفوذ ونه کولای سوای.
  هو، د شعلهء جاوېد څخه جوړسوو ټولو ګروپونو اوسازمانونو به وطن ته د کار هیله لرل، ډېر شریف خلګ د پاکو احساسا تولرونکي ځوانان به ور سره وه، څه ځوانان به له دوی څخه وژل سوي هم وي. مګر افسوس هغه د سیاسي مباریزېنو عام خصلتونه چي ( بېله جنګه، بېله تروره، بېله ډار اچوني او ماجراجوئي)  څخه مبارزه  وکړي، د دغو اوصلو منلو او یا رعایت کولو ته دوی په خپلو اذهانو وده  ور نه کړه.
  همدا وجه وه چي د نورو سیاسیونو په پر تله په دوی کي د ټوټه ټوټه کېدو پېښي ډېري وې. د دغه حزب د اعضا وو شمېر چي به و لسو(۱۰) نفرو ته رسیدئ حتمي به پر دوو برخو تقسېم کېد ل، یو د بله ئې نه سرمنل، یو او بل ئې زغملای نه سوای. سره د دې چي د یوې ژبي او یوی منطقې به هم وه. د دوی له یو شمېر حلقو سره یې ژبني تعصب ډېر وو.
  په دې وجه هم د دوی یو شمېر ګروپونه سر بېره د سیکتارستانو بلکي د سیتمیانو په نومونو د خپلو مخالفوینو له خوا بلل کېدل. که څه چي په ټولو حزبونو اوسازمانونوکي نواقص وه، خو یو د بل سره په تفاوت. د همدې وجهي له امله دغه سازمانونه په کابل، پروان، فراه او محدودو منطقوکي منحصر پاته سول د هیواد په نورو ولایاتو کي یي وده و نسوای کړلای.
  ما د دوی په مشهورو څېرو یعنی د مشر تابه په غړوکي کوم ازبک، ترکمن، پشه ئی، بلوڅ، هزاره او پښتون څوک نه پېژندل. البته هغه د او لني ناستي بر خوالو دغه ګوند پرې ښود. نو دا یوه بله نیمګر تیاوه چي دوی ورته توجه هم نه کول. د همدې نیمګرتیا په وجه د دوی د فعالیت ساحه ډ یره تنګه پاته سوه.
  ما ته هغه وخت چي زه د څرخي پله په زندان کي بندي وم، په زندان کي د دغو سازمانونو یو شمېر غړو لکه محمد حنیف، سید بشېر برهمن، عبدالطیف محمودي، نجیب الله، محمداکبر، فاروق حق بین، صالح محمد، کاکا خانو، مېر مسجدی، استاد خلیل او نورو د خپلو مبارزو، فعالیتونو او خپل منځي مخالفتونو کیسې کړي دي. په رښتیا چي تر ډېره برېده دوی د خپل هیواد او ولس سره مینه هم لرل، مګر یو کم شمېر یې د وخت د “ خاد” ادارې ته جاسوسي کول خپل ملګري یې په حکومت و وژل. چي ما په خپل کتاب “ محبس او قفس” کي د هغوی نومونونه لیکلي دي.
  په محبس کي ټولو بندیانو دوی د ما ئویستانو په نوم یادول په هیڅ صورت سره په زندان کي مائویستانو د نورو بندیانو په منځ کي ځای نه لاره، نورو بندیانو دوی په ځانو نه ګډول بیخي یې د پردو په سترګه ورته کتل. چي زما د دې خبري ملاتړ به ټول د هغه وخت بندیان و کړي. دوی ته د عام ولس په منځ کي د ژوند کولو هیڅ چل نه ورتی، همیشه به د عامو بندیانو له خوا ترټل کېدل، هیڅ کله نورو بندیانو په خاصه هغو چي د اسلامي ګوندو په تور بندي سوي وه، چي غوښنه برخه د بندیانو هم هغو جوړول. هغوی له       ماؤیستانو سره پر یوه د ستر خوان ډوډۍ هم نه خول.
  دوی، خپل ترمینځو کوم چي د مائویستې سازمانونو د مختلفو ډلو د رهبرۍ غړي وه، ځانونه ئې هوښیار معرفي کول مګر خپل ترمنځ سخت یو د بل د ښمن وه، ا مید لرم چي د وخت په تېریدو سره اوس د دوی په ذهنیتو کی یې مثبت تغیر راغلۍ وي. دوی زموږ د ټولني په سطحه روڼ اندي ( ښوونځی لوستي ښهري، ځوانان) وه تر ډېره برېده په یوه ژبه کي را ګرېدل(منحصر) ئې بله نقیصه وه. سره د دې چي په اوله کي د دوي د رهبرۍ درې غړو د وخت پارلمان ته هم لاره پیداکړه.
  لکه :  داکترعبدالرحمن محمودي، خال محمد خسته او نورعلم خان مظلومیار. دوي درې واړه مبارز او ښاغلي خلګ وه د سالم فکر لرونکي او ښه نظریات یې لرل اما د “ نداي خلق” په مشر تابه او دوهمه کټګوري کدرونو کي افراطیون سخت پر ګوند مسلط وه. افسوس د یو شمېر د افراطيونو، تحریک امیزه حرکات وه چي د نورو ټولو هغو سیاسیونو سره چي د دوی له ایدیالوژی سره سازګاره نه وه دوی په ټکر کي وه درول، بل خواته ظالم حکومتونه وه چي د دې حزب د فعالیت ساحه یې ور تنګه کړه. د نداخلق په نوم جریده چي د دوی له خوا نشرېده. تر۲۹ شمارو خپرېدو وروسته د حکومت له خوا بند او خپرونکي ئې هم د ډېرو کلو لپاره زنداني سول.
  ضروري یادونه:  ښاغلي تاج محمد مظلویار صاحب وایي” که څه چي د مېر غلامحمد “ غبار” د تاریخ په دوهم جلدکي دا خبره لیکل سوېده، چي زما پلار ښاغلئ (نورعالم خان مظلوم یار) د محمودي صاحب د ګوند” ندای خلق” د رهبرۍ غړۍ او په شورا کي د دوی نماینده (وکیل) وو. اما رښتیا خبره دا ده چي زما پلار(نورعالم مظلوم یار) هیڅ کله د “ نداخلق” د ګوند سره نه وو. بلکي د “ جمیعت وطن” ګوند عضویت لارهد دواړو ګوندونو د مشرانو لکه غبار او محمودي سره یې ښه اړیکي لرلې، پر یوه وخت ورسره بندي او بیا تبعد سوو.
  زه تاج محمد مظلوم یار د همزنګ محبس ته د خپل پلار پایوازی ته ورتلم، کله چي موږ د قطغن له تبعدګاه څخه بېر ته میدان ښهر ته راغلو، موږ پرخپل ټا ټوبي واړول، دوی هر یو ښاغلئ محمودي او ښاغلئ غبار به زموږ کورته راتلل، ما د دوی مجلسونه اوریدل. زما د پلار او غبار صاحب لیدني بیا ۱۳۴۴هجري کال کي بیا شروع سوې، محمودي صاحب له د همزنګ څخه تر خوشي کېدو یوه مېاشتي وروسته مړ سوو. نو په زغرده وایم چي د (افغانستان درمسیر تاریخ ) په دوهم جلد کي دغه تېر وتنه سوېده. باېد لوستونکي ورته متوجې وي. “
لیکونکی:  لکه څنګه چي نورو هیوادوالو هم د(افغانستان درمسیر تاریخ ) پر دوهم جلد باندي نیوک
ې کړېدي، چي ښاغلې (حشمت خلیل غبار) د پلار په لیکنه کي څه تصروفات کړې دي، فکر کوم یو نمونه به یې دا هم وي.
  ډاکتر عبدالرحمن محمودي چي د نوموړۍ حزب (حزب خلق یاندائې خلق) مشروو نسبت نورو ته زیات بندي او وځورول سوو. نه(۹) کاله ئې د عذابه ډک زندان وګالۍ ۱۹۳۱څخه تر۱۹۴۰پوري ئې په زندان کي وساته. ظالمو واکدارو ډاکترعبدالرحمن محمودي هغه وخت له بنده ازاد کړۍ چي وئی لیدل نورد ژوند او سیاسي فعالیت توان پکښي نسته، رښتیا هم د زندا نه تر راو تلو وروسته ډیر ژر په حق ورسېدئ. روح دي ئې ښاد وي.
  په افغانستان کي نوموړې کورنۍ د وخت د ظالمو حکومتو پر ضد ډ یره وجنګیده او د دې کورنۍ زیات غړي ښه انقلابیون وه. ما ته د دې کورنۍ ټوله تاریخچه ښاغلئ خدای (ج) بخښلۍعبدالطیف محمودي چي د پولیتخنیک استاد و د څرخي پله په زندان کي هغه وخت بیان کړل چي ما او ده دواړو د مرګ په انتظار کي په یوه کوټه کي شپې تېرولې کولي.
د څرخ
ي پله زندان اول بلاک غربي لوري دوهم منزل کي. نژدې درې مېاشتي وروسته دی اعدام سو. خدای (ج) دی و بخښی. د عبدالرحمن محمودي له مرګ سره حزب یی(ندایی خلق) هم په مړو کي وشمېرل سو.
ځکه نورد حزب خلق
یا نداي خلق په نوم څوک سره یو نه سوه، بلکي په دې شکل ئې تر اوسه پوري ۲۸ بچي وزیږولي دي اوس یې هر کورنۍ یوه ځانګړې کړي لري راسی وګورئ د افغانانو بد بختۍ:
۱ – (حزب جفا کشان) په ۱۳۴۹ هـ، ش کال
۲ – (ګروه انقلابی خلق های افغانستان) په ۱۳۵۱ هـ، ش کال
۳ – (د ستمیانو په نو م ) عثمان لنډ ی په۱۳۵۰ هـ، ش کال
۴ – (ګروه انقلابی) په ۱۳۵۰ هـ، ش کال
۵ – (ګروه اخګر) په۱۳۵۴ هـ، ش کال
۶ – (ساما) د عبدالمجید کلکانی ډله په۱۳۵۷ هـ، ش کال
۷ – ( دګروه جاو ید)
۸ – (خوځښت وطن پر ستان)
۹ – (سازمان خراسان)
۱۰ – (سازمان او لسی)
۱۱ – (سازمان پیکار)
۱۲ – (کانون فازا)
۱۳ – ( ګوافز)
۱۴- (فد راسيون)
۱۵ – (سازمان ملی و د موکرات)
۱۶ – (فد راسيون محصلان)
۱۷ – (چریکهای حق پر ست)
۱۸ – (سازمان تدارک)
۱۹ – (هجا ما)
۲۰ – (فدائیان)
۲۱ – (پیروان مکتب)
۲۲ – (مجا هد)
۲۳ – (سائو)
۲۴ – (جمیعیت اسلامی زنان)
۲۵ – (انجمن ازداي خواهان افغانی) درامریکا
۲۶ – (جبهه مصلح چریکهای جانباز)
۲۷ – (رسالت اسلامی)
۲۸ – (سرخا) ، حزب کچالو شولګره
  نور به هم وي، ښاغلۍ داکترعبدالرحمن محمودي په دې هم یو د پام وړشخصیت وو، چي دغسی خلګ ئې سره راټول کړیوه، پر یوه کاسه ئې راجمعه کړي وه. ډاکترصاحب محمودي دهیواد د پر مختګ هیله لرل، ځوانان ئې سیاست او سیاسي مبارزې ته رابلل. د نوموړی ترمرګ ورسته چا د لږوخت د پاره هم دغه کدرونه واحد ونسوای ساتلای، سره تیت سول.
  د لته سړی معلومولاي سي چي زموږ دوطن د سیاسيونو سره د یوې پاکي هیلي چي لرل ئې کمزوری ئې هم لرلې. په یوه وړه ډله کي چي څه خلګ سره راټول وه هر یو پر جلا لاره ولاړل. د نوموړی حزب پر غړو د       ماؤیستانو ټاپه ووهل سوه. د دوی مخالفینو او حتی د وخت د حکومت سردار داود له خوا هم د مائویزم پر ضد سخت منفی تبلیغات وسول. که څه هم  چي په سر داري کورنۍ کي سر دارعبدالولي خان خان له چین سره د نژدې اړیکو ساتلو علاقمند وو، ځکه سردارولي د “ ملت” سازمان مشر فدامحمد فدائي د چین هیواد د ستایلو لپار ګمارلۍ وو.

