محمدآجان غلجی
دبیساری لیکوال او سپیڅلی شخصیت ډاکټر اکرم عثمان په ویر کی !
ډاکټر اکرم عثمان د بی جوړی لیکوال ٬ وتلی ادبی څیړونکی ٬ بی بدیله ویونکی او دکلماتور په حیث ټولو افغانانو په تیره فرهنګی ټولنی ته مشهوره څیره ده او چاته یی د ورپیژندلو ضرورت نه احساسیږی ٬ په بله ژبه هغه په خپل اوچت شخصیت ٬ عالی خصوصیاتو ٬ ارزښتمنده ایجادیاتو ٬ ښکلی غږ او بیشمیره انسانی ځانګړتیاو دټولنی هر قشر ٬لا هر وګړی ته په خپله ځان ورپیژندلی . له نیکه مرغه هر افغان هغه په ښه نامه پیژنی او مینه ورسره ښیی ٬ ډیر کم کسان و او دی چی د اکرم عثمان پشان د افغانانو پیاوړی حمایت ولری او د یو لوی اکثریت په تیره د فرهنګی چاپریال لکه لیکوالو ٬ شاعرانو ٬څیړونکو ٬ مورخینو ٬ هنری څیرو ٬او په ټوله کی د لوستی قشر دومره محبوب واوسی ٬ دا دده خوشبختی او حق ده .
ډاکتر اکرم عثمان په هیواد کی د لنډو کیسو له بنسټ ایښو دونکو نه وو٬ دهغه کیسی د هر بل کیسه لیکونکی په پرتله خوږی ٬ ژوری ٬ دخلکو په ژبه ٬ داولس له ژوندانه سره پییلی او هر لوستونکی و اوریدونکی ته د پوهیدو او خوند اخیستو وړ دی په تیره چی د مرحوم په ویندویی او استثنایی آواز واوریدل شی ٬ هغه د کابل په چاپریال او د کابلیانو د ژوندانه په خصوصیاتو ٬ کلچر رسمونو او روایاتو هومره ژور بلد و چی باور یی نشی کیدای ٬ خدای بښلی عثمان د فطرتی استعداد او همدی بلدتیا په مټ وتوانید داسی جذابی او ښایسته کیسی ولیکی چی ساری یی لا زموږ په معاشره کی نشته او ډیر شمیر کیسه لیکونکی د هغه په پله روان دی او روان به وی ٬ دډاکټر صاحب یو شمیر کیسی فلم شوی چی له کلونو راهیسی لیدونکی لری او یقین شته چی تر اوږدی راتلونکی به خلک له دی کیسو او دده له داستانونو د جوړو شویو فیلمونو لوستونکی او لیدونکی پاتی شی .
له کیسه لیکنی علاوه ډاکټر صاحب نامتو ادبی څیړونکی هم پاته شوی چی پدی برخه کی دده هستونی نه هیریدونکی او د ملی فرهنګی پانګی قدرمنه برخه ده ٬ هغه یو لړتاریخی لیکنی او څیړنی هم تر سر ه کړی چی په خپل وار ارزښتناکه او قیمتی پانګی شمیرلی شی .
نوموړی ډیر پیاوړی ویونکی او د شعر ځانګړی دکلماتور و ٬ داسی چی بل کم څوک یی پدی باره کی سیال کیدای شی ٬ هغو چی دده په رویایی ښکلی آواز کی کیسی ٬ تبصری یا شعرونه اوریدلی یا لیدلی بی له شکه زما ددی برداشت تایید کوی .
په وروستیو کی د ډاکټر صاحب تاریخی رومان د ،( کوچه ما )، تر نامه لاندی مینه والو او ټولنی ته ډالی شو ٬ دا اثر په خپل ډول کی تر اوسه بیساری دی او هسی چی وتلی څیړونکی صبور الله سیاسنګ پدی باب ویلی ٬( کوچه ما د افغانستان د معاصرو ادبیاتو تر ټولو ستر رومان دی )٬ دا رومان چی په دوه ټوکو کی څه د پاسه٬۱۴۰۰٬ مخه لری زموږ په ټاټوبی کی د وروستی نیمی پیړی د څپاندو او لالهاندو پیښو واقعی داستان ٬ پیاوړی ترجمان او په ظریفه ژبه بیان دی . فصاحت ٬ امانت داری ٬ خوږه ژبه ٬ سادګی ٬ دقت او دپیښو په انځورولو کی وړتیا ددی ارزښتناک اثر ځانګړتیاوی جوړوی .
