فاروق فردا

 

د خیالونو شاعر باراني

فرید بارانی، نادر او رښتیانی شاعر دی، دشاعرۍ نښه  یې په دې کې ده چی دهغه د شعر فیزیکی او معنوي جوړښت، د اندیښنې او انځور  اډانه ده. د بارانی  د انځوریزې دنیا جاج آخیستلو ته ، نه ښایي چې دده د شاعرۍ مکمله  تاریخچه وکتل شي او دده دشعر دلوړو ژورو ،میدانونو پسې دده ژوندلیک  سرګرداني تیره کړی شي. دهغه هر شعر چې را واخلې، کولای شې پکې شاعر را پیدا کړي .هغه وپېژنې او بیایې د کلام د ارتې دنیا په لمنو کې پروازونه وکړې.

دباراني ځانګړنه د ډېرو نورو څخه داده، چې باراني، په هر شعر او په هر شعري کلام کي یو باراني نه دی، یوازی یو شاعر باراني نه دی، یو لیکوال او دشعر یو هستوونکی باراني نه دی. دباراني پیچلی شخصیت او کله کله پخپل ځان کې دننه متضاد او په جنګ  شخصیت،مبارز او هڅاند شخصیت،لکه د اورښت د څاڅکو غوندې یو شان،یو انډول  او یو کرکتر نه لري.بارانی په خپل هر شعر کې یو نوی شعری شخصیت دی. د لومړڼي شعر شاعر باراني د دوهم شعر شاعر باراني هریوه پخپل ذات کې جلال جلا د مطالعي او څېړنو موضوع ګانې دي.باراني هرځلي  زېږي  نوی کېږي،  چې د شعر د اکمال د پېل سره دهغه د زېږد ورځ وي.،د شعر سره زېږون مومي،نوم یې ورسړه تړل کېږي ، د شعر سره سم وده کوي او دهغه په پای کې یو نوی بارانی جوتېږي. دباراني د پل خاورې هغه وخت  د نوې شعر د پرښتې پر لمنې د راڼه آسمان ستوروي شي چې دی  له یوه شعره بل شعرته ګام بورته کوي  او د قلم له اوښکو څخه  مرغلرې جوړې کړي.

دې دتجربي علومو د پوهانو په شان نه یوازې دشعر پر کشفولو پوره لاس بری مومي،بلکه دشعر د هندسي جوړښت نقشه او معماري هم نیسته را هستوي اوله ذهن څخه یې د کاغذ پر مخ ګزارش ورکوي.زموږ یو شمېر شاعران،هغو ښکاریانو ته ورته دي، چې غواړي په یوه ټاکلي ساحه،یا ځنګل او یا ترناوکې دیوې ټاکلي مرغۍ ښکار پسې وځي. ښکاریان د خپل نیت او دښکاري ټوپک په را اخیستلو سره سم دلاسه پوهېږي چې کومې مرغۍ پسې ځي.سم دواره دمرغۍ بڼه،دبڼکو ډولونه او رنګونه،لکۍ،مښوکه او د بدن هر اندام یې  ورته پرمخ راځي.ځکه نو دوی کوم کشف نه کوي،کومه نوې پدیده نه رامینځ ته کوي چې دنورو دپاره دحیرت وړ وي. دغه مرغۍ چې دوې ښکار کوي ډېرو خلکو لیدلي وي، خو هغوی به یې د رانیولو امکان یا وسله نه لرله.خو باراني د عنقا مرغۍ ښکاري دی،چې نه یې

دوهم شکل لیدلی او نه یې بڼه،یوازې نوم یې اورېدلی او دهغئ معنوي ځانګړنو سره آشنا دی.دی ځي،خو نه پوهېږي چېرته ځي،ځکه چې عنقا په لایتنهاهي کې اوسېږي او باراني مجبور دي چې د لایتنهاي کږلېچې  ووهي اوپه یو ځای نه یو ځای کې د عنقا بر بڼکو  لاس بری مومي.دی همالته عنقا ویني او پوهېږي چې ښکار یې پای ته رسېدلی دی.کله چې باراني ددې عنقا سره راګرځي،خلک ورته ګوته په خوله حیرانېږي او دده د ښکار په ننداره نه مړېږي.  هغه څه چې د باراني له دې کشفه نوروته رسېږي،نوې تجربه ده او نوی زېږون ده .

