په ژینواکې د مجاهدینو، او په اسلام آبادکې د طالبانوسوله د افغانستان خیریا شرپه کومه یوه کې؟

 

محمد انور ولید : ۲۹ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

افغانستان ته تر استقلال ګټلو وروسته روسانو په لاندې ډول سترګې پټې کړې وې چې زه هغوته په لنډ ه توګه او لنډو ټکوکې د لوستونکو یوځغلنده پام را اړوم  :

لومړی : ــ  روسانو د امیر شېرعلیخان د قراردادونو پربنأ خپلوپټو او ښکاره اړیکو ته د نادرخان ، ظاهرشاه او داؤد خان په دوروکې ښه غوښنه وده ورکړه . دوی د کابل پولیتخنیک ، د جنګلک او مزار شریف تخنیکومونه، د نغلو او درونټې د اوبو او برېښنا تولیدولو بندونه ، سیلوګانې ، د بورې اوکېمیاوي سرې فابریکې ، د بګرام او شینډنډ هوایي ډګرونه ، د اډې زراعتي فارم ، مېکروریانونه او ځينې نورې لویې او وړې پروژې جوړې کړې . خو تر څنګ یې روسیې او نورو کمونېستي هېوادونوته د افغان محصلینو د تعلیمي بورسونو ورکولو پرا خه لړۍ پیل کړه . د ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستیوکې روسانو د دیموکراسۍ له لسیزې څخه په ګټې اخیستو سره د خلق او پرچم ګوندونو ته دومره وده او هوا ورکړه چې په پایله کې یې د داؤد خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د مذهبي مفکورو او سیاسي جریانونو پر تابوت باندې د ( K.G. B. ) د فعالیتونو پر مټ د سکوت ټاپه ولګوله .

له افغانستانه د ډله ییزو وتلو او هجرتونو دوره :

دوهم : ــ  همدلته د افغانستان د مسلمان ملت اوکودتایي رژیم ترمینځ باور له مینځه ولاړ . د ملت نخبه مذهبي او سیاسي مشران اوکدرونه یې څه په مرموز ډول بندیان او شهیدان کړل ، او څه یې تېښتې ته مجبورکړل . پاکستان له همدې تشې څخه ګټه پورته کړه ، او ملت وسله والو مبارزو ته لاس واچاوه . چې موږ یې ښکاره ، ژوندۍ او محسوسې بېلګې په (۱۳۵۴) لمریزکال کې په کونړونو ،  پکتیا ، بدخشان ، پنجشېر ، لغمان ، او هلمند کې په خپلو سترګو ولیدلې .

هلته هغه عملیات په سرکې بریالي روان وو ، خو د ناکامۍ ستر عاملین یې همدغه حضرت صاحبان او پیر صاحبان شول چې د پاڅون کوونکو پر ضد یې له کمونېست پلوه حکومت سره لاس یوکړ او پر ضد یې د یاغیانو ، مباح الدم او واجب القتل فتوا وې ورکړې . په داسې حال کې چې بیا وروسته دوی په خپله په دغه اورکې وسوځېدل .

درېیم : ــ کله چې د غوایي دکودتا وار راغۍ ، دکور ـ کالي ـ ډوډۍ خیالي شعارونه زمزمه شول ، د فرمانونو لړۍ روانه شوه ، د فیوډالانو ځمکې اوجایْدادونه پرمزدورانو باندې ووېشل شول ، د اوپراتیفي عملیاتوترچترلاندې کوپراتیفي صندقونه جوړ شول ، کارګري او تعلیمي مرکزونه مارشونو ونیول ، بس د غریب ملت پر سینه او ستوني باندې د مارکسېزم او لېنېنېزم خبیثه خپسه ورکېناسته او روسانو پرته له بین المللي جواز څخه په (۱۳۵۸ ) کال کې د مرغومي په شپږم ماښام له دوشنبې څخه پر افغانستان باندې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل او د کمونېزم نظام قراول او پېش قرا ول یې د ناټو په وړاندې  بې دفاع او بې څښتنه افغانستان ته راؤړ .