  ۱۳۵۷ هـ، ش کال وروسته په خاصه توګه دروس تر اشغال (۱۳۵۸ کال د جدی ترشږمي وروسته ) دغو سیاسي ګروپونو څخه یو شمېرو ئې د وخت د حکومت د سیاست او پالیسیو ضد په افراطي او نشراتی تبلیغاتو، ترورونو او اختطا فونو ته لاس واچوئ،او د حکومت له خوا هم په بی رحمې سره ځپل کېدل.
مګر د ماو
ئیستانو څه کسان چي د وخت د “ خاد “ اداری ته جذب سوي وه هغوی، تر پایه د خاد ادری سره سلامت پاته سول هغوی او څه نور یې اوس دغربې استخباراتو په مټ په دولت کي لوړي چوکي لاسته راوړي دي.

 

 

++++++++++++++++

 

جمیعت وطن، حزب وطن یا د وطن ګوند:

۱۳۲۹ - د جدي(۱۶) کابل

 

     ( ۲۹ ) برخه

      د ژوند ټولي چاري سرته رسول یو ډول سیاست دئ. خو د سیاسي مبارزه ژوند څه سخت وي خو خوندور وي، ځکه د مبارز ژوند او د ژوند خوند په (محبس، مرګ یا پیروزي) کي وي. په ژوند کي له سیاست څخه هیڅ خلاصون نسته، ټول انسانان په سیاست کولو کي په یو ډول د ډولونو ښکیل دي، هغه چي د سیاست په اصلي جوهر، مانا او مفهوم پوهېږي هغوي پر دې خبره قانع دي، هغه خلګ چي ځان نه پوه وي یا پوه دي ځان تېروي، دا بله مسله ده، ځیني له سیاست څخه داسي مانا کاږي چي سیاست مانا یوازي په سرکاري کارو نو کي ګوتي وهل دي. دا اوږد بحث دئ خو ټول باېد پدې پوه یو چي ژوند خپله یو سیاست دئ، چي ژوند کوې سیاست به کوې.

     څنکه چي تاسو د ویښوځلمیانو د نهضت په باب په تېرو برخو کي و لوستل زما اصلي مطلب همداوو چي دغه لوی تېروتني او تهمت تړني لږ سپیني کړم چي دوی واي"د ویښو ځلمیانو دغړو څو تنه د حکومت له خوا بندي سول او په کابل کي څو تنو ته امتیاز ورکړل سوو" دا یوه تېروتنه نه ده بلکي یوه قصدي عقده مندانه جمله وه باېد له لیکنو څخه لېري سي. ما غوښتل هغسي ولیکم څنګه چي رښتیا وه، ټول اسناد ښي چي د ویښو ځلمیانو فعالیت په ۱۳۳۰ هجري، قمري کال د صدر اعظم په مستقیم لاس وهنه او حکم سره درېدلی وو. د صدراعظم تر حکم کولو دوې مېاشتي مخکي د کندهارځوانان یعني د سبنلي په میاشت کي د ویښو ځلمیانو څخه وتلي وه، ځانته یې نوی ګوند د(اخوت) په نوم جوړ کړۍ وو چی بېله مرامنامه یې لرل.

    د (اخوت) ګوند غوښتل د ملي شورا د اتمي دورې لپاره خپل د خوښي کاندېد(ښاغلي عبدالشکور رشاد) بریالی کړي. خو سردار محمد داود خان چي ځان راتلونکي صدراعظم باله د حکومت په ټولو چارو په خاصه د ملي شورا په انتیخاتو کي مستقمه لاس وهنه کول خپل د خوښي خلګ یې ملي شورا ( پارلمان) ته را وستل، په کندهار کي د دفاع د وزیر سردارمحمد داود خان د خوښي کاندېد عبدالغفور خان وو.

    سردار محمد داودخان پوهېدئ پدې، چي ښاغلي (رشاد) صاحب بریالی کیږی، د رشاد صاحب د بریا مخه یې ونیول. نو وزیر دفاع سر دارمحمد داود خان په خپل شخصي امر د"اخوت" د حزب یو شمېر غړي د ۱۳۳۱ هجري، قمري کال په وروستیو کي ونیول او تر هغو یې له محبسه بېل د کندهار په قول اردوکي بندي وساتل څو کله چي سردار داود خان خپله صدر اعظم سوو دغه بندیان یې له قول اوردو څخه محبس ته یوړل.

      زه نه پوهیږم چي ولي پدې رښتیا ویلو او لیکلو دوی خفه او یا د "اخوت" د حزب په نوم یادولو شرمیږي؟ او کوښښ کوي چي د هغو ځوانانو بنديتوب له(اخوت) څخه را بېله او په ویښوځلمیانو پوري وتړي؟ ښکاره ده چي بد نیت لیري د لته تاریخ جعل سوې دئ. دا جعل کاري باېد لیري سي تاریخي بحث داسي نه سي کېدای چي پدې خبره کار مه لره.

   دویښو ځلمیانو له حزب څخه دوه تنه نور ښاغلي غلام محمد غبار او محمد صدیق فرهنګ هم خپله لاره بېله کړل. خو له سیاست کولو سره یې مینه و نه شکول، هغه وو چي دوی هم د ۱۹۵۰م یا ۱۳۲۹لمرېزکال د جدی پر ۱۶ تاریخ د کابل په ښهر  کي تر خپلي مشری لاندي د" حزب وطن" په نوم یو ځانګړې ګوند جوړکړ. چي غلام محمد غبار، سرورجویا، محمد صدیق فرهنګ، فتح محمد مېرزاده، انورالحق هیرمند، برات علي تاج او عبدالحی عزیز ئې تهداب ایښو دونکي غړي وه.

افغانستان درمسیرتاریخ۲۴۴ص.

      دوی(ښاغلي غلام محمد غبار او ښاغلي محمد صدیق فرهنګ) د ویښوزلمیانو پرحزب دا تور لګاوه چي دا یو پښتنی حزب دئ او په رښتیاهلته پښتانه  ډېروه. د دوی په مټ د جوړ کړي ( حزب وطن) د رهبری دغړو په نوم لیست کي بیا د کوم یوه پښتون نوم هم نه لیدل کیږي. په دري ژبه کي متل لرو" عذر ازګناه بدتر" طبعي بریښي چي دوی په پښتون میشتو سیموکی نفوذ ونه سوای کولای.