په همدی څوویرجنو ورځو شپوکی چی د ډاکتر عثمان له رحلته تیری شوی ډیر شمیر لیکوالو او دقلم خاوندانو د هغه د آثارو ٬ لیکنو ٬ داستانونو او د ارواښاد د ادبی فرهنګی مقام په اړوند پوره لیکنی او څیړنی په وطن او د نړی په ګوټ ګوټ کی خپری کړی چی د هغه د کړنو په رابطه د مینه والو تنده ماته کړی او له بلی خوا ددی باشرفه انسان حق اداکړی ٬ نو زه ځکه پدی اړوند خپلی خبری لنډوم او د ډاکټر صاحب د یو مخلص په حیث د هغه د لوړ او بی بدیله شخصیت په باب څه ناڅه ویل غواړم ٬
ډاکټر اکرم عثمان په ۱۳۱۶ هه ش کال د هرات په ښار کی نړی ته راغی ٬ کابل کی ستر شو داستقلال او حبیبی لیسو کی یی لوست وکړ ٬ دحقوقو او سیاسی علومو په رشته کی د ایران د تهران په پوهنتون کی د دکتورا تر کچه خپل تحصیلات بشپړ کړل ٬ په افغانستان راډیو ٬ د اطلاعاتو او کلتور او بهرنیو وزارتونو کی یی رسمی دندی لرلی او دافغانستان د لیکوالو د اتحادیی مشری یی هم کړی ٬ له تقریبآ درویشت کاله راپدیخوا یی په سویدن کی د هجرت شپی ورخی تیرولی ٬ د ۲۰۱۶ ع کال د اګست په ۱۱ نیټه یی د مغزی سکتی په وجه سا ورکړه .
ډاکتر صاحب په شخصی ژوند او مناسباتو کی د هغو عالی انسانی ځانګړتیاو خاوند و چی د ډیرو کمو کسانو په برخه کیدای شی . سادګی ٬ سپیڅلتیا ٬ادب ٬ ورین تندی ٬ احترام او دروندوالی یی په خټه کی ځای درلود .
له کمو او لویو سره په مواجهه کی یی داسی تواضع لرله چی د هر چا تعجب او احترام به یی هڅاوه ٬ په عمل کی کمینه ٬ بی کبره او خاکساره سړی و . له کلانکاری ٬ کبر ٬زیان رسولو او هر ډول فتنه ګریو مبرا شخصیت او داوچتو انسانی سجایاو لرونکی کس و . لویه حوصله ٬ په ټولو لوریینه ٬ ښه نیت او نیک عمل یی له ذاتی خصوصیاتو ځنی و ٬ له کوم مریض او مغرض نه غیر می له چا هم د هغه په باب بد یا سپکه نده تر غوږ شوی ٬لا نیوکه می هم نده اوریدلی ٬ په ټوله کی ډاکتر صاحب یو مهربانه ٬ د پاک زړه خاوند ٬ صمیمی او د ژوند تر پایه بی انتها پر کاره په لوستلو او لیکلو بوخت پاته شو او پدی توګه یی شاته لویه قیمتی پانګه چی دده ارزښتناکه داستانی ٬ څیړنیز ٬ تاریخی او علمی هستونی آو آثار دی نننیو او راتلونکوته په میراث پاته شول او پدی توګه یی ابدی ژوند تر لاسه کړ ٬ کلونه او پیړی به تیری شی خو اکرم عثمان به د خپلو هستونو په مټ دراتلونکو تر منځ لکه د تیرو علمی ٬ هنری او ادبی مشاهیرو په څیر ژوند کوی .
له هیواد او خلکو سره مینه د هغه په خټه کی نغښتی وه٬ دوطن ښیراځی او داولس رفاهیت یی ستر ارمان و چی نیمګړی پاته شو ٬ دده لیکنی او آثار ددغو آرمانونو ګواه دی ٬ اروا ښاد د باوقاره ژوندانه تر پایه د فرهنګ د ودی او خپل اولس په بی ریا چوپړ کی پاته شو . بی له شکه زموږ ټولنه بیا په خاصه توګه فرهنګی کړی به خامخا او تر ډیری مودی دهغه د هستونکی نقش نه شتون احساسوی .
د ډاکتر اکرم عثمان له هستونو دا آثار تر اوسه خپاره شوی : -
د لنډو کیسو ټولګی : -
———————
۱- وقتیکه نیها ګل میکنند ٬ ۲ - درز دیوار ٬ ۳ - مرداره قول اس ٬ ۴ - قحط سالی ٬ ۵ - باز افریده .
رومان : -
————
کوچه ما ٬ په دوه ټوکه او څه د پاسه ۱۴۰۰ مخونو کی .
څیړنیز آثار : -
——————
۱ - روابط دیپلماسی افغانستان و اتحاد شوروی .
۲ - مقدمه یی بر چګونګی نهضتهای مشروطه خواهی .
۳ - شیوه تولید آسیایی و تیوری دوره بندی تاریخ .
۴ - چګونګی تحول تاریخ در خاور زمین .
۵ - افغانستان وآسیای میانه در چمبره بازی بزرګ .
همداراز د هغه په لسګونه مقالی او څیړنیزی لیکنی تر اوسه په هیواد او بهر کی خپری شوی دی .
د ډاکتر اکرم عثمان د لیکوالی دډګر پهلوان او دانسانیت ستری سپیڅلی څیری د ابدی خاموشی په نسبت د هغه با وقاره کورنی او د هیواد فرهنګی ټولنی ته د زړه له کومی تسلیت وایم او ده ته د رب العزت له در باره د جنتونو هیله کوم . انشاالله