د جهاد او نفیر عام پیل :

پخواني شوروي اتحاد ( یو لک و شل زره پوځ افغانستان ته راؤړ . پوځي او ملکې ادارې ټولې له روسي مشاورینو ډکې شوې . روسانو د ځینو واک ته رسول شویو افغانانود پټو قراردادونو پر مټ افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ( پینځلسم ) ایالت باله . دوی غوښتل له افغانستان څخه د پوخي خېز تخته جوړه کړي او له دې لارې تودو اوبو ته ځانونه ورسوي ، خوپاکستان د غرب په ملاتړ له زرنګۍ څخه کار واخیست او افغان مجاهدین یې د بلا په خوله کې ورکړل . ( ۲۴۵۰ ) کیلو متره ټوله سرحدي کرښه یې د افغانانو پر مخ پرانستې پرېښودله .

څلورم : ــ  په افغان کمونېستي حکومت کې هم دا ظرفیت نه ؤ چې ددې مېلیوني وګړو د سیلاب مخه ونیسي ، دوی ددې پرځای چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او مسلمانان په واک کې ور سره شریک کړي ، د هغوی ددین او ټولو دیني مناسکو پر ضد په پوره شور او ځواک را پورته شول ، د مسلمانانو پر خلاف یې له هېڅ ډول عملیاتو او بېرحمۍ ډډه ونه کړه . دوی له یوې خوا قدرت ته تږي وو ـ او پرڅوکیو یې زړه بایللی ؤ ، خو دا یې نه آنګېرله چې که ملت تر څنګ ور سره نه وي ـ نو روسان به ترڅو پورې له دوی سره ملاتړلي ولاړ وي ؟ کله چې روسانو د افغان خاموش اکثریت د مالي او ځاني قربانیو ژوندي او پاروونکي غښتلي احساسان ولیدل ، او له منفي غبرګون سره مخ شول ، پوه شول چې افغانان چاته نه تسلیمېږي ، او د هغوی د قربانیو حس څوک په توپونو ، ټانکونو ، بمونو او باروتو نه شي ور وژلی او هم د افغانستان جګړي د روسانو اقتصادي تیر ور مات کړ ، د چېرنوبل اتومي بټۍ یې د امریکایانو د هوایي سفینې ( چلېنجر ) په ټس کې په استخباراتي ګېم کې له مینځه ولاړه ، او ساینس دانان یې اېران او نورو هېوادو ترې په پیسو واخیستل .

د مجاهدینو په وړاندې د سره ښکېلاک ماته :

له امریکې سره د پخواني شوروي اتحاد د ساړه جنګ سیالي نوره همدلته ختمه شوه ، ځکه خو یې ترڅه کم لسوکالو وروسته د ببرک کارمل په وخت کې له افغانستان څخه د خپلو وتلوتا بیا ونیوله .

پینځم : ــ  ماته ښه یاد دي ، هغه مهال چې ببرک کارمل د شوریانو له دې تصمیم نیولو څخه خبر شو ـ ویل به یې چې ؛ ( کمونېزم در خطراست . ) په داسې حال کې چې روسي واکمنو ) ګورباچوف ) پر ببرک کارمل او د هغه پر رژیم باندې آن د مخه له امریکایي واکمن ( رونالد ریګن ) سره معامله کړې وه .

د دیپلوماسۍ ، چل ول او دام اېښودلو دوره :

ریګن لومړی د ګورباچوف د مزاج ، خوب ، خوراک ، علاقې او نورو خصوصیاتو په اړه خپلې پټې او ښکاره مطالعې کولې ، بیا یې خپله ښځه د ګورباچوف ښځې ته ور ولېږله چې د ګوباچوف له ښځې څه معلومات پرې تر لاسه کړي ، ور پسې خپله ورغۍ ، او مخامخ یې له ګورباچوف سره خبرې وکړې . وروسته یې په ژینو کې له خپل نفوذ څخه کار واخیست او د افغانستان په اړه یې خپله پروژه ور باندې عملي کړه . د منځنۍ آسیا او ځینو نورو هېوادو اړیکې له غرب سره تودې شوې ، او د افغانستان له آزادۍ سره جوخت د روسي امپراتورۍ ټغر مخ پر ټولېدو شو . له روسیې څخه یې یو پر بل پسې خپلې آزادۍ وغوښتلې . امریکایانو په منځنۍ آسیا ( ازبېکستان ، او ترکمنستان ) کې اووه غټې کمپنۍ واچولې . خو پاکستان بیا پر افغان مجاهدینو باندې له روسانوسره د نیول شوي ( شوورناتزې)  پر سر ،  اوله امریکایانو سره د مجاهدینو د پلورلو پر سر معامله کړې وه .