   دا ښاغلي پدې هم و توانیدل چي د ۱۹۵۱م کال د مارچ په میاشت، یا ۱۳۳۰ هجري، قمري کال د حمل په میاشت کي خپل نشر یاتی ارګان" دوطن جریده" را و باسي او په خپرونوپیل و کړی. د امتیاز خاوند ئې خپله مېر غلامحمد غبار، مسول مدېر ئې اول علي محمد خروش او بیا مېر محمد صدیق فرهنګ و. د وطن د ګوند جریده ء په هفته کي یو ځل له چاپه راو تله. که څه چي دا جرئده د خپل نژدې یو کلن ژوند په دوران کي څو څوځله د مطبوعاتي د اري له خوا د تخطيو په بهانه جریمه سول.

    د ښاغلي غلام محمد غبار ګوند په اول کي په دري ژبو ځوانانو کي ښه پر مختګ و کړی، دګوند د رهبرۍ څخه یې (څلورو) تنه د وخت ملي شورا ته بریالي کړل، لکه (غبار، دهقان، دوشي او غزنوي)، یو شمېر نور یې لکه( فرهنګ، تاچ، نهضت، جویا او اسیابان) د کابل په ښهر والی کي د انجمن غړيتوب تر لاسه کړۍ. په هغه زمانه کي دا ډېر لوی پر مختګ وو.

   شاهي کورنۍ ( سردار محمد داود خان) د (وطن د جریدې) له نشراتو څخه په تنګ سول، د دې جریدې د بندولو لپاره یې په د سیسو جوړه ولو لاس پوري کړی، یو شمېر خلګ یې را تحریک کړل، چي د جریدې په خلاف یې صدر اعظم ته عریضه ورکړل. بل خواته د حکومت طرفدارو لیکوالو لکه ( برهان الدین کشککي، عبدالصبور خان نسیمي او محمد اکبر خان اعتمادي) د وطن د جریدې په مخالفت کي د ښکنځلو تر سطحي پوري لیکني کولي چي صلاح الدین سلجوقي هغه د دوی لیکني په منظمه توګه نشرولې. صدر اعظم داودخان په ۱۹۵۲م ۱۳۳۱ هجري، قمري کال کي جریده بنده کړل.

    سردارمحمد داوخان چي ډېر عقد مند شخصیت یې لاره د جریدې پر بندولو قانع نه سوو د وطن دګوند د رهبرۍ (۱۴) تنه غړي یې زندان ته واچول. په محبس کي د ننه او د باندي له محبس څخه یې د ګوند د رهبرۍ پرغړو کار و کړي څو د وطن د ګوند د رهبرۍ څوتنه غړي ضبط احولاتو ته تسلم سول، نور نو هغوی د خپل ګوند د خرابولو کار ته لاس واچاوه، پدې کار کي اول مېر سید قاسم رښتیا ووچي د مالې د وزیر مېر هاشم له کورنۍ څخه د د سید حبیب الله مستوفي زوی وو، ده له ځواني څخه کوښښ کاوه د د ضبط احوالاتو د رئیس مېرزا محمد شاه خان سر جاسوس سي. دوه کس چي د رښتیا پر لاس د ضبط احوالاتو جاسوس سول یو مېر محمد صدیق فرهنګ وو، دوی د ضبط حولاتو په ګټه ښه کارونه و کړل چي ځانو نه یې تر معینتونو او وزاتونو ورسول.

    تر هغه را وروسته دوخت حکومت (سردارمحمد داودخان) په دولتي اخبارونو(انیس او اصلاح) کي یوه اعلامیه نشر کړل، داسي: " د څه وخت را پدې خو یو ګروپ ماجراجو خلګو د نور ملکونو په ګټه د امنیت د خراب تیا په مقصد تخریبي فعالیتو نه کول، له وخته دوی د پولیسو تر څارني لاندي وه، څو د هیواد د سولي د ټنګښت په خاطر دغه (۱۶)تنه د پولیسو له خوا ګرفتار سول". لیکونکي ؛ البته دغه شپاړس تنه ټول دغبار صاحب د ګوند غړي نه وه. پدې (۱۶)تنو کي محمودي صاحب او د هغه د ګوند غړي هم شامل وه.

     د دې حزب د جوړښت تاریخچه له ویښو ځلمیانو څخه را وروسته او لنی ده، د کابلی ځوانانو د ذهنیتو په بیداره کېدو کی د سلطنت ضد روحیه د خپل توان برابر را بیداره کړل.

  د مشر تابه غړو یې ډ یرزحمتونه وګالل، ډېرو یی د ژوند هغه د ځوانۍ خوږی شیبی د سردار محمد داودخان د صدارت (۹)کلنه دوره په زندانو نو کي تېره سول. خو د ژبنی تعصب د کمیدو په هکله ئې کارونسوای کولای دانقیصه ئې لرل. په افغانستان غوندی ټولنه کي چي د مختلفو ژبو، ملیتو نو او حتا منطقو څخه جوړ هیواد دئ هرهغه سیاسي حرکت چي په یوې منطقې، یوې ژبي او یوازي په یوه ملیت پوري تړي وي( هغه به په هیواد کي مردود وي)هغه ګوند نسي سرتاسري کېدای، بیا چي خپل ئې د مشرتابه غړي هم په یوې ژبي، یوقوم او یا یوې منطقې پوري ځانونه و تړي د داسي خوځښتو نو بریا له اوله نا شوني ښکارېده او پکښي تلل بېله ګټي سر ګردانی  ډېره وي.

    زموږ په ټولنه کي هیڅوک ځان پړ نه بولي، د ټولو نا کامیو او ناخوالو پړه پر نورو وراچوي، ښاغلي غلام محمد غبار د خپل ګوند د تاریچي د لیکلو پر وخت دونه عصبي سوی معلومیږي چي په تکرار تکرار یې خپله غوثه ښکاره کړېده. د خپل ګوند د ماتي پړه یې پر دولت په خاصه د وخت پر صدر اعظم محمد داودخان، خپل پر ملګري مېرمحمد صدیق فرهنګ او بیا مېر سید قاسم رښتیا، کوشککي، سلجوقي او نورو ور اړولې ده. دوی یې دوخت د ضبط احولاتو جاسوسان بللې دي.

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

وېښ ځلمیان

"جوانان بیدار"

۲۸: برخه

د محصلینو اتحاد یه:
1329- 1950
م- اپریل


    شاهي کورنۍ د افغان ولس د حق پو روړېده، دوی له ولس څخه د ژوند کولو ټول توان او اسانتیاوي اخیستي وې، د هغو له جملې څخه یو حق هم د موکراسي وه( دموکراسي چي په لرغوني یونان کي له دوه ګونو عناصرو" ازادۍ او برابرۍ" څخه عبارت وه). شاهي کورنۍ دولس پر دغه الله ور کړي بشري حق (خبرو) ور کولو باندي هیڅکله حق قانع نه سول. خو افغان روڼ اندو هم دوئ ارامئ ته پرې نه ښول، تر یوې اوږدې توري تېارې، د ظلمه او وحشت څخه ډکي دورې ( د سقاو د زوی حبیب الله، سردارمحمد نادرخان او سردار محمد هاشم د صدارت ). په تېره ولو سره یو ځل بیا د ځوانانو وینه د خپلو مشرانو په شان را ګرمه سول، په روڼ اندو کي نفس را و څرخیدئ. د ویښوځلمیانو نهضت یې را جوړ کئ، چي د شاهي کورنۍ غړو هغه پېاوړی نهضت خفه کئ، تر ویښو ځلمیانو وروسته ځوان نسل د کابل په پوهنتون کي د محصلینو یوه اتحادیه جوړه کړل.
    داسي یوه اتحادیه وه چي مخکي له هغه څخه یې زموږ په تاریخ کي نوم نه وو لیکل سوئ. دا چي د محصلینو اتحادیه له چا جوړه سول؟ یا چا جوړه کړل؟ څه اهداف یې لرل، د څه لپاره جوړه سول؟ دا هر سوال یې پر خپل ځای دا لته پریږدو. خو زموږ په هیواد کي دا د مبارزې، کار او فعالیت یو نوی سبک وو. خپله د اتحادې روحیه او د اتحادې جوړونه د افغان روڼ اندو لپاره یو ښه زېری وو.
   په دې اتحاد یه کي شامل مشهور کسان د کابل د اشرافو او سرداري کورنیوغړي وه. یو نیم د عوامو کورنیوغړي هم ور سره وه، چي د دې اتحادې مشهور کسان دغه کسان وه: محمداسحق عثمان، عزت الله مجد دي، کاظمي، د سردار سراج کبېر زامن عبدالکبیر او بصیر حکمي چي اوس " رنجبر" تخلص لري، د جنرال اصف زوی شعیب سردارنوابی او داسي نور. د اتحادې په دوهمه غونډه کي ئې غلام علي ائین، یونس سرخابي، عبدالواحد، امان الدین امین پور، غلام حیدر نورس، مېرعلي احمد شاملزاده، عبدالکبېرنصرتي.

