پاکستان بیا په افغانستان کې طالبانوته د جنګ جغرافیه وټاکله

محمد انور ولید : ۱۷ـ ۱ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

تېرکال د افغانستان د سولې او د طالبانو د مشرتابه پروېشلو سره تېر شو . (A+A+P+ CH)هم کوم داسې کوچ ترې را ونه ایستل چې د افغانانو ، سیمې او نړۍ خولې ور باندې غوړې شي . خو نن موږ په تاند ویب پاڼه کې یومطلب ولوست چې د طالبانود ویاند قاري یوسف په حواله یې لیکلي وو : (( طالبانوپرون دوشنبه د حمل په (۱۶مه ) نېټه د کوټې شورا پرېکړه وکړه چې د ملا محمد عمر آخند زوی ملا یعقوب یې د افغانستان د (۱۵ ) ولایتونو نظامي قو ماندان او ورور یې ملا عبدالمنان د مذهبي چارو مسؤولین وتاکل شول او دواړو دغه دندې منلې او پرون یې په عملي ډول خپل کار پیل کړی دئ . ))

د ملا محمدعمرد زوی او وروربېله شوې ډله پرون په رسمي توګه یوځل بیا له ملااخترمحمد منصورډلې  سره یوځای کړی شوه .

اوس به معلومه شي چې ددې ډلو پربیا یوځای کېدو سره به پاکستان څومره خپلوغوښتنو ته ددوی له خپل نظره مثبت ځواب پیدا کړي که څنګه ؟

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د سولې ملاتړی ځان ښیي ، خو بلخوا یې بیا په واروارطالبان له ځان سره پرافغانستان باندې د فشاراچولواوخأاو امتیازاتوترلاسه کولوپه خاطر برمته او یرغمل ساتلي . له بل پلوه بیا له صفري سیمو را اوړي اوآن د افغانستان په خاوره کې پرسرحدي سیمو باندې توغندیزبریدونه ترسره کوي ، د سیمې خلک کډه کېدوته اړباسي او موږ یې ښکاره بېلګې له بدخشانه ترهلمنده پورې په ټوله تپل شوي او نه منل کېدونکې غیر قانوني کرښه باندې په خپلو سترګو وینو چې د افغانستان په خاوره کې د ننه یې ځينې سترا تیژیکې سیمې لاندې کړې او نوې تاڼې او دروازې یې ورباندې جوړې کړې دي .

بل لورته بیا پرنړیوالواونوروسیمه ییزواغېزمنوواکمنانوباندې ننواتې کښېني ، د څادرپيڅکې یې ورغوټه کوي ، له افغانستانه غلاکړې پسونه د نړیوالوخانانو په دروازوکې حلالوي ، دعقید ت او پېرزوینې ډېوې یې د اسلافوپه قبرونوباندې بلوي او شوګیرې ورباندې کوي ، ترڅود فشارونواو مجبوریتونو له لارې پر افغان حکومت خپل شرطونه ومني .

په سیمه او نړۍ کې د افغان سولې په اړه خبرې زمزمه کېږي ـ اورېدل کېږي ، خوعملي کېږي ځکه نه چې د افغان سولې د لمانو پرپالېزباندې لېوان او ګیدړان پالېزوانان مقررشوي دي . داسې ښکاري چې د افغان سولې په اړه غل اومل دواړه سره غاړه غړۍ او ندیم او ندم دي . هغوی د افغان خاورې ، د یوموټي خپلواک نظام په ترپښولاندې کولواو د افغانانو په مرګ ژوبلو سره یوازې خپل ځان هدف ته رسول غواړې . ځکه خو له تېرو څلورو لسیزو را په ایسته په عام ډول ، او له تېرو ( ۱۵ ) کالو را هیسې په خاص ډول په افغانستان کې د پردیوجګړود تېلو اورونه بل او یوازې افغان خاوره اوافغانان یې قرباني او د سون لرګي دي .