ځکه خو به په ژینوکې د ملګرو ملتوځانګړي استازي د روسیې ، پاکستان ، افغانستان او ملګرو ملتو په څلور اړخیزه غونډه کې د مجاهدینو په غیاب کې د پاکستان او افغانستان له استازو سره په جلا جلا توګه شا پر شا تر هغو پورې په وار وار خبرې کولې ترڅو دوی دواړه د معاملوګډ تفاهم ته سره ورسېدل .

شپږم : ــ  د افغانستان او پاکستان له پاره د هغه وخت د ملګرو ملتوځانګړي ا ستازي په دې اړه یوکتاب هم لیکلی او دا مسْله ښه په کې په ډاګه شوې ده ـ چې پاکستان هلته د مجاهدینو په استازیتوب د مجاهدینو پرخلاف او غیاب کې څه ډول ګېم وهلی . هلته پاکستان افغان مجاهدین په اختلاف کې سره ساتلي وو او د هغوی د ملي یووالي سیاسي ، فکري ، پوځي او اقتصادي سنګرونه یې پرڅو ټوټو ورته وېشلي وو ، او له  مقاماتوسره په (4*4 ) ډاټسنو ، پیسو او وسلوتړلي هر یاغي او باغي تش په نامه قوماندان به یې ځان ځانته اکمالاوه . همغو دستوري د جهاد او مجاهدینو ضد عناصرو د جهاد او مجاهدینو نوم بد او د جهاد ټولې قربانۍ ، لاسته راوړني او افتخارات یې له خاورو سره خاورې کړل .

اووم : ــ  خودلته په افغانستان کې روسانو په افغان حکومت کې سمتي او ژبنۍ ملېشې اوجنرالان جوړکړل . د ډاکټر نجیب د حکومت پرمهال چې کله مجاهدینو ته واک سپارل کېده ـ  همغه سمتي او ژبنۍ ملېشې خپلو مشرانو ته په مخکیني دستور او پټو تړونونو سره تسلیم شوې . خو په افغانستان کې د واک پر سر د پاکستان ، امریکې او روسیې تر مینځ د مخکینیو پټو توافقاتو له مخې کورنۍ خونړۍ جګړې پیل شوې .

دې لړۍ تر هغو پورې دوام درلود ـ  ترڅو د افغانستان د سوونوکلونو ملي اردو ړنګه ، پوځي زور یې ور اوبه اوپوځي تجهیزات یې پرې  ټوټه ټوټه کړل . او په سیمه کې د ملي اردو په شمول دغه (شل مېلیوني ) ټرېنېنګ شوی پر وسلو سمبال افغانستان خپله روسیې ، پاکستان ، ایران او نورو ذیدخلو هېوادو کله هم نه شوای زغملای .

اتم : ــ  دوی ټولو د افغانستان بېرته بې وسلې کول غوښتل . ځکه هغه مهال افغان مجاهدینو ته له روسي ښکېلاک څخه ( ۴۰۰۰ ) ځغرره وال جوړ ټانکونه ، ( ۵۰۰ ) جنګې الوتکي او چورلکې ، په لکونو میله درنې او سپکې وسلې په میراث ور پاتې وې . په داسې حال کې چې هغه مهال پاکستان خپله یوازې ( ۳۰۰ ) جنګي او ملکي الوتکې او ( ۳۰۰۰ ) ټانکونه لرل .