باراني له څاڅکو څاڅکو  څخه شتون مومي  او لږ پرمختګ سره د شېلو او رودونو شاعر کېږي.هغه داسې چې دغه لوی شاعر لومړی پخپل ځان کې له یوې ورکې څخه راهست څاڅکی شي ، څاڅکي شي او بیا دیوه او بل په سینه کې ننوزي اویو نوی زېږد ته ورننوځي ،دغه زېږد،اندېښه ده چې دبارانې شعري لوبه  پکښې میخ ټک کېږي او دې پرې د قلم د ګوتو چامپي اندازه کوي.

باراني  اندېښه پسولي او هغه   له هغې څخه د خیال پر څرخ  ورېښم تلي او نوي شعر د ولو پرښکالو لکه دسینګار شوې ناوې ډولۍ ، تاند ژن ته يې په لاس ورکوي .

خیال دشعر معنوي توکی دی چې د ارسطو له زمانې او دهغه تعریفونو څخه نیولې تر ننه پورې دشعر په هکله ویل کېږي چې د شعر اصلي جوهر پر خیال را څرخي.«رسکین » دشعر په تعریف کې بیانوي چې «شعر منلیو عواطفو ته  د خیال اقتراح ده».په شعر کې خیال یا انځور،په عمومي توګه په شعر کې  خیتځه بدیده شمیرله کېږي ،چې بویه په غرپی شعر کې هاغومره  ژورتیا نه لري لکه چې پر شرقي او په خاصه توګه اسلامي  نړئ کې.یو شمېر چې غربي فیلسوفان او په خاصه توګه «هګل» شرقي او اسلامی نړئ شعر ته بدبینه بولي له همدې امله ده. دخیال یا انځور په شتون کې دشاعر شعر دهر اندېشمن لوستونکي د مطالعې سره کیدلای شي یو بل نوی شعر شي. باراني همدا ډول شعر لیکي او په دې توګه  انځور، لورېینه ،مینه،عاطفه او ددې توکو د زنځيري تصاعد هندسي ترسیم  ته دپراخ ذهن  له  ډکې ځولۍ څخه د کاغذ پر مخ عینیت بخښي.

باراني په ډېر مهارت سره ذهني  مفاهیم خوځوي،هغه  ته سا وربخښي او په خوځښت یې راولي.دی ،دغه توکي  دده په شعر کې لکه ژوندی موجودات ،فرض کړه  لکه انسان، عمل کوي، حرکت کوي او دیوې مثبتې یا منفي پديدې په توګه له ځانه  یو، یا زیاتې  اغېزې  پرېږدي.دباراني د شعر هره اغېزه ځانته یو بل انځور کېدلای شي.

دپښتو ژبې د وییو شمېر د ډېروغني ژبو دوییوو په قاموسونو کې دانډولونو سره سر لګوي.خو په دې خبره هم پوهېدل پکار دی چې  شعر په هره ژبه کې خپله ژبه لري او دشعر ژبه د ژب پوهنو له هغې څخه  لږ یا ډېر واټن لري، د ژبې  هر ویی نشي کولای چې شعري وشمېرل شي.د نمونې په توګه درواخلئ د «خپګان» کلمه. خپګان یوه ذهني پدیده، نه لیدل کېږي او دوه ډوله احساسي او عیني  انعکاس لري چې له دې دوو  اغیزوڅخه آټکل کېږي او   متقابل احساس او عینیت ځان خواته راکاږي. دخپګان مانایي  انډی یې  دروند دی ،ځکه نو په شعري  قاموس کې دیوې منل شوې  اصطلاح په توګه کارول کېږي خو زیاد نه منل کېږي. اما باراني  له خپګان څخه  بیولوژيکي موجودیت  را توږي چې لاس وپښې لري او دې ته یوبل بیولوژیکي او عیني انځور لکه زړه پر لاس ورکوي.دلته دواړه مفاهیم هم خپګان او هم زړه عینیتونه دي خو چې کله وايي:

( زړه مې خپګان نیولی)

 

د«زړه» انځور څخه  یو مښل شوی ذهني احساسي انځور جوړوی او هغه  ویني چې د یوه بل احساسي خوځښت په منګولو کې ورڅخه لېرې لېرې ځي او دې ترې خپله آګاهانه ناخبري د (ناخود آګاه) په جامه کې اعلاموي  او دخپل احساسي انعکاس پایله په دې مصراع سره تکمیلوي:

(دا مړاوې روح به مې آخر ووژني

 

زموږ  د دیني باورونو له مخې یوازیني څه چې هيڅکله نه مري ،هغه روح ده.مګر شاعر  هغه لومړی په یوه توصیفی  اما بیا هم احساسي او عاطفي منفي جامه کې مخکې له مخکې څنډلې ده چې هغه «مړاوی توب» دی.مړاوی روح. اوس دخپګان په منګولو کې  د مړاوي روح  دشکنجه کولو او مرګ الهام په ځان کې روزي.

زه چې همیشه وایم او دیوه شمیر منتقدینو سره می جګړه هم پر دې ده چې زه د ښه شعر او بد شعر په نامه څه نه پېژنم. دشعر تر سرلیک یوه وړاندې شوې لیکنه یا شعر دی ،يا شعر نه دی.که دی،نو ښه او بد نه لري او که نه دی،دبحث وړ نه دی. خو هغه څه چې باراني وړاندې کوي،هغه شعر دی.او باراني ورسره متفکر شاعر دی.
ځکه چې باراني د طبیعت شاعر دی.دطبیعت شاعري دهر چا کار نه دی،هغه په دې خاطر چې دد طبیعت پېژندنه او د هغه په څپاند سیند کې  د څپو سره ، نه را ګرزېدونکی تګ دځانګړو کسانو کار دی.

دطبیعت فیزیکی جوړښت او هندسي ترسیم،دهیچا له سترګو پت نه دی.مګر د طبیعت د معنوي شتون دخیالي او واقعي انځورونو زړونه ته پرواز کول،شاعرنه وزر غواړي چې له نیکه مرغه الله تعالی ج ،دغه لوړ الوت وزرونه یې باراني ته ډالۍ کړی وو خو له بده مرغه زر پښېمانه شو او نه یوازې هغه وزرونه یې بېرته واخیستل بل که ،دی یې هم ورسره  د طبیعت په وریښمن  څادر کې د همهغو وزرونو سره  اوبه اوبه کړ.او مخکې تر دې چې دا کار عینیت ومومي د باراني په په تخیل کې یې ذهني انځورنه  ګرزېدلي وو چې د شعر په دوام کې  وايي:

زړه مې خپګان نیولی

خدای خبر چیرته یې وړي

دا مړاوې روح به مې آخر ووژني

 

دلیکنې په سر کې مې یادونه وکړه چې بارانی په هر شعر کې دمطالعی وړ دی،ځکه نو زه دهغه بل شعر ته نه ځم، مقاله پر همدې شعر پای ته رسوم.

دانځور جوړونې دپاره  ضرور نده چې تصنعي خیال پردازي وشي او د شاعر د رواني منطق له دایرې نه ځان وباسي.تخیل هم د ډېرو مسایلو په شان د منطق په اوږو پرواز کوي او کله کله دهغه بې منطقي، هم د یوه منطق ښکارندويي کوي، اما نه په ساده لید او نظر سره. ساده بیان، په ساده ژبه وړاندې کول او له هغه څخه د ساده انځور پېیل،دسترو شاعرانو کار دی،هغوی چې غواړي ساده بیان پیچلی کړي نه ددې دپاره چې انګېري ښه انځور یې وړاندې کړی دی،بل که ددې دپاره ده چې لوستونکي ته ستونزه پیدا کړي او په دې توګه ځان پخپله لوړ وګڼي،بارانی د لومړي ډلې شاعر دی.زړه یې خپګان ته سپارلی دی، خو نه پوهېږي چې چیرته یې وړي اما په دې پوهېږي چې مړاوی روح یې آخر وژني.