    همداسي په دریمه غونډه کي دېرش کسان سره یوځای سول. په دې غونډه کي ویناوي وسوې هلته یونس سرخابي پر سردار محمد داود انتقادونه و کړل، همدا رنګه پر ضط احوالا تو، د وینا والو له خوا هلته د سردارمحمد هاشم خان په تېر حکومت کله اعتراضونه وشول، پدې شان یو ځل د کندهاري محمد عمر په غوښتنه د نجات لیسې څخه تر پل باغ عمومي پوري یو مارش هم وسوو.
   د محصلینو دا شان وینا ګانو شاهي درباریان په خاصه د دربار لیونی سردار محمد داود خان کلک را وپاراوه.
   دغي اتحاد ې ته د کابل ښهر وال غلامحمد فرهاد یو باب اپارتمان ورکړی وو، دوی هم هنري نندارې ورکولې او یو جوش او خروش ئې پېدا کړ، بالاخره ئې صد راعظم ډ یر په تنګ کړ او هغه هم داتحاد ې دروا زه وتړل او ناره ئې کړل :" د موکراسي نه د موکراسي" محمدابراهیم عطایی. ص،۲۴۲
      پورته د "سبک" اصطلاح کارول سوې وه، سبک : "عربي کلمه ده، چي د سرو او سپینو زرو د ويلي کولو او تویولو په مانا راځي او سبیکه د زرو ټوټې ته ویل کېږي اما په اصطلاح کي سبک د ویلو او لیکلو خاص ډول او طرز ته ویل کیږي"
     ښاغلی "غبار" بیا د محصلینو د اتحادیې د جوړښت کال (۱۳۲۹ّ هجري، قمري ا ۱۹۵۰میلادي) ښي او د پوهنتون د محصلینو سر بېره د کابل د لیسو د لوړو صنفونو شاګردان هم ورسره یو ګڼي. برنامه ئې لرل، د کار کمیټې ئې لرلې. د اجرائیه کمیټې غړي ئې دا شخصیتونه وه. د جوړښت یې لا کال پوره نه وو چي شاهي کورنۍ اتحاد یه لغوه اعلان کړل، د اتحادې یو شمېر ځوان محصلین یې چي په اشرافي کورنیو پوري تړلي نه وو لکه مېرعلي احمد، سیدمحمد میوندی، محسن طاهري، حبیب صافی او حیدرخان نورس دوی یې د تل لپاره، عظیم طاهري، شاه علي اکبر شهرستاني او اختر برکی یې د یوه کاله لپاره د خپلو فاکولتو څخه و اېستل.
   څنګه چي سردارمحمد داوخان صدر اعظم سوو، هغه هم په خپل وار سره د هغې اتحادي پاته غړوته دسیسې جوړي کړې ډېر شمېر د هغوی یې بندیان کړل لکه(میرعلی احمد، محمد یونس سرخابی، سید محمد میوند، محمد نعیم کندهاری، اسد حسان غبار، محمد عارف غوثي، ببرک، حسن شرق، محمد یحی ابوی، حبیب دل، عبدالواحد وزیري، محمد اسحق عثمان، هدایت، محمد ابراهیم او څو نور.
   د شاهي کورنۍ دغړو په منځ کي د محمد ظاهر شاه له کاکا صدر اعظم سر دار محمد هاشم ظلم را وروسته بل د دې کورنۍ او وروستۍ ځان غوښتونکی، د ازادی او دموکراسی مخالف دیکتاتور او مستبد شخص، چي د  ډېرو افغان روڼ اندو وژونکی سردار محمد داود خان وو، تل یې په هیواد کي سیاسیون، زورولي، فرار کړي، بندي کړي او وژلي دي. په در بار کي تر محمد هاشم خان صدر اعظم را وروسته د نهضت مخالف سړي همدی وو. شاهي کورنۍ د دې نهضت هغه ځوانان چي د دوی سره په ګټو شریک نه وه هغوی له درسونو محروم او بندیان کړل او دا څراغ ( د محصلینو اتحادیه) یې مړ کئ.

   د نظامونو په منځ کي یوازي د حکومتونو د جوړښت شکلی توپیرونه نه وه، بلکي په ژوره توګه د اقتصادي سیستمونود رهبري شېوې چي د هغوی پر بنیاد ئي (یعنی د ګټواو ویش پراساس) ئې هرڅه یو د بل په تقابل کي قرار لاره.

   نو پدې اساس په وروسته پاته هیوادونو کی چي هر نوی خوځښت ظهور کاوه په شکل د شکلونوبه یې یوه د دغو پورته یاد کړل سوو سیستمونو څخه خوښاوه د هغه په رڼا کي قد م اخیستۍ. چي په ټولنه کي دراستی او چپی ګوندونو په نومونو مسماسول.

    ټولو هغو ګوندونه چي د خپل هیواد د ترقی، پرمختګ او بدلون غوښتۍ هغوی ځانونه د موکرات بلل مګر مقابل لوری دوی د کمونستانو په نوم تخریبول او یایی دهغوی د نفوذ د مخنیوی لپاره هم شکله ګوندونه ورته جوړول.

 هغو چي پاکه مبارزه کول او د یوې داسي ټولني جوړېد لوته ئې لاره هوارول چي په هغه کي انسان ته دانسان په سترګه وکتل سی. د مقابل لوری له خوا په کفر تورن کېدل بیا :لومړنی ازاد مطبوعات هغه وو چي د حکومتی مطبوعاتو په اړخ کي خپرېدل او پر ورځنې، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او د د ولت پرچارو ئې انتقادونه کول، دازادو مطبوعا تو هري جریدې د یوې سیاسي ډلي د ژبي حیثیت لاره.

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

۱۳۲۵- ۱۳۴۵لمرېز کال

(۲۷)برخه

 جواب:

    اول : هغه وخت چي کندهاری د ویښوځلمیانو مخکني غړي ځوانان بندی کېدل پر دغه وخت دوی د وېښ ځلمیانوغړیتوب نه لاره. په دې وخت کي دوی د"اخوت" په نوم خپل مستقل حزب، بېله کړنلاره لرل.او دوی دهغه حزب(اخوت(غړیتوب لاره، د دوی تر بندی ګیری یوکال مخکی وېښ زلمیان د سیاسي فعالیته منعه کړل سوی وه. پس هغه وخت په کندهار کي بندی سوي ځوانان د ویښوځلمیانوپه تړاو نه وه.

    حکومت په اصل کي هغه وېښ ځوانان بندی کول او له منځه وړل چي دوی خپل حکومت ته خطر ګڼل، حکومت په 1951م ګی زیات سیاسيون ونیول او بندیان ئې کړل لکه دهغه وخت د "حزب وطن" د "د حزب ندای وطن" او د" اُخوت" مشران هم بندیان کړل.

     دوهم : موضوع د ښاغلي عبدالروف بینواد ښځی خپلوی د شاهي کورنۍ سره، او یا د ښاغلي نورمحمد تره کي پېژنده نه، د عبدالمجید خان زابلی سره. دا نو د کمز ورو خلګو الزامات دي. څوک سته چي خپلوي او شناخت دي ونه لري. سیاستوال باېد دهرچا او هرلوی سره مناسبات ولري او مناسبات ور سره وساتي. او بل څوک وه چي د وخت د حکومت د واکدارو سره دي ئې مناسبات نه لرل ؟ رسوا، مستند، قصدي د ښمني او خیانت چاندی کړی. بېله سنده الزامات بُخل چي د پوهي لږوالی ئې هم ملګرۍ وي لګیږی. ولي هیڅ یوه هم د دوی څخه پخپلو لیکنو کي ځانته دانتقاد ګوته نه ده کږه کړي. ایاد غه ټول پر بل انتقاد کونکي پر لاره برابربولی؟ زه خوباو رنه لرم.

    سوال دادی :ولي د ویښوځلمیانوهره غونډه د نورمحمد تره کي په کور کي جوړېده ؟ بله ولي اساس ایښو دونکي غونډه د نورمحمد تره کي په وینا سره افتتاح سول؟ او یا ولي دهغه وینا دغونډي د کار مرکزی ټکی سوو؟

 ۱-ایا نور محمد تره کي د عمرپه لحاظ تر ټولو مشروو؟.

 ۲-ایا نورمحمد تره کی تر دې نورو په نسبت په سا زمان جوړونه پوهیدئ؟.

۳-ایا د نورمحمد تره کي په پوه او لیکنو کي ترنورو تکړه؟

 ۴ – ښه کور، ښه اقتصاد، لوړه حکومتي چوکی، لوړي زده کړي، د کوم سردار، خان او ملک یا وزېر زوی وو؟

 پس نو خبره څه وه ؟ چي دعمر له مخي مشران، د پوهي او خاریج کي د لوړو زده کړو لرونکي، پاخه لیکوال، په حکومتونو کي د مناسبو چوکیو لرونکي، د محمد رسول پښتون په شان د شتو یا مځکو څښتن. د یوه غریب سړي چي د ځان کور یې نه لاره په کرایه د بل په کورکي او سیدئ، په اقتصادي وجهه کمزوری وو، پس ولي دهغه پرکور را ټولیدل؟ دهغه وینا ته یې غوږ نیوی، دهغه وینا یې د خپل کار د تګ لاري په حیث منل؟

 نور بحث نه پر کوم یوازي به دا ووایم :که دوستان نورمحمد تره کي او عبدالروف بینوا ته د ساده خلګو خطاب کوی، بیا به پورتنیو یاد کړل سوو ویښوځلمیانو ته د خلاصون لاره څنګه پېداکوو؟. چي هوښیاران مو بېله کوم فشاره د ساده خلګو تر رهبرۍ لاندي ژوند او مبارزه مخته وړل. پس چي پر ټولو د ساده حکم ونسی نوښه داده چي ومنو دغه د وه پوه خلک وه.