په افغانستان کې د واک پر سر ناندرۍ او د کورني اړدوړ بې برخلیک دوره :

نهم : ــ  د پاکستان پوځي او سیاسي مقامات او چارواکي ټول پر دې باندې لګیا وو چې څه ډول دغه (شل مېلیوني ) ملت بې وسلې او بې صلاحیته کړي . پاکستاني چارواکو او سیاستوالوآن د جهاد له پېله د مجاهدینو تر مینځ اختلافاتو ته ښکاره لمن وهله ، هدفي وژنې به یې د مجاهدینو تر مینځ کولې ، د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تر مینځ د دښمنیو ،  (د حزب اسلامي ـ جمعیت اسلامي ـ مولوي خالص ـ سیاف) ، اوهمداسې د  ( محاذ ملي ، جبهه نجات ملي ، او حرکت اسلامي ) تر مینځ به یې د بنیاد ګرو او ملي ګراْیانو په نومونو اختلافونه سره اچول . چې له امله یې تر پایه پورې یو پر بل باندې سره ګډ نه شول .

پاکستان د انګلیس په سفارت کې د افغانستان پرضد خپلې طرحې سره تنظیمولې . دوی په سرکې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ په پېښورکې د یو داسې مؤقت حکومت طرحه او مېکانېزم وړاندې او عملي کړ او هېچاته هم د منلو وړ نه ؤ چې له کبله یې اقلیتونه د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ سره منظم او اکثریتونه یې چورلټ ترې و ايستل . د حزب اسلامي حکمتیار له شواری نظار او دوستم سره ، او استاد مزاري له سیاف سره په جګړو کې ښکېل شول ، چې له کبله یې په زرګونوکابل ښاریان ووژل شول ، ټول کابل ړنګ شو ،  ملي اردود له همدې لارې ړنګه او چور شوه . پوځ او تجهیزات ټول تباه او برباد شول ، درانه ځغره وال ټانکونه ، چورلکې ، جنګي الوتکې ، دارنه لیرې ویشتونکي توپونه او ټانکونه ټول اره ـ او پاکستان د روسي ټانکونو یو سېر فولاد ي اوسپنه په ( پینځه ) کلدارې ترې اخیستله . په دې توګه پاکستان ، روسیې  او امریکا د افغانستان  ملي اردو راته ړنګه ـ او په لکونو او مېلیونونو سپکې او درنې وسلې د پاکستان د فابریکو چلولو له پاره  کباړ او ذوب شولې .

لسم : ــ   ور پسې یې د طالب په نامه پروژه چې د مخه د پاکستان د استخباراتو ادارې ( I.S.I. ) جوړه کړې وه ، د خپلو پوځیانو په ملاتړ د سپین بولدک له لارې پرې را خوشې کړه . جمعیت غوښتل چې د حکمتیار په وړاندې یې استعمال کړي ، ځکه خو یې د ملانقیب ( ملاګل آخند ) په لاس سپین پولدک ته د سیاف له لارې په سوونو مېلیونه افغانۍ ور واستولې او په سرکاتب عطا محمد باندې یې د مخ او شا له لوري برید وکړ . کله چې هغه پوه شو د جمعیت قوماندان ملاګل آخند ور سره جنګېږي نو د مجاهدینو په خاطر یې له جګړې لاس واخیست او طالبانو ته تسلیم شو .  خو په میدان ښارکې بیا انجینر احمد شاه مسعود خپله پر مېز باندې خپله تو مانچه د طالبانو قو ماندان ملا مشر ته کېښودله . کله چې حکمتیار پر سریال باندې پوه شو ، نود جمعیت د ماتولو په خاطر یې چهارآسیاب خپله طالبانو ته ور پرېښود او د سروبي سرخګانو ـ اوله هغه ځایه لغمان ته پرشا شو .

یوولسم ــ  پاکستان له درېیو لارو ( کندهار ، پکتیا ، او تورخم ) څخه پر افغان حکومت برید وکړ ، ډېر ژر یې د تنګي ابرښمین ، لوګر او وردګو له لارې سقوط ورکړ ، کابل طالبانو ونیو ، اوحکومت لومړی جبل السراج ، او له هغه ځایه د تخار خواجه بهأؤ الدین ته انتقال شو . د مشرانوکورنۍ یې په تاجیکستان او کولاب کې مېشت شوې .

