سیاست د سمو او ناسمو اټکلونو، نظریاتو، عمل او ثبوت زیږنده دئ

 محمد انور ولید : ۱ ـ ۲ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

زموږ په ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ کې د الهي خلقت او ازلي برخو له مخې هرڅوک په  یو کار باندې اخته دي . خو ددې معنا دا نه ده چې هغه دې جامع الکمالات او په هرڅه باندې پوه وي . او دا پوهه اووړتیا په خپل کارکې د هرچا خپل هنردئ چې ترلاسه کړی یې دئ . ولې د خپلوکاري تولیداتو د بازار موند نې له پاره د ډ ېرو کسب ګرو ترمینځ هر کاسب رغنده سیالیو، د خپل کاراو خپلو تولیداتو د غوره کیفیت لوړولو ته اړتیا لري . ځکه هراهل کسبه د خپلې وړتیا اوهنرپرمټ خپلو سیالانو ته په خپل ورځني مارکېټېنګ کې ماتې ورکولی شي .

خوکسب اوکارهم مختلف اړخونه او ډولونه لري چې ځینې یې فزیکي او تخنیکي بڼه لري او ځینې نور یې بیا فني او فکري اړخونه لري .

د بېلګې په توګه : یوموټرمخترع ، فابریکې ، د پرزو جوړولو له پاره لومړنیو او پخوموادو او اقتصاد ته اړتیالري.موټرفني ډراېورته چې د موټرچلولو مهارت اوقابلیت په کې وي ، اړتیا لري . خوډرایورموټرته اړتیا لري ، موټرخرا بېږي ، د موټرد ترمیم اوجوړولوله پاره مستري ( مېخانیک ) ته اړتیا وي . چې دا ټول په خپل ځای یو له بل سره لازم او ملزوم دي . که دا نه وي ، نو مخترع ، موټر، ډرایوراو مېخانیک هېڅ تعریف او مفهوم نه لري . ځکه مخترع د خپلې اختراع هنر په ځان کې لري ، په دې اړه یې خپل اټکل او نظرته دعمل جامه وراغوستې اوعمل یې د خپلې اختراع له کبله ثبوت ته رسولی دئ . همداسې مستري د جوړولو هنر لري او ډرایور د چلولو هنر او وړتیا په ځان کې لري .   

که څه هم ډرایورپه تئیوري اونظریې باندې هېڅ نه پوهېږي ، خودموټرچلولوپه مهارت کې تر ډېرووړاندې وي . همداسې ښه میخانیک لکه معالج طبیب د موټر په غږ باندې پوهېږي چې هغه جوړدئ ـ که ناجوړ. خو ډرایوراومېخانیک بیا هېڅکله هم د موټر په اختراع باندې نه پوهېږي . ځکه چې د موټر داختراع په هکله مخترع د موټر ټولې پرزې ، د هغوی د استهلاک موده ، د کاراو فعالیت قوه . د روغنیاتو ډول او د ماشین د سړولو له پاره للېټراو باد پکه ، د سو ځېدلو روغنیاتو د دود ایستلو له پاره سلنسر ( د دود وتلو کانال ) ، اشترنګ ، هېډ ( کور) ، سلنډر، پيشټمونه ،فیس او مَین ، د مخ حصه د شا حصه ، ټایرونه ، د ټایراډ ګولۍ ، ګېرونه ، بریک ، د ډرایورځای ، د خلکو یا باراېښودلو ځای او د وزن اندازه ، او نوراړوند سامان آلات په خورا دقیقه توګه مطالعه کړي ، جوړکړي ، آزمویلي او بیا یې بازار ته وړاندې کړې دي . خو مېخانیک او ډرایوربیا د مخترع  په څېر دومره مهارت نه لري . 

دا ، او دېته ورته نورډ ېرداسې مثالونه شته چې سړی ورباندې خبرې وکړي . خو په لنډو کې باید دا خبرې سره را ونغاړم چې : د کورنۍ ، ټولنې ، هېواد ، سیمې او نړۍ ټول نظامونه اورژیمونه د همداسې یوې فزیکي واسطې په څېردي چې هم یې مخترع ته اړتیا شته اوهم یې ماهرچلوونکي اوجوړوونکي ته . خو د ټولنیز نظام جوړولو د واسطې حجم او پرزې ترمېخانیکي ماشین ډېرې زیاتې وي .

ځکه په هرځای کې د ټولنیز نظام د ماشین معمولاً دری څرخونه وي ( اجرأیه ، قضائیه او مُقننه ) . چې دا هریو یې بیا د خپلې اړتیا سره سم نورې اصلي پرزې او اجزأ وې لري .

هغه ټولنیزنظامونه چې پرزې یې د خپلې کمپنۍ ( د ملت له متن او بطن ) څخه په خود جوش حالت کې په ماهراته او فني شکل جوړې شوې وي ، د هغو ټولنیزو نظامونو د استهلاک او ډاډمن پایښت موده هم زیاته وي ، خود کوم ټولنیزنظام ماشین ته چې په پردي قالب کې جوړې پردۍ کباړشوې پرزې د حرفوي مستریانو په لاس وراچول شوي وي ، نه یوازې دا چې په هغه ټولنیزماشین کې یې کارنه دئ ورکړی ، بلکې د ماشین اصلي پرزې یې هم له فعالیت څخه پرې غورځولې دي ، ماشین سقوط کړی او ټولنه د نامعلوم برخلیک سره مخ شوې ده .

په افغانستان کې هم له تېرو (۳۸ ) کالو را په ایسته کاراهل کارته نه دئ سپارل شوی . کینه کښو اوغیر فعالو تش د مسلک په نامه (غیرمسلکي خلکو) د هېواد پراصیلو بچیانو باندې خپل واک داسې چلولی چې زموږ ډېرشریف خلک به د هېواد ډېرو رذیلو خلکو ته ولاړوو ، کاربه یې هم نه وراجرا کاوه اومأیوس به بېرته پرڅټ ترې ولاړل . دا ځکه چې غیر مسلکي کدرونو ته خوهرڅه نوي او ښه ښکاري . پلان جوړونه له سره نه پېژني . په مدیریت او پلان عملي کولوباندې نه پوهېږي . د ملي او شخصي ګټو توپیر نه شي کولی . بس د یو مودل او بوتل په شکل په شعبه کې ناست وي ،او خپل کار او د خپلو انډیوالانو کارونه په نورو باندې کوي . خو امتیازات هم دوی اخلي .

په داسې حال کې چې غوره مدیریت خپله یوداسې هنر دئ چې د ګوتو په شمېر کسان له هغې څخه برخمن وي . ځکه ترکاڼي د بیزو کار هم نه دئ .

غوره مدیریت د نظراوعمل دواړو یو ګډ غورچاڼ دئ چې پرمټ یې یو فعال او معقول سیاست ترلاسه کېدای شي خو مخالفین یې بیا ډېر وي . ځکه د فعال اومعقول سیاست په رغنده مدیریت کې د ټولنې د ماشین ټولې پرزې پرخپل خپل ځای مثبت خواته کاراو فعالیت کوي او د انارشیو ، مافیایي بانډونو ، رشوت ، اختلاس ، ځان بلورلو . او نوروغیرمعقولو خپلسروملي ضد او د یني ضد ارادومخه نیسي .

افغانستان ، افغان نظام او ټولو افغانانو له خپلې تېرې ماضي څخه ډېرتاریخي درسونه ، پندونه اوعبرتونه اخیستي . دولت ته لازمه ده چې د خپل هېواد د ټولنیز نظام جوړولو او بقأ له پاره د خپلې ټولنې له هرې برخې څخه د هر چا مثبت او رغنده نظریات او سالمې مشورې په سړه سینه او ورین تندې واوري ، له اوسنیو شرایطوسره هغه پرتله او د امکان په صورت کې یې رغنده وړاندیزونه عملي کړي . ځکه ملي نظام د ټول ملت ګډ میراث دئ . د نظام اصولو ته درناوی ، خپلواک ساتل او په نظام کې د قانون عملي کول د ټولوچارواکو، او منل یې  د ټولو اتباعو دنده ده . چارواکي باید خپل سیاست همدغه ډول جوړ کړي ، تر څو د هېواد هر وګړی خپل ځان ، خپله کورنۍ ، خپل ژوند او خپل روا حقوق د بشپړ اعتماد په صورت کې محسوس کړي . همدې ته وایي یو ملي سیاست . که نه نو سیاست خو د سمو او ناسمو اټکلونو ، نظریاتو ، عمل او ثبوت ټولو زیږنده وي ، چې پر ټولنو یې منفي او مثبتې اغېږې پرېوځي ، خو زموږ د خپلې ټولنې له پاره یو داسې سیاست ته اړتیا ده چې هم په دیني او ملي کچه  او هم په بین المللي کچه مثبت بدلون راولي .

په افغانستان کې د یوې ښې راتلونکې او ښه نظام په هیله           

        

        


بالا
 
بازگشت