 خوښ یم چي ما ښاغلی عبدالروف بینوا او ښا غلی نورمحمد تره کي ښه پېژند ل، دواړه د سړی سینی خاو ندان وه. د خپل وخت د قوی قلم لرونکي لیکوال او زموږ دهیواد افغانستان په سطحه پوه سیاست وال چي په مجلس یې مړېده نه وه.

 د دوی مقایسه د جهان د سیاسي رهبرانو سره که څوک کوی، نو دا سي سړي باېد خپل اودسونه نوی کړي. هرڅه او هرډول چي وه په وطن کي وېښ ځلمیان هغه منظم خوځښت و، چي په لسهاو نوروخوځښتو له دوی نه زده کړه وکړه. او د ویښوزلمیانود یاد بو په هره غونډه کي به د ښاغلی نورمحمد تره کي او ښاغلی عبدالروف بینوا نوم په درنښت یاد ېږي.

 بصیراحمد د ولت اباد ی ئې په خپل یوه ا ثر"شنا س نامه احزاب وجریانات سیاسي افغانستان "نوم ئې ورکړی دی د نور زیا تواشتباهاتو سره د ویښوزلمیانوپه هکله هم د بل حق شناس تر نوم لاندي په۲۳۸ صفحه کي وایی:"محمد داود، د شاه محمود خان د پرزولو او ځان صدارت درسولوهیله لرل، روسانو د یوقوت دهستی په جوړولو چي ضد امریکایی او د مسکو طرفدار خوځښت په نوم د (وېښوزلمیانو یا بیدارځوانان( یا هم په وروستی اصطلاح روڼ اندی کمونستان په ۱۹۴۷م کال کي سم یوکال په کندهار کي د(مورسن(د کمپنی د کار ترشروع سازماندهی کړي. ". دا خو یو دښمنانه تهمت دی. سړی واضح پوهیدای سی د ښمنان په هره سطحه هرځای کي کار کوي.

غلام محمد غبار دغه جمله چي وروستۍ د وه نفره د عبدالمجید زابلی ډله وه. څه معنی لرلای سی؟ دا ښکاره بخل دی، سیاسیون باېد د حکومت او حکومتی ادارو د مشرانو سره حتا له پاچا سره مناسبات وساتی. ځکه چي سیاستوال د واکداروسره د عوه لري، خپل او ولس حق غواړی عبدالمجید زابلۍ پا چا وو، صد راعظم وو او که د وخت د کابینی دغړو څخه یو غړی.

 غبار صاحب خپله د څو وزیرانو سره ناست او پېژند لګلوی لرل ؟ایاد عبدالمجید خان زابلۍ په باب داسي کوم سند سته چي وښودل سی، د ملت په حق کي ئې دغه خیانت کړي د ئ ؟. هو یو تاجر وو، په کندهار کي ئې شرکت لاره، دافغانستان بانک ئې تاسیس کړي په کندوزولایت د قند فابریکه او نورزیات څه. د هغه سره تماس او انډ یوالی جُرم او که خیانت وو؟ او که خیانت وي نوبیا عبدالمجید زابلی سره خو زیاتو افغانانو پېژندل ځکه نوم وړۍ پدې مملکت کي وزیر وو، تاجروو، رئیس وو. پس هغو چي وزیر کړۍ او هغو چي ئې تر رهبرۍ لاندي کار کاوه هغه ټول ګناه کار وو ؟ ستاسي دهغه وخت یوسیاستوال او ننی سیاستوال وښیاست چي د کا بینی دغړووزیرانو سره دی نه پېژنی او یاد ی خپله وزارتونه، معینیتونه او ریاستونه هغه وخت نه لرل.

 هغه ستاسي قهر مان داود خان خو تر هرچا ښه ور سره پېژند ل. هرسیاست وال باېد د ټولني د ټولو اشخاصوحاکمو او محکوموسره پېژند لګلوی او تماس ولري او دهر ممکنه امکانا تو څخه د ولس په ګته استفاده وکړي.

 بل که زابلی مجُرم هم وو جُرم دهرشخص ځان کړي عمل دی چي ورته مسوو ل او صلاحیت لرونکي محکمه باېد تر څېړنی او ثبات وروسته جزاورکړی. نو د ښاغلی غبارد دی جملی لیکني سړی پو هیدای سی چي د ئ هم د عقدو څخه تش نه وو او که ئې د نورمحمد تره کي په باب تردی زیات څه په لاس کي لرلای او یا په څه پوهید لای هغه ئې ټول لیکل. بد بختانه یو شمېر دوستان په هر هغه فعالیت او سیاسي حرکت کي چي د پښتنو شمېر  ډېروی، یا ډېر سوې دئ بس پر دوی اور بل سوې دئ، نور یې عقل کار پرېږدي د هغه حرکت د بد پېژندلو هڅه یې کړئ او کوي. پای

 

 

++++++++++++++++

وېښ ځلمیان

"جوانان بیدار"

 ( ۲۶): برخه

دویښوځلمیانو د حزب ترړنګیدو وروسته په دې حزب کي شامل غړي هرڅوک خپل سری شول، ځینویی بېر ته د سیاست لمنه ټینګه کړه، چا کتاب ویلو، لیکلو او لیکوالی ته مخه کړه، چا اد ب شعراو شاعری ته، چا حکومت او چوکی ته او ځینی د خیر پر غونډ ی کینستل، د خپل ژوند ترپایه ئې د کورد ننه نژدی دوستانو ته کله نا کله یوڅه ویل او بس.

 هریوه د دوی څخه په بیلو، بیلوبرخوکی د خپل ژوند ترپایه دی وطن ته خد متونه کړېدی. موږکورو داني ورته وایو خدای دي د دوی سره مرسته وکړي. مګریوشمیرویی هغه د ځوانۍ کوم بد نیتی چي د ویښوځلمیانو دغړوترمنځ راپیداسوې ووهغه ئې ترګوره ملګرۍ یووړه. ما هم یوشمیرله دوی څځه د نژدې په خبرولید لی وه.

 د ظاهرشاه پا چهی، د محمد ها شم خان د (محمد ظاهرخان کاکا)صدارت داهغه د وې لوی بلا وي وې چي پر افغان او لس د نادرخان په شان د انګرېزانو خوښ، روزلي او نا زلي وه. په کوروکی د ننه خلګ د دوی د جاواسیسو بېرېدل. د باد ارنو په هدایت کورني مجلس د فیصلی او خپل دهاشم خان د تصیم او وړانديزد مخي به وو د کورنۍ بل غړي محمد ظاهر شاه نا سکه کاکا شاه محمود ته هم نوبت ورکول سوو. سردارشاه محمود خان خپل د نا سکه ورورسردارمحمد هاشم خان په نسبت څه نرم چلند غورکړی.

 په کابل کي د مخکي جوړي ادبي ټولني یو شمېر غړوپه ښکاره سیاسي کار او فعالیت ته ملاو تړل. لکه عبدالروف بینوا، محمد ارسلا سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کی، فیض محمد انګار، ګل شاه ساپی، صدیق الله رښتین او ګل پاچا الفت صاحب. د کندهار ننګرهاراو کابل تحول غوښتو نکوحلقوهم ور سره لاس ورکړی د ویښو زلمیانو حزب ئې جوړکړی.

 "افغانستان درقرن بیستم" په۲۷۹ص کي لیکی: " ترجمه: د سردارشاه محمود خان د د موکراسي په د وران لمړی خپرونه یا نشریه چي منځته راغله هغه دانګارپه نوم د ویښو زلمیانو نشریه وه چي فیض محمدانګار ئې دامتیاز خاوند اومسوو ل مدیروو په نشرا تو پیل وکړی، د دې جریدی اساسي اداره کونکي نور محمد تره کي وو".

  " خلیل الله خلیلی په خپلویاداښتوکی ۳۱۱صفه کي د "وېښوزلمیانو"د خوځښت د جوړېدو په باب منفی نظر لري. او داخوځښت د پښتو او فارسی ترمینځ داختلاف عامل ګڼی. او هم د دې خوځښت دپاره د ځوانانو تشویق کونکي او تمویل کونکي دهغه وخت سرمایدار عبدالمجید زابلی بولی. د سردارمحمد داود خان او سردار محمد نعیم خان علاقه او مینه هم ور سره ملګری بولی او د سا زمان سمبالونکي نورمحمد تره کي او عبدالروف بینوا معرفي کوي.