دنیا، د یو کلي افاده ده او هیڅوک انکار نه کوي چې دنیا همیشه ټولیزمفهوم لري او هېحکله نه یوازې کېږي. ددنیا هستي د دې په ټولیز کې نغښتې ده ، لکه چې د انسان هستي دهغه په حرکت کې نغښتی دی، که نه خوځېږي په مړو کې حسابېږي. هغه چې شاعر وايي:

موجیم که آسودګي ما عدم ماست

ما زنده بر آنیم که آرام نداریم.

 

 دشاعر دانسان پېژندنې پر قوت دلالت کوي چې،یو کتاب مفهوم یې په یو بیت کې رانغاړلی دی.

دنیا همداسې  مفهوم دی.مګر بارانی مرحوم، د دنیا کلیت و عینیت ته ذهني تنهايۍ جامه آغوندي او دهغه په لنډ تنګ لمن یا واټن کې د دوو مفاهیمو نندارې ته کېني چې یو یې دواټنونو په «ساړه ذهن» کې د لمر دترانو ترهیدلي خوبونه  د بوړبوړکو دښکار په ننداره کیني او ورسره د بې څښتنو سپیو دبې خوبیو د مرګ نظارې ته یې، سترګې د نظر کاروان تړي.

دا تنها دنیا کومه دنیا ده؟.څنګه دا دنیا  رالنډ تنګ کېږي،کوچنۍ کېږي او دومره چې د شاعر  د کسي په یوه ګوښه کې ځاېېږي او دهغه د کسې دارتوالي حسرت وړي.دا د شعر او انځورونو دنیا نه ده،دا هغه دنیا ده چې د مفاهیمو او ټولنیزو قرادادنو لوبې یې مسخره شوي دي او خپل ارزشتونه یې بایللي دي.دا یوه پېښه ده،چې زه یې نشم لیدلای،ته یې نشې لیدلای ،شاعر یې ویني ،باراني یې ویني او خبر یې ما او تاته په یوه جمله کې په شاعرانه ژبه بیانوي چې (دنیا تنها شوې ده).

هغه واټنونه چې باراني یې طی کوي کوم واټنونه دي؟.دا هغه ټولنیز مفاهیم دي چې د ژان ژاک روسو، فرانسوي لیکوال په قول،هغه قرار دادونه چې ټولنه ورباندي دخپل ژوند هستۍ پر مخ بیایي،شاعر یې د یوه نظر په فاصله کې رالنډوي.اما د ژوندیو پدیدو په توګه یې دخپل نظر په منګولو کې آړوي را آړوي او دخیال په بیولوژیکی پاڼه کې یې ذهن ته ننوځي ، ګوري چې دواټنونو ذهنونه ساړه دي.د واټ ژوندی کول،هغه ته د ذهن د درلودلو قایلیدل او بیا د ذهنونو ساړه لیدل،چې په عین زمان کې د بې څښتنو سپیو د مرګ  نندارې ته کیناستل، د اګزستنسیالیزم یا دهستئ د اصالت د مکتب سره چې د هاید ګر،داستاییفسکي، کافکا،کامیو، کیرکگار، پاسکال.فریدریک نیچه،اموند هوسرل،کارل سایپرس ،ژان پل سارتر او په ایران کې دصادق هدایت او نورو د تفکراتو جاج دی چې د بارانی اندیښنیزه دنیا ورسره اړخ لګوي. اوس زه ددې تفکر په کره کتنې بحث نه کوم، خو دا وایم چې په ځوانه ځوانۍ کې  دې پړاو ته رسېدل، هغه هم د افغانستان تبجنه په حال و هوا کې  دهر چا کار نه دی.دمرحوم ملنګ جان خبره ده چې وايي:


مینه آسان کار نه دی
ځان ته یو ژوندون غواړي
لوبې دي د اور سره
ټینګ عزم او تړون غواړي.
مرحوملنګ جان.
اوس به وګورو چې باراني ،دغه مزل څنګه وهي،څرنګه پر مخ ځي پر دې ځينه کې څرنګه  بام  ته د ختلو په تکل کې، شاته دزینې هر پته ورانوي څو یې د بیرته را ګرزیدلو تکل مړ نه شي.

