د کال لومړۍ ورځ
محمد انور ولید : ۱۳۹۵ لمریز کال ـ د کب ۲۹ مه
پسرلی د کال هغه فصل دئ چې له نباتانو را نیولې بیا آن ترژوواودهوا ترحالاتو پورې هرڅه د مثبت بدلون په لورخپل نزولي خوځښتونه د را ټوکېدو، مخ پرودې ، ځوانېدواوپخېدو د سعودي ګراف خواته بیایي . نباتات او ځینې ژوي د ژمي له اوږده خوب څخه را ویښېږي . ټول ژوندي ژوي ، سرخسونه اوخوځندې ترځمکه لاندې ، د ځمکې پرسر، په اوبو اوهوا کې د خپلې اړتیا وړتغذیه او وده کوي .
مرغان د خپلوهګیواچولواوخپلو بچوله پاره پرځالو جوړولواوحشرات پرخپلوتوښو برابرولو لګیا وي ، مرغې او چمنونه او نور دښتي واښه اوکرکیلې ټول شنه مښکه او په خپل وار سره له ځمکې سر را اوچتوي .مېوه لرونکې او بې مېوې ونې او نوربوټي د ژوند پیلولو ځانته سیستمونه لري چې موږ یې دلته د یا د ولو وخت او ځای له ځان سره نه لرو .
ولې خپل ځان ، ټولني او بني آدم ته مسؤول انسانان د ژوند په مختلفو اړوندو برخوکې په کاراو زیارباندې د خیرلاس پورې کوي ، ترڅو خپل ځان ، خپلې کورنۍ او نورو انسانانو ته په خپل لاس او خپلې ژبې سره خیرونه ورسوي .
خودې ټولوته د دوی د کاراو فعالیت په تړاوهمدغه محیط چې دوی په کې په کرېکټرري توګه پنځېدلي ، د خپلې ودې اوکار زمینه برابره کړې . د پسرلي د ملائمو بادونواونرم موسم په پیلېدو سره د هرخوځنده زي روح په وجود کې د مسیحا په څېرداسې خوځنده روح ورپوکېږي چې په لګېدو باندې یې د ژمي ټول رکود ، غفلت او سستي له سلول سلول اوهرې حجرې څخه کډه کوي اود غفلت او ټنبلۍ ځای یې مثبت کار، فعالیت ، او وده نیسي .
پسرلی د ژوند د پیل له پاره یوه ترټولو ستره نښه اود الهي نعمت یوه غوره بېلګه ده چې مفکر، نوښتګر، علم دوست اوعقل مند انسان ته د مثبتو کارونو پیلېد و او ترسره کولو پیغام له ځان سره راوړي .
پسرلی د ریښتینې سولې ، ډاډ منې همزیستۍ ، بیا رغونې ، بسیاینې ، تعاؤن او مرستو زېری په خپلو طبیعي فطري معطروڅپوکې انسانانو ته ورکوي ، ترڅوانسان د انسان ترڅنګ د زور زیاتي ، جنګ جګړو او مرګ ژوبلو او سرغړونو فرهنګ د خوښیواو سوکالیو د اخلاقي ریښتینې همزیستۍ په فرهنګ باندې بدل کړي .
هو!
د پسرلې لومړۍ ورځ همداسې یوه د نېکمرغیو او خوښیو ډکه ورځ ده ، هغې ورځې د انسان د ژوند مسیر نه دئ اړولی ، بلکې فاعل مختارانسان خپله له دې ورځې څخه مثبته یا منفي ګټه پورته کوي . ځکه انسان د خپل فطرتي چاپېریال د پلانیزه مدیریت کولوله پاره پیدا شوی ، ترڅو په متعادله اومتوازنه توګه د محیطي پیداوارواو درآمد منابع پرته له افراط او تفریط څخه د متعادلو اړیکو خوندي ساتلو په موخه سمې ، پرځای او پرخپل وخت وکاروي . ځکه د کال هره ورځ ، هره اوونۍ ، هره میاشت اوهر فصل د انسان د ژوند له پاره په اصل کې یوورځنی ، یو اوونی ، یو میاشتنی او دری میاشتنی کاري پلان او مهال وېش ور په ګوته کوي ، چې له مخې یې د کال تر وروستیو پورې ځانته د کار او فعالیت بېل بابونه پرې پرانیزي .