    دوی په کمونیستانومتهم کوی، حتا نورمحمد تره کي د عبدالمحید زابلی د موتروان په نوم معرفي کړي د ئ. د یوه لیکوال، سپین ږیری او شاعرد پاره به دامناسبه نه وي چي د واقیعتونو خلاف څه ولیکی. او ل خوډ ریوری کوم عیب، شرم او نقیصه نه ده، که رښتیا هم نورمحمد تره کي موتروانی کړیوی داخویی بل کمال و. حال دا چي داسي نه وه. بل د ویښوزلمو خوځښت د فارسی ژبوپه خلاف نه و، علاوه پر دی په افسوس سره مخور شاعر د خپل ظالم پلار(مستوفي الملک) میزا حسین په شان مخالفینوته په سپک ګوری او نامناسب الفاظ یې ورته کار کړي دي.

 د مثال په توکه د سردارشا محمود خان صد راعظم د کا بینی د هغه وخت د فواید عامې وزیر په دې نوم یادوی:"په کابینه کي حکیم جان یوسړی وو، هغه ئې راوست وزیر فواید عامه ئې جوړکړی، هغه په مسکو کي دافغانستان ساده سفیر وو، وختی چي روسی فوځ افغانستان ته راغله، معتبر ترین سړی په کابل کي سوو. ترهغو چي مردار کېد ئ معتبر ترین وو"

     ده ښاغلی خلیلی د لیکنوڅخه روښا نه ده چي ده د صد راعظم شاه محمود خان نظرد ټولومترقی حرکتونو پر ضد خراباوه او صد راعظم ئې استعمالاوه. ځکه دی خپله اعتراف کوي چي د شپی د خلګوکورو ته ورتلی خلګ ئې تطمیع، تهدید او تشویق کول چي په مترقي جنبشوکی ګډون ونه کړي.

   خلیلې لیکي د مطبوعا تو دوزېر په حیث مي د وزیرانو په مجلس کي خبره مطرح کول د دوی جرائید او اخبارونه مي بندول. د پېدایښت څخه ترڅوسلطنتونه ړنګیدل خیلل الله له درباره نه دی وتلی.

    نوټ: که څوک د ښاغلی استاد خلیل الله خلیلی یاد اښتونه وګوری، وبه ګوری چي ښاغلی د مېرزاحسین خان زوی چي دامیرحبیب الله د پا چهی با صلاحیته په او سنی اصطلاح داستخبارا تو وزیر، مستوفی المولک یاوزیرمالیه. دامیر حبیب الله د پا چهی پروخت د ټولومشروط غوښتنکو او مبارزېنو دوژنو مسوو لیت ئې په غا ړه دی.

 هغه وخت ئې زیات باغونه او جائیدادونه چي حکومت ضبط کول ده خپل کول. امان الله خان د نوموړی جائیدادونه ضبط او مېرزاحسین ئې وواژه. خلیلی د حبیب الله سقاو د خپلي پاچهی پروخت بېر ته دربارته راوستل سوو، اباد سوو د جائیداد او منصب خاو ند څه چي ده د سقاوو د زوی رهبری ئې کول.

 د سقاو د زوی ټول احکام او فرمانونه خلیل الله لیکل. حتا خپله خلیل الله خلیلی د سقاو د زوی په حکومت کي په خپل سر او خپله تومانچه په د فترونو کی دامان الله د پاچهۍ دولتي مامورین ویشل او وژل. وګوری د سیستانی لیکنی.

    خلیلی د محمد ناد رخان په حکومت کي هم ډ یر ښه، مګرد ظاهر خان د پا چهی او خصوصاد سردار محمد ها شم خان د صدارت پر وخت په کڼړو کي د صافیانو قوم د پاڅون څخه وروسته هاشم خان د څوشپو د پاره نظر بند کړي. د ده د لیکني پر اساس ډ یر وځوریدی، ترڅو شا محمود خان صداراعظم سوو وروسته د څه وخته ازاد اوبیا هم په هغه حکومت او هغه صدارت او دهغه شاهي کورنۍ په چوپړ کي رئیس، معین، وکیل، معاو ین پوهنتون، سفیر، دوزیرانو د مجلس منشی، وزیر، د پاچا مطبوعاتي مشاو راو زیات نور په حکومت کي.

.  خلیل الله خپله جاسوسي نه پټوي د خپلو یاد اښتونو په ۳۷۸صفحه کي لیکي :"د ۱۹۸۳م کال په ډیسمبر کي دامریکا په نیوجرسی کي ووم، چي د قاضی محمدافضل خان چمیه په امضارسمی مکتوب ما ته راورسېدی. محمدافضل خان.. .. .. د پاکستان قاضی القضات وما ته لیکلی وه :په رسمی توګه وظیفه لرم چي د پاکستان درئیس جمهور، ضیا الحق، له خواوتاسي ته اعلان کړم، چي تاسي درئیس جمهور فرهنګي مشاور، دافغان مهاجروپه فرهنګي چاروکی مقرریاست. ".

    دخپل عمر په آخیر کي داستاد خلیلی دوستي دافغانانو د سر له د ښمن د پاکستان درئیس جمهور ضیاالحق سره وه، د یوه پر دی افغان د ښمن رسمی مشاور وو. یعنی د ښمن ته سره یې دافغانستان په خرابولو کي مرسته کول. ضیا الحق ته یې د افغان هیواد د نړولو چلونه ورښودل. په ډ یر افسوس چي د ژوند تروروستۍ لحظی ئې د ضیا الحق په چوپړکی وو.

    استاد خلیلی د شاهي کورنۍ دهرکس او ناکس په باب ښه معلومات لرل، زه په شعر نه پوهیږم خوخلګ وایی د فارسی ژبی غښتلی شاعر وو. سیاسي درک ئې د شاهي کورنۍ دغړي په شان وو همیشه د ظالموحاکمو په چوپړ کي به ولاړ سړی وو، نو د نوموړی نظریات د ویښوځلمیانو په خلاف کومه د تعجب وړ خبره نه ده. خلیل الله په افغانستان کي دهر فکري مثبت بدلون او فعالیتونو مخالف انسان تېر سوئ دئ.

   راځم خپلي خبری ته، شاهي نظام او د شاهي کورنۍ غړيو او د وخت صد راعظم شاه محمود خان چي نور یې دویښوځلمیانو نشرات او فعالیت نسوای زغم لای نو یی په ۱۳۳۰لمرېز کال کي یوه ورځ د حزب مشران لکه:ګل پاچا الفت، غلام محی الدین زرموال، عبدالروف بینوا، نورمحمد تره کي او غلام د ستګیر پوپل. ځانته وروغوښتل امریی ورته وکړی چي "ترهمدانن وروسته وېښ ځلمیان نور سیاسي فعالیت نسی کولای".

 نور خبره خلاصه سول، د شاهي کورنۍ فیصله وه، بېله منلو بله چاره نسته.

دولس جریده چي د ګل پاچا الفت په مدیریت د چاپه راو تل د ویښوځلمیانو لخوانشرید ل هغه بیاد سردارمحمد داوو د خان په مستقیم امر سره مصادره سول.

 دویښوځلمیانو پر یو شمېر مشهورو، لیکوالو، سیاستوالو او دهمدی حزب خښته ایښو دونکو مشرانو پسی د بخل د وجهی بی اساسه منفی تبلیغات کړي دي. مثلا لیکی:یو شمېر وېښ ځلمیان بندیان سول، مګر بینوا، تره کی، خادم او الفت پر ځای پاته او یا ښه ځای مقررسول. نور بیا

 

++++++++++++++++++++
 

(۲۵)برخه

په دغه کتاب کي څه ناڅه ۴۳ تنو چي دري یا څلور ئې ښځینه لیکوالی وي خپلي لیکني چاپ کړي. دغه لیکني یو لاس او له یوی ټاکلی سیاسي یا سازمانی موضع څخه نه وي خو په ښکاره لیدل کېده چي کابل د یوه نوی سیاسي سازمانی خوځښت ځانګو ګرځي.او دپای خبره: د ویښو ځلمیانو د کنګرې په کار کي له یوه مدیره هيأت څخه خبری کېږي او داڅه د ویښو ځلمیانو د خوځښت په اسنادو کي شتون لري. د دغه هیأت غړي داد ی :

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خاد م

دکنکری دګډون کوونکو نوملړ هم چي زما په رساله کي راغلی او بشپړ نه دی، لاندي کسان د کنګرې غړي ښيي:

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خادم

ګل پاچا الفت

صدیق الله رشتین

فیض محمد انګار

محمد ارسلان سلیمی

نیک محمد پکتیانی

ګل شاه صافي

پاینده محمد روهیلي

عبدالقدوس پرهیز

محمد ظاهر

نورمحمد پونده

لعل محمد احمدي

عبدالکریم نزیهی ازبیک

عبدالصمد پتک

غلام رحمن جرار

ولی ځلمی

عبدالهاد ی خوږمن

شاه مرد

او ابولحسن.

     دا لست موځکه بشپړ ونه ګاڼه چي ډېرو څېړونکو د کنګرې دغړو شمېر ۲۲ تنه ښو دلی دی او دلته ۲۱ تنه راغلی دي. داهم د یادوني وړ بولو چي د محمد ولي ځلمی په ګډون څو تنولیکوالو او څېړونکو دا ښودلې ده چي د ویښو ځلمیانو کنګره د مجید زابلی په کور یاد ده دنوی شرکت په سالون کي پرانیستل شوه.