 

 په دې تنها دنیا کې
د واټنونو په ساړه ذهن کې
ما د بې خوبه بې څښتنو سپیو مرګ لیدلی

 

دالید او دا ژوراندیشي دهغه چا کار دی چی د ذهن پرښتې یې په  اوږدو واټنونو کې د ارتې دنیا دساړه ذهن ټولې ريښې  د هوښ په ګوتو لمس کړي وي او  دا باراني دی چې د ډېرو خلکو نه سوا،بې څښتنو  سپو ته په یوې نا آرامې ټولنې کې د یوه واقعیت په توګه پام ګرزوي، دهغو‎ی د بې  خوبیو د تفسیر جاج اخلي او دهغوي  د مرګ په هیات کې دخپل زړه  ګنګ  درد رانغاړي.

هیله او ناهیلۍ هغو احساسونو څخه دي چې د مانایی بار له مخې انسانان په ټولنیزو او رواني ځانګړنو سره  یوه له بله بېلوي. ددې پدیدو درلودل او نه درلودل،پر هغو باور لرل او نه  لرل د انسانانو پر عقیدتي او نورو اندېښنیزو حالاتو پورې اړه لري، خو د دغه دواړه دمتضادو هستیو په توګه  ټولنیز او هنري ارزښمندي هم لري چې یوې هنرۍ هستۍ دزېږد او ودې پر لړ اغېزه ښندي. د دې اغېز نښې کېدای شي ټولنیزۍ وي او یا کیدالای شي د شخصي ژوند له چاپیریال څخه بهر نه شي.که د شخصي ژوند په چاپیریال کې پاتې کېږي، زیاد دبحث وړ نه دی. خو که ټولنیزه صبغه ولري،لسګونه ډولونه او پوښتنې رامینځ ته کوي چې څرنګه او د چا له خوا ،داسې وشوه چې عاطفو ټکان وخوړ او ټولنه په کلي توګه اغیزمنه شوې ده. دا کوم شاعر دی؟.شاعر باراني په ځان کې ناهیلۍ روزي،دباراني ناهیلۍ دده د ځاني ستونزو ناهیلۍ نه ده، دی د ټولنې د مسلطې ناسمې اندېښنې دجبر د هوا څخه سا آخلی،هغه دننه د خپل «زه»  اندېښنیز ماشین کې حلاجي کوي او ورپسې  دسترو او خاموشو بیدیاګانو له جامه غړپ کوي،چې دغه تبجنه او وچه سا، دبیدیا د کنایی  دخاموشۍ په خاورینو او سوځندو ګوټونو کې را لنده شي.

ما ناهیلي روزلې

ما د دې سترو بیدیاګانو خاموشي څښلې.

 