زما ددې خبرې معنا داده چې د افغانستان ټول اهل کسبه ، اهل قلم ، اهل علم ، اهل مسلک ، اهل خِبره ، اهل امور ، اهل سیاست او د عامه نظم او دفاعي عناصر دې په ګډه سره له همدې لومړۍ ورځې خپلو مسؤولیتونو او خپلو وجیبو ترسره کولو ته په خورا صداقت او ریښتینولۍ اوږه ورکړي ، ترڅو د زراعتي ، صنعتي او کورني تولید له اړخه په اقتصادي لحاظ لږ تر لږه د کال تر پایه پورې د خود کفا کېدو خواته ورلنډ شو.
خو زموږ ددې ګام پورته کولو ترټولو ستره مسؤوله ذمه واره مرجع حکومتي اډاڼه ده چې په ډ ا ډ منې امنیتي فضأ را مینځته کولواو روغ پلانیزه مدیریتي پلان عملي کېدو سره زموږ هېواد وال د خپلو اړینو اړتیاوو پوره کولو کارونه پرمخ په کې یوسي . ځکه موږ خپله مردمي ، مسلکي ، علمي ، اداري ، اقتصادي ، امنیتي او سیاسي ځواکونه لرو ، خو چې یادې قوې پردي اغیار په نشو ، مافیایي ، ترهګریزو کارونو، اداري فساد ، منفي ګوندي غیرملي افکارو، بد اخلاقیو، خپلسریو او نورو عبث کارونو را څخه روږدي او معتاد نه کړي .
په تېروڅلورو لسیزوکې زموږ ټول ټو لنیزاو دولتي سیستمونه د پردیو تپل شویوکرائي جګړو خوراک شول . څلوېښت کاله موږ د پرد یو اهدافو قربانۍ او نذرانې د خپلو را پېښو مجبوریتونو په بیه پرځان باندې قلنګ او ومنلې ، خو زموږ د هدف محصله په کې تر صفرهم را ښکته شوه ، ځکه چې افغانانو ته په دې جګړو کې یوازې د خپل کورله ورانولو ، خپل ځان وژلو ، مرګ ژوبلو ، خپلو ځاني او مالي تاوانونو ، له خپلو زېرمو څخه پردیو ته د سر پوښ لیرې کولو ، بې ثباتیو او کینه کښو سترا تیژیکو دښمنو ګاونډیانوته د هر ډول لاسوهنوموقع په لاس ورکولو او خپلو سیستمونو او اډاڼو خرابولو او بې ثباته کولو پرته نورهېڅ هم افغانانو ته په لاس نه دي ورغلي .
نورو زموږ د ورانولو او ړنګولو پلانونه له ځان سره لرل او موږ ورسره مرسته وکړه . موږ په اصل کې خپل ځان ، خپل ژوند او د خپل ژوند د پیلېدو ورځ هېره کړې وه . موږ تراوسه پورې د نورو جشنونه نمانځو، د بل په واده کې د بل چا ډول ته نڅېږو . خپل جشن او د ژوند پیلېدو خپله ورځ را څخه هېره ده . موږ باید د خپل ملي هویت ساتلو له پاره د بیان او اخلاقي فرهنګ د آزادۍ تر څنګ له نړیوالو څخه د ا منیت راوستو او تل پاتې ریښتینې سولې په اړه مرستې وغواړو ، ترڅود نوروز مېلې او تلپاتې جشنونه مو د ډاډمن امنیت په تأمینولوکې یقیني شي ، نه چې نوروز زمو ږ د هېوادوالو په سپېڅلو او بېګناه معصومو وینو باندې را ته رنګین کړي .
نړیواله ټولنه دې زموږ بهار او نوروز د بېګناه افغانانو په خزان کولو سره نه نمانځي او د نوروز په مبارکیو کې دې زموږ هېواد والو ته انتحاري او ځانمرګې سوغاتونه نه را لېږي .
که نړیوال او ګاونډیان په ریښتیا سره پردې باندې قائل وي چې افغانان هم په خپل ټاټوبي کې د خپل نوروزنمانځلوحق لري اوغواړي چې په دې ورځو کې د خپلو له لاسه تللیو عزیزانود غم ستنې بلې خواته پرې واړوي ، نو دوی دې په لرغوني افغانستان کې د اداري فساد ، مافیایي کړیو، قاچاق ، ترورېزم ، داعش ، طالب ، القاعده ، ګوندي ، سمتي ، ژبني ، مذهبي ، فرهنګې یرغلونو ، نفاق اچولو او استخباراتي سیستمونو پرماشینونو باندې تېل او دانې بندې کړي ، ترڅو د افغانانو هره ورځ نوروز ، او نوروز یې تل پېروزشي .