پینځه کاله طالبانو په پلازمېنه ارګ کې تېرکړل . له پنجشېر او علاؤالدین پرته چې هغه هم ورته ویل شوي وو چې پنجشېر او تالوقانو ته به نه ځۍ ـ نور ټول افغانستان یې ونیو. د طالبانو پَیرې آن د شېرخان بندر ، حیرتانو د پله پر سر او تور غونډۍ سره د روسیې خواته ور ودرېدلې  . د ملت اېل او یاغي ، نر او ښځې ، واړه او زاړه ، کارداره او بېکاره ، ټول د امر بالعروف تر دُره لاندې وو . یو طالب به چې په کوټه سنګي کې له لرګي او ټوپک سره ولاړ ؤ ـ تر سیمنای پامير پورې به چا تر خولې سوڼ نه شوای ایستلی . تعلیم په عمومي توګه له هېواده کډه وکړه . نصاب خو لا چا پېژانده نه . په عصري علوموکې خلاصه ، قدوري  ، مستخلص ، پنج کتاب ، رشید بیان  او مونیه ورګډ شول . خو خپله طالبانو به بیا انګلېسي کورسونه ویل . د شپې او ورځې به په دښتوکې موټر او لارویان له کابله تر هراته روان وو ، خو د غلاوو او شوکو نوم به نه ؤ . او د شپې به بیا تر سهار پورې یوازې د پاکستان د پو ځیانو د غلاګانو موټر او کاروانونه چلېدل . او پر نورو باندې ګرز بندیز اعلان ؤ ، ترڅو افشأ نه شي . ما فیایي بانډونه خو چا له سره نه پېژندل . خو په اداري فساد کې طالبان خپله تر ستوني پورې غرق وو . کِتمان د حق په کې ډېر ؤ . د قتل ، غلاګانو او زنا حدود به طالبانو اکثره وخت پر هغو بېوزلو ، بې کسه او بې پرې بندیانو باندې تطبیقول چې له شا نه به یې هېچا پوښتنه نه کوله ، خو دوی به پیسې خوړلې او په نا حقه به یې حد پر بل چا باندې جاري کړ . له شریعت څخه یې شیریخ جوړکړی ؤ . خپله یې د یوې آلې په توګه د بني اسراأیلو په څېر مزې ور باندې کولې، او نورو ته به یې د جنت او دوزخ ټکټونه ورکول . په دې توګه پاکستان له طالبانو آله جوړه کړې وه ، چې هم یې افغان حکومت ور باندې ړنګ کړ ، هم یې ټول ملت ور باندې بې وسلې کړ ، هم یې افغانان پر طالبانو ـ  او دطالبانو په خوله پر دین باندې بې باوره کړل . او هم یې غرب ته د راتلو لاره پرې هواره کړه .  

په افغانستان کې امریکې په مشرۍ د ناټو حضور او د پاکستان د اقتصادي غوا لنګېدل : 

دوولسم : ــ ټوله نړۍ شکمنه وه چې پاکستان ترورېستان روزي ، اتومي پروګرامونه پلوري ، د سیمې له  هېوادو ( افغانستان ) څخه خام یو رانیم غلا کوي ، د نشه یې توکو او د پیسو تر لاسه کولو او د بدن د غړیو پلورلو له پاره د سړي تښتونو مافیایي تجارتونه کوي . خو وروسته یې دا شکونه په یادو برخو کې  هغه مهال پر علم الیقین او عین الیقین باندې بدل شول چې کله پاکستان د بلوچستان په تفتان دښته کې د دالتون امریکایي کمپنۍ ته د درېیو وړو پوځي هوایي ډګرونو جوړولو پټه اجازه ورکړه . او ور پسې یې افغان طالبان استعمال کړل ـ ترڅوخپل ځان د منځنۍ آسیاهېوادو ته پرې ورسوي . خو بخت یې کوټه او ددوی پرځای تړیوال ایتلاف په افغانستان کې مېشت شو . چې له دې ایتلاف څخه بیا هم دوی د انګرېزانوپه پرله پسې لارښوونوسره د هوایي او ځمکني ترانزیت له لارې مالي استفاده وکړه . په میلیاردونو ډالریې د اکمالاتو د لارې ورکولو په پلمه پرې ترلاسه کړل . او دې لړۍ تر ننه پورې ادامه لرله .