شاعر  د څه د پاره هدیره کیني؟ . دی ولې د تیارو کندې په لاسونو کیني؟ دکوم ویر کنده راباسي؟. دا بې ځوابه  پوښتنې نه دي چې باراني یې په ساده  شعري جمله کې رانغاړي.دې پوښتنې  پرته له ماوتا دروند لوستونکی او پرته له باراني څځه ،پخپله ټولنه ځواب ورکړی دی، اماداسې ځواب چې ممکن زه و ته ورته متوجه نشو، باراني متوجه کېږي . دا پوښتنه مطرح ده چې ولې بارانی دې ټکي ته متوجه دی؟،هغه ځکه چې باراني، داندېښنو پرښته په دې تیارو ، دوير په دې کندو او دې هدېرې کې له پخوا دخاموشه سترګکونو د خندا څپې خورې کړې دي او  دې یې دهستئ د اصالت د ښوونځي  اوله ځانه د بیګانه کولو لور ته د ځان پسې را کاږي. دغه دی شعر او دغه دی د شعري د دنیا د انځور او خیال دشمشاد هسکه چې شاعر ورسره سم پروازونه کوي،غواړي د هغې پرښتې سره غاړه غړئ شي، ولې؟ ،ځکه چې شاعر له ټولنې جلا شوی دی.تک تنها  او په ځان کې له ځانه یوازې اوسېږي. شاعر ته نور زما او ستا لیدنه جالبه نده، ولې؟. ځکه چې زه و ته هغه  نه وینو او هغه پوهېږي چې زه و ته یې نه وینو، خبره یې نه آورو، په خبره یې نه پوهېږو، ژبه یې زما وستا له ژبې پردۍ ده. هغه پوهېږي چې زه وته څه وایو ، خو زه وته نه پوهېږو چې هغه څه وایي؟. ځکه نو دهغه او زموږ ترمينځ ستونزه را ولاړېږي، هغه دې ټولنې ته یو پردی موجود ګرزي او زه و ته هغه ته نا آشنا کسان. ځکه نو دی له تنهايي بېرېږي،له ځانه بېرېږي، په ځان کې نه ځاېیږي.او همداسې تر آخره.

 

ما هدېرې
ما د تیارو او ویرو کندې په لاسو کینلي.
له تنهایۍ وېرېږم،
ماته زما د پردي شوو پلونو لار وښایاست
غواړم له خپلو بلاربو شوو اندیښنو وتښتم .

 

مرحوم باراني ، څه موده مخکې  څو شعرونه یې د فیسبوک له لارې را واستول چې په نوید روز ورځپاڼه کې یې چاپ کړم.د هغه د عکسونو سره په درې څلورو ګڼو کې مې چاپ کړ او ور ومې لېږل.راته یې وویل چې دا په جرمني که زما دکیس دپاره ګته کوي.

بیا یې دکتاب درالېږلو تکل یې وکړ چې مقدمه پرې ولیکم.خو زه دبل چا پر کتاب باندې دمقدمې پر لیکلو بوخت وم او ورته مې وویل چې څو ورځې صبر وکړه.ده هم ولیکل چې تادي نه لرم.خو له بده مرغه چې دیوه ملګرې په وال کې مې دهغه د مرګ خبر ولوست.ما ویل ټوکه ده.خو حقیقت وو. ځکه نو غواړم دا لنډه لیکنه دهغه د کتاب دپاره یوه مقدمه او باراني ته دې ډالئ وي.

 مرګ  حقیقت دی،هر څوک مري خو هېڅوک نه وايي چې زه مرم، یا زه دې ومرم.اما باراني دا مرګ پخپلو لپو کې ګرزول،هغه یې روزل او ورسره مینه یې کوله. دمرګ پر لمن زېږېدلی شاعر،دمرګ پلار شو،هغه یې ونازول،لوی یې کړ او بلاخره دومره یې په مینه کې ډوب شو،چې دهمهغه مرګ سره غاړه غړئ شو او  موږ ټول یې شاته پرېښودو.

 

زړه مې خپګان نیولی
خدای خبر چیرته یې وړي
دا مړاوې روح به مې آخر ووژني
په دې تنها دنیا کې
د واټنونو په ساړه ذهن کې
ما د بې خوبه بې څښتنو سپیو مرګ لیدلی
ما ناهیلي روزلې
ما د دې سترو بیدیاګانو خاموشي څښلې
ما هدېرې
ما د تیارو او ویرو کندې په لاسو کینلي.
له تنهایۍ وېرېږم،
ماته زما د پردي شوو پلونو لار وښایاست
غواړم له خپلو بلاربو شوو اندیښنو وتښتم .

«باراني»

مسکو ،فدراتیف روسیه
د ۲۰۱۸ کال دجنوري ۲۹مه

فاروق فردا

 

 

 


بالا
 
بازگشت