    خو دنورمحمد تره کي ورور جان محمد تره کي ویل چي دغه کنګره د نورمحمد تره کي په کرايی کور کي جوړه شوه. دغه کور د مجید زابلی نه بلکي دهغه د یوه خپلوان کاکا نعیم و. څرنګه چي په دې سیمه کي مجید زابلی لوی کور او شرکت درلو د ډېرو داسي فکر وکړ چي دا کور د مجید زابلی و چي نورمحمد تره کي ته ئې په کرایه ورکړی و.

    په هر صورت دیادوني وړ ده چي مجید زابلی لږ تر لږه د یوه ملي پانګوال په توګه دهیواد د بدلون غوښتونکي و. د ده ژوند او د ده په قلم لیکل شوی نامتو اثر"اقتصاد ما" (هیله من یم چي دانوم مي ناسم یا نیمګړی نه وي لیکلی) په ډاګه ښيی چي هغه د مسلطو فیوډالی مناسباتو په وړاندی دپانګوالی خوځښتونو په لور سخت لیوال و او ښايی همدا خبره د دې سبب شوی وي چي د وخت له وتلو روښانفکرانو او دقلم له خاوندانو سره نږدی، دوست او مرستندوی پاتی شوی وی.

    دا چي یو شمېر لیکوال یا څېړونکي وايی یا لیکي چي د بېلګې په توګه نورمحمد تره کي او بینواد محمد داود او زابلي تر اغېزو لاندي وو، یوه د تأ مل وړخبره ده. باېد دهغه وخت دزابلي او سردارمحمد داوو د سیاسي او فکري درېځونه له دې سره سره چي یویې یو لوی پآنګه وال او بل ئې دشاهی کورنۍ مقتدر غړي دی په ژوره تو ګه له احساساتو لري او نه د نن په معیارونو بلکي دهمغه وخت په حالاتو او غوښتنو کي ولیدل شي.

    تاریخ دپېښو دوهم ځل زېږونه نه، بلکي په امانت دتېرو پېښو را اخېستنه ده. هغه خام احساسات، پرېشانه افکار او له حالاتو اخیستي ناروغۍ چي نن زموږ پر ټولنه واکمني دي، تاریخ ته لکه څنګه چي ښايی نشی کتلی. په دې خاطر واکمن بهېر دا دئ چي نن ټول قاضیان او ټول متهمین یو. همدغه حالت خپلي ورانوونکي منګولي تېر تاریخ ته هم ورغزولي دي او په ډېره ناروا سره د تاریخ مرۍ غوڅوي.

    غبار بیا په افغانستان درمسیر تاریخ په۲۴۰ص کي لیکی: "دوېښوځلمیانو په حزب کي یو کوم شمېر خلګ وه، چي غوښتل ئې حزب په ژبه او منطقه پوري وتړی. "

په۲۴۱ص کي لیکی:"په کال۱۹۵۱م یا۱۳۳۰هجری کي د کندهار ویښوزلمیانوخپل جلاوالی، دویښوزلمیانو د حزب څخه اعلان کړي. خپل ځانته حزب ئې جوړکړی. د حزب نوم ئې (اخوت( کېښود، دوی د نوي برنامي سره خپل کار پر مخ وړی. مګرد کابل ویښوزلمیانو دغه جلا والۍ نه منئ او د پخلایني کوښښ ئې کاوه.

     "ښاغلی محمد علم بڅرکی هم د کندهار د حلقې جلاوالۍ داسي لیکي:" په کندهار کي ۱۳۳۰لمرېز کال د سنبلې د مېاشتي پر۲۸تاریخ باندي یوه لویه غونډه جوړه سول او دغه تصمیمونه ئې ونیول، او وهغو ویښوځلمیانوته چي په کابل کي وه هغوی ته یې خپل لیکلئ خط ولیږل. غونډی د حزب نوم(اخوت(، فیض محمد خان، محمدالدین خان، ژواک نورمحمد خان وکیل او غلام د ستګیر ئې خپل نماینده ګان وټاکل. اواضافه ئې کړل، ترڅو چي په هیواد کي و احزابوته په قانوني ډ ول سره رسمیت او اجازه نه وي موندلي دا جمیعت به هیڅ کله ونه غواړي چي عرض اندام وکړي. ومن الله توفیق.

    په۱۹۵۲م یا۱۳۳۱لمرېز یعني یو کال له ویښوځلمیانو څخه تر جلاوالي وروسته د خپل نوي ګوند "اخوت" درهبرۍ د فیصلې له مخي د حکومت سره د پارلمانی انتخابا تو پر سر د لانجې لرولو پرسر بندیان سول. بندیان له محبس څخه تر خلاصیدو وروسته د "اخوت " دغړو له جملې څخه یو څو تنه د د موکرات(مساوات) حزب سره چي محمد ها شم خان میوندوال لخوا یې مشري کېده یو ځای سول، ملي د موکرات ګوند چي په هیواد کي د خپل نشراتي ارګان "مساوات" په نوم وپېژندل سول، هلته هم دوی تر  ډېره پاته نسول.

     اوبل شمېر یی لکه محمد رسول پښتون، غلام محمد فرهاد، خادم صاحب، فدایی صاحب او څه نورو ځانته دافغان ملت ګوند جوړکی. د بیان ازادي دانسانانو یوطبعی حق دی. خدای ورته مغز او ژبه دهمدې دپاره ورکړی ده چي د خپلي عقېدې بیان پرې وکړي. پر دې خبره هم باېد قانع وه اوسوو چي د بیان دازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړو. ناوړه، بیکاره او غلط نظرونه باېد خپاره نه کړو. ازاد ۍ، دیموکراسي پېژند نه هم اسا نه نه ده. دیموکراسي یو پرله پیچلی او په ډ یرحساس شکل یوبیلانس سوی سیستم دئ. چي دهیواد د سیاسي کلتور سره نیغ په نیغ رابط لري. پس خبره د ویښو ځلمو ده. له نومه ئې سړی پوهیدای سی چي ځوانان وه، دافغانستان وه او افغانان وه.

    لمړی کېدای سي دوی د زده کړي د مخي سره جلا کړو، مکتب لوستي اومسجد لوستي د وهم سمتي جلاوالئ، او تمایلات. دریم د ژبی مسله، څلرم د نظروتفاوت، پنځم د عمر او کال نژدې والی او د پوهي برابره کچه، حکومتی لاس وهنه. او ترټولو لویه ستونزه د یوې وروسته پاته جامعې زېږنده وه.

    دې ټولوعواملو لاس سره یوکړی څو دا خوځښت په خپل کار کي بریالی نه سو. په دې ډول د ویښو ځلمیانو تر جوړښت وروسته لومړی غونډه د محمد صدیق فرهنګ په کور کي دائره سول. چي مېرغلام محمد غباریی هم غړیوو. او ل فرهنګ، ورپسی غباربیاد کندهار ځوانان د ویښوزلمیانو د حزب څخه ووتل او اهسته، اهسته داحرکت کمزوری سو.

   تر دې وروسته نوهر چا جلا او ځانګړئ کوښښ کړئ دئ چي د پاشولو پړه پر نورو واچوي. هغو چي نوره ئې مبارزه نه کول هم ناری وهلې، ملامت ئې نوربلل. د ژوند ترپایه همدغسی نیمه ډوډۍ او د کوټی پای ئې خوښ کړیوو. بس همدادی ئې ویل چي احمد یا محمود ملامت و، که نه مابه داسي کړیوای یاد اسی. دا چي پلانی داسي وکړل نو.. ... زه هم کورکښینم. دا بد بختی نوزموږ افغانانو په خټه کي اخښلې خبره ده.

    ښاغلی محمدانورنومیالی ښه وایی:"ما ته د ونه رامعلومیږی چي د ژوند په مسیر کي هرهغه ایډ یالوجیکی ټوپ چي د موډ، فیشین، تقلیداو یاد اسي نوروعواملو تراغیزی لاندي په میکانیکی او د وګماتیکی ډول ووهل سی نو په هغه کي د سقوط امکانات او احتمالات ترپایه پاتیږی او دهمدې شان حرکت پروسه درجعت د ناوړو تهدیدا تو د اغیزې څخه نه ژغورل کیږي،" د کوډو سرنو شت - ۱۴ - ص. نور بیا

 

+++++++++++++++++

 

( ۲۴) برخه:

هغه وخت چي د ویښو ځلمیان رساله " جمعیت ویښ ځلمیان " چي زما لیکنه وه په ګسستتنري چاپ خپره شوه لومړئ اعتراض د محمد دین ژواک و. دهغه اعتراض داو چي ولي د ده نوم د ویښو ځلمیانو په نوم لړ کي نه دئ راغلۍ. ما ژواک صاحب ته ډېر ژور احترام درلو د . یوه ورځ دلیکوالو په انجمن کي ور سره مخ شوم او ږدي خبري مو و کړې . هملته هم د محمد رسول پښتون په نقش خبري راغلي . ژواک صاحب داخبره چي د ویښو ځلمیانو بنسټ دي محمد رسول پښتون اېښئ وي په رټه رد کړه. له دې سره سره محمد علم بڅر کي چي د ویښ ځلمیانو یو پیژندل شوی غړئ و او او ږده جیلونه ئې هم وګالل په ښکاره لیکي چی: " ښاغلئ عبدالحي حبیبي، محمد رسول پښتون، محمد ابراهیم خواخوږئ، عبدالرزاق فراهي، او هم نیک محمد خان پکتیانی او غلام محی الدین زرملوال په موسسینو کي نه وشامل البته دجمعیت غښتلي او دافتخار وړ ملګري وو"وېښ ځلمیان، محمد علم بڅرکی۱۳۹ مخ

         داخبره هم د یادولو وړ ده چي ډېر لیکوال او څیړونکي عبدالحی حبیبي هم د ویښو ځلمیانو له مشرانو څخه ګڼي. دا خبره ډېر ثبوت نه لري. نه یواځی میر غلام محمد غبار په افغانستان درمسیر تاریخ د ویم ټوک کي عبدالحی حبیبي د پارلمان داپوزیسیون د ډلي په وېش کي عبدالحی حبیي په هغه ډله کي را ولي چي په کوم حزب پوري نه و تړلئ.