دیارلسم : ــ  اوس چې په افغانستان کې دنړیوال ایتلاف غواګۍ پۍ ډېرې نه ور پرېږدي ، نو پاکستان هم دا مهال چین ته مخ ترې اړولی ، ځکه چین د ګوادر بندر رغولو او له ګوادر څخه تر چین پورې د ترانزیت لارې رغولو پرسرپاکستان ته ( ۴۶ ) میلیارده ډالر ورکړي . په داسې حال کې چې پاکستان دا مهال همدوغو پیسو ته ډېره اړتیا لري ، بل لورته پاکستان غواړي پر دې سره له یوې خوا خپله مردمي قوه په کار واچوي ، او بلخوا له چین سره د ګوادر بندر رغولو په تړاو د مخکیني تړون له مخې د بلوچستان د احتمالي آزادۍ او امریکایي تصرف مخه ونیسي .

څوار لسم : ــ  پاکستان له افغان سولې سره ډېره دلچسپي نه لري . ځکه خو یې د سولې پروسه د امریکې ، چین ، افغانستان او پاکستان په چوکاټ کې ور غورځولې او طالب په کې هېڅ رول او راک نه لري . طالبان یوازې د ثانیه سوز په شکل د سترو معاملو تر سره کولو او نورو پروژو فعالولو په خاطر استعمالېږي . ځکه خو هغوی په څو غیر مؤثرو ډلو سره وېشل شوي ، چې هم یې زور ختم شوی ـ او هم یې مشرتابه ړنګه شوې ده . چې د افغانستان خلک ، سیمه او نړۍ پرې هېڅ باور نه شوي کولی او نه خو ددوی تضمین څوک کولی شي .

پایله :

اوس چې پاکستان د افغان سولې پړه ظاهراً پر امریکې باندې ور غورځوي ، ددې معنا داکېدای شي چې د قطر په شورا کې هم امریکه ، هم سعودي عربستان ، هم چین او هم پاکستان پوره پوره لاس لري . په داسې حال کې چې د قطر طالبانوته بیا د کوېتې او پېښور طالبان بیعت نه ورکوي ، ځکه هغوی په طالب تحریک کې بې بېخه او بې بنیاده عناصر دي .

خو هغه دري طالبان چې پاکستان د کوټې له شورا څخه لیرې کړي او پر ځای یې دری نور غیر پښتون طالبان ور ننه ایستلي ، ددې معنا داده چې دا بیا له داعش ، سلفیانو اوالقاعده څخه د اور او اوبو یو جوړېدونکی ګډ ـ خو نا ممکنه ایتلاف دئ چې په هېڅ ډول به سره یو نه شي . د حکمتیار ډله خو بیا یو هم نه مني . نو د افغانستان ، پاکستان ، چین او امریکې دغه څلور اړخیزې غونډې په دې روان حالت سره هېڅ ځای نه نیسي . ځکه دا هم د تپل شوې پردۍ جګړې په څېر یو بل تپل شوی تحمیلي شکل دئ چې په افغانستان کې به جګړه ور باندې اوږده شي او کمه به نه شي .

 افغان حکومت ته لازمه ده چې خپل سیاسي تګ لوری د حقیقي سولې موندلو په برخه کې نور په پاخه تدبیر سره بدل کړي ، لومړی دې د سولې په اړه خپل داخلي قشر ترتیب او سم کړي ، بیا دې سیمه ییزه او نړیواله اسیب شناسي په ګوته کړي ، وروسته دې داسې پیاوړې او فعاله دیپلو ماسي په لاره واچوي چې د اصلي او تلپاتې سولې منځ ته ځان پرې ورسوي .

وما علینا الا البلاغ .

    

 

     


بالا
 
بازگشت