پاکستاني چارواکي تل د ښواړیکواو ښه بې غرضه او بې مزاحمته ګاونډي په عنوان افغانستان ته راغلي ، افغان چارواکوته یې په وارواربلنه ورکړې ، خوله تېرودووکالوراهیسې ددې هېواد د چارواکوله خوا په افغانستان کې نوي تاکتیکونه ، نوې توطیْې ، نا امنۍ او جنګ جګړې هم زیاتې شوې دي او کمېږی نه . افغانانوته هم په واروارله ډېروتکراري تجربوڅخه دا جوته شوې چې په افغانستان کې د جنګ جګړوسریال او د سولې په نوم بې ګټې خبرې یوازې یو تعبیر لرلی شي ، او هغه هم د سولې د خبرو په پلمه د پاکستان له خوا افغانستان ته د نويو دامونو اېښودلوله پاره د نا امنیودنویوتوطیْوفرصتونه برابرول .ځکه په پاکستاني چارواکو کې  پر ژمنو د وفا کولو ، د امانت ساتلواو په خبرو کې د ریښتیا ویلو حس چورلټ مړښکاري .   

خو که بلخوا لږ دې ژوندۍ لوبې  ـ  او د لوبې کرېکټرونو او ممثلینو ته ځير شو ،  دا به را ته څرګنده شي چې یوې خوا ته طالب ـ اوبل اړخ ته افغان دولت دواړه ترخوږ ګوتو نیول شوي ، مجبورشوي اوخپله جګړه یې په سیمه کې د خپل حضور پیداکولو او دوام په خاطر ور باندې تپلې او تحمیل کړې ده .

موږ په خپلو سترګو ولیدل چې نړیوالې ټولنې له یوې خوا د (۴۵) ورځو جګړو په تېرېدو سره د صدام او طالب رژیمونو نظامونه د جګړو په بل کړي اورکې ړنګ او وسوځول ، خو متأ سفانه چې د افغان سولې په اړه کالونه تېرشول ، ولې بیا هم ترننه پورې د نړیوالې ایتلافي اطفأیې په موجودیت کې نه د جګړو بل کړی اورمړ شو ، نه توره شپه په کې سبا شوه ، او نه هم چا د افغانستان ورکه شوې سوله په کې و موندله .

آخر په افغانستان او سیمه کې ددې نا امنیومرشد د کومو مریدانو په مرموزانه لاسونو باندې ښوري او د سولې له کراماتو ډ ک پیرچېرته په کومه خانقأ کې بیده دئ ؟ آخر هغه د جګړو د دم دارو اومنتر پاډوګر چېرته دي چې هېواد مو له مافیایي مارانونو،غالبوزو او لړمانوډ ک شو او دوی په ټکنده غرموکې له پردیوخلکوکچکول په لاس خیراتونه غواړي ؟ د هېواد او سیمې هغه پاخه کوډګراو ساحرین څه شول چې په یوه چهل کاف سره به یې د کوه قاف پېریان ټول وتړل ؟ هغه ذ‌والقرنین څه شوچې د دغه یأجوج اومأجوج په وړاندې یوځل بیا اوسپنیز دېوال جوړ ـ اوافغانان ـ  سیمه او نړۍ ددوی له غلاګانو، شراو فساده خلاصه کړي ؟

اې خدایه ! اوس خو هغه ابراهیم (ع) هم په دې نړۍ کې نه شته چې د آذر په لاس جوړشوي استکباري بتان ټول دړې وړې کړي . نن خو د سینا په دښته کې هغه موسی هم نه لیدل کېږي چې د یوویشتمې پېړۍ استکباري فرعون یان په نیل کې ورلاهوکړي . هغه صلاح الدین ایوبي هم په خلیجي هېوادونو کې نه ترسترګو کېږي چې د کرک او شېبک جنګې قلاګانې ، فرعوني اود صلیب د ناوکیو مغارې ور و نړوي . اوس خودلته زموږ په مینځ کې د سومنات نړوونکی سلطان محمودغزنوي ، د پاني پت فاتح ستراحمد شاه بابا اوافغان سید جمال الدین هم نه شته چې د استکبار او شرک بریدونه ورونړوي او ټوله نړۍ دنړیوال کفرپرضد راپورته کړي .