 اوکه  نه یم تیر وتلئ بڅر کي هم حبیبی یواځي په افتخاري غړو کي را پیژني. ما په همدې هکله د خپلي رسالې دلیکني په مهال له عبدالله بختاني سره چي د ویښو ځلمیانو یو تکړه غړي و مخامخ لیدنه او اوږدې خبري در لو دلې. هغه کیسه کوله چي د ویښو ځلمیانو کلنۍ غونډه په کابل کي جوړه شوه. دې غونډي ته حبیبي او شمس الدین مجروح هم راغلۍ وو. دغونډي په پیل کي د ویښو خلمیانو ډېر ځوان غړي محمد موسی شفیق پورته شو او نیوکه ئې و کړه چي حبیبي صاحب او مجروح صاحب خو د ویښو ځلمیانو مرامنامه نه ده امضأ کړي نو دوی ولي په غونډه کي برخه لري.

           دا وخت حبیبي صاحب پورته شواو غونډي ته په ټول احترام ئې وویل چي زه ستاسو غونډي ته له یوې برنامې سره راغلئ یم . که تاسو وخت راکړۍ هغه به تاسوته وړاندي کړم که موخوښه شوه نو لاره به مو یوه وي او که نه زه به په خپله لار لاړ شم. له هغه پس شمس الدین مجروح پورته شو او یواځي دا خبره ئې و کړه چي زه د خپلي وظیفې له مخي راغلۍ یم. مجروح هغه وخت دقبایلو لوی مدیرو.

        ګل آغا احمدی وردک په خپل اثر " محمد ارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړۍ څېره" کي لیکي چي : د ویښو ځلمیانو منشي عبالروف بینوا و. داسي ښکاري چي دغه څه ئې د محمد ولي ځلمي له لیکنو څخه را اخیستۍ دي. میر غلام محمد غبار هم همدغه خبره یادوي خو د ویښو ځلمیانو تشکیلاتي جوړښت د منشي دشتون خبره نه لري .

 په دې برخه کي غبار سره له دې چي د ویښو ځلمیانو، وطن او خلق دجوړښتونو او برنامو په هکله او ږدي څرګندوني لري خو بیا هم داخبره کوي چي د ویښو ځلمیانو او وطن ګوند مشران د دې واک لري چي دغه خوځښتونه د دوی غړي او مرامنامی نورو نسلونو ته وړاندي کړي.

        دغبار په ورکړل شوی نوملړ کي نه ارسلان سلیمي لومړی څوک دئ او نه هم محمد رسول پښتون. دغه شان غبار دګل آغا احمدی وردګ یا محمد داؤد مومند په شان دنور محمد تره کي نوم د ویښو ځلمیانو له نوملړ څخه نه باسي. تاریخ نورو نسلونو ته لیکل کیږي. لیکوال او څیړونکي ئې حق نه لري د خپلی کیني، نفرت، غرض یا مرض له مخي د تاریخ غړي ور پرې کړي . دا له تاریخ او راتلونکو نسلونو سره یوه نه بښوونکي جفاد ه.

           د دی لیکني په وروستیو کرښو کي یادونه کوم چي د" جمعیت ویښ ځلمیان" رساله چي لیکونکي ئې زه (حصین ( یم . زماد ماسترۍ د دورې تیزس و چي د کابل پوهنتون او دعلومو دآکاډمۍ د ډیرو او چتو استاد انو او پوهانو په یوه لویه ناسته کي ورنه دفاع شوې. په دغه تیزس کي برسیره پرمخامخ مصاحبو، لیدنو او خصوصی یاد ادښتونوله ۲۳ چاپی منابعو څخه ګټه اخیستل شویده.

         دلیکنی په بهیر کي له عبدالهاد ی هاد ی توخي، ابراهیم خواخوږئ، محمد ولي ځلمي، صدیق الله رشتین، عبدالله بختانی سره زما لیدنو کتنو ډېر څه راکړل دغه شان داستاد سید سعدالدین هاشمی یاد دښتونو ماته ډېر ه مرسته را ورسوله.

 زه نه وایم او داحق هم ځانته نه ورکوم چي دغه رساله دهرډول کمزوریو تشه وښيم خو باور لرم چي د ویښو ځلمیانو په هکله یوه د پام وړ رساله ده. لوستونکي او مینه وال کولی شي دغه رساله هم داستقلال د ویب پاڼی اوهم دنعیمي د ویبپاڼی په کتابتون کي وګوري. دهمدغی رسالې په ۴۸ مخ کي راځي چي:

         "دیوه واحد او یوموټي سیاسي سازمان په توګه د ویښو ځلمیانو دجوړښت په هکله او دا چي بنسټ اېښونکي او طراحان ئې څوک وو او چیرته ئې لومړئ بنسټ کېښودل شو، په ډېر تأ سف ډېر د نظر اختلافات شتون لري داسي چي له ټولو هڅو سره سره مي د دغه خوځښټ د وه تنه ژوندي مشران هم په یوه خبره ونه موندل. عبدالهاد ي هاد ي او محمد ابراهیم خواخوږئ ټینګار کوي چي لومړی بنسټ ئې په کندهار کي ایښودل شوې او موسسین ئې محمد رسول پښتون، کاکا محمد انور خان، قاضي بهرام، غلام جیلاني الکوزی، عبدالهاد ي هاد ي توخي عبدالصمد خان کاکړاو عبداخالق خان واسعي وو.

        پوهاند محمد حسن ضمیر صافی بیا په دې باور دی چي لومړی بنسټ ئې په ننګرهار کي قیام الدین خادم، غلام حسن خان صافي، صدیق الله رشتین، محمد ګلاب ننګرهای ګل پاچا الفت او نورو ایښی دئ.

      دا سمه ده چي په افغانستان کي له یوه او ږده استبداد او اختناق ( سقاوي، نادر خاني چي د ۱۳۲۵لمرېز کال د ثور د میاشتي پر (۱۹) تاریخ باندي و وژل سوو اود سر دار محمد هاشم ظالم (۱۷) کاله د وحشت ډکه صدراعظمی دوره، چي د شاهي کورنۍ په منځ کي د اختلافاتو له مخي و استعفا ته مجبور سوو) تر هغه  وروسته یې پر ځای  ورور سردار شامحمود خان ځای ناستۍ سوو. شامحمود د خپل ورور څخه لږ نرم سړی وو، د خپل ظالم ورور د وختونو سیاسي بندیان یې خوشي کړل، په حکومتي چارو کي یې څخه روڼ اندي پکارونو و ګمارل دساري په توګه:( غلام محمد فرهاد یې د کابل ښاروال، سید قاسم خان یې د عدلې وزیر ، عبدالمجید زابلی یې د اقتصاد وزیر، عبدالهادي داوی یې د پاچا  د حضورمنشي  او څه نور).

       د مطبوعاتو د قانون او د بیان د ازادۍ طرحه یې جوړه کړل، ځوانانو سیاسي فعالیتونه په ښکاره راپیل کړل. د همدغو چارور تر سرته رسولو وروسته سردارشامحمود خان د خپلي کورنۍ (شاهي کورنۍ) او د هغو بیروني حمایت ګرو  کړیو لخوا  کوم چي د شاهي کورنۍ سره یې اړیکي وي، شامحمود صدراعظم تر سخت فشار لاندي و نیول سوو، د هغه په مخالفت کي منفي تبلیغات پیل سول، په شاهي کورنۍ د سردار شامحمود سر سخت مخالیفین   خپل وریرونه د سردار عزیز خان  زامن (  سردار داود خان او سر دار نعیم خان) وه.

     افغان منورو ځوانانو په منځ کي له دغه لنډو مثبتو کورني او نړیوالو حالاتو په بدلون سره دافغانستان په مهمو ښارونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او مزار شریف کي یو ډول  د خوځښت جوړ وني خیالات  را پیدا سوي وه ، څو د دغه خوځښت زړی را وټوکیدل خو تر هغه وخته چي په کابل کي ئې ګډه موسسه کنګره نه وه جوړه شوی، هیڅ یوی برخي ئې افغانستان شموله بڼه نه درلو ده. کابل دهیواد پایتخت و او د لومړی ځل لپاره تر ډېره دعبدالروف بینوا په نوښت چي د پښتو ټولني مشر و دهیواد له ګوټ ګوټ څخه دهغو لیکوالو لیکني را ټولی او د کابل مجلی د دوو ګڼو پرځای د یوه کتاب په توګه خپری شوی.نوربیا

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت