عبدالرووف ليوال
داندرابی ماشین(بایومتریک)
بس په چټکی روان وواوزه هم په چورتونو کې ډوب یم ، یو دم وسلوالو لکه پوز تړلوپیریانوچې ګوته په ماشه ټوپک یې په لاس وو، بس ودراوو ، یو پوز تړلی چې سترګې یې لکه بوم سپینې ښکاریدې د ټوپک شپیلۍ دسورلیو خواته ونیوله ، اوبل یې کریغه کړه راکوز شی !
ټولو لکه دبوسوبوجۍ ځانونه له بس نه وارتول ، بل بوم وسله په لاس امروکړ: پرځمکه پریوځی اوونه ښوری ، هرڅوک وښورید ،مرمی به يې دسرصدقه شی ، بل بوم وار په وار هریو راپورته کاوه ، ځینې یې یوې خواته کتار، لاسونه ترشاودرول اوځینې ځوانان یې چې ږیرخریلی وو، بلې خواته ودرول .
لمړی کتار ته یې وویل : تاسې خلاص یاست اوځی ! شاته به نه ګوری اوچاته به قصه هم نه کوی که نه نو بیا ........
ددوهم کتارځوانانو چې واڼې یې تښتیدلې وې یو،یویې دې خواته راوست اویوتن سرکښ قومندان غږوکړچې هریو داندرابی له ماشین (بایومتریک) نه تیر کړی چې وپیژندل شی .
داندرابی ماشین به ځینې عفوه کړل اوځینې نوربه یې محکوم اووپیژندل ، هغه چې پیژندل شوی ول ، دهغه بوم قصاب خواته چې چاړه یې په لاس وه ، یو ،یو مخ ته کیده ، ځکه ددوی په وژلومرمۍ نه مصرفیدلې .
چاویل چې تنظیمی اوطالبی دیوې سکې دوه مخونه نه دی .