بلکې ددې په عکس پردیود لته زموږپه تالاکړي ړنګ کورکې د خپلواعلیحضرتانوله پاره منحرفې عبادتخانې جوړې کړې اودافغان اونورومسلمانوماشومانوپه معصومانه سپېڅلو وینو سره خپل ژوند ته دوام پرې ورکوي . د یونان او ترکیې ، او یو نان او نورو ارو پایي هېوادو تر مینځ اوبو کې به مو لیدلي وي چې د آسیا د سویلي وچواروپاته تلونکوکډوالوپه دغه روان بهیرکې پرمسلمانانوباندې ولې د بدن د غړیو پرې کولو، جنسي ، جاسوسي او نورو مافیایي کارونوسوړ تجارت روان دئ ؟ هم یې سرمایې ترې وېوړې او هم یې ژوند ترې واخیست .

بس په اسلامي هېوادونو کې اوبه خړې کړي او خپل کبان په کې ونیسي ( ځمکنۍ سر شارې زېرمې او لرغوني توکي یې ترې غلا کړي ) . د طالبانوټوتې کول ، پر امریکایانو باندې پلورل ، وژل ، بېرته سره یو ځای کول ، او یوه برخه یې د باندې پرېښودل او بله له افغان حکومت سره په وار وار مشروطو مذاکراتو ته اړکول ـ ټولې هغه برنامې دي چي نه به له دې دریڅو څخه څوک سوله په خپلو سترګو وګوري ، نه به جګړو ته د پای ټکی ور باندې کېښودل شي او نه به تلپاتې سوله ټینګه شي . نو په افغانستان او سیمه کې به څنګه جګړوته د پای ټکی کېښودل شي او سوله به څنګه راشي ؟

په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د سولې راتلویوازې یوه لاره شته ، او هغه دا چې که نړیواله سرمشریزه په ریښتیا سره غواړي په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې سوله را شي  ، نو لومړی دې خپلې مذبوحانه مداخلې په افغانسنتان ، سیمه او نړۍ کې بندې کړي . په خپلو بړېڅو باندې دې د نا امنیوټولې مالي اولوژیستیکي سرچینې وتړي . د نظامي نیواک او ښکېلاک پرځای دې د نړۍ لوېدلي هېوادونه دې په بشپړ انساني مسؤولیت سره پرته له لاسوهنې را پورته او د خپلو انساني مرستو پرمټ دې هغوی د نړۍ له متمدن کاروان سره په جیو پو لیټیکي ، علمي او منل شوې فرهنګي ژبه یو ځای کړي . هغه لګښتونه چې دوی یې پرجګړه ییز ماشین باندې کوي ، د هغو نیمه برخه دې دغریبوهېوادو په خرابو آبادولو باندې ولګوي ، نه دغربت اوبېوزلي د سمندرپرنهنګانوباندې .

زبرځواکه نړیواله ټولنه دې دغریبوهېوادونوپه تېره د افغانستان خلک د سیمې د ښکاري د چنګکې په توت ( ناڅیزه مرستو ) باندې نه ښکار کوي ، بلکې  په عمل کې دې د هغوی ارضي تمامیت ، خپلواکۍ او ټولو انساني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري . د اسلامي نړۍ باوراواعتباردې خپل کړي . په داسې حال کې چې باور، اعتباراو اېل کول پرته له عملي اخلاص او صداقت څخه په وژلو ، زنداني کولو ، تبعیدولو، د ناکارو رژیمونو پرتپلو ، نیواک ، ښکېلاک ، غلاګانو او زور باندې نه ترلاسه کېږي .

که نړیوال په ریښتیا سره په افغانستان کې سوله غواړي ، نو خپله منفي لاسوهنه دې په کې بنده کړي ، د افغانستان داخلي او بهرني دښمنان دې نه اکمالوي ، افغانان دې پرته له غرضي لاسونو خپلې خود جوشه سولې کولو ته په آرامه پرېږدي او له بهره دې د بندو دروازو ترشا داسې مشروطه نمایشي سوله نه ور باندې تپي چې سل کاله نور د افغانستان مظلوم او جګړو ځپلی ملت ور باندې وږی ، نیم ژواندی او بې برخلیکه بیده وساتي .

 

 


بالا
 